text
stringlengths 0
136
|
---|
سلامۍ واله و |
دويم هغه ځينې وو چې د توپو سلامي امتیاز یې نه لرلو. په دې کې |
بسوده «چې د پښتنو ریاست و). نواب ګنج او ځیرګړ غوندې ځايونه |
شامل وو. د يوویشت توپو د اعزاز ریاستونه يوازې پنځه وو. چې د |
حيدرآباد نظام. ميسور مهاراجه. جمو او کشمیر په کې شامل وو |
مهاراجه او د بړوده ګایک مهاراجه او د ګواليار مهاراجه سندهیا |
وو |
د نولس توپو سلامي به د بهوپال ,د پښتنو نواب. د اندوراو |
اودې پور راجه ګانو ته ورکول کېدې. په دې کې هم فرق دا و چې |
ځینې موروثي او ځينې موقتي وو هغه وخت د مځکې او شمېر له |
حسابه د مسلمانانو تر ټوله لویه نوابي د حيدر راباد دکن وه چې واکمن |
بهوپال د هندوستان پښتانه ٍ تت |
00011953 ۲ 9٧ |
پېژندنه ۵۰ |
به "نظام"" بلل کېده له دې وروسته د مځکې له پلوه د مسلمانانو |
لویه نوابي د بهوپال هغه وه. چې بنسټ يې د اورکزیو یو تن دوست |
محمدخان اېښی و دلته څلورو ښځُو پرله پسې دوه سوه کاله |
حکومت کړی دی. ددې وړوکي سلطنت د پوځ لپاره به زیاتره د صوبه |
سرحد او په تېره د قبايلي سیمو خلک روزل کېدل د خلکو لپاره به |
دا هم نوې خبره وي چې په بهوپال کې اوس هم اپرېدي. يوسفزي او |
میرازي خېل پښتانه نه یوازې دا چې ژوند کوي ځینې په کې اوس هم |
پښتو وايي. ما ددې سیمې له ځینو کورنيو سره ليدلي او د هغوی د |
ژوند ژواک حال مې له نژدې اخيستی دی. دا کتاب د بهوپال مکمل |
تاریخ نه دی يوازې د تېرو دریو سوو کلونو حال دی چې په کې دوه |
نیم سوه کاله د پښتنو مېرمنو او د دوی حالات بيان شوي دي. په |
وروستۍ برخه کې مې د بهوپال د اوسنیو پښتنو حال لیکلی دی. په |
دې لاره کې ما سره ډېرو خلکو مرسته کړې ده. په تېره ييا د وروستۍ |
واکمنې عابده سلطان زوی شهریارخان چې د خپلې کورنۍ په اړه یې |
ډېر معلومات راکړل. |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
لومړی څپ رکی |
دوست محمد خان |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
0001963 ۲ 9٧ |
انځورونه |
دوست محمد خان اورکزی |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
0001165 6 |
انځورونه |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
دوست محمد خان -۸ - |
د صوبه سرحد په لوېدیځ کې د تیرا غرونه دي. چې په کې د اپریدو |
ته قامونه ملک دین خېل: سپاه. کوکي خېل. اکا خبل. زکا خېل؛ |
کمبرخېل. حسن خېل او ادم خېل اباد دي. په ۱٧۷١ م کال کې د |
اورکزیو د یوه سردار نورمحمد ځخان په کور کې یو ماشوم وزیږېد چې |
په دوست محمدخان ونومول شو. مور پلار يې ډېر خوشاله وو. د |
پېنځو کالونو په عمر کې د قران د لوست او دیني زده کړو لپاره ورته |
يو استاد وساتل شو. دا استاد ملا جمالي نومېده چې د بدخشان |
اوسېدونکی و. دوست محمد خان چې د اس د وک داو |
ورله یو اس ورکړ. له دې سره سره یې د تورې او غشي ویشتلو تربيه |
هم ترلاسه کړله. ٧١ مه پېړۍ چې په ختمېدو وه. نو دوست |
محمدخان يو تکړه او غښتلی ځوان و. هغه وخت د هندوستان پر |
تخت د مغولو پاچا اورنګزېب ناست و او د خپل سلطنت ساتلو لپاره |
له مرهټه وو سره په جنګ وو. د مغول دربار د شان او د هند د شتمنۍ |
کیسې هر چا اورېدلې وې. له تیرا نه هم ځوانانو ډیلي ته د تللو ارمان |
درلودلو. ځینې ځوانان د دوست محمدخان له سیمې هم هندوستان ته |
ورغلي وو او د مغولو په پوځ کې به شامل شول. نو ډېره ښه تنخوا به |
ورته ورکول کېده. هندوستان ډېره لویه مځکه لري او د هر یو ریاست |
والي ته به د پوځ لپاره مېړني ځوانان پکار وو. د پوځ لپاره تکړه |
ځوانان او ښه اسونه د پښتنو له سیمو هم ور تلل. په تيرا کې ځینو |
کورنیو د دې جنګيالو لخوا په رالېږلو پيسو خپل ژوند ته وده |
ورکوله. په ٧٧٢١ کال کې دوست محمدخان له ٠٢ کالونو اوښتی و |
او تل به ناکراره و. مور و پلار ورله د یوې بلې اورکزۍ کورنۍ نجلۍ |