text
stringlengths 0
136
|
---|
مسودې وې چې ما او زما دغو ملګرو لیکلې |
وې چې هغه يا ځو ضایع شوې دي یاکه چا سره |
موجودې دي. نوهغه ما ته نه دي را رسېدلي. زه |
بُوډا شوی يم زما حافظه ډېره کمزورې شوې |
ده ډېرنومونه او واقعات راته ياد پاتې شوي نه |
دي. نوځکه زه پوهېږم چې دې کتاب کې به کمی |
وي او ماته احساس دی چې تاسوکوم وخت دا |
کتاب لولئ. نو اکثرو ځایونو کې به څه |
تفصیلات. څه واقعات څه قابل ذکر اشخاص او |
څه نومونه تاسو ته درياديږي. هيله لرم چې دا |
څیزونه څنګه تاسو ته در ياديږي هغه شانې يې |
هغه وخت ليکئ او بيا يې زر ما ته رالېږئ ځکه |
چې دا کتاب زه په دويم ځل چاپ کول غواړم چې .. |
هغه هر څه په کې راشي. ستاسو حق پوره |
شي.زما غاړه خلاصه اوتاریخ مکمل شي. |
-٧ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد |
ياد گیرنه: |
ما نه غوښتل چې زه خپله بيوګرافي ولیکم. |
ځکه چې زه د ولو او لیکلو نه زيات د کاراو |
ساقي.عبدالله بختاني خدمتګار . صد يق الله |
رښتین او فقير محمد بایزي څو څو ځله راته |
وويل چې دا يوه ضروري خبره ده.او زه يې بايد |
ولیکم. ځکه نو د هغو یادداشتونو له مخه چې |
ما سره وو.او د خپل يادداشت نه ما دا کتاب |
ولیکلو. |
د دې کتاب د لیکلو په وخت.د هغه په |
تنظیمولو او چاپ ته د تيارولو په چارو کې هم |
دې ذ کر شووکسانو ما سره زيات کومک |
وکړو .نو ځکه زه د دوی شکر ګزار يم او د قوم |
اووطن په خدمت کې ورته توفیق غواړم. |
عبدالغفار |
۸۸ |
60۱6 6 |
داقفاتستاة د کلتورې ودې ټولله جرمني |
11 ۶۱۱۱۱۱ |د |
7 ا«اق"1٧"("ٌ111أ'11۱(۱1ه |
ث"ث"ث" مسټپپبپ- 1 |
د خپرونو لړ: ( ١٠٠۲ |