url
stringlengths
31
783
title
stringlengths
1
140
text
stringlengths
20
223k
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DB%90%DA%9A%D9%84%D9%8A%DA%A9
پېښليک
یو له مدرنه تاریخ پوهانو څخه چاچې د خپلو لویو ممکنه پروژو په مرسته د تاریخ بیاکتنه وکړه تاريخ په یوناني ډیره وخت د دوه مفهومونو په معنی دی. لومړی په تیرو پیښو ته کتنه دویم د پیښتو کتنه او څیړنه بلل کیږي. اما څوک یا شخص چې تاریخ کتنه او تاریخ لیکنه کوی تاریخ پوه بلل کیږي. تاریخ چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وگړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزوو او بشري پوهنو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل تاريخ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر ريار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي. د اکثرو سيمو تاريخ په دې ډول وېشلی شو : مختاريخي زمانه لکه د ډبرو پېر، د وسپنو پېر تاريخي دوره چې هغه مهال پيلېږي کله چې ليکلي لاسوندونه شتوالی ولري منځنۍ پېړۍ نوی پېر اوسمهال سرچينې : . : . --- پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D8%A7%D9%BE%DB%90%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
چاپېريالپوهنه
چاپېريال پوهنه چې په انگريزي ژبه يې ايکالوژي يا بولي، د ژواکپوهنې يا بيالوژي يوه څانگه ده چې په دې کې د ژوندييو جاندارانو او د هغوی د چاپېريال تر مېنځ اړيکې، او تر لويې کچې د هغوی په چاپېريال کې بېلابېل بدلونونه څېړل کېږي. چاپېريال پوهنه او د چاپېريال ساتنه په افغانستان کې يو خورا نوی علم دی چې له بده مرغه تر اوسه پورې دغې موضوع ته هومره پاملرنه چې بويه نه ده اړول شوې. خو بنسټيزه مفکره يې ډېره ساده ده، کوم چاپېريال يا محيط چې موږ په کې اوسېږو بايد هغسې وساتل شي لکه څنگه چې يې د زېږېدنې پر مهال مومو. دغه سکالو په پرمختللو هېوادونو کې لا اړينه ده ځکه چې د صنعتي پرمختگ او نوي پېر د راپيلېدو راهيسې د ژوند چاپېريال ته د فابريکو او د موټرانو د دود، ککړنې او چټلۍ له امله ډېر زيان رسېدلی دی. په افغانستان کې هم د جنگ او جگړې پر مهال د افغانستان چاپېريال ته زښت تاوانونه ورپه برخه شوې، له يوې خوا د وسلو او چاودېدونکو توکو د کارونې په پايله کې او له بلې خوا د ونو د وهلو او د لرگيو د قچاق په خاطر. د چاپېريال مهمې برخې په دې ډول دي: اوبه هوا بوټي، لکه ونې او نور نباتات غرونه سکوپ د چاپېريال پوهنې اصول د چاپېريال پوهنې تاريخ د چاپېريال پوهنې بنسټيز اصول بايوسفيير خوځښتونه او ثبات سرچينې دا هم وگورۍ لړليکونه اړونده سرليکونه باندنۍ تړنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%DB%90%DA%9A%D9%86%D8%A7
برېښنا
برېښنا په هغه وخت کې راپيدا کيږي کله چې ورېځې او قوي بادونه د یو بل په وړاندې ودرېږي. برېښنا په ملیونونو ولټه او په ملیونونو امپیره کرنټ لېږدوي. کوم چې په دوه ډوله ځمکې سره نښلي. - هغه شخص یا څیز لکه ودانۍ او ونې او داسې نور چې د ځای له مخې تر ټولو لوړ وي، برېښنا پرې وریږي او ځمکې ته ځي. . د ساینس پوهانو په وینا، ځمکه هم مثبت یا منفي چارج لري. له همدې امله برېښنا هم د دې چارج په لور حرکت کوي او ځمکې ته ځي. د لوړ ولتاژ او میګا امپیرونو له امله، برېښنا په خپل مخکې راتلونکې هوا له ځانه سره روانوي چې له کبله يې په هوا کې د برېښنا د لېږد زمينه برابريږي. احصایې ښیې چې هند په نړۍ کې د برېښنا له امله ترټولو اغېزمن هېواد دی چې د برېښنا غورځېدنې له کبله هر کال پکې وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي . نور وګوره تندر برقي جریان ولټيج بېرونۍ تړنې برېښنا څنګه جوړیږي او څنګه رالوېږي؟ برېښنایي رسنۍ برښنا برښنایي توکي برق هوا تندر تالنده رعد
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%AE%D8%AA%D8%AA%DB%90%D8%B1%DB%8C
وختتېری
غورغوشت ټولې هغه کړنې دي چې خلکو ته خوښي ورکړي، یا خلک په خپل وزگار مهال کې بوخت وساتي. غورغوشت په ټولیز ډول کوم چې بوختوونکي دی لکه: اوپرا، ټنگټکور. همدا شانته ننداریز ډولونه یې لکه: فلم، ورزښت او داسې نور. او نورې کړنې لکه لوستل یا د موسقي الاتو تمرین کول د ورځنیو روږدتیاوو څخه گڼل کیږي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
افغانستان
افغانستان په غیر رسمي توګه د افغانستان اسلامي امارت، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د ۴۳ میلیونه وګړو او ۶۵۲۸۶۴ کیلومتره مربع ځمکي په درلودلو سره د آسيا په سوېل کي پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي چي په لویدیځ کي له ایران، په شمال لویدیځ کي له ترکمنستان، په شمال کي له ازبکستان او تاجکستان او په شمال ختیځ کي له چین سره ګډه پوله لري. همدارنګه په لویدیځ، سوېل او سوېل ختیځ کي له پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه پروت دی. افغانستان له تاریخي پلوه د لرغوني ګندهارا، باختر، اریا، سیستان، ارغنداب، کاپیسا او کابلستان تمدنونو کهول او ټاټوبۍ دی. په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې معاصر افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات وه وروسته دبریتانوي هند او روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. یاد هیواد د تاريخ له نظره يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی، چي له همدې امله په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي . د سرادر محمد داوودخان تر شهادت وروسته پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او ورپسې امریکایي یرغلونو ډیري بدي ورځي راوستې او افغانستان یې دومره له پښو وغورځاوه چي د یوویشتمي پېړۍ تر دریمي لسیزي لاهم له اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او نړیوال کاروانه ډېر شاته پاته دی. افغانستان دا وخت تازه د ارامۍ پر لور ګامونه اخیستي دي، خو ددې سره سره د تیرو کلونو خونړیو جګړو او په نوی نظام کي د یوشمېر ستونزو له امله هیواد له یوشمېر کړکیچونو تیریږي، چي د خلکو په ګومان یادي ستونزي به هم حل سي. تاريخ تر تاریخ مخکي دوره په افغانستان کي د لرغونپوهانو له لوري د کیندنو پر اساس د یوشمېر انساني غړو او اعضاوو موندنه دا ښيي چي پردغه خاوره لمړنئ انساني ژوند تر تاریخ مخکي دورې ته ورګرځي او شاوخوا کاله مخینه یا قدامت لري. د اریایانو لرغونې دوره تر تاریخ وړاندي دورې را وروسته د افغانستان په خاوره کي تر ټولو لرغونې دوره د امو سیند په اوږدو کي د باختر بلخ مدنیت دی، چي د حضرت عیسیع تر پیدایښت کلونه په هاخوا پیل سوی دی. تاریخونه په ډاګه کوي چي تر عیسوي زیږد کاله مخکي لرغونو اریایانو له مرکزي اسیا څخه افغانستان ته کډي پیل او ددغه سیمي له باختریانو سره یې اړیکي ورغولې. دوی د امو سیند په سوېل کي د هندوکوش له غرونو سره میشت سول. یاده دوره د افغان تاریخ ویدي مدنیت بلل کیږي چي مشهوره قبیلې یې پکت پښتون، الینا د لغمان او نورستان خلک او ځیني نور وه. ددې دورې ډېرئ تاریخونه د لرغونو هندي ویدونو په سرچینو کي موندل کیږي. د اریایانو بل تمدن تر زیږد کاله مخکي پیل سوی دی چي د معلوماتو سرچینه یې د اوستا په نامه اثر دی، کوم چي پنځه بابه لري. په دې دوره کي د لرغوني افغانستان مشهوره واکمن یما د بلخ ښار ودان کړ. یما د اوستایي مدنیت اړوند پیشدادي کورنۍ څخه واک ته رسېدلی وو، او تر تهمورث او کیومرث وروسته یې چاري په لاس کي واخیستې. دنوموړي د واکمنۍ پر مهال نه یوازي دا چي افغانستان د هغه زمانې له پرمختللي تمدن سره اشنا سو، بلکي په دې هیواد کي د زرتشت دین هم پرمختګ وکړ، او شاوخوا سیمو ته خپور سو. تر عیسوي زیږد اووه پېړۍ مخکي افغانستان د ماد په نوم یوې ستري واکمنۍ لاندي راغی، چي شاوخوا یوه نیمه پېړۍ یې له تور سمندر څخه نیولې د هند تر پولو پوري لوی شمېر سیمي په واک کي اخیستي وې. د مادیانو پلازمینه هګمتان نومېدل او ددې واکمنۍ څلور پاچهان د افغانستان په تاریخ کي ډېر شهرت لري چي نومونه یې په ترتیب سره دیوکس ، فره اورتس فرورتیش، هووخ شتر کواکزار او استیاګس دي. فرانسوی تاریخ پوه ډار مستتر وایي چي د مادیانو ژبه پښتو ژبي ته نژدې یا ورته بڼه درلوده، او هرودوت په دې اړه یوه بېلګه د سپي لفظ وړاندي کوي چي مادیانو به ورته سپاکو ویل. ددوی په واکمني کي د اریايي خلکو یو ټبر چي خلکو پارسوا بلل، له شمال څخه سوېل ته کوچ وکړ او پر هغه ځمکه باندي مېشت سول، چي وروسته یې نوم پارس سو. هخامنشیان د ماد واکمنۍ په وروستیو کلونو کي د کوروش په نامه ددوی یو چارواکۍ چي د ماد د وروستي واکمن د لور زوی کېدی، د بغاوت رپۍ پورته کړ اوپه لنډ وخت کي یې د هخامنشیانو په نوم یوه بله واکمني چي تر مخکنیو مادیانو هم لویه وه رامنځ ته کړه. هخامنشي واکمنانو په اصل کي د ماد واکمني تر چتر لاندي د سیمه ییزو مشرانو په توګه واک مخته وړی، خو کله چي د ماد اخري واکمن استیاګس خپله لور ماندانه دویم کمبوجیه ته ورکړه، ددوی دواړو له یوځایوالي څخه کوروش وزېږېدی او همدغه شخص د ماد واکمني ته د پای ټکئ کښېښود. د هخامنشیانو واکمنۍ نفوس په هغه زمانه کي تر میلیونه وګړو زیات وو، او د اسیا لویه سیمه یې تر واک لاندي کړې وه. ددې کورنۍ نژدې دیارلسو واکمنانو له مخکي تر زیږد څخه بیا تر مخکي تر زیږد پوري یو په بل پسې حکومتونه وکړه، څو چي د یونان له لوري د مقدوني سکندر په مشرۍ خونړي بریدونه ورباندي پیل او په لنډ وخت کي یې له پښو وغورځول. دهخامنشیانو په دور کي د افغانستان اړوند مشهوره ولایتي سیمي چي ساتراپي یې بلل او مشر یې ساتراپ نومېدی عبارت وې له : پرثوه خراسان او ګرګان، باختریش بلخ، زرنګه زرنج یا سیستان، هره یوه هرات، ګداره د کابل سیند او پیښور، ته ته ګوش د کوهاټ، بنو او خټکو سیمي او هراووتیش اراکوزی یا ارغنداب څخه. هیرودوت پخپل کتاب کي د هخامنشي واکمنۍ اړوند ځیني خلک او ټبرونه ګنداریوي، دادیکای، پارس او پکتوان بللي دي، چي تاریخ پوهانو یې ګنداریوي د اوسني کندهار، دادیکای یې تاجکان او پکتوان یې پښتانه گڼلي دي. سکندر مقدوني تر زیږد درې نیمي وړاندي کله چي د هخامنشي واکمنۍ چاري د داریوش په نوم یو ناتوانه واکمن ته په لاس ورغلې، ورسره سم په یونان کي هم ستر اوښتون رامنځ ته سو، او د سکندر په نامه شخص دخپل پلار تر مړیني وروسته د یونان واګي په لاس کي واخیستې. سکندر چي د لوی سکندر او مقدوني سکندر په نوم هم پېژندل کيږي د دویم فیلیپ زوی وو او په مخکي تر زیږد کي یې هغه وخت د یونان تخت او تاج ترلاسه کړ کله چي یې پلار په یوه مېله ځای کي ووژل سو. نوموړی د خپل پلار په څېر د منظم سلطنت څښتن وو او چي څنګه واک ته ورسېدی د ځواکمن لښکر تر جوړولو وروسته يې د هخامنشي واکمنۍ سره ډغري پیل کړې. څرنګه چي د هخامنشي واکمنۍ پرمهال د پارس او ختیځ خلکو خلکو له یونان سره لویي نښتي کړي وې، سکندر هم د یادي دښمنۍ او پر نړۍ باندي د واک د ترلاسه کولو په پار مخ د اسیا په لور راوخوځېدی، او د څو لنډو او خونړيو نښتو په پایله کي یې تر افغانستان پوري پراته هیوادونه او سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې. هخامنشي واکمن تر یوې اندازې هڅه وکړه چي د نوموړي مخه ونیسي، خو د کمزوري مدیریت او نامنظمي پالیسۍ له کبله یې چاره له لاسه ووتل او سکندر یې د پلازمیني په نیولو او هغې ته په اور اچولو باندي ملا ورماته کړه. هخامنشي واکمن داریوش په مخکي تر زیږد کي د خپلو دریو قومندانانو په لاس په داسي حال کي ووژل سو چي سکندر د نوموړي په تعقیب پسي روان وو. تر وژلو وروسته یې د بلخ سیمه ییز واکمن بسوس د سکندر په وړاندي د جګړې اعلان وکړ او له رخج او رنګیانا سیستان او کندهار او آریا هرات له سیمه ییزو مشرانو سره څخه یې مرسته غوښتل چي هغوی هم مثبت ځواب ورکړ د یادوني وړ ده چي داریوش همدغه سیمه ییزو مشرانو وژلی وو . دپورته سیمه ییزو مشرانو په لړ کي د آریا واکمن بارزانس لمړئ سکندر ته تسلیم سو، خوکله چي د سکندر لښکري له هرات ووتې، ده یرغل ورباندي وکړ او سکندر مجبوره سو چي د بلخ او سیستان د واکمن سره یوځای دی هم بیرته تر برید لاندي ونیسي او په اخر کي یې وواژه. د سیستان، آریا او هلمند ناوې وروسته سکندر په مخکي تر زیږد کي اوسني کندهار ته ورسېد، او د اراکوزیا ښار یې چي اوس زوړ ښار نومیږي ودان کړ. ورپسې یې د کابل له لاري پر کاپیسا او چاریاکار یرغل وروړ او د هندوکوش له لاري یې شمالي افغانستان سقوط او د بلخ واکمن یې د امو سیند هاخوا ته په تیښته اړ ایستی. د شمالي افغانستان او امو سیند یوشمېر سیمو تر نیولو وروسته سکندر په مخکي تر زیږد کي د هندوکوش له لاري قبایلي سیمو اوسني کنړ او پښتونخواه ته وخوځېدی خو ددې ځای خلکو د نورو په پرتله درنې نښتي ورسره وکړې او سکندر مجبوره سو چي ددوی سره ډېر ښکیل پاته سي. د قبایلو تر نیولو وروسته سکندر د هندوستان سیمه ژر ایل کړه او په مخکي تر زیږد کله چي بیرته بابل ته ولاړی د ملاریا ناروغۍ له کبله هلته مړ سو. د سکندر تر مړیني وروسته د سیمه ییزو یوناني واکمنانو او قومندانانو له لوري د واک پر سر خونړي نښتي وسوې او په دوی کي یو تن یونانی قومندان چي سلیکوس نومېدی د سکندر د واکمنۍ ختیځي سیمي یې له سوریې نیولې تر افغانستان پوري پخپل واک کي راوستې، او تر زیږد کاله مخکي وختونو پوري یې حکومت ورباندي وکړ. دسکندر د پورته ذکر سویو بریدونو په پایله کي د افغانستان او ختیځ پر تمدنونو باندي د یوناني کلتور اغیزي په پراخه کچه څرګندي سوې او د یونانیانو له لوري یوشمېر عصري ښارونه لکه آی خانم، اراکوزیا او ځیني نور د افغانستان پر خاوره ددې سبب سول چي زرګونه کلونه وروسته هم زموږ د هیواد لرغونی تاریخ ژوندئ وساتي. آی خانم د تخار ولایت سره نژدې یو تاریخي ښار دی چي د افغانستان د تاریخ کاله هاخوا دوره موږ ته راښيي، او اراکوزیا د اوسني کندهار ولایت اړوند زوړ ښار دی چي سکندر د خپلو نظامیانو لپاره جوړ کړی وو. باختري خپلواک دولتونه تر زیږد کاله پخوا کله چي پر افغانستان د سلوکیانو دسلیکوس اولاده واکمني کمزورې سول، د بلخ سیمه ییز امیر لمړي دیودیتس د یونان د نوي باختري واکمنۍ بنسټ کښېښود. نوموړی تر کلونو مخکي تر زیږد پوري د بلخ، سغد، مروه او تخار واکمن وو او تر مړیني وروسته یې زوی دویم دیودیتس شل کاله واکمني وکړه. دیودیتس د خپلي واکمنۍ پر مهال هرات او هریرود سیمي هم پخپلي واکمنۍ ورګډي کړې او د پارتی واکمن ارساس سره یې دوستي ټینګه کړه، خو دده واکمني تر ډېره پوري دوام ونکړ او په مخکي تر زیږد کي د آی تیدیوم په نامه یو شخص واک ترې ونیوی. د آی تیدیوم د واکمنۍ پر مهال د شام یوناني واکمن پر پارت او افغانستان باندي یرغل وکړ او د پارتیانو تر پرځولو وروسته یې د آی تیدیوم ځواکونه د هریرود په جګړه کي تر زریاسپ سیمي پوري شاتګ ته اړ کړه. آی تیدیوم پخپل پلازمینه کي تر دوه کاله محاصرې وروسته د شامي واکمن سره سوله وکړه او په بلخ کي یې د سلطنت واګي بیرته له سره ټینګي کړې. کاله مخکي تر زیږد کله چي آی تیدیوم مړ سو پرځای یې زوی دیمیتریوس واک ته ورسېدی او د خپل هیواد پولي یې تر هند او سویلي افغانستان پوري پراخه کړې، خو دده سره هم واک او ځواک یاري ونکړه او په مخکي تر زیږد کي یې له یو قومندان ایوکراتید څخه ماته وخوړه. څرنګه چي په باختر او شاوخوا سیمو کي د آی تیدیوم کورنۍ نفوذ لاهم پرځای پاته وو، ایوکراتید هم تر ډېره پوري سیمه پخپل واک کي نسوای ساتلای او له همدې امله یې خپله پلازمینه د هندوکوش سويل کاپیسا ته ولېږدول. دده تر مړیني وروسته یې زوی واک ته ورسېدی او دخپلي واکمنۍ پولي یې تر شمال او ګندهارا پوري وغزولې. نوموړی چي اصلي نوم یې هیلوکلس وو د باختري واکمنۍ وروستئ پاچا ګڼل کیږي او یوه پېړۍ مخکي تر میلاد یې واکمني د ساکانو په نامه یو ټبر له لوري وپرځول سوه. په افغانستان کي د بوداییزم خپرېدل په افغانستان کي د سکندر او اریایانو د پورته یادو واکمنیو پرمهال یوه ستره پېښه چي د خلکو په باورونو او معنوي ژوند باندي یې اغېزه وشیندل هغه د بودیزم یا بوداییزم دین خپرېدل وه. تر زیږد پنځه پېړۍ دمخه له څخه کلونو پوري د لرغوني هند په نیپال کي د سیدهارت په نوم یو مذهبي شخص چي د سدودانا او مایا ګوتم زوی وو د خپل نوي دین بوداییزم دین بنسټ کښېښود. سیدهارت د خپلو هڅو په پایله کي وتوانېدی ترڅو د خپل ژوند ترپایه بوداییزم د یو ستر مسلک او عقیدې په توګه خلکو ته ورسوي اوپه لنډ وخت کي یې د خپلو پیروانو په مرسته د هند سربېره افغانستان او منځنۍ اسیا ته هم د بوداییزم د خپرېدلو لاره ومومي. افغانستان ته د بوداییزم راتګ د سیدهارت د ژوند له لمړیو لسیزو سره راپیل سو، او د نوموړی تر مرګ څو لسیزي وروسته په مخکي تر زیږد کي یوشمېر بودایي ښوونکو د جمجمه په نامه پژۍ د ناګارا ویهارا یا اوسني ننګرهار جلال اباد ته راوړ او همدلته یې عبادتځای ورته جوړ کړ. ورپسې بل عبادتځای او ښوونیز مرکز د لوکوتاراوادا په نامه د هندوکوش غرونو له لاري لرغوني بامیان ته راوړل سو، چي پنځه برخي یې درلودې. تر زیږد مخکي کله چي سکندر افغانستان ونیوی د بوداییزم له پیروانو سره یې چنداني کار ونه درلود، ځکه نوموړی یو سیاسي او فوځي شخصیت وو. د هند په لرغونې ځمکه کي د موریا امپراطورۍ مشهوره واکمن اشوکا د سکندر تر یرغل یوه پېړۍ وروسته د ګندهارا کندهار ښار ته خپل یو پلاوی واستاوه او هلته یې د اوسني کندهار په چل زینو سیمه کي د بوداییزم د مذهبي لارښوونو ترڅنګ څو لیکني د یادګار په توګه ولیکلې چي اوس هم شتون لري. د بودایي مذهب د پیروانو یادي هڅي ددې سبب سوې ترڅو افغانستان څو پېړۍ پرله پسې ددغه دین تر اغیز لاندي راسي او لوی شمېر پیروان ومومي. ساکان د وروستي باختري واکمن هیلوکلس سلطنت تر میلاد یوه پېړۍ مخکي د سیمه ییزو مشرانو له لوري دړي وړي سو او په همدې وخت کي له ګندهارا او سیستان څخه د ساکانو په نامه یوه لویه ډله په دې وتوانېدل ترڅو دغه سیمه ییز مشران هم ایل کړي. د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د ساکانو قوم اړوند څلور واکمنان تر اوسه پوري پېژندل سوي دي چي نومونه یې په ترتیب سره هرایوس، مایوس، ازیس او ازیلیسیس وه. د انګرېز تاریخ پوه په قول ددوی نومونه د لرغوني پښتو سره ډېر سر خوري. د یادولو وړ ده چي ساکان د اوسنیو څېړنو له مخي د منځنی اسیا او تورسمندر څخه راغلي خلک وه. د تاریخونو پر بنسټ پر افغانستان د ساکانو د واک موده تر یوې پېړۍ هم لږ وه، خو د واک ساحه یې د باختري دولت تر سوېل او سوېل ختیځو پوري غځېدلې وه. کوشانیان د مخکي تر زیږد په شاوخوا کي د چین له ختیځ څخه د یوچي په نامه یو ټبر چي له اریایي ساکانو سره یې وینه ګډېدل، لمړئ د اموسیند شمال او بیا افغانستان ته راوکوچېدی او د هیواد په شمال کي یې د تخار د خلکو په مرسته د بلخ ولایت لاندي کړ. د یوچي او تخاریانو ترمنځ ددې ګډون له امله د کوی شانګ یا کوشان په نامه نوی ټبر منځ ته راغی، چي لمړئ واکمن یې کوجوله کره کدفیزیس -- نومېدی. کوجوله د بلخ تر نیولو وروسته د اریانا پاته برخي لکه کابل، کاپیسا، غزني او سویلي پښتني سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې او ترخپل مړیني زیږدیز کال پوري یې د کوشان ځواکمن سلطنت پر پښو ودراوه. د نوموړي تر مړیني وروسته یې زوی ویما کدفیزیس او ورپسې کنیشکا نومي شخص واک ته ورسېدل. کنیشکا چي د افغانستان او هند په تاریخ کي د اریانا له سترو واکمنانو ګڼل کیږي د خپل امپراطوري لمنه یې له ادبي او اقتصادي پلوه ډیره پراخه کړه او د سلګونو معبدونو جوړولو ترڅنګ يې د لرغوني افغانستان ستره اقتصادي لاره د ورېښمو لار د چین، هند او اروپا ترمنځ د تجارت د مرکز په توګه ژوندۍ کړه. د نوموړی د واکمنۍ ژمنئ مرکز پوروساپورا یا اوسنی پېښور او دوبنۍ پلازمینه یې بګرام او کاپیسا وه چي لرغوني اثار یې اوس هم د افغانستان تېر دوه زره کلن تاریخ په ډاګه کوي. همدارنګه د امپراطورۍ پولي یې له بخارا څخه تر ګنګا سیند او همداسي د چین له ځمکي څخه تر سویلي هند پوري رسېدلي وې. یوه اړینه خبره چي دلته د یادوني وړ ده، هغه دا چي د اریایي تمدن، یوناني تمدن، بودایي تمدن او کوشانیانو ستر فرهنګي او سیاسي مرکزونه د لرغوني افغانستان اړوند په پېښور، بامیان، کاپیسا، بګرام، جلال اباد، هډه، ګندهارا، بلخ، هرات او تخار ولایتونو کي واقع وه. کیداري واکمني، ساسانیان او د افغان ویئ لفظ په دویمه زیږدیزه پېړۍ کي د کنیشکا له مړیني سره سم د کوشانیانو پایڅوړ هم پیل سو او تر مرګ وروسته یې زامن د بېلابیلو سیمو څښتان سول. د افغانستان په دننه کي دې حالاتو د لویدیځو سیمو واکمنان د پارس د ساساني واکمنۍ په لوري راوکاږل او په دې توګه ساساني ځواک ته په افغانستان کي د لاسوهني زمینه برابره سول. یوازینئ افغان واکمن چي د ساسانیانو ددې تیري په وړاندي ودرېدی هغه دبلخ شهزاده کیدار وو، کوم چي له کوشاني واکمنۍ څخه پاته سوی شهزاد ګڼل کېده. د کیدار واکمني د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د کیداریانو په نامه یاده سوې ده او د ذکر سوي شهزاده اولادونه او پاته کوشانیان ترهغه مهاله چي په افغانستان کي مېشت وه د ساسانیانو په وړاندي یې پرله پسې پاڅونونه او خونړي جګړې ترسره کولې چي دې جګړو د ساساني ځواک پښې لړزاندي کړې او هیڅکله ونه توانېدل ترڅو پر ټول افغانستان باندي ولکه ټینګه کړي. یرغلګر ساسانیان په اصل کي د ساسان په نوم یو شخص اولاده وه او ددې کورنۍ لمړئ واکمن اردشېر نومېدی چي په پارس کي یې د ساساني واکمنۍ بنسټ کښېښود. د نوموي تر مرګ وروسته یې اولادونه د افغانستان د کورنۍ ګډوډۍ څخه په ګټه اخیستلو باندي دغه هیواد ته اړم سول او تر پېښور پوري یې ځمکي لاندي کړې، خو لکه څنګه چي یادونه وسوه هیڅکله یې په دې سیمه کي ارام ونه موند او مجبوره وه چي هروخت په کړکیچ کي ښکېل پاته سي. د ساسانیانو د واکمنۍ یوازیني اړین څیز چي د افغان تاریخ اړوند ګڼل کیږي هغه د افغان اوسنۍ کلیمه ده چي د زیږدیز کلونو په شاوخوا کي د پارس په نقش رستم کي د په بڼه د شاپور په نوم لیک کي موندل سوې ده. هفتالیان د ساسانيانو او کیداریانو د جګړې په دوام په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي د هپتالیانو یا ایپتالیانو په نوم یو ټبر چي دسنکسریټ ژبي په هندي سرچینو کي شوته هونه سپین هونان هم یاد سوي دي له مرکزي اسیا څخه مخ پر شمالي هندوکوش راوکوچېدل او د بلخ په نیولو یې د کیداریانو واکمني سقوط او ساسانیان یې هم له ګواښ سره مخ کړل. دشمالي هندوکوش د تخارستان او باختر ولایتونو تر پرځېدو وروسته دې نوي ډلي د کابل او ګندهارا په لور مخه کړه او د هغه سیمو په نیولو یې د افغانستان ټول واک په لاس کي واخیست. د پارس ساساني واکمن بهرام ګور ددوی د مخنیوي لپاره په کال کي د مرو رود په سیمه کي یوه خونړي نښته ورسره وکړه چي په پایله کي يې هفتالیانو ماته وخوړه او مشر خاقان یې ووژل سو. د بهرام ګور تر مړیني وروسته یې زوی دویم یزدګرد واک ته ورسېدی او هغه هم د پلار په څېر له هفتالیانو سره زور ازموینه پیل کړه خو د تېر پر خلاف داځل هفتالیان ځواکمن وه او ساساني لښکري یې د جګړې په ترڅ کي د افغانستان لویدیځ ته پر شا کړې. په زیږدیز کال کي د یزدګرد له مړیني سره سم د هغه زوی او د بهرام ګور لمسئ فیروز واک ته ورسېدی او له هفتالیانو سره یې د ډغرو وهلو یوه بله سلسله راپیل کړه خو داځل ساساني ځواکونه دومره وځپل سوه چي فیرزو یې مجبوره کړ ترڅو هفتالیانو ته باج ورکړي او ځان او خپله واکمني ددې حالت څخه وژغوري. له یادي پیښي لږ وخت نه وو تېر سوی چي فیروز بیرته خپله ژمنه ماته کړه، او د اخري ځل لپاره یې خپل بخت له هفتالیانو سره په جګړه کي وازمایه خو دې جګړې نه یوازي دا چي ساساني لښکر دړي وړي کړ، بلکي فېروز هم سر پکښي بایلاوه او تر مرګ وروسته یې لور د هفتالي واکمن اخشوان لاسته ورغله چي هغه بیا وروسته واده ورسره وکړ. د اخشوان او پارسي شهزادګۍ پورتنئ واده د افغانستان او پارس ترمنځ د یوې اوږدې سولي پیلامه وګرځېدل او د پارس ساساني دولت افغانانو ته د پخوا په څېر ججه ورکول پیل کړل. اخشوان نژدې نیمه پېړۍ واکمني وکړه او په دې موده کي د اریانا افغانستان خاوره له هند او چین څخه نیولې تر پارس پوري پراخه سول. د نوموړی تر مړیني وروسته يې زوی توره منه او ورپسې لمسئ میهیره کوله واک ته ورسېدل، چي پلازمینه یې سیالکوټ سیمه ګڼل کېده او پولي یې په ختیځ کي د هند له ګوپتا دولت سره نښتي وې. د اخشوان، توره منه او میهیره کوله واکمنی په لرغوني افغانستان کي د هفتالیانو تر ټولو ځواکمن دولتونه وه چي تمدن یې د هیواد له دري او پښتو ژبو سره هم ګډ سوی وو او ځیني لغاتونه یې لکه خان، اولس، جرګه، یرغل، همرویسه میرویس او داسي نور تر اوسه په پښتو ژبه کي استعمالیږي. د میهیره کوله تر مړیني وروسته د هفتالیانو واکمني پر افغانستان کمزورې سول او د شپږمي زیږدیزي پېړۍ په وروستیو کي له شمال څخه ترکي قبیلو او له لویدیځ څخه د پارس خسرو انوشیروان پر هیواد باندي یرغل وکړ چي په دې سره افغانستان نه یوازي داچي له مرکزي دولت څخه بې برخي سو، بلکي هره سیمه یې د ځایي سیمه ییزي واکمنۍ په ډول خپلواکه سول او بهرنیو یرغلګرو ته یې بېلابیلي ستونزي وزېږولې. د ملوک الطوایفۍ په دغه دوره کي ځیني مشهوره سیمه ییزي کورنۍ د غزني لویکان، د زابل رتبیلان، د کابل شاهان او د هندوکوش په شمال کي ترک خاقان وه. د کابل شاهان او زابل رتبیلان چي یوه یې له غزني څخه تر سیستانه او بل یې له کابل څخه د پنجاب تر څنډو پوري واکمني کول د نورو په نسبت ځواکمن او له یوبل سره یې دوستي هم درلوده. د شمال خاقان بیا ددوی څخه بېل یوه جنګیالئ ټبر وو چي څوځله یې له پارسیانو سره هم نښتي وکړې او هغوی یې د افغانستان پر ځمکه ارامۍ ته نه پرېښودل. پارسیانو په دې وخت کي د افغانستان پر لویدیځه برخه هرات او شاوخوا سیمو باندي تر نورو ډېر نفوذ درلود او د ګډوډیو په دغه دوره کي یې د اسلام تر راتګه پوري پخپل واک کي ساتلې وه. افغانستان ته د اسلام راتګ او اسلامي واکمنيو پیل په اوومه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین په راتګ سره د لویدیځ روم او ختیځ پارس واکمنۍ یو په بل پسې وپرځېدې او په عراق کي تر څو خونړیو جګړو وروسته د پیغمبر اصحاب او مسلمانان وتوانېدل چي ایرانئ واکمن یزدګر د پارس ختیځ ته پر شا کړي. څرنګه چي د افغانستان لویدیځ هرات او یو شمېر نوري سیمي دا وخت د پارس تر واکمنۍ لاندي وې یزدګر هم د مسلمانانو له ویري سیستان ته وتښتېدی او دې پیښي عربانو ته د افغانستان د فتحي دروازه پرانیستل. عرب مسلمانانو په دریمه هجري لسیزه کي د حضرت محمد تر رحلت وروسته د مجاشع په نوم مسلمان قومندان سیستان ته ولېږه خو مجاشع په یاده جګړه کي شهید او د سیستان فتحه وځنډېدل. یزدګرد تردې پیښي څوکاله وروسته مرو ته وتښتېدی او سیستان په هجري کي یوځل بیا د مسلمانانو د دویم برید له کبله سولي ته اړ سو خو د سیمي سرکښه ټبرونه په دي سوله نه وه خوښ او تر هجري زیږدیز پوري یې پرله پسې پاڅونونه کول چي هرځل به د مسلمانانو له لوري بیرته ارام او سیمي یې تر بست او کندهار پوري دهغوی په لاس کښېوتلې. د امویانو لمړي خلیفه معاویهؓ په هجري کي عبدالرحمن بن سمره له یو شمېر دیني علماوو سره سیستان ته ولېږه ترڅو هلته د عبادت لپاره یو دیني مرکز فعال او خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي. عبدالرحمن سیستان له رسېدو سره سم د اسلام بلنه علماوو ته پرېښودل او خپله یې د بست او کندهار په نیولو ځان تر کابل پوري ورساوه. د کابل واکمن تر یوې لنډي جګړې وروسته د نوموړي سره سوله وکړه او عبدالرحمن بیرته سیستان ته راغی. تر عبدالرحمن وروسته د سیستان مشرتوب بېلابیلو عرب مشرانو ته وسپارل سو او د سرکښیو دغه حالت نه یوازي په سیستان بلکي په شمال او لویدیځ افغانستان کي هم د اموي خلافت تر پایه پوري دوام درلود. د سیستان د یادو نښتو پرمهال پارسی واکمن یزدګرد د هرات واکمن ماهویه سوري ته په لاس ورغلی او هغه هم د پارسیانو او افغانانو د پخوانۍ دښمنۍ پر اساس نوموړی وواژه. د یزدګرد تر وژلو وروسته ماهویه د هرات، مروه، بلخ او بخارا په نیولو سره وتوانېدی ترڅو یوه نوې افغان واکمني رامنځ ته کړي، خو دې حالت هم دوام ونکړ او په کال کي اسلامي ځواکونو د هرات ښار تر فتحي وروسته شمالي افغانستان ته مخه کړه. ماهویه ډېره هڅه وکړه ترڅو ددوی مخه ډپ کړي خو مسلمانانو د څو خونړیو نښتو په پایله کي دئ تر امو سیند هم واړاوه او د بلخ، تخارستان، سمنګان او مرو سیمي یې لاندي کړې. د ماهویه تر ماتي وروسته د مرغاب سیمي یو شهزاده او ورپسې د هرات په ښار کي د قارن په نامه یو کس د اسلامي لښکر په وړاندي پاڅونونه وکړه او افغانان یې وهڅول چي ددوی ملاتړ وکړي. اسلامي لښکرو که څه هم چي د مرغاب لمړئ پاڅون ژر غلۍ کړ، خو د قارن د ځواکونو دویم پاڅون ستر زیان ورواړاوه او د هرات سربېره یې د پارس نیشاپور سیمه هم له لاسه ووتل. مسلمانانو ددې شخص د ماتولو لپاره د یو شپني برید په ترڅ کي نوموړی له خپلو ملګرو سره وواژه او په دې توګه یې د افغانستان لویدیځ او شمال دویم ځل فتحه کړ. د قارن تر وژني څو لسیزي وروسته د نیزک بادغیسي په نامه یو بل افغان واکمن له عربانو سره نښتي پیل کړې او شمال یې د مسلمانانو لپاره څو کاله پرله پسې سور اور وګرځاوه. د اموي خلافت واکمنانو د نوموړي د مخنیوي لپاره قتیبه بن مسلم چي یو سخت زړه عرب قومندان وو، وګوماری او هغه هم د یوې توطیې په ترڅ کي نیزک وواژه. څرنګه چي عربان ددې سیمي له خلکو څخه نور ستړي سوي وه، اموي واکمنو پرېکړه وکړه چي د عرب توکمه مسلمانانو په میشت کولو سره افغانان اسلام ته وهڅوي او په دې توګه یې لسګونه زره عرب کورنۍ افغانستان ته راولېږلې. د کورنیو دغه ډول لیږد د افغانستان لپاره مثبته پایله ورکړه او د اموي خلافت تر پایه د افغانستان په شمال، سوېل او لویدیځ کي لوی شمېر افغانان د اسلام په دین مشرفه سول، خو د مرکزي او ختیځ افغانستان برخي لاهم د اسلام د نعمت څخه بې برخي وې او د کابل او شاوخوا سیمو محلي واکمنان د عباسي خلافت په زمانه کي هم تر څو لسیزو پوري خپلواک پاته سول. سياست د احمدشاه بابا له لوري د معاصر افغانستان تر جوړښت مخکي ددغه هیواد سیاست د شته واکمنیو د ګټو پر اساس ټاکل کېدی، خو په اوولسمه زیږدیزه پېړۍ کي د دراني واکمنۍ او نوي افغانستان له جوړېدو سره د سیاست دوه لوري کورنئ او بهرنئ سیاست وټاکل سوه چي کورنئ سیاست یې د ځواکمن حکومت، قومونو ترمنځ یووالي او ټولنیزي سولي پر اساس ولاړ وو، او بهرنئ سیاست یې له هغه هیوادونو او واکمنیو سره اړیکي وې چي د افغانستان له ګټو سره یې سر لګاوه. د معاصر افغانستان له جوړښت راهیسي د احمدشاه بابا او تیمورشاه دراني سیاستونه د افغانستان پر ځواکمن کېدلو او د ګاونډیو مسلمانانو پر ژغورلو یا د هغوی سره پر ښو اړیکو جوړولو باندي ولاړ وه، خو د احمدشاه بابا په پرتله تیمورشاه درانئ د بریتانوی هند د لاسوهنو له امله ددوی په لومو کي څه ناڅه نښتۍ پاته سو چي له همدې کبله نه یوازي دا چي د انګرېزانو ځواک په هند کي وژغورل سو، بلکي د راتلونکي لپاره یې افغانستان ته هم لاسونه راوغځول. د تیمورشاه دراني تر مرګ وروسته د انګرېز لاسوهني په افغانستان کي پرله پسې زیاتېدلې او د سدوزي شهزاده ګانو ترمنځ په اختلاف ډېرولو یې افغانستان د تباهۍ کندي ته وغورځاوه چي دې پیښي افغانستان د تزاري روسیې او بریتانوي هند ترمنځ د سیالیو په ډګر بدل او هیواد د یا حایل حیثیت خپل کړ. په یاده سیالي کي د انګریزي یرغلونو پر مهال یوشمېر افغان واکمنان له انګریزانو سره د نرم او یو شمېر د زیږ سیاست پلوي وه. امیر شېرعلي خان چي د سدوزیو په کورنۍ کي مترقي پاچا وو له انګرېزانو سره یې په زړه کي سخته کرکه خو په ښکاره د هیواد د ګټو په پار ښه راشه درشه درلوده. انګرېزان چي د نوموړي په نیت له وخته خبر وه دده خپلواکي غوښتنه یې نه خوښول او چي څنګه امیر په اصلاحاتو او بهرني خپلواک سیاست باندي لاس پوري کړ، افغانستان د انګریز له لوري تر برید لاندي راغی او شېرعلي خان د واکمنۍ څخه وپرځول سو. د سدوزیانو تر پرځېدو وروسته دبارکزیو امیر دوست محمدخان هم د هیواد لپاره څه ناڅه مثبت فکر درلود خو انګریزانو له ده څخه هم د خپلواکۍ واک سلب کړ. ورپسې امیر عبدالرحمان خان چي د انګرېز ټولي توطیې یې تر نظر تیري کړي وې له دوی سره ډېر نرم سیاست په لاره واچاوه او د خپلي مجبورۍ او پاته واکمنۍ ټینګولو لپاره یې هغوی ته ډیورنډ کرښه هم پرېښوده. امیر عبدالرحمان خان خپل داخلي سیاست د استبداد او قومونو ترمنځ په ګډوالي کي ترسره کړ او لوی شمېر پښتانه یې پر شمالي پولو ددې لپاره ځای پرځای کړه ترڅو په راتلونکي کي د افغانستان د نوري تجزیې مخه د تل لپاره ونیسي، چي دغه سیاست یې ترننه پوري مثبته پایله ورکړې ده. د عبدالرحمان خان زوی امیر حبیب الله خان د پلار په پرتله ډېر نرم سیاست خوښوونکی وو او د پلار له لوري پسي اخیستل سوي اکثره کورنۍ یې بیرته افغانستان ته راوبللې، نوموړي همدارنګه له جګړې څخه د هیواد د ژغورلو په خاطر په لمړۍ نړیواله جګړه کي افغانستان بې طرفه اعلان کړ. د حبیب الله خان تر مرګ وروسته کله چي امان الله خان واک ته ورسېدی د خپل پلار او نیکه خلاف یې د انګرېز په وړاندي متقابل سیاست پیل کړ او له خپلواکۍ اخیستلو وروسته یې د خپلو اصلاحاتو په مټ افغانستان د پرمختګ لور ته سوق کړ، خو انګرېزانو د نورو په څېر له ده څخه هم غچ واخیست او د حبیب الله بچه سقاو په مرسته یې وپرځاوه. د بچه سقاو له مړیني وروسته نادري کورنۍ واک ته ورسېدل او هیواد له یو شمېر کږلیچونو سره سره خپلواک او د نرم سیاست خاوند سو. د نادر شاه او ظاهرشاه واکمني د انګریزانو، شوروي اتحاد او ایران سره پر متقابلو ګټو او بې طرفه سیاست باندي څرخېدل، او همدارنګه یې په دویمه نړیواله جګړه کي افغانستان یوځل بیا بې طرفه اعلان کړ، خو ددوی د کورنۍ بل شخص داوودخان ددې ډول سیاست پلوی نه وو بلکي د پښتونستان په قضیه کي یې د نوي جوړي سوي مستعمرې پاکستان سره سخت مخالفت کاوه چي دې پیښي افغانستان له امریکا، عربي هیوادونو او لویدیځ سره په لیريوالي کي واچاوه. داوودخان یو مترقي او پر هیواد مین خو په عیني حال کي خپلواکۍ غوښتونکی او زیږ پښتون سیاست مداره وو او پریکړي یې اکثره احساساتي وې، چي د همدغه احساساتو له امله لمړی د شورویانو په جال کي ښکېل او بیا ووژل سو. د داوودخان تر شهادت وروسته هیواد په مکمله توګه د کمونیسټي سیاست په طرف ولاړی او شورویانو د افغانستان بهرنئ سیاست تر ډېره پوري د خپلو ګټو په لوري کشاوه. د شلمي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کي کله چي د شوروي له ملاتړه برخمن د ډاکتر نجیب الله حکومت وپرځېدی، د مجاهدینو حکومت بیخي ناکامه سیاست خپل کړ او د هیواد حیثیت په نړۍ کي له پوښتني سره مخ سو. ورپسې په کي د طالبانو افراطي سیاست افغانستان په کال کي د امریکا او ناټو یرغل ته ورټېل واهه. له کال راوروسته نوي افغان حکومت د امریکا او ناټو په مرسته یوه تازه جمهوري بڼه خپله کړه او د ځینو اصلاحاتو ترڅنګ افغانستان په بېلابیلو برخو کي پرمختګونه هم وکړه، خو په نوي حکومت کي د پخوانیو جنګسالارانو او جنایت کارانو شتون، د بهرنیانو دوه مخې همکاري، د پښتنو په وړاندي تاوتریخوالی او تعصب او له مخالفو ډلو څخه د ګاونډیانو ملاتړ د افغانانو سیاسي لاسته راوړني له خنډ سره مخ کړې او په کال کي د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د یو تړون له مخي افغان حکومت د امریکا له مرستو بې برخي او د طالبانو د بریدونو په پایله کي وپرځېدی. د جمهوري دولت د پرځېدو په پایله کي د افغانستان په سیاست کي دوې پخوانۍ ډلي طالبان او مجاهدین بیرته فعاله او د افغان جمهوریت پلویان له صحنې ووتل، خو د طالبانو په پرتله ددوی مخالف مجاهدین ناکامه بریښي، ځکه چي سیاست یې د خپلمنځي اختلافاتو او له پښتنو سره د قومي تعصب پر بنسټ ولاړ دی، او ددې ترڅنګ یې لوی شمېر غړي په پخوانیو جنایتونو کي هم ښکېل پاته سوي دي. د مجاهدینو برعکس طالبان قومي بنسټ پاله نه دي خو افراطي سیاست او ځیني د ملي ګټو خلاف پریکړو یې لوی شمېر افغانان له دوی سره په لیریوالي کي اچولي دي. په توکمیزه توګه د معاصر افغانستان له جوړښت راهیسي ددغه هیواد په سیاست کي د سوېل لویدیځ کندهار خلک ډېر ښکېل پاته سوي دي، او د تاريخ له نظره په افغانستان کي خونړي کورنئ سیاست چي د واک ترلاسه کولو مهمه سرچینه هم بلل کیږي تر ډېره پوري یې ملاتړ د روسیې، پاکستان، ایران، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو له لوري ترسره سوی دی. اداري وېش او ډلبنډي ولايتونه د احمد شاه بابا له لوري د معاصر افغانستان اصلي وېش چي پولي یۍ په شمال کي تر ترکستان، په سوېل کي تر عرب سمندر، په لویدیځ کي تر پارس او په ختیځ کي تر ډهلي پوري رسېدلی وې، مشهوره ښارونه یې کندهار، کابل، پیښور، هرات، اصفهان، مشهد، ملتان او لاهور وه چي هر ښار بیا پخپله سیمه کي د یوې مرکزي واکمنۍ حیثیت درلود او امر یې له پلازمیني کندهار څخه ترلاسه کاوه. په افغانستان کي د انګریزانو تر مداخلې او ډیورنډ ناولي کرښي منځته راتګ وروسته د اداري وېش له مخي افغانستان پر څلور دیرشو ولایتونو باندي ووېشل سو چي په دوی کي ځیني ولایتونه د یوشمېر قوانینو له مخي وروسته منځته راغلي دي. د یادولو وړ ده چي د ولایتونو دغه وېش کله کله د یوې سیاسي موخي لپاره بدل سوی هم دی او له جغرافیایي پلوه څو ګاونډي ولایتونه د یوه ځانګړي شخص په واک کي پاته سوي دي. د افغانستان د ولایتونو اوسنۍ ډلبندي په لاندي ډول ده: کابل د افغانستان پلازمینه بادغيس بغلان بلخ باميان دايکندی فراه فارياب غزني غور هلمند هرات جوزجان بدخشان کندهار کاپيسا خوست کنړ کندز لغمان لوګر ننګرهار نيمروز نورستان روزګان پکتيا پکتيکا پنجشېر پروان سمنګان سرپل تخار وردک زابل ځمکپوهنه افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سوېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي. د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري وچ اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې زلزلې هم کېږي. ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي. د پامير او واخان لوړه سطحه د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى. د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده. د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي. د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي. د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري. د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده. د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه. د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د سر کل ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک پاميري ژبې وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي. د هندوكش د غرونو لړۍ د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي. ددي غرونه تر ټولو لوړه څوکه تراجمیر ده چی تل په واورو پوښلی وی. او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده. دا غرونه په يوناني ژبې کې پاراپاميساداي او په سانسکرت کې پري ياترا پرواتا د ښاپيرو د ليدوغر نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ابن بطوطه پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې واي چې په دې غرونو کې د گرمو سيمو هندو مرئيان چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل په کنگل کې مړه شول نو ځکه يې هندوکش بولي. لرغون پوهان واي چې په ۳۳۰ ق م کې د اسکندر مقدوني دا غرونه د قفقاز کوه قاف په مقابل کې هندې قفقاز په نوم ياد کړل. په يوناني کې کوکسس اندوکس وروستو يواځې اندوکس شو او باورلري چې له هم هغه وخته دا غرونو د اندوکس نه هندوکش شول. ځينې تاريخونه وايي چې د هندوکش تورې يواځې د دې سلسلې هغه يوې څوکې لپاره کارېدو چې کوشان دره نومېږي او په لومړي ميلادي پيړۍ کې د کشان واکمنو مرکز و. کوشان دره د سالنگ په لوېديځ کې ده. د هندو کش غرونه د کابل او د هلمند سيندونه له يو بل جلا کوي چې د امو سيند او د اباسين تر منځ ولاړ دي چې په ختيځ کې يې د پامير غرونه دي. د هندو کش د اوبو نه د هلمند، هري رود او د کابل سيندونه جوړېږي او لږ اوبه يې د سيستان خلې ته هم ورغورځي. د کابل سره نږدې دا غرونه ۶۰۰۰ ميتر لوړ دي خو د دې د عمومي ارتفاع ۴۵۰۰ زره ميټر وي. د دې غرونو سلسله په شمال جنوب کې ۹۶۶ کلوميټر اوږد غځيدلې ده چې يواځې ۶۰۰ کلوميټر برخه يې هندوکش نومېږي. پاتې يې په نورو نومونو يادېږي، لکه کوه بابا، سالنگ، د پغمان غرونه، سپين غر، سلېمان غر، تورغر، د خواجه محمد غر، او د ترکستان د بند سلسله ده. د دې غرونو تر ټولو مهمه دره شيبر نومېږي چې د شلمې پېړۍ تر نيمايي به ورباندې خلک بلخ ته ورتلل. په ۱۹۶۴ م کې د سالنگ ټونل او د يو پوخ سړک په جوړېدو، اوس شمال او جنوب پخپلو کې نښلول شوي دي. د هندو کش د غرونو بله مهمه او تاريخي دره د خېبر دره ده. نورې وړې درې، لکه لته بند د کابل په ختيځ کې، د وخجير دره چې واخان د چين سره نښلوي، د باروگل او د کاچين درې چې چترال د کونړ او بدخشان سره نښلوي. د شتر گردن دره لوگر او پکتيا نښلوي، د بازارک دره مزار شريف ته ووځي، خاوک د کابل نه پنجشېر ته ورځي، انجمن دره چې د پنج شير په سر کې ده او شمال ته لاره وباسي. د حاجيگک او اوونۍ ختيځ هزاره جاتو ته ووځي. د افغانستان په لوېديځ کې د دې درې ۶۰۰ ميتر لوړې دي چې د سبزک دره د هرات او د بادغيس په منځ کې د افغانستان لوېديځ او ختيځ سره نښلوي. په دې سيمو کې د هندو کش غرونه دشتې دي چې خال خال ونې پکې شنې کېږي. د هندوکش د کوکچې په غرونو کې د لاجوردو ډېر لرغوني کانونه و. د کابل په شمال او پنجشېر کې د زمردو کانونه راوتلي دي. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د اب پنج سره چې د هندو کش او د پامير د غرونه پکې يو ځاې کېږي د ياقوت لعل کانونه وموندل شول. د هندو کش لوړ غرونه زيات په پاکستان کې او تر ټولو لوړه څوکه تريچ ميرد خېبر پښتونخوا په چترال کې ده چې ۷۷۰۸ ميټر لوړه ده. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه نوشک په بدخشان کې ده. د چترال د غرونو په واورينو اوبو د کونړ او د بشگل سيند ونه جوړېږي. د هندوکش د لارې ارياي قامونه د اباسين تودو سيمو ته ورتلل او د دوي نښې اوس هم د چترال او د گلگت په لاره په لويو تيږو ليدل کېږي د بابا د غرو لړۍ د غرونو دا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځنۍ برخه كې موقعيت لري او غرونه یې هم د هندوكش، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي. د بابا د غرونو د سلسلې تر ټولو لوړه قلعه شاه فولادي نومیږي چی څه د پاسه ۵۰۰۰ متره د سمندر له سطحې څخه لوړه ده. په ۱۳۹۴هجري شمسي کال کی د بابا غرونه، د ښکلو او ډیرو طبیعی منظرو، وحشي حیواناتو لکه پړانگ، لیوان، هوسیو، گیدړو او بیلابیلو مرغانو لکه، باز، او طبي بوټو په لرلو سره، د افغانستان د چاپیریال ساتني د ادارې له خوا د حفاظتی سیمي په توگه اعلان سوه د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول. دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او دره فولادي په نوم يې يادوو. د دې درو تر منځ شاوخوا ۲۳۷ کلوميټره لاره د واورو له کبله زيات وخت بنده وي. يو روايت دا دی چې په دې لارې شوکې هم کيدې او چې څوک به ورباندې خوندي تېرشول نو وړوکی حاجي يا حاجيګک يې بللو. بودایي راهبان په دې لاره د باميانو او د سمنګانو خانقاوته ورتلل چې يو ځای د کوه حاجي کشتن نه تخت رستم ته او شيبر درې ته لارې وتلې وې. د شېبرلاره د حاجيګک د سړک نه زياته خوندي ګڼل کېده، سره له دې چې د حاجيګک په لاره بې شمېره واړه واړه کلي دي. د امان الله خان د حکومت پر وخت د جرمني له خوا لومړۍ سروې کې معلومه شوه چې حاجيګک د اوسپنې لویې زيرمې لري. د لومړي نړیوال جنګ ۱۹۱۴ ۱۹۱۸ م پر وخت هغوی د اوسپنې د ويستلو هڅه وکړه خو انګرېزانو يې مخه ونيوله. په ۱۹۶۰ م کلونو کې روسانو هم پلان جوړ کړو خو موقع يې پيدا نکړه. په ۱۹۷۲ م کې يو فرانسوي الماني کمپنۍ پخپلې مطالعې کې وړانديز وکړو چې دلته به يوه بټۍ ولګوي چې اوسپنه پکې ويلې شي او دغسې د اوسپنې اود فولاد د جوړولو کار به يو ځای کوي. يو وخت داسې پلان هم جوړ شو چې له دې ځايه ويستل شوې خامه اوسپنه به د پاکستان کالاباغ ته وړل کېږي چې د هغه ځای په کارخانه کې تصفيه شي. دا پلان هم پلې نشو او دا کانونه همدغسې پاتې شول. دلته د لوړو غرونو او د ناامنيو له کبله د اوسپنې راويستل ګران ښکاري خو اوس دومره وسايل شته چې دا کار يې شونی کړو. په۲۰۰۶ م کې د حاجيګک نه د ۲۳ ميليونو ټنو نه زياتې اوسپنې د موندلو اټکل وشو او دوه ډوله ده چې يوه يې اوکسيډايز ده او بله يې نيمه اوکسيډايزده. د حاجيګک د اوسپنې کان ۳۲ کلوميټره کې غځيدلی دی او ۱۶ زون ساحې لري چې هر يو يې ۵ کلوميټرو نه تر نهه کلوميټرغځېدلي دی. دلته په تيږه کې د اوسپنې ۱۶ رګونه دي چې هر يو يې ۳ کلوميټره اوږد دی. دا په زمکه کې ۵۵۰ ميټر ښکته دی او ۷ کانونه داسې هم دي چې په تفصيل سره يې سروې شوې ده. د اوسپنې سره سره دلته نور منرالونه هم موندل کېږي چې يو پکې زرغون مرمردي. د حاجيګک نه علاوه، په دره نيل، خيش، زيرک، خرکيزه، سرخ پارسا کې هم د اوسپنې نښې شته. د دې اوسپنې نه به انسانان هله ګټه واخلي چې جنګ بند شي د تيربند تركستان د غره لړۍ دترکستان تیربند دافغانستان په شمال لویدیځ کي یو شمیرغرنی او لوړي څوکي جوړوي. دغه غرونه دحصار غره له شمال لویدیځ او د بلخ آب له لویدیځو برخو څخه پیل او له ختیځ څخه مخ په لویدیځ غځیدلي او تر بالا مرغاب پوري رسیږی چي ټول اوږدوالي یي ۳۰۰ کیلومتره کیږي. منځني لوړوالي يي دحصار غره شمال لویدیځ دجوزجان په شال کاشان کي چي ۲۳۰۰ متره لوړوالي لري لوړه څوکه يي جنګک ۳۸۹۵ متره لوړوالي لري. یو بله څوکه يي چي قرجنګل نومیږي ۲۹۸۵ متره سمندر له کچي ځخه لوړه ده. دغه غر دهیواد د دوو لویدیځو ولایتو یعنی فاریاب او بادغس ترمنځ غځیدلي،سویلي خوا څخه يي دمرغاب دسند دمرستیالانو سرچنیي دي، خو شمالي اړخ کی یی دقیصار او دهغه دمرستیالانو سرچیني دي، دغه غر دپستي ډیري وني لري، خو هغه نوری ونی چي دهیواد په ختیځ او سویل ختیځ غرونه کي شته لکه لمنڅه،صبر،نښتر،څیړی، ښون او نوری، دلته نشته په پسرلی او اوړي کي ددغه غره شمالي او سویلي لمني شني او غوره ځړ ځایونه جوړوي. دپسرلي په دریو میاشتو کي دغه لمني نرمه هوا لري او له ډول ډول ګلانو او شنوبوټو څخه ډکي وي او یوه عطر لرونکي فضا جوړوي. دغرونو دغه لړي دروسي ترکستان دبیدیاو دبادونو په مخه کي دیوه دیوال په توګه واقع دي،نو دشمال او شمال لویدیځ ځوړنو کي یي دنیمه صحرايي اقلیم نښي له ورايه ښکاري. فیروز غرونه لړی فېروزکوه یا چغچران د افغانستان په لوېدیځ کې یو ښار او د غور ولایت مرکز دی. دا د غوریانو په وخت کې د افغانستان اوسنۍ پلازمینه وه ۲ فیروزکوه چې نفوس یې تر ۱۵۰۰۰ زیات دی ۲۲ د بحر له سطحې څخه ۲۲۵۰ متره لوړوالی لري. دا ښار د هریرود جنوبي څنډې ته پروت دی او له هرات ښار څخه ۳۸۰ کیلومتره واټن لري. د فیروزکوه هوايي ډګر د ښار په شمال ختیځ کې موقعیت لري. سپين غر د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى. د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري. سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې سره بېلوي. بل خوا مخ په لوېديځ تر لوګر رسېږي او جنوبي څنډې يې لوګر او تېراه له ننګرهار بېلوي. دا ټول غر د زالغوزي او نختر په ګڼو ځنګلونو پټ و خو د تیرو ۵۰ کالو په جنګ کې دلته دومره لرګی ووهل شو چې اوس ټیټې برخې يې تورې دشتو په شکل ښکاري. د سپین غر په شمالي څوکو ونې نشته. خو د دې په درو کې چې زمکه نرمه وي کر کرونده کېږي او د انار، توت او د نورو میوو ونې پکې راشنه شي. دا غر د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبعي پلې په توګه پروت دی. د دې تر ټولو لوړه څوکه سیکرم یا سیکارام له زمکې ۵ زره میټر لوړه ده. پېواړ د کرمې او آریوب درې تر منځ یوه تنګي ده او د پکتیا له کرمې جلا کوي. په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ په وخت، برطانوي ځواک پېواړ دره ونیوله چې د سیکرم جنوب کې ده. دا کوتل پاړه چنار د پکتیا آریوب درې سره نښلوي او بل سر يې د هندو کش د یوې بلې سلسلې شاندور ته لاره کړې ده. یو برطانوي سروی کوونکی جورج بېټلي سکاټ هغه وخت سیکرم ته وروختلو چې ټول کال د حرارت درجه پکې د صفر نه ښکته وي. د پیواړ په ښکته برخه کې څو واړه کلي دي چې پېواړ، علیزي، تری منګل او سپینه شګه نومېږي. د سپينغر ځينې درې هلته اوسیدونکو قامونو په نوم لکه مامند مومند دره او عبدالخېلو تنګى مشهور دي. کوټ دره اوهسکه مېنه د پخوانیو کلاګانو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه، د چینو او ځړوبۍ شتون ښایی. پېښې تنګي، جو دره، غوښت دره، پچير او اګام، توره بوړه او ګوړوکو هم پخواني نومونه دي ختيځ تورغر د ملک سیاه غر د زاهدان په شمال کې د لر پاین، قرقروک او حرمک کلیو په منځ کې پروت دی چې ۱۶۰۵ متره لوړوالی لري او د زاهدان یو له لیدو کتو څخه دی. دا غر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د حرمک کلي، د افغانستان د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ او د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي د سیمې تر منځ پر پوله پروت دی. د ملک سیاه غره ته د رسیدو لپاره، تاسو باید په سړک شاوخوا کیلومتره مزل وکړئ. دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د انګریزانو لپاره مهمه سیمه وه. د اباسین پرغاړه، ۵۰۰ مربع کلومیټر پراخ تورغر په هندکو کی کالا ډکه او انګریزي کې بلېک ماونټین په نوم یادېږي ځکه یو وخت په ګڼو ځنګلونو ډک و. دلته د جلغوزې، څېړۍ، پلوسې او د ګیلاس چیري ونې ډېرې وي. د تورغر په ختیځ کی اګرور او جنوب کی تناول، په لویدیځ کی بونیر او په شمال لویدیځ کی یې بټګرام دی. د سیند او د غر په لوړو یوسفزي پراته دي او نوره زمکه د سواتیانو ده. دلته ګډو قامونو خلک د غر دواړو غاړو ته اوسېږي. خو واړه قامونه د جنګ نه وو. په ۱۶ پېړۍ کې د یوسفزو په ورتلو دلته شخړې پېل شوې. د سواتیانو او یوسفزو به مودام پخپلو کې جنګونه وو. د اګرور عطا محمد خان سواتي او د الایی ارسلا خان کله جنګ او کله په روغې وسیدل. په ۱۸۶۸ م کې انګریزانو په اوګي کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه چې د اباسین نه ۱۰ میله مخ په بره په ختیځ کې وه. یوسفزي، د تاڼې په جوړولو غصه و او د اګرور خان په لمسون خلکو په دغې پوسټ حمله وکړه خو ماتې يې وخوړه. بیا د تناول خان چې انګریز ته پتمن و، په هغه هم حمله وشوه. نور ټول قامونه هم یو شول او د انګریز خلاف يې نورې حملې پېل کړې. دوی د انګریز پلویانو قامونو ۲۱ کلي وسیزل. جنرل وایلډ یو لوی پوځ یوړو نو قبایلو جنګ نه لاس واخیستو. د امب نواب انګریزانو په ملاتړ، د وسلو یوه کارخانه ولګوله چې پکې ټوپکې او توپې جوړیدی. په ۱۸۵۱ م کې انګریز خپل دوه افسران تورغر ته د سروې لپاره واستول خو د امب په سیمه کې حسن زو ووژل. د دې شک د امب په نواب جانداد خان کیدو خو هغه پخپلې سیمې کې میشت ټول حسن زي لاس تړلي انګریز ته وروسپارل. نورو یوسفزو د نواب دوه کلاګانې، چنبری او شګلۍ ترې ونیول. د جهانداد د ملاتړ لپاره، د پیښور کمشنرکرنل میکېسن په مشرۍ یو پوځ ورپسې لاړو او هغه کلا ګانې يې ړنګې کړې. په ۱۸۸۸ م کې حسن زو، اکازو او مداخیلو د حملو له کبله انګریزانو دغه سیمې ته په تګ راتګ بندیز ولګوو. بیا ګوجرانو د ګورکهه پوځ دوه انګریز افسران او پوځیان ووژل نو د حسن زو مشر په هاشم علی شک کېدو. انګریز په قبایلو جرمانه عاید کړه، د هاشم علی د شړلو امرهم وکړو او په ځای د ده تربور ابراهیم خان د قام مشر وټاکلو. په ۱۸ جون ۱۸۸۸ م ۶۰ پوځیان او او د دوی دوه انګریز افسران د اوګي کلا نه ګشت لپاره ووتل. کله چې د غره نه ورباندې ډزې وشوې نوبیرته کلا ته يې وځغستل خو په دې کې دوه انګریز افسران نه یواځې ووژل شول بلکه قبایلو د هغوی نه جامې هم وویستلې. د انګریز لپاره دا یوه لویه ننګه وه او تر اکتوبر ۱۸۸۸ م ۱۰ زره پوځ، د غرونو توپخانه يې ورواستول. د انګریز د هزاره فیلډ فورس مشر بریګېډیر جنرل جې ډبلیو مېکوین و. د پښتنو د ګډ ځواک شمیره هم ۱۰ زرو ته رسېده. د اکازو څلورو قامونو ۱۵۰۰ ځوانان، پریاری سېدان، ټیکاري او نندهاري، مله وو. د سید احمد بریلوي هندوستاني مجاهدین چې ۱۸۲۶ م راهیسې دلته میشت وو، انګریزانو به جنوني فیناټک په نوم یادول. د پښتنو جنګیالو مشران ملکان، ملایان یا خانان وو او لویه وسله ورسره جزېل ټوپکې، سپر او لوی چاقوان وو. دوی د جنګ لپاره څه پلان نه لرلو خو د سیمې هرې درې نه خبر وو. د انګریز ۱۰ زره پوځ په ۴ برخو ووېشل شو چې درې يې په اوګي کلا کې او څلورمه د اباسین په دربند کې پاتې شوه. اخوا د کشمیر مهاراجه هم انګریز ته د مرستې په توګه، دوه بټالین پوځ د دوو توپو سره واستول. ورسره ۶۰۰ د خیبر رایفلزملېشیا پښتانه مله وو. انګریز ټولو قبایلي مشرانو ته يې وړاندې نه خبر دارې ورکړې و چې تر ۲ اکتوبر دې ورته سر ټیټ کړي. هغوی ورته هیڅ جواب ورنکړو او د اوګي نه انګریزانو د پوځ درې واړه ډلو بلې غاړې ته ډزې پېل کړې. څلورمې ډلې د دربند نه او ۱۳ میله لیرې کوټکي کلي ته مارچ وکړو. د سیند نه یوه لاره د بیلا کلي ته ورغلې وه او په ۲ اکتوبر ورباندې توپې، اکمالات، اسونه او یابوګان وروختل. په شینګری کلي کې پښتنو ورته مورچې نیولې وې او د دوی په ډزو انګریز ته معمولي ځاني تاوان وشو. په ۴ اکتوبر سهار ۱۰ بجې د کوټکي نه یو میل بره په تواړه کې پښتنو د تیږو شا ته سنګر نیولې و او په انګریز پوځ يې حملې کولې. انګریزان لیکي چې مونږ په دوربین کې د دوی زاړه او وراسته ټوپکې لیدی شوې. برید جنرال ګالبرېت، خپلو عسکرو ته د جنګ اشارې ورکولې او هغه پښتانه چې ډزې يې کولې، لومړې په نښه کیدل. شا و خوا نیم ساعت په بمبارۍ دوی هغه غونډۍ ونیوله او د پښتنو بیرغ يې ترې لیرې کړو. کوزماسپښین غازیانو کوټکی پریښودو او انګریز پوځ قبضه کړو چې ۵ پوځیان يې مړه او ۱۰ ټپیان وو. د قبایلو ځاني تاوان ۲۰۰ شا و خوا و. په ۱۳ اکتوبر، بریګیډیر جنرل ګالبرېت، د ۱۴۵۰ وسله وال پوځ، ۳ توپونو سره د سیند لوېدیځ غاړې نه پورې ووتل. د هندوستاني مجاهدینو مرکز میدان ښار او د سیند دواړو غاړو ته د پښتنو ټول کلیو ته يې اور ورته کړو. اخوا لومړۍ دستې په ۴ اکتوبر ماځیګر د اوګي کلا سره نزدې دلبري نه روان وو چې غازیانو ورباندې حمله وکړه، څو کسان يې ټپي کړل او ۱۷ یابو ګان يې ترې یوړل. په بله ورځ د انګریز دستې د چیتابت څوکه ونیوله او ورسره يې لاره هم سموله چې خپل سامان او توپې ورباندې بره یوسي. په ۶ اکتوبر یو سخت جنګ کې دواړو غاړو ته ځاني تاوان وشو. انګریزانو د څو کلیو نه تیار فصلونه راټول کړل او بیا يې اور ورته کړو. دویمه دسته د بریګېډیر جنرل چېنر په مشرۍ، په ۴ اکتوبر د کولاکه نه روانه شوه خو په لاره هیڅ مقاومت ورته ونشو. دوی په بله ورځ د غره په سر نیمل ته ورسیدل او تر ۱۱ اکتوبر هلته پاتې وو. دریمه دسته چې پخپله د میکوین سره وه، په ۴ اکتوبر نیمل ته روانه شوه. دغه دستې سره د خپلو سیمو نه علاوه د پلې پوړې غاړه نقشه هم وه چې د زباني معلوماتو په بنسټ تیاره شوې وه. وروسته څرګنده شوه چې نقشه ټوله غلطه وه. پښتنو خپل کلي پخپله سیزل او انګریزانو په دوربین کې لوګي لیدی شول. په ۱۹ اکتوبر پښتنو د انګریز شرایط وومنل او د دوی حملې بندې شوې. د انګریز ۵ دسته د کرنل مرې په مشرۍ د پریاري سېدانو او ټیکریوالو سواتو سره جنګ لپاره روانه شوه. دوی دوه توپې او دوه ګېټلنګ ګن نوې ډول توپ لرلو. په دې کې به سپکې ګولې په یو مخه کیښودل شوې او بیا بیا به د ډکولو اړتیا نه وه. دوی د سیند پرغاړه تهاکوټ کې ایسار شول نو هغه ماښام د چارمنګ کلي خان ورته سلامي شو او د خپلې برخې جرمانه يې انګریز ته ورکړه. په ۲۲ اکتوبر د پریاری سیدانو له خوا یوه جرګه ورغله خو د پښتنو استاځې ورسره نه و، نو ځکه انګریز ورسره و نه منل. په ۲۳ اکتوبر میکوین ته د تهاکوټ خلکو لیک راغلو چۍ په ۲۰ ورځو کې به خپله جرګه راوغواړي. هغه پوهه شو چې په څو ورځو کې واوره کېږي چې د دوی د وړاندې تګ مخه ونیسي. په شمال ختیځ کې د الایی مشر ارسلا خان تر ۳۰ اکتوبر هم انګریز ته ټیټ نشو نو په ۳۱ نیټه دوو ډلو د ده خلاف حرکت وکړو. د ارسلا غازیانو په چېله غر ورته مورچې نیولې وې. تر غرمې سخت جنګ وشو او انګریزانو د غر یوه څنډه ونیوله نو غازیان ورک شول. په ۲ نومبر ارسلا خان انګریز کیمپ ته یو لیک ورواستاو چې انتظار دې وکړي. انګریزانو خپل ټول اکمالات د چېله نه بره ورخېجولي وو. چېنر ټوله ورځ د ارسلا خان کلي پوکل ته دستې وراستولې خو هغه د اباسین نه پورې غاړه ووتلو او شا ته يې خپل زوی، غازی خان پریښې دی. اوس واورې هم وریدې او انګریز لپاره ضرور شوه چې دا کیمپېن پوره کړي. په ۳ نومبر یو لوی ځواک د جومات نه علاوه د پوکل پوره کلی وسیزلو او له هغه ځایه ووتل. د دې پوځ په وروستیو لیکو ۳۰۰ غازیانو حمله پېل کړه چې مقابله يې خیبررایفلز کوله. ماښام د انګریزانو کیمپ ته د الایی یوه جرګه ورغله. که څه هم د ارسلا خان استاځې ورسره نه و خو انګریز مشر په دې تسله شو چې د ډېرو قامونو مشران پکې وو نو روغه وشوه او په بله ورځ دوی د الایی نه ووتل. په ۵ نومبر پوځ میدان، چارمنګ کې ایسار شو او د پیریاري سیدانو یوه جرګه ورواستوله. انګریزانو له دوی ۱۵۰۰ روپۍ جرمانه او ۵ مشران یرغمل په توګه ونیول. ددوی ۲ افسران، ۲۳ سپایان مړه او ۵۴ زخمي شو، د قبایلو ۴۰۰ کسانو د وژنې او ټپي کیدو اټکل و. حسن زو او اکا زو جرمانې او یرغمل نه علاوه دا لوظ هم وکړو چې دوی به په برطانوي پوځ او د سړک په جوړولو اعتراض نه کوي. د پوځ د وتلو نه سمدلاسه وروسته هندوستاني مجاهدو او مداخیلو، هاشم علی حسن زي ته بیرته د راتلو اجازه ورکړه او انګریز سره شوې لوظ نامه يې ماته کړه. میجر جنرل میکوین د ژمي په وتلو تهاکوټ او الایی ته او د دربند نه کنار پورې د سیند پر غاړه اوښ د تیرېدو جوګه لارې جوړې کړې. دوی د خپل سرحد نه وراخوا ۱۷۷ مربع میله خاوره سروی کړه چې د یو راتلونکي جنګ لپاره تیاري وه. درې کاله وروسته انګریزانو د اګرور خان لیرې کړو چې د قبایلو قهر يې بیا راپاره کړو. په ۱۸۹۰ م کې حسن زو د تورغر په څوکه د پوځ د مارچ خلاف بیا پاڅون وکړو او د ۱۸۹۱ م په سپرلي کې انګریزانو تورغر ته یوه نوې دسته ورواستوله. په ۱۸۹۲ م کې انګریزانو یو بل لښکر ورواستاو چې ټول تورغر يې ونیولو د سلېمان د غرو لړۍ د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ کوه سلیمان نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. په پښتنو کې مشهور د کسي غر دی. د دې ۶۰۰۰ ميټر تر ټولو لوړه څوکه تخت سليمان نومېږي چې په شمال کې يې د پامير وچ غرونه دي. د سلیمان د لړۍ يوه بل غر ۳۴۷۲ ميټر لوړه څوکه، لوی سر نومېږي. دا د کوټې ضلع دويمه او د بلوچستان درېمه لوړه څوکه ده. په کوټه کې يوه څوکه يې د تکتو کوه تکاتو په نوم مشهوره ده. یو بل غر د کوټې ښار سره نږدې، زرغون غر ۳۵۷۸ ميټر لوړ دی. په زيارت کې خلافت غونډۍ هم د سلیمان سره نښتې ده چې ۳۴۷۵ ميتر لوړ او د اوبښتې جونیپر د ونو لپاره شهرت لري. په شمال لوېديځ کې د سلیمان غرونه د کوه بابا سره يو ځای شي. په ختيځ کې دا غر ډيره اسمعيل خان او بيا ډيره غازي خان ته غځيدلې دی چې په مټهن کوټ کې دا غر ډېر ژور د اباسین په اوبو کې غورځي. بل خوا په لوېديځ کې د سلیمان غرونه تر کندهار، هلمند او د سيستان دښتو پورې ورغځيدلې دی. د کسي غر نه د ګومل سيند ختيځ خوا ته بهېږي چې اباسين سره يو ځای شي. بل سيند ډورۍ نومېږي او درېم د ارغنداو سيند وړې څانګې دي چې جنوب لوېديځ کې هلمند سره يو ځای کېږي. د سلیمان غر جنوبي څنډې سپیرې دي، خو په مرکزي لوړو يې زيتون کېږي. کوم ځاې چې اوبه وي هلته هر ډول بوټې لکه پسته، بادام، سوما، مڼې او د ګيلاس چېري وده کوي. د سليمان غرونو لرۍ لکه د ديوال د افغانستان د مرکزي سيمو مخه د هغو هندې مرطوب هوا مونسون په مخ نيولې ده چې بارانونه وروي. د یادونې وړه ده چې د تخت سلیمان په نوم یو غر په ایران کې او بل په کشمیر کې هم شته. د پښتنو د ولسي کيسو تر مخه د دې غر د پاسه د حضرت سليمان ع تخت جوړ و يا د هغه تخت دلته و. يو بل داستان کې وايي چې د حضرت نوحع کشتۍ د دې غر په څوکه ايساره شوې وه. د پښتنو د مشر قيس عبد الرشيد په اړه روایت دی چې د دې غر په یوه څوکه يې قبر جوړ دی شین غر لړی د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ شین غر د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده. دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په نایابه ونو پټه وه او رنګا رنګ مارغاو به پکې زالې جوړولې. د زالغوزي ونې پکې ډېرې وي نو کله نا کله په دغو ځنګلونو اور ولګيدو. دلته یو زیارت هم شته چې پکې د هري پال بابکر نیکه خښ دی. د خلکو دا عقیده ده چې بابا پسې به ونې روانې وې او د شنه غره ونې هم هغه له ځانه سره راوړې. د پاکستان د معدنیاتو ادارې د سروی له مخې په شنه غره کې د سکارو لويې زیرمې شته. د شنه غره لویدیځې لوړې چینې په ژوب سیند کې غورځي او د ختیځ هغه په خیساره کې. د دغو دواړو سیندونو یوې خوا شیراني قام او بل خوا هري پال پراته دي. په لهړ دره کې چاپوبۍ ویاله بهېږي. د لهړ سیند د کسې غره او شنه غره په واورو ډک شي. په دغو چینو او ویالو د سیمې ډېرې زمکې خړوبېږي چې کورۍ وسته احمدي درګه- نیازي کوټ او کڅۍ دي. دغه اوبه شمال کې د ایګدلګډ او کسي سره ختیځ ته تاو شي او تر ډېره اسمعیل خان ورځي او هلته بیا د ګومل سیند سره یو ځای شي. په ۱۸۹۷ م په ژمي کې په شیراني سیمه کې یوې سختې زلزلې سره په غورلمه، کڅۍ او برخوردار کې کورونه پریوتل. شینغر تل شین وي نو ځکه په هر موسم کې خلک ورته د سیل لپاره ورځي. د پښتنو د ځینو قامونو مشران لکه سنځر نیکه مندومندوخیل سومر او غونډک نیکه نه علاوه روایت دی چې د دې په یوه دره کې د زرغونې انا قبر هم شته. د انګریزانو په وخت د دې غر په لوړو د ټپي او ناروغه پوځیانو لپاره یو روغتون جوړ شو. وروسته دغه روغتون کې به يې د ټي بي سل مریضان ساتل او دا سینی ټوریم شو. ورسره د ډاکټرانو بنګلې هم وې. اوس د پاکستان پوځ نیولې دی په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه لاوا د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد هرات ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي. د زلزلو شاليد ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل. د افغانستان غرونه افغانستان یو غرنی هیواد دی. د افغانستان ځینې غرونه په ځنګلونو پوښلي دي. زموږ د هېواد په ډېرو غرونو کې دايمي واوره وي. او د واورو او بارانونو د اوبو له امله او د دې غرنۍ لړۍ لویې معدني زیرمې د افغانستان طبیعي شتمني ګڼل کیږي. د هر ځای په اقلیم کې د غرونو د سلسلې موقعیت او ځای پر ځای کول خورا لوی تاثیر لري. د بېلګې په توګه په ننګرهار ولایت کې د سپین غر سلسله له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې غځېدلې ده. په دې سیمه کې د مونسون بادونو د ننوتلو مخه نیسي. همدارنګه، د ترانسپورت او ارتباطي لارو په برخه کې، غرونه، د میدانونو برعکس، په ټولو خواوو کې د غاړو سړکونو یا د ریل پټلیو څانګو شبکه نشي منل کیدی. په عین حال کې، د غرنیو ځمکو یوه مهمه ګټه د هغې نظامي ګټه ده چې د اشغالګرو په وړاندې دفاع ده. په ټولیز ډول، غرونه زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري. که د نیل سیند د مصر لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده، د افغانستان لوړ او بې شمیره غرونه هم د دې هیواد لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده. د هیواد ترټولو مهم لوړوالی په لاندې ډول دي: هندوکش ۶۲۹۸ متر کوچنی پامیر، ۶۲۸۱ متره درخان بدخشان ۵۳۵۵ متره بابا ۵۴۱۳ متره، بامیان تورګان ۳۹۸۲ متره سپین غر متر، سیکارم شاه مقصود متره قبر ۳۷۸۷ متره زره متره، تمرین د غره سر متره سینګ متره یهبند متره د سلیمان غر ، د سلیمان تخت د ترکستان د تربند غر ۲۸۹۵، جنګک همدا راز چاغي، سفيد خرس، نورستان، بندبيان، چلابدلان، سياه کوه، ګلکوه، سليمان، تربند ترکستان، پغمان، قربت، چکي او .. غرونه. لوی ښارونه کابل پلازمېنه کندهار هرات جلالكوټ مزار شريف اقتصاد د افغانستان اقتصاد له لرغوني زمانې راهیسي د وریښمو پر لویه لار او هغه ستراتیژیکو لارو باندي تکیه وو چي ددغه هیواد په بېلابیلو سیمو کي تېرېدلې او پخوانیو دولتونو به ورڅخه خپل مالیات لاسته راوړل. همدارنګه د ارغنداب حاصل ورکوونکې سیمه او دلرغوني اریانا او لوی افغانستان په بېلابیلو درو کي لوی سیندونه هغه څه وه چي د هیواد له زراعت سره یې ډېره مرسته کول. د هیواد دغه پخوانۍ اقتصادي بڼي له لرغوني اریانا رانیولې بیا تر اسلامي دورې او همداسي معاصر افغانستان پوري د افغانانو اقتصادي اړتیاوي پوره کولې او د هیواد لږ شمېر خلک داسي هم وه چي د ځینو ځانګړو هنرونو او پوهي له لاري یې خپل ژوند مخ ته وړی. په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان له جوړښت سره سم د احمدشاه بابا له لوري د ستري همایوني شعبې په نوم یوه اداره چي د مالیانو راټولولو دنده یې په غاړه درلوده او مشري يې د عبدالله خان پوپلزي په غاړه وه، رامنځ ته سول. عبدالله خان پوپلزي ته ددې ادارې د مشرتوب په پار د دیوان بیگي لقب ورکړل سو چي وروسته دغه لقب په مستوفی المالک واوښتی او دنده یې د ټول دولت په کچه مالي چاري او حسابونه ګڼل کېده. له احمدشاهي واکمني را وروسته بیا د غازي امان الله خان تر دورې پوري د افغانستان ستره اقتصادي لار پر سوېلي سیمو باندي د بولان پر خوا تېرېدل چي د کراچي او ګوادر له لاري به یې یوشمېر سمندري سیمو او دولتونو ته د افغان مالونو په لیږد کي مرسته کول. همدارنګه په شمال کي د مرکزي اسیا دولتونه او په ختیځ کي برتانوئ هندوستان د افغانستان تجارتي شریکان بلل کېده، خو په لویدیځ کي د ایران سره د سوداګرۍ کچه تر نورو کمه وه. تر احمدشاه بابا وروسته هغه افغان دولتونه چي له انګرېزانو سره یې ځانګړي تړونونه درلودل د یوشمېر امتیازاتو په بدل کي به یې له انګریزانو کلنۍ ځانګړي اندازه پیسې ترلاسه کولې، ترڅو د دولت په کچه اقتصادي اړتیاوي ورباندي پوره کاندي.د غازي امان الله خان تر واکمنۍ مخکي د افغانستان په ذکرسوي تجارت کي دولتي مالیاتو لویه ونډه درلوده چي د حکومت له لوري به په مستقیم ډول لکه د ځمکو، اصنافو او نورو مالیات او غیرمستقیم ډول لکه د ګمرک، بېګار او نورو په بڼه راټولېدل. د احمدشاهي او اماني دورو په مینځ کي د امیر شېرعلي خان، امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان واکمنیو د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د سرمایو پکار اچولو زمینه برابره کړه، چي په دې ترڅ کي د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال د لیتوګرافی مطبعې او د توپونو او اسلحو جوړولو کارخونو افغانان له معاصرو کارونو سره اشنا کړه. همدارنګه د عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د قره قل پوستکي، پستې، بادامو او معدني ډبرو صادرات هغه څه وه چي افغان سوداګر یې له نړیوال بازار سره ونښلول. د پورته دواړو مشرانو د واکمنیو له کبله افغانستان د امیر حبیب الله خان په دوره کي د کارکوونکو څښتن سو چي وروسته دغه شمېره ته ورسېدل. له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په زیږدیز کال کي د غازي امان الله خان له لوري د هیواد د تجارت عصري کولو او پرمختګ په باب یو نوي قانون تصویب سو چي پر بنسټ یې کورني تجارت او مصنوعاتو ته پاملرنه زیاته سول او د یوشمېر هیوادونو په مرسته نوي عصري فابریکې او ماشین آلات فعاله سول. غازي امان الله خان ترټولو مخکي د الوتکو د ماشینونو جوړولو او باروتو د کارخوني په جوړښت باندي لاس پوري کړ، او د دوو جرمني او فرانسوي شرکتونو سره یې د افغانستان له سوېل څخه شمال ته د اورګاډي یو ستر لاین جوړولو تړون لاسلیک کړ، چي د جوړښت موده یې لس کاله ټاکل سوې وه. همدارنګه له مرکز کابل څخه شاوخوا ولایتونو او د نړۍ مشهوره پلازمینو ته د ټلګراف اړیکي فعاله سوې. غازي امان الله د هیواد لوی ولایتونه د ځانګړو فابریکو څخه برخمن کړه او په دې ترڅ کي یې د صابون جوړولو، اورلګیت، د موټرانو پرزو جوړولو، عطرو، نخت او پارچه جوړولو، یخي جوړولو، غوړیو او نورو اړینو توکو کارخوني پکښي فعاله کړې. نه یوازي دا بلکي د سترو عصري او اقتصادي پلانونو له مخي یې د هیواد کانونه هم په قرارداد ورکړه او د نويو بانکنوټونو جوړولو ترڅنګ یې ټولو دولتي کارکوونکو ته امر وکړ چي د خپل هیواد جوړي سوي جامې په تن کړي. د هیواد په پلازمینه کابل کي غازي امان الله خان د کورني توکو یو لوی نندارتون جوړ کړ او هڅه یې وکړه چي د وارداتو په پرتله صادرات زیات کړي ترڅو افغانستان ته زیاتي پیسې داخل او د بهرنیانو پاملرنه هم ډېره سي. غازي امان الله خان دغه ټولي چاري د یو ځانګړي چوکاټ له مخي منظمي کړې او د خپل سوداګرۍ وزارت مشرتوب یې غلام محمد خان وردګ ته وسپاره. په کال کي د سقاوي دورې منځ ته راتګ د غازي امان الله خان پورتنۍ ټولي هڅي ویجاړي او افغانستان یې له نړیوال اقتصادي کاروانه لسګونه کلونه شاته وغورځاوه. حبیب الله بچه سقاو د خپلي بې خرته ناپوهۍ له کبله د مالیاتو او اقتصاد له نومونو سره دومره نا اشنا وو چي واک ته د رسېدو سره سم یې د اماني پرمختګونو د تباهۍ ترڅنګ د ټولو مالیاتو د لغوه کولو فرمان هم ورکړ. نوموړی په دې لا نه پوهېدی چي مالیات د یو دولت د ملاتیر بلل کیږي او که دا نه وي هغه دولت خپله چپه کیږي. بچه سقاو د خپل همدغه جهالت له کبله د اماني دورې ټولي لاسته راوړني یوازي په نهو میاشتو کي له خاورو سره خاوري او ځان او خپل حکومت یې دواړه د مرګ خولې ته ورکړه. د سقوي دورې په له منځه تلو سره کله چي محمد نادر خان واک ته ورسېدی د هیواد اقتصاد دومره شړېدلۍ وو چي په کابل او لویو ولایتونو کي د سقاویانو له ناورین او چپاول څخه هیڅ هم نه وه پاته سوي. نادرخان ددې حالت د پای ته رسېدو لپاره د نویو بانکنوټونو د چاپ او اماني دورې د بانکنوټونو د لغوه کولو په موخه له بهر څخه نوي ماشینونه راوغوښتل او د کورني اقتصاد د پرمختګ لپاره یې لمړنئ افغان ملي بانک او د پنځو میلیونو روپیو په ارزښت یو سهم لرونکی شرکت رامنځ ته کړ، خو څرنګه چي د نوموړي واکمني لنډ مهاله وه نو ځکه یې د لمړنیو اقتصادي اړتیاوو په هاخوا بل کوم ځانګړی کار ترسره نکړ . په کال کي د نادرخان تر مرګ وروسته افغانستان یوځل بیا د اقتصادي پرمختګ په لور ګامونه پورته کړه او نوی واکمن محمد ظاهرشاه پخپله کلنه دوره کي زیات شمېر کارخوني، د اوبو او برېښنا بندونه، زرګونه کیلومتره سړکان او بېلابیلې اقتصادي پروژې تطبیق کړې چي په پایله کي یې افغانستان یوځل بیا د پرمختګ نړیوال کاروان ته دننه سو. د محمد ظاهرشاه دوره د افغانستان په اقتصادي تاریخ کي ډېره ارامه او طلایي دوره ګڼل کیږي چي په ترڅ کي يې افغانستان د اقتصادي موسساتو، کوچنیو صنعتونو او لویو کارخونو څښتن سو او ددغه کارخونو د چلولو لپاره نژدې یوولس لوی او لسګونه نور واړه د برېښنا بندونه په افغانستان کي جوړ او فعاله سوه چي د برېښنا ترڅنګ یې د زراعت غوړېدو ته هم لاره هواره کړه. د ظاهرشاه د واکمنۍ ځیني مشهوره اقتصادي پرمختګونه او کارخوني عبارت دي له نخي نساجي فابریکو، د مزارشریف د کود او برېښنا فابریکه، د جبل السراج او هرات د سمنټو فابریکې، د پامیر بایسکلانو جوړولو فابریکه، د بغلان بورې جوړولو دولتي فابریکه، سپین زر دولتي شرکت، د زغال ډبرو او معدنونو استخراج، دولتي مامورینو ته د لمړنیو موادو کوپون، په لویو ولایتونو کي سېلوګاني او هوایي ډګرونه جوړول، نړیوال او کورني صادراتي بانکونه او شرکتونه فعالول، د غالیو، قرقل پوستکو او وچي مېوې صادرات او داسي نورو څخه . څرنګه چي په هیواد کي د صادراتو د لېږلو لپاره پخو لارو ته اړتیا زیاته لیدل کېده ظاهرشاه په هجري شمسي کي د یو اقدام له مخي د سالنګونو له لاري د بلخکابل او بیا له کابل څخه تر کندهار، هرات او اسلام قلعه پوري لویي لاري ورغولې چي د رغولو موده یې نژدې دوه کاله وه. ظاهرشاه یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د هوایي ترانسپورټ د فعالیت لپاره یې د کابل، کندهار او نورو ولایتونو ستراتیژیک هوایي ډګرونه یوپه بل پسې جوړ او افغانستان یې په لمړي ځل د منظم هوایي ترانسپورټ او تګ راتګ څښتن کړ. اریانا افغان په دې لړ کي لمړنئ هوایي شرکت وو چي د افغانستان په هوایي ډګرونو کي یې د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره فعالیت پیل کړ او د افغان دولت په مرسته یې له بېلابیلو هیوادونو څخه الوتکي وپېرلې. د ذکرسوو پرمختګونو ترڅنګ ظاهرشاه د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته په نورو برخو کي هم لوی چوپړ ترسره کړ او د بهرنیو متخصصینو او پوهانو د رابللو ترڅنګ یې افغان زده کوونکي هم بهر ته ولېږل ترڅو په راتلونکي کي د هیواد د پرمختګ لپاره کار ترې واخلي. د محمد ظاهرشاه په واکمني کي پورتني ټول خدمتونه ددې جوګه سول ترڅو افغانستان د دریمي نړۍ یو پرمختللی، جوړ او سوله ییز اقتصادي هیواد حیثیت خپل کړي، خو څرنګه چي دریمه نړۍ د اقتصادي اهمیت له کبله تر نورو شاته ګڼل کېده نو ځکه د ظاهرشاه د تره زوی سردار محمد داوودخان په کي د یوې ناببره او ارامي کودتا له لاري د افغانستان واکمني له شاهي څخه په جمهوري بدله کړه او په لمړي ځل یې د سترو اقتصادي پلانونو په مټ هیواد داسي پرمختګ ته برابر کړ چي له دریمي نړۍ څخه د صنعتي ټولني په لور روان سو. د یادوني وړ ده چي د ظاهرشاه په پورتنیو خدمتونو کي یوه ستره ونډه د داوودخان هم وه، چي پر همدې اساس یې د واکمنۍ لاسته راوړلو مخکي د اقتصادي پرمختګ لویه تجربه ترلاسه کړې وه. داوودخان واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان په اقتصاد کي د چټک پرمختګ په موخه یو اووه کلن پلان ترتیب کړ چي له مخي یې افغانستان له بېلابیلو هیوادونو لکه روس، امریکا، چین، عربي خلیج هیوادونو، ایران او عراق څخه په لسګونو میلیونه ډالره پورونه او مرستي په لاس راوړې او له څخه یې د اقتصادي چټکتیا مزل پیل کړ. داوودخان یادي پیسې د هیواد له ملي بودیجې سره په ګډه داسي ترتیب کړې چي . فیصده یې د صنعتونو، معدنونو او انرژۍ پراختیا، . فیصده یې زراعت او اوبو لګولو، . فیصده یې ترانسپورټ او مخابراتو، فیصده یې ټولنیزو چوپړتیاوو او . فیصده یې بزګرانو ته د پورونو په ډول ځانګړي سوې ترڅو د کیمیایي کودونو په رانیولو سره هیواد له نوي زراعتي ټکنالوجۍ سره په لاره روان کړي. د اقتصادي غوړېدا دغه پلان د . میلیارده افغانیو په ارزښت تصویب سو چي شاوخوا شپږ کاله موده یې په بر کي نیول او په لمړي ځل افغانستان له داسي حکومت څخه برخمن سو چي د اقتصادي پلانونو د پلي کولو لپاره یې لوی نړیوال باور راخپل کړ. تر پلان یوکال دمخه په کال کي د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران له خپل لوري دوه میلیارده ډالر افغانستان ته د پور په ډول ځانګړي کړه ترڅو په دې توګه خپل اقتصاد له داوودخاني پلان سره په تړلو باندي یوځای مخته یوسي. داوودخان یادي پیسې له کابل څخه تر کندهار او بیا هرات او ایران پوري د اورګاډي یوې اوږدې کرښي ته ځانګړي کړې او د امان الله خان پخواني خوبونه یې بیا راژوندي کړه. د کرښي تر جوړښت وروسته بل مهم څیز برېښنا وه چي د اووه کلن پلان له مخي له میګاواټه څخه میګاواټه ته پورته کېدل، او همدارنګه هغه بندونه چي د افغانستان زراعت ورسره تړلۍ وو د برېښنا ترڅنګ یې لوی شمېر ځمکي هم تر زراعت او کرني لاندي راوستې. داوودخان په دې لړ کي تر ټولو دوه ستر پلانونه چي یو په شمال کي د قوشتېپې کانال او بل په سوېل کي د کجکي بند پراختیا وه تر نظر لاندي ونیول او او د کجکي بند حجم یې له . میلیارده متره مکعبه اوبو څخه . میلیارده ته پورته ترتیب کړ، ورپسې د قوشتیپې ستر کانال چي تردغه وخته یې د افغانستان په تاریخ کي سارۍ نه وو لیدل سوی د کیلومتره په اوږدوالي سره یې هکتاره ځمګه خړبول. د داوودخان پورتنیو پلانونو نه یوازي دا چي افغانستان یې له نړۍ سره سیالي ته برابر کړ بلکي د دولت د اسعارو بودجه په لمړي ځل تر میلیونه ډالره پورته ولاړه او په نړیوال بازار کي یو امریکايي ډالر له افغانۍ څخه افغانۍ ته راښکته سو. په کال کي د غوايي انقلاب او ورپسې شوروي یرغل د افغانستان ذکرسوي پرمختګونه ټول فلج او افغانستان په راتلونکې یوه لسیزه جګړه کي میلیارده ډالره زیان ولیدی. د شوریانو یرغل د افغانستان په معاصر تاریخ کي یو له تر ټولو ناولو جګړو څخه وو چي د هیواد زراعت، اقتصاد، برېښنا، انرژي، خصوصي سکټور، تجارت، بانکونه، اقتصادي زیرمي او هرڅه یې له خاورو سره خاوري کړه. په کال کي ددوی تر ماتي وروسته افغانستان له یوې ناولي جګړې څخه د بلي په لور ولاړ او دا ځل د پاکستان، ایران، عربي هیوادونو او امریکا له ملاتړه برخمنو مجاهدینو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د پرځېدو په پایله کي لوی ښارونه، ستري فابريکې، د افغان فوځ مهمات او اسلحې، تاریخي ودانۍ، اثار او موزیمونه، ځمکني کانونه، ښایستې او دنګي ودانۍ، لویي لاري، تجارتي ساحې او هرډول اقتصادي بنسټونه له بېخه وران ویجاړ کړه. د مجاهدینو په دې ویجاړۍ کي تر ټولو مشهوره هغه یې د احمدشاه مسعود له لوري د آی خانم تاریخي ښار لوټمار، د کابل، کندهار او نورو سترو ولایتونو ویجاړي، د جلال الدین حقاني له لوري د خوست ولایت چور، د جنګلک او نورو سترو فابریکو لوټ، د افغان فوځ د الوتکو او توپونو اره کول او پاکستان ته انتقالول، د پنجشېر کانونه پر بهرنیانو پلورل او ځیني نور د یادوني وړ دي، چي د مجاهدینو هري ډلي جلا جلا برخه پکښي درلوده. په کال کي د طالبانو منځ ته راتګ ددوی او مجاهدینو ترمنځ افغان جګړه دریم پړاو ته دننه کړه او تر کال پوري پاته بنسټونه هم وران ویجاړ سول. صنعت د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي. د غاليو صنعت غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده. ماشيني صنايع د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو په واسطه د افغان او انگليس دويمې جگړې په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او گرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى. د برېښنا لاسته راوړنه د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود. توکمونه په توکمیزه توگه افغانان په پښتنو، تاجکو، ھزارہ، ایماق، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، گوجر، پامیري، نورستاني، پشه يي، براھوی او داسې نورو باندي وېشل سوي دي. د اکثریت له اړخه ددې هیواد ستر او لرغونۍ توکم پښتون دی چي لوی نفوس یې په سوېل لویدیځ او ختیځ افغانستان کي مېشت دی، همدارنګه په لویدیځ کي د بادغیس او هرات ولایتونو ستري قبیلې هم په پښتنو پوري اړه لري چي مشهوره ټبرونه یې د دراني ښاخ اړوند بارکزي، علیزي، نورزي او اڅکزي قومونه دي. د پښتون توکم دویم ستر ټبر چي غلجئ نومیږي او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کي استوګن دي، یوه لویه برخه یې د شمالي افغانستان په کندوز، بغلان، کاپیسا، بلخ، فاریاب او تخار ولایتونو کي هم ځای پرځای سوې ده. د افغانستان په تاریخ کي لمړنئ شخص چي د هیواد نفوس یې تر څېړني لاندي ونیوی انګرېز پوه الفنسټون وو. د الفنسټون د څېړني ساحه په نولسمه پېړۍ کي د لوی افغانستان اړوند ټولي هغه سیمي په ځان کي رانغاړي کوم چي وروسته د انګرېزانو، تزاري روسیې او ایران له لوري غصب او یا په زوره ونیول سوې. یادي سیمي عبارت له بلوچستان، پښتونخواه، خراسان او کشمیر څخه وې او د نفوسو اټکل یې په زیږدیز کال کي ترسره سو، چي پر اساس یې پښتانه . میلیونه، بلوڅان میلیون، تاتار . میلیونه، هزاره او پارسیان . میلیونه، تاجکان . میلیونه، پنجابیان، سیندیان، کشمیریان او جتان . میلیونه او نور کوچني ټبرونه نفره اټکل سوي دي. په افغانستان کي د تیري څلوېښت کلني جګړې له زیانونو یو داهم وو، چي ددې هیواد د توکمونو په ځانګړي ډول پښتنو ستره فیصدي له نړیوالو څخه ورکه سول. د یادوني وړ ده چي تر څلوېښت کلني جګړې مخکي د افغانستان په سرشمېرنو کي پښتانه تر فیصده زیات بلل کېده، خو د غوایي تر کودتا وروسته ددې فیصدي اسناد تم سول، او وروستۍ سرشمېرني تر ډېره پوري له بهرنیو سرچینو اخیستل سوي دي چي یوه سرچینه یې په لاندي ډول ده: ژبي او ګړدودونه افغانستان تر ۴۲ ډیري ژوندۍ ژبي او ۲۰۰ لهجې لري، چي ويونکي يې په بېلابېلو سيمو کي اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نوري ټولي ژبي لږکۍ او سيمه ييزې ژبي دي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې ګڼل کيږي. ددې هیواد په سوېل، سوېل لویدیځ، ختیځ او یو شمېر مرکزي سیمو کي پښتو ژبه لوی شمېر ویونکي لري، ورپسې دویمه رسمي ژبه چي دري بلل کیږي د افغانستان په مرکزي ولایتونو، شمال او لویدیځ کي لوی شمېر ویونکي لري. د افغانستان په پلازمینه کابل کي پښتو او دري دواړي استعمالیږي. تر پښتو او دري وروسته د افغانستان نوري مشهوره ژبي ازبکي، ترکمني، بلوچي، پامیري، نورستاني، پشه یي او نوري ژبي دي، چي ځیني یې اوس هم ژوندۍ پاته دي خو د ځینو شتون د خرابېدو له ګواښ سره مخ دی. په افغانستان کي د پښتو ژبي ستر مرکزونه کندهار او لویه پکتیا بلل کیږي، او د دري ژبي سرچینه یې له بلخ او امو سیند څخه راپورته سوې ده چي وروسته یې ایران او تاجکستان ته هم سرایت کړی دی. هڅوب دین او مذهب له دیني اړخه د افغانستان ۹۹ سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلي څخه له ۷۵ تر ۸۹ پوري سني او له ۱۲ تر ۲۵ پوري شيعه جوړوي. سني افغانان په افغانستان کي د امام ابوحنیفه د مذهب پیروان بلل کیږي، کوم چي د اسلامي نړۍ په کچه د لمړي ستر فقهي مذهب بنسټ ایښودونکی او له آره د افغانستان د پروان ولایت اړوند وو. د افغانستان سني او شیعه مسلمانان د اسلامي شرعي قوانینو ترڅنګ صوفیزم ته هم ځانګړې عقیده لري او د هیواد نژدې لسمه برخه نفوس د صوفیزم او صوفیانو تر اغېز لاندي دي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره له نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوچنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل په ولايتونو كي په سلګونو يهود هم اوسېدل چي له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول. لدې ډلي څخه يواځي يو يهودي چي زېبلون سيمينتو نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كي پاتي دى. په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه د افغانستان وگړي په سلو ۱۰۰ کې نهه نوي ۹۹ مسلمانان دي. د سلنې ۱۰۰٪ له مخې په سلو کې څلور اتيا ۸۴ سُني ، پينځلس ۲۰ شعيه او ، يو ۱ سلنه هندوان او سکان او برهمن ياد شوي دي. زده کړې د افغانستان په تاریخ کي معارف او زدکړي یو له هغه څیزونو څخه دي چي ددې هیواد له لرغوني تاریخ او اریایي مدنیتونو څخه رانیولې بیا تر اوسه پوري دوام لري. د لرغوني اریانا په باختر او شاوخوا سیمو کي د اوستا لرغونۍ اثر او همدارنګه زرتشتي دین لارښووني د اریایانو لمړئ زدکړیز چاپیریال موږ ته راښيي. تر اوستا او زرتشت وروسته د بودایي مذهب ښوونځۍ هغه څه وې چي د افغانستان لرغونۍ معارف یې د اریانا له ځمکي پارس او شاوخوا سیمو ته خپور کړ. تر زیږد دوې پېړۍ دمخه کله چي پر لرغوني افغانستان د اشوکا واکمني چلېدل د ګندهارا په نوم یو ښوونځۍ د اوسني جلال اباد په سیمه کي فعاله سول، ورپسې تر زیږد یوه پېړۍ وروسته دویمه ستره ښوونځۍ چي بودایي ادب او پژۍ جوړونه یې خلکو ته ښودل د کنیشکا د واکمنۍ پر مهال یې فعالیت پیل کړ. د بوادیي مذهب نوري ښوونځۍ په بامیان او شمالي افغانستان کي فعاله وې چي د اریانا پخوانیو اوسېدونکو ته یې ددې مذهب لارښووني تدریس کولې. په شپږمه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین له راتګ سره د افغانستان پخوانيو ښوونیزو مرکزونو خپل ځای په کراره کراره د اسلامي تمدن زدکړو ته پرېښود. د امویانو او عباسیانو په لمړيو کلونو کي د افغانستان پخوانی زدکړیز تمدن چي څه ناڅه پر ځای پاته وو د زردشتی او بودایي دین کتابونه به یې د حیواناتو پر پوستکو او کاغذانو باندي لیکل کېده خو وروسته کله چي اسلام د افغانستان هري سیمي ته خپور او پیروان یې زیات سول، ورسره سم د اسلامي زدکړو تمدن هم وغوړېدی او د عباسي خلافت په وروستیو کلونو او تر هغه را وروسته زمانه کي په اطرافو کي سیمه ییز مذهبي مشران او په ښارونو کي دیني ښوونځۍ دې ته وګومارل سوې ترڅو خلکو ته د قرآن کریم ترڅنګ دیني امور، ادبیات او د هغه زمانې مروجه علوم تدریس کړي. د تاریخونو پر بنسټ د عباسي خلافت پر مهال د افغانستان د مدرسو او ښوونځیو شمېر یوازي په لرغوني بلخ کي تر پوري رسېدی، او همدارنګه په لویدیځ هرات کي تر اوومي هجري پېړۍ مخکي تکیې چي د مدرسو په ډول یې فعالیت کاوه موجودي وې. په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان تر رامنځ ته کېدو وروسته د زدکړو طریقه لاهم د پخوا په ډول پر پخوانيو تګلارو باندي ولاړه وه، خو د سدوزي واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته کله چي د محمدزیو مشهوره واکمن امیر شېرعلي خان واک ته ورسېدی، د افغانستان معارف په لمړي ځل د نړیوالو معیارونو مطابق جوړ او لمړنۍ دوې ښوونځی د امیر په امر فعاله سوې، چي یوه یې د حربي او بله یې ملکي زدکړو لپاره وه. په يادو ښوونځیو کي د نړیوالو لمړیتوبونو په پام کي نیولو سره حقوق، سیاست، جغرافیه، ادب، ریاضي، توپ کارونه، اسلاميات، تاریخ او ځیني نور مهم مضامین تدریسېدل چي داخله یې یوازي د چارواکو د زامنو لپاره ځانګړې سوې وه او نژدې درې سوه زده کوونکو پکښي زدکړي کولې. د یادوني وړ ده چي د امیر شېرعلي خان په یادو علمي کارنامو کي دده تر شا لوی لاس د سید جمال الدین افغان وو. د امیر شېرعلي خان تر مرګ وروسته په هیواد کي د کورنیو کړکیچونو له امله چي تر ډېره پوري یې د انګرېزانو له لاسوهني سره اړه درلوده د افغانستان معارف ته هیڅ کار ونسو او امیر عبدالرحمان خان یوازي د افغانستان په ارامولو او ځواکمن دولت جوړولو باندي بوخت وو. په کال کي د حبیب الله خان د واکمنۍ سره یوځای کله چي پر افغانستان د سولي او ارامۍ فضا وغوړېدل ورسره سم د معارف پرمختګ ته بیا پاملرنه زیاته سول او د ذکرسوي امیر په وخت کي په همدغه کال باندي د حبیبیه په نوم لیسه پرانیستل سوه. امیر حبیب الله خان د پوهانو ډېر زیات خیال ساته او د عثماني واکمنۍ ترڅنګ یې له هند څخه هم د زدکړي پرمختللي لاري هیواد ته رانقل کړې. نوموړي د حبیبیه لیسې تر جوړلو وروسته په کي د کابل نظامي ښوونځۍ او ورپسې دارالمعلمین د ښوونکو لپاره د ښوونکو په مټ ښوونځۍ جوړي کړې او افغانستان یې د معارف د یوې منظمي ادارې څښتن کړ چي مشرتوب یې د سردار عنایت الله خان په غاړه وو. د امیر حبیب الله خان تر مړیني وروسته په افغانستان کي د عصري معارف او زدکړو ستر پرمختګ هغه مهال پیل سو کله چي غازي امان الله خان د انګریزانو څخه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته د هیواد ټولي ښوونځۍ د یوه ځانګړي وزارت د معارف وزارت تر چتر لاندي راوستلې او نژدې د زدکړو مرکزونه یې د ټول هیواد په کچه فعاله کړه. امان الله خان د خپلو عصري اصلاحاتو په مټ افغانستان د علم او پوهي نړیوال کاروان ته دننه کړ او د یوه فرمان له مخي یې پر ټولو افغانانو باندي لمړنۍ زدکړي جبري وګرځولې. نوموړي د خپلو اصلاحاتو په دوام په کال کي د یو بل فرمان له مخي افغان ښځو ته هم د زدکړو اجازه ورکړه او د مستورات، ملالۍ او عصمت په نوم لیسې یې ورته پرانیستلې. د امیر ددې فرمان په مقابل کي که څه هم یوشمېر کسانو سخت غبرګون وښود خو امیر ددوی خبره ونه منل او تر پوري یې یوازي په کابل کي اووه ښځینه لیسې جوړي کړې. امان الله خان یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د افغان ځوانانو د ښه روزني لپاره یې یوشمېر ځوانان او پیغلي اروپایي هیوادونو او ترکیې ته هم ولېږل چي په دې کسانو کي ترکیې ته تلونکي زدکړیالان تنه وه چي لس تنې یې مېرمني وې. د شاه امان الله خان په واکمنۍ کي فرانسه، جرمني، انګلستان، روسیه او ترکیه هغه هیوادونه وه چي تر نورو یې ډېر له افغانستان سره د معارف او زدکړو پر بنسټ اړیکي ټینګي او یا هم مرستي وکړې. د افغانستان په دې علمي پرمختګ کي د امان الله خان ترڅنګ د نوموړي خسر محمود طرزي او مېرمني ملکې ثریا ښه رول ولوباوه. لنډه داچي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د امان الله خان دوره د زدکړو او معارف له پلوه ډېره زرینه دوره ګڼل کیږي، خو د نوموړي په وړاندي د انګرېزانو توطیه او د حبیب الله کلکاني بچه سقاو بغاوت چي تر یو اندازې پخپله د امان الله خان د غلطیو له کبله هم رامنځ ته سو، نه یوازي دا چي دده واکمني یې ړنګه کړه، بلکي د افغانستان معارف یې هم کلونه کلونه شاته وغورځاوه. په کال کي د اماني دولت د پرځېدو په پایله کي د حبیب الله کلکاني ځواکونو د کابل ښار لوټ او د معارف ټولي لاسته راوړني یې د خپلي میاشتنۍ واکمني په پایله کي ړنګي کړې، چي په دې لاسته راوړنو کي د نجونو او هلکانو د ښوونځیو یومخ تړل هم شامل وه. د حبیب الله کلکاني تر یادي واکمنۍ وروسته د محمد نادرشاه په دوره کي د افغانستان معارف یوځل بیا په حرکت راغی او د لمړنیو زدکړو ترڅنګ چي پر ښځینه او نارینه وو باندي جبري ګرځول سوي وې، یوشمېر پوهنیز مرکزونه لکه عربیه دارالعلوم، د طبي زدکړو مرکز، د دوا جوړولو مرکز، د نادرشاه د یتیمانو روزني مرکز او ځیني نور رامنځ ته سول. ورپسې د محمد ظاهرشاه په دوره کي د معارف په برخه کي نوي ښوونځۍ چي یوازي په پلازمینه کابل کي وې فعاله سوې. محمد ظاهرشاه د خپلي واکمنۍ پرمهال په هیواد کي دننه د سقاوي دورې نژدې ټول زیانونه جبران کړه او په کال کي یې د کابل پوهنتون د بنسټ ډبره کښېښودل، همدارنګه یې تر کال پوري د افغانستان لوی شمېر زدکړیالان بهرنیو هیوادونو ته د زدکړو لپاره ولېږل، خو دا چي نوموړی یو نرم مزاجه او پر محصلینو باندي د سختو قوانینو پلي کوونکی واکمن نه وو، نوځکه یوشمېر هیوادونو لکه شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او عربي هیوادونو د افغان محصلینو پر مغز مینځلو باندي کار پیل کړ چي دغه پیښي د افغانستان زدکړي د سیاست ښکار وګرځولې او په وروسته کي د ظاهرشاه واکمني له همدې کبله وپرځول سوه. په کال کي د لمړي جمهوري دولت په راتګ سره افغانستان د معارف په برخه کي بېسارۍ پرمختګ وکړ او سردار محمد داوودخان د افغان زدکوونکو او محصلینو لپاره د نوي عصري نړۍ سره د پرمختګ په پار لوی شمېر بدلونونه رامنځ ته کړه چي ددې بدلونو څخه یو هم د معارف او لوړو زدکړو وزارتونو جلاوالۍ وو، د یادوني وړ ده چي داوودخان تردې مخکي د خپل صدارت پر مهال هم معارف ته ستري چوپړتیاوي ترسره کړي وې او تر کال پوري په ټول هیواد کي د ښوونکو شمېر تر پورته سوی وو. په کال کي د داوودخان له شهادت سره سم د افغانستان معارف په مکمله توګه د سیاسي ګټو ښکار سو، او نوي کمونیسټ دولت د هیواد ټول زدکوونکي او محصلین اړ ایستل چي یوازي د کمونسټي نظریې مطابق زدکړي وکړي. په یاده دوره کي د افغانستان هغه زدکوونکي چي پاکستان او نورو هیوادونو ته مهاجر سول هلته د سیمي استخباراتو ورڅخه خپلي ګټي ترلاسه کړې او ځیني کسان یې د دیني مدرسو په نامه پخپلو استخباراتي مرکزونو کي داسي سخت دریځي وروزل چي په افغانستان کي نژدې هر زدکوونکی ورته بې دینه او پردئ ښکارېدی او ځیني خو یې تردې اندازې افراطیان وه چي افغان ښوونکي او زدکوونکي یې بې له کوم دلیله په قتل رسول. ددوی په مقابل کي بیا د خلق کمونسټي دولت پر دیني عالمانو او مذهبي مشرانو باندي سخت بندیزونه ولګول او په هیواد کي یې دیني زدکړي له خپل فکر سره سم پیاده کړې. د کمونسټي دولت په وروستیو کي که څه هم چي د ولسمشر ډاکټر نجیب الله له لوري څه ناڅه نرمښت په هیواد کي پلی سو او په سوېل لویدیځه حوزه کي د کندهار پوهنتون د بنسټ ډبره هم کښېښول سوه خو د نوموړي د حکومت د پرځېدو په پایله کي د افغانستان معارف بیاهم د سیاسي ګټو یوه آله وه او د صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني د واکمنیو پر مهال یو داسي زدکړیز نصاب د افغان زدکوونکو لپاره پلۍ سو چي د دیني او عصري زدکړو پرځای تر ډېره پوري داسي کتابونه افغان زدکوونکو ته تدریسېدل چي یوازي به د اسلحو او چاودېدونکو توکو انځورونه پکښي رسم سوي وه. په کي د طالبانو د حرکت له رامنځ ته کېدو سره د افغانستان معارف د پخوا په څېر مړ ژوانده پاته سو او هغه کتابونه چي د رباني له واکمنیو څخه پاته وه په مدرسو کي تدریس کېدل. طالبان نه یوازي دا چي عصري زدکړي یې شاته غورځولي وې بلکي د نجونو د زدکړو هم سخت مخالف وه او په هیواد کي یې د عصري ښوونځیو په پرتله مدرسې زیاتي رامنځ ته کړي. په کال کي د طالبانو د پرځېدو پرمهال د هیواد د ټولو فعالو ښوونځیو شمېر نژدې داني وو چي پکښي یو میلیون زده کوونکو درس وایه. د حامد کرزي د حکومت د لمړي کال سره سم د نړیوالو مرستندویه ټولنو او افغان حکومت له لوري د افغانستان معارف بیرته په رغېدو سو او د لسو کلونو په جریان کي د ښوونځیو شمېره او د زده کوونکو شمېره یې اته میلیونه او سل زره کسانو ته ورسېدل، چي په دې کي فیصده ښځینه او پاته نارینه زده کوونکي وه. د زده کوونکو دغه شمېرې ته د ښوونکو له لوري تدریس ورکول کېدی. همدارنګه په هیواد کي دننه لوی شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونه، د انګلیسي او نړیوالو ژبو د زدکړي مرکزونه، د عصري ټکنالوجي د زدکړي مرکزونه، داسلامي زدکړو مدرسې او داسي نور زدکړیز مرکزونه په لوی شمېر فعال او د بېلابیلو اشخاصو او سازمانونو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سوه. د ښوونځیو دغه شمېره په کال کي او راتلونکو درو کلونو کي ترهغه هم پورته ولاړه او په لکونو نوي زده کوونکي یې ځان ته جذب کړه. د اشرف غني د حکومت په وروستي کال کي د افغانستان د ټولو زده کوونکو شمېر . میلیونه او د ښوونکو شمېر ته ورسېدی او د همدغه کال په اګسټ کي جمهوري دولت هم وپرځېدی. په جمهوري حکومت کي د پورته پرمختګونو سره سره ځینو ستونزو هم شتون درلود، لکه : : په اکثره پښتون مېشته سیمو کي د طالبانو له لوري ښوونځۍ او د بهرنیو ځواکونو له لوري دیني مدرسې په جګړه کي ویجاړي او یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي یې هم شهیدان سول. همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري یو شمېر زدکړیز مرکزونه د سنګر او سپر په توګه وکارول سوه. : دیني مدرسو ته د جمهوریت نه پاملرني یو شمېر افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه پاکستاني استخباراتي مدرسو او تعلیمي مرکزونو ته ورټېل وهل، چي په دې سره ځیني کسانو پردي افکار خپل کړه او د حکومت واک په صحرایي سیمو کي لړزانه سو. : په معارف کي پراخ فساد د لوی شمېر کتابونو او ښوونځیو د جوړېدو مخنیوئ وکړ. : سوېل لویدیځه حوزه او پښتون مېشته سیمي د ځینو متعصبه کړیو له لوري په لوی لاس د معارف له بودیجې او بهرنیو بورسونو څخه بې برخي سولې او لوی شمېر پښتانه ځوانان له لوړو زدکړو محرومه پاته سول. : د ایران فرهنګي یرغل د شمالي سیمو یو شمېر زده کوونکي د پښتو ادب او پښتون کلتور دښمنان وګرځول او ځیني متعصبه ایران پلوه کړیو پر افغان تاریخي او کلتوري نومونو او اصطلاحاتو ملنډي هم ووهلې. او داسي نور ..... هوايي كرښې او ډگرونه د كابل هوايي ډگر د ننگرهار هوايي ډگر د كندهار هوايي ډگر د هرات هوايي ډگر د بگرام هوايي ډگر د مزارشريف هوايي ډگر د كندوز هوايي ډگر د خوست هوایي ډګر د افغانستان نامتو برېښناكوټونه د جبل السراج برېښناکوټ د چك وردگو برېښناکوټ پلخمري د برېښناکوټ د درونټې برېښناکوټ د نغلو د برېښناکوټ د ماهيپر د برېښناکوټ د سروبي د برېښناکوټ د كجكي برېښناکوټ د گرېشك برېښناګږڼ د هرات برېښناکوټ د كندهار برېښناکوټ د بغلان برېښناکوټ لويې لارې او واټونه كابل شېرخان بندر . کیلومتره واټن كابل او كندهار . کیلومتره واټن كابل او تورخم . کیلومتره واټن کابل او بلخ . کیلومتره واټن کابل او غلام خان کیلومتره واټن كندهار او هرات . کیلومتره واټن كندهار او سپين بولدك . کیلومتره واټن هرات او تورغونډۍ . کیلومتره واټن بلخ او حیرتان بندر . کیلومتره واټن فراه او ابو نصر فراهي بندر کیلومتره واټن کابل او نیمروز سرحدي بندر کیلومتره واټن د افغانستان سیندونه او د اوبو زېرمې افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی. د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي . په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي . په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست تل په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي . د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې ٢٧٠٠ متر څخه زيات دى چې په کال کې د ٢٥٠ میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي . دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه ١١ د پاکستان خاورې ته ١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته ٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو جهيلونو ته ورتوئيږي . د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي . لمړۍ حوزه د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي ١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده. دوهمه حوزه دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي ٨٢ ساحه ئي نيولي ده . درېيمه حوزه د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان خلم بلخ آب عشق اباد داندخوي آب سفيد ميرآباد د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي ٢١.١ ساحه ئي نيولي ده . څلورمه حوزه دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي ٤١ ساحه ئي نيولي ده . د افغانستان منظرې دا هم وگورئ د افغانستان باندنۍ اړيکې د خپلواکو هېوادونو لړليک د افغانستان پوځ له ښځو سره د طالبانو چلند طالبان د افغانستان د لارښودانو لړليک د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله يادښتونه باندنۍ تړنې پېژنڅېرې او ټولگړي مالومات د افغانستان ملي پرمختيايي چلندلار په افغانستان کې سوداگري کول په ٣ډي گلوب کره باندې د افغانستان موقعيت جاوا سکریپټ د بي بي سي خبرونه، د هېواد پېژنڅېره- افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو رياستي ډيپارټمنټ - افغانستان د افغانستان په اړه د کانګریس څیړنیز خدمتي ث ي آر اس راپورونه د ٢٠٠٢ کال د ملګرو ملتونو د کانګرس لخوا د افغانستان نقشه د متحده ایالاتو نن ورځي مقاله په نامه د متحده ایالاتو ويبپاڼې د ځوان او قابل افغان زده کونکي په اړه يادونه خبري وېبپاڼې د پژواک خبري آژانس د افغانستان د آریانا خبري آژانس بينوا ويبپاڼه ورځني یادښتونه له کابل څخه ورځني راپورونه له کابل څخه د افغاني ټولنې بلاگران افغان بلاګ ليکونکي افغانستان : طالبان په مستند پیدایښت کې د افغانستان پرلیکه خبرونو سرچینه . د افغانستان تانبه . پیام زن د راوا خپرونه. - خبرونه، څيړنې، او د افغانستان په اړه نور روزگاران اونیزه ازادی راډیو سپوږمۍ راډیو د افغانستان د خدمت مرکز له ورځنیو خبرونو سره پرانیستې نوملړ پروژه- افغانستان نوملړ ویشنیزه ياهو. کام-افغانستان نوملړ ویشنیزه د نوی کرهڼیز هیواد پیژنیال - افغانستان ټولنې د نړۍ د خپلواکو ليکوالانو کور - رها پن په افغانستان کې امريکايي پوهنتون د افغانو عيسويانو ټولنه د ملالۍ جويا د ژغورنې کوميټه اکډن. اورګ د افغانستان په اړه مالوماتي تړنې او ويی-پانگه د افغانستان يهودان د افغانستان د پیوستون ګوند د افغانستان پاچايي کور دا هم وگورئ هېوادونه د آسيا هېوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه نوم پېژندنه د افغانستان کلمه له دوو برخو افغان او ستان څخه جوړه شوې ده. افغان یو نوم دی چې معمولا د پښتنو لپاره کارول کیږي. دا کلمه په دریمه پیړۍ کې د ایران د ساساني امپراتورۍ لخوا د ابګان په بڼه او په شپږمه زیږدیزه پیړۍ کې د هندي ستورپوه وراهمیرا لخوا کارول شوې ده. د لسمې پیړۍ زېږديزې پېړۍ را وروسته په لیکنو کې د افغان کلمه په جغرافیایي اثارو کې په مکرر او پرلپسې ډول ذکر شوې ده. هغه ټاټوبی چې افغانستان ورته ويل کيږي مخکې خراسان بلل کېده او تر هغې وړاندې آریانا بلل کېده. د دغه هېواد د نوم په توګه د افغانستان کلمه ډېره پخوانۍ نه ده او په ۱۳۰۲ هـ .ش ۱۹۲۳ او د شاه امان الله په اساسي قانون کې تصویب شو. د افغان کلمه په ۱۳۴۳ کې د محمد ظاهر شاه په اساسي قانون کې په يو نوي تعريف سره تصويب شوه او د دغه هېواد د هر وګړي لپاره په کار يوړل شوه. لويه امپراتوري د احمد شاه دراني وه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%8A%DA%A9%D9%8A%D9%BE%DB%90%DA%89%D9%8A%D8%A7%20%D9%84%D9%8A%DA%A9%D9%88%D9%86%DA%A9%DB%8C
ويکيپېډيا ليکونکی
عثمان منصور انصاري وحیدالله کلیم خانگل کارن:احمد-مجيب-بياباني-ابراهيمخېل کارن:فېروز اباسين کارن: د پښتو ويکيپېډيا د ليدنمخ ژباړونکي احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%8A%D8%B6%20%D8%A2%D8%A8%D8%A7%D8%AF%20%28%D8%A8%D8%AF%D8%AE%D8%B4%D8%A7%D9%86%29
فيض آباد (بدخشان)
فيضآباد د افغانستان د شمالي ولايت بدخشان مركز دى، چې د كوكچه پر سيند ودان دى. د افغانستان ښارونه ولايتي پلازمېنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D9%82%D8%A7%D9%86
طالقان
طالقان د تخار ولايت پلازمېنه او د افغانستان د څوارلس لويو ښارونو څخه دي چي د افغانستان يوه ډيره مهمه او تاريخي سيمه ده. نور ولولئ د افغانستان ولسوالۍ د افغانستان ولايتونه د افغانستان ښارونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%AF%D8%AE%D8%B4%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
بدخشان ولايت
د بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ كې پروت دى چې له گاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجکستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چين له ولسي جمهوريت، ختيځ او سويل ته له کشمير سره پوله لري. په سوېل كې او جنوب كې د لغمان، كاپيسا او تخار ولايتونو سره نښتى دى. د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او په ټول هیواد کط ډیر شهرت لری. لوړې څوكې لري چې له واورو ډكې دي. هغه ژوى چې ماركوپولو وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ماركوپولو ونوماوه، همدلته موندل شوى دى. د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم، شهدا،بهارک، یفتل،خاش، زیباک، درواز، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرگ يې د لویو ولسوالۍ بلل کیږې .بدخشان ولایت د افغانستان دنورو ولایتونو په پرتله زیاتره خلک یی با سواده او فرهنگی خلک دی. ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، بدخشان د پستې ځنگلونه لري، تر څنگ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنگلونه هم لري. د بدخشان لال،زمرد، اوسپنه، سلفر او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري. مساخت او وګړې د بدخشان مساحت كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي. په لمریز كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر یې ښودل شوى وو، چې بيا په كې يې شمېر ته لوړ شو.د نړیوال بانک د احصائی له مخی، اوس په بدخشان کی کسان ژوند کوی. د بدخشان ولايت هغه خلك چې په اوارو ځمكو كې ژوند كوي په كركيله او مالدارۍ بوخت دي.خو زیاتره یی باسواده او د علم خاوندان دی. د دغه ولايت ځوانان د علم او پوهنې په ترلاسه كولو كې هم ښه پرمختيا كړې. هلته د هلكانو او نجونو د ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى. سیندونه بدخشان ولايت ته، د كوكچه سیند، واخان سیند، سرغیلان سیند، پاميرسیند، جرم سیند، انجمن سیند، وردج سیند، تگاب سیند، تنگي سیند شيوا سیند، غوري سیند سنگ سیند، راغ سیند او نورو كوچنيو سیندونو ډېره ښكلا وركړې ده. خو د غرونو شتوالي د دغه ولايت د سيمو د نښلولو كار ستونزمن كړى. خلك د تگ راتگ لپاره له اسونو، كچر او نورو سورلۍ وړوكو حيواناتو څخه استفاده كوي.په اوسني کلونو کی په دغه ولایت کی ډیری پرمختیائی کارونه ترسره شود دی. تاریخی ځایونه بدخشان ولایت زیات تفریحی ځایونه لری چې چشمۀ آسیچ په نامه سیمه چې د سرغیلان په ساحه کی موقیعیت لری، په ورځنی توګه د زرهاو خلکو له خوا لیده کتل کیژی. تاریخ د سيمې او افغانستان په لرغوني تاريخ کې د ورېښمو لويې لار چې د لرې ختيځ چين او اروپا تر منڅ د افغانستان د ځينو سيمو په زړه کې پرتی وې ډېرې مشهورې وې.يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو چې د ،،گرېکوبوديک ،،ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د منځينۍ اسيا هېوادونو، ختن، کاشغرکاسفر، سينگيانگ او چين پورې رسولې وې. دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه. چينايي څېړونکو ددغو سيمو په تېره د بدخشان د لرغونتوب په اړه په بېلا بېلو مهالونو کې څېړنې برسېره کړي دي. له زېږد نه دوه پېړۍ ق م د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان -- په بڼه کښلی دی او د زېږ دیز په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې له تخار سره يو ځای يې د بدخشان د نامه يادونه هم کړې ده. ځينې څېړونکي بيا آريانا ويجه د بدخشان پخوانی نوم بولي. د چين مشهوره تاريخپوه او جغرافيه کښونکی هېوان ځنگ چې د اريانا افغانستان ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيا يې خپلې ليدنې او کتنې کره کړي دي نو په دغه لړ کې بدخشان يې د --- په بڼه ليکلی دی ددې سيمې د ځمکنیز جغرافيويارزښت په اړه ځينې څېړونکي په دې اند دي لکه څرنگه چې د ورېښمو په سوداگرۍ او د کلتور لېږدېدنه کې ددې سيمې رول مهم وو دا رنگه د امو سیند دواړو غاړو ته ان تر سمرقند ، ختن او چيني ترکستان پورې د بودايي مذهب په خپرېدلو کې هم ،،سفد،، واخان او ختيز پامير ټاکنده لامل دی. ښاغلي برهان الدين کشککي په خپل ليکليکتاب ،،رهنمای قطغن و بدخشان،، کې د افغانستان د دغه ولايت څلور خواوې داسې راپه گوته کوي ختيز ته پاميرونه او کوتل د ورايې، جنوب ته د پيريانو له کوتل نه تر خاواک پورې، جنوب لوېديز ته د غوري تر سيمو او لوېديز لورته تر دشت ابدال او ميرعلم پورې چې د کندز او تاشقرغان تر منځ موقيعت لري هماغه اثر ـ مخونه. څينې ځېړونکي کاږي چې بدخشان د اريانا د شمال ختیځو سيمو په لړ کې هغه مهمه سيمه ده چې څانگړی ځمکنیز جغرافيوي ارزښت لري چې د يوه پل په څېر يې ختيز له لوېديځ سره نښلولي دي. په دې اړه يو نوم ورکې ليکوال څرگند کړې دی. ،بدخشان هغه شتمن ښار دی چې د سوداگرۍ ډېر توکي يې قيمتي معدنيات دي.، حدودالعالم مخ چې د بدخشان لعل د بېلگې په توگه يادولای شو چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته له دغه ولايت نه وړل کېدل. ارواښاد مير غلام محمد غبار د ،،مقدسي،، د وينا له مخې په ډاگه کړې چې په بدخشان کې د بېلابېلو قيمتي توکو نه يوه کلا جوړه شوې وه او وېل کېږي چې دغه کلا د هارون رشيد د ښځې ،،زبيده،، په وړانديز جوړه شوې وه. سیاسي حالات د افغانستان تاريخي ځمک پوه ميرغلام محمد غبار او م مخونه. د پامير سرحدي کرښه د لوی افغانستان له پاره هغه گواښ وو چې د هېواد په شمال ختيز کې د روسانو د تيري په پايله کې وکښل شوه روسانو کوښښ کاؤ چې د افغانستان شمالي سيمې يو د بل پسې لاندې کړي انگرېزانو هم دا هيله لرله چې ځواکمن افغانستان په دغه سيمه کې ونه گوري نو خکه يې له يوې خوا د افغانستان جنوب او جنوب ختيزې سيمې يو د بل پسې لاندې کړې او له بلې خوا يې امير عبدالرحمن خان ته گواښنه وکړه چې د امو سيند آ غاړې روسانو ته پرېږدي نو ځکه د افغانستان په تاريخ کې دغه کرښه لکه د نورو کرښو په څېر يوه ښکېلاکي کرښه ده چې د بدخشان شاوخوا سيمې، شفنان، روشان او ځنې نورې سيمې له افغانستان نه بېلې شوې . ددې کرښې شمال ختيز لور ته واخان د يوې نرۍ تړانگې په حېر غوړیدلی دی او د چين له هېواد سره گډه پوله جوړوي دا کرښه ځکه وکښل شوه چې د روس امپراتوري د انگرېز له امپراتوري نه جلا کړي . اوسنی جوړښت د اوسني بدخشان څلور خواوې دا دي . شمال ته د امو سيند ، لوېديڅ ته قطغنتخار، ختيز ته چترال او ختيز ترکستان پورې نښتی دی او د هندوکش لړۍ هم تر دغه څايه غوڅېدلي دي . څنې ځېړونکي بلخ او بدخشان د باکتريانا تر سرليک لاندې داسې راپېژني..،،د سترابون په حواله د دغه ايالت يوه برخه په شمالي اريا پورې تړلې وه خو د ختيز لورې ته يې ځلور خواوې پراخې شوې وې او تر ماگيانا يا مرغاب پورې رسېده، شمال ختيز لور ته يې چترال تر پامير پورې واقع وو. د آريانا موقيعت ...ډاکتر گلجان وردگ مخ که چېرې د لرغوني افغانستان طبعي جوړښت وځېړو نو ډېرې هغه سيمې چې اوس په افغانستان پورې اړه نلري د افغانستان برخې وې چې ځينې يې له بدخشان سره نږدې پرتې وې او د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته بدخشان د تخارستان يوه برخه وه، يعنې د افغانستان د طبیعي او توکميز څرنگوالي او څومره والي له مخې که چېرې د اوسيني افغانستان ځينې برخې ځېړو نو په کار ده چې تخارا، سمرقند، خوارزم، خراسان، کرمان، سيستان او بلوچستان، سند، پنجاب، کشمير او له دې سربېره کاشفرکاسفر ختن ، پارس، د هندوستان تر گنگا او جمنا پورې سيمې چې په پخوانيو پېړيو کې دا د باختر، اريانه او اريا ورته نومونو يادېدې هم وڅېړو... هغه مهال چې د اسلام سپېڅلی دين خپور شو د يادو شوؤ سيمو څينې نومونه پدې بڼه وو چې په دې کې د بدخشان هم راخي. پخواني نومونه تخارستان، قطغن او بدخشان، باختر،ميمنه او مزارشريف، سفد بخارا او سمرقند، خوارزم، ايريا، هرات، اپارتيا خراسان، کارمانيا، کرمان، سکاستين يا سجستان سيستان، فراه، زابلستان، يا اراکوسيا کندهار، اوريشيا بلوچستان، اندس سند، زت کوش پنجاب، کشمير، بلورستان يا بولر نورستان، چترال، پاکتيا يا پاختيا، گندهارا کابل، پېښور، سوات او غور، باميان، غور. سرچينې افغانستان نیمگړی لیکنۍ د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%BA%D9%84%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
بغلان ولايت
بغلان د افغانستان د ولایتونو له جملې څخه دی چې ددی هیواد په شمال کې موقیعت لرې. پدی ولایت کې مختلف قومونه او سیږې چې په ترتیب سره د پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، او هزاره وو څخه دي. تاريخ دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانگړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت څخه متاثره کیږی. کلنی اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب گرځې. په دې ولایت کې د اوبو لگولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستگاوي لری. وزلوبه د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی. په دي ولایت کې دکیله گي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو،د د ډنډغوري پیاز او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي. په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنگلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي. د اداري تشکیل د واحدونو ویش یي په لاندې ډول دی: د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنگ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري. ولسوالۍ او نورې سیمې زمكنې جوړښت نفوس ټول وگړي ۴۸۴۴۷۵ ټول مساحت ۱۷۱۰۶ فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت تاريخي ځايونه د اوبو سرچينې لاسته راوړنې اړيكتيايي سېسټم ځنگلونه جگړې وراړولي زيانونه سرچينې د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%87%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
فراه ولايت
فراه ولايت د افغانستان په جنوب لوېديځ کې پروت دى چې لویدیځ ته یې ايران شمال ته هرات سویل ته نیمروز او ختیځ لورته یې هلمند او غور ولایتونه ګډه پوله لرې. اکثره اوسېدونکي يې پښتانه دي. له پښتنو پرته تاجېک او بلوڅان هم په کې ژوند کوې. رسنۍ تاریخ فراه ولایت چي لرغونوالۍ یې زرګونه کلونه تاریخ لري د لرغوني سیستان او زرنج له جغرافیایي، ستراتیژیکو او سیاسي سیمو څخه ګڼل کېدی. دغه ولایت د یو شمېر تاریخي اثارو په درلودلو سره د افغانستان په سوېل لویدیځه حوزه کي ځانګړی ځای لري. د یاد ولایت له مرکز څخه لس کیلومتره لیري د کافر کلا په نوم یوه سیمه چي د فراه ولایت لرغونتوب او پخوانی تاریخ په نښه کوي اوس هم شتون لري. تر میلاد درې پېړۍ مخکي کله چي اسکندر مقدوني پر هخامنشي واکمنۍ باندي یرغل پیل او لوی شمېر سیمي یې ترې لاندي کړې د فراه سیمه هغه وخت د یو سیمه ییز مشر چي ساتراپي یې ورته ویل تر واک لاندي وه او په هخامنشي واکمنۍ پوري یې اړه درلوده. اسکندر مقدوني د مخامنشي واکمن تر مرګ وروسته د فراه سیمه پخپلي واکمنۍ ورګډه کړه. د پارتیانو او ساسانیانو په واکمني کي د پارتیانو په واکمني کي فراه د آریا د لرغوني افغانستان هرات ولایت د سیمي اړوند یو ولایت وو. د پارتیانو تر پرځېدو وروسته په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي فراه د ساسانیانو د واکمنۍ یوه ستراتیژیکه اقتصادي سیمه وګرځېدل او د سیسان، هرات او لرغوني هندوستان لاري یې له یوبل سره وصل کړې. اسلامي واکمني په زیږدیز کال کي فراه په رسمي ډول د اسلامي نړۍ یوه برخه وګرځېدل او د اموي خلافت تر پرځېدو وروسته کله چي عباسیان واک ته ورسېدل دلته د طاهریانو، سفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، غوریانو، خوارزمشاهانو، بخارا سلطنت او صفویانو واکمنۍ راغلې. هوتکیان او ابدالیان په زیږدیز کال کي د هوتکیانو له لوري دغه ولایت خپلواک او افغانان واتوانېدل چي د پارس ترک توکمه صفویان له سیمي وباسي. د هوتکیانو تر دورې وروسته دا ځای ابدالي افغانانو ته پاته سو او په زیږدیز کال کي امیر دوست محمد خان له بل افغان واکمن سلطان جان څخه ونیول چي تردې وروسته د سوېل لویدیځ افغانستان د یوې مهمي سیمي په توګه رامنځ ته سوه. افغانشوري جګړه د شوروي افغان جګړې پر مهال فراه ولایت د شورویانو فرقې ونیوی او په کال کي یې مجاهدین له ښاره شاتګ ته مجبوره کړه. په کي د شورویانو تر وتلو او ډاکټر نجیب الله حکومت تر پرځېدلو وروسته فراه ولایت د جمعیتي جنګسالار اسماعیل خان له لوري ونیول سو خو په کي یې بیرته له لاسه ووت او طالبانو ترې لاندي کړ. اوبه ښونه ولسوالۍ انار دره ولسوالۍ بالا بلوک ولسوالۍ بکوا ولسوالۍ پر چمن ولسوالۍ پشت رود ولسوالۍ خاک سفید ولسوالۍ شیب کو ولسوالۍ فراه قلعه کاه ولسوالۍ ګلستان ولسوالۍ لاش او جواین ولسوالۍ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D9%88%D8%B1%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
غور ولايت
غور د افغانستان د ۳۴ و ولاياتو څخه يو ولایت دی . د غور ولایت د پخواني سنسکرېټ چې د پښخوانۍ پښتو ژبې سره سمون لري د غره لپاره کارېدلی نوم بلل کېږي . په پخوانۍ سنسکرېټ ژبې کې ٫٫گېري٬٬ ، په پخوانۍ پښتو کې ٫٫ غور٬٬ چې د سوېلي پښتنو د گړدود سره سمون لري يو غږيزه لیکنه ده او اوسینۍ پښتو کې ورته غر وايي . په همدې مانا يادېږي . د غور ولایت د افغانستان د لرغونو ولاياتو په کتار کې شمېرل کېږي . په دغه ولایت کې يو شمېر ډېر پياوړي افغان باچاهان تېر شوي دي . په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده . غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سرپل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ٢٨٧٧ کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ٤٠٤ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي . ولسوالۍ فیروزکوه غور پسابند ولسوالۍ دمرغاب ولسوالۍ تولک ولسوالۍ تیوره ولسوالۍ ساغر ولسوالۍ دولت یار ولسوالۍ چارسده ولسوالۍ غور شهرک ولسوالۍ لال او سرجنگل ولسوالۍ رسنۍ پوهنه تاریخ کلتور د څېړونکي بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه له خواچې وايي په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه پايگاه وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا غزی ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . د منهاج سراج جوزجاني له اړخه چې وايي منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ٣٨ هجري او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ١٦٠هجري واکمن پاته شوي دي . افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧ ١٣٢ پاڼه په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ٣١ ٣٦ هجري شنسب ابن خرنک ٣٦ هجري امير پولاد ١٣٠ هجري امير کروړ جهان پهلوان ١٣٩ ١٥٤ هجري امير ناصر ابن امير کروړ ١٦٠ هجري امير منجی بن نهاران ١٧٠ هجري امير سوری ٢٥٣ هجري او د اسي نور ياد شويدي . تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ملک الجبال وفات ٥٤١ هجري ١١٤٦ ميلادي بهاالدين سام د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري ١١٤٦ ميلادي سلطان غياث الدين غوري ٥٥٨ ٥٩٩ سلطان بهاوالدين غوري ٦٠٧ هجري سلطان علاوالدين غوري جهان سوز ٦٠٧ ٦١١ هجري او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ . سرچينې ژباړن : باوري تاريخ مختصر افغانستان ۱۶۵ مخ ليکوال : منهاج سراج جوزجاني څېړونکی : بوهار دبرينتس افغانستان د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
هلمند ولايت
هلمند چي د مساحت له پلوه د افغانستان تر ټولو ستر ولايت گڼل کېږي د افغانستان په سوېل کي پروت دى، چې شمال ختيځ ته يې کندهار، لویدیيځ ته يې نيمروز او شمال ته يې ارزگان ولايتونه پراته دي. اداري وېش لښكرگاه، د ولايت مركز، كجكي، ولسوالي، نهر سراج، ولسوالي گرشك كې، موسى كلا، ولسوالي، باغران، ولسوالي نوزاد، ولسوالي واشېر، علاقه داري، نادعلي، ولسوالي، ناوه باركزي، ولسوالي، خانشين رېگ، علاقه داري، ديشو، ولسوالي، گرمسېر، ولسوالي. ولسوالي نقوس د ۱۹۹۰م كال د اټكل له مخې مساحت بست ۵۶۲۱۷ مساحت ۹۹۸ خانشين ۲۱۱۱۴ مساحت ۷۴۱۳ نهرسراج ۷۱۸۹۸ مساحت ۱۶۹۲ څاروان كلا ۲۰۳۴۸ موسى كلا ۴۱۱۵۹ مساحت ۱۳۸۶ كجكي ۶۴۹۵۵مساحت ۲۲۶۸ نوزاد ۴۱۵۴۳ مساحت ۴۵۸۱ واشېر ۱۴۳۰۴ مساحت ۴۱۲۳ گرمسېر ۴۴۶۹۸ مساحت ۲۰۶۹۰ نادعلي ۵۱۸۱۹ مساحت ۴۶۲۵ ناوه باركزي ۵۰۱۰۸ مساحت ۶۶۰ بغران ۴۴۲۹۲مساحت ۳۵۶۶ ديشو ۱۹۰۹۹مساحت ۹۸۱۴ ټول نفوس ۵۴۱۵۵۴ ټول مساحت ۶۱۸۱۶ وگړي: پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه نفوس مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع د هلمند ولايت د افغانستان په سويل ختيز کې پروت دی. هوا يې ډيره وچه ده، او ځمکه يې په لويه برخه دښته ده. په هلمند کې تر ټولو لوی مشکل اوس دا ده چې هلته ډير زيات کوکنار کرل کيږی او بزگران هيڅ بل ډول نلری چې دومره پيسې واخلی لکه چې اوس د کوکنار د کرلو نه اخلی. هوا د هلمند هوا د لويې دښتې ، لك دوكند دښتې، گرمسير، مارگو او سوررېگ د دښتو په وجه كاملا صحرايي ده او په شمالي برخه كې يې د غرنو د موجوديت په وجه په نيمه سحرايي بدليېږي. بست د بحر له كچې څخه ۷۸۰ متره لوړوالې لري او د هرات د ۱۲۰ ورځو بادونه هلته ډېر اغېز لري. په بست كې د باران اندازه له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مترو پورې اټكل شوې ده. او شمالي لورې ته يې چې غرنۍ سيمه ده له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي مترو پورې رسېيږي. د تودوخې لوړه درجه يې د دېشو او بست په برخه كې ۳۰ څخه ۴۰ درجې سانتي گرېډ ترمنځ او په غرنيو برخو كې د ۲۰ او ۲۵ درجو ترمنځ ثبت شوېده. د ژمي په موسم كې د بست او دېشو هوا ۵ او د باغران هوا صفر او ۲- درجو ته رسېږيس. په بست كې واوره نه كېږي. ژمې يې ښه معتدله هوا لري اوړې يې تود او سوځوونكې گرمي لري. ځمکنی جوړښت د دې ولايت په ځمكني جوړښت نسبتا همواره زمكه تشكيلوي، يو شمېر دښتې لكه: د شمينار دښتې، بخيل دښتې، ملك دوكند دښتې، شاه اسمعيل او لويې دښتې. همداراز د ارغنداب سيند، د موسى كلا سيند او د هلمند سيندونو ډېر تغييرات راوستلي دي. په دې ولايت كې د كجكي بند ډېر ستر او گټور بند دى، چې په يوه ساعت كې ۶۰۰۰۰كيلوواټه برق توليدوي او دا شمېره په يوه ساعت كې ۱۰۰۰۰۰كيلوواټو ته هم پورته كېدلاى شي. د نادعلي كانال، مارجه او دروېشان كانالونه يې ډېر مهم او خړوب كانالونه دي. د دې ولايت خلك گنبدي كورونه جوړوي، خلكو يې پخوا ډېر اوښان درلودل، خو اوس موټرو د اوښانو ځاى نيولى دى. فرهنګ فرهنگي حالت د ژوند د چاپېريال په ارتباط د مېشتو خلكو په ارتباط پورې اړه پېدا كوي. په هلمند كې توده هوا ددې سبب شوې چې خلك خپل كورونه په گنبذي شكل او له خټو جوړ كړي. ترڅو له گرمۍ څخه په امن كې وي. ددښتو او صحراگانو په ترانسپورټ كې اوښآن د هغوي د انتقال ډرې ښې وسيلې وى. مگر موټرو د هغوي ځاى نيوه. دى ولايت كې يو دارالمعلمين ؤ، د هلكانو او جنكيو گڼې لېسې وې، چې ښوونه به پكې په لوړه كچه كېده. لكه څرنگه چې د پسپرلي په موسم كې د غرونو لمنې، دښتې او څړځايونه ټول شنه وي نو خلك هم د پسونو په روزلو لاس پورې كوي او مالداري ډېره لري، چې بيا له وړيو څخه خلك په غالۍ، نيمڅي او ټغر اوبدلو كې گټه اخلي ، او دا خلك پدې شيانو كې ښه وړتيا هم لري. پنبه په كې ډېره كرل كېږي. د غوړيو، صابون جوړولو او بورې ښې فابريكې لري. په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل. تاريخي سیمي د هلمند ولايت تاريخي ځايونو كې د قلعه بست دروازه، د محمود غزنوي د وخت ويجاړه شوې ماڼۍ، د لښكرگاه كنډوالې، پخوانۍ سكندريه او تر اسلام دمخه كنډوالې يې تاريخي سيمې دي. خو له بده مرغه دا تاريخي سيمه د خپلو پخوانيو تاريخي وياړونو په بيا جوړونه او ابادونه كې پاتې راغلې ده. مهم لاسته راوړنې په ۱۹۶۶زكال د سل مليونو ډالرو په لگښت بغرا نهر بيا جوړ شو او ۱۰۷۲۰۰ ميله مربع زمكه يې تر اوبو لاندې او د كرنې وړ وگرځوله. اقلیم دا ولايت تقريباً صحرايي اقليم لري، په بست كې د باران كلنۍ اندازه دي ۵۰ او ۱۰۰ ملي مترو په شا و خوا كې وي او شمال، يعنې غرنۍ لوري ته يې د كلني اورښت اندازه ۲۰۰ او ۳۰۰ ملي مترو په اندازه اټكل شوې ده. په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل. په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري او ۲۷۹۰۰ جريبه ځمكه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده. په ټوليز ډول په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري. د هلمند ولايت پراخ ځنگلونه لري، چې له ټولې زمكې څخه يې ۲۷۹۰۰ جريبه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده. نفوس د هلمند ولايت ټول نفوس چې د ۱۳۵۹هجري لمريز كال د احصايې لمخې اټكل شوې، پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه اټكل شوې دى. مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع ولسوالي نفوس د ۱۹۹۰م كال د اټكل له مخې مساحت بست ۵۶۲۱۷ مساحت ۹۹۸ خانشين ۲۱۱۱۴ مساحت ۷۴۱۳ نهرسراج ۷۱۸۹۸ مساحت ۱۶۹۲ څاروان كلا ۲۰۳۴۸ موسى كلا ۴۱۱۵۹ مساحت ۱۳۸۶ كجكي ۶۴۹۵۵مساحت ۲۲۶۸ نوزاد ۴۱۵۴۳ مساحت ۴۵۸۱ واشېر ۱۴۳۰۴ مساحت ۴۱۲۳ گرمسېر ۴۴۶۹۸ مساحت ۲۰۶۹۰ نادعلي ۵۱۸۱۹ مساحت ۴۶۲۵ ناوه باركزي ۵۰۱۰۸ مساحت ۶۶۰ بغران ۴۴۲۹۲مساحت ۳۵۶۶ ديشو ۱۹۰۹۹مساحت ۹۸۱۴ ټول نفوس ۵۴۱۵۵۴ ټول مساحت ۶۱۸۱۶ جریدې هلمند جريده: دا له هلمنده خپرېدونکې دولتي جريده ده، چې اوس هم چاپېږي او دولت يې مالي مصارف ورکوي. بگړۍ پگړۍ د بست فرهنگي ټولنې مهالنۍ مجله ده، چې تر اوسه يې څو گڼې چاپ شوې دي. بست: دا مياشتنۍ جريده چې د هلمند خپلواک فرهنگيال يې چلوي اوس هم کله ناکله چاپېږي. سيستان: د دې خپرونې ځينې گڼې په تېرو کلونو کې چاپ شوي دي. تاریخ په اوستا كي د هلمند يادونه د هيتومند په نوم سوې ده. دا سيمه تر ميلاد ۳۰۰۰ كاله وړاندې تاريخ لري چي د بست ښار يې مهم دفاعي مرکز او د سلطان محمود غزنوي له خوا جوړ سوى وو. ددې ځاي دروازه او رواق يې اوس هم د هغه وخت د افتخاراتو څرگندويي كوي. دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال ولاړ و، په بست كي سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنگېز خراب كړه او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنگ گورگان له منځه يووړل. تر یادو پیښو څو پېړۍ وروسته دې سیمي ته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه گامونه واخيستل. لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه او سمسور یې کړ او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرگاه په نوم جوړ كړ چي ډېري پانگې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې کودتا وكړه. د داوودخان په جمهوریت کي د هلمند لپاره ستر اقتصادي پلانونه په نظر کي نیول سوي وه خو داچي هغه هم وپرځېدی هلمند نور څلوېښت کاله د ابادی مخ ونه لید، څو چي په کال د حامد کرزي د واکمنۍ په راتګ سره هلمند ته څه ناڅه کارونه وسول. دا چي هلمند په جمهوري دوره کي د جګړې ستر ډګر وو د حامد کرزي ترڅنګ اشرف غني هم ونه توانېدی چي دلته په کاپي اندازه چوپړتیاوي ترسره کړي خو ولسمشر اشرف غني دجګړې سره سره د هلمند یوشمېر پروژې مخ ته یووړې چي یوه یې هم د کجکي بند پروژه وه کوم چي د نوموړي د حکومت تر پرځېدو وروسته د اسلامي امارت له لوري پرانیستل سوه. د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار د افغانستان ولايتونه افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D9%BE%DB%8C%D8%B3%D8%A7
کاپیسا
کاپیسا ولایت د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى. كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالداري، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دى، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سودا گر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان تلخان او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى. تصویرونه د کاپیسا ولایت صیاد سیمه. سیندونه په کاپیسا ولایت کې ډیر شمیر غټ او واړه سیندونه بهیږی چې د هغې جملی نه د پنجشیر تګاب او نجراب سیندونه یې مشهور دي. تګاب سیند د آلاسای ولسوالۍ څخه سرچینه اخلې او په نغلو بند کې بهیږې یاد سیند د کال په اتو میاشتو کې اوبه لرې او پاتی څلور میاشتی وچ وي. تاریخ مذهب کاپیسا ولایت د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمیر حکمتونو او دینونو کوربه وو چې اوس مهال په یاد ولایت کې ترډیره مسلمان سني او کم شمیر شیعه هم ژوند کوي. کلتور وګړي په کاپیسا ولایت کې ګڼ شمیر قومونه لکه پښتانه تاجک پشه يي فراچي او کم شمیر هزاره میشت دي چې له دی ډلې نه یې ۵۶ سلنه پښتانه او پاتی نور یي نور قومونه جوړوي. پوهنه مشهوري میوي انار د کاپیسا ولایت تکاب ولسوالۍ مشهوره میوه ده. د انارو ترڅنګ په یاد ولایت کېآنګور الیب خواره توره میوه او غوزان هم ډیر کیږي. د کاپیسا ولایت ایداري وېش کاپیسا په ټوله کې په وو ۷ ولسوالیو ویشل شوې. تګاب ولسوالۍ کاپيسا نجراب ولسوالۍ حصه اول کوهستان ولسوالۍ حصه دوم کوهستان ولسوالۍ محمود راقي ولسوالۍ آلاسای ولسوالۍ کوه بند ولسوالۍ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%DB%8C%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%B2%20%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA
نیمروز ولایت
نیمروز د افغانستان سویل لویدیځ ته پروت ولایت دی سویل ته د پاکستان او لویدیځ ته د ایران سره پوله لرې ختیځ ته یې هلمند او شمال ته یې د فراه ولایت مو قیعت لرې. زرنج ښار دیاد ولایت مرکز دی مساحت یې کیلومتره مربع او نفوس یې د ۲۰۲۱ز کال اټکل له مخی نفره دې. ددې ولایت ډېری او سیدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې میشت دي. دغیر رسمی سرچینو له مخې ددی ولایت قومي جوړښټ اټکل شوی دی خو دقیق خبره دا ده چې نیمروز د افغانستان یوازینی ولایت دی چې بلوڅانو پکې اکثریت دي او ګڼ شمېر پښتانه هم پکې ژوند کوي. ددې ترڅنک په یاد ولایت کې کم شمیر کوچیان هم میشت دي. د نیمروز ولایت ولسوالۍ زرنج ښار چخانسور ولسوالۍ چار برجک ولسوالۍ کنگ ولسوالۍ خاش رود ولسوالۍ دلارام ولسوالۍ زمكنې جوړښت نفوس د نیمروز ولایت وګړې لري. فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت تاريخ یعقوب لیث صفاري په دغه ساحه کې ژوند کول چې پخوا د سیستان په نوم یادېدل او د زرنج ښار په ۸۶۰ز کال کې د صفاریان حکومت جوړ شو او دغه ښار د هغوی پلازمېنه وو. د افغانستان معاصر حکومت کې دغه ولایت تر ۱۹۶۸ زیړدیز کال پورې د فراه-چخانسور ولایت یوه برخه وو او سر له دغه کال نه نمیروز ولایت د افغانستان په تشکیلاتو اضافه شول او فراه ځانته جلا ولایت جوړ شو. د اوبو سرچينې د خاشرود سند د دې ولایت څخه تیریږي او له شمال ختیځ څخه سویل لویدیځ په لور د هلمند هامون ته لویږي. مهم لاسته راوړنې اړيكتيايي سېسټم ځنگلونه سیاست نیمروز ولایت یو اهمه سیاسي جغرافیه لري جې د سویل له خوا نه د ډیورنډ کرښهسره او د لویدیځ خوا نه ایران سره پوله لري او د افغانستان حلقوی سړک چې لویدیځ ولایتونه له سویل او بیا مرکز کابل ته نښلوي د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ څخه تیریږي. ځکه نو د افغانستان په اوږد مهاله جګړو کې نیمروز ولایت هم جوړ پاتې شوی ندی. اخځليك د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DA%A9%D8%AA%D9%8A%DA%A9%D8%A7%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
پکتيکا ولايت
پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی. څلور خواوې دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د کيلومتره اوږده پوله لري. مساحت: کيلومتره مربع. نفوس ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي. ميشت قومونه: په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي: - سلېمانخېل. - خروټی. - علي خېل. - ځدراڼ. ګيانخېل - وزير. - اندړ. - اورگوني. - سلېمانځی. - دېگان. په پکتيکا کې لوی قومونه لومړۍ سلېمانخېل او بيا خروټي دي چې سلېمانخېل يې ډېری په کټواز کې او خروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او ارگون ولسواليو کې استوگن دي. ارگوني قوم يې يوازې په ارگون کې د خروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او ارگون کې ژوندکوي. علي خېل يې په مرکز ښرنه او يوسف خېلو کې. اندړ يې په مرکز او مټاخان کې او همداشان دېگان يا تاجک قوم يې يوازې په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. او همدا رنگه کوچيان يې په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي. د کليو شمېر د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو د کليو شمېر دی او د مرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري. فصلونه پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه او ځنگلونه لري چې خلک يې د کارېزونو او خوړونو د اوبو ترڅنگ په ژورو څاه گانو خپلې کرنيزې ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکا کې غنم، جوار، اوربشې للمي رېشکې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره د بېلا بېلو مېوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونو کې يې د سون او په نجارۍ کې د استعمال د لرگيو گڼ ځنگلونه لري چې مېوه جات يې د پکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه د باندې هم صادرېږي. ژبې يې په پکتيکا کې پښتو او دری ژبې ويل کيږي. د سيمو نومونه، تاريخي او فرهنگي ځايونه په پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی رض په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول. دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو مور ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده. دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسر خالو نومېده. که دخالولښکرې راغلې زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه مشهورې حرفې او کسبونه نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري. مشهور ځايونه او زيارتونه يې په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي: اويس قرني بابا زيارت باباجي صاحب زيارت حيات بابا زيارت ديوانه بابا زيارت حاجي بابا زیارت چې د همدې ولایت مرکز خواجه خېلو سېمه د مسواس په لویه هدیره کې شتون لري غنې ابا زیارت چې په ګومل والسوالۍ کې واقع دی. د عبدالقدوس آغا صاحب مبارک زیارت چي دهمدې ولایت د وازه خوا ولسوالي دبرج په کلي کښي شتون لري. د آغا صاحب مبارک د زوی شهید عبدالباسط آغا صاحب زيارت. د اغا صاحب مبارک د بل زوی عبدالرؤف آغا صاحب زيارت. کاکامبارک زيارت زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه سيدجلال بخاري رح میلال بابا زیارت چی په زرغون شهر والسوالی بکخیلو کی ده او يو شمېرنور مشهورځايونه شته. مروجې لوبې او تکړښت نېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې... شاعران او ليکوال سلېمان لايق، مقتصد ستړی ، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، خالد ريحان، بختيار ځدراڼ، عبدالجبار عابد، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمد ياسين ياسين، عبدالباري نعيمي، عبدالحق فقيرزاده دوست محمد ځونډی شېرمحمدمهد فدامحمد صميم يار کلاخان حيران عبيدالله سرروضه وال قاري گل حسن اسير محمدايوب شاه خواجه رحيم خوشال فضل الرحمن زرغونی عبدالعزيز سرتېر جميل غاور حاجي عبدالعزيز گلزاده حميدي علي محمدنظري شهيدمحب الله بهرام شهيدنعمت الله ذبير محمدنبی همدرد خيرالدين ذکي سيف الله حقمل استادعبدالحميد گلزار تنها سيدعباس ايوبي مېرحسن ذهين ملاابراهيم ظريف نثار محمداکبر سرروضه وال خالد ریحان سیدخان سلیمانخېل محبت الله سالار ملالۍ سيرت غرغښته سلېمانخېله موسکا زرکه او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي. کتابخانې: په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، شال کتابپلورنځي، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي. بوختې رسنی: په پکتيکا کې دامهال يوه دولتي پکتیکا ملي رادیو تلویزیون او یو شمېر نورې خصوصي پښتون غږ، تلوسه، یاران ايف ايم، او انسان غږ راډيوګانې فعاليت ترسره کوي. همدارنګه په دې ولايت کې يوه چاپي رسنۍ د کټواز مهالنۍ په نوم فعاليت لري. ښوونيز بهير: په پکتيکا کې دوې دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي. - دپکتيکا پوهنتوندپکتيکا عالي دارلمعلمين - لمرښوونيزمرکز - شال ښوونځي: په پکتيکا کې نږدې شاوخوا ښوونځي دي يې لمړني شوونځي، منځني، يې لېسې او يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې تنه دي چې يوازي تنه يې رسمي دي. په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي. طبعي زيرمې: پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري. زراعتي پيداوار: جوار غنم چلغوزه اوربشې لوبيا . ميوې: پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، او مڼي، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي. مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت: اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښې، خر، کچرې، چران او .. وحشي: د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو، خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوی په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيمو کې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتو سيمو او د ښار په شاوخوا سيمو کې خلک زيات مالونه لري. مدني او فرهنگي ټولنې: شال مدني او فکري بنسټ غاټول ادبي ټولنه پکتيکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه د گلاب گل ادبي ټولنه پکتيکا ځوان خوځښت ټولنه شکین د ځوانانو ټولنه د ارگون د ځوانانو ټولنه مېلمه مدني بنسټ د سرروضې د ځوانانو ټولنه د يوسف خېلو د ځوانانو ټولنه مټاخان د ځوانانو ټولنه د مرکز ښرنې د دوکاندارانو اتحاديه د پکتيکا د محصلينو ټولنه د خېرکوټ د ځوانانو ټولنه طبعي زيرمې: پکتيکا ډېرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمې، د مسو زيرمې، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري. مېوې: پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومنې، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگور په مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجود دي. مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت: اهلی: وزې ميږې غوايي اوغواميښي خر کچرې چران او نور وحشي: د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوي په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيمو کې خلک زيات مالونه لري. د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%B1%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
تخار ولايت
تخار ولايت پخوانیو اریایانو دا سیمه د تخارستان یا پخواني په نوم یادوله، وروسته يې د تالقان تر نوم خپل شهرت وساته او د قطغن، بدخشان د ولايتونو له ډلې څخه وشمېرل شو. په وروستیو کې د یو ځانگړي ولايت په توگه وپېژندل شو. مارکوپلو په دیارلسمه میلادي، پیړۍ کې ددې ولايت د سمسورو باغونو، میوو، پسونو، انگورو او د مالگې کان یادونه کوي، چی اوس هم په تالقانو کې شیشه یي نیمه شفافه مالگه ډېره ده. په ۱۳۴۳ هجري شمسي کال کې د فرانسویانو تر کېندنو وروسته د آمو سیند ته په نژدې برخو کې د آی خانم مشهور ښار څرگند شو، چې د نو مرکز څرگندويې يې کوله. دا ښار له سکندر مقدوني نه وروسته جوړ شوی و. په دې ښار کې ډیرې وړې او لويې د گریک او بودیک په دود جوړې مجسمې په لاس راغلي، چي ۲۰۰ کاله وروسته تر میلاده زمانې پوري اړه لري، نو په همدې اساس دا پخواني او لرغونې سیمه راپېژني. د دې ولايت غرونه واوره لري او د نږدې سیمو اراضي يې د امو د سیند له امله باراني او نمجنه ده. د اوړې په موسم کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجو تودوخه لري او د ژمي په موسم کې ۱۵ او -۱۰ درجو سانتي گرید ته راښکته کیږي. کلنې اورښت يې ۱۸۰۰ او ۱۰۰ ملی متره په تالقان کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو تر منځ بدلون مومي. د خشکک، خواجه محمد، کلفگان، غنیرکوه، تاخچه خانه او د چال غرونه يې مشهور دي. همدا راز د امو، کوکچه، تالقان سیند، فرخار سیند او د چان رود يې مشهور سیندونه دي. دي ولايت لرغون پخوانی فرهنگ ساتلی دی. بزکشي، سپورت، نیزه بازي او د آس سپرلی یي مشهورې لوبې او تفریحی فعالیتونه دي. ښځې يې په کورونو کې قالینې او قاغمي اوبي. د هلکانو او جنکیو ډیرې لیسې لري او یو پوهنتون هم د هلکانو او جنکیو د تحصیل لپاره زمینه برابره کړې ده او یوه ورځپاڼه هم لري. د دې ولايت خلک له مالگي، قالینې،چارمغز، پستې، بادام، خټکي، غنم، جوار او وربشو د صادراتو په توگه استعمالوي. ددې ولايت خلک ۳۰۹۰۰۰ اکړه ابي او ۴۹۰۰۰۰ اکړه للمي ځمکې لري او ۲۴۸۵۰۰ جریبه ځمکه يې د چارمغز، وله، چنار، پنجه چنار او د تېرې پاڼې لرونکیو ځنگلونو نیولې ده. پوهنه د تخار ولایت پوهنه تخار ولایت د افغانستان په شمالي برخه کې د پوهنې په برخه کې ځینې مهم پرمختګونه کړي دي. د دې ولایت په مختلفو برخو کې ښوونځي، لیسې، او یو شمېر لوړې زدهکړو موسسې فعالیت کوي. د پوهنې وضعیت په تخار ولایت کې ښوونیزو او روزنیزو خدماتو ته لاسرسی د افغانستان نورو برخو په څېر محدودیتونه لري. د امنیتي ستونزو، کمزوري زیربناوو، او اقتصادي مشکلاتو له امله د پوهنې سکتور ځینې ننګونې تجربه کوي. بیا هم، د ښوونځیو شمېر زیات شوی او د نجونو تعلیم ته هم پاملرنه زیاته شوې ده. د پښتنو ونډه په تخار ولایت کې پښتنو د پوهنې په پراختیا کې مهمه ونډه اخیستې ده. د پښتنو مشرانو او ځوانانو د سیمې د ښوونې او روزنې په پرمختګ کې خپل فعال رول لوبولی دی: . مشران او علمای کرام: د پښتنو مشرانو او علمای کرامو تل د تعلیم اهمیت په خطبو او غونډو کې یاد کړی او خلک یې ښوونې ته هڅولي دي. . استادان: ګڼ شمېر پښتانه استادان په تخار ولایت کې د ښوونځیو او لوړو زدهکړو موسسو کې تدریس کوي، چې د پوهنې په پرمختګ کې مستقیمه ونډه لري. . محصلین او زدهکوونکي پښتانه زدهکوونکي او محصلین د تخار په تعلیمي موسسو کې په زیاته شمېره کې شامل دي، چې د سیمې د تعلیمي وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کوي. اقتصاد د تخار ولایت اقتصاد تخار ولایت د افغانستان په شمالي برخه کې موقعیت لري او اقتصاد یې په عمده توګه په کرنه، مالدارۍ، او تجارت ولاړ دی. د دې ولایت اقتصادي ژوند لاندې برخې شاملوي: کرنه کرنه د تخار ولایت د اقتصاد بنسټیزه برخه جوړوي. عمده کرنیز محصولات عبارت دي له غنم، جوار، ورېژې، پنبه، سبزيجات، او میوې لکه انګور، مڼې، خټکي او تربوز. د کندز او کوکچې سیندونو اوبه د اوبه لګونې په برخه کې مهم رول لري، خو د اوبو کمښت او د اوبه لګونې سیستمونو نشتوالی لا هم ستونزې جوړوي. مالداري مالداري هم په تخار کې یو مهم اقتصادي فعالیت دی. د غواګانو، مېږو، او وزو روزنه د دې سیمې د خلکو د معیشت یوه لویه برخه ده. لبنیات، غوښه، او وړۍ د دې سکتور مهم محصولات دي. سوداګري او تجارت د تخار ولایت جغرافیايي موقعیت او د سرحدونو نزدېوالی د دې سیمې د سوداګرۍ لپاره مهم دی. د تخار تجارتي اړیکې له تاجکستان سره دي، چې له لارې یې بېلابېل توکي او محصولات وارد او صادر کېږي. صنعت په تخار کې صنعت په ابتدایي حالت کې دی. د کرنیزو محصولاتو پروسس، کوچنۍ تولیدي فابریکې، او د لاسي صنایعو صنعتونه شتون لري، خو دا سکتور لاهم پراختیا ته اړتیا لري. ستونزې او ننګونې د تخار ولایت اقتصاد له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی: امنيتي ستونزې د ناامنیو او جنګونو له امله اقتصادي فعالیتونه زیانمن شوي دي. تخنیکي او ټیکنالوژیکي کمښت، د پرمختللو تخنیکونو او ټیکنالوژیو نشتوالی د تولیداتو په کیفیت او کمیت اغیز کوي. بنیادي زیربناوو نشتوالی د ترانسپورتي او اوبه لګونې سیستمونو نشتوالی د اقتصادي فعالیتونو پرمخ خنډ دی. په ټولیز ډول، د تخار ولایت اقتصاد د پرمختګ او پراختیا لپاره ستر امکانات لري، خو د شته ستونزو حل ته جدي پاملرنه ضروري ده. کرنه د تخار ولایت کرنه تخار ولایت د افغانستان په شمالي برخه کې موقعیت لري او د دې ولایت اقتصاد په پراخه توګه په کرنه ولاړ دی. د دې سیمې اقلیمي شرایط او حاصلخېزه ځمکې کرنې ته مناسب دي، چې له امله یې د تخار ولایت په کرنیز سکتور کې پرمختګ کړی دی. کرنیز محصولات په تخار ولایت کې بېلابېل کرنیز محصولات تولیدیږي. مهم کرنیز محصولات عبارت دي له: . غنم: غنم د تخار ولایت یو له اساسي کرنیزو محصولاتو څخه دی او د سیمې ډېری کروندګر یې کرلو ته لومړیتوب ورکوي. . جوار: جوار هم په دې سیمه کې ډېر کرل کېږي او د خوراکي موادو په توګه کارول کیږي. . ورېژي: د تخار ځینې برخې د ورېژو د کرلو لپاره مناسبې دي او د ورېژو حاصل یې ښه دی. . پخته: پخته د تخار ولایت یو له مهمو صادراتي محصولاتو څخه ده او د سیمې اقتصاد لپاره مهم رول لري. .سبزيجات: بېلابېل سبزيجات لکه کچالو، پیاز، رومي بانجان، ګلپي، او نور هم په تخار کې کرل کېږي. . میوې: په تخار ولایت کې مختلفې میوې لکه انګور، خټکي، تربوز، مڼې، او نور هم کرل کیږي. کرنیزې ساحې او اوبه لګونه تخار ولایت د پراخو کرنېزو ځمکو څخه برخمن دی. د کندز سیند او د کوکچې سیندونه د دې ولایت لپاره مهم اوبه رسونکي سرچینې دي. د اوبه لګونې سیستمونه لکه کانالونه او د اوبو څاګانې په تخار کې د کرنې لپاره مهم دي. د موسمي بارانونو او واورې له اوبو څخه هم په کرنه کې کار اخیستل کېږي. تاریخ د تخار ولایت تاریخ تخار ولایت په شمالي افغانستان کې موقعیت لري او د دې ولایت تاریخ د لرغونو تمدنونو او امپراتوریو پورې تړاو لري. دا سیمه په لرغونې زمانه کې د باختري پښتنو تمدن یوه برخه وه، چې وروسته بیا د مقدوني سکندر د فتحاتو پر مهال د یوناني باختري پاچاهۍ برخه شوه. تخار ولایت په منځنیو پېړیو کې د پښتنو تکړه او مخورو ځواکونو په لاس بېرته ترواک لاندې راغله او بیا وروسته د ارامښت او ژوند سکون پکې را ژوندی شو. ژبه او کلتور په تخار ولايت کې په ترتیب سره ازببکان، پښتانه، تاجک، عرب، ایماق، ګوجر، بلوچ، جوګیان،هزاره ،قزلباش او ترکمنان ژوند کوي. ولسوالۍ د دې ولايت اداري تشکیل لاندې اداري واحدونه لري: تالقان ښار د ولايت مرکز، بهارک ولسوالۍ ،بنگي ولسوالۍ، اشکمش ولسوالۍ، چال ولسوالۍ،کلفگان ولسوالۍ، ورسج ولسوالۍ ، فرخار ولسوالۍ، رستاق ولسوالۍ، چاه اب ولسوالۍ، ینگي قلعه ولسوالۍ، دشت قعله کلا دښت ولسوالۍ،درقد ولسوالۍ. تالقان بلازمېنه مرکز رستاق ولسوالۍ خواجه غار ولسوالۍ اشکامش ولسوالۍ بنگي ولسوالۍ چال ولسوالۍ چاه آب ولسوالۍ ينگي کلا ولسوالۍ درقد ولسوالۍ فرخار ولسوالۍ کلفگان ولسوالۍ بهارک ولسوالۍ تخار خواجه بهاوالدين ولسوالۍ دشت قلا ولسوالۍ نمک آب ولسوالۍ ورساج ولسوالۍ هزار سموچ ولسوالۍ د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%A7%DA%AF
واگ
سياست له پریکړو سره ملګري د فعاليتونو يوه ټولګه ده، دا فعاليتونه د افرادو تر منځ يا په ډله یيز ډول وي یا د ځواک د اړيکو په نورو بڼو، لکه: د سرچينو او حيثيت وېشل. د ټولنيزو علومو هغه برخه سياسي علوم بلل کېږي چې، سياست او حکومت تر څېړنې لاندې نيسي. سياست په مثبت ډول، دسياسي حل لارې په معنا هم کارېدای شي چې سياسي حل لاره روغه جوړه او عدم تشدد دی، يا په تشرېحي ډول په دې ډول چې د حکومت کولو د علم هنر، خو ډېر ځله منفي اړیکه ورکول کېږي. د بېلګې په ډول: د مریيتوب د لغوه کولو د خوځښت غړی وينډل فيليپس وايي چې: موږ سياست نه کوو، زموږ په وړاندې د مریيتوب مخالفت مسخرې نه دي. د سياست مفهوم په بېلا بېلو لارو تعريف شوی دی او بېلا بېل مفاهيم په بنسټيز ډول نظرياتو ته بدلون ورکوي، چې ايا په پراخ ډول وکارول شي، که په محدود ډول، په تجربي ډول، که په قانوني ډول او ایا په سياست کې همکاري ډېره مهمه ده او که ټکر رامنځ ته کېدل. په سياست کې يو لړ لارې چارې برابرې شوې دي، د خلکو په منځ کې خپلو سياسي اندونو ته وده ورکول، له نورو سياسي هدفونو سره مذاکرات، قوانين جوړول او د مخالفتونو پر ضد د جګړو په ګډون د زور کارول شامل دي. سياست په پراخه ټولنيزو سطحوعملي کېږي، د دودېزو ټولنو له قومونو او قبېلو نيولې، د سيمه یيزو حکومتونو له لارې، په شرکتونو او ادارو کې د خپلواکو حکومتونو په کچه او بیا تر نړيوالې سطحې. په مډرونو ملي هېوادونو کې، ډېر ځله خلک د خپلو نظرياتو د استازولۍ لپاره سياسي ګوندونه جوړوي. د يوه ګوند غړي ډېر ځله موافقه کوي، تر څو د ډېرو مسائلو په اړه يو شان درېځ ونيسي او موافقه کوي چې په قانون کې د هماغو ټاکلو بدلونونو ملاتړ وکړي او له هماغو ټاکلو مشرانو سره موافقه کوي. ټاکنې په عمومي توګهً د بېلا بېلو ګوندونو تر منځ سيالي وي. يو سياسي نظام هغه چوکاټ دی، کوم چې په یوه ټولنه کې د منلو وړ سياسي لارې چارې تعريفوي. د سياسي افکارو تاريخ تر لرغونې زمانې رسېږي، هغه مهال مهم کارونه شوي ، لکه په لویديځ کې د اپلاتون جمهوريت او د ارستو سياست او په ختيځ کې د کنفيوشس سياسي نسخه او د سند ارتاشاسټرا. د ژب پېژندنې له لارې د ټکي رېښې د انګليسي ټکی پوليټيکس د ارستو په کلاسيک اثر کې خپلې رېښې لري، کوم چې یوناني اصطلاح متعارف کړې وه يعنې د ښار چارې. د پنخلسمې پېړۍ په نيمايي کې، په نوې انګليسي کې د ارستو د دې ټکي جوړښت د په توګه وړاندې شو او وروسته بيا نوې انګليسي کې په پاليټکس يعنې سياست بدل شو. د دې ټکي انګليسي لفظ چې په مفرد ډول لېکل کېده، په لومړي ځل په ۱۴۳۰ز کال کې تاييد شو، کوم چې له فرانسوي منځني سياست څخه اخیستل شوی و او په فرانسوي ژبه کې هم له ټکي څخه استنباط شوی و، په اصل کې دا ټکی په يوناني ژبه کې رېښې لري، چې وروسته لاتيني شوی دی، په يوناني ژبه کې دا ټکی په دوه ډوله معنا شوی دی چې، يو يې ښاريتبعه او بل يې ښار دی. تعريفونه د هارولډ لاسويل په وينا: سياست دا معنا چې څوک څه، کله او څنګه تر لاسه کوي. ډاويډ ايسټن وايي: د يوې ټولنې لپاره د باور وړ ارزښتونو ځانګړي کول سياست دی. ويلاديمير لينن، سياست په ډېر تمرکز سره د اقتصاد د علم څرګندول دي. برنارډ کريک بيا وايي چې: سياست د حکومت ټاکلې بڼه ده، چېرې چې خلک په شريکه سره د اداره شوو بهيرونو له لارې عمل کوي، تر څو اختلافات حل کړي، مختلفې ګټې او ارزښتونه يو له بل سره نژدې کړي او د شريکو موخو په تعقيب کې عامې تګلارې جوړې کړي. ادريان لفټويچ وايي: د ټولنو په دننه کې او د ټولنو په منځ کې د همکارۍ، مذاکراتو او جګړو ټول فعاليتونه په سياست کې داخل دي، چې د هغې پر بنسټ خلک د خپلو بيولوژيکي او ټولنيز توليد او بيا توليد په لړ کې د ګټې اخیستل، د بشري، طبيعي او نورو سرچينو توليد يا وېش تنظيموي. لاسرسی سياست ته د رسېدو لپاره ډېرې د درک وړ لارې چارې شته. پراخ او محدود اډريان ليفټويچ د هغه څه په اړه چې سياسي بلل کېږي، د پراخ يا محدود تصور د اندازې پر بنسټ سياسي لرليدونه سره وېشلي دي. پراخ نظره سياست، د انسان په ټولو ټولنيزو اړيکو کې شته دی، په داسې حال کې چې د محدود نظرسياست تر ټاکلو برخو پورې محدودوي. د بېلګې په ډول: په ډېر محدود ډول شونې ده سياست ته په لومړي سر کې د حکومتولۍ په سترګه وکتل شي، په داسې حال کې چې شونې ده، د ښځمنپالنې ليد استدلال وکړي. هغه سيمې چې په دوديز ډول غیر سياسي بلل کېږي، هم په حقيقت کې سياسي وګڼل شي. وروستی درېځ په هغه شعار کې ځای پر ځای شوی، چې وايي: شخص سياسي دی، کوم چې د شخصي او عمومي مسائلو تر منځ توپير لانجمن کوي. سربېره پر دې شونې ده چې، سياست له واک څخه د ګټې اخستنې په توګه تعريف شي، لکه چې رابرټ ای. ډال په دې نظر بحثونه کړي دي. اخلاق پالنه او حقيقت پالنه د سياست په اړه ځينې ليدونه له تجربي نظره سياست ته د ځواک د کارولو په نظر ګوري، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بيا سياست ته پر معياري بنسټ د يوې ټولنيزې دندې په سترګه ګوري. دا توپير د سياسي اخلاق پالنې او سياسي حقيقت پالنې د فرق په توګه پېژندل کېږي. د اخلاق پالونکو لپاره، سياست له اخلاقو سره نژدې اړیکې لري او د يوه بېلګه ښار په اړه وروستی فکر سياست بلل کېږي. د بېلګې په ډول، هانا ارنت وايي: د ارستو نظر دا و چې:دا چې سياسي شې دا معنا چې د هر څه پریکړه د خبرو او قانع کولو له لارې کېږي، نه د تاوتريخوالي له لارې؛ خو برنارډ کريک په دې باور دی چې سياست هغه لاره ده چې خپلواکې ټولنې په کې اداره کېږي. سياست سياست دی او د واکمنۍ نورې بڼې يو بل څه دي. د دې په خلاف، حقيقت پالونکي چې د نيکولو ماکياولي، توماس هبز او هارولډ لاسول په څېر اشخاصو له خوا يې استازولي کېږي، په دې باور دي چې د سياست بنسټ د ځواک کارول دي، بې له دې چې موخو ته پاملرنه وشي. مخالفت اوهمکاري د زيان پالنې نظر په دې باور دی چې سياست هرومرو د متضادو ګټو تر منځ ټکر او مخالفت ته رسېږي. سياسي پوه المر شاتشنايدر وايي چې: د ټولو سياستونو په جرړو کې د نړيوال ټکر ژبه شته، خو کارل شميت وايي چې: د سياست څرنګوالی له دښمن څخه د ملګري جلا کولو او پېژندلو ته ويل کېږي. دا اندونه د سياست په اړه د ارستو او کريک له نظرياتو سره په څرګند مخالفت کې دی چې هغوی د زياتې همکارۍ لرليد لري. په هرحال، د سياسي علوموايرلينډي پوه مايلک لاور د دې سخت درېځو نظرونو په منځ کې زيات مخلوط نظر وړاندې کړی، هغه وايي:سياست د ټاکلي ټکر او همکارۍ د ځانګړي اختلاط په اړه دی، کوم چې ډېر ځله په انساني تعاملاتو کې موندل کېږي. سوچه ټکر جګړه ده. سوچه همکاري رېښتينې مينه ده. سياست د دې دواړو ګډوله ده. تاريخچه د سياست تاريخ په بشري تاريخ کې خپور دی او د حکومت ترنوو ادارو پورې محدود نه دی. له تاريخ مخکې د فرانس ډي وال دليل دا دی چې، چمپانزي له پخوا څخه د اغېزمنو دندو د ساتلو په موخه په ټولنيزو لوبو کې د مصروفېدو له امله په سياست کې ښکېل و. لومړيو انسانانو ټولنيزه اداره رامنځ ته کړه ډلې او قبيلې خو د مرکزي سياسي جوړښت کمی په کې و. دې حالت ته کله ناکله بې هېواده ټولنې ويل کېږي. لومړي دولتونه په لرغوني تاریخ کې تمدونونو د اوسنيو هېوادونو په څېر څرګندې پولې نه لرلې او په کره ډول د هغوی پولې د سرحد په توګه يادېدې. د لومړيو سموريانو او لومړيو مصريانو واکمنې کورنۍ لومړي تمدونونه وو، چا چې خپلې پولې معلومې کړې دي. سربېره پر دې، تر دولسمې پېړۍ پورې، ډېر خلک په نا دولتي ټولنو کې اوسېدل. دا ټولنې له برابرو ډلو او قبايلو څخه نېولې بيا تر پېچلو او ډېرو سرسري مشرانو پورې موجودې وې. سرچينې سياست
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%86%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
جرمني ژبه
جرمني ژبه په المانی: د لویدیځ د جرمنی ژبو څخه یوه ژبه ده چی په المان، اتریش، سویس او لوگزامبورگ کې ویل کیږي اوټول وگړي یي تقریبا مليونه دي. جرمني ژبه دالفبا توري لري اوله تاریخي پلوه هغه مهال وغوړېدل کله چي په دویمه نړیواله جګړه کي دهټلر فوځونه دشاوخوا هیوادونو دنیولو لپاره په خوځښت راغله . سرچينې ژبې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A%20%D9%87%DA%85%D9%88%D8%A8
ولسي هڅوب
د کلتور ويی، ريښې د لاتيني ژبې ټکي څخه راوتی دی، چې د کرلو، پاللو او مېشته کېدلو مانا لري. کلتور په ټولگړي ډول د وگړو د ژوند د کړو وړو هغه سمبوليک چوکاټ سره پرتله کېږي کوم چې يو ځانگړی ښکارندويي کوي او هغه چې په يوه ټولنه کې ډېر اړين دی. د کلتور د ويکې بېلابېل تعريفونه د بېلابېلو تيوري گانو د پوهاوي دريځونو باندې رڼا اجوي، او يا هم د انسانانو د کړو وړو ارزښتناک معيارونو باندې. خو بشرپوهان بيا ډېر ځل د کلتور ويی، په کايناتو کې د انسانانو هغې وړتيا سره پرتله کوي کوم چې انسانان په ټولگيو سره وېشي، د قانونو په پلي کولو او له يو بل سره خپلې سمبوليکې تجربې گډ کوي. دا په هم ډولو جنسونو کې ښکاره نښه ده چې يو له بل نه بېلوي. ولسي کلتور په ټولنه کي د ولس د کړو وړو هغه ټولگه ده چي پر بنسټ يې خپل ورځنۍ چاری پر مخ بيايي . ولسي کلتور پراخ اړخونه لري چې د مروجو توليدي و سايلو څخه بيا تر گړنۍ ويناوو پوري ټولي خواوی لکه خواړه ، کالې ، ودانۍ ، باور ، دوستي ، دښمني ، زېږد ،مړينه ، واده او نور په لمن کي لری ، د دې لپاره چې په دي برخه کي د اړينو مطالبو په اړه يادونې ولرو لا زمه ده چې هر عنوان ته د بيل بحث په توگه پام وساتل شي فولکور د يوې ټولني د ټولي هستى او تېر تاريخ هنداره ده ،هغه ټولنه چه فولکور نه لري هغوى ملي هويت او ملي خپلواکي نلري . فولکور دى چه د نړى د ادبياتو او په ځانگړې توکه د پښتو ادبياتو بنسټ يې ايښى دى. انساني ټولني چه په يوه جغرافيايي ،اقتصادي،او فرهنگي فضاء کي گد ژوند کوي نو د خپل دغه گډ ژوند گډې تجربې له يوه نسل څخه بل نسل ته د فولکور په واسطه پرېږدى . پر فولکور يا فوکلور که لغوي پلټنه وکړو نو به داسي ووايو چه دا يوه انگليسي کلمه ده چه ددو مورفيمونو فولک او لور څخه جوړه سوې ده ،فولک په انگليسي ژبه کي د خلگو او لور د پوهنى په معنى ده ،چه بشپړه معنى يې د خلگو پوه يا اولسي پوه ده . دا کلمه د لومړى ځل د پاره يوه انگريزي لېکوال ټامس په ١٨٤٦ع کال کي د اولسي ادبياتو د مفهوم د پاره وضح کړه . دادفولکلور لغوي معنى وه خو که يي اصطلاحي معنى ته وگورو نو به فولکور داسي و پېژنو چه د تاريخ وهلي فکرونو،عقېدو،ذهنيتونواو روايتونو ته فولکلور وايي . فولکلور ته په پښتو کي وگړنى ادب ،اولسي ادب او شفاهي ادب وايي ،خو د کندهار اديبپوهان زيات وخت اولسي ادبياتو ته شفاهي ادب وايي ،که د شفا لغات ته را سو نو وبه وايو چه دا لغات اصلاً يو عربي کلمه ده چه پخپل ځان کي درې معناوي لري . لومړى:شِفادزېر په درلودلو سره د دوزخ و اخرنى کندي ته وايي . دويم:شفاء په پاى کي د همزه په ورکولو سره د صحت ،روغتيا په معنى ده . دريم :شفاد شونډانو په معنى ده چه مراد مو ورڅخه خوله پر خوله دى . اولسي ادبيات د يوې ټولني په غېږ کي زيږي ،وده کوي ،لوييږي،په زړونوکي ځاى نيسي خوله پر خوله او پښت پر پښت له ډېرو لرغونو زمانو راهيسي و نوي نسلونو ته رسيږي . پښتو ژبه د شفاهي ادب له پلوه تر نورو ټولو ورنيژدې او ورڅيرمو ژبو بډايه ژبه ده ،ددې برخي څيړونکي د شفاهي ادب بډاينه د ټولني د پرگنيو د ليک لوست په کښته کچه کي بولي . که راسو پښتنو او پښتو ژبي ته له ډېره بده مرغه د پښتنو لويه برخه د ځينوسياسي،اجتماعي،اقتصادي،فرهنگي او جغرافيايي عواملو له امله د سواد له نعمته او د ژوند له مدنيته ليري ساتل سوي دي ،د ډېرو پښتنو ژوند له کليو او بانډو سره تړلى دى ،دغه کليوالي ژوند او مناسبات او تر ټولو وړاندي د پښتنو خپل هنري ذوق او احساس د اولسي ادب د ايجاد او ودي لوي لامل گرځېدلى دى . زموږ خلگو پېړى پېړى خپل ارمانونه خپلي خوښى،خپل غمونه او خپل ميني په دغو شفاهي ادبياتو کي بيان کړى دي . دغه ادبيات په شفاهي ډول خوله پر خوله لېږدېدلي دي او ژوندي پاته سوي دي ،خو د لېږد دې لړى تر يو وخته پوري دوام کړى دى او د راويانو په له منځه تلو سره دغه شفاهي ادبيات همله منځه تللى دي ،زموږ د خوږ استاد انجينير شېرشاه رشاد په خبره د شفاهي ادبياتو يوه نيمگړتيا داده کله چه نکلچې يا د شفاهي ادبياتو د يو بل ژانر ويونکي مړسي نو د هغه په له منځه تلو سره هغه ژانرونه چه دده په سينه کي راته دي هغه هم تر خاورو لاندي سي ،نو په کار ده چه دده د مرگ څخه مخکي هغه څه چه دده په زړه کي وي په يو رقم نه يو رقم را ټول او ثبت سي . د پښتو د شفاهي ادبياتو د بېلابېلو ډولونو د ثبت او ټولو د پاره څه د پاسه له سلو کارو را هيسي کار پيل سوى دى او تر ټولو دمخه پښتو شفاهي ادبياتو ته د لويدځو څېړونکو يا ختيځو پو هانو پام ور واوښتئ. کم وخت چه انگريزانو پر هند باندي ولکه درلوده نو د خپل واک پر مهال يي د پښتونخوا ،بلوچستان او افغانستان له سيمو څخه د پښتو د شفاهي ادبياتو بولگي را ټولي کړى او ثبت کړې دي د افغانانو اخترونه او جشنونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D8%AA%D9%88%D9%86%20%D8%A7%D9%88%20%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%D8%B3%D8%A7%D9%8A%D9%86%D8%B3
کتابتون او خبرتيايي ساينس
کتابتون - پښتو برېښنايي کتابتون - د ټول افغان برېښنايي کتابتون -
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AA%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87
متلونه
متلونه ۱. هرچاته خپل وطن کشمير دی ۲. خپل کورساته گاونډي ته غل مه وايه . ۳. د ورغومي تڼاکه مرغلره ده . ۴. خپله ژبه هم کلاده هم بلا. ۵. مه کوه په چا، چې وبه شي په تا . ۶. مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه . ۷. ديولاس څخه ټک نه خيژي . ۸. موړ د وږي له حاله څه خبردی . ۹. که غر لوړدی په سرلارلري . ۱۰. کوږ بار تر منزله نه رسېږي ۱۱. څه چې کرې هغه به رېبې . ۱۲. مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي . ۱۳. چه غورځي هغه پرځي . ۱۴. خپل عمل د لارې مل . ۱۵. دگورشپه نه په کورکېږي . ۱۶. مارخوړلی له پړي بيرېږي ۱۷. چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي . ۱۸. بنده ترخپل وس پړ دی . ۱۹. اوبه په ډانگ نه بېلېږي . ۲۰. اوبواخيستی ځگ ته هم لاس اچوي . ۲۱. په درنو دروند، په سپکو سپک . ۲۲. دکبرکاسه نسکوره ده ۲۳. خپل عيب دولومينځ دی . ۲۴. له يوه لاسه ټک نه خيژي . ۲۵. نه د دين شو او نه د سادين ۲۶. م زر ما او ټوله ځما ۲۷. كه غر لوي دي په سر ي لار ده ۲۸. چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه ۲۹. توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي ۳۰. كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده ٣١. چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ ٣٢. بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي- ٣٣. وار وار كله د ځوي كله د پلار- ٣٤. نمر په گوته نه پټيږي- ٣٥. د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه- ٣٦. د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه- ٣٧. په جنگ كي اسونه نه څربيږي ٣٨. د كور جل سپكه وي- ٣٩. وطن په خلكو ښايسته وي- ٤٠. د خرۀ مينه لته . خر د خويدو په خوراك څه پوهيږي- . سل په لالو پوري، يوه ي د بنگړو- . د دروغو مز ل لنډ وي- . د لامدو به څه لامدۀ كي- . د زورور اوبه په لوړه ځي- . بنگ به لرگئ نه شي، خټك به سړئ نه شي- . اپريدي، نه د چا خپل او نه پردي- . كږه خوله سوك سموي- . اوښ په پچه وختم، كشمير مې وليدو- . په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي گورگوري نه خوړي- . نر هغه ده چي كټي گپي وهي- . د غل مخ تور وي- . د سنډگا نو په جنگ كي چيندخ مري- . سنډا ته سريندي مه وهه- . په غولو كي لرگي مه وهه- . ميږي هم په خپل كور مست وي- . سل دي ومره ، يو دي مه مره- . په بوسو كي اؤبه مه بهيوه- . چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي- . اصيل ته اشاره، كم اصل ته متروكه- . د خا ن نوكر د خا ن نه زياته چليږي- . چي په گوړه مري، په زهرو ي څه له وژني- . لږ خوره تل خوره، ډير خوره گنډير خوره-ا- . نابلده غله جمات ماتوي- . مړه خيټه پارسي واي- . - اجل چې راشي وخت نه غواړي . انسان ته خبره خره ته لرگئ . بدبختي يوازې نه راځي . پر پردي لاس مار مه وژنه . پر ښو تلوار په بدو تامل . په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي . په تل کې به يې پېدا کړې . په دوه گوتو لمر نه پټېږي . په زور کلی نه کېږي. . په هوا کې ماڼې نه جوړېږي . په يوه گل نه پسرلی کېږي . په ښايست مه نازېږه . پوره ورک دې کړه دوه کوره . تر بيکاري بېگاري ښه ده . تشه لاسه ته مې دښمن يې. . تللی وخت بيا نه راگرځي . ته له ما جار زه له تا جار . جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې . چرگه معلومه نه، چرگوړي اسمان ته وختل. . چې په آسانه يې گټي په آسانه يې بايلي . چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي. . چې اوښان ستې، دروازې به لوړې جوړوې. . چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې . چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله . چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي . چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه گرځي په تېرو پسې ډير . چې نه لري سړي مه قورت خوره مه غوړي . چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته . چې اوږه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي . چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي . چې غورېږي هغه ورېږي نه. . چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار . خپل عمل د لارې مل دی. . خپله لاسه گله لاسه . خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې . خر د گل په بوې نه پوهېږي . خط له ټکي شروع کېږي . خوله يې د سوي شخوند وهي د اوښ. . د خدای قانون نه بدلېږي . د خره مينه لغته ده . د خلکو زور د خدای زور دی . د درواغو مزل لنډ دی . د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ. . د شيدو سوئ مستې پوك کوي . د صبر ميوه په مراد پخېږي . د صبر مېوه خوږه وي. . د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي . د غله په غره کې ځاې نشته . د غله په ږيره کې خلی ده . د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي. . د لوگري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي . د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده. . د واده او گور شپه نه په کور کېږي. . دړندو په ښار کې يوسترگى پاچا ده . رښتيا چې راځي، دروغو كلي ړنگ كړي وي. . د کبرجن سر ټيټ وي . درست کښت يې وخور دی يې لا مږه بولي. . درواغ د ناپوهه وزر دي . درواغجن حافظه نلري . درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي . دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي . دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې . دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي . دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې . زور يې د ملخ پټې وهي په مخ. . ژرنده که د پلار ده هم په وار ده . ژوند په اميد خوړل کېږي . ساده سړی خدای ساتي . سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري . سپور د پلې په حال څه خبر دی . سترگې له سترگو شرمېږي. . سل روپۍ پور کړه د ژمي شپه په کور کړه . شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي. . غر که څومر لوړ دی په سر لاره . له هرې تیارې وروسته رڼا دی
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%8A%D9%85%D9%8A%D8%A7
کيميا
کيميا کېمد مصر نه راوتلی نوم الکېمي چې د ځمکې مانا لري د پوهنې په ډگر کې هاغه پوهنه ده چې د څيزونو مادو ټولټال، جوړښتي او څېريز بدلونونه او توپيرونه رانغاړي. کيميا ته فيزيکل ساينس يا پږنيزه پوهه هم وايي کوم چې دبېلابېلو اټمي، ماليکيولي، او کرسټالي زده کړو برسېره د شاوخوا ماتو يا دخورو ورو څيزونو مادو يوځای کولو او يا بېلولو پوهنې پورې هم اړه لري، کوم چې بيا د يو غونډاليزې انرژۍ ترکيب راپنځوي، کیمیا د فیزیکي پوهنې سره تړاو لري چې د ډول ډول اټومونو، مالیکیولونو، کرسټالیاتو او د نوروڅيزونومادو د راغونډو که په خپل ځان کې تجریدي يا سره يوځای کېدو زده کړه وي هم يو پر بل کې سره د انرژۍ او اېنټروپي انټروپي د تودوخې غیر ارادي حالت د هاغې انرژۍ زېږېدنه چې له وجې ېې په تدریجي توگه اوبتیاویلول يا تودوخه رامنځ ته کويچې د خپل ځاني تودوخه يا انرژي چې پرته د کومې محرکې وسیلې نه په ځان کې ولري په اړیکوسره د يوې کمیاوي عملیې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. دننه په کیميا کې د مادو د زده کړې يا د کیمیا د بل اړخ د زده کړې لپاره يو دودیزه په څانگو او گروپونو کې د وېش منظم ترتیب شته. په دې کې دغيرعضوي کيمياچې دغيرعضوي غیر ژواندو غیر جسمي زده کړې په شمول د عضوي کيميا د عضوي جسمي، د ژواندي په هکله د زده کړو، د ژونکيميا چې د تومنېمادې،جسم، بنسټيز جوهر زده کړې کوم چې په کې موندل کېږي شاملې زده کړې دي. فيزيکي کيميا د انرژي په تړاو په پراخې کیميايي سیسټم پورې اړوندې زده کړې چې په مالیکیولي او دننه لا ورپسې د نورو مالیکیولونو په کچو پورې اړه لري.همداسې شننيزه کيمياياتجزيوي کيميا د مادو د نمونو شننه کوي،چې ترڅو د د کیمیايي تړنگونو مرکباتو او د ترکیب په پوهې کې مو مالومات ډېر شي. ډېر خاصځانگړي ډسپلینونه په همدې نژدو کلونو کې راپورته شوي دي، ل.خ لدې اړخه نیوروکېمسټري کوم چې د ماغزو په هکله کیمیايي زده کړې دي. لنډه کتنه کیمیا د کيميايي توکو د خپلمنځي تعاملاتو د زده کړې يو ساینسي ډگر دی چې د اټومونو يا د اټوم نه په ټيټه کچه پرتو ذراتو لکه، اېلېکټرانونو، پروټانونو او نيوټرانونو د رامېنځ ته شوو جوړښتونو په اړه بحث کوي. اټومونه چې يوځای شي مالیکیولونه يا کرسټالونه پنځوي. کیمیا ته اکثراً مرکزي ساینس وايي، دا ځکه چې د ساینس نورې زده کړې لکه ستورپېژندنه، پږنپوهنه فزیک، د توکو ساینس، ژونپوهنه، او ځمکپېژندنه د کيميا د ونډې نه بې برخې نه ده. د کیمیا د آر لومړنی څرک په لرغوني پېر کې د منځنۍ اسیا په سيمه پورې اړونده دی. چې د همدغې سيمې د اوسيدونکو لخوا د هغوی په ژبه منصوبه شوه او دغې پوهنې ته د الکېمي نوم ورکړ شو. چې تر اوسه پورې په همدې علمي زده کړې زر کاله تېر شوي دي. په عامه توگه موږ د يو شي له جوړښت نه او د مادې د خوصوصیاتو څخه په ښکېلې متقابلي عمل کار اخلو او وینو چې دا د کمیاوي اجسامو،تومنو، په ښکېل عمل پورې اړه پیدا کوي. د بېلگې په توگه.، پولاد د وسپنې څخه کلک دی، دا ځکه چې د پولاد اټومونه په ډېرکلکه توگه لکه د يو بل کې سره راټول شوي دي. لرگي اور اخلي او ډېر ژر د اکسیډشن په يوې مادې کې د الیکټران کمزوري کېدو او له منځه تلو ته وايي پړاو پرمخ ځي، دا هم ځکه چې کولی شي په کیمیاوي بدلون کې د اکسیجن سره د يوې معینې تودوخې پر بنسټ بې اختیاره عمل ترسره کړي. شکره او مالکه په اوبو کې حل کېږي دا ځکه چې د هغوی مالیکیولي برقي خصوصیات داسې دي چې په محدوده راگېر حالت کې د حل جوگه کېدی شي. په کیمیا کې د تبدیلیو په اړه چې ولولو نو پايله ېې دا راوځي چې يا خو د کیمیايی اجسامو ترمنځ د غبرگې ښکېلتیا له کبله رد مل بدلون رامنځته کېږي او یا هم د مادې او د انرژۍ په منځ کې داسې پېښېږي. د کیمیا په دودیزې طریقې سره د مادو، تومنې، کیمیاوي اجسامو ترمنځ د غبرگ ښکېلتابه دخل ښکاري. د کیمیا په لابراطوار کې راز راز ښيښه ایز اوزار کارېږي. کیمیاوي تعاملات د کیمیاوي اجسامو، تومنو، په نورو تومنو، مادو يا کیمیایی اجسامو باندې اوښتلو ته وايي. دا په يوې کیمیاوي معادله کې په نښيزو څېرو کې انځورېږي. په يوې معادلې کې د اټومي نمرو ښي اړخ او کیڼ اړخ د کیمیاوي اوښتون لپاره اکثراً يو برابر وي. د کیمياوي تعاملاتوطبعي حالت، يوه تومنه، ماده، کېدی شي چې يوه ندازه مرحله ووهي، او د کومې انرژۍ په اساسي بدلون چې کېدی شي د ځينو معینوقانونونوپه درشل کې په ټينگارسره بدرگه شي همدې ته کیمياوي قانونونه وايي. په کیمیاوي متالعاتو کې د انرژي اواېنټروپي په پام کې نیول هر وخت اړین وي. کیمیاوي اجسام د هغوی د جوړښتي حالت، مرحلواو کیمیاوي مرکباتو په اساس ټولگیز بېلېږي. ددغو شننه د کیمیاوي شننې په اوزارو لکه سپکټروسکاپي، او کروماټوگرافي باندې ېې شننه کېدی شي. کیمیا د ساینس پوهنې يوه پوره ټولگه ایزه اړخ دی، يو عام نصاب په منځنۍ لېسه کې او په لومړي سرد پوهنځي په زده کړه کې. په دغه ترڅ کې ډېر ځله د عامې کیمیا زده کړې په توگه يادېږي کوم چې په پراخه کچه لومړني، بنسټيز مالومات زده کوونکو ته ورکوي، دې سره زده کوونکي د ماهرې پوهې لپاره چمتو کوي چېرته چې بیا راتلونکي کې د لا مخته اړوندې پوهې په وده کې مرسته ورسره کوي. همداسې کیمیا د کیمیا په نورو برخو کې هم بیخي اړینه زده کړه ده ساینسپوهان چې د کیمیا په برخه کې پلټنې کوي او کیمیا سره اخته دي،کیمسټ يا کیمیا پوهان بلل کېږي. ډېری کیمیا پوهان د کیمیا په يوې يا څو برخو کې زده کړې او تخصص ترلاسه کوي. تاريخ څلور زره کاله مخکې مصریان د کمیا په هنري اړخ يانې مصنوي لمدې کیمیا په ډگر کې ترټولو لومړني قدم ايښودونکي و. ۱۰۰۰ کاله مخکې د زېږدي څخه لرغونو تمدونونو د کمیا په ډگرکې له داسې تخنیکونو څخه کار واخیست چې د راز رازو کیماوي بنسټونو چوکاټ گڼل کیږي. پدغو کې : د وسپنه لرونکوکاڼو څخه وسپنه جلاکول، د کلالي هنرپه وجه د خټو توکي جوړول او رنگونه ورکول، د اوربشو خوسا کول اوترې بير او شراب جوړول، د انځورگرۍ لپاره او ښځينه و سینگار لپاره پاخه ډول ډول رنگونه، توکي جوړول، له بوټو څخه کیمیاوي توکي د درملو جوړولو او عطرونو لپاره را ايستل، د پوڅې پنیر ډولونه جوړول، ابلکه ټوټه جوړول، د څرمن خړول يا رنگ وربدلول، د غوړو اړول صابن باندې، د ښيښې جوړول، او د فلز څخه ژېړ جوړول يادېږي. د کیمیا آر په پراخه توگه د تودولو او سوځولو ځليزې پورې اړه لري کوم چې د د وسپنې په کاراچولو کې ښکاري د کاڼو او خاورې څخه وسپنې بېلولو هنر ته او د سوځولو، اوبه ولو هنر ته هم وايي د هند لرغوني وسپنې پورې اړونده ترکیبونو ته اشاره ده. د طلا سروزرو په لالچ سراښ کې خلکو د سوچه توب رمز پیدا کړ. که څه هم چې نوموړي چلندلارې د پوهېدو نه وې. تر ډېره د اړونې بدلونې لار ښکارېده نسبتاً د سوچه توب طریقې ته . ډېرو علماو په هماغه لرغوني وخت کې داسې وپتيېله چې معقوله ېې دا ده چې چلندلار د فلز څخه سروزرو ته د اوړون اسانه او ارزانه وسیله گڼل کېږي . همدغې د الکېمي کیميا لومړنيو پنځونو ته لار پرانیسته او د کانونو څخه د فلزاتو کاڼي راوېستلو او هغه په سروزرو بدلولو چې ښايي د يوازې لمسولو سره ېې د بدلون چلندلار راوتلي وي غبرگه کړه. لکه څنگه چې د ٫٫ دي ريروم ناتورا ٬٬ د څيزونو طبيعيت لیکي څخه څرگنده ده د يونان د اټوم پلټنو نېټه ۴۴۰ مخزېږدي ته رسېږي . دا د روم د لوکرېتوس لخوا په ۵۰ مخزېږدي کې لیکل شوی. د سوچتابه متوډونود وخت لرغونې پرمختيايي لارې چارې ېې پکې تشريح کړي دي دا د پلني دي الډر لخوا پخپل اثر ناتورا لیس هيستوریه کې راغلي دي. ازمويښتي طرحه ېې په لاندې ډول ده : مصري الکیمیا کیميا له ۴۰۰ مخزېږدي ـ ۳،۰۰۰ مخزېږدي پورې د لرغوني پېر ٫٫ عناصر٬٬ او تيوري گانې پکې مسجمه شوي لکه د اوگدود . يوناني الکېمي ۳۳۲ مخزېږدي ــ ۶۴۲ مخزېږدي پورې د يونان باچا سکند اعظم مصر اشغال کړ او الکسنډريا ښار بنسټ ېې کېښود. د نړۍ تر ټولو غټ کتابتون ېې ترلاسه کړ، چېرته چې علما او هوښياره بنیادمان د زده کړو او متالعاتو لپاره راټولېدل. عربي الکیمې د کیمیا پير ۶۴۲ وروسته د زېږدي ــ ۱۲۰۰ د مصر مسلمانانو ولکې په ځانگړي توگه په الکسانډريا باندې . دالهېثم او جابر بن حیان لخوا د کيمیا په ساینسي پرمختللي ډگرکې يو لوی پاڅون رامنځته شو. د پوهنځي کور بیت الحکمهّ : عربي الاندلس : عربي، سکندريه د نړۍ ترټولو پرمخ تللې ټولنه روزنتون وگڼل شو. کوم ځای چې د نړۍ ټول ساینسپوهان راټول او سره ېې د پرمختگ لپاره په ارامه فضا کې پرته د توکمي توپيره لاسته راوړنې پیل کړې. د کیمیا همدا پیر د سروزرو اسلامي پیر ونومول شو. جابر بن حیان، يوسف الکندي، الرازي، البېروني او ابن الهېثم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او همدوی د کیميا په ډگر کې وتلې څېرې او قابو ساینسپوهان يادېږي. همدوی کیميا ته پرمختگ راوست او د کیمیا د پوهې پولې ېې وغځوې تجربات ېې وکړل. اروپايي الکېمي د اروپا د کیميا ډگر ۱۳۰۰ زېږدي نه اوسمهال سيډو جیبر، له عربي کیميا تیوري څخه اغېزمن شوی. کیمیا ۱۶۶۱ بوايل خپل کلاسیکه د کیمیا رساله شکمن کیمیاپوه ولیکله. کیمیا ۱۷۸۷ ٫٫ له واسیر٬٬ خپله د کیمیا کلاسیکه عناصر رساله ولیکه کیمیا ۱۸۰۳ ډالټن خپله اټمي تيوري خپره کړه. د کیمیا لرغوني مخکښه پېلامگران او د نن ورځې د ساینس د نوې تيوري بنسټيز لارښودگران د منځيني پیر اعراب او د پارس علما و. دوی په ډېره جوته توگه څارلیدنې او قابوکیمیاوي تجربې ېې د کیمیا په ډگر کې مونږ ته راوپېژندلې او د کیميا گڼ شمېر طبعي اجسام اوعناصر ېې راپیدا کړل. کيمیا د ساینس پوهنې په توگه مسلمانانو وپنځوله : په همدې کې تر کومه ځایه چې مونږ پوهېږود يونان برخه په تخنیکي تجربوانډسټري پورې محدوده وه او همدارنگه مبهمو فکري تیورۍ هايپاتسس باندې محدود و. د رومیانو ٫٫ سارسن ٬٬ خلکو په ډېره جوته څارلید ، د سمو قابو تجربو او د هغوپه سمه او احتیاطه توگه کښلو ثبتولو کړنچارې راوپېژندلې. دوی د ٫٫ الانبق ٬٬ کیمیاوي شننيز نه شمېرونکي توکي راپیدا کړل او وې نومول، همدا رنگه ېې ـ په قیمتي کاڼو اړونده جوړ کړل، د القلي او سوځوبي اسیدو تر منځ توپير ېې څرگند کړ، د دواړو القلي او سوځوبي ترمنځ ېې د ورته والي نه ورته والي څېړنه وکړه، په سل هاو درمل ېې مطالعه او جوړ کړل. الکېمي چې مسلمانانو ته له مصر څخه په میراث پاتې ده، وروسته د زرو شاوخوا موندونکو پېښوڅخه ددوی برخه ورگړندۍ شوه او ددوی کړنچاره متوډ کومه چې د منځيني پېر تر ټولو پوهنيزه ساینسي عمليې کړنې دي. آرپوهه پېژند د وخت په تېرېدو سره په تېرو کلونو کې د نويو پنځونو او څېړنو په مټ د کيميا په تشريح کې هم توپیر راغی او د همدې برخې په پوهنه کې تېزوالی رامنځته شو. لاندې د نومياليو کيمياپوهانو لخوا د کيميا راز راز معياري تشريحات رابرسېره کېږي. الکېمي ۳۳۰ : د اوبلنتوکو په هکله زده کړې، خوځېدل، ودې، ملتيا، غير ملتيا، د بدن څخه د جوهر کښنه او بيا ېې پخپله بدن سره تړنه. زوسيموس کیمیا ۱۶۶۱ : د څيزونو يا مادو سره د گډولو قانونونو سکالو. بوايل کیمیا ۱۶۶۳ : يو ساينسي هنر چې څوک ېې د دوه و اجسامو تر منځ د حلېدو زده کړه ترې اخلي، او له هغه ټولگې څخه بيا د راز رازو توکو وېستنه، بيا سره گډوونه او تر بشپړه، پوره حده پورې ېې سمبالښت روان وي. گلاسر. کیمیا ۱۷۳۰ : د داسې قوانينو مجمع چې له مخې ېې د حلولو گډو اجماع هنر گڼل کېږي. او له هماغه تگلارو قوانينو څخه يو بل توکی پنځول کېږي. سټاهل. کیمیا ۱۸۳۷ : هاغه پوهه يا ساينس چې د ماليکيولو د قوانينو، اغېزو د سېک په هکله څرخي. ډوماس. کیمیا ۱۹۴۷ : د توکو ساينس : د جوړښت، ځانتيا د رد عمل له مخې ېې چې په بل توکي واوړي او بل توکی ترې جوړ شي. پاولنگ کیمیا ۱۹۹۸ : د څيزونو مادې زده کړو ته وايي چې له مخې ېې نورو بدلونونو خوا ته ورکاږي. چنگ بنسټيز اصول اټوم اټوم د کيميا بنسټيز يوون واحد دی. ددغه منځی د مثبتو چارجي ځانتياو لرونکی دی.کوم کې چې بیا پروټانونه، او نيوټرانونه شتون لري، همدې سره څه شمېر الکټرانونه د مثبتو چارجي ځانتياو د انډول د برابرۍ په موخه په نيوکلس منځي کې شتون لري.اټوم تر ټولو هغه وړوکې ذره، واحد هم دی چې د عنصر ځينې کیمياوي ځانتياوې له ځان سره لري.لکه د بېلگې په توگه : الکټرونگټيويټي، آيونايزېشن پوټنشل، د اور اخیستو آکسيډشن سټېټ حالت، د عنصر د شمېرې د تنظیم، او د بانډز وړانديز شوي ډولونه کوم چې د وسپنيزې مېټالک، برقي آيانېک، چارج لرونکي، او کوويلنټ په بڼه کې وي عنصر تړنگ شی ماليکيول مول آيونونه او مالگه بڼه کيميايي تړ کيميايي تعامل انرژي کيميايي قانونونه د کيميا نورې څانگې کيميايي صنعت سرچينې نورې لوستنې نامتو ليکنې .. --- .. --- . --- بنسټيزه درسي کتابونه . . : . . ---. .. . . . . --- . . . . --- --- - .. --- .. . . --- . --- . . . --- . --- : --- څانگييزې ټولنې د امريکا د کيميا ټولنه د کانادا د کيميا انستيتيوت د پيرو د کيميا ټولنه باندنۍ تړنې د کيميايي انجنيرۍ سرليکونه ساينس طبيعي پوهنې فيزيکي پوهنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%D9%85%D9%84%DA%AF%D8%B1%D9%8A
درملگري
طب له ناروغ څخه د پالنې او د ناروغیو د تشخیص، وړاندوینې، مخنیوي، درملنې، د ټپونو یا ناروغيو تسکین او د روغتیا د غښتلتیا علم او عمل دی. په طب کې د روغتیا پالنې بېلابېلې طریقې شاملې دي چې د روغتیا د خوندیتوب او بیارغونې لپاره د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره رامنځته شوی. معاصر طب له حیاتيبیومېډيکل علومو، طبي څېړنو، جنتیک او طبي تکنالوژۍ څخه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او د ټپونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره کار اخلي، چې معمولاً د درملو یا جراحۍ او همداراز د بېلابېلو درملنو لکه او اروايي درملنې، طبي وسایلو لکه بیولوژیکي او ایوني وړانګو لارې ترسره کېږي. طب له تاریخ څخه مخکې دورو کې پلي شوی، چې په ډېری دورو کې یو هنر ګڼل شوی د پوهې او هنر برخه چې تر ډېره د ځايي کلتور له مذهبي او فلسفي بارونو سره په اړیکه کې و. د مثال په ډول، یو درمل جوړوونکي به له درملیزو بوټو څخه کار اخیست او د شفا لپاره به یې دعا کوله، یا به هم یو لرغوني ډاکتر یا فلیسوف د هېمورویزم له تیوري سره سم د وینېبهولو په سنتي طب کې له بدن څخه د مضرې وینې ایستل په وروستیو پېړیو کې د مدرن علم له ظهور سره، طب تر ډېره د علم او هنر په یو ترکیب بدل شوی چې د طب تر چتر لاندې دواړه اساسي او تطبیقي علوم په کې شامل دي. د بخۍ لپاره د ګنډلو تخنیکونه هغه هنر دی چې په تمرین کولو سره زده شوی، دا چې د حجرې او مالیکول په سطحه په ګنډل کېدونکي نسج کې څه پېښږي دا پوهه له سانیس څخه اخیستل کېږي. له ننني علم څخه مخکې د طب ډولونه د سنتي او عامیانه طب په توګه پېژندل کېږي، چې تر ډېره د علمي طب د نشتوالي په حالت کې کارول کېږي په دې اساس د ځایناستي طب په نوم یاديږي. د طب له علم څخه بهر ځایناستې درملنې چې خوندیتوب او اغیزمنتیا لري تېراېستنه نومول کېږي. اصطلاحاتلغت پېژندنه طب په امریکایي تلفظ مېډېسن دلته یې اورېدلی شئ، په بریتانوي تلفظ مېډسن دلته یې اورېدلی شئ، دناروغۍ د تشخیص، درملنې، وړاندوینې او مخنیوي پوها او تجربه ده. د طب کلمه له لاتیني کلیمې څخه اخیستل شوې چې د ډاکتر په معنا ده. کلینیکي تمرین په ټوله نړۍ کې طب او کلینیکي تمرین ته لاسرسی په کلتور او تکنالوۍ کې د سیمهییزو توپيرونو پر بنسټ توپير کوي. مدرن علمي طب په لوېدیځ کې ډېر پرمختللی دی، په داسې حال کې چې په مخ پر ودې هېوادونو لکه د افریقا او اسیا په ځینو برخو کې وګړي ښايي پرته له دې چې د طب په برخه کې علمي زدهکړې ولري پر سنتي طب له لږ اغېزمنتیا او شواهدو سره خورا ډېره تکیه وکړي. په پرمختللې نړۍ کې د شواهدو پر بنسټ طبابت په ټولیز ډول په کلینیکي تمرین کې نه کاریږي. د مثال په ډول د یوې سروې پر بنسټ چې په کال کې یې تېرو اثارو ته کتنه کړې وه ښیي چې شاوخوا لاس وهنې مداخلې د خپلو ګټو یا تاوانو د ملاتړ لپاره د کافي شواهدو له کمښت سره مخ دي. په مدرن کلینیکي تمرین کې ډاکتران او د دوی مرستیالان په خپله ناروغان د تشخیص وړاندوینې درملنې او له ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه د کلینیکي تمرین د قضاوت له مخې ارزوي. د ډاکتر او ناروغ اړیکه معمولاً د ناروغ طبي دوسیې او طبې تاریخچې له معاینه کولو سره له یوې طبي مرکې او فزیکي معاینې سره پیل کېږي. معمولاً له اساسي طبي وسایلو لکه ستاتېسکوپ او د ژبې فشاروونکي څخه کار اخیستل کېږي. وروسته د علایمونښو لپاره مرکه او معاینه د نښانواعراضو لپاره کېږي، ډاکتر ښايي د ځینو ازمويښتونو لکه د وینې معایناتو، له ژوندي غړي څخه نمونه اخېستلو ته امر وکړي او یا هم طبي درمل او نورې درملنې تجویز کړي. بېلابېلې تشخصي طریقې د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ د شرایطو په کنترول کولو کې مرسته کوي. د مقابلې په بهیر کې د ټولو اړوندو حقیقتونو په اړه د ناروغ پوهاوی د اړیکې او باور د رامنځته کېدو اړینه برخه ده. وروسته طبي مقابله په یو طبي ریکارډ کې چې په ډېرۍ قضايي حوزو کې یو قانوني سند دی مستنديږي. څارلتعقيب ښايي لنډ وي خو ورته عمومي پروسیجر له لارې څارل کېږي، متخصصین ورته پروسې څاري. د موضوع پېچلتيا ته په پام سره درملنه ښايي یوازې څو شېبې یا څو اونۍ وخت ونیسي. د روغتيايي مرکې او مقابلې اجزا په لاندې ډول دي: اصلي شکایت : له ډاکتر سره د اوسني ملاقات دلیل. دا علایم دي؛ چې د ناروغ پهخپله ژبه هر یو له خپل وخت سره ثبتېږي. اصلي شکایت ته همداراز د اصلي شکایت وړاندېکونه یا اصلي اندېښنه وايي. د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه : د علایمو د رامنځته کېدلو او د هرې نښې د لاڅرګندتیا زماني ترتیب د پخوانیو ناروغیو له تاریخچې څخه د تشخیص وړ، چې تر ډېره د پخوانۍ طبي تاریخچې په نوم یاديږي. په پخوانۍ طبي تاریخچه کې او شامل دي. اوسنی فعالیت: دنده، د خوښېوړ فعالیتونه، هغه څه چې ناروغ يې په حقیقت کې تر سره کوي. درملدواګانې : هغه ټول درمل چې ناروغ يې کاروي، لکه تجویز شوې، له نسخې پرته، کورني درمل او همداراز بدیل د بوټو درمل. حساسیتونه هم ثبتيږي. پخوانۍ طبي تاریخچه : هممهاله طبي ستونزې، پخواني عملیاتونه او بستر کېدل، ټپونه، عفوني ناروغۍ یا پخوانی واکسیناسیون او د پېژندل شویو حساسیتونو تاریخچه. ټولنیزه تاریخچه : د زېږيدلو ځای، هستوګنځی، د واده تاریخچه، تولنیز او اقتصادي وضعیت، عادتونه چې د خوړو رژیم، درمل، تنباکو او الکولشراب په کې شامل دي. کورنۍ تاریخچه : په کورنۍ کې د ناروغیو لیست ښايي پر ناروغ اغېز ولري. ځنې وختونه له کورني شجرهلیک څخه کار اخیستل کېږي. د نښوعلایمو بیاکتنه او یا د سیستم پلټنه: د اضافي پوښتنو ټولګه ده چې ښايي د ناروغ په اوسنۍ تاریخچه کې له پامه وغورځول شي: یوه عمومي پوښتنه ایا پهخپل وزن کې مو کموالی، د خوب په کیفیت کې بدلون، تبه، پړسوبمټاکه، موړه او داسې نور ترسترګو شوي؟ په تعقیب سره یې د بدن د نورو اصلي سیستمونو زړه، سږي، د هاضمې سیستم، د ادرار مجرا او داسې نور په اړه پوښتنې مطرح کېږي. فزیکي معاینه د لیدلو وړ او عیني طبي نښو له پلوه د ناروغ معاینه ده، د هغو علایمو خلاف چې ناروغ یې په خپله خوښه بیانوي او په لازمي ډول د لیدلو وړ نه دي. د روغتیايي خدماتو وړاندې کوونکی له ليدلو، اورېدلو، لمس کولو او ځينې وختونه له بویولولکه عفونت، یوریمیا، دیابیتي کیتواسیدوزس څخه کار اخلي. څلورکړنې د فزیکي معاینې اساس دی: پلټنه ، لمس احساس، ضربه وهل د رېزونانس څانګړنو د تعین لپاره ضربه، غوږ نیول اورېدل، په ټوله کې په همدې ترتیب اجرا کېږي خو غوږنیول له ضربې وهلو څخه مخکې او لمس د خېټېنس د ارزونې لپاره کارول کېږي. کلینیکي معاینه لاندې موارد مطالعه کوي: حیاتي علایم چې وزن، قد، د بدن تودوخه، د وینې فشار، نبض، د تنفس شمېر او د هیموګلوبینو د اکسیجن مشبوعیت. د ناروغ عمومي ظاهري حالت او د ناروغۍ ځانګړي شاخصونه د خوړو وضعیت، د زېړي څرګندوالی، د رنګ پيکهتوب او چاغوالی جلد سر، سترګې، غوږونه، پزه او ستونی د زړه رګونه زړه او د وینې رګونه خېټهنس او رېکتوم تناسلي دستګاه او امېندواري که چېرې ناروغ امېندواره وي، یا ښايي امېند واره وي اسکلېټي عضلات د ملا تير او علوي-سفلي اطراف لاس او پښې عصبي د پوهاوي حس، پوهه، مغز، لیدل، جمجهيي اعصاب نخاع او محیطي اعصاب اروايي لوریموندنه، رواني وضعیت، موډخوی یا حالت، د غیر طبیعي فکر یا درک شواهد په احتمالي ډول تمرکز د علاقې وړ په هغه برخو دی چې په طبي تاریخچه کې په ګوته شوي او ښايي پورته نه وي یاد شوي ټول موارد په کې شامل نه وي. سرچينې روغتياپوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%DA%86%20%D8%A2%DB%8C%20%D9%88%D9%8A
اېچ آی وي
د انسان د دفاعي نیمګړتیا ویروسونه اچ آی وي د لینتي ویروس دوه ډولونه دي چې د ریتروویروس یوه فرعي څانګه ده او انسان ککړوي. د وخت په تېرېدو سره، دوی د ترلاسه شوي دفاعي نیمګړتیا سنډروم یا ایډز لامل کېږي او په دې حالت کې بیا د دفاعي سیستم پرمختللې بې ځواکي دا امکان رامنځته کوي چې ژوندګواښوونکی مغرض انتانونه او سرطانونه سر ونیسي. له درملنې پرته، په اچ آی وي له ککړېدو نه وروسته د ژوندي پاتې کېدو منځنی مهال د اچ آی وي ډول ته په کتو سره له ۹ تر ۱۱ کلونو پورې دی. په ډېری مواردو کې، اچ آی وی له جنسي لارې لېږېدودنکی انتان دی او له وینې، انزال نه وړاندې، مني او د مهبلي مایعاتو سره د تماس یا لېږد له لارې رامنځته کېږي. څېړنو په دواړو همجنس او مخالف جنس جوړو کې ښودلې ده چې، که د اچ آی وی درلودونکی جنسي شریک داسي ویروسي بار ولري چې د پېژندلو وړ نه وي، اچ آی وی د کاندوم نه پرته نیول شوې جنسي اړیکې له لارې د لېږد وړ نه ده. غیرجنسي لېږد ښايي له ککړې شوې مور نه د هغې بچي ته د د زېږېدو پر مهال له وینې یا مهبلي مایع سره د تماس پر وخت او یا هم د سینې شیدو له لارې ولېږدول شي. د بدن د دغو مایعاتو په دننه کې، اچ آی وي هم د آزادو ویروسي ذراتو او هم په ککړو شویو دفاعي حجرو کې د ویروس په بڼه شته دی. اچ آی وي، د انسان د دفاعي سیستم حیاتي حجرې ککړوي، لکه مرستندويې ټي حجرې په ځانګړې توګه حجرې، مکروفېج او دېنډرېټ حجرې. اچ آی وي انتان د یو شمېر جوړښتونو له لارې د د ټیټو کچو لامل کېږي، لکه د نیمګړو ککړو ټي حجرو پیروپټوز، د ناککړو بایسټنډرډ حجرو اپوټوز، د ککړوحجرو نېغه وژنه او د سایټوټاکسیک لېموسیت په وسیله، چې ککړې حجرې پېژني، د ککړو حجرو وژل. کله چې د حجرو شمېره د حیاتي کچې نه ښکته راولوېږي، د حجرې خوندیتوب له منځه ځي او بدن په تدریجي توګه د مغرضو انتانونو پر وړاندې لا زیانمنونکی کېږي چې په پای کې يې ایډز رامنځته کېږي. ویروس پېژندنه اچ آی وي د لینتي ویروس ډلې غړی دی چې د ریټروویریډې کورني برخه ده. لینتي ویروس ډېری ګډې مورفولوژي او بیولوژیکي ځانګړنې لرې. ډېری ډولونه د لینتي ویروس په وسیله ککړېږي، او د ځانګړنو له مخې د اوږدمهالې ناروغۍ او بدن ته د میکروب له ورننوتلو نه د ناروغۍ د نښو نښانو تر څرګندېدلو پورې اوږدې مودې مسئول دی. ویروسي آر اېن اې جېنوم د هدف وړ حجرې ته له ننوتلو سره سم د یوه ویروسي رمزي انزایم، معکوس ترانسکریپټېز، له لارې چې د ویروسي جېنوم سره یوځای د ویروس په ذره کې لېږدول کېږي، په دوه-سره ډي اېن اې بدلېږي معکوس ترانسکرایبډ. ورپسې لاسته راغلې ویروسي ډي اېن اې د حجرې هستې ته ننوځي او له حجروي ډي اېن اې سره د ویروسي رمزي انزایم، اېنټېګرېز، او کوربه ګډوفکټورنو له لارې مدغم کېږي. وروسته له ادغام نه، ښايي ویروس ځان پټ کړي او په خپله ویروس او کوربه حجرې ته دا امکان ورکړي چې د ناټاکلي مودې لپاره د دفاعي سیستم له لوري له پېژندل کېدو نه وژغورل شي. اچ آی وي ویروس کولای شي، د انسان په بدن کې د ککړېدا له پیل نه تر لسو کلونو پورې ځان پټ وساتي او په دې موده کې ویروس د هېڅ نښې نښانې لامل نه کېږي. په بل ډول، مدغم شوې ویروسي ډي اېن اې ښايي ترانسکرایبډ شي او د هغو کوربه حجروي سرچینو نه په ګټنې سره نوي آر اېن اې جېنومونه او ویروسي پروټينونه رامنځ ته کړي چې د حجرې نه د نویو ویروسي ذراتو په توګه چې بېرته له سره به د تکثیر څرخ پیلوي، تړل شوي او آزاد شوي دي. دوه ډوله اچ آی وي ځانګړي شوي دي: اچ آی وي ۱ او اچ آی وي ۲ - -. اچ آی وي ۱ هغه ویروس دی چې اساساً هم د لېمفادېنوپاتي پورې تړلی ویروس او هم د انساني ټي-لېمفوټروپیک ویروس ۳ - په بڼه کشف او ونومول شو. اچ آی وی ۱ د اچ آی وي ۲ په پرتله تر ډېره وژونکی او ډېر ککړونکی دی او په نړۍ کې د ډېرو اچ آی وي انتانونو لامل دی. د اچ آی وي ۱ په پرتله د اچ آی وي ۲ ټيټه ککړونه په دې معنا ده چې پر اچ آی وي ۲ پورې اړوند ډېر لږ خلک ککړېږی. لکه څرنګه چې اچ آی وي ۲ د لېږد لږ ظرفیت لري، نو دا ویروس په لویدیځه افریقا پورې محدود پاتې شوی دی. جوړښت او جېنوم د اچ آی وي جوړښت، د نورو ریتروویروسونو نه توپیر لري. دا څه ناڅه کروي دی او نږدې ۱۲۰ نانومیټره قطر لري او د وینې د سرو کرویاتو نه شاوخوا ۶۰ ځلې کوچنی دی. دا د آر اېن اې یو-سره مثبت-حس - - له دوو نسخو نه جوړ شوی چې د ویروس نهه جینونه کوډ کوي او د هغه مخروطي کپسېډ په وسیله چاپېر شوي چې د پی۲۴ د ویروسي پروټین له ۲۰۰۰ نسخو نه جوړ شوي دي. یو-سره آر اېن اې په نوکلیوکسپېډ پروټینونو، پي۷ او هغو انزایمونو پورې ټینګ نښتی دی چې د ریورس ټرانسکرېپټېز، پروټیز، ریبونوکلیز او انټېګرېز په څېر ویریون د رامنځته کولو لپاره اړین دي. یو ماټریکس چې د ویروسي پروټین نه جوړ شوی دی، کسپېډ احاطه کوي او د ویریون ذراتو استحکام ډاډمنوي. دا بیا په خپل وار سره د انساني کوربه حجرې غشا نه د حجرې نوې ویروسي ذرې جوړېدو پر مهال اخیستل شوي لیپیډي دوه-پټه ویروسي پوښ په وسیله چاپېر شوی دی. په دې ویروسي پوښ کې د کوربه حجرې پروټين او د اچ آی وي پوښ پروټين نسبتاً لږې کاپیګانې شته چې د ګلیکوپروټین ۱۲۰ په نامه د درېیو مالیکولونو نه جوړ یوه برغولي او د درېیو ګلیکوپروټین۴۱ مالیکولونو له یوه ډډ نه چې د ویروسي پوښ جوړښت ټینګ ساتي تشکیل شوی دی. د اچ آی وي پوښ درلودونکي جین په وسیله کوډ شوی پوښ درلودونکی پروټین، ویروس ته د دې امکان ورکوي چې په هدف وړ حجرو پورې ونښلي، د هدف وړ حجرې له غشاء سره ویروسي پوښ ګډ کړي، حجرې ته ویروسي محتویات ورننباسي او انتاني څرخ پیل کړي. پوښ درلودونکی پروټین د اچ آی وی واکسین د هڅو یو ستر هدف دی، ځکه دا د ویروس پر مخ یوازنی ویروسي پروټین دی. د تریمیري پوښ سپایک له نیمايي ډېر حجم په پورې تړلي ګلیکانونه - دي. کثافت يې لوړ دی ،ځکه ګلیکانونه لاندینی ویروسي پروټین د انټي بادۍ په وسیله د خنثی کولو نه خوندي ساتي. دا د پېژندل شویو ګلیکوسایلیټيډ مالیکولونو یو تر ټولو ډېر کثافت درلودونکی دی چې په انډوپلازمي او ګولګي جهاز کې د بایوجینیز پر مهال د ګلیکانونو د عادي بلوغ پروسې د مخنیوي لپاره پوره لوړ کثافت لري. له همدې امله، ډېری ګلیکانونه د نابالغو لوړ-مانوز ګلیکانونو په بڼه پاتې کېږي چې په عادي توګه په انساني ګلیکوپروټینونو کې چې د حجرې پر مخ ترشح کېږي یا شته دي، نشته. غیرعادي پروسس او لوړ کثافت په دې معنا دی چې نږدې ټول پراخ خنثی کوونکي انټې باډي، چې تراوسه د هغو ناروغانو له فرعي ټولګو نه چې له ډېرو میاشتو نه تر کلونو راپه دې خوا ککړ دي پېژندل شوې دي، له دغو پوښ درلودونکو ګلیکانونو سره تړلي یا له هغوی سره د ځان عیارولو لپاره جوړ شوي دي. اوس د ویروسي سپایک مالیکولي جوړښت د اکسرې کرېسټالوګرافي او کریوجینیک الکټرون مایکروسکوپي په وسیله معلومېږي. په جوړښتي بیالوژۍ کې دغه پرمختګونه د ویروسي سپایک د بیاترکیب شویو ثابتو بڼو رامنځته کېدو له لارې ممکن شوي دي. سرچینې ويروسونه اېډز
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA%D9%8A
ناروغي
ناروغي د بدن يا د ماغزو غېرنورماله حالت دی چې د نارامۍ ،ناهوساينۍ، د بدن په ژونپوهنيز حالت کې خنډ او د ناسم کار لامل او سبب گرځي خو ددې تر څنگ ناروغ او د هغه اړونده چاپېريال کې خلکو ته د ناخوښۍ او ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي. کله ناکله دغه اصطلاح په ټولگړي توگه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرگندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټگوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانگړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي. رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د زده کړې پوهه ده. د ناروغيو د سيستماتيکې ډلبندۍ مضمون ته ناسولوژي يا هم وايي. د انسانانو د ناروغيو او د هغو د درملنې په هکله دغه ارت پوهنيز ډگر، طبابت يا دی. د ژوو طبابت بيا د ناروغيو په څېړنه کې بله څانگه ده، په دې څانگه کې د ژوو د ناروغيو لاملونه او د درملنې لارې چارې څېړل کېږي. د ژوو طبابت ته بېتاري او يا وېترېنري هم وايي. بوټې هم بېلابېلې ناروغۍ لري، او په بوټو کې هم د انتاني ناروغيو ورته پروسې شته په همدې توگه بوټې د خوراکي کمښت په سبب هم او يا د ړنگېدونکي ميوټېشن په سبب هم په بوټو کې ناروغي پېښېږي. بوټرنځپوهنه هغه پوهنه ده چې د بوټو د ناروغيو په هکله پکې څيړنې کېږي. ناجوړي، ناروغي او رنځ په طبي چارو کې بيا کله نا کله د يو رنځ او ناروغۍ تر مېنځ توپير شوی او ناروغي هغه څه ته وييل کېږي چې يو ډول ځانگړي سببونه او لامل ولري. همدا شان په انگريزي ژبه کې هم د ويي او د تر مېنځ توپير شته. د وييکه هغې ناروغۍ ته وايي چې ځانگړې نښې او نښانې لري، خو د وييکه بيا هغې ناروغي ته وييل کېږي چې گڼ شمېر جوت نښې او علايم لري او ټول يوځای سره پېښېدونکي وي. که څه هم چې ډېر داسې حالتونه دي چې پېژندل شوي، خو لا تر اوسه پورې هم د په نامه ورته اشاره کېږي. د دې سره سره، گڼ شمېر نور ناجوت حالتونه او سببونه دي چې په طبي متنونو کې د په توگه ورته اشاره کېږي. که څه هم چې ناجوړي، د ناکارپوه ډلې خلکو لخوا په خپل ځان کې د ناسوب حالت د څرگندولو لپاره او د ناروغۍ په مانا کارېږي، خو په اصل کې دا د يوه وگړي د روغتيا ځاني پوهېدنه او ادراک لوري اشاره کوي او پرته له هغه رښتيا چې آيا نوموړی کس يوه ناروغي لري او که نه. يو روغ سړی پرته د کومې ناروغی نه هم ځان ناروغ احساسولای شي او هغه به داسې گومان کوي چې هغه ناجوړه دی. يو بل سړی به ځان روغ گڼي خو او په دې باور به وي چې په هغه کې هېڅ کومه ناروغي نشته خو په اصل کې به په هغه کې يوه ډېره وېرېدونکې ناروغي لکه د وينې خج ناروغي به وي کوم چې يوه مرگونې ناروغي ده چې د زړه درېدلو او يا هم د ماغزو شوک رامېنځ ته کولای شي. د ناروغۍ لاملونه . . - . . . . . . .. . .. .. . .. .. . . . . . . - - . . . . . .. . .. . . . . . . - . . . . د ناروغيو لېږدېدنه ځينې ناروغۍ لکه، والگی، ساري يا لېږدنده ناروغۍ بلل کېږي. داسې ناروغۍ د يوه ناروغ انسان نه نورو روغو انسانانو ته د بېلابېلو لارو نه ورځي او روغ سړي ته ناروغي ورپېښوي. د ساري يا لېږدنده ناروغۍ د هوا له لارې، د ناروغ د ټوخي له کبله د کوټې د هوا د ککړېدلو، د ناروغ د پرينجېدلو، د غوماشو د چيچلو، د ناروغ د خواړو د څکلو او يا په مکروبو اخته خواړو او څښاکونو له لارې هم خپرېږېي. نورې ناروغۍ لکه د چنگاښ يا سرطان ناروغۍ او د زړه ناروغۍ، د لېږدنده ناروغيو په لړليک کې نه راځي او نه هم دغه ناروغۍ ساري گڼل کېږيږ، دا ډول ناروغۍ د بدن د منتن کېدلو په سبب نه پېښېږي خو هېره دې نه وي چې ځينې مايکرو-اورگانيزمونه يا کک-غړي د داسې ناروغيو د خطر عاملين اوسېدلی شي. د ناروغۍ ټولنيز اهميت . - . . . - - - - . . . . ددې ويی نورې کارونې په ژونپوهنه کې د ناروغ يا ناروغي وييکه هر هغه غېر نورمال حالت ته وييل کېږي چې د يوه اورگانيزم د نورماله کړنو خنډ گرځي او يا هم په اورگانيزم کې د بيالوژيکي دندو همغږی له کاره غورځوي. د ناروغ يا ناروغي وييکه بيا کله ناکله په تشبيحاتي ډول هم کارول کېږي، او په داسې حال کې بيا اشاره يو عيب، گډوډ حالت، ناسم کاري لوري ته ده. او يا هم په خوږ اخته حالت او نور داسې شيان چې د يوې نارغې ټولنې سره يې تړاو گڼل کېږي. دا هم وگورۍ د ماشومتوب د وخت د ناروغيو لېست د عامو ناروغيو لېست د ناروغيو لړليک د بېلابېلو ناروغيو چې ډېری يې کم پېښېدونکې دي. د جېنيتيکي ناروغيو لېست د چاپېريال په هکله د سرليکونو لړليک د ناروغيو موندنه او پېژندنه ساري ناروغۍ رنځ درملنه لېږدېدنه د يو څو ناروغيو لړليک اېډز ملاريا الرژي تبه ډي ان اې جيارډيا لامبليا ټريپانوسوما اسکاريس لومبريکويډېس پلازموډيم وايوېکس پلازموډيم فالسيپارم د سلول تيوري سږي باندنۍ تړنې طبي سرليکونه د گڼ شمېر ناروغيو پېژندنه، او د دم مهال څېړنيزو ليکنو ته لاسرسی. د ناروغيو د کنټرول مرکز له - طبي سرليکونه د گڼ شمېر عامه ناروغيو په اړه حقايق . د لارښود د گڼ شمېر ناروغيو تفصيلي څرگندونې، د انټرنټ پرليکه په وړيا توگه د لټون وړ. طبي اصطلاحگانې طب
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%B3%D9%86%DB%8D
رسنۍ
رسنۍ کیدای شي نغوته دا لاندی سرلیکونو ته: اړيكتياوى رسنۍ اړيكتياو د توكو د خوندي كولو او د مالوماتو او اومتوكو د سپارلو لپاره كارول كيږي. خبرتيايي رسنۍ بيلابيلې رسنې ښكالوېاو د خپرتياوو پيرل او خپرول. بريښنايي رسنۍ د بريښنايي انرژي پر مټ د اړيكتياوو رسول. گڼيال رسنۍ يو بريښنايي رسنۍ چې د گڼياليزو خبرتياوو د خونديكولو، استولو او اخستلو لپاره كارول كيږى. سوداگريزه بريښنايي رسنۍ د بريښنايي سوداگرى لپاره گڼيالې رسنۍ. لو پيوند رسنۍ رسنۍ له لوي پيوند سره. گڼرسنۍ اړيكتياو كوم چې مالوماتو، منځپانگې او د بهيرونو گڼې بڼې پو ځاى كوي . چاپي رسنۍ د اړيكتياو رسول د پاڼو له لارې. ډله ايزې رسنۍ ټولې ډله ايزي رسنۍ. خپريزي رسنۍ خبري رسنۍ نوي رسنۍ خونديزې رسنۍ د مالوماتو د خوندي ساتلو وزلې. دا هم وگوري د رسنيو پېښليك ځينې پرليکه پښتو وېبپاڼې د وحدت ورځپاڼه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري وېب پاڼه پژواک خبري آژانس د ټول افغان وېب پاڼه د خوست وېب پاڼه د پښتونخوا وېب پاڼه د بېنوا وېب پاڼه د تل افغان وېب پاڼه د تاند وېب پاڼه پر ليكه وړيا پښتو قاموسونه يا ډكشنري
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%D8%A7%D8%AF%D8%A8%DB%8C%D8%A7%D8%AA%D9%88%20%D9%85%D9%87%D9%85%20%DA%9A%D9%88%D9%86%DA%81%D9%8A
د پښتو ادبیاتو مهم ښونځي
د روښانيانو ځېل سبک د اخون درويزه ځېل سبک د خوشال بابا ځېل سبک د عبدالرحمان بابا ځېل سبک د عبدالحميد بابا ځېل سبک د پير محمد کاکړ ځېل سبک او د حمزه بابا ځېل سبک يادولی شو - په پښتو ژبه پوځي نمونه او بولۍ - - د امير شير علي خان په وخت کې دود شوې - لنډه کيسه ، ناول ، ازاد شعرونه او هايکو په شلمی پيړۍ کې د پښتو ادب په درشل پښته ږدي - همدارنگه که څه هم موږ په ځينو مناسباتو کې له د وادۀ يا د ماشومانو په لوبو کې د ډرامې مخبيلگې لرو ولې په ادبي معيار او عصري مفهوم کې ډرامه هم په شلمه پيړۍ کې پښتو ادب ته راغله - همدغه رنگه پلم هم لمړۍ پښتو ډرامه په لره پښتونخوا کې د عبدالاکبر خان استاد ډرامه وه چې د اتمانزو په ښوونځي کې وښودل شوه - د ستر استاذ حبيبي توريالۍ پښتنه په بره پښتونخوا کې په لومړي لړلیکه کې راځي - او په دې توگه دغه لړۍ ښه روانه ده ليکوالان شاعران اديبان کره کتونکي نقادان شعرونه لنډۍ څلوريځ غزل قصيده نظمونه متلونه پښتو ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%9A%DA%A9%D9%84%D9%8A%20%D9%87%D9%86%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87
ښکلي هنرونه
په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د خپلواک هنر او بل ته يې د ښکلي هنر نومونه ورکړيدي .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال منطق او رياضي او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو . داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ مجسمه جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ رقص او تمثيل سر ليکونه ورکړيدي . ليدونکي هنر ټولي هغه هنري برخي په بر کي نيسي چي د گرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ، ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ، ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي . ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي ، په ډرامه يې هنر کي د زياتي پاملرني وړ ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپيريال منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده ؛ د اتڼونو بيلا بيلي برخي ځکه د هنر هغه ارزښتمني بيلگي گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي . هنرونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DB%8C%D9%86%D9%85%D8%A7
سینما
سینما چی د فلمونو نندارتون هم بلل کیږي تر ډیره ځایه پورې د فلمونو د ښودلو لپاره جوړیږي، سینما گانې ډیری د سوداگریزو موخو لپاره جوړیږي چیری چی د سینما خاوندان خلک د ټکټ د اخستلو په بدل کې د فلمونو د لیدلو لپاره راغونډوي. او فلمونه د یوه فلمي پروجیکټور په مټ چې د صالون په څنگ گې تصب شوي په یوه لویه پرده چی د ننداره چیانو مخامخ ده ننداره ته وړاندی کوي. ځینې سینما ګاني اوس د دیجیټل سینماگانو په جوړلو کار کوی ترڅو د فلم د فزیکي چاپ د لیږدلو اړتیا نه وي. ریښه سینما له یوناني ژبهی - کینِما نه اخیستل شوی ده چې د حرکت په معنی ده. تاریخ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B4%D8%A7%D9%87%20%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C
احمد شاه درانی
احمد شاه بابا په انگرېزي: د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی ټولواک و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د بابا ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارگلوۍ ځای موندلی وي. احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز ۱۱۲۶ هـ لمريز ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز ۱۱۵۱ هـ لمريز ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور ربيع الاول په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنگه جوړ کړی و. د زېږېدو ځای د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان گڼي، بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی. څنگه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملگری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وگڼلی شي. د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته گټورې مشورې ورکولې. د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توگه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي: سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل ابدال ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی. د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنگه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران گرگين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی گرگين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه. دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا گرگين ته پورته شول، گرگين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان د احمد شاه بابا پلار ېې د يرغمل په توگه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د ۱۱۲۲ هـ لمريز کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او گرگين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په ۱۱۳۵ هـ لمريز کال ېې د دې جهان له ژونده سترگې پټې کړلې. د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و. ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنگيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه. او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار که برادر بزرگتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف گشته... د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران گرگين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول. د دراني نوم د احمد بابا ټبر ته د دراني هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته دُر دران هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنگه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د ملهم غيبي د الهام په اثر بولي چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی. د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنگ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه. خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران ملغرو کې ښه ملغلره او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله. قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، گيگيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنگر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښگښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنگه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله... فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: با سد صواب آرای بزرگان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، گياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده گفت: اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت... احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني تر پاچايي دمخه لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واگۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنگه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرگې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرگې له خوا د باخزر حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنگه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور گلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جگړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرگند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جگړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنگېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت گډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنگه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرگند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيگاربيگي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند... له دې ليکنې څخه څرگندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا گڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينگ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي. ابن محمد امين ليکي چې: د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله. احمد شاه بابا او نادرشاه د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترگه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي: يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول نوکريوال ضابط په حيث د ځان سره وساته چې حتی وايي د هند په سفر کې هم ورسره ملگری و ددې روايت سره د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني ليکنه هم لږ او ډېر سر خوري چې د نادر شاه په باب کې ليکي: بعد از تصرف دارلسلطنة هرات و قندهار را ايل جليل دراني را از محال هرات بالکاء نيشاپور و طايفه غلجايي را بمحال و رامین و خار و تهران کوچانیده خانه کوچ بزرگان را برسم گرو و يورقه مال بارض اقدس آورده سکنا و آنحضرت را مقصد احمد شاه بابا دی که هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالگي بودند از راه احتياط با برادر و اعمام کرام اکثر او ان در اردوی خود ميداشت. بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوگرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی او څنگه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جگړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرگند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې گرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: بعد از مرگ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای. په دې توگه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولگرۍ د ضابطي رتبه څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد خو بيا هم څنگه چې نادرشاه د افغاني لښکر ستر قوماندان نور محمد عليزی و نور احمد خان د نادرشاه په لښکر کې د يو منصبدار په حيث پېژندل کېده، څو چې په لږه موده کې يې د ښه خوی او ښو کارو او پيرزوينې په سبب د ټولو افغاني لښکرو په تېره بيا د ابداليو پښتنو سپاهيانو بشپړ باور پر ځان پيدا کړ، البته په دې باور پيدا کولو کې دده د ټبر شهرت او د پلار او وروڼو هم اغېزه درلوده. پر هغه سربېره احمد خان د نادرشاه سره د داغستان او اېرېوان په جگړو کې هم زياته مړانه وښووله ځکه نو نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو او په نادري لښکر کې تر نور محمد خان عليزي راوروسته لومړی سړی گڼل کېده. هغه و چې احمد خان له ۱۱۵۴ هـ سپوږميز کال څخه تر ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال پورې شپږ کاله په سفر او حضر کې د نادرشاه سره و او په هغو شپږو کالو کې يې د دولت په ملکي او لښکري چارو کې ډېرې گټورې تجربې وموندلې چې د ده د وروستيو برياليتوبونو بنسټ بايد وگڼل شی. د نادرشاه وژل کېدل څنگه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدگمانه شول. د احمد شاه بابا دربار منشي محمود الحسيني چې د هغه د وخت حال يې په سترگو ليدلی و سربېره پر دې نادر شاه غوښتل خپل ټول مخالفان بيخي له مېنځه يوسي، او په دې باب کې يې د خپلو ډېرو نژدې او باوري کسانو او د پښتنو مشرانو سره چې د ده ښي لاس گڼل کېدل خصوصي مشورې او جرگې کولې او دې خصوصي مشورو او جرگو دده مخالفان لا وپارول او د ځانو د وژلو له بيري يې د نادرشاه وژلو ته ملاوې وتړلې څو چې د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلرمې خور جمادي الاخر په يوولسمه د يکشنبې په شپه يې د مشهد له خبوشان څخه نيم فرسخ يا دوه فرسنگه ليرې فتح آباد کې نادرشاه وواژه. مرحوم فيض محمد د سراج التواريخ ليکونکی او ښاغلي غبار د نادرشاه قاتلان محمد خان قاجار ايرواني او موسی بېگ ايرلوی افشار ارومی، د صالح خان قرقلوي ابيوردی او محمد قلي خان افشار ارومی کشيکچي باشي او نورو دايمي کشيکچيانو او ساتونکو په سلا چې شمېر يې اويا تنو منصبدارانو ته رسېده خو د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني ددې پېښې تفصيل داسې ليکي: کندهار ته رسېدل او لويه جرگه غونډېدل احمد خان د هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په باب مشورې پیل کړې. په دې لويه جرگه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرگې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واگي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو ستر قوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان ساکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه سو منلای، ځکه نو لکه څنگه چې مورخان ليکي اته جرگې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرگو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرگه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرگې زيات خلگ ېې پرخواشوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم د پاچهي د مقام د پاره وړگڼل کېده. د احمد خان پاچا کېدل په نهمه جرگه کې چې د شېر سرخ په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو صابر شاه نومي ملنگ د جرگې منځ ته راودانگل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پگړۍ کې وټومبه او وې وېل: دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې او د جرگې غړو ته ېې ووېل : د خدای دپاره دا جرگې نورې بس کړۍ، جگړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نو د خدای تعالی قار به درباندې نازل شي هغه و چې د صابر شاه ملنگ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توگه احمد خان احمد شاه شو ، او د هـ ق کال د شوال او د م کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو. په څنگه وخت کې پاچا شو؟ احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمگړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانگړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه. له بلې خوا د افغانستان د لمرلوېدو خوا ته په ايران کې د نادرشاه تر مړينې وروسته داخلي هرج و مرج پېښ و، او يوه ملوک الطوايفي دوره راغلې وه، چې غلجي پښتون آزاد خان سلېمانخېل د پنځلسو زرو سرتېرو سره په آذربايجان ، او حسن خان قاجار په استر اباد او کريم خان زند په عراق کې حکومت کاوه. د افغانستان شمال ته جنيدي دولت په بخارا او ماورالنهر کې انحطاط پر لور رهي و، او د افغانستان د ختيز خوا ته په هند کې د گورگاني امپراتوري ريښې سستې شوي وې او په تېره بيا په جنوبي هند کې د مريټيو حکومت دومره زور اخيستی و، چې گورگاني دولت ته ېې لوی خطر پېښ کړی و. په داسې وخت کې احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله. د کورنيو چارو سمون احمدشاه بابا چې خپل تيت او پرک ولس ليده نو تر هر څه د مخه ېې ددوی يووالي ته توجه وکړه، چې په دوی کې بيا د ملي او سياسي وحدت روح راويښ کړي او افغانستان بيا په ملي او سياسي لحاظ سره يو موټی شي. په ملي لحاظ داسې چې ټول قبايل د يوه ولس او ملت په شکل پر يوه مرکز راغونډ کړي، او په سياسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د يوه خپلواک او آزاد هېواد په څېر بيا د نړۍ د نورو ژونديو هېوادو په کتار کې ودروي، خو دې کار خورا ټينگ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبير ته اړتيا درلودله چې هغه د احمد شاه بابا په وجود کې يو ځای شوی وو. احمد شاه بابا سربېره پر دې چې ښه تکړه او ازمويلی شوی مجرب سرتېری و، د خپل ولس په خوی او بوی، دود دستور هم ښه خبر و. او دا ورمعلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښوونه کې ډېره اغېزه لري ځکه ېې د يوه ولسي مشر په توگه د پاچهي واگی په لاس کې واخيست، او دی د ، افغانستان لومړی پاچا دی چې تاج ېې پر سر نه ايښود ، لنگوټه ېې تړله، چپنه ېې اغوسته او موزې ېې په پښو کولې او پر فرش شوې مځکه باندې د خلکو سره کښېناسته او په ټولو مهمو دولتي چارو کې ېې د ولس د مشرانو سره مشوره کوله. مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب د پښتنو تاريخ کې ليکي چې: هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د حکومت په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه قبيله د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنگ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لگول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنگ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنگ ورکولو . هغه ځان ته پښتون باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه گټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرگه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو ژبه په جرگو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو. په دې توگه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا ته ېې مستمري تنخاگانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول. ناوړه پېښه هغه وخت چې احمد شاه بابا په پاچاهي وټاکل شو نو د ده په نامه بيعتونه پيل شوه، له ليري او نژدې به بيعتونه راتلل، او هرې خوا ته د خوښۍ ډمامې غږېدلې، يوازې کرم خان ترين او مقصود خان بړېڅ چې د خپلو قبيلو مشران ول له اطاعته سرونه وغړول او بيعتونه يې راونه لېږل او احمد شاه بابا ته پورته شول، هغه و چې احمد شاه بابا د کرم خان ترين د ايلولو لپاره سپه سالار محبت خان درانی د څه عسکرو سره پښين فوشنج ته ولېږه، او سردار مانوخان يې د يو بل پوځ په سالارۍ د مقصود خان بړېڅ د اېلولو دپاره ښوراوک ته واستاوه. خو دا دوه سالاران يعنی محبت خان او مانو خان که څه د احمد شاه بابا کهاله ته منصوب وو، خو دوی هم په پټه د نور محمد خان عليزي چې د نادرشاه په وخت کې د کندهار واکمن او د افغاني لښکرو ستر قوماندان و د مير افغان لقب يې درلود او د ميان داد خان ساکزي او د ځينو نورو درانيو مشرانو په سلا د ياغيانو سره لاس يو کړ او د پښين او ښوراک د ياغيانو تر مېنځ يې ارتباط ټينگ کړ او هغو يې لا نور مخالفت ته ولمسول خو په ښکاره يې د هغو سره زرگری جنگ شرو کړ او د دې لپاره چې ځانونه لا ښه قوي کړي له مرکز څخه يې نوره نظامي مرسته وغوښتله. احمد شاه بابا هم د دوی غوښتنه ومنله او يو زيات شمېر رکابي پوځ يې د لسو او پينځلسو توپو او زنبورک اوښانو سره د عبدل خان ماکو په مشرۍ چې هغه وخت د شفقت خان په خطاب سرلوړی شوی و د محبت خان او مانو خان د ملاتړ دپاره ولېږل. عبدل خان ماکو چې د هغو زور وليد لکه دا چې دمخه د هغو سره په سلا کې شريک وه، دی هم د هغو خواته واوښت او د هغو سره په سازش کې ملگری شو. په دې وخت کې نواب خان الکوزي او څو تنه نورو د محبت خان او مانو خان له چوڼۍ څخه پټ راووتل او ځانونه يې د احمد شاه بابا حضور ته ورسول، او هغه ته يې د محبت خان او مانو خان سازش برملا کړ او ورته يې وويل چې نور محمد خان عليزی او ميان داد خان ساکزی او عبدالرحمن خان بارکزی توپچي باشي د کندهار په ښار کې دی هم د محبت خان او مانو خان سره په سلا کې شريک دی هغه و چې احمد شاه بابا نور محمد خان او عبدالرحمن خان او ميان داد خان ور وغوښتل او پوښتنه يې ځنې وکړه، هغوی ناگاره او منکر شول خو نواب خان الکوزی او د هغه نورو ملگرو شاهدي پر ادا کړه نو احمد شاه بابا امر وکړ چې د دوی لاسونه او پښې دې وتړل شي او د پيلانو تر پښو لاندې دې واچول شي چې د پيلانو تر پښو لاندې مړه شي. امر ډېر ژر اجرا شونور محمد خان او ميان داد خان د پيلانو تر پښو لاندې ووژل شول، خو عبدالرحمن خان بارکزي يو پيل په شونډک کې پورته کړ او د احمد شاه بابا د تخت په وړاندې يې وغورځاوه، ځکه نو احمد شاه بابا هغه وباخښه او تر څه مودې وروسته يې بېرته د توپچي باشي په رتبه سرلوړی کړ. د نور محمد خان او ميان داد خان د وژلو خبر چې محبت خان او مانوخان ته ورسېد هغو د کسات او انتقام اخيستلو په غرض خپلې لښکرې د کندهار خوا ته راوبهولې او د کندهار د ښار په څلور فرسخی کې د زنه خان په کلي کې چې اوس يې زلخان بولي کښته شول. د احمد شاه بابا له خوا عبدالحميد خان درانی د نومياليو مبارزانو سره مقابلې ته ورووتل په لومړۍ جگړه کې عبدالحميد خان ماته وکړه او د مخالفينو د لښکرد ډېرښت او د شاهي لښکر د لږوالي خبر يې احمد شاه بابا ته يووړ. سبا ورځ احمد شاه بابا پخپله د هغو مقابلې ته ور ووت، تر سختې جگړې وروسته يې مخالفين پر شا تلو ته مجبور کړه او سخته ماته يې ورکړه، محبت خان او مانو خان او کدو خان د صابر شاه ملنگ په واسطه پړی په غاړه د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول، او احمد شاه بابا پر هغو د بند حکم وکړ او نور نو معلومه نه شو چې په محبس کې د دوی کار کم ځای ته ورسېده. د دې ناوړې پېښې د پېښېدو سره سره بيا هم احمد شاه بابا د ولس مشران پر ځان راټولول او په مهمو ولسي چارو کې يې ورسره مشوره کوله، بلکه د ولس د مشرانو يوه دايمي جرگه يې هم په مرکز کې جوړه کړې وه چې د هغې په واسطه يې د بېلابېلو افغاني قبيلو نظريې يې ځانته مالومولې او د هغو نظريو سره سم يې خپله مترقي تگلاره ټاکله. احمد شاه بابا له اوله د ولسي نظرياتو او دود دستور ډېر مراعت کاوه او د هېڅ افغان غرور ته يې صدمه نه رسوله. ده پخپل دربار کې د مرييتوب زاړه خويونه لکه پاچا ته د تعظيم لپاره سر ټيټول او په رکوع کېدل او يا زمکه مچول او نور منع کړل او د احترام لپاره يې يوازې پر تندي لاس ايښودل کافي وبلل او همدا راز يې په اداري چارو کې سمون راوست. د اداري چارو سمون احمد شاه بابا د ولسي مشرانو سره د مفاهمې وروسته د خپل دولت په اداري چارو لاس پورې کړ او په مرکز کې يې لکه څنگه چې مرحوم قاضي عطاالله خان ليکي: هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت يعنی صدارت قايم کړ او ورپسې يې يو ديوان اعلی يعنی د ماليې وزارت او دفتر ضبط بيگي يعنی امنيه او کوټوالي، خزانه داري او نسقچي باشي گري، يعنی د مجازاتو د تدبيقولو اداره او داروغه کي او د اخبار دفتر او هرکار باشي يعنی ضبط احوالات او استخبارات او ميراخور باشي يعنی پر څارويو د بارونو د وړلو راوړلو اداره، او څو نورې کوچنۍ ادارې د باج گير او ميراب او خالصه جات او د ښار کلانتري او نور تشکيل کړل او همداراز يې په ولاياتو کې دا لاندې مامورين مېنځ ته راوستل: حاکم، پېشکار مرستيال، امير لشکر، مستوفي، قاضي، قلعه دار، باج گير، مامور ثانثات، ميراخور، ميراب او کلانتر او هم يې په دربار کې دا دفترونه جوړ کړل. دېوان انشاء، دارالتحرير شاهي، عرض بېگي، مهمان دار باشي، پېشخانه چي باشي، د ډوډۍ ناظر يا کارخانه، او هم يې په اردو کې دا دفترونه پرانيستل، لشکر نويس يا د نظام دفتر، اردو باشي، جارچي باشي، سيورساتچي، او قورخانه، او همداراز يې په مرکز او ولاياتو کې شريعي محکمې جوړې کړې. خو د دې ټولو ادارو په سر کې هماغه ولسي جرگه وه چې د قبايلو له مشرانو، لويو افسرانو او د لوړ رتبه مامورينو څخه وخت په وخت جوړېدله او په اهمو سياسي او اداري چارو کې به يې نظريه او مشوره ورکوله. که څه هم په ټولو اجرايي او قضايي او نظامي تشکيلاتو کې پاچا د ټول واک خاوند و خو سره له هغه هم احمد شاه بابا په اهمو اداري، سياسي او نظامي چارو کې د ولسي جرگې غړي په مسؤليت کې د ځان سره شريکول: له بلې خوا که څه هم په دغه وخت کې احمد شاه بابا ۲۵ کلن ځلمی ؤ خو د يوه ازمويل شوي او جنگ ليدلي عسکر او مجرب سياسي مېړه په حيث يې د واکمنۍ واگی يې په لاس کې نيولی وي نو ځکه يې تر ولسي جرگې وروسته خپله زياته پاملرنه د يوه منظم اردو چمتو کولو ته واړوله چې په لومړي سر کې يې ۱۶ زره منظم پلي او سپاره سرتېري د درنو او سپکو توپخانې سره چمتو کړل. او د هغو د وړو راوړلو دپاره يې آسان، غاترې، اوښان، او پيلان پيدا کړل، او د ده په منظم اردو کې دا افسران وو: لس باشي ډلگۍ مشر، سل باشي ټوليمشر، مينگباشي، قللوقاسي، کشيک چي باشي د محافظه کار د قوماندان، جزاير چي باشي شهنک چي يا زنبور چي، توپچي باشي، امير لشکر او سپهسالار چې بيا وروسته پر دې منظمو عسکرو سربېره دېرش زره منظم يعنی قومي لښکر په پايتخت او ولاياتو او سرحداتو کې هم چمتو کړل او د جگړې په وخت کې به د مخالفو قبيلو له خوا جلبي عسکر هم پر زياتېدل، د مثال په توگه د هېواد د لمرختيزې د يوې کوچنۍ سيمې مروتوله قبيلې څخه به دوه سوه سپاره بې تنخا او د يو لوی ولايت بلوچستان څخه په شپږ زره جمازه سوار يعنی اوښانو لرونکي سپاره د احمد شاه بابا په اردو کې داخلېدل، څو چې وروسته وروسته د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر څلوېښتو زرو تنو او بيا اتيا زرو او حتی د ځينو مورخينو په قول يې يو لک او شل زرو تنو ته ورسېد چې اتيا زره يې غير منظم او څلوېښت زره يې منظم عسکر وو. سکه او مهر همداراز احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په لومړيو ورځو کې د اداري چارو د سمون او چلن په عرض په خپل نامه سکه ووهله چې دا بيت پر کيندل شوی وو: او هم يې ځانته يو مهر وکينه چې په طاوسي شکل گردی او د صراحي د غاړې غوندې اوږد وو او دا عبارت پرې کيندل شوی وو: احکم الله يا فتاح احمد شاه در دراني تر دې وروسته احمد شاه بابا نورې سکې هم په نورو عباراتو ووهلې چې پره يوه مخ به يې فلوس احمد شاهي او پر بل مخ به يې يوه افقي توره وه چې دا توره په عموداً په قرابين يا توپک پرېکړه شوې وه او نورې داسې سکې د عبارتو په لږ اختلاف چې دا وروستۍ سکې په بېلابېلو کلو کې د هرات، کندهار، کابل، مشهد، اټک، انوله روهيکنډ او بريلی، بهکر او پېښور، تته سند کشمير، لاهور او اگره او ملتان په ښارو کې وهل شوي وې. د هېواد سياسي يووالي ته هڅه احمد شاه بابا د خپل دولت د هيت تر ټاکلو او د اردو تر تنظيم او د اداري چارو تر ابتدايي سمون وروسته د خپل هېواد د بېلو بېلو سيمو سياسي يووالي ته مخه کړه او وې غوښته چې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېری کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړې شوې وې بېرته ټولې په مرکزي افغاني دولت پورې وتړي او له هغو نه يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړی نو د دې مقدس ملي مرام د تحقق دپاره تر هر څه دمخه لکه څنگه چې د ده ثابت اصول وو د ولس د مشرانو مشوره او صلا ضرور و لازمي گڼله، ځکه يې نو د ولس د مشرانو يوه لويه جرگه راوبلله چې په دې باب کې ورسره سلا او مشوره وکړي، او د ده دد پاچهۍ لا درې مياشتې پوره نه وې چې جرگه راغونډه شوه او احمد شاه بابا هغو ته د افغاني دولت د مرکز سره د ټولو افغاني سيمو او بېلو شويو برخو د يو کولو او د يوه متحد او خپلواک افغانستان د جوړولو تجويز وړاندې کړ، تر خبرو اترو وروسته د جرگې ټولو غړو په يوه اتفاق هغه ملي تجويز ومانه خو احمد شاه بابا ته يې دا سلا او مشوره ورکړه چې لومړی دې د غزني، کابل او پېښور خوا ته هڅه وکړي او تر هغه وروسته دې په يوه مناسب وخت کې د هرات خوا ته وخوځېږي. لومړی سفر د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توگه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو. دا چې په دې سفر کې د احمد شاه بابا د لښکر شمېر څو تنه ؤ، د مؤرخينو اختلاف دی، الفنسټون دوولس زره تنه دراني او بلوڅ بللي دي، فيض محمد او نورو په ۱۱۶۱ هـ. س. کال د لاهور خوا ته د حرکت په کې دېرش زره تنه ليکي، او گندا سېنگ بيا د لاهور خوا له پېښور څخه د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر د ۱۸۴۷ ز. کال د ډېسمبر په مياشت کې اتلس زره تنه گڼلی او د نندرام مخلص د ليکنې سره سم پينځه ويشت زره تنه، او د عبدالکريم د يادونې په اساس دوولس زره تنه پلي او سپاره وو. خو لکه څنگه چې موږ دمخه ووييل احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په سر کې شپاړس زره منظم عسکر چمتو کړي درلودل نو په دې سفر کې بايد څه نور غير منظم جگړن يعنی قومي لښکر هم پر زيات شوی وي، په تېره بيا له غزني نه تر پېښوره پورې ډېر پښتانه د احمد شاه بابا په لښکر کې داخل شوي وو، چې په دې حساب په دې سفر کې د احمد شاه بابا منظم عسکر دوولس زره او غير منظم قومي لښکر لس زره اټکل کېدای شي. د کلات کلابندي احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د غزني، کابل او پېښور په نيت د کلات خوا ته چې اوس ېې زابل بولي وخوځېد ، او لکه څنگه چې محمود الحسيني د احمد شاه بابا د دربار منشي په خپل کتاب ٫٫تاريخ احمدشاهي٬٬ کې ليکي احمدشاه بابا تر کلاته پورې درې پړاؤه درې منزله ووهل او څلورمه ورځ د کلات د کلانيم فرسخي ته ورتسليم او هلته يې واړول . د کلات کلا لکه اوس چې هم ښکاري پر يوه لوړې غونډۍ ودانه، او هغه وخت ډېره ټينگه کلا وه، چې محمود الحسيني يې په خپل کتاب کې داسې يادونه کړې: قلعه کلات بر فراز تپه رفيع و زير پشته منيع واقع و از موضعی که شهر بر سر آن است کابل او جلال آباد احمد شاه بابا د خپل لښکر سره له غزني څخه د کابل خوا ته وخوځېد، ناصر خان مقابلې ته چمتو شو، خو د مقابلې توان يې و نه شو درلودلای. د خپل بار اوښې سره د پېښور لورې ته وتښتېد، او په کابل کې د حکومت د زياترو چارو واگی د سيد درکاهی کابلي نومي سيد په لاس کې پاتې شولې. د لاهور وضعيت لاهور ته سفر د سرهند خوا ته تگ دوهم سفر درېم سفر د خراسان خوا ته د مشهد خوا ته هڅه څلورم سفر د پنجاب خوا ته بېرته پېښور ته تگ کندهار ته راگرځېدل پينځم سفر سند ته شپږم سفر خراسان ته قاين او طبس نيول تون نيول د مشهد کلابندي د شاهرخ ننواته د نېشاپور خوا ته هڅه د کندهار د نوي ښار ودانول اووم سفر هندوستان ته په ۱۷۵۸م کال کې مهمې پېښې په هند کې واقع شوې، سکهانو په پنجاب کې قيام وکړ او مرهټيانو په پنجاب کې په افغاني حکومت حمله وکړه او د هند دولت په ډهلي کې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې احمد شاه بابا د نصير خان په ځپلو کې بوخت ؤ، د مرهټيانو دغه فتوحات او سوقيات ډېر پراخه وو او احمد شاه بابا ددې جنګ له پاره د هند پر لور ور روان شو او تر ډهلي پورې يې په لاره یاغي قوتونه وټکول، بالاخره د پاني پت پر ميدان د دريو لکو مرهټي لښکرو سره مخامخ شو او د احمد شاه بابا د پياده او سپرو شمېر ۶۰۰۰۰ تنو ته رسېده، خو ۲۲۰۰۰ بنديان ۵۰۰ فيلان، ۵۰۰۰۰ آسونه، دوه لکه غواوې او څو زره اوښان ولجه په لاس ورغلله او فاتح کندهار ته راوګرځېد، د هند پاچاهي يې علي ګوهر د دويم عالمګير زوي ته وسپارله او نواب شجاع الدوله يې په وزارت وګماره. د هند د سفير رخصتول د هند د بل سفير او ليک رارسېدل په هند کې فساد او د عالمگير پاچا وژل اتم سفر هندوستان ته د نصير جان مخالفت هندوستان ته تگ د پاني پت جگړه په ۱۱۷۰ ه۱۷۵۸ کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا گواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول. مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جگړې ډگر ته راننوتل، ادینه بیگ او ورسره ټولو یاغیانو گڼ شمیر افغانان ووژل. مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنگیالي ورسره ملگري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه. احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په سهارنپور کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملگري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنگونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په گډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ. احمد شاه بابا له خپلو جنگیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل. جگړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرگونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل. له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جگړه ټاکونکې وه او په دغه جگړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنگیالي له لاسه ورکړي وي. د پاني پت جگړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جگړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل. د ۱۷۶۰ ز کال د څلورمې جمادی الاخری په شپږمه نیټه یې لویه سوبه فتح په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنگي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل. د ځينو اشتباهاتو دفع په خراسان کې خړپړتيا نهم سفر هندوستان ته کله چې احمد شاه بابا خبر شو، چې د خراسان اوضاع خرابه شوې ده، سره له دې چې ناروغه ؤ، بيا هم هلته ورغي او باغيان يې وټکول او پخوانی ړوند شاهرخ يې پاچا کړ، احمد شاه بابا دې پرله پسې سفرونو او جګړو سره قوي امپراطوري جوړه کړې وه، چې د خراسان څخه تر پنجاب او له آمو څخه تر عربو تر سمندرګي پورې د امپراطورۍ پولې رسېدلې، چې احمد شاه بابا د خپلو خاصو ځانګړتياؤ په اساس اداره کولې. د احمد شاه بابا فرهنګي او ټولنيزې کړنې ددغې عاليقدر پښتون امپراطور په وخت کې ادب او فرهنګ ته هم کار شوی ؤ، په خپله احمد شاه بابا په معنوي لحاظ هم يوه وتلې څېره وه او دده د اشعارو ديوان دده پر معنوي څېره ستر شاهد دی، د تصوف او عرفان سره علاقمند ؤ، خو په شعر کې يې حماسې هم ځای لره، د تاريخي افتخاراتو د ساتنې له پاره يې په ۱۷۵۴م کال يې په کندهار کې د بيت الاشراف په نوم لومړنی موزيم جوړ کړو، همدارنګه د تاريخ له ثبت سره يې هم علاقه لرله، نو ځکه يې په درباري تشکېلاتو کې د دولتي مؤرخ له پاره يو مقام منځ ته راوړو او په ۱۷۵۷م کال کې يې د دربار منشي محمود الحسيني په دغه دنده وټاکه او حسيني هم هغه مشهور تاريخ چې تاريخ احمد شاهي په نوم سره يادېږي، په دوه ټوکه کې وليکه او نور ډېر تاليفات دده په دوره کې رامنځ ته شو. د کشمير خوا ته هڅه لسم سفر هندوستان ته يوولسم سفر پنجاب ته کندهار ته د خرقې شريفې وړل دوولسم سفر پنجاب ته ديارلسم سفر خراسان ته د احمد شاه بابا د پزې بيا ناروغي د توبې غره ته تگ مړينه دا چې احمد شاه بابا د هند له سفر څخه راوګرځېد، ډېرو جنګونو او سفرونو ستړی کړی ؤ نو په لاره کې ناروغ شو، کله چې کندهار ته ورسېد، د ناروغۍ له امله ضعيف شوی ؤ او په ۱۷۷۳م کال کې يې د درملنې په خاطر مشهد ته سفر وکړو، خو کله چې افغانستان ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی ؤ، په دې وخت کې يې يوه جرګه د رئيسانو او د دولت له مامورينو څخه جوړه کړه چې په نوموړې جرګه کې يې شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره موافقت وښوده، بالاخره د احمد شاه بابا ناروغي سخته شوه او د طوبې د غره په لور ولاړ چې بالاخره هملته احمد شاه بابا د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه د ۵۱ کلنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې او ډېر ژر دهغه د مرګ خبر په ټول افغانستان کې خپور شو، د هغه جسد مبارک يې د طوبې له غره څخه راوړو، د خرقې مبارکې تر څنګ يې خاورو ته وسپارلو، چې دده د مزار د ګنبدې ډبرلیک دادی. شـــــاه والا جـــــاه احـــمدشــــاه درانــي که بـــود درقــــــوانـــــین امورســـــلــطنت کسـرای مـنــش ازنــــهـیــب قـــهرمـان ســـطـوتــش درعـــهــد او شـــیر آهو رابـــه شــیرخـــویـش دادی پـــرورش میــرســـــد از هر طــرف در ګــوش بد خوهان او از زبــان خــنجرش هــــردم هزاران سرزنـــــــش چــون روان شــد جــانــب دارالـبــقاء تــاریخ بود سـال هـجري یــک هــزار ویـکصدوهشــتادوشش روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځای شه د احمد شاه بابا خويونه او صفتونه د احمد شاه بابا ادبي او علمي شخصيت احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری گاڼه، همدا سبب و چې د هند ستر علمي او روحاني شخصيت شاه ولي الله دهلوي ده ته بلنه ورکوله چې هندوستان ته ورشي او د هندوستان مسلمانان له جور او ستمه وژغوري او ورته ليکل يې: در اين زمان پادشاهي که صاحب اقتدار و شوکت باشد و قادر پرشکست لشکر کفار و دور اندېش، جنگ ازمايي غير از ملازمان آنحضرت موجود نيست، لاجرم بر آنحضرت فرض عين است قصد هندوستان کردن د احمد شاه بابا آثار احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو. ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو او د ښه سواد خاوند وو او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي. لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې: چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه تره به زه د هند په لور په تماشه ځم پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه نو ایران لره په توغ په نغاره ځم معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې تر نگين مي ایران لاندي شاهانه ځم زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم چي زما د ولایت فتحه روزي شوه ترو به څه د یار له نازه کناره ځم احمد شاه دنیا فاني گڼم چي نشته دنیا پاته له ایمان به سره ځم احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار ويلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي: د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هجري شمسي کې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې په اهتمام چاپ شو.او بيا په کال ۱۹۶۳ سپوږمیز میلادي د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوې وو، چاپ او خپور شوې دي. د بابا په اشعارو کې ملي عشقي تصوفي او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده اشعارو یې ډېر زیات میهني ملي او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره ۲۵۰۰ بیتونه لري په اشعارو کې یې غزل ،رباعي ،قطعه ،مخمساومربع برخه لیدل کېږي. دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې: په آشنا به خبر نشم څو خبر نشم له ذاته که د خپلې خودۍ تیر شم خود به زه شمه مراته معرفت به مي روزي شي که فاني شم و فنا ته دا د یار مینه خوږه ده چي پریکړې سر د زیاته د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي. هیواده ستا د عشق له وینو ډک شو ځیگرونه ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه تاته راشمه زړگۍ زما فارغ شي بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه د فرید او د حمید دور به بیا شي چې په تورو پښتانه کړي گزارونه که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې زما خوښ دي ستا خالي تش ډگرونه احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا که ونسي د تمام جهان ملوکونه علم گنج دا د احمد شاه بابا د بل کتاب نوم دی چې اته بابه لري او په تصوف کې يې ليکلی دی. ددې کتاب د شرح يوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په خطي کتابتون کې شته چې سر او پای نلري، او د کتاب پاته برخه پنځه پنځوس پاڼې دی چې هر مخ يې ۱۱ کرښې لري او کچه يې ۱۳۱۹ کې ده ددې کتاب په ۲۱ مخ کې لومړی باب داسې پيل کېږي:باب اول قال المصنف خلدالله ملکه:آسمان شجر يعنی الف سين ميم نون ؟؟ قال الشارح عضی الله عنه: بدانکه قبل از شروع در علم واجب است تقديم چند چيزې که موجب از د ياد بصيرت ستاره گردد در آن علم که د ا ب محصلين صناعات علوم حقيقت همين است...پوهاند حبيبي ليکي چې: احمد شاه بابا په عربي ژبه ځينې کلمات لري چې محمد غوث ابن ترکمان ابن تاج خان په هندوستان کې په پارسي ژبه شرح پر ليکلې ده چې شرح الشرح نوميږي او درې سوه مخه لري، نو څرگنده نه ده چې د علم گنج دا شرح هماغه شرح الشرح ده او که دا شرح ده او پر دې شرح باندې بله شرح ليکلی شوې ده. د احمد شاه بابا عربي اشعار د علم گنج کتاب که څه هم د سر پاڼې نلري خو په ۲۱ مخ کې يې داسې ليکل شوي دي: هذا آخر الکلام في شرح ابيات الملک الدُراني والسلطان الحقاني احمد شاه الغازي خلدالله تعالی ملکه و سلطانه و جعله مالکاًللاقاليم السبعة رحم االله عبداقال امينا، و اما شرح گنج پس مرتب گشت چون هشت بهشت، بهشت باب... له پورته ليکنې څخه څرگندېږي چې د علم گنج د شرح تر شروع دمخه د احمد شاه بابا د عربي اشعارو شرح وه او تر ۲۱ مخ وروسته د علم گنج شرح په اتو بابو کې پيل شوې ده. او دا چې احمد شاه بابا په عربي ښه پوهېدی د مرحوم شاه فقيرالله جلال آبادي ثم شکارپوري له هغو مکتوبو څخه هم ثابتېږي چې احمد شاه بابا ته يې په عربي ژبه ليکلي دي. د احمدشاه بابا فتوحات احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي. احمدشاه بابا په ۱۱۶۱ کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنگ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ. احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزگلوي او قام دوستي ښگيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی. احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ۱۱۶۱ کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې. د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنگ درواج پوت مهاراج اسيري سنگ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنگ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د ماچی واره پر گدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره گرزولی ده د لود- هيانی په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده. کله چې جنگي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د مالو پور په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنگرو مخامخ حمله وکړه. دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنگ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ. د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه زنبورک چې په اوو سوو او ښانو وه د جنگ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه. دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنگه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو گرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنگ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنگرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولگېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک ميرمنو ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمگړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه. ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنگ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنگ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيگ دوه ځايه په گولۍ ولگيد په دغه آن کې صفدر جنگ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنگه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي. هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورگاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو. مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنگ اباد، گجرات او سرور ماليه يې چې ۱۴۰۰۰۰ لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرگه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او گډون کونکي يې ووژل. احمد شاه په ۱۱۶۳ کې خپل هيواد پوری د هرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ. په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه. امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنگ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې د مشهد دخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه. احمدشاه په خپل وطن پوری د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ۶۰۰۰ زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل. دده خدمتونه په هند او نېشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وگرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د هنگی سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه . شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دگلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندهار، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ. په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل. احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپه سالار راجا گورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنگ و نوښت په دغه جنگ کې راجا گورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو گاني احمدشاه چې د سرهند جنگ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنگ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل . احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د گنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د گنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنگ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی. احمدشاهي لښکر په نيشاپور کې احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری د نشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولگيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنگ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنگ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راگر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی. احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ. دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنگر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د جلوايي سيمه يې خپله عسکري قرارگاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلې ته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ ، نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی. همداشاهی احمد شاه د کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو د پاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارگاه مشهد ته راغی. ځني وايي چې شاه پسند خان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور لوری ته وخوځيد. کله چې احمدشاه نيشاپور ته ورسيد علی قلی باز ښار ورته کلابند کړ دده د يوی برخی سپرو د هر يوه سره چې کابل په تول دوه نيم چهارکه چودن احمدشاه د افغاني استادانو د تاريخ سلطاني په قول دفرنگي صنعت گرانو په واسطه يو لوی توپ جوړ کړ چې څلورسوه دوه اويا پونډه گولی به يې غورځوله ددغه توپ گولی چې د نيشاپور پر ديوال ولگيده د يوال او روڅرمه ټول کورونه يې ړنگ کړل د نيشاپور خلک د ډار څخه احمدشاه ته په تسليم راضي شول هغه وخت چې احمدشاه ښار ته ننوت عباس قلی ناببره حمله پر وکړه خو د لږ گړۍ وروسته مات شو او د احمدشاه په لاس ورغی . عباس قلی د احمدشاه څخه عفو وغوښته د احمدشاه چې دلاور ميړونه خوښ وه هغه يې معاف کړ او بيرته يې د نيشاپور د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او د ده قام يې غزني ته راوست احمدشاه په ۱۱۶۸ کې د هرات له لاری کندهار ته راغی او تر ۱۱۷۰ پوری په کندهار کې پاته شو. ددلي پنجاب او کشمير د چارو تنظيم او د نيولو د پاره تياری نيول احمدشاه بابا په اووم سفر کې په ۱۹۷۰ کال د پنجاب او کشمير د چارو د تنظيم او د ډيلي د نيولو د پاره تياری ونيوی . هغه وخت چې ميرمنو معين الملک د پنجاب نائب الحکومه په ۱۱۶۷ - ۱۷۵۳ مړ شو او احمدشاه بابا دده مقام د هغه کوچني زوی ميرمومن ته ورکړ چې د حکومت کولو په وخت کې مور مغلاني بيگمی او زوم خواجه موسی هم مرسته ورسره کوله خو د مير مومن دمړيني وروسته د مغلاني بيگمي او د لاهور د لويو مامورين په منځ کې اختلاف پيدا شو او د حکومت چاری وراني سوی احمدشاه بابا امان خان پوپلزی د سردار جهان خان ورور د هغه ځای د نائب الحکومه په حيث وټاکه . ددغه نائب الحکومه تر رسيدو پوری د پنجاب نورو اميرانو او د نائب الاحکومه گې مرستيالانو اوضاع دې حد ته ورسوله ، چې د دهلي د پاچا په موافقه شهاب الدين عه د الملک غازي الدين خان بهادر د هند ددولت وزير سيد جميل نومی د يو لښکر په مشرۍ د لاهور د نيولو دپاره امر وکړ . ده د ميرمنو مور په حيلی سره بندی کړه او ادينه بيگ نومی يې چې يو چالاک سړی ؤ د هغه ځاي د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. غازی الرين همدا شاهنی په کشمير کې سکحيون ستوفی تحريک کړ او هغه د کشمير نائب لاحکومه خواجه کوجگ او نظامي قوماندان ميلمستيا په دسيسه کې ووژل او د دهلي د نائب الحکومه په حيث يې په کال لاس پورې کړ . احمد شاه ته چې دغه خبر ورسيد ، د بلوچستان د شمالي برخی څخه سند ته راغی د انډاس څخه تير شو لاهور ته ورسيد ادينه بيگ چې وپوهيد د احمدشاه په مقابل کې نه دی او نه غازی الدين مقابله کولای شي ، لاهور يې پرېښود د هانسی کلا ته رهي شو ، احمدشاه چې غوښته د پنجاب امنيت د دهلي د دربار څخه د ضرر عناصرو ورکولو د لاری تامين کړی ، د خپلو ديرشو زرو لښکرو سره د ستليج څخه پوريوت او په دې وخت کې نورالدين خان باميزی هم د کشمير يا غيان رعيت کړل سکجيون مستوفی يې ونيوی او لاهور ته يې بندی واستاوه او احمدشاه بابا د دغه خدمت په مقابل کې دی د کشمير نائب الحکومه مقرر کړاو په ۱۱۷۷ کې کندهار ته راغی ، هغه وخت چې د هند دربار د احمدشاه د هرکلی د پاره يې ترتيبات ونيوله او د هند افغاني سرداران لکه نجيب الدوله ، حافظ رحمت خان ، احمد خان بنگښ ، نواب دوندی خان ، سعدالله خان د احمدشاه د لښکرو ملگري شول. د نجيب الدوله اصلي نوم نجيب خان ؤ . په ۱۷۰۷ کې له پېښور څخه ۲۵ کروه لری په مانيری نومی کلی کې زېږيدلی ؤ ، د پلار نوم يې اصالت خان ؤ ، چې د پښتنو د مشهوری قبيلی عمر خيلو څخه ؤ. د نجيب الدوله اکا بشارت خان د اسانو سوداگر ؤ ، چې هند ته به يې تگ راتگ کاؤ . ده درو هلکينډيو پښتون نواب علی خان سره وپيژندله او ددغی پيژڼدگلوی له کبله بشارت خان خپله لور دغه پښتون نواب ته ورکړه . په بل وار کې چې بشارت خان د وطنه څخه هند ته تللی ، نجيب خان يې چې يتيم او د اکا د سر پرستی لاندی ؤ هم يې د ځانه سره بوتلی او کله چې هغه علی محمد خان وليدی په ده کې يې دد لاوري او وفاداری نخښې پيداکړی او د ۱۲ کسو سپاهيانو مشري يې ورکړه ، وروسته چې ده بهارمل مات کړ ډير فتوجات او ميړانی يې وکړی د بسولی او ددغه ځای شاو خوا علاقی نواب دوندی خان ته لورو کړه ۱۷۴۷ او دغه نواب ده ته د چاندپور، نگينه پور، بچنور او نوری سيمی وسپارلی ددی وروسته دی د نواب علی محمد خان نوکر نه بلکه د روهيله حکمرانانو کورنی يو غړی ؤ او په دغه کوچنی ځايونو کې يې نوابي شروع کړه. احمد شاه د ډيلي څخه ديرش ميله لری وو چې غازالدين وزير د هند دولت په نامه د بسونيت په برخه کې دده هرکلي وکړ او د دهلي دربار سياسي خطا يې بخښنه وغوښته او احمدشاه د هند دربار د مصارفو په تاوانو ورکولو مجبور کړ خو څرنگه چې هغه ونه منله نو احمدشاه ددهلی ونيوی او د لښکرو په لاس يې زيات غنيمتونه ورغلل ددهلي په ۱۵ ميلي کې دهند شهنشاه محمد عزيز الدين ثاني عالمگير د احمدشاه مخې ته د هرکلي لپاره ورغی . ده د عالمگير ثاني لور خپل زوی تېمور ته په نکاح کړه او نجيب الدوله يې د هند سپه سالار مقرر کړ. په دې وخت کې نو نجيب الدوله دروهلکينډ د سهارانپور څخه تر شاه جهان پور پورې درو هلکينډ سيمه وه يو نواب نه ؤ لکه ددهلی ددربار يوه مضبوطه ستن هم سوه. د نجيب الدوله د مشورې پرته به پاچا څه کار نه کاوه. د پاچا نژدې کسانو لکه عمادالملک صفدر جنگ او ميرزا نجف خان د نجيب الدوله په مقام حسد خوړی او د خپلو مناقفو او د سيسه کاريو يې ضد گڼلیځکه دوی کله د جاټانو، کله د پنجاب دسکانو اومر هټيانو سره توطئ جوړولی او هغوی به يې پردهلي باندې د حملی کولو دپاره تشويقول احمدشاه يومياشت او څو ورځی په دهلی کې پاتهشو او سردارجهانخان يېد جاب دقوم درعيتولو دپاره ولېږی هغه ديلم گړ کلا او د متری ښار ونيوی او اگری ته ولاړ خو جات قوم د شديدی مقابله له کبله بېرته راوگرزيد. په دهلي کې داحمدشاه د اوسيدلو په وخت کې دهند معزول و زير غازی الدين د مالياتو د ټولولو دپاره د شهزاده هدايت بخش د ثانی عالمگير د زوی او دده زوم ميرزا بابر او يو افغانی سردار جهان خان د يولښکرسره فرح اباد ته ولاړ. په دی وخت کې سردار احمدخان بنگښ دهغه ځای والی مړشو ټول مال او سامان يې احمدشاه بابا نه وبخښی غازی الدين بيا اودی ته ولاړ داودی والی شجاع الدوله له جنگ ته حاضر شو خو روهيلي پښتون سعدالله خان هغه پريښود او د پنځه سوه زرو روپو په ورکولو يې مجبور کړ غازی الدين په دی وخت کې په فرخ اباد کې ټال شو او د احمدشاه حضور ته نه راتلی. په همدغه وخت کې په هند کې شديده کالا راپېښه شوه څرنگه چې احمدشاه ددهلی ددربار وضع ښه بلله نو افغانستان ته دتلو حرکت يې وکړ. هغه وخت چې احمدشاه د ستليج غای ته ورسيد عبدالصمد خان ممن زید قاضي عطاوالله خان په قول محمدزی يې د سرهند حاکم مقرر کړ همدا شان د ستليج او بيا په منځ کې يې سر فراز خان افغان حاکم مقرر کړ او دملتان نائب الحکومه گی يې شجاع خان ابدالي ته ورکړه. احمدشاه چې لاهور ته راغی په دی پوهيدی چې سکانو بيا دهغه ځای امنيت خراب کړی دی نو سپاه سالار جهانخان يې دتمور دمرستی دپاره د امرت سر د سکانو د نتبيهه کولو دپاره مامور کړ د کشمير حکومت يې بلند خان سدوزی ته ورکړ او د پېښور د لاری يې د کندهار خواته حرکت وکړ. احمدشاه په ۱۱۷۳ - ۱۱۷۴ کې د بلوچستان دنائب الحکومه درعيتولو او مرهټيانو د تنبيهه کولو دپاره تياری ونيوی. احمدشاه لا په کندهار کې يوه مياشت نه وه تيره کړی چې د پنجاب امنيت دسکانو دنوی طريقی او تقويه کيدلو او د هند د شهنشاه د معزول وزير غازي الدين ابن قيروز جنگ او ادينه بيگ د توطئو له کبله خراب شو ادينه بيگ د وابه مخصوص جلندر په سکانو د لښکرو مشر سو ادينه بيگ د سکانو دوابه مخصوص جلندر سکانو لوټ کړ او عملا د پښتن په مقابل کې دوريدی خو دهند ندحکومت خطر تر پيجاب زيات ؤ د اورنگ يب د سلطنت په وخت کې سيواجی نومی د هند په جنوب کې دمرهټو د حکومت اساس کښيښود او داورنگ زيب د مړينی ديرش کاله لا نه وه تيرشوی چې مرهټيانو د هند په جنوبي شبهه جزيره باندې سلط قا يمه کړه او ددوی پاچا بالا جی غوښته چې ټول هند يې تر لاس لاندې وي. غازی الدين چې فرح اباد ته مرهټو ه تښتېدلی وو په دغه وخت کې يې احمد خان بنگښ په دی هيله چې ده ته په دهند سپاه سالاری ورکوي دځان ملگری کړ او د دکن مرهټيان يې هم د ځان طرفدار کړل د نجيب الدوله او شجاع الدوله د مځکو نيولو علاوه يې د شمالي هند او افغاني ختيځو سيمو د نيولو دپاره تحريک کړل همداشانی غازی الدين د هند په جنوب کې جاټان او په لويديځ کې يې راجپوتان پردهلي باندې د حملې کولو دپاره تحريک کړل خو دغه تحريکات په اوده کې دواب شجاع الدوله له دبيداری له کبله ناکام شول. په ۱۱۷۲ کې پيښوا د زياتو پياده ؤ سپرو لښکرو او توپخانی سره د شمالي هند او پنجاب د نيولو دپاره عزم وکړ، ددغو لښکرو قوماندان د مرهټيانو دپاچا ورور راگونات راو چې را گويا نوميد ټاکل شوی ؤ ددوی سره غازی الدين سنديا هو لکر، جنگو راو، اود مر هټيانو څه نور مشران ملگري وه هغه وخت چې دغه لښکر د جاتانو مځکی ته راورسيد د پخواني تړون په اساس سورج مل جات هم ددوی ملگری شو. يوه ټولگی عسکر يې د جنگوراو په قوماندانی د اجمير بله ټولگی عسکر يې د سنديادتا په قومانداني د پنجاب لوری ته وخوځېدل اوخپله گوبا د دهلی لوری ته وړاندی تگ شروع کړ او نجيب الدوله په هند کې افغانی سپاه سالار د مرکز مدافعه کوله خو څرنگه چې د افغانستان له خوا مرسته پې باندې بنده شوه او دده مدافع قواوی د مر هټيانو په مقابله کې هيڅ نه وی نو دی سهارنپور ته راتر شا شو هغه ټولگی عسکر چې پنجاب لوری ته خو ځيدلی وه په سرهند کې يې افغانی سر دارعبدالصمد ممن زی مخه ونيو له دغه افغانی سردار دومره په ميړانه او د لاوری و جنگيدی چې لښکر يې ټول تباه شو او خپله ددښمن په لاس ولويد. په سر هند کې د ادينه بيگ قواوی هم ورسره ملگری شوې او دستليج څخه پورې وتلی سر دار جهانخان ته دخپلو قواو او ددښمن د قواو مواز نه ملومه وه نو ځکه لاهور ته ځنی راترشاشو دمريټيانو سر لښکر دير ژر لاهور ونيوی او افغاني سپاه سالار په جنگی تکتيتک پيښور ته ځنی راتر شا شو ځکه مرهټيانو دسند څخه تر اټکه پورې د اباسين کنڼی عاړی او د ستليڅ راسته غاړی ټولی ونيولی، سنديا يا ترستليج پوری وت او د سهارانپور خواته رهی شو ځکه غازی الدين د مرهټيانو دلښکرو سره د نجيب الدوله مقابلی ته لاړ نجيب الدوله د حافظ رحمت خان په مشوره داوده دنواب شحاع الدوله څخه چې دهغه موقعيتهم په خطر کې لويدلی ؤ مرسته و غوښته او هغه هم د نجيب الدوله له په مرسته د جنگ ميدان ته ورودنگل نو په دی ډول ددواړو قواؤ په منځ کې څه تعادل راغی په دی وخت کې سنديا هم د غازی الدين د مرستی دپاره راورسيدل که څه هم مرهټيان ډير په زور کې وه خو پنجاب ته د عليحضرت احمدشاه بابا د رارسيدلو خبر ددوی روحيات ضعيفه کړل. پخوا هم احمدشاه بابا ته د هند د مسلمانانو، نوابانو او روحانيونو له خوا ليکونه رارسېدلی وه چې ددوی د ژوندانه وضع په هند کې د خطر او نيستی سره مخامخ ده په دغو کې ډير مشهور او غوره ليک د حضرت شاه ولي الله صاحب ؤ چې د خپل مريد فيروز بخت په لاس يې په کوئټه کې داحمدشاه بابا حضور ته تقديم کړ. همدا شانی شاه ولی الله صاحب نجيب الدوله هم ددغه خدمت او غزاته دپاره رابللی ؤ لکه په خپل يو سياسي مکتوب کې چې وايي: دلوي خدای منبع الحسنا، امير المجاهدين، رئيس الغزات په نو نوو فتو حاتو او ډيرو برکتونو ولمانځی، د فقير ولي الله د خوا هيله ده چې خدای يې د هيله مند په څير په خپله درگاه قبوله کړی، او تا د اسلام دد ښمنانو شکست ورکوونکی کړی، او دخدای څخه مې هيله ده چې دا زما هيله ډير ژر په سر ورسېږي، په هندوستان کې دری فرقی په سختی او شدت سره يادېږي که ددغو قرقو سټه ورانه، نه شي بيا به نه کوم پاچا نه امير يا سردار او نه اولس په آرامه ځنی کښينی، ديني او دينوي مصلحت په دیپ کې دی چې دمرهټو دوهلو او جنگ گټلو وروسته ژر تر ژره د جاټانو کلاگانو ته مخ وگرزوی او دغه کار په غيبی برکت پای ته ورسوی، ددی وروست هبيا دسکانو وار دی دی قرقیته هم شکست ورکول په کار دی، د الله تعالی درحمتونو منتظر اوسه. احمد شاه ته چې دمخه د پنجاب د سکانو او مرهټيانو خطر معلوم ؤ نو د شهزاده تمور او سپاه سالار جهانخان دروحياتو د تقويه کولو دپاره يې د نورالدين خان په مشرۍ يو ټولگی عسکر پنجاب ته لېږدولي وه دی چې داباسين څخه تير شو د احد شاه دراتلو اوازه په پنجاب کې خپره شوه د چناب تر غاړو پورې چا مقابله ورسره ونه کړه او وزير اباد ته ورسيد او دلته ډيره سوځکه ده تر هغو چې احمدشاه بابا نه وی رارسيدلی د مرهټيانو سره يې جنگ کول مصلحت نه گاڼه احمدشاه باباد بولان ددری څخه سند ته راغی او دشمال خوا ته يې د اباسين راسته غاړو ته حرکت وکړ دپیښور څخه شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان دځان ملگري کړل د اټک څخه تيرشو او وزير اباد ورسيد د احمدشاه بابا په وروسته پسی د کندهار غير منظمی قواوی هم راروانی وی.هغه وخت چې د مهټيانو د سرحد ساتنوالو ته دغه خبر ورسيددوی د انډس څخه لاهور ته تر شاه شول لاهور د سابا، نومي مريټي په لاس کې ؤ چې دادينه بيگ د مړينې وروسته يې په ۱۱۷۲ کې نيولی و ساباد د خپلو لښکرو سره د سند يا دلښکرو په مرسته د ستليج څخه راپوريوت حمد شاه بابا دخپلو لښکرو سره چې دير شو زرو کسو ته رسيدل په کې د پنجاب قطب دری ته ورسيد هلته د سند څخه تير شو او دسهارنپور لاره يې واخيستله. مرهټيانو هم په دی ډول جنگی احضارات ونيول، سنديا او غازالدين چې په سکر تال کې د نجيب الدوله د محا صری کولو او داوده د نواب شحاع الدوله سره په حنگ کول ولگياؤ ددوی سره يې روغه وکړه غازی الدين ددهلیخوا ته ولاړ، او سنديا د مرهټيانو دلومړي لښکر د قوماندان په حيث د پنجاب لوری ته حرکت وکړ. غازی الدين چې دهلی ته راورسيد د هند پاچا غزيز الدين محمد عالمگير ثانی يی په خصوص توگه د منځه واخست او دده په عوض کې ې محی السطنه بن کام بخش بن اورنگ زيب په نامه پاچا کړ او د هند د پاچاهی واگی يی دوزير په نامه په خپل لاس کې واخستی د مرهټيانو دوولښکرو د هلار او هلکر په مشری نظامي احضارات وکړل غازی الدين او جنکور ا په دهلی کې نظامي ترتيبات ونيوله راگوبا مرهټی ته تللی ؤ. احمدشاه لاپه سهارانپور کې ؤ چې سپاه سالار نجيب الدوله او سعدالله خان بړيڅ روهيله د کترا مراد اباد، بداون، بريلی د سيمی مشر د خپلو سردارانو سره لکه حافظ الملک حافظ، رحمت خان زوی يې عنايت خان ، دو ندی خان، قطب خان دلسوزرو لښکرو سره ورسره ملگری شول. شجاع الدوله د شخصي کارونو کولو دپاره او ده ته تللی ؤ احمدشاه د سهارنپور څخه ددهلی لوری ه حرکت وک شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان يې د لسو زرو لښکرو سره خی ته واستول ددهلی په لار کې دسنديا اتيازره لښکری چې د احمدشاه بابا د راتلو په انتظاريې يوست د جهانخان د لښکرو سره مخامخ شوی او شديد جنگ شروع شو دزياتو تلفاتو ورکولو وروسته هغه لښکری د افغانی لښکرو د فشار له کبله دهلی ته نژدی د بدنی ميدان ته ترشا شوی په دې وخت کې د احمدشاه بابا لښکر راورسيدلو او سندد ياتا په ميړانه وجنگېد خو په پای کې د زياتو تلفاتو ورکولو وروسته چې څو زره لښکری يې وتښتېدی او پښتنو هغه لښکر تر ۲۵ ميلو پورې پسی واخست سخت مات شول دغه فتح يې د کال په نيمې کې د جمادی الاخر په مياشت کې وکړه په دی جنگ کې د تاجی پټيل هم ووژل شو که څه هم مرهټيانو يو بل سردار ملهار او هلکر دته جی دپيټل په مرسته راورسيد خو احمدشاه چالاکی وکړه او پر هغو لښکرو يی هم نابو بره حمله وکړه تيت او پرک يی کړل غازی الدين چې دا احمدشاه ددغی فتح څخه خبر شو دهلی يې پېښود د جنوب خوا ته د جاتانو مځکو ته وتښتېد په دې وخت کې د مرهټيانو دوهم قوت د جمنا چپیخوا ته په مکندره کې ؤ احمدشاه ددغه قوت د ماتولو دپاره شاه پسند خان اسحق زی د پنځوزرو سپرو سره واستاوه دی دهلی ته ننوت او ترجمنا پوری وت او په مکندره کې يې پر دښمن شبخون و کړ ددښمن قوت يې مات کړ ا ددوی قوماندان هولکر د څو سپرو سره و تښتېد ټول تجهيزات يې د احمدشاه د لښکرو په لاس ورغلل درا جبوتو مشران د جپور او ماروار راجاگانو سوغاتونه د احمدشاه حضور ته ورولېږل جاتانو چې دهغه ځای امنيت خراب کړی ؤ احمد شاه بابا يو ټولگی عسکرد هغوی د تنبه کولو لپاره واستول او تر ارام گده پوری يې هغوی تر شاه بوتلل او ددغی کلا ټول تجهيزات د احمد شاه بابا د لښکرو په لاس ورغلل غازی الدين او سورج مل هم د خپلو حرکتونو څخه پښېمانه شول او د حافظ رحمت خان په شفاعت يې وبخښل او په انوب ښار کې نواب شجاع الدوله او دفرخ اباد څخه احمدخان بنگښ د لسو زرو غير منظمې لښکرې سره ورسره يو ځای سو همداشانی د کندهار څخه په زرو غير منظمې لښکرې د حاجي عطامحمدخان او کريمدادخان په مشری د احمدشاه حضورته راورسيدلی د احمد شاه منظم لښکر دهغو نورو لښکرو سره چې شجاع الدوله په گډ کړي وه تقريباً پنځوسو زرو ته ورسيد څلويښت زره د احمد شاه بابا خپل پښتانه لښکروه لس زره د شجاع الدوله او ديرش زره روهيلی منظم لښکروه د مرهټيانو د فوجو قوماندان د مرهټيانو د فوجونو قوماندان د مرهټيانو د پاچاهي وليعهد وسواس را وؤ دغه فوج د کن څخه پر دهلی راغی او د پښتنو قوت د لږ والي له کبله يې دهلي په د جولاي په ونيوی. احمدشاه د جمنا پر دا بله غاړه بروت و دسند داو بو د ډيروالي له کبله يې ددهلي سره مرسته کولای نه شوای او مهټيانوددهلي شمال ته گنج پوره هم ونيوله او دهغه ځای پښتانه لښکر يې تبا کړل احمدشاه په دغو واقعو ډير خفه شو او احمدخان يو سفزی ته ې امر وکړ چې د جمنا څخه پوری وزی خو مرهټو هغه وخت چې ددغه افغاني سردار لښکر دسند منځ ته راورسېدل گولی باندې چلولی او دغه لښکر نه مخکې تلای شي او نه تر شا او زيات تلفات هم ور ورسېدل احمدشاه بابا زيات په قهر شو او په خپله د اس په سپور له دې سره چې د جمنا رود ډک او خطرناک او به بهيدې او مرهټيانو گولی باندې چلولی د سند څخه خپلو قواو سره پوريوت او مرهټيان يې دپاني پټ ميدان خواته ترشا کړل احمدشه دوی پسې تعقيب کړل په دې وخت کې مرهټيانو د پاني پت په شمال کې استحکامونه جوړ کړي وه او د سنبالک په برخه کې پنځه ويشت زره پيش قراو لانو ځای نيولی ؤ احمد شاه بابا کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان چې پنځه زره رساله ورسره وه د هغو ی دمقابلی کولو دپاره امر کړ او په يوه ورځ يې ټول مات کړل د پاني پت په ميلي کې دواړه سره دښمن لښکر يو ويل مخامخ ته ددريو مياشتو دپاره پراته ؤ دپاني پت په جنگ کې احمدشاه بابا لوړ حربی تدبيرونه نيولی ه او دخپلو استخباراتو په واسطه يې ددښمن د لښکرو ذخيره او دارتباط وسيلی ښه کشف کړی وی او دخپلو گزمو په واسطه يې د شمال د خوا څخه د الاجيت نومی هندو د خوړو او ارزاقو مرستی بندی کړی او ددهلي خزانی چې مرهټيانو پاني پت ته وړلی او راوړلی راو گرزولی ا ضبطی يې کړی. په دی وخت کې مرهټيانو بله ټکی وکړه گوبن پنډت نومی يو قوماندان يې دلسو زرو لښکرو سره پراودهاور هلکينډ باندې چې د شجاع الدوله له او نجيب الدوله وطنو نه وه په حملې کولو مامور کړخو ددهلی په ميلي ک عطايی خان کندهاری د خپلو پنځوزرو سپرو سره پر هغه حمله وکړه او دغه لښکری مات کړ که څه هم مرهټيانو دوه ځله نوره نابوبره حملې وکړی خو سخت مات سول او دد څخه وروسته ديرغل کولو دلاوري ځني ولاړه. قاضي عطاوالله په خپل تاريخ کې د الفنسټن په حواله وايي: که څه هم د درانو قوج هم د خرڅ او هم دخوراک له کبله په تنگ شوی ؤ خو د احمدشاه بابا د صبر بيداری تحمل له کبله به ډير مشکلات حل کېدل، څرنگه چې ټولو لښکرو پر هغه باندې اعتماد درلود او هغه به خپلو هندوستانی ملگرو سره په ښه نرمی او خوش خلقی سلوک کاؤ نو ځکه يې په لښکرو کې نا آرامي او زړی بدی نه پيښېده خو د مرهټيانو فوج دجنگ د مصيبتو څخه په تنگ شوی ؤ دغه مصيبتونه به يې د خپلو مشرانو ا نظامي کسانو د لاسه گڼل، که څه هم د مرهټيانو سردار بهاود نواب شجاع الدوله په واسطه د صلح پېشنهاد وکړ خو نجيب الدوله نه مانه او ويل به يې که احمدشاه بابا ولاړ شي مرهټيان به په قبرونو کې هم زموږ هډوکي پرېنږدي مرهټيان هغه وخت چې دلوږې او بد بويې څخه پ تنگ شول د چهارشنبی په ورځ د جمادي الاخر په قمري کې چې د کال د جولای د سره متصادفه وه په جنگ کولو مجبور شول د مرهټيانو پاچا زوی وسواس راوتر قيادت اوسدايشو بهاو په قوماندانی حرکت وکړ د مرهټيانو د يرغل کونکی لښکر شاته پيلان او د ابراهيم خان تر مشری لاندې څلويښت زره کار د مسلمانانو حرکت کاوه ددوی منظمی توپخانې هم په اوربل شروع وکړه او په دلاوري مخی ته راتلل احمد شاه بابا هم په يو حاکم ځای موقيعت ونيوی او د جنگ دوضيعت څار يې کاوه او د افغاني لښکرو شا يې تقويه کوله په دغه وخت کې صدر اعظم شاه وليخان د لسو زرو زره پو شور مالی سره د احمد شاه بابا په حضور کې ؤ دپښتنو ديوی خو په لښکر کې سپاه سالار جهانخان او بليخوا يې شاه پسند خان قوماندان حرکت کاؤ او دجنگ په دمخه ليکوکی درو هلکينډ پښتانه سردارانو نجيب الدوله او شجاع الدوله ځای نيولی ؤ د احمد شاه بابا درنه توپ خانه هم په خدمت کې حاضره وه مرهټيانو نجيب الدوله او سردار عنايت خان دلسوز زرو لښکرو سره تباه شو شجاع الدوله د لسو زرو لښکرو سره سخت ير غل وکړوکه څه هم د پښتنو دراسته خوا قوت موجود ؤ خو چپی خوا قوت يی دمرهټيانو د زياتوب له کبله ماتيدو ته نژدی شو احمد شاه بابا چې دغه نازک حالت وليد خپلو لسو زرو لښکرو ته يې چې په کنډکو ويشل شوی وو د يرغل امر وکړ دوو کنډکو په وار پر دښمن يرغل کاؤ په دغه اوربل شهزاده بسواس او ورسره منصبداران ووژل شول او ددښمن راسته خوا بيخی کمزوری شوه د شهزاده مړينی د مرهټيانو د لښکرو روحيات بيخی مړه کړل دپښتنو د توپخانی اوربلونو د مرهټيانو پيلان يازخمي او ياو تورول او ډيره يې انتظامي يې پيښه کړه د پښتنو لښکرو ته د حملی ښه زمنيه برابره شوه او عمومي يرغل يې شروع کړ دوی د تورو او لاس په لاس جنگ ته سره ورسېدل دغه دومره سخت او همناک جنگ ؤ چې غالب او مغلوبه نه شو معلومېدلی خو پښتانه په اخر کې عالب شو ل د مارسدن په قول دوه لکه مړی پر ميدان پاته شول هغه څه مرهټيان چې پاتې شوه پښتنو هغوی تر ميلو پوری تعقيب کړه او ټول ي تباه کړل او ددرو مشهورو قوماندانانو هولکر، شميراو ، ماجی سنديا پرته نور ټول ووژل شول. دهغه دوری يو مؤرخ د نجيب الدوله د ميړانې او توريالتوب په خصوص کې ليکي:ـ کله چې د ابدالي لښکرو سپاه سالاران جهانخان، شاه پسندخان او شاه وليخان او هم دروهلکينډ نوابان حافظ رحمت خان، احمد خان بنگښ او نجيب الدوله د مرهټيانو توپونو سره راگير کړل، اخرنجيب الدوله خپل سرپرميدان کښيښود دلسو زرو پياده روهيله ځوانانو سره يې په مرهټو په او ربلونکو کلا گانو ورو ځغاست او روهليو د نورو په ځای په توپکو مقابله کوله د مرهټو مشهور جنگيالی سردار بهاؤ او ښی بلونت راو ووژی او نجيب الدوله له خپله ميړانه او وطندوستی دټولو په مخ کې په اثبات ورسوله. په دغه جنگ کې دنقدو پيسو علاوه پنځوس زره اسان دوه لکه غويان پيلان، څو زره او ښان دمجاهدينو په لاس ورغلل په متوسط حساب هر پښتون عسکر ددښمن د پنځو نفرو په مقابل کې جنگيدی او هر يوه دښمن دری نفره وژلی وه او هرو درو کسو ددښمن دری کسه بنديان نيولی و، په دی جنگ کې ددښمن زره کسه ونيول سول ابراهيم کار دی چې مسلمان ؤ ووژل شو او نور مشران وبخښل شوه. ددغی فتح وروسته احمدشاه دهلی ته راغی او ددهلی تخت يې شاه عالم مغولی ته ورو بخښه او د هند سياسي او اداري چاری يې نواب شجاع الدوله له ته د هنددو زير په نوم چې خپله احمد شاه بابا ده ته د فرزند خان او د هند د رستم لقب ورکړی وروسپاري او نجيب الدوله له يې هند دلښکرو عمومي قوماندان و ټاکی او نصيحت يې ورته وکړ چې د پاچا سره واوسه او دهغه پوره پوره ملگرتيا کوه. احمدشاه بابا جې لاهور ته ورسيد د پنجاب حکومت يې زين خان مهمند ته ورکړ او خپله د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی او د کندهار د اوسنی ښار په جوړولو يې پيل وکړ. د ځنو مؤرخينو په نظر د مرهټيانو د غی ماتی انگريزانو ته په هند کې د پيشقدمي زمينه مساعده کړه که احمدشاه بابا ددهلی تخت مغولی پاچاته نه وای ورو پخښلی د خپل سلطنت مرکز يې لکه د پښتنو نورو پاچا هانو د دهلی او يا لاهور انتخاب کړی وای د سکانو د حملو څخه به هم دی او هم دده زوی په امان وای او داسی سلطنت به يې جوړ کړی وای چې لويه پښتونخوا او هند به يې ترنگين لاندې وای. جی ډی، کننگهم چې د سکانو تاريخ ليکلی دی د احمد شاه بابا په خصوص کې درومی مؤرخ تيسټيس هغی قصی ته اشاره کړي ده چې درومی گيلبه په خصوص کې يې ليکلی وه دي وايي چې درومی پاچا او فاتح ؤخو د سلطنت نظم او نسق يې نه شو کولای خو د سر اولف کيړو په عقيده احمدشاه بابا د پښتنو دسلطنت اساس کښيښود چې اوس هم د هغه سلطنت واگی دهغه دقبيلی د يوی بلی درانی څانگی په لاس کې دی دی زړور او دلاور وو د افرادو او قبيلو په تنظيم او رهنمايي کې ماهر وو هغه يقيناً مرد ميدان ؤ فطر تازړه سواندؤ سياست يې داؤ چې تر خپله وسه به يې روغی او جوړی زيار يوست هغه يو داسی پاچا ؤ چې هيچيری يې د ولس څخه ارتباط نه ؤ شلولی. هغه وخت چې د احمدشاه بابا اردو د سکانو د سيمی څخه تيريدی په دې ځل د ادينه په عوض جيساسنگ چې د الاجيت له خوا تقويه کيدی لاهور نيولی ؤ او زين خان مهمند يې د کوت په کلی کې محاصره کړي ؤ همدا شانی سکانو د کشمير سکان هم پارولی وه او د هغه ځای پر محلی حکومت باندې يې يرغل کړی ؤ په کې د پنجاب ا کشمير مرکزونه دياغی سکانو په لاس ورغلل احمدشاه بابا چې د سکانو د بغاوت څخه خبر شو لاهور ته يې د سفربری امر وکړ کله چې احمدشاه بابا لاهور ته ورسيد نيمايي کال تيرشوی وو په دې وخت کې د چنداله او کوب په کليو کې سکانو د پښتنو د منصبدارانو سره جنگ کاؤ احمدشاه بابا پښتنو ميصبدارانو ته مخصوصه اطلاع ورکړه چې دده د لښکرو د حملی په وخت کې د دوی د لښکرو افراد شين پاڼی په خوله ونيسي چې دسکانو د لښکرو څخه وپيژندل شي احمدشاه بابا پر سکانو نابو بره حمله وکړه او دسر هند خواته يې تر شا بو تلل ددغه ځای څخه احمدشاه بابا دوی تعقيب کړه د ستليج څخه تير شو په ساعته کې يې ميله لار ووهله او سخته حمله يې باندې وکړه او د اويا زرو سپرو او اوه زرو پياده سکانو څخه زره تنه ووژل شول او نور يې وتښتېدل ددغه جنگ وروسته سکان بيخی مات سول او دغه جنگ ته کلو کارا ځکه ويل کېږي چې ډير سکان ووژل شوه. احمدشاه بابا د هند څخه سپاسالار نجيب الدوله راوغوښت او ددغی سيمی د امنيت په خصوص کې يې لازمي لارښوونی ورته وکړی د پتيالی او سر هند حکومت يې يو وفادار سيک امر سنگته ورکړ چې دغه سيک د وزير شاه وليخان په احترام په خپلو ليکنو کې امرسنگ ب ميزائی لاس ليک کاؤ. د احمد شاه بابا هغه لښکر چې نورالدين په مشر تابه کشمير ته استول شوی ؤ په کې کشمير بيا ونیوی او نورالدين بيا هلته حکومت ټينگ کړ هغه وخت چې احمدشاه بابا د پنجاب امنيت څخه فارغ شو بيا يې زين خان مهمند د پنجاب حاکم کړ او بيرته کندهار ته راغی او دغه يې دختيځی خواو روستی سفر بلل کېږي او تر په کندهار کې پاتی شو. احمد شاه بابا د بادو جذام په ناروغی اخته ؤ پزه يې گرده باد و خوړه چې په پروتی به يې په حلق کې خواړه په قاچوغه خوړل او کله چې يې په خبرو څوک نه پوهيد او ناروغۍ يې سخته شوه د کندهار د توبی غره ته چې ښه اب او هوا لري د استراحت دپاره ولاړ او هلته وفات شو. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د احمد شاه بابا شعرونه سرچينې د کندهاریانو کلتور د افغانستان پاچايان پښتانه د ۱۷۲۳ زېږېدنې د۱۷۷۳ مړينې اتلان احمدشاه دراني پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
لرغونپوهنه
لرغونپوهنه په انگرېزي: يو نوی او تازه علم دی چې د نولسمي پيړۍ په لومړيو کالونو کې منځ ته راغلی او د همدي پيړيو په ورستيو کالونوکې د يوي خپلواکي پوهي په توگه وپيژندل شوه . په دغه لږي موده کې دي علم راوښودله چې د علومو د لويو کورنيو په غړو کې يو ډير مهم او گټور غړی دی . دا دخپلي کورنۍ له ځينو غړو سره نږدي دوستانه او متقابلي او له ځيني نوروسره يو جانبه روابط لري يا په بله مانا ځني علوم له دي علم نه مرسته غواړي لکه تاريخ ، قبل التاريخ ، انتروپولوجي ،کرونولوجي ، سوسيولوجي ... او بيا ځيني نور علوم له دي سره مرسته کوي لکه جيولوجي ، مساحت ، کېميا ، بيو لوجي ، فزيک او نور. دې علم د ځمکې پر مخ د انسان د منځ ته راتلو او خوريدو په متعلق پخواني ذهنيتونه او تصورات سم کړل او هم يې د بشر عمر مليونونو کالو پخوانيو زمانو ته په ثبوت ورساوه . همداسي د لرغونو تمدنونو په اړه يې هم پخواني خيالات او انگيرني تصحيح کړلې ، او دا يې ثابته کړل چې د پخوانيو تمدنونو زانگو په لويديځ کې نه بلکي په ختيځ کې ده . دي علم په همدي توگه ډيرنور مهم او گټور کارونه کړيدي چې زه يې دلته نه څيړم . لرغونپوهنه داسي يو علم دی چې د انسانانو مادي پاته شوي اثار په خبرو راولي او په دي توگه له تاريخ او ماقبل التاريخ او نورو علومو سره مرسته کوي . زياتره مورخين په دي عقيده دي چې ليکلي اثاراو کتيبې د تاريخ ليکني او ماضي د احيا لپاره د اهميت له پلوه په لومړۍ درجه کې راځي ، ځکه چې هغوي ژبه لري او خبري کوي او د خپل وخت حالات بيانوي . خو زه وايم چې د هغو په خبرو او بيان کې هومره فصاحت او بلاغت نه شته او دا د لوستونکو کار دی چې څه مطلب تري نه اخلي او څرنگه يې تعبيراو تفسيرکوي . موږ پوهيږو چې هر لوستونکی تري عين مطلب نه اخلي او د دوي په تعبير ، تفسير او استنباط کې هم توپيرونه ضرور ليدل کېږي ، نو په دي صورت کې ليکلي اثار دومره زيات د اعتماد او اطمنان وړ نه گڼل کېږي . برعکس مادي پاتي شوني اثار او ابدات که څه هم لکه چې ليکل شوي اثار ژبه نه لري خو د خپل وخت حالات په ډير فصاحت ، بلاغت او وضاحت سره بيانوي او د هغوي د بيان په تفسير او تعبير کې د لرغونپوهانو تر منځ هومره اختلاف نه ليدل کېږي او زياتره توافق لري ، مثلا يوه مجسمه را واخلی او په ځير ورته وگورئ هغه به درته ووايې چې کله جوړه شوې ده ؟ څه يې اغوستي دي ؟ نژاد يې کوم دی ؟ او دين او مذهب يې څرنگه دی ؟ ږيره لري که نه ؟ زوړ دی او که ځوان ؟ د سر ويښتان يې څرنگه جوړ شويدي ؟ په غاړه غوږ او لاسونو کې يې څه راز گاڼې اچولي دي ؟او په دي توگه به د خپل عصر او زمانې ښکلا پيژندنه ، رسوم ، عادات ،معتقيدات ، هنر او صنايع او ډير نور څه بيان کړي ، او خپل دغه بيان کې هم صداقت لري او له همدې کبله اکثره لرغونپوهان په خپل بيان کې سره موافق دي . لرغونپوهنه دهري منطقې او هر هيواد په تيره بيا د افغانستان لپاره ډير اهميت لري ، په افغانستان کې دغه علم د نولسمي پيړۍ په دويمه لسيزه کې په علمي او رسمي توگه خپل قدم ايښی دی ، او له همدې وخت نه را په ديخوا يو زيات شمير لرغونپوهان افغانستان ته په رسمي او نارسمي توگه راغلي دي او دغه هيواد يې د خپلو څيړنو او کېندونو لپاره يو جنت گڼلی دی او دومره اثار يې د ډيرو لږو سيمو نه را برسيره کړي او لاس ته راوړي چې د شرق او غرب موزيمونه پري ډک شويدي . په افغانستان کې د کار او زيار په نتيجه کې را ښکاره شوه چې دا هيواد يو ډير لرغونی هيواد دی او له زرگونو کالو راهيسي په لومړنيو انسانانو اباد او په خپله منطقه کې د يو شمير زړو تمدنونو ، عقايدو ، اجتماعي سيستمونو ، هنري مکتبونو او مقتدرو امپراتوريو د منځته راتلو ، انکشاف او پراختيا مرکز گڼل کېږي . د نورو هيوادونو تاريخي ابدات زياتره د ځمکې پر سر په خپل ځای کې لا تر اوسه پوري په هم هغه رنگ ولاړدي ، خو په افغانستان کې د تاريخي ابداتو يو لږ شمير دلته تر سترگو کېږي ، او نور ټوله ترځمکې لاندي پټ پراته دي . دا ځکه چې افغانستان د خپل اوږده تاريخ په ترځ کې د مهاجمينو ، متعارصينو او يرغلگرو په لاس څو ځله وران ويجاړ شو يدی او زياتره ابدات يې له خاوروسره خاوري شوي ، نو ځکه نن له سترگو پټي او څوک يې نه ويني . په تيره بيا د افغانسان د اولسونو او لرغونپوهانو دنده ده چې د افغانستان د خلکو فرهنگي شتمني را برسيره او خوندي کړي ، او جهان ته وښايې چې افغانان که نن په گيډه ماړه او په تن پټ نه دي خو د فرهنگ او کولتور له پلوه دومره شتمن او ماړه دي چې د ليري او نږدي هيوادونو سره يې بي دريغه او سخاوتمندانه مرستي کړي او د هغوي خصوصي او ملي موزيمونه يې ډک او ماړه کړيدي . دافغانستان هره دره ، غونډۍ او هره دښته لرغونپوهان ځان ته رابولي چې راشي او ويې سپړي تاريخي اثار او ابدات را برسيره کړي . دا رساله د همدي مقصد لپاره ډير اهميت ځکه لري چې افغانان د لرغونپوهني د اساساتو او ميتودونو او اصطلا حاتو سره اشنا کوي ، او هغوی دي ته رابولي چې که له يوه ځايه بل ځاي ته ځي نو د لاري په ترځ کې بايد خپل شا او خوا ته په دقت وگوري او قدمونه هم په احتياط کېږدي ، ځکه خدای مه کړه چې کوم تاريخي او قيمتي اثر تر پښو لاندي نه شي دلرغونپوهني ډولونه ژولرغونپوهنه يا پوهنوال باوري د لرغونو کولتوري دورو زماني وېش ته لنډه کتنه د مځکې پر مخ د انسان ژوند مليونونه کاله وړاندي پيل شويدی ، هغه څيړني چې د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کې تر سره شويدي ، دا په ډاگه کوي چې څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکې پر مخ پيل شوېدی . انسان د خپل ژوند دالړۍ په سلو کې اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدایي کولتور په دورو کې تيره کړې ، او پا ته په سلو کې دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کولتور او تمدن سره پر مخ بيولی دی . د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرگندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانگي او څېړونکي په پرله پسې توگه زيار باسي چې د هغه اوږد مهال ناڅرگندي برخي را وپيژني . ارخيوزو لوژي لرغوني ژويو پوهنه ، پاليو انتر و پو لو ژي لرغوني انسان پوهنه ، ارخيو لوژي لرغونپوهنه او يو شمير نوري څانگي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . د پخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانگو څېړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانگي څېړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه گډ او ورته ټکی چې د ټولو پوهانو تر منځ بر ملا دی ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، د زيات زماني واټن شته والی دی . د ياد شويو څانگو ټول پوهان پر دې ټکي يوه خوله دي چې د انسان د بيليز انفرادي او ټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن هغه مهال تېر شوی چې پر مختللي کولتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوی نه و . د لرغونو زمانو په تړاو بوختو څېړونکو دا جوته کړې چې انساني کولتور او کولتوري دوري يوازي د هغو لاسوندونو په مټ پيژندلای شو چې د سپړنو او څيړنو په ترځ کې د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوي په کولتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونو د وېش وړانديز کړېدی . د بيلگې په توگه نامتو اتنولوجيست لوويس مورگن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چې لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي . انگلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدی ؛ د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړی ؛ دريم اوښتون يې د ریېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدی او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مارکس او فريدريک انگلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کې د پوهيدو وړ گڼلي دی چې لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون لومړی گډژوند دوهم پړاو يې د مریيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ فيودالي څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې د سوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له پسې بهير په دريو دورو وېشلی دی چې لومړی د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده . د بيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوی او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي : د ډبري پير يې په دريو دورو وېشلی دی : د ډبري پير پخوانۍ دوره يا ، پاليو ليتيک د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک د ډبري پير نوې دوره يا نيوليتيک د لرغونپوهانو په باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدی . د دې ټکي يادونه په کار ده چې دا نسان کولتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدی ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کې ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چې کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکې نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کې دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چې د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کولتوري دوره د ډبرو او مس پير يا په نوم تيره شوېده چې په يوشمېر لرغونو سيمو کې يې ځانگړي کولتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد کلونو يې پايښت کړيدي . دوهم د برونز پير يا د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کې نېسي . چې د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کېږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي . دريم د اوسپني پير يا دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پر مخ تللو کولتورونو او تمدن په رامنځ ته کېدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال پای ته رسيږي . دا اړينه يادونه په کار ده چې د ياد شويو دورو او مهالونو ياد شوی تاريخ د نړۍ په هر گوټ کې د پوره تطبيق وړنه دی، لرغونپوهان په دې باور دي چې د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يو شمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کولتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ گامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چې يادشوي کلونه د ځمکې پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وگرځول شي . سرچينې . .. . . . . . .. د لرغونپوهني په هکله مقالې منډيگک دپوهنوال باوري ليکني د فارياب لرغوني اوسيدونکي د خير خانې کوتل يا د لمر نمانځني يوزر او اووه سوه کلن لرغونی معبد لرغونپوهنه پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%98%D9%88%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
ژولرغونپوهنه
ژيو لرغونپوهنه هغه څيړنيز دسپلين دۍ چي د لرغونو زمانو د ژونديو موجوداتو د پيدايښت او د هغوۍ تر منځ د اړيکو وده او د ودي لوري څيړي . دا د لرغونپوهني يوه بشپړه ونکې برخه ده . لرغونپوه څيړونکۍ د لرغونپوهني د ميتودونو پر بنسټ د سپړنو په ترځ کي د ژوپوهنې لپاره د څيړني مواد او منابع را برسيره کوي . د حيواناتو هغه پاته شوني چي د سپړنو په ترځ کي تر لاسه کيږي ، د ژيوپوهني لپاره ډاډ مني سرچيني دي. ار خيو زولوژي څه شی ده ؟ دارخيو زولوژي دنوم څخه پرته ، کيدای شي چي دا پوهنه د - زوارخيو لوژي په نوم هم ونومول شي . په هغه صورت کي به ژيولرغونپوهنه تر يوه تاکيد وروسته د ژيوپوهني زيولوژي يوه برخه و منل شي . په هر ترتيب داپه حقيقت کي د لرغونوژويو، اړوند اثارو او موادو کارول دي چي د دې پوهي هويت ټاکي ، خو د ارخيو زولوژي تر نوم د زو ارخيولوژي نوم په ښه توگه د دې پوهي د هڅو او څيړنولورې په گوته کولای شي . لرغونپوهان د سپړنو په کار کي د حيواناتو پاتي شوني د ژويوپوهني د ميتودودونو په کارولو سره د هغو پاتي شونو د پيژندلو توان تر لاسه کوي ، خو د ارخيو زولوژي نوم د يوه عادت او منل شوي دود په څير دوام لري . د دي تر څنگ يو نړيوال سازمان هم د ارخيو زولوژي په نوم شته ، چي لنډون يې يا کارول کيږي . انسانان چي ښکاري او ټولونکي وه : د مځکي پر مخ د انسان ٩٠ په سلو کي ژوند ، د انسان ډوله ژوندي موجود په حالت او څيره کي تير شويدۍ . لومړۍ ډير اړ ، بيا ښکاري او ټولونکي پاته شويدي . د هغه انسان ډولو ژويو ټول خواړه لکه د نورو حيواناتو په ډول طبيعي ، کلک او اومه وه . هغه وخت لا د انسان ډوله ژويو او نورو حيواناتو تر منځ اړيکو د طمعي او اړتيا پر بنسټ تکيه درلوده . د هغه وخت انسان ډوله ژويو په زياته پيمانه د نورو حيواناتوپه وسيله د ښکار شوي ژويو پاته شوني ،لوی او واړه مړه شوي حيوانات ، د بيلگي په توگه موليوسکن څخه گټه اخستل کيده او د را ټولولو چاري هم دود وې . هغه انسان ډوله ژويو د نورو ژويو سره يوځاي په يوه حيواني وحشي او غرنۍ نړۍ کي ژوند درلود او د ژوندانه دبل ډول او بيل ژوند سره يې هيڅ او يا ډيره لږ اشنايې لرله . همدا اوس لا هم په نړۍ کي د ټولولو او او ښکار کولو طريقې او چاري دود دي . هغوۍ په منظمه توگه يودبل په وړاندي فارغ وختونه کاروي ، د افريقا په کا لاهاري ويستاين کي ځنگلي انسانانو د خپل ځانونو لپاره په اونۍ کي دري ورځي د ښکار لپاره بيلي کړيدي . د هغوۍ د اوسني ژوندانه د حالاتو څخه يو نسبي ورته والۍ چي د پخوا نيو زمانو راټولونکي او ښکاري انسانانو د ژوندانه شيوه او ډول څنگه و، تر لاسه کولای شو. کليوال انسانان : د حيواناتو دکورني کولو چاري : د ليري تاريخي دورو څخه راوروسته ،په پيل کي انسان ډوله او بيا انسانانو د خپل ځان لپاره لومړۍ په ځانگړي او بيا په ډله ايزه توگه د خوړود پيدا کيدو چاري تر سره کولې او د خوړلو مواد يې برابرول ، چي ورسره سم د حيواناتو د کورنې کولو پروسه هم پيل شويده . دا پروسه هغه مهال زياته گړندۍ شوه چي د خواړو زيرمي کولو ته اړتيا پيښه شوه ، پخوانيو انسانانو به وحشي اوغرني حيوانات نيول او هغه به يې په کورونو کي ساتل ، او حيواناتو ته به يې هم د خواړو لپاره واښه او نباتات کورونو ته راوړل ، په دې ترتيب ورورو دحيواناتو او نباتاتو د اهلي کيدو يا کورني کيدو زمينه برابره شوه . دا شيوه او وړانديز يو له هغو روشونو څخه دۍ چي يقيني گڼل کيدای شي . او د هغو څيړنو سره ورته والې څرگنده وي چي په اوسنيو ټولنو کي د څيړونگو له خوا ترسره شويدي . زيات څيړونگي په دي باور دي چي دا پروسه په اني او گړندۍ توگه نه ده تر سره شوې ، په اوسني مهال کي هم د دې پروسې لپاره پر له پسې کار اونور بيلا بيل فکتورونه لکه : د انسانانو کلتوري اوښتون ؛ همدا ډول نوي تخنيکي چاري د ټولنيزونهادو بدلونونه ؛ د بيلگي په توگه په گڼ ميشتو ټولنوکي د يوځاي کيدو پروسه او د دي ټولو تر څنگ د محيط او چاپيريال بدلون ؛ دا ټول د موثرو فکتورونو په توگه وړاندي شويدي . د يو شمير اصطلاحاتو شننه هولوسين : د جيولوژي يا ځمکپوهني اړوند دوهمه دوره ده چي د ځمکي پر مخ د ژوند لپاره وړ شرايط برا بر شويدي . دا دوره د لس زره کاله څخه بيا تر ٧٧٠٠ کاله پخوا زمانې په برکي نيسي ، په دي دوره کي د ځمکي پر مخ د يخ وهلو دوهم پير هم شامل دي . پلستو سين : د ځمکپوهني اړوند هغه دوره ده چي تر هيليو سين وړاندي دوه مليونه کاله څخه بيا تر لس زره کالو پخوا زمانې په برکي نيسي ، په دي دوره کي د يخ لومړي پيرهم شامل دۍ . پاليو نولوژي : بوټلرغونپوهنه په انگليسي ژبه کي د بوتانيک اصطلاح ورته کارول کيږي ، او په پښتوکي نوموړي دسپلين ته د بوټو لرگيو پوهنه کارول سويده . بوټلرغونپونه د دي پوهي ترکيبي ډول دۍ چي په لرغونو زمانو کي د بوټو څيړنه او مطالعه تر سره کوي . اتلانتيسم : د اروپاشمالي سيموکي د هيلوسين جيولوژيکي دورې يوې برخي ته ويل کيږي چي د ٧٧٠٠ کاله څخه بيا تر ٥٦٠٠ کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي ، دا دوره په نوموړو سيمو کي د يخ څخه د خلاصون پير دۍ . سوب اتلانتيسيم -: د اروپا شمالي سيمو کي د جيو لوژيکي دورې هغه برخه ده چي هولو سين زياتو پخوانيو زمانو څخه بيا تر ٥٠٠کاله پخوا تر ميلاد کالونه په برکي نيسي . سوب بوريال - : د هولوسين جيو لوژيکي دورې يوه زماني برخه ده چي د ٣٠٠٠ کاله پخوا کالونو څخه بيا تر ٥٠٠ کاله پخوا تر ميلاد زمانې په برکي نيسي . بوريال : : د اروپا په شمالي سيمو کي د هولو سين يوه برخه ده چي د ٧٧٠٠ کاله څخه بيا تر ٥٦٠٠ کاله پخوا زمانۍ په بر کي نيسي . درياس : : د جيولوژيکي دورو هغه برخه ده چي پليستوسين پير سره سمون خوري او په اټکلي ډول د ١٣٠٠٠ کاله پخوا زمانو څخه بيا تر ٨٠٠٠ کاله پخوا زمانو پوري يي دوام درلود . باندنۍ تړنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87
هنرونه
هنر په انگلیسی کلمه د پهلوی ژبی نه راغله. په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د خپلواک هنر او بلي ته يې د ښکلۍ هنر نومونه ورکړيدي .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال منطق او رياضي او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو . داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ مجسمه جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ رقص او تمثيل سر ليکونه ورکړيدي . ليدونکي هنر ټولي هغه هنر ي برخي په برکي نيسي چي د گرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ، ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ، ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي . ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي ، په ډرامه يې هنر کي د زياتي پاملرني وړ ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپير يال منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده ؛ د اتڼونو بيلا بيلي برخي ځکه د هنرهغه ارزښتمني بيلگي گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي . هنرونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%86%DA%89%D9%8A%DA%AF%DA%A9
منډيگک
د تاريخ او لرغونپوهني يو شمير څيړنوکي په دي باور دي چي په لرغونې نړۍ کي تمدنونه ديوه ځانگړي سيمي څخه را زيږيدلي او د نړۍ گوټ گوټ ته رسيدلي دي ، خو يو شمير نور پوهان بيا دا ډول انگيرني نه مني او د يوي بلي داسي نظريې وړانديز کوي چي د چا پيريال پر زيرمو او شتو متکي ده. د دي سره سره چي لومړۍ نظريې د نولسمي پيړۍ په اوږدو کي پوره واکمني درلوده ، خو د شلمي پيړۍ د پيل سره سم د چاپير يال پر زيرمو اوشتمنيو متکي نظرياتو زور واخست او د نړۍ د زيات شمير پوهانو د پام وړ وگرځيدله . د ورستۍ نظريې پراختيا نه يوازي داچي د پوهانو د هر اړخيزي څيړني لپاره زمينه برابره کړه بلکي هغه خنډونه يې هم د پوهانو او څيړونکو له مخي ليري کړل چي په يوه يا بل ډول بايد د ټاکلي مرکز سره د اړيکو د پيداکيدلو په اړه مکلف وه . د چاپير يال تر سر ليک لاندي اوډل شوې نظريه د لرغونو مدنيتونو د څيړني داسي ډول او بڼه ده چي له يوه سره د ځانگړي مر کز ټولي نظريې د ردولو او نه منلو اراده نه لري بلکي د هغو برخو پوره ملاتړ کوي چي پر چاپيريالي بنسټ ولاړي دي ، د بيلگي په توگه دا ټکۍ د دواړو نظريو تر منځ د يوه څرگند ا صل په توگه منل کيږي چي : د انساني ټولنو تر منځ د پر له پسې اړيکو په نتيجه کي د هغو ټولنو په کلتورونو او دودونو کي گډاو ورته مشخصات منځ ته راځي ؛ ٣ :٤١ په نړۍ کي داډول بيلگي د څيړونکو له خوا په زياته پيمانه وړاندي شويدي ، چي د منډيگک لرغونې سيمه هم د دي ډلي يوه غوره بيلگه ده . منډيگک د منځنۍ اسيا د هغو مرکزونو سره پرله پسې اړيکي درلودۍ چي په سيمي کي د لومړي مدنيتونو ټا ټوبي گڼل شويدي ، د بيلگي په توگه د منډيگک شمال لوري ته انو او نماز گاه تپه لويديځي خوا ته سيالکاو سيستان او سهيلي لوري ته د موهنجودارو او هرپې مدنيتونو يادولای شو . د ياد شويو سيمو سره د منډيگک د اوسيدونکو اړيکي هم د يوه داسي مرکز په توگه دوام موندلۍ چي نه يوازي د خپلي حوزي يو مدني مرکز و ، بلکي د نوموړو سيمو تر منځ د اړيکو او وصلت ټاټو بۍ هم و . ١ : ١٧ انو او نماز گاه تپه دتر کمنستان هيواد دوې هغه لرغوني سيمي دي چي د نوموړي هيواد تاريخي جرړي څه ناڅه پنځه زره کاله وړاندو زمانو ته رسوي . د انو لرغوني سيمه په اتفاقي توگه د روسي افسر جنرال کماروف له خوا په ١٩٠٤ ميلادي کال وپيژندل شوه او ورپسې د امريکايې لرغونپوهانو له خوا چي مشري يې پامپيلي پر غاړه وه او تر هغه وروسته جرمني لرغونپوهانو له خوا چي مشري يې د شميت پر غاړه وه تر ١٩٤٨ ميلادي کال پوري په پر له پسې توگه تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه . او د نماز گاه تپي سيمه چي د هغه هيواد بله نامتو لرغونې سيمه پيژندل شويده ، هم د انو په څير د ترکمنستان د لومړي مدنيتونو يو ځانگړۍ ټاټوبۍ گڼل کيږي . نوموړې سيمه چي څه ناڅه ١١ هکتاره مځکه را نغاړي او د يوې لويې غونډۍ په څير چي لوړوالۍ يې ٣٢ متره ته رسيدۍ د اور گاډي اوسپنيزي ليکي ته څيرمه د کا اخکا تم ځای ته نږدې پرته ده . د لرغونپوهانو بيلا بيلو سپړنو او څيړنو وښودل چي دتر کمنستان دا دوي لرغوني سيمي د انيوليتيک دوري د پيل سره د وگړو لويو قومونو کارولي او په پر له پسي توگه يې دبرونزو د پير تر ورستيو زمانو پوري ورڅخه گټه پورته کړيده ، چي زماني واټن يې د ميلاد څخه لږ تر لږه ٣٠٠٠ درې زره کاله وړاندي وختونه په برکي نيسي . د انو او نمازگاه تپي څخه په زياته پيمانه داسي اثار او لرغوني توکي په لاس راغلي چي يو او بل ته ورته او گډ مشخصات لري د بيلگي په توگه د دواړو سيمو څخه د خاورينو لوښو هغه ډولونه تر لاسه شويدي چي د منظمو هندسي شکلونو لرونکي دي ؛ د دواړو سيمو څخه د کار هغه ډول وسايل تر لاسه شويدي چي د کرهڼي او للمي کر لپاره کارول شويدي ؛ د ښځو مجسمي هم يوله هغو اثارو څخه گڼل کيږي چي د انو او نمازگاه تپي سيمو څخه تر لاسه شويدي ؛ خو هغه ارزښتمن اثار چي د انو او نمازگاه تپي څخه تر لاسه شوي دي، هغه د دي دواړو سيمو د اوسيدونکو ټاټوبي دي ؛ نوموړو اوسيدونکو د خپل اوسيدو ځايونه د يوې ستري کلا په څيرودان کړي او په هره کلا کي به ديوه رگي رشته خوني اړوندکسان اوسيدل،او په بله لويه کلاکي دبل رگي اړوندانو ژوند کاوه ؛٢: ٦٥ د منډيگک لويديځ لورته د سيالک او سيستان مدنيتونه غوړيدلي وه ، چي هر يوه د ځانگړو مميزاتو برسيره د گاونډيو مدنيتونو څخه د اخستني او کلتوري ورته ووالي مشخصات هم په خپلو اثارو او پاتي شونو کي ساتلي دي . لرغونپوهانو د سيالک او سيستان څخه د لرغوني مدنيت هغه اثار او شواهد تر لاسه کړيدي ، چي په سهيل کي د موهنجودارو ، او هرپي ، په شمال کي د انو او نماز گاه تپي او په ختيځ کي د منډيگک سره په ورته پيړيو کي منځ ته راغلي او وده يې کړي وه . ٥ : ١٩٤ د سيالک تپه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپوه گيرشمن له خوا د ١٩٣٣ څخه تر ١٩٣٧ ميلادي کالو نو پوري تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه ، چي په نتيجه کي د بيلا بيلو کلتوري طبقو څخه زيات ارزښتمن اثار تر لاسه شول . د سيالک تپي لومړي کلتوري طبقه د انيو لتيک دوري پوري اړوند گڼل شويده ، د نوموړي طبقي څخه د کرهڼي لپاره کاريدونکي وسايل ، د حيواتاتو د کورني گرځيدلو نښانې او د مسي او برونزي وسايلو د کارولو زياتي پاتي شوني د لرغونپوهانو له خوا تر لاسه شوي او څيړل شويدي . د دي سره سره د سيالک تپې څخه د لويو کورنو د شته والي داسي بيلگي هم را برسيره شويدي چي د انو ، منديگک ، او موهنجودارو په څير په هغو ودانيو کي هم لويو قومونو او قبيلو ژوند کړيدۍ . ٣: ٢٣٣ لر غونۍ سيستان د اوسني نيمروز ولايت هغه برخه ده چي د افغانستان او اوسني ايران تر منځ په سهيل لوديځه سرحدي کرښه واقع دۍ . د سيستان سيمه په ١٨٧٣ ميلادي کال د انگريزانو په منځگړيتوب په ختيځ او لويديځ سيستان وويشل شوه ، د سيستان په داوړو خوا کي د لرغونپوهانو لخوا سپړني او څيړني تر سره شويدي . د ١٩١٥ څخه تر ١٩١٦ ميلادي کالونو په تر ځ کي د انگليسي لرغونپوه اورل ستين په مشري سپړني او په ١٩٢٥ ميلادي کال د امريکايې لرغونپوه هيرتسفيلد تر مشري لاندي په لويدځ سيستان کي سپړني او څيړني تر سره شويدي . په همدي ډول په ١٩٥٩ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو ټيم چي مشري يې د فرانسوي لرغونپوه هاکن پر غاړه وه ، په ختيځ سيستان کي سپړني او څيړني تر سره کړې ، چي په نتيجه کي د دواړو برخو څخه د لرغونو زمانو او په ځانگړي توگه د انيوليتيک پير څخه بيا تر اوسپني دوري پوري په پرله پسې توگه اثار او پاتي شوني تر لاسه شويدي . هغه څيړني چي ناد علي او زرنج په سيمو کي د گيرشمن اوهاکن لخواپه ١٩٣٦ ميلادي کال تر سره شوي ، په نتيجه کي زيات شمير داسي اثار لکه رنگه خاورين لوښي ، گاڼې ،ډبرين وسايل او د حيواناتو ځني هډوکي تر لاسه شول ،چي د انو او مرو اثارو سره ورته والۍ لري . ٥ : ٣ او همدا ډول د خاورينو لوښو پر مخ د هندسي شکلونو او ښکلو انځورونو رسمول ، ښځينه ډوله وړکي مجسمي جوړول ، د نورو گاونډيو مدنيتونو په څير په لويو کورونو کي اوسيدل ، د مسي او برونزي وسايلو څخه گټه اخستل هغه مميزات دي چي د سيستان د پنځه زره کالو وړاندو زمانو او سيدونکو دپيژندلو لپاره معياري گرځيدلي دي او په ځانگړي توگه د کرهڼي زيات رواجول او ان تر دي حده چي د روسي لرغونپوه واويلوف په وينا د سيستان اوسيدونکو تر ټولو گاونډيو سيمو لومړۍ د کر کرهڼي چاري پيل کړيدي ، او نوموړي لرغونپوه لرغونۍ سيستان د خپل وخت د غنمو گډام گڼلۍ دۍ . مو هونجو دارو او هر په د سند په حوزې کي دوه لرغوني ښارونه دي چي د دو سندونو سراسواتي او سيند پر غاړو پيڅکو منځ ته راغلي او وده يې کړيده . د موهونجودارو لرغونې سيمه چي د سر جان مارشال انگليسي لرغونپوه په لار ښونه په ١٩٢٢ ميلادي تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه ، په زياته پيمانه دلرغوني مدنيت اثار او وسايل تر لاسه شويدي . د دي لرغوني سيمي څخه د لومړۍ کلتوري طبقې اثار چي د کالکوليتيک پير استازيتوب کوي ، په زياته پيمانه د لرغوني کندهار او په ځانگړي توگه د منديگک له اثارو سره ورته والۍ لري . د مارشال په اند له موهونجودارو څخه تر لاسه شوي اثار او په خاصه توگه د لرغوني مدني ژوندانه نښي دا څرگندوي چي د دي سيمي اوسيدونکي د ميلاد څخه دري او څلور زره کاله پخوا کالونو کي د يوه نامتو مدنيت په منځ ته راوستلو بريالي شويدي . د موهنجودارو څخه د ودانيو داسي منظم سيستم ترلاسه شويدۍ چي په څرگنده توگه د يوه پرمختللي مدنيت استازيتوب کوي . د موهنجو دارو کورونه په ترتيب يو دبل تر څنگ او يوله بله په يوه ټاکلې فاصله کي ودان شويدي . د کورونو او ودانيو لپاره د منظم کاناليزاسيون شته والۍ بل هغه سند کيدای شي چي د پرمختللي او د خپل پير د ستر تمدن نوم ورته ورکړل شي . و د ودانيو د جوړولو سيستم څخه داسي بريښي چي د موهنجودارو اوسيدونکي د خپل گاونډيو سيمو د اوسيدونکو څخه د خپل پير د پرمختيا په يوه نسبتا لوړه پوړۍ کي وه . خو د موهنجودارو په اثارو کي ددې ځانگړيتوب سره سره بياهم د گاونډيو سيمو سره د اړيکو اثرات څرگند دي . اما منډيگک : د کندهار يوه تر ټولو وتلي لرغونې سيمه او د کالکوليتيک پير ارزښتمن ټاټوبۍ منډيگک دۍ . منډيگک نه يوازي داچي زموږ د هيواد د لرغوني تاريخ سرليک منل شويدۍ ، بلکي په سيمه او گاونډيو هيوادونو کي هم جوت او نامتو ځاي لري . دمنډيگک سپړنه او څيړنه د فرانسوي لرغونپوه مسيو کزل تر لارښوني لاندي له ١٩٥١ څخه تر ١٩٥٩ ميلادي کال پوري په پرله پسې توگه تر سره شول . په منډيگک کي د لومړۍ دوري سروې او څيړنو وښودل چي دا لرغونې غونډۍ په پرله پسې توگه د پخوانيو انساني ټو لنو او پراخو قبيلو له خوا کارول شويده . په منډيگک کي هم د لويو کلاو شتون ، او په هغو کلاو کي د زياتو انسانانو ژوند کولو نښي نښانې دا څرگنده وي چي د انو او نمازگاه تپې سره په شمال ، او هم د سيالک او سيستان له اوسيدونکو سره په لويديځ ، او بيا په ځانگړي توگه د سهيل په لور د موهنجودارو او هرپې اوسيدونکو سره يې د نورو کلتوري او سوداگريزو اړيکو تر څنگ د ودانولو او کورجوړولو په اړه هم يوله بله متاثر شويدي . شمت او پامپيلي په انو اونمازگاه تپه کي د خاورينو لوښو هغه ټوټې تر لاسه کړې چي د شکل او فورم له مخي يې د منډيگک او سيستان د خاورينو لوښو سره پوره ورته والۍ درلود . فرانسوي لرغونپوه گيرشمن په سيالک او هم بل فرانسوي لرغونپوه هاکن په افغاني سيستان کي د خاورينو لوښو پر مخ هغه نقشۍ او رسامۍ وليدلې چي د پيچک گل گل عشقه پيچان په زياته پيمانه ترسيم شوۍ دۍ ، چي دي رساميو ته ورته رسامي د موهنجودارو او هرپې په خاورينو لوښوکي هم په پوره وضاحت څرگنديږي ، چي دا په رښتيني ډول د منډيگک د لرغونو خاورينو لوښو يوه ستره مميزه او بيلگه منل شويده . لنډه دا چي د منډيگک او نورو شا اوخواسيمو تر منځ د پر له پسې اړيکو شتون ، د زيات شمير لرغونپوهانو له خوامنل شوۍ او د ثبوت لپاره يې شواهد وړاندي کړي ، چي د دې ليکني د پايلي او نتيجې په توگه د يوشمير لرغونپوهانو هغه يادوني او څرگندوني را وړم چي د منډيگک او نورو گاونډيو سيمو تر منځ يې اړيکي څيړلي اوتائيد کړيدي . ا مريکايې لرغونپوه فيرسرويس په دي باوردۍ چي د موهنجودارو او هرپې په لرغونو سيمو کي د خاورينو لوښو پر مخ د پيچک گل د پاڼو رسامي د منديگک د لرغوني سيمي څخه د موهنجودارو سيمي ته را ليږدول شويده ؛ ٩ : ١٣٢ د هارورډ پوهنتون استاد بنجامن رولاند په اند ، د موهنجودارو او منډيگک تر منځ د اړيکو يوه بيلگه دخاورينو لوښو پر مخ د پيچک گل د پاڼو رسامي ده خو هغه څه چي تر دي اړيکو زيات څه ښودلای شي هغه د منډيگک او موهنجودارو د اوسيدونکو تر منځ د رواني او عقيدتي يوالي بيلگه او نښانې دي چي د ډبرينو مجسمو په څير يې انعکاس کړيدۍ . په موهنجودارو او هم په منډيگک کي د ډبرو پر مخ د انسان د سره څيري او شکلونه په داسي انداز حک او کښل شويدي چي ورته والۍ يې له ورايه بريښي ؛ ٥ : ١٨ د مرحوم استاد کهزاد له نظره د منډيگک څخه تر لاسه شوي د غلو دانو گدامونه چي مستطيل شکله جوړ شويدي ، د هغو گدامونو سره پوره ورته والۍ لري چي د مارشال له خوا په موهنجوداروکي پيداشويدي ؛ ٨ : ٩ ډ . اچ . سانکاليا په دي باور ده چي د منډيگک او موهنجودارو تر منځ د نورو مشابهتونو ترڅنگ د معابدو ورته والۍ هم څرگند دۍ ، هغه معبد چي د مسيو کزل له خوا په منډيگک کي ترلاسه شويدۍ ، په هم هاغه ډول ډيري ضلعي لري کوم چي د سرجان مارشال له خوا په موهنجوداروکي ترلاسه شويدۍ ؛ ٦ : ١١٥ . سرچينې باوري ،محمد رسول . د افغانستان لومړي مدنيتونه . کابل د کابل پوهنتون مطبعه . ١٣٦٧ . ٢ بهمنش ، احمد تاريخ ملل قديم اسيايې غربي تهران : دانشگاه تهران ١٣٤٧ . ٣ چايلد ، گوردن . سير تاريخ ، مترجم : احمد بهمنش . تهران : دانشگاه تهران ١٣٤٦ . ٤ حبيبي ، عبدالحی . تاريخ مختصر افغانستان . کابل مطبعه دولتي ١٣٤٦ . ٥ راولند ، بنجامن . هنر قديم افغانستان . مترجم : احمد علي کهزاد . کابل مطبعه معارف ١٣٤٦ . ٦ سانکاليا . اچ . ډ . منډيگک مترجم : عتيق زوي . باستا نشناسي افغانستان . کابل : مطبعه دولتي ١٣٥٨ . ٧ خانيان ، خسرو . روابط فرهنگهاي کالکوليتيک . بر رسيهای تاريخی . تهران : مطبعه شاهنشاهي شماره ششم ، ١٣٥٠ . ٨ کهزاد ،احمدعلي . افغانستان در پرتو تاريخ . کابل : مطبعه دولتي . ١٣٤٦ . ٩ واستوا . شيري . په افغانستان کي د پروتوهستوري ... څيړني ژباړونگۍ : زمرۍ محقيق . د افغانستان لرغونپيژندنه کابل : دولتي مطبعه ١٣٦٤ . د افغانستان پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%81%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D8%A8%20%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%8A%20%D8%A7%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%AF%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%8A
د فارياب لرغوني اوسيدونکي
د فارياب ولايت اداري ويش انگليسي نامتو مورخ او فيلسوف تاينبې افغانستان د لرغونو تمدنونو څلور لارې گڼلې چي د لويديځ او ختيځ مدنيتونه يې ځان ته خپل کړي او بيا يې په افغاني دود خپلو گاونډيو او د نړۍ نورو سيمو ته خپاره کړيدي . د دې وينا ثبوت په هغو سيمو کي له ورايه څرگند دۍ چي لا يې په خپل لمن کي لرغوني نښانې او توکي ساتلي دي . فارياب ولايت هم د افغانستان له هغو لرغونو سيمو څخه شميرل کيږي چي لرغوني اثار يې د ميلادي پيړيو څخه په زرگونه کالو وړاندي زمانو ته رسيږي . فارياب هم د هيواد ديوشمير نورو سيمو په څير لا د څيړنو او سپړنو لپاره زياتي سيمي او ځايونه لري چي هلته د پټو او ناڅرگندو مالوماتو د را بر سيره کولو لپاره ارزښتمن او د باور وړ توکي شته . تر هغه ځايه چي په را سپړل شويو اثارو پوري اړه لري ، فارياب د هيواد د لرغوني تاريخ د روښانتيا لپاره ډاډمن توکي او لاسوندونه وړاندي کړيدي . د دې لپاره چي د دې ولايت د لرغونو اثارو او سيمو څخه يوازي يوه بيلگه په بشپړه توگه را و پيژنو د رسالو او کتابونوليکلو تر پولې به يې ليکني ورسيږي ، چي په دې لنډه ليکنه کي شونې نه ده ، خو هڅه به وکړو چي د فارياب ولايت اړوندو لرغونو سيمو څخه يوازي د دولت اباد ، فاروق اباد او دشلې لرغونو سيمو لنډه پيژندنه وړاندي شي . دا سيمي د هيواد په لرغوني تاريخ کي د برونزو پير ، زرتشتي مهال او را ورسته پيړو پوري اړه لري . ١ : دولت اباد : دولت اباد د اندخوۍ او مېمنې ترمنځ د لاري پر سر يوه ښيرازه اولرغونې سيمه ده چي د شرين تگاب رود يې خړوبوي . د اوسني دولت اباد ودانو سيمو لويديځ لوري ته د غونډيو داسي يوه لړۍ پرته ده چي تر اوسه دلرغونپوهانو له لوري د هغو څخه يوازي پنځه غونډۍ څيړل شويدي . دڅيړل شويو او سپړل شويو غونډيو څخه چي د شرين تگاب سيندښۍ اړخ ته پرتې دي ، داسي بريښي چي څه ناڅه دوزره کاله پخوا تر ميلاد دهغو انساني ټولگيو اړوندو کورونو او ودانيو پاتي شوني دي چي د زمانې په تيريدو وراني شوي ، او ورورو يې د غونډۍ څيره خپله کړيده . لرغونپوهانو دخپلو څيړنو پر مهال د دولت اباد لرغونې سيمه پر دريو برخو وېشلې ده ، چي هغو ته يې دولت اباد لومړۍ کودړۍ . دولت اباد دويم کودړۍ او دولت اباد دريم کودړي نومونه ورکړيدي . د دولت اباد سيمه په نقشه کي دولت اباد لومړۍ کودړۍ هغه غونډۍ ده چي د اوسني دولت اباد سهيل لويديځ لوري ته د شمال څخه د سهيل پر خوا غزيدلې پرته ده . د دې غونډۍ شا اوخوا ته د کرهڼي مځکي پرتې دي . دا غونډۍ چي د کروندگرو له خوا را لنډه شويده بيا هم د سپړنو پر مهال ٧٥ متره په ٦٥ متره کي پاته وه ، د کرهڼيزي مځکي څخه يې لوړوالۍ درېنيم متره ته رسيږي . د دې غونډۍ په منځ کي يو ازمايښتي کنده سنداژ وکيندل شوه چي د برونزو پير زيات اثار ځني ترلاسه شول . د دې غونډۍ څخه د ودانيو درې ځلې جوړښت بيلگي تر لاسه شويدي ، د خاورينو لوښو زيات ډولونه او په ځانگړي توگه هغه خاورين لوښي چي د هغه وخت کلالانو جوړ کړي را برسيره شويدي . لاسي ژرندي اود ډبرين هاونونو بيلا بيل ډولونه او د هغوترڅنگ د چقماقي ډبرو پارچي او يوشمير نور د برونزو پير اړوند اثار تر لاسه شويدي . د لرغونپوهانو څيړنو وښودل چي دولت اباد په هيواد کي د برونز پير يوه ستره بيلگه ده چي دوه زره کاله تر ميلاد وړاندي زمانه په بر کي نيسي . او په دې ډول دويم او دريم کودړو په نوم لرغوني غونډۍ هم د برونزو پير زياتي نښانې له ځان سره لري . د دولت اباد څخه تر لاسه شوي خاورين لوښي ٢ : فاروق اباد : په قلتاق کي د اوسني فاروق اباد سيمي تر څنگ يوه لويه ريگنه دښته په سترگو کيږي چي د امو سند څخه متاثره ده ،په دښته کي لرغوني غونډۍ شته چي شمال ته يې يوشمير گرځنده ريگني غونډۍ او دختيځ او لويديځ لوري ته وچه دښته او سهيل لوري ته يې د اوسني فاروق اباد سيمه ده . د فارياب د ريگنو غونډيو يو انځور او د دې ها خوا د فاروق اباد سيمي څخه د څلورو او يا پنځو کيلومترو په واټن يوشمير نوري ريگني غونډۍ هم پرتې دي ، داسي بريښي چي نوموړو لرغونو غونډيو ته د بلخ سيند څخه د اوبو کانالونه جوړ شوي وه چي تر اوسه يې بيلگي او نښانی په سترگو کيږي . د دې لرغونو تپو له منځه يوه تپه په ځانگړي توگه د فاروق اباد يو ١ په نوم ياده شويده . دا تپه ٨٠٠ په ١١٠٠ متره کي ارتوالۍ لري چي په ناقانونه توگه يې زياتي برخي سپړل شويدي . خو ددې غونډۍ څخه د سپړنو پر وخت داسي نښانې تر لاسه شوې چي لرغوني خاورين لوښي او کودړي د نږدې هديرو څخه را ايستل شوي او چور شوي وه ، پر دې سر بيره لا نور زيات شمير لرغوني خاورين کودړي هم د سپړنو پر مهال د دې غونډۍ څخه تر لاسه شول چي په هغو کي د اوبو څښلو منگي ، د خوړو پخولو خاورين ديگي ، د جام په څير جوړ شوي ظريف گلاسونه ، گلدانونه او د کاروړ زيات شميرنور خاورين لوښي شته . د خاورينو لوښو د جوړښت او څيرې څخه په ډاگه کيږي چي د کلا لانو په وسيله جوړ شويدي ، خو د جوړښت پر مهال يې د رنگ او انځور څرک نه په سترگو کيږي ، په داسي حال کي چي يوشمير داسي ظريف گلاسونه شته چي سورنگ يې د بدن پر بهرنۍ خوا څرگنديږي . ٣ : دشلي : دشلي د اقچې د ښارشمال لوري ته څه ناڅه شل کيلومتره ليري پرته ده . د دشلي شمالې برخي ته دامو سيند د ريگنو غونډيو يوه داسي لړۍ شته چي د امو سيند او بلخ سيند تر منځ يې د بلخ تر وادۍ پوري يوه لويه دلتا جوړه کړيده . په داسي حال کي چي اوس هم د بلخ سيند اوبه د پنځوس څخه تر شپيته کيلومتره پوري د دشلي او فاروق اباد سيمي خړو به وي ، خو داسي بريښي چي د دشلي پخواني اوسيدونکو د بلخ سيند څخه د کرهڼي او مالدارۍ لپاره گټه اخستل ، ولي اوس د بلخ د سيند اوبه د دشلي لرغونو غونډيو ته نه رسيږي او ورستي ودان کلي يې د لسو کيلو مترو په واټن ليري پراته دي . دشلي د لرغوني افغانستان هغه نامتو سيمه ده چي د برونزو پير يې په پوره او څرگنده ډول په خپلو اثارو کي ساتلۍ دۍ . د هغو څيړنو پر بنسټ چي په دشلي کي د لرغونپوهانو په وسيله په ١٩٧٤ ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي تر سره شويدي ، د برونزو پير پر زيات شمير اثار او توکو برسيره يې داسي ودانۍ هم را څرگندي کړي چي د هغه پير د اوسيدونکو له خوا کارول شوي او د هغوۍ د ميشت ځايونه او ټاټوبي گڼل شويدي . لرغونپوهانو د دشلي سيمه د ښه پيژندلو په نيت داسي نښاني کړيده چي د دشلي يو ١ څخه تر دشلي ٢٠ پوري يې په شمارو پيژني . په دشلي کي د ودانيو دوه ډولونه شته چي يو يې د بډايانو کورونه او د اوسيدو ځايونه دي او بل يې د مسکينانو او خوارو وگړو کورنه پيژندل شويدي . هغه کورونه چي په بډايانو پوري اړه لري په زياته پيمانه د لومړي دشلي په سيمه کي تر لاسه شويدي . دا کورونه ډبل او لوړ ديوالونه لري او د کورونو په منځ کي د اتاقونو او کوټو شتون داسي بريښي چي د ودانيزو چارو له مخي په تر کمنستان کي د نمازگاه تپې سره ورته والۍ لري ، چي تاريخ يې دوه نيم زره څخه تر درې زره کاله پخوا تر ميلاد زمانه په برکي نيسي . د دشلي څخه تر لاسه شوې د يوه قصرد بنسټ انځور د دې يادونو څخه برملا کيږي چي د فارياب لرغوني اوسيدنکي د يوه داسي تهذيب او مدنيت په منځ کي وده کړيده چي شمال ته يې د انو او نمازگاه تپې اوسيدنکو پر مخ تللې کلتور منځ ته راوستۍ وو او سهيل لويديځ ته يې د منديگک مدنيت وده کړي وه چي د نورو نړيوالو تمدونونو سره يې پر له پسې اړيکي درلودي . د داسي يوې لرغوني سيمي لپاره په کار ده چي تاريخي او ارکيالوجيکي موزيم ولري ،چي له نيکه مرغه پنځوس کاله وړاندي د دې موزيم بنسټ ايښودل شويدۍ . د مېمنې موزيم :په مېمنی کي د موزيم پرانستل د يوي ځانگړي پيښي پر بنسټ وو . په لمريز کال د مېمني لوي حاکم حاکم اعلا غلام حيدر خان د خپلو ميلمنو سره د گرځيدو په وخت د سلطان سنجر سلجوقي غونډۍ ته ولاړل ، د غونډۍ په يوه برخه کي د لوی حاکم زوي محمد سهيل په ناببره توگه يو خاورين لوښۍ پيداکړ چي په هغه کي يو شمير پخوانۍ سکې ځای پر ځای شوي وې .وروسته له څيړنو او ارزونو څرگنده شوه چي نوموړي سکې د غوري پاچاهانو اړوند دي . د دې خاوريني کونجۍ ناببره پيداکيدل د دې لاميل شوه چي د نوموړي حاکم په سپارښتنه د مېمني موزيم پرانستل شي . د مېمني موزيم د لومړي ځل لپاره خپلي نندارې د اطلاعاتو او کلتور مديريت په ماڼۍ کي پيل کړې ، د خپلو هڅو دپيل سره يو ځای د زياتو سوغاتونو په تر لاسه کولو د پام وړ موزيم وگڼل شو . د فارياب ولايت بيلا بيلو ادارو د موزيم لپاره ټول هغه اثار او لاسي ليکني ، په زيات مهارت اوبدل شوي قاليني ، يوشمير جنگي الات ، اوحتي يو شمير قامي مشرانو د پخوانيو گاڼو او زيوراتو سوغاتونه هم د موزيم ادارې ته وسپارل ، چي په ډير لنډ وخت کي د مېمني موزيم په سلگونو اثار د ننداری لپاره پيداکړل . د مېمني موزيم اداره په لمريز کال د ښووني او روزني مديريت ته وليږل شوه . د دي سره سره چي د موزيم اداره نوي مديريت ته وليږل شوه خو د موزيم لپاره ماڼۍ او د نندارو ځاي بدلون ونه موند . د موزيم مينه وال زياتيدل خو د سيمه ايزو واکمنانو او لوړو ادارو د نه پاملرنې په وجه موزيم لکه چي لازمه وه پر مختيا ونه کړل . په لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مېمني موزيم ته يوه ځانگړي بودجه وسپارل چي د هغي مالي مرستي په نتيجه کي د مېمني موزيم انگړ او ماڼۍ بياجوړه او د نندارو لپاره يې د نسبتا مناسبو ويترينونو په پرانستلو سره د زيات شمير سيلانيانو پام ځانته واړاوه . د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي په ١٩٧٤ ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي يې بنسټيز بدلون راوست او له هغه وروسته د مېمني موزيم يوازي يو فر هنگي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وگڼل شو . د مېمني موزيم هغه دوه کالونه - د پام وړگڼل شويدي چي د رحيم سوگند په نوم يوه فرهنگي شخصيت د مېمنې موزيم د پرمختگ لپاره خپلي هڅي پر له پسې وساتلې ، نوموړي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي فارغ وو په خپلو ځانکړو هڅو يې وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنگ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل ، چي له نيکه مرغه د نوموړي استاد د زيار او هڅو له امله د ميمنې موزيم ته مالي مرسته او د اثارو د زياتولو په نيت يو اندازه پېسې داړوندو مقاماتو له لوري منظور شوي ، له بده مرغه ښاغلۍ سوگند لا فارياب ته پر لار وو چي د يوې دسيسې ښکار او زنداني شو. د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه کالونو په جريان کي په پرله پسې توگه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرگونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توگه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروگرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په دې هيله چي د مېمنې موزيم يوځل بيا وځليږي لاندي وړانديزونو ته د اړوندو چارواکو پام را اړوم : ١ : د مېمنې موزيم لپاره دي د يوې ځانگړي ودانۍ د جوړيدو کار تر لاس لاندي ونيول شي ، داسي ودانۍچي د موزيم لپاره د مسلکي او فني اړخه ټولي اړيني اسانتيا وي ولري ؛ ٢ : د مېمنې موزيم لپاره دي د مسلکي کسانو گمارولو ته پوره پام وشي او د هغو مسلکي او تجربه لرونکو کارکونکو د روزني لپاره دي د زدکړي نوي روزنيز کورسونه د هيواد په دننه او له هيواد بهر برابر شي ؛ ٣: د مېمنې موزيم ټول هغه اثار چي پخوا يې درلودل او يايې اوس لري ، د هغو د راجستر او ليکلړ چاري دي پيل او بشپړي شي ؛ ٤ : د فارياب په ولايت کي دي د غير قانوني سپړنو د مخنوي په غرض جدي او کلک گامونه پورته شي ، ټول هغه کسان چي د توپک په زور يې د لرغونوسيمو چور او تالان کړۍ او کوي يې ، د هغوۍ لاسونه لنډ او د محاکمې ميز ته دي راوکښل شي ؛ ٥ : د فارياب د لرغونو سيمو د علمي سپړلو او څيړلو لپاره دي منظم پلان تر تيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو مرسته تر لاسه شي ؛ پای ماخذونه ١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان ، پوهنتون کابل . ١٣٧١ ٢ باوري ، رسول . موزيم شناسي وسير موزيمها در افغانستان . کابل . انجمن فرهنگي سپک . پيښور .١٣٧٥ ٣ : سريانيدي . و. ي . افغانستان در عصر برونز . مترجم حبيب اعظمي . باستانشناسي افغانستان .کابل ١٣٦٢ . ٤ : اطلس ملکي افغانستان .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D9%BE%D9%87%20%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%8A%20%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%AE%20%DA%A9%D9%8A%20%D8%AF%D8%B2%D8%A7%D8%A8%D9%84%20%D8%A7%D9%88%20%D8%B2%D8%A7%D8%A8%D9%84%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه
افغانستان د ١٩٢١ زيږد کال د اساسي قانون پر بنسټ پر څلورو ولايتونو او څلورو لويو حکومتونو وويشل شو ، چي د زابل اوسنۍ ولايت د هغه مهال په کندهار ولايت پوري اړوند وشميرل شو. په ١٩٦٤ زيږد کال افغانستان په ٢٩ ولايتونو او لويو حکومتونو وويشل شو،چي زابل هم دخپل ارزښت له مخي د ولايت مقام ته لوړ شو. د زابل ولايت ١٧٢٩٣ اولس زره دوه سوه دري نوي کيلومتره مربع پراختيا لري ، د اداري واحدونو شمير يې لسو ته رسيږي ، او د ولايت مرکز يې د کلات نامتوښار دۍ . د دې ولايت شمال لورته د روزگان ولايت ، سهيل ته سرحدي کرښه ، لويديځ ته يې د کندهار ولايت او ختيځ ته يې د غزني ولايت پروت دۍ ، دا ولايت د سهيل ختيځ له لوري د پکتيکا سره هم د يوه لنډ واټن گاونډيتوب لري . زموږ د هيواد هر سيمه د لرغوني تاريځ نښانې او د وياړ سرليکونه او ځانگړي څپرکي لري ، خو د زابل وياړني او تاريخي کارنامي ز موږ د هيواد په لرغونو ، منځنيو او د اوسنيو تاريخي پيړيو کي ستر سرليکونه اوزموږ و هيواد دملي تاريخ زرين فصلونه دي . په ويدي او اوستايې متونو کي ، د يونانو باختري پير ليکوالانو ، د کوشاني او زابلي واکمنيو پرمهال د زياتو مورخينو په اثارو او ليکونو کي يې د برم او دبدبې او يا د مقاومت او سرښندنو کارنامي سته . د دې ليکني موخه د هغو ټولو تاريخي پيښو او وياړنو را يادول او سپړل نه دي چي زابل يې د تاريخ په اوږد مهال کي لري ، يوازي په دې لنډه ليکنه کي د زابل د لرغوني تاريخ هغه ځانگړي بيلگي را يادو چي د افغانستان په ملي تاريخ کي وياړلي سرليکونه گڼل شويدي . خبره به د زابل د نوم څخه را پيل کړو ، دانوم له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي د هيواد پر همدې برخي چي اوس يې د زابل ولايت په نوم پيژنو ايښودل شوۍ او پيژندل شويدۍ ،دا نوم د املا او انشا له مخي په لږ او ډير بدلون کله د يوه خپلواک هيواد په توگه چي زياتي سيمي يې تر ولکې لاندي درلودي ، کارول شويدۍ او کله هم د يوه ولايت او يوې محدودي سيمي په ډول د تاريخ په پاڼو کي ثبت او ليکل شويدۍ . د يوشمير څيړونگو له نظره د زابل نوم لږ تر لږه ١٧٠٠ يو زر او اوسوه کاله پوخوا تر زيږد هغه وخت ياد شويدۍ ، چۍ درزدشت يا سپينتمان د ستورو پيژندونکو په مرسته د کال د فصلونو د ښولو او پيژندلو په نيت د سيمو د ټاکلو اراده وکړه ، او په دې ډول يې د اوسني زابل سيمه هغه ټاټوبۍ وښودۍ چي د کال لمر له ژمني څنډي څخه پسرلنۍ څنډي ته ځان رسوي ، هغه ته يې د زابل نوم ورکړ. د زابل د نوم او ريښې په اړه د يوشميرنورو څيړونکو اندونه او نظريې هم په يوشمير رسالو او اثارو کي شته او را نقل شويدي چي ورسته به يې يادونه وکړو ، خو د پورتنۍ طرحي لپاره د نورو لاسوندونو تر څنگ د بيلگي په توگه تر ټولو ارزښتمن دليل را يادو : او هغه دا چي د زابل په سيمه او اړوندو برخو کي دزون په نوم د لمر نمانځني تر ټولو ستر معبد له ډيرو پخوانيو زمانو څخه بيا د اسلامي لښکرو تر واکمنۍ پوري د يوه عبادت ځای په توگه په سيمه کي د ميشتو وگړو واو هم د زابلي واکمنانو له لوري په درنښت ساتل کيدۍ او د هغه ته يې عبادت کاوه، د زون معبد او د هغه معبد شا او خوا سيمي د زابل واکمنو تر ولکې لاندي وې . او د کابل په خير خانه کي د سوريا معبد پيدا کيدل هم د دې وينا ډاډمن لاسوندۍ دۍ. د خير خانۍ کوتل د سوريا مجسمه د انگليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره تر درنې جگړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنگي او د لر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنگرونه تاوده وساتل . يو شمير څيړونکي د زابل نوم د هيپتلي پاچاهانو د نوم سره تړي ، دا ډله څيړونکي په دې باور دي چي د هيفطل ، هيا طله او هبفتليانو نو مونه په ډير لږ بدلون په تاريخي متونو کي د بيلا بيلو مورخينو او څيړونکو له خوا په خپلو اثارو اوليکنو کي کارولي دي . زيات شمير څيړونکي او په ځانگړي توگه د مرحوم استاد احمد علي کهزاد له نظره يفتليان او د هغو اړوند ټبر ونه په اوسني زابل کي څه ناڅه يوزر او پنځه سوه کاله پخوا تر اوس ميشت شويدي . همدا کورنۍ وې ، چي د دريمي زيږدي پيړۍ څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري يې د افغانستان زياتي برخي په ځانگړي توگه د هندوکش پرلويديځو ، سهيلي او ختيځو سيمو واکمن درلوده . علامه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو د قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو لويۍ ټبر دۍ ، ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلگه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود درې غلزۍ دۍ ، چي په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي . د هغو مسکوکاتو څخه چي د کابل، هډې، غور بند او نورو سيمو څخه تر لاسه شوي ، د يفتلي پاچاهانو څيره او قيافه د اوسي پښتني غلجي کوچيانو سره ورته والۍ لري، لوړي پزي، جگي وني ااو د پاچاهۍ تاجونه يې پر سر دي ، دا اولسکيزي مسکوکات د يفتلي پاچاهانو په بيلا بيلو واکمنو او بيلا بيلو دورو پوري اړه لري. د يفتلي پاچاهانو د پيسو څو بيلگي: د يفتليانو کورنۍ د دريمي زيږدي پيړۍ څخه د پخواني افغانستان پر ټولو برخو واکمني درلوده چي يو ستر اداري او نظامي مرکز يې داوسني زابل نامتو ښار کلات وو ، خو د شپږمي زيږدي پيړۍ وروسته په وړو او سيمه ايزو واکمنيو واوښتل ، چي د اعرابو سره په جگړو کي يې د خپلو سيمو د ساتلو پوره زړه ورتوب ښودلۍ دۍ . زابليان يا يفتليان چي د هندوکش پر سهيلي ، سهيل لويديز او سهيل ختيزو سيمو پوره واکمنۍ در لوده او د واکمنۍ برم يې د هند تر پوتالي پوترا رسيدۍ په پر له پسې توگه په ددريو لورو د خطر او حملو لاندي وه . يفتليانو د خپلي واکمنۍ په لويديز ي خواکي د ساسانيانو سره نامالومي سرحدي کرښي درلودۍ ، چي په پر له پسې توگه د دې دواړو سياسي واکمنيو تر منځ د سيمو لاندي کولو لپاره د جگړو اور بليدۍ ، د بيلگي په توگه د زابلي يفتليانو او ساسانيانو لومړۍ نښته په ٤٢٧ زيږد کال د يفتلي بقوت پاچا او بهرام گور تر منځ شويده . په دې جگړه کي د بهرام گور زرين تاج او د هغه ټول مال او منال د بقوت بريمنو لښکريانو ته ورسيدۍ . دويم يزد گرد چي په ٤٣٨ زيږدکال د پارس واکمن سو هم ، څو ځله د يفتلي پاچاهانو پر سيمو جگړ ه ايز عمليات وکړه ، خو بريالۍ نه شو او د يفتلي پاچاهانو دسيمو د لاندي کولو او غصب کولو په ارمان کي ومړ. د پارس پر سيمه د لومړي فيروز واکمني چي د ٤٧٥ زيږد کال څخه بيا تر ٤٨٤ زيږد کال پوري يې دوام درلود ، څو ځله د يفتلي پاچاهانو سره د جگړي ميدان ته راووت ، د لومړي فيروز سره په يوه جگړه کي پارسي ځواکونو ماتي وخوړه او فيروز خپل زوي قباد د يفتلي پاچاه اخشنوان در بار ته د داسي ضامن په توگه ورکړ چي بيا به د يفتليانو پر سيمه يرغل نه کوي ، خو فيروز دا وعده پرځاي نه کړه او په يوه بله خونړۍ او د هغه د ژوند په ورستۍ جگړه کي يې د يفتليانو پر سيمو يرغل وکړ او دا ځل بيا د ماتي سره مخامخ شو او خپله فيروز هم په دې جگړه کي ومړ او پر ځای يې دهغه زوي قباد واکمنۍ ته ورسيدۍ ، څرنگه چي د پارس نوۍ واکمن قبا د د يفتليانو سره د ضامن په توگه ډير کالونه تير کړي وه ، نو يې د يفتلي پاچاهانو سره يې د دوستۍ اړيکي ټينگي کړې . د زابلي يفتليانو د سياسي واک په وړاندي دويم سرخوږۍ د واکمنۍ په دننه کي د يوشمير سيمه ايزو او محلي وړو واکمنيو مقاومتونه او پاڅونو نه وه ، د هندوکش په شمال کي د د کيداريانو پاتي شوني ، د هيواد په مرکزي سيمو کي د شيرانو او د کابل شا او خواکي دکوچيني کوشانيانو پاته شونو ، وخت ناوخت د يفتلي پاچاهانو د واکمنۍ د پراخيدو لپاره خنډونه را منځ ته کول ، د بيلگي په توگه ، د کيداريانو او بهرام گور تر منځ د يوې درنې جگړې وروسته اوربند وشو چي کيداري واکمن د ساساني پاچا د خور سره د واده په اړيکو دې اور بند ته غاږه کښيښوده ٤٥٩ زيږد کال همدا وخت يې د يفتلي پاچاهانو سره د تربگنۍ لاره ونيولو ، دالماني څيړونکۍ مارکوارت په اند کابلي پاچاهانو چي د کوچني کوشانيانو په نوم هم ياديږي ، د هغه زور او دباو په وجه چي د زابلي واکمنانو له خوا پر راغلۍ وو خپل پلازمينه کاپيسا يې پريښوده او پيښور ته وکوچيدل . د سياسي واکمنۍ پراخيدل او د نويو سيمو لاندي کول بله هغه بوخته وه چي زابلي يفتليان او دهغو يوشمير پياوړي مشران ورته ژمن وه . په پارس کي د انو شيروان تر واکمنۍ وروسته زابلي پاچاهانو خپله مينه د پارس له لوري لږ کړه او د پارس پر ځای يې د هند او هندوکش شمالي سيمو لاندي کولو ته مخه کړه ، د چيني مورخ ليانگ شو په قول يفتلي پاچاهانو ورو سته له هغه چي د هندوکش شمالي زياتي برخي لکه کوگيار،واخان ،زيباک ،او او د امو سند دواړو خوا وته پرتې سيمي تر خپل واک لاندي راوستې ، بيا يې په سهيلي لور کي لومړۍ د گندهارا سيمه خپله کړه او ورورويې د هند لويې وچي لور ته د خپلو پرخوا د فتوحاتو لمن وغزول . د هندي او اروپايې مورخينو پر دې ټکي يوالۍ شته چي د هند پر لور د زابلي پاچاهانو فتوحات ورورو د زابل ارزښت ديوې ستري امپراتورۍ د پلازميني په توگه لږ کړ او د يفتلي پاچاهانو پام د هند پراخو سيمو د نيولو او اداره کولو پر لور زيات شو ، او ددې کار لپاره تر ټولو ښه جغرافيايې موقعيت د پيښور او تاکسلا او بيا وروسته د پوتالي پوترا او ډهلي په برخه وو . مهرا کولا ، تورامانا او دې ته ورته نورو يفتلي پاچاهانو په زياته پيمانه د خپلي امپراتورۍ سهيلي لوري ته پام کاوه . د دې سره سره چي د زابلي پاچاهانو او د هغې سلسلې دلويو امپراتورانو زياته پاملرنه د سهيلي خوا او په ځانگړي توگه د هند لوري ته گرځيدلې وه ، خو زابل ديوې پخواني پلازميني په توگه د خپلو نږدې سيمو په کنترول او اداره کي تر زياته حده واکمن وو ، په زابل کي واکمنه سلسله په پر له پسې توگه د ساساني يرغلگرو او تر هغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جگړو لږ تر لږه تر ٦٤٠ زيږد کال پوري بوخت وساتل شوه په دې ترتيب يې د خپلي واکمنۍ د دوام لپاره د اسلام مبارک دين تر پوره خپريدو تر مهاله د خپلو اولسو پوره ملاتړ د ځان سره درلود او تر خپل واک لاندي سيمي يې په پر له پسې توگه د بهرنيانو په وړاندي وساتلې . تر څو چي د اسلامي لښکرو يو مشر عبدالرحمن ابن ثمره په يوه تنده جگړه کي تر کابله ټول موانع ليري او د سيستان څخه تر کابل ټولي سيمي ونيولۍ ، خو دا يوه بريښنايې جگړه وه لا زياته موده نه تيره چي بيرته د زابلي پاچاهانو پاتي شونو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ او د جگړو دا لړۍ لږ تر لږه نور سل کاله وغزيدل ، چي يادونه به يې د زابل په منځنۍ زمانه کي تر بحث لاندي راشي . د کلات بابا غونډۍ چي اوس دولتي ادارې ورڅخه گټه اخلي د کلات لويه غنډۍ په يوه انځور کي پايله زابل د افغانستان په تاريخ کي وياړلۍ باب او د لرغوني تاريخ زرين سرليک دۍ .د دې سره سره چي د زابل په سيمه کي لا تر اوسه علمي او فني څيړني او سپړني نه دي شوي ،خو زابل ته د څيرمو سيمو څخه داسي زيات لاسوندونه تر لاسه شوې چي د دې سيمي تاريخي جرړي زرگونو کالو پخوانيو زمانو ته رسوي . د بيلگي په توگه د زابل لويز ته دکندهار منډگک ، اود سيستان نادعلي ، سهيل ته يې د کوټي لور لايې او ژوب او ختيز ته يې د لرغوني غزني سيمي واقع دي چي هر سيمه يې زموږ د هيواد لپاره وياړلي اثار او لاسوندونه لري ، که په زابل کي د علمي او فني څيړنو اړ سپړنو کار پيل شي ، په ډاډ ويلای شو چي په دې سيمه کي به هم د افغانستان د لرغوني تاريخ تر اوسه پټ خو ارزښتمن اثار او لاس وندونه تر لاسه شي . په دې اړه د زابل اوسنيو چارواکو او د کلتوري چارو واکمنو او د دې سيمي مخکښو کلتور پالو شخصيتونو ته د وړانديز په توگه لاندي ټکي يادول غواړم : ١ : د زابل څخه دې د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق په مخنيوي کي لا گړندي گاومونه واخستل شي ؛ ٢ : په زابل کي تاريخي ودانۍ او زيارتونه ، چي د پخوانيو دورو د ودانيو ځانگړي بيلگي دي ، د هغو په ساتلو او له سره رغولو کي د عملي کار لپاره د هيواد د کلتوري وزارت څخه ځانگړي ژمني واخلي ؛ ٣ : په زابل کي دي د زابلي پاچاهانو موزيم په نوم ، د يوه موزيم د جوړولو او پرانستلو پروژه طرحه او اړوندي چاري دي گړندۍ کړي ؛ ٤ : د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کي د موزيم خوا ته د يوه تفريحي پارک د جوړيدو لپاره دي بهرنۍ مرستندويه موسيسې وهڅول شي . ښاغلو لوستونکو ته د دې ټکي يادول اړين گڼم چي د دې ليکني د ثقم او لا زياتو مالوماتو لپاره دي د نورو اثارو تر څنگ لاندي اخځونو ته ورشي . اخځونه د الفبا په تر تيب ١:باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه ، کابل : ودلتي مطبعه ١٣٦٤ . ٢ : جوينده ، مير احمد ، د يفتليانو سياسي تاريخ ، کابل : دولتي مطبعه ١٣٥٨ . ٣ : حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ . کابل : دولتي مطبعه ١٣٤٦ . ٤ : صافۍ ، لطف الله . افغانستان عمومي جغرافيا . پيښور : دانش کتابتون ١٣٧٧ . ٥ : کهزاد ، احمد علي . غرغښت نامه ، کابل : دولتي مطبعه ١٣٥٧ . ٦ : همايون ، سرور. په ادبياتو کي د لمر نمانځني ائين کابل : دولتي مطبعه ١٣٦٤ . د افغانستان پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%8A%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%84%D9%8A%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
ميرزالي خان
د غازي ميرزاليخان وزیر يا مرزا علي خان بل نوم فقير ايپي وو. ايپي د يو کلي نامه ده چې د ميرعلي ښارگوټي سره نژدې په شمالي وزيرستان کې د بنو او رزمک په واټ باندې پروت دی او دغه د ميرزالي خان د اوسيدنې ځای وو- بعد کې ميرزالي خان گوروېک ته ولاړو چېرې يې چې د پښتونستان تحريک بنسټ کښېښدو. مخينه د لوی افغانستان ملی اتل ستر مجاهد مسلح ريښتونې پښتون او د پښتونستان بنسټګر حاجي ميرا علي خان يعني اېپي فقير پهٔ ۱۸۹۷ ېږېديز کال کې د شمالي ويرستان د اېپي پهٔ کلي کې ېږېدلې دې د ميراعلي خان پلار نوم ارسلا خان وو، چې يو روحاني اسلامپال قبائلي قدرمن پښتون سړې وو ميرااعلي خان لومړنۍ ديني دهکړې پهٔ خپل کور او ځاى دينى ښوونځي کې کړې وې اېپي فقير پهٔ ۱۹۲۳ کې مکې مکرمې ته حج لپاره لاړو هلته يې حج وکړ هېواد ته بېرته له راستنېدو يې د اېپى پهٔ کلي کې چې د بنو او رمک سره موقعيت لري، خپل ژوند ته دوام ورکړ د ديني پوهې، د قام رهبرى اصولو لهٔ وجې پهٔ خپلې سيمې کې ورو پهٔ ورو مشهور کېدو، وروسته له حج فريضې څخه ځاى خلکو د دهٔ نوم سره د حاجي نوم اضافت سره دئ د حاجي صاحب او يا د حاجي ميرعلي خان پهٔ نوم سره بلل شروع کړل فيرنګيانو خلاف جهاد کله چې پهٔ شلمې پېړۍ پهٔ دېرشمو کلونو کې ويرستان او شاوخوا قبائلي سيمو کې قبائلي پښتانهٔ د لويې برطانيه ښکېلاک ښکار شول دهٔ قبائلى پښتانهٔ پهٔ خپلې مشرۍ کې د برطانيې ښکېلاک پرضد وسلوالې مبارې يعنى جهاد ته راوبلل او لويې برياوې يې پهٔ برخه شوې د دهٔ پهٔ مشرۍ کې پښتنو تر څلوېښ کلنې خپلې مقدسې جګړې ته دوام ورکړ، د دهٔ مشرۍ کې قبائلي پښتنو د اللّٰه تعالى پهٔ نصرت سره داسې تکتيکي بريدونه ترسره کړل چې انګریزان يې تر دوه پوو راوستل او حېران ول چې ورسره وکړي پاکستان خلاف جهاد اؤ پشتونستان حاجي ميرا علي د پاکستان رياست سخت خلاف وو، پهٔ ۱۲ مۍ ۱۹۴۸ کې حاجي ميرعلي خان د پاکستان پرضد له ګروېک، شمالي ويرستان څخه رسالې چاپ کړې، چې پهٔ هغه کې هغه وئيلى وو چې پاکستان د برطانيه پهٔ خوښه جوړ شوې دې او قائد اعظم جناح د برطانيه اېجنټ دې هغه ياته کړه چې هغه د پاکستان رياست پر ضد وسلواله مباره پيل کړي پهٔ جون ۱۹۴۸ کې هغه د شمالي ويرستان د دته خېلو خاصه دارو چېک پوسټ باندې يرغل وکړ، د پاکستان هوايى ځواک ته چې دا خبر ورسېد، نو هغه خپلې جنګي الوتکې هغه ځاى ته ولېږلى او د شربي خېل محسود يې سخټ بمبار کړل پهٔ ۱۲ م اګست ۱۹۴۹ کې د افريديو قبائلي مشرانو او د هغه ګوند پهٔ تيراګ باغ کې سره وليدل، هغه ځاى يې د پښتونستان بېرغ ورپاوهٔ او د پشتونستان د تيراه څانګې پرانيسته يې وکړه هغوى پهٔ خپل بيان کې د پښتونستان، افغانستان او د نړۍ ګوټ ګوټ پښتنو ته دغه بيان جاري کړ مونو د تيراه څانګې د قامي اسمبلۍ د پشتونستان يو خپلواک او مسلمان دموکراتيک حکومت جوړکړ چې د اللّٰه تعالى پهٔ نصرت او قبائلى اولس پهٔ ملاتړ به دغه نوې ونه برياوې لاسته راوړي چې د دې ثمرات به يواځې پشتونستان يعني چترال نه تر بلوچستان او خيبر نه تر بولان او اباسين سند څېرمې پښتنو ته نهٔ رسى بلکې د نړۍ امن به هم ضامن وي چې دغه بيان پهٔ مختلفو مطبوعاتو او راډيو ګانو کې نشر شو، پهٔ همدې مياشتې کې د حاجي ميرعلي خان پهٔ مشرۍ کې د قبائلي مشرانو يوې جرګې د کابل سفر وکړ چې د هغه وخت افغان حکومت د هر قسم مرستې ډاډ ورکړ د پشتونستان نظريې پراختيا لپاره حاجي صاحب پهٔ ګروېک د پښتو ژبې کې بېنرې او د پښتو رسالو او اخبارونو بهير پيل کړ چې يو پکې مشهوره د غاي پهٔ نوم وه پهٔ ۹م دسمبر ۱۹۴۹ کې غاي رسالې کې لاندېنې ليک نشر شو وروسته لهٔ ۱۵ اګست ۱۹۴۷ چې کله پاکستان جوړ شو او قائد اعظم د پاکستان ګورنر جنرال جوړ کړلې شو، پير مانکي، پير کوړي، ډاکټر خان صاحب، عبدالغفار خان او نور قبائلي مشرانو د يو اسلامي او خپلواک پښتونستان لپاره خپل غږ پورته کړ، د دې غورځنګ پرخلاف د هغه وخت تش پهٔ نوم اسلامي حکومت د برطانيه پهٔ مرسته د قاديانيانو ميرا غلام احمد قادياني ته تقويه ورکول پيل کړل پښتانه لکه يو وجود چې هيڅ کله خپلو کې نشي سره بېلېدلې، پښتانه د ايماندارۍ او د احترام سمبول دي، دوى پهٔ خپل کې تر هر چا توره تېره لري، پرلپسې د ۱۴ کلونو د برطانيې بمباريو د ويرستانيانو حوصلې پڅې نکړې او نهٔ يې د هغه غلامۍ پرځان ومنله پهٔ دې ۱۴ کلنې جګړې دورانيې کې اېپي فقير دښمن ته د جنګ ډګر پرېنښود هغه د انسانانو د لاسه جوړ قانون او د پښتنو د حقوقو غصب کولو باندې غلې پاتې نشو، د هغه پهٔ نظر د قرآن حکم قتال ضروري او پهٔ دې لارې کې وژل شوې شهيد دې موږ يا خپلواکي راوړ او يا به ټول وطن ويجاړو پشتونستان نده باد پشتونستان نده باد پهٔ ۱۱م، ۱۲م، ۱۳م او ۱۵م جنورۍ ۱۹۵۰ کې د دۀ پۀ مشرۍ کې د ويرستان مختلفو قبائلو خټکو، مروتو، بېټنيو، محسودو، ويرو او بنوڅيو د پشتونستان قامي اسمبلۍ د ويرستان څانګې انتخاباتو لپاره بېلا بېلې غونډې وکړې اسمبلۍ اېپي فقير خپل لومړنئ ولسمشر وټاکهٔ د اېپي فقير لومړنۍ غوښتنه هم دا وه چې د ۷ مليونه د پښتنو له وطن به د پاکستان اشغالګر پوځ وځي، کوندې دوى به بيا د خپل انجام پهٔ خپله مه وار وي، پهٔ دې لړ کې هغه لهٔ ملګرو ملتونو څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه وکړه او له افغان حکومت يې په دې لړ کې مرسته وغوښته پهٔ اګست ۱۹۵۱ کې د قبائلو ځينو ملکانو مشرانو د دهٔ پېغام د افغانستان ولسمشر ظاهر شاه او مرحوم داود خان چې هغه وخت اېران او هند لپاره د افغانستان سفير وو، ته ورساوهٔ پهٔ ۱۹۵۲ کې د افريديو ځينو د پشتونستان قامى اسمبلۍ لپاره د جرګې جوړولو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان هوائي ځواکونو بريد ښکار شو او پښتنو مشرانو ته يې د ۱۸ کسانو پورې د مرګ يان واړوهٔ او همدارا د جرګې مشر ملک ولى خان کوکى خېل د پاکستان هوايى پوځ ور ونړاوهٔ پهٔ ۱۹۵۲-۵۳ کې په کابل کې مېشتو د پشتونستان مشرانو او د افغان حکومت بې بارۍ رامنځته کېدو لهٔ کبله پشتونستان ته د دولتپيسو راتللو بهير ورو پهٔ ورو پهٔ کمېدو شو، بيا هم فيض محمد، د ختيځو ولايتونو لپاره د افغان والي د خپلو راکړو ورکړو هڅه کوله خو د اېپي فقير حکومت ورځ تر بلې ويجاړېدو سره مخ کېدو پهٔ نومبر ۱۹۵۴ کې د هغه نيژدې مرستيال لېفټننټ مهردل خټک د پاکستان پوځ او حکومت ته لهٔ خپلو اووو ۷ ملګرو سره سرنډر تسليم شو د ۱۹۵۵ د مارچ پهٔ ۲۷ مه د پاکستان حکومت د پاکستان پهٔ مغرب يعنى د پشتونستان برخو کې د ون يونټ وېسټ پاکستان ارډينېنس جارى کړ. د افغانستان واکمن حکومت دغه کار ده ختيز پختونستان د ماتولو پهٔ معنا وګاڼهٔ... پهٔ ۲۸ مارچ د افغانستان رياست الوراء خپل موقف وړاندې کړ، بله ورځ د افغانستان حکومت پهٔ جلال آباد، کندهار ډپلومېټک مشن ودانيو او کابل کې د پاکستان سفارتخانې کې سفيران او قونسلران احضار کړل همدارا پاکستان پهٔ پېښور کې د افغانستان قونسلېټ وتاړهٔ...چې د شخړه د پاکستان ولسمشر سکندر مرا او د افغانستان حکومت د ظاهر شاه تر ولسمشرۍ دوامداره وه پهٔ ۱۹۵۸ کې هغه لهٔ خپلو لېفټنانو سره د بېټنيو او مروتو سيمو ليدنو لپاره سفرونه وکړل، د محسودو پهٔ ساحه هغه لپاره بلها مالى او جنګي سامان را جمع کړلې شو وفات ياد سفر وروسته هغه خپلې سيمې کې ژوند ته ادامه ورکړه چې وروسته د ۱۷ اپرېل ۱۹۶۰ کې يې ګروېک پهٔ سيمه کې خپل روح خپل حقيقي رب ته وسپارهٔ د حاجي رحمه اللّٰه جناې لمونځ رګونو قبائلو پهٔ ګډون کې د مولوى پير رحمان تر امامت لاندې ادا شو اېپي فقير رحمه ژوند ټول د دين اسلام ، شريعت او پښتنو لپاره پهٔ سهي معنا پهٔ وسله والې جهادى مبارې کې تېر شو که څه هم اوسني حالت کې مبارزه په هغه ډول نه ده خو له هم وزیرستانې ځوانان د پښتون ژغورنې غورځنګ لاندې په سوله ییزه لاره د پاکستان او دهغو لاسپوڅو هدفونه ته لکه د غره په شان ولاړ دې. او انشاء الله د همدوې په مشره به سیمه کې دلي افغانستان یو اسلامې جمهوري نظام جوړيږي. مړينه ميرزالي خان کال ۱۹۶۰ کښې مړ شو- سرچينې اتلان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B7%D9%84%D8%A7%20%D8%AA%D9%BE%D9%87
طلا تپه
طلا تپه د جوزجان ولايت په يوه لرغونې سيمه ده چې په ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي تړون پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په گډو هڅو او پرله پسې زيار د دوه زرو کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرگند او تر لاسه شول چې نه يوازې د افغانستان د لرغونې تاريخ لپاره يې هر اړخيزه مالومات را برسېره کړل بلکې د سيمې او نوروهيوادونو د لرغونې تاريخ په اړه يې هم د پام وړ او ارزښتمنې څرگندونې د څيړنکو په واک کې ورکړي دي. د طلا تپې په سپړنو کي د پخواني شوروي لرغونپوهانو مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي .. او د افغاني لوري مشري د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، چي پرله پسي دوه کاله يې د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو سپړني او څيړني تر سره کړې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . نوموړي اثار د خاصو تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولينو ته ورکړل سوه ، چي تر ميلادي کال پوري په خاصو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده . دطلا تپي په اثارو کي زينتي گاڼې لکه لاکټونه ،بنگړي،غاړه گۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او گلپاڼي ،ډول ول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو مجسمي او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړسوي ، فهرست او راجستر سويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل سوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارگ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل سي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کالونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وسوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارگ کي دننه کوټۍ باغچه د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل . د طلا تپي اثارو په لومړي سر زيات نړيوال پام ځانته را جلب کړ ، له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وگرځيدل خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت واوښت چي د تنظيمي جگړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې گرمي سوي . د همدي اوازو پر بنسټ د ميلادي کال د اپريل په مياشت کي سپک موسسي د يوي خبرتيا په توگه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول سويدي . ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راگرځولو ملي کميسون له خوا په ځانگړي توگه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرگندولو په نيت رابلل سوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه سويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرگندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وسو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرگنده کړي ، خو نوموړۍ و نتوانيدۍ . داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل سوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرگنده سوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل د هغه وخت د موزيمونو رئيس په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي وينا د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا وينا يوه ساده تيروتنه نه وه بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود . په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه خپره سوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرگوني حمله وسوه . دا هغه څرگند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانگړي توگه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدۍ ، نوځکه د نانسي دوپري او په پاکستان کي د هغه وخت ميشت د ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس سفيرانو هم دا ويره د سپک موسسي په اعلاميه کي څرگنده کړي وه . د همدي تبليغاتي هياهو په نتيجه کي د طلاتپي اثار وژغورل سوه . او دادۍ له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي د جوزجان ولايت افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%86%20%D9%8A%D8%A7%20%D8%AF%20%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%8A%20%D8%A8%D9%88%D8%AF%D8%A7%D9%8A%DB%90%20%D9%86%DA%93%DB%8D%20%D8%B3%D9%BE%D9%8A%DA%85%D9%84%DB%8D%20%D8%AD%D8%B1%D9%85
باميان يا د لرغوني بودايې نړۍ سپيڅلۍ حرم
هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنيشکا احتمالا ميلادي د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوي مدنيت زيږيدلي او د پراخيدو زمينه يې برابره سوي وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي نوموړۍ مدنست د گريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دی مدنيت چي له يوي خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت او تر ټولو ارزښتمن داچي د افغاني چاپيريال په لمن وزيږيدۍ ، ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي . د گريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو گاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توگه د هند په محدوده کي بندي پاته سوۍ وه . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا سونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو . گريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان شوو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول . د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل سوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي سته . فاهيان تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکی دی چي د باميان په اړه ليکني لري . نوموړۍ په ميلادي کال د باميانو دره ليدلي او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . نوموړي ليکي د باميانو دره شنه او پاکه ده ، د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداگران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د راهبانو لپاره ځانگړي صومعي جوړي سوي ،او د مواشيو او بوده گانو لپاره بيل ټاټوبي شته . تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ هيونتسنگ وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول او ليکلي دي . نوموړي په ميلادي کال د افغانستان سفر تر سره کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته گمارل سويدي . په لسگونو مدرسې شته چي هره مدرسه لږ ترلږه زرتنه زده کونکي لري . هيونتسنگ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانگو به هغې مجسمې طلايې رنگ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه سوي وي . تر هيونتسنگ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي . د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه کاله د باميانو او په ځانگړي توگه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل سوي ، د دي سره سره چي د يو شمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه سوي ، چي د بيلگي په توگه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رادولای سو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وسوه چي د تموچين يا څنگيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم ونه توانيدۍ چي د لوي مجسمي سر ته غشي ورسوي . د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنگ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه . د افغان انگليس د لومړۍ جگړي په وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودا يې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوي ، برنس په ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودا يې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل . چارلس مسون په ميلادي کال د بودا ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړي برخو ته رسيدل . کپتان متلاند په ميلادي کال باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړي چي د خپريدو وروسته د زياتو لرغونپوهانو د پاملرني وړ وگرځيدل . په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته ميلادي کال د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه الفرد فوشه ميلادي کال له خوا وڅيړل سوي د نوموړي په اند دا مجسي د هندي راورتي مجسمو سره يو شان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرگنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صل صال او بله د شامامه په نوم ياديږي جوړي سوي دي . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هم د دي مجسمو په اړه څيړني او ليکني تر سره کړيدي ، چي د بيلگي په توگه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي سو . د باميانو لرغوني اثار د گريک بوديک او په ځانگړي توگه د گندهارا د هنر ارزښتمني بيلگي او يادگارونه دي . خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توگه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ سول . فرانسوي نامتو اونيزي . د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په ميلادي کال وليکل چي د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه سوي وه ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای سويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي سوي وې هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويو شمير يې د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه سوي او وراني سويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نسته يوازنۍ څه چي هلته په ستر گو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل سوي چي قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ميلادي کال په هر صورت په باميانو کي د لرغونو اثارو مصونيت زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره له مينځه ولاړه او په ميلادي کال د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توگه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په وسيله د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچول شوه . وروسته له هغه چي دوې ستري مجسمي له مينځه ولاړې دادۍ اوس ميلادي کال د ملگرو ملتونو د يونسکو کلتوري څانگي د باميانو لرغونې سيمه د نړيوال فرهنگي ميراث په لست کي شامله ومنل . او د پاته اثارو د ساتني په نيت يوشمير بيړنۍ پروژي تر لاس لاندي نيولي دي . د باميان ولايت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AC%D9%85%D9%84%20%D8%A7%D9%86%D8%AF
اجمل اند
اجمل اند زوکړه ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت په انگرېزي: يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی. مخينه ښاغلی آند د ولي محمد زوی دی . دی پر ١٣٥٦ لمريز کال دننگرهار ولايت د خوگياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجگړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره کډوال شو او پاکستان ته ېې مخه شوه چې هلته په هنگو سيمه کې مېشت شول . د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې يو اماتورخبريال دی . زده کړې ده خپلې لومړنۍ زده کړې په پښتونخوا کې کړي . پر ١٣٧١ لمريز کال ، چې ننگرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوگياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو . پر ١٣٧٤ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شو . تر يونيم کال وروسته يې د ننگرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورڅخه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کور کې دکرگرۍ پرچارو بوخت شو . دندې له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . د ۲۰۰۲ له پيل وروسته کابل ته ستون شو او هلته يې د ازادۍ راډيو د کابل په بيرو کې د خبريال او پښتو خبري برخي د ايډيټور په توگه دنده خپله کړه . پنځه کاله يې په کابل کې دې دندې ته دوام ورکړ . او په دې دوران کې يې د افغانستان د بيلا بيلو مسلو په اړه راپورونه او مطالب چمتو کړل . اجمل اند اوس د چيک جمهوريت په پراگ ښار کې له ازادۍ راډيو سره د خپرونو د جوړونکي په توگه کار کوي . او په عين حال کې خپلو ادبي هلو ځلو ته هم دوام ورکوي . د هغه د شعرونو يو لړ کتابونه چاپ شوي خو د نثر په برخه کې يې يو شمېر ليکلي آثار هم شته چې تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي. چاپ شوي اثار - دزړه پر پاڼه مې انځور دی گلاب - د شعرونو لومړې ټولگه ١٣٧٧ لمريز کال - په څپو کې انځورونه - د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٧٩ لمريز کال - هېندارې او چينې - د شعرونو دريېمه ټولگه ۱۳۸۵ لمريز کال - دا ښار هغه غرونه - د شعرونو څلورمه ټولگه ۱۳۸۵ لمريز کال ناچاپه اثار - له بنگاله تر کابله ــــ ناول - خوماره ـــ ناول - تر کوکنارگله ــــ د لنډو کيسو ټولگه - سيند په پرخه کې ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې - د وينس سوداگر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه -شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه - سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه - ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو گواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د اجمل اند شعرونه په يوټيوب کې د اجمل اند يو شعر په يوټيوب کې د اجمل اند يو شعر سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال د آزادۍ راډيو خبريالان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AC%D9%85%D9%84%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9
اجمل خټک
اجمل خټک د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر ۱۵ - د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ ۷ په انگرېزي: د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي شخصيت وو. نوموړی د عوامي نیشنل ګوند فعال سياسي مشر او د پاکستان د ولسي جرگې غړی هم پاتې شوی دی. مخينه اجمل خټک د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر پر ۱۵ په اکوړه خټک کې زېږېدلی وو. له ماشومتوبه د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېرمن شوی او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعال ډول يې د هند د پرېښوولو غورځنگ غړيتوب ترلاسه کړ.هغه، هغه مهال د پېښور د گورنمنټ هاي سکول زده کوونکی وو، خو خپلې زده کړې يې نيمگړې پرېښووې او د همدغه سياسي غورځنگ له غړيو سره يوځای شو. دا د هغه د سياسي بوختيا پيل وو چې تر پينځو لسيزو پورې يې دوام وکړ او په همدغه وخت کې يې د خپل ادبي ژوند او زده کړو په پرمختگ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړې. که څه هم نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانگړو نوښتونو لاره هم درلوده او پښتو ادب يې د انگرېزي ادبياتو سره وتاړه او په دې ډول يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم خپل کړ. زده کړې اجمل خټک په خپل کلي کې تر اتم ټولگي پورې زده کړې وکړې او بيا د پيښور په عالي ښوونځي کې شامل شو. دا چې نوموړی په ځينو سېاسي چارو کې په کارنده توگه بوخت وو نو په دې تور، چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي، له ښوونځي وايستل شو. خو له پوهې سره مينې دى غلى نه کړ، په شخصي توگه يي زده کړې وکړې او عربى، پښتو او دری يې ولوستلې، انگريزي ژبه يي زده کړه، غوښتل يې چې په پوهنتون کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړي، خو له ازموينې يي راوايست او زندان ته يي وردننه کړ. هغه په زندان کې هم لوست کاوه او له هماغه ځايه يي ازموينې ورکړې، ځکه يوازې د ازموينې پر ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي او بيرته به يې زندان ته راوست. اجمل خټک تر زندان وروسته پېښور پوهنتون ته بريالى شو. بيا يې ونيو او دا ځل يي د مچ مشهور زندان ته بوت، خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل او له هماغه ځايه يې د فلسفې او ارواپوهنې ازموينه ورکړه. له ١٩٤٢ ز کاله تر ١٩٤٤ ز کاله ېې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډير مخامخ وو، خو پر ١٩٤٧ ز کال پاکستان جوړ شو او د دوى ستونزې د پخوا په پرتله په کمېدو شوې. هغه د نشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. د ښوونکي دنده يې هم ترسره کړې او په پېښور راډيو کې يې هم کار کړی، پروگرامونه به يې ليکل، خو د ژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه. مړينه د عوامي نیشنل گوند پخوانی مشر، ليکوال او شاعر اجمل خټک، چې د انقلابي شاعر لقب هم ورکړ شوی، د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ پر ۷ تر یوه کال رنځ وروسته ومړ او د خټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. چاپ شوي نښيرونه يې تراوسه يي ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوي دي. ۱- پښتو ادب کى تاريخ اردو. ۲- پښتانه شعراءپښتو. ۳- ژوند او فن پښتو. ۴- د غيرت چيغه پښتو ۵- کچکول پښتو. ۶- باتور پښتو. ۷- دا زه پاگل ووم پښتو. ۸- دوخت چغه پښتو. ۹- گلونه تکلونه پښتو. ۱۰- گل پرهر پښتو. ۱۱- سرې غونچې پښتو. ۱۲- ځنډ وخنډ پښتو. ۱۳- عالمي ادب و خوشحال خان خټک اردو. ۱۴- جلاوطن کى شاعري اردو. ۱۵- افغان ننگ پښتو. ۱۶- د ژوند چغه پښتو. ۱۷- قيصه زما د ادبى ژوند پښتو. په دې وروستيو کالونو کې، چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه وو، نو د يوه نوي کتاب په ليکلو بوخت وو چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې راغونډې کړي. نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وو او ولې يې هلته شل کاله ژوند وکړ. د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همدا راز يې کتاب ته د ترخه وختونه او خواږه يادونه نوم ورغوره کړى وو. انځورتون د شعر يوه بېلگه سرچينې باندنۍ تړنې د اجمل خټک سره د بي بي سي راډيو مرکه د اجمل خټک شعرونه ۳- پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AD%D8%B3%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AC%D8%B1%D8%B3
احسان الله جرس
احسان الله جرس د محمد ترين زوى پر ل. کال د وږي سنبلې پر شپږمه نېټه د کندهار ښار د لويې ويالې د ډبرو پله په سيمه کې زوکړى دى ، اوس د البېروني ښوونځي په اتم ټولگي کې خپلې منځنۍ زده کړې پرمخ بيايي. لومړنى شعر يې پر ل ليکلى دى؛ له نېکه مرغه جرس په ډېر وړکتوب کې د ښو شاعرانه پنځونو لپاره پياوړى مټ او لوړ استعداد لري، په لنډه موده کې يې ځان دهنرتوب او شعرتوب لويې نړۍ ته ورلنډ کړ.که څه هم دشعري استعداد غزېدو ته يې فضا ډېره تنگه وه او د پرمختگ زمينه يې ډېره نه وه برابره، خو بياهم ډېر زيار يې وگاله او ډېر خنډونه يې له خپلې لارې څخه لرې کړل، خو يو شمېر يې لا پاتې دي. که د نورو ادبي او فرهنگي ملگرو هڅونې او په دې برخه کې مرستې نه وي، دى به ونه شي کړاى د خپل کاله په تنگه فضا کې وده وکړي او يا يې څوک د هنر پر قدر وپوهېږي، د ملگرو په برکت پر ډېرو کږلېچونو او پېچومو راواوښت او خپل هنري او ادبي استعداد يې وځلاوه. ده دقافيه وال تر څنگ ازاد شعرونه هم کښلي او اوس اوس يې د لنډو کيسو پر ليکلو هم پيل کړى دى. غزليزه ژبه او شعري توازن يې ډېر پاموړ دي،که له شعر سره يې مينه همداسې توده پاتې شوه، په راتلونکي کې به خپلې وياړمنې ټولنې ته ډېرې ښې هنري بېلگې وړاندې کړي. د جرس ځينې شعرونه په طلوع افغان ورځپاڼه، ارغندجريده، هيله، گندهارا، کندهار، خلافت او نورو مجلو کې خپاره شوي چې ډېرو خلکو ستايلي دي. جرس څه له پاسه د څو مياشتو په موده کې يوه ټولگه شاعري وړه، خو په دې وروستيو کې يې دا اندازه لږه شوې، نو هيله ده جرس يو ځل بيا پرليکلو پيل وکړي او په خپلو ښايسته شعرونو د مينه والو سترگې سړې او ذوقونه خړوب کړي. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د احسان الله جرس شعرونه سرچينې پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86%20%D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9%20%D8%A8%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%8A
امين هوتک باوري
حاجي امين هوتک باوري د روزگان ولايت د دهراوت ولسوالۍ د مټن نومي کلي په يوه منوره کورنۍ کې زېږېدلی . زده کړې خپلي لومړنۍ زدکړې يې په روزگان ولايت کې پاې ته رسولي او بيا يې د بغلان ولايت د زراعت مسلکي لېسه او بيا د لوړو مسلکي زده کړو لپاره پخواني روسيې ته ولاړ . هلته ېې د پوځي ډپلوم د تر لاسه کولو څخه وروسته خپل هېواد ته ورستون شو. دندې ښاغلی باوري د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال لوړ پوځي سړی و .او د داکتر نجیب الله پر ضدکودتا کی ئی ستر سهم درلود ده د دفاع په وزارت کې دنده درلوده او همدا رنگه د دفاع وزارت د هوايي دفاع په جزتامونو نومي څانگه کې دندې تر سره کړيدي . حاجي هوتک باوري وروسته له هغه چې اروپا ته کډوال شو فرهنگي چارو کې ېې فعاله ونډه اخيستې او کله نا کله د شعر په جوړونه هم اخته وي . د فرهنگي چارو سره مينه لري ، د خپلو دندو د تر سره کولو ترڅنگ يې په افغانستان کې د خپلواکو مطبوعاتو سره مرسته کړې او د سلام په نوم اونيزې د فرهنگي برخې مسؤل چلونکی و. شعرونه يې په بيلابيلو انټرنټي او چاپي خپرونو کې خپاره شوي او ادبي آزاد نثري ټوټې هم ليکي. چاپي اثار بنگ حبيب الله - پښتو ناول د څوگلونو بيلگه - شعري ټولگه باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د امين هوتک باوري شعرونه سرچينې پښتانه سياستوال پښتانه لیکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%8A%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86
پير محمد کاروان
پير محمد کاروان د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی. زده کړې هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولگي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنگ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي. شاعرۍ ته مخه د سعدي گلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې ده. هغه د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو او نورو مينانو ډيرې کيسې يې يادې وې او خپلو ماشومانو همځولو ته به يې هر وخت وييلې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې زښتې زياتې خوښيدې. ډيرې يې آن په وړکتوب کې په ياد وې. دوولس کلن ديارلس کلن به ؤ چې څه ناڅه منظومې جملې ېې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې. د ماشومتوب د وخت د يوه شعر د سر کړۍ ېې ور په ياد ده چې هغه يې خپل لومړنی شعر بولي. هغه کړۍ داده: زمادسوي زړگي واوره يوه خبره-خولگۍ دې سپينه مرغلره دامکمله لوبه وه چې دشعرنورې برخې يې رانه هيرې دي.کله چې ماشوم وم دسهارتر لمانځه وروسته به مې له ملانه دديني کتابونوترڅنگ دسعدي گلستان لوست چې ماته به يې ډيرخوندهم راکاوه.زمااستادمومن خان نوميده خدای دې يې وبښي.نوموړی زما دپلارله ماماخېلوڅخه ؤ.يوه ورځ په گلستان کې داخواږه بيتونه راغلل: گلې خوشبوی درحمام روزې رسيدازدست محبوبې بدستم بدوگفتم که مشکی ياعنبری که ازبوی دلاويز تو مستم بگفتا من گل ناچيز بودم وليکن مدتی باگل نشستم جمال همنشين در من اثر کرد و گر نه من همان خاکم که هستم داشعرچې ملاصاحب په پښتوراته تشريح کړپه هماغه ماشومتوب کې يې سخت خوندراکړ.په هغه وخت کې به چې زه سبق ته تلم دماشومتوب له شوخۍ نه هم په آمان نه وم.په بډه کې به مې لينده راسره وه.کله به چې له سبق نه دخپل کورپه لورراروان شوم نولمربه پرکلي سروهلی ؤ.په لاره کې به بامبوټيواوونوکې مرغۍ څارلې چې گوندې يوه خوپکې وولم.په همدې سهارچې زه دسعدي دپورتني عاشقانه اومفکرانه شعرتراغېزې لاندې راغلې وم که گورم چې دملاصاحب دکورترڅنگ دانځرپه ونه کې دمرغۍبچی ناست اودلمرلومړنۍ څړيکه يې په بڼکولگيدلې وه.دامنظره دسعدي دشعرغوندې ښکلې وه.دماشومتوب شوخي مې په زړه کې راوپاريده ماويل راځه هلکه لينده له بډې پسې راوباسه اودادمرغۍ بچی ښه داسې پردې گېډه باندې ووله.ژرژرمې ديني کتابونه اودسعدي گلستان راته کېښودل اوله بډې مې لينده پسې راوايسته.کله مې چې په لينده کې گاټی واچاوه اودويشتلوپه نيت مې راکش کړه،دمرغۍ بچي مښوکه په وزرکې وهله اوپربڼکويې هماغسې دلمروړانگې لگيدې،يونيم آوازيې هم کاوه.په آوازکې يې عاجزي اوبې کسي معلومېده.دسعدي صاحب شعرراپه يادشو.دمرغۍبچی يې راباندې گران کړ.په سترگوکې مې اوښکې راغلې اودمرغۍ دبچي ويشتل راته لويه گناه وبرېښيده.هغه ؤچې له ليندې مې بيرته گاټی وغورځاوه ،لينده مې بياپه بډه کې کېښوده اودلارې پرسراېښي کتابونه مې راوخيستل.داسې زما دماشومتوب دوره له عجيبوخوږواوښکليوشاعرانه خيالونوسره غاړه غړۍ تېريدله.له شپږم ټولگي پسې فارغ شوم.په اول کې خوشحاله وم چې هلکه توره دې وکړه دادی په کلي کې دې مکتب تمام کړاوس نوخپلې مرغۍ وله اودښاپېريانونکلونه اوره. تريوڅوورځومرغيووېشتلواوخوشي گرځيدلوستړی شوم.دمکتب ارمان راغی.په خپلوهمصنفيانوپسې خپه شوم خوڅه مې کړي وای،په کلي کې ترشپږم ټولگي وراخوامکتب نه ؤچې ماپکې نورسبق ويلی وای.يوه ورځ همداسې دمرغيودويشتلوپه لټون راوتی وم .په يوه ونه کې مې ناسته مرغۍ څارله چې پلارمې راباندې غږوکړاودځان خواته يې وربللم. مرغۍ دونې له څانگې والوته اوزما په زړه کې دمرغۍ ويشتلوتلوسه همداسې غوټه پاتې شوه.دپلارخواته ورغلم.دپلارپه مخ کې مې خوشحالي برېښيده.زه هم خوشحاله شوم اوپه زړه کې مې گوړې ماتولې چې يايې کوم ښه شی راته ساتلی اويابه يې ښه زيری راوړی وي. پلارمې په خندااوخوشحالۍ راته وويل: څنگه زړه دې دی چې نورسبق ووايې؟ ماپه منډه ځواب ورکړ:هوولې نه. پلارمې وويل چې داسې ده نوراځه چې له مکتب نه کاغذونه درته واخلم سبابل سبابه دې خوست ته بوځم هلته به په مکتب کې سبق وايې.ماورته وويل:نوپه خوست کې به چيرته اوسيږم؟پلارمې دخپلوتروزامنوراته وويل چې هغوی په ډيره مينه راته ويلې چې تاورولم.زه خوشحاله شوم.په ذهن کې مې دځلوبيواوخربوزوبوی راوگرځيده اويوپټ خوندمې ترې واخيست.زه دادوه کاله وړاندې له خپل پلارسره خوست ته تللی وم.هغه وخت دخپلواکۍ جشن ؤ.موږماسپښين مهال له خپل کلي نه پلي روان شوو.ماخستن مړديخېلوته ورسيدواوپه يوه جومات کې موشپه تېره کړه.سهارترلمانځه وروسته دخوست ښارته وکوچيدو.کله چې خوست ته ورسيدواول دپخوځلوبيوبوی راباندې ولگيده.په خوست کې په جشنونوکې دځلوبيوپخول يوه مېله وي.دآسونودپښو ټکاری ،ششنااودبايسکلونودزنگونواوازونه اوريدل کيدل.دښارپه ليدومې يوه ورکه خوشحالي زړه ته راغله.له پلارنه مې ديوشي بل شي پوښتنې کولې.په يوه دکان کې دلۍ دلۍ خربوزې پرتې وې.بيخې مې دازړه ورته وتخنيده.پلارمې يوڅوترازې خربوزه راته واخيسته.له خوراک نه يې بوی ډيرخوندراکاوه.دالومړۍ ځل ؤچې ماپه مړه گيډه خربوزه خوړه. بس نوخوست ته دتگ په اوريدوځکه دځلوبيواوخربوزې بوی ذهن ته راغلی ؤ. خوست ته راغلم،دخوست په پنزايه کلي کې دپلاردتره زامنوکره اوسيدم.پرټولوگران وم.دخپل اولادغوندې يې راسره مينه وه.په ماشومتوب کې دليونیۍ مينې تربريده دينداره وم.هميشه به مې دقرآن تلاوت کاوه.ځکه خوپرخپلوانومې گران وم.دخوست په غرغښت ليسه کې شامل شوم.کلی به مې ډيرياديده ،مورجانه به مې تل په زړه کې وه،اوپه وړې خورپسې مې ډيرخپه وم.بياهم په درسونوکې بدنه وم.ترنهم ټولگي په غرغښت ليسه کې وم.کله چې لسم ټولگي ته کامياب شوم نودخوست دميخانيکي ليسې دامتحان خبره مې واوريده.دخوست ميخانيکي ليسې ته مې امتحان ورکړ.دامتحان صحنه ډيره عجيبه وه.دخوست دميخانيکي ليسې په ميدانۍ کې تردنگودنگوونولاندې امتحان ته ناست وو.اول ځل ؤچې دامتحان سوالونه ديوه کتاب په شکل چاپ شوي وو.ديوه سوال به درې ووکه خدای مې دې غاړه نه بندوي څلورځوابونه وو.بس تر سم ځواب به دې کرښه راکاږله.چې داڅنگه مې ولوستل سرمې پرې خلاص شو.حل کولوته يې ولگيدم.يوڅوسوالونه مې داسې په منډه حل کول چې دامتحان له هئت نه يوتن زما پارچې ته وکتل.په شونډوکې موسک شو.زه يې له څيرې پردې وپوهيدم چې که خدای کول دسوالونه ځوابونه مې سم دي.په زړه کې خوشحاله شوم اودپاتې سوالونه ځوابونه پيداکول.څوورځې وروسته زه دغرغښت ليسې په لسم ټولگي کې ناست وم چې دخوست ميخانيکي ليسې دکاميابوشاگردانولست راغلی ؤ.زموږمعلم ته چې کامياب هلکان معلوم شوي ووډيرخوشحاله ؤ.دکاميابوشاگردانودنومونوتراخيستلو وړاندې يې وويل: زه ډيرخوشحاله يم چې سږکال دخوست ميخانيکي ليسې ته داسې شاگردان کامياب شوي چې دواسطې اودپيسوزورنه لري،دوی په خپل لياقت کامياب شوي دي.مخکې له دې چې زه يې نومونه واخلم ټولوته مبارکي وايم.په دې وخت کې زمازړه لکه پاڼه داسې رپيده.نه پوهيدم چې کامياب به يم کنه؟په زړه کې مې قوت پيداکاوه چې که خامخا کامياب نه وم،نوخپله اراده بايدونه بايلم،په سترگوکې مې اوښکې رانه شي او اودخپلوهمصنفيانوپه وړاندې ونه شرميږم.په دې وخت کې معلم صاحب دکاميابوشاگردانودنومونوپه اخيستلوپيل وکړ.زموږله صنف نه ډيروکسانوامتحانونه ورکړي وو.زماغوندې بې واسطې کسانوهم اودواسطوولاووهم.معلم له يوه دوه نومونووروسته زمانوم واخيست. له ډيرې خوشحالۍ نه مې په سترگوکې اوښکې راغلې.اوهم صنفيانومې چکچکې راته وکړې.ډيرخوشحاله وم.په ماشومتوب اوتاندزلميتوب کې خوشحالي اوبرياليتوب نوبېل کيف لري.دخوست ميخانيکي ليسې په لوستلومې پيل وکړ.ماپه امتحان کې دبرېښنا څانگه ټاکلې وه.وروسته مې دماشين کارۍ څانگې ته ځان رابدل کړ.په دې ليسه کې به ېې موږته دغرمې ډوډۍهم راکوله.ښه په شوق به درسونوته ورتلم.ذهن مې بدنه ؤ،که لږکوښښ مې کولی ډيربه تکړه شوی وای.خوزمابه دمکتب دکتابونوپرځای دشعراوهنرکتابونه ډيرلوستل.په همدې وخت کې به مې هم څه جملې منظومولې.کله کله به مې دهغوهمصنفيانومسافرووروڼواوعزيزانوته چې په دوبۍ،قطراوسعودي عربستان کې مسافرووليکونه ليکل.په دې ليکونوکې به مې لنډۍاوځينې زماله خوا جوړشوي شعرونه ليکل اوبيابه دوی ته استول کيدل.پرهمصنفيانوگران وم.پرماهم گران وو.ځينې خولکه وروڼه داسې راته ايسيدل.له هيچا سره مې داسې خاصه کينه اوکرکه نه وه.ته وازمازړه کينې اوکرکې ته نه ؤجوړ.لنډه داچې په ١٣٥٦هجرې شمسې کال کې له خوست ميخانيکي ليسې فارغ شوم.له فراغت سره سم دوظيفې په لټه شوم.ښه خبره داوه چې له مسلکي مکتبونوفارغانوته يې په آسانۍ وظيفې ورکولې.زما ځيېنې همصنفيان په کابل بگراميو،دگلبهارپه نساجي،دپلخمري اوکندهارپه نخي نساجي کې دفني مامورينوپه صفت مقررشول.زمابدبختي داوه چې په تذکره کې دفراغت عمرايله ١٨ کلنۍ ته رسيده .ددولت دمامورينوپه قانون کې يودولتي ماموربايدتر١٩ کلنۍ کم نه وي.زه نوډيرخواشينی وم.دخپل عمرپه اصلاح پسې په خوست اوگرديزکې ډيروگرځيدم.له کابل نه مې امرراوړ.کله چې گرديزته ورغلم نوخدای مې دې غاړه نه بندوي دوه نيم سوه افغانۍ وې که درې سوه وې دايې رشوت رانه واخيست.زه دخپل عمرتراصلاح خوشحاله شوم اوپه کندهارنخي نساجې کې فني مامورشوم.خوداچې دکندهارنخې نساجې نوې جوړيده اولانه وه جوړه نوزه يې هم ديوڅومياشتوزده کړې لپاره دپلخمرې نساجي ته واستولم.په پلخمرې کې مې دگټی کارداؤچې څه ناڅه مې فارسي ژبه ترپخواپياوړې شوه.دفارسي کتابونه به مې لوستل.داچې په مطلب به يې رسيدم يوعجب خوند به مې ترې اخيست. ترشپږمياشتووروسته دکندهارنخي نساجې ته لاړم.هلته مې نورهم ډيرهمصنفيان هم وو.په کندهارکې دنساجې نخې فابريکه نوې جوړيده.روسي اوجرمني ماشينونه ورته راغلي وو.دکارگرانوسره به مويوځای کارکاوه.په دې منځ کې له جرمني يوڅوبورسونه راغلل.په دې بورسونوکې زماپچه هم وخته.خوزه دجرمني له تگ پاتې ځکه شوم چې پدې منځ کې دثورپېښه وشوه.پدې وخت کې هم موږپه نوموړې فابريکه کې کارکاوه.دلته نوبيادروسيې بورسونه راغلل.په دې بورسونوکې يوولس کسان وو.دهغه کسانونومونه يې په سرکې ووچې دجرمنې له بورسونوپاتې وو.ماپه زړه کې گوړې ماتولې چې داځل خوبه بې له چون وچراځم.خوخبره په دې آخرکې خرابه شوه. داسې وويل شول چې شوروي ته لس نفره بايدواستول شي،په داسې حال کې چې په لست کې ديوولسوکسانونومونه ليکل شوي دي.لنډه داچې پريکړه په دې وشوه چې دايوکس به دپچې په واسطه له شوروي پاتې کيږي.زموږديوولسوکسانونومونه يې وليکل.له دې يوولسونومونويې يونوم رابېل کړاوويې ويل چې دانوم دهرچاوي له بورس په پاتې وي.خدای شته په دې وخت کې مې زړه نه رپيده اولامې په زړه کې ويل چې دابه خامخازمانوم وي اوښه دی چې پاتې شم.کله يې چې هغه يوولسم نوم خلاص کړپه رښتياهم چې دکاروان نوم ؤ.دومره ډيروارخطانه شوم خوبياهم يوډول پټ خپگان مې زړه ته لاره وکړه.اې تاسې مې ملامتوئ مه داناکامې چې هرڅنگه وي يودرداوخپگان لري. يوه ورځ له کندهارنه دخوست په نيت کابل ته په سه صدودو٣٠٢موټرکې روان وم.په زړه کې خوشحاله وم .په لاره مې يوه نوې مجله لوستله.زه له پخوانه دموټرداسې سفرته خوشحاليږم چې يوازې وم اودخپل څنگ ملگری ونه پېژنم.په دې ورځ هم همداسې يوازې وم .په موټرکې ترمطالعې وروسته به مې په اصطلاح خواږه خيال پلوونه وهل.موټربه له ميدان وردگوتېرشوی وي چې زه خوب وړی يم.دخلکوپه شوراوگونگوسي پسې ناڅاپه راويښ شوم.دخلکوپه څيروکې مې عجبې پوښتنې وليدې.ټول حيران وواوغوږونه يې څک کړي وو.ما دڅنگ له سورلۍپوښتنه وکړه چې يه وروره داڅه خبره ده چې ټول داسې اوتراوترياست؟راته ويې ويل راډيوته غوږشه په هرڅه به پوی شې.راډيوته مې غوږکېښود.دموټرپه راډيوکې دملي اتڼ نغمې وې.زه غوږغوږيم خوڅه خبره اويااعلان نه کوي.سرپه سرله څونغمووروسته راډيوداسې اعلان وکړ: داراډيوافغانستان کابل دی.زه حيران شوم ځکه هغه وخت به په راډيوکې داسې ويل کيدل:دآرياناافغانستان ملي راډيوتلويزيون.خير زه بيا هم اعلان ته څک شوم.په اعلان کې وويل شول:دنادري کورنۍوروستنۍ......داود دخپلواعمالوپه سزاورسول شو.دافغانستان واک دانقلابي شوری په لاس کې دی.څه نورې خبرې يې هم کولې.دايې هم ويل : څوک چې ستاسوپه وړاندې خنډکيږي شنډاوبې وسلې يې کړئ.داعلان کوونکي غږنری اوداسې ښځنوکی غوندې ؤ.بيايې وروسته داسلم وطنجارپه نوم ځان معرفي کړ.وروسته پوه شوم چې دداودخان پرنظام باندې داردومسلحانه کودتاوه چې دوی به ورته انقلاب وايه.دمازديگرلمرپه غرغره دی اوموږپه داسې يوه سره اوله غباره ډک شفق کې کابل ته رانږدې شوو.دموټرپه سورليوکې وارپه وارويره اوترهه ډيريده.دالوتکوکړنگيدونکوآوازونوځمکه لړزوله .کله کله دتوپونواودکلاشينکوف دضربوباړونه هم چليدل.موږکوټه سنگي ته راورسيدو.ښارته لارې بندې وې.په هوټلونوکې ډوډۍاودشپې تېرولوځای نه ؤ.موږټولې سورلۍپه موټرکې شپه تېره کړه.سهاروختي پاڅيدوبياهم ښارته دننوتودرک نه ؤ.زموږسره په موټرکې دوه توريستان چې يوه ښځه اوسړی چې ښځه اوخاوندمعلوميدل هم وو.ښځې ژړل.خلکوفکرکاوه چې وږې ده.دځينوسره چې دخوراک شيان وودې ښځې ته يې وړاندې کړل خوتوريستې په داسې حال کې چې خوله يې له ژړاورانه اوپه سترگوکې يې اوښکې وې دخوراک شی به يې په لاس اخواکړ.شپه داسې يې وبولئ چې په ويښه تېره شوه.سهارچې لمرسروواهه توريستې پرگيډه لاسونه نيولي وواوهماغسي يې ژړل.آخرله خپل ملگري سره له موټرنه کوزه شوه اودموټرترڅنگ حاجت ته کيناسته.موږټولې سورلۍ له موټرراکوزې شوو.زه درحمان باباخواته چې هلته مې ترورزی اونورملگري ووروان شوم.عسکري گزمې گرځيدې.په لارواوسړکونوکې وسله وال صاحبمنصبان اوعسکرولاړوو.له ټولوسره کلاشنکوف په لاسونوکې وو.دکلاشنکوف برچې وارکولوته خلاصې وې.کله به چې دعسکري گزمې موترراغی نوعسکربه دورځې نوم ترې اخيست .په موټروکې لوړرتبه عسکري کسان وو.دورځې دنوم اخيستونکی عسکربه يې په غوږکې ورو،ورکش کړاوپه غوږکې به يې دورځې نوم ورکړ.زه رحمان باباليسې ته راغلم.په ليسه کې دنوي بدلون په خوشحالۍ کې اتڼونه وو.زه نه پوهيدم چې آخربه څه کيږي اودانوی نظام به آخرڅه کوي. ورور په ښارکې گرځيدل پيل شول.په راډيوگانوکې همداسې دملي اتڼ نغمې اووطني سندرې خپريدې.دافغانستان خلک هرنوي بدلون ته خوشحاليږي .شوبلې دښارپه واټونوکې ولاړې وې.ځينووړونجونواوهلکانوبه گلونه پرې شيندل چې يونيم ځوان اوځوانه نجلۍ به هم ددوی په ډله کې وه.کله چې له خپل ترورزي اودرحمان بابادليسې له شاگردانوسره دارگ خواته لاړم،نوپه نښترواونوروونوکې مې دوژل شويوعسکروغوښې وليدې په زړه کې ډيرخپه شوم. شپه مې درحمان باباپه ليسه کې له خپل ترورزي بوستان اودرحمان باباله نوروشاگردانوسره ددوی په ليليه کې وکړه.په تلويزيون کې يې دنورمحمد تره کي له خندانه ډک تصويرونه ښودل.دخلقيانواوپرچميانونورکسان به هم کله کله دتلويزيون پرسکرين راغلل.دافغانستان تلويزيون نوی نوی دداودخان په وخت کې پخپله دداودخان په هلوځلوجوړؤ،چې په پای کې ددوی دقاتلانوڅيروپکې وخندل. دهمدې شپې په سهارخوست ته راروان شوم.غرمه مهال خوست ته راورسيدم.ماسپښين مهال خپل کلي نريزې ته روان شوم مازديگرچې لمرلانه ؤډوب شوی خپل کلي ته راورسيدم.دوه درې شپې مې په کلي کې وکړي،د١٣٥٧کال دثورپه يوولسمه نيټه زمونږله کلي نه يولښکرخلک له ټوپکوسره دتورخېلومدرسې ته روان شول.دتورخېلوپه مدرسه کې مولوي پيرمحمدروحاني دخلقي نظام پرضددمسلح جهاداعلان وکړ.خدای مې دې غاړه نه بندوي په همدې ورځ ووکه په سبايې ووپه ځدراڼوکې دحکومت ځينې مامورين چې فکرکوم ولسوال هم پکې وو،ووژل شول. دانودهغه وخت ځغلنده يادونه وه.زه بياهم په کندهارکې په نخي نساجي کې وم چې يوبل غوبل جوړشو.دافغانستان پرحکومت شوروي اتحادمسلح بريدوکړ،حفيظ الله آمين يې وواژه اوببرک کارمل يې له شوروي نه پرشوبلوسپورراوړ.په همدې شپه يې دشوروي له يوې راډيودببرک کارمل وينا خپره کړه.په ويناکې يې شوروي فوځونه خپل ورونه بللي وو.وينايې ترډيره ځايه دحفيظ الله آمين له غندلوډکه وه.داټکی يې پکې ډير تکراراوه:آمين اي ميرغضب وخون اشام ازبين رفت.درې څلورورځې وروسته دشوروي فوځونوپرشوبلوبارکتارونه کندهارته هم راغلل.خلک ډيرخپه وو،هسې دشوروي فوځونوليدوته ولاړوو.عسکرترنولس کلنۍ نيولې تريوويشت کلنۍ معلوميدل.عسکرو چې دسړک پرغاړه ولاړخلک ليدل فکريې کاوه چې گوندې ددوی هرکلي ته ولاړدي. دشوبلې پرسريوه عسکردسلام لپاره خپل لاس پورته کړ.دسړک پرغاړه يودېرش کلن ږيرور ځوان ولاړؤ.دکنځلې په اشاره يې خپل لاس ورته وښوراوه.سلامي عسکرته غوسه ورغله اودشوبلې برغولی يې په ځان پسې په غوسه پورې کړ.شوروي فوځونه دکندهارهوايي ميدان ته لاړل.دشوروي فوځونوراتگ ماته يوه تېره خاطره راپه يادکړه:دتره کي دنظام په اوايلوکې په کندهارکې دحرکت انقلاب اسلامي په نوم يوه شبنامه خپره شوې وه چې پکې ليکل شوي وو:دوطن ټولوبچيانوته حتی که دکمونستي حکومت په ليکوکې هم دي.دټولومسلمانانواووطن پرستوخلقيانودپام وړ.شوروي اتحادغواړي چې زموږپروطن وسله وال بريدوکړي هيله ده چې دوطنپرستۍپه روحيه ددوی پرضدراولاړشئ اودمجاهدينوله ليکوسره يوځای شئ.په دې ورځوکې دروسي فوځونوراتگ اوڅوکاله وړاندې دحرکت انقلاب اسلامي پيشگويي په فکرکې واچولم. دوه درې ورځې په ښاروضعه عادي وه.خوپه بله ورځ ناڅاپه په ښارکې شوراوغوغا جوړه شوه.دجوماتونوپه لوډسپيکرونوکې مخکې له مخکې شعارونه اوحماسي خبرې ثبت شوې وې.راپاريدلواحساساتي ښاريانودولتي ودانۍ وسوځولې ،چوريې کړې،موټريې په ښارکې وسوځول اوله دولت سره کارکوونکي يابنديانول اويايې هم وژل.ونخي نساجي روسي کارکوونکي چې دفابريکې رئس هم پکې ؤله موټرسره په ښارکې گيرکړي وو.ددوی موټردسړک ترڅنگ لښتي ته لويدلی اوبيا راپاريدليو خلکودموټر ټولې سورلۍ سره له رئسه چې سموخېن نوميده دوسلې پرځای په کوتکو وژلي وو.په سبايي موږموټروليدچې دلارې ترڅنگ لښتي ته ورغورځيدلی اودسموخين اونوروروسانوماغزه په موټرکې توی شوي وو.له موټرنه دروسانومړي دولت وړي وواوشوروي اتحآدته يې په الوتکه کې رسولي وو.په دې سبايې له ښارنه دهغه شوروي متخصيصينواودنخي نساجې دفابريکې انجينرانوکورنۍ له ښارنه مصوونوځايونوته ولېږدولې.په روسي وژل شويوانجينرانوکې يوداسې روسی ځوان هم ؤچې پرلاس يې په شنوخالونوديوه دريابي حيوان تصويرايستل شوی ؤ.ده يووخت په نخي نساجې کې ددې تصويرپه اړه ويلي ووچې دايې معشوقې پرلاس ددې لپاره کښلی چې خپله معشوقه به نه هيروي.ماته ددې وژل شوي روسي داخبره زړه ته راغله.له ځان سره مې وويل:گوره داروسی يودرخت داوبدلودماشينونوانجينرؤخوجنگ دانه گوري چې ته دشوروي اتحادکمونست گوندغړی يې که دماشينونوانجينريې.مطلب داچې په جنگونوکې ډيرخلک په بيستوکې اوياهم داملوکوپه تول کې لاړشي. راپاريدليوخلکودکندهارپه ښارکې ډيردولتي کسان وژلي وو.ډيرودفترونوته يې اورونه اچولي وو.تردې خونړي اخ ؤډب وروسته دحماسي شعارونوکسټونه ډک شوي وواوبيايې هره شپه دکندهاردجوماتونولوډسپيکرونوکسټونه اچول اوترنيموشپوبه يې غږول.موږټولوهغه چاته چې په دولتي اداروکې يې کارونه کول دټوپکوله ورکولواوگزمې کولووويل شول.ماپه زړه کې وويل:داټول خلک چې دروسانوپرخلاف راپورته شوي حق لري.نوکه چيرې زه ټوپک واخلم اوپردوی ډزې کوم يايې وژنم نوداخوقتل کوم اودبې گناه خلکوخون به مې پرغاړه شي.دشپې مې دخدای په دربارکې په عاجزۍ دعاوغوښته چې ياخدايه په خيراوسلامتۍمې خپل کلي ته ورسوې.ځوريدلم پردې هم چې دفغانستان ولاياتوته لارې بندې وې،اوپه الوتکه کې داسې په اسانۍ ځای نه پيداکيده.خوخدای مې دعاقبوله کړه زه په الوتکه کې خوست ته راغلم.کله چې کلي ته راورسيدم نومورمې ترهرچاراته ډيره خوشحاله وه باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د پير محمد کاروان شعرونه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان افغاني ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D9%86%D8%A7%D9%86%20%D8%AD%D8%A8%D9%8A%D8%A8%D8%B2%DB%8C
حنان حبيبزی
حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ ١٢، د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو کلی د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او ژورناليست دی. مخينه حنان حببزی د ۱۹۷۷ ز کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو په کلي کې رېږېدلی دی. منځنۍ زده كړې يې په پېښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړې او پر ١٩٩٦ ز كال د بغلان پوهنتون، چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده، د ساينس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنگ په هېواد کې دننه او بهر بېلابېلو ويبپاڼو، ورځپاڼو، مهالنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري، چې تر اوسه يې په لسگونو بېلابېلې څېړنيزې او مالوماتي ليکنې خپرې شوې دي. حبيبزی څو کاله د افغانستان په شمال کې د بي بي سي راډيو خبريال وو. چاپ شوي نښيرونه يې ۱- د هندوكش ازانگې شعري ټولگه. ۲- د شمالي ولايتونو تاريخي اثارو ته کتنه. نا چاپ نښيرونه يې ۱- د لنډو كېسو ناچاپه ټولگه. ۲- اې لورې ژباړه. ۳- د بېلابېلو مقالو ټولگه. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د حنان حبيبزي شعرونه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%88%D8%B4%D8%A7%D9%84%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9
خوشال خان خټک
د پښتو ژبې ستر شاعر، ليکوال او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې اکر حالت کې نړۍ ته سترگې وغړولې چې نورالدین جهانگیر د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، یانې په ۱۰۲۲ سپوږميز کال کې زېږېدلى دی. د خوشال خان د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یحی خان او د غورنیکه نوم یې ملک اکوړه وو. د هغه د زېږېدنې کال د هغه له دغه شعره ښه معلومېږي: ماشومتوب خوشال خان خټک د کوچنیوالي په دوره کې هم ډېرې ستونزې گاللې دي. په ۶ کلنۍ کې په سيند کې لوېدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی دی. په ۸ کلنۍ کې له څپري نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو، خو د هغه ټپ نه هم جوړ شو. هغه په ۲۰ کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی او لومړنى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی، لکه چې وایې: خوشال خان د ۱۸ کالو وو چې پلار یې ورته واده وکړ، خو هغه له دغه واده خوښ نه وو. هغه د خان په کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی وو. د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتې وه، هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د هند مغولي پاچا وغوښتل، چې له نوښاره تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړي، نو هغه وو چې خلکو ملک اکوړه وروښود. ملک اکوړه له خپلو خپلوانو سره د خپگان له لامله له هغه ځایه، یانې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته تللی وو. نو هغه وو چې اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې هغه ته وسپارله. دا چې ملک اکورړه یو ښه سړی وو، نو د اکبر پاچا پام يې ځان ته رااړولی او پر هغه یې ډېره مهربانې وکړه. اکوړه هم ژمنه وکړه چې هغه او ټبر قبیله به یې پاچا ته ژمن وي. د دغې لارې مخصول به هم ملک اکوړه اخیست. هغه په دغه ځای کې یو سرای اباد کړ چې د اکوړې سرای په نامه یادېږي. د ملک اکوړه دغه سرداري تر خوشال خانه پورې راورسیده. خوشال هم دغه پښتون چاپیریال اتل روزلی وو، چې په شعر او نثر کې یې د پښتونولۍ ولولې پرتې دي. خوشال خان د وخت مروج علوم په جوماتونو او مدرسو کې ولوستل، خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود، چې ډېر څه زده کړي، خو هغه وایې چې زه ښکار ډېر درس ته نه پریښووم: یا : د خوشال له کلیاتو هم مالومیږي، چې هغه د خپل وخت مروج علوم لکه: تفسیر، فقه، حديث،فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهېده او لیکل یې پرې کولای شول. خوشال په پارسي ژبه کې هم ښه شعرونه لري. دغه ستر، ملي اتل او د پښتو ژبې بابا په ۱۱۰۰ سپوږميز کال کې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږې ته وسپارل شو. د خوشال خان د پېژندلو په اړه سرچينې کورنۍ سرچينې خوشال خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې هغه علامه، نابغه، ستر شاعر او لوی ادیب دی، چې د څه کم ۴۰۰ څلورسوو کالو راهسې د هغه کولتوري پاتوړې ميراث تر ننه د افغان ولس او د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو منځيو د پاموړ او څېړنې وړ کرځیدلې ده. د څیړونکيو ځير پام به تر هغې پورې دغې کولتوري پاتوړې ته شتون ولری، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څېړنه بوخت وي او انسان د نړۍ پر سر ژوندی وی. له خوشاله گڼ شمېر سکالووې موضوعات او ډېر ارزښتمن نښيرونه په پاتوړې راپاتې دي. د هغه نښيرونه د شعر، ادب، ژبپوهنې او نورو بېلابېلو پوهنو او څېړنو لپاره لوی دریاب دی، چې لامبوزن پکې ستر کېږي خو د هغه برید، پوله، تل، سر او پای به تر خپلې لامبو لاندې رانه ولي نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومان وي. په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي، نو د همدغه آر په نظر کې نیولو سره، یانی د هغه د درناوي او نمانځنې په پار دوه لوی کتابونه په دوه لويو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول. دغه کتابونه پر ۱۳۴۵ او ۱۳۴۶ ل ل کلونو د توریالي پښتون او ننگیالي پښتون په نومونو چاپ شوي، خو دغه کتابونه د دغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د يو خورد بېلگه لري. په دغو دوو کتابونو کې د هېواد او له هېواده بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي. له دغو کتابو سره سره زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوريو هم لیکېې کړې دي، لکه پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان گلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده. پوهاند صديق الله رښتين د خوشال لنډه پېژندگلوي په کې چمتو کړې، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده. پوهاند عبدالحی حبيبي د خوشال توره او قلم، د پښتنو د خپلواکۍ او مبارزی بسټيز توکي گڼلي دي. استاد گل پاچا الفت د خان پر شاعرۍ لیکنه کړې او وایې چې هغه له شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو. د پښتو غزل بابا امير حمزه شينواری وایې: د خوشال خان خټک د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د يو داسې نابغه انسان تقوا بریښي، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري. خو د دې خبرې یادول اړين دي، هغه سرچينه چې د خوشال په اړه یې لومړى څه خپاره کړي، هغه پټه خزانه ده. وروسته نورو پوهانو هم د هغه په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي، لکه افضل خان خټک يې په تاريخ مرصع کې یادونه کړې. له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشال د سيد رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي هم د هغه کلیات يو ځل بیا چاپ کړى چې د هغه د پېژندلو لپاره يوه سرچينه ده. پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبياتو په تاريخ کې هم هغه پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې، چېبختاني صاحب راغونډ کړی، هم د هغه په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي. يو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نومېږي او د زلمي هېوادمل اثر دی. په هغه کې هم د خان د پیژندلو او د هغه په اړوند د بهرنيو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي او دا خبره هم پکې ذکر شوې، چې د هغه په شعرونو کې درې برخي ډېري زیاتې دي لکه: توره، ښځه او ښکار. همدارنگه د خان په اړه په زړه پورې مالومات د خوشال کيست په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې د هغه د پیژندلو لپاره يوه غوره زېرمه گڼو. د شهسوار سنگروال په زیار هم د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ خپور شو، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند، پیروان او د دغې دورې نور لیکوالان ياد شوي دي. په دې وروستيو کالونو کې هم د خان پر فکر، عمل، کردار، شعرونو او نورو ښېگڼو په زړه پورې اثار ولیکل شول، چې دلته يې د ځنينو یادونه کېږي: د پېښور پښتو اکیډمۍ يوه درې میاشتنۍ مجله د خوشال دريو يو په نوم خپره کړه چې د بېلابېلو ادبپوهانو له خوا بېلابېلې لیکنې پکې شوې دي؛ هرگوره، د خوشال نظر د پښتون د آر او نسب په اړه، د خوشال فکر او عمل او داسی نور. پوهاند مجاور احمد زيار د خوشال ادبي پښتو په نامه يو کتاب ليکلی چې د ژبپوهنې له ليدټکي يې د دغه ستر شاعر پښتو ژبه څېړلې ده. په هغه کې يې هرگوره د خوشال شعرونه د ژبپوهنې له نظره څرگند کړي دي. خوشال او فلکلور يو بل کتاب دی چې ليکوال يې داور خان داوود دی. په هغه کې د خوشال په شعرونو کې فلکلوریکې ربړې څیړل شوې دي. د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم يوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي. د دوکتور عبدالاحد جاوید هم يوه رساله نگاهی به اشعار دري خوشال په ۱۳۵۷ کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه. د قيام الدين خادم يوه مقاله خوشحال څه زده کړه په ۱۳۵۸ لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند گټوره ده. خو شال او جمالیات د ډاکتر اقبال نسيم خټک اثر دی چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى. د تورې او قلم خاوند د محمد نواز خټک اثر دی چې پر ۱۹۶۱ زېږدي کال چاپ شوی؛ دا هم يو په زړه پورې اثر دی. حاجی پردل خان د خوشال دستارنامه په پېښور اکاډمۍ کې چاپ کړې ده. د خوشال زنځیرۍ د حبيب الله رفيع نښير دی چې د پېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړی ده. د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي؛ په سلگونو مقالې او کتابونه د هغه د پیژندلو او د هغه د شاعرۍ پر پېلابېلو اړخونو ليکل شوي او چاپ شوي دي. اوس او پخوا د هغه د پېژندگلوۍ لپاره يوه ارزښتناکه سرچينه گڼل کيږي. د کابل مجلې، چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبياتو له خوا چاپېږي، څېړونکي د خوشال په اړه په هره گڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه: د خوشال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه پر ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ شوې ده. په همدغه گڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د خوشحال په اشعارو کې د گلستان اغیزی چاپ شوې ده. د ۱۳۸۰ ل ل کال د کب میاشتې مجله کې د سيال کاکړ لیکنه خوشحال او پښتو او په همدغه گڼه کې د عبدالحی حبيبي لیکنه د خوشال په اشعارو کې انتقادي څانگه د ۱۳۸۲ ل ل کال په ۹ گڼه کې د علي محمد منگل لیکنه د خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. د خوشال په اړه يو بل په زړه پورې کتاب د کاندید اکادیمسن محمد صديق روهي ليکلی چې خوشال اخلاقي ایډیال نومېږي او چاپ شوی دی. خوشال د ښوونې او روزنې فلسفه، په معاصر افغانستان کې خوشال پېژندنه، خو بايد وويل شي چې هر څومره په خوشال بابا او د هغه د پیژندلو په اړه وغږیږو، پای نه مومي. باندنۍ سرچينې خوشال نه یوازې د پښتو ژبې يو ستر او نامتو شاعر وو، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي. همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توگه اوڅار دى، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو، شاعرانو او څیړونکو له خوا د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال بلل کېږي. د هغه په اړه لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه رااستولي دي. جارج مار گنسټرن د خوشال د شاعرۍ په اړه څرگندوي: له نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم. په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدر یې کوم. خوشال حق لري چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي. هغه خدمت چې هغه پښتو ژبې ته کړی، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی... زه د لو یدیځوال په توگه... د لویدیځ پوهنتون د يو سپین ږیري استاد په توگه خوشال یم، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې. سراولف کیرو له لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته يو لیک راستولی وو، چې یوه برخه یې دلته راوړو: ...لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو د دغه شاعر منتخابات، چې له ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انگریزي کړي دي، کابل ته درولېږم. همدارنگه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو: ...د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانيو قدر ښه پیژنم... او بله دا هیله کوم، چې خوشال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وگټي. يو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې: خوشال د پښتو ډیر ستر اديب دی. د هغه اشعار په اروپا کې ډیر قدر لري. ډار مسټیټر د خوشال په اړه داسې وایي: خوشال د توریالیتوب او شعر گډ روح درلود. گرکیسیون لیکی: خوشال خان د خټکو توریالی مشر وو. د هغه شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي. بیډولوف د خوشال په هکله څرگندوي: خوشال يو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو، هیڅ داسې یوه خبره نشته چې په شعر کې یې نه وي راوستې؛ زیاتره شعرونه یې د هېواد پالنې رنگ لري. ډاکتر کریسن په خپل اثر د افغانستان ادبیات کې د خوشال په اړه داسې نظر څرگندوي: خوشال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار گڼل شوی دی. روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم په خپل کتاب د روښانیانو ملي نهضت کې کښلي دي: په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشال خان خټک گڼل کېږي. هغه د خټکو مشر، شاعر، سپه سالار او جنگي شخصیت دی. همدارنگه نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشال د گڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرگندونې کړې دي. د خوشال د پېژندنې او د هغه د اثارو په باب بهرنيو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې، چې ځینې نامتو کتابونه یې دادي: گلشن روه د مسټر راورټي اثر دی، چې پر ۱۸۶۰ زېږدي کال چاپ شوی او خوشال ته په ډیر ستر قدر قایل دى. د پښتو شعر هار و بهار د ډارمسټیټر اثر دی، چې هغه هم د خوشال پېژندنې لپاره یوه زېرمه گڼل کېږي، لکه چې مخکې مو یادونه وکړه. کلید افغاني د پادري هیوز اثر دی، چې د خوشال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي. پښتو منتخبات د ډورن اثر دی، چې پر ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی او د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ورکړ شوي دي. خوشال شناسی يو بل اثر دی، چې د زيتون بانو په زیار په اردو ژبه کښل شوی او پر ۱۹۸۰ ز کال چاپ شوى دی. دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول، چې د خوشال او د هغه د پنځونې په اړه یې څېړنې کړې دي. لنډه دا چې د هغه اثار په دري، روسي، هندي، ډنمارکي، انگلیسي، او اردو ژبو ژباړل شوي، چې له دې شمېره الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپرېدو ته يې چمتو کړي دي. د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ پايليکونه تیسیسونه لیکلي چې په لاندې ډول دي: د میرمن خدیجه فیروزالدین په انگریزي ژبه په ۱۹۲۸-۱۹۳۸ زېږدي کلونو پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټك پښتو کړې ده. پوهنوال دوکتور گل محمد نورزي د افغان کلاسیک شاعر خوشال خان خټک ژوند، هنر او تخلیق تر سرلیک لاندې پر ۱۹۴۹ ز کال خپل تیسیس بشپړ کړی دی. دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د خوشحال او جمالیات تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پېښور د پښتو اکیډمۍ له خوا چاپ شوی دى. ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرگېېویچ د خوشحال خان تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس بشپړ کړی، چې په پر ۲۰۰۱ ز کال کال چاپ شوی دى. دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشال په اړه ليکل شوي دي. خوشال د مغلو طرفدار دا خو ټولو ته جوته ده، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په گټه یې د خپلو پښتنو سره جگړي کړي دي. د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په ۱۳ کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنگیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى کې خوشال ته ور په برخه شو . په ۱۰۵۰ کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو کوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای بلړ ناله کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په ۱۰۵۵ کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه کول ، نو په دغه جنگ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنگښ هم چگړې کړې دي ، چې په ۱۰۶۳ کال کې له شیرمحمد سره په جگړه بوخت وو او ۳۰۰ تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنگید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو. خو کله چې په ۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جگړې ونښتې ، یانې دارشگو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقعيت کې اورنگ زیب بر یالی شو. کله چې اورنگ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته مالومه وه، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای. دا ښکاره خبره هم وه، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنگ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل کې بندي کړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليکل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور . خوشال د مغلو مخالف خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته کومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل : د خوشال کلیات مخ ۲۳۷ دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجری هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنگ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په ۱۰۷۹هکال کې د پروفیسور پرېشان خټك په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست کېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې کلک هوډ وکړ ، چې له مغولو نه به کسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جگړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جگړو په پېښېدو سره د هند واکمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په ۱۶۷۴ع کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واکمن وو له ډیرې لویې چالاکۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري کړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وکړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره کيې يې ډېرې هڅې وکړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه کې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جگړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنگونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه کې يې سختې ماتې ورکړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توگه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنگ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې : څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترگې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو گوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو . ستا د ښایست گلونه ډیر دي ځولی مې تنگه زه به کوم یو ټولومه د خوشال خان نښيرونه ستر خوشال بابا د خپل ژوند په اوږدو کې یانې په ۷۸ کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښوول، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کېږي او د هغه له نښيرونو به کار اخيستل کېږي. د هغه د نښيرونو په اړه ځنې پوهان وایې چې شمېر يې ۲۰۰ ته رسېږي، خو یو نامتو ختیځپوه مسټر راورټي د هغه د اثارو شمېر تر ۲۵۰ زیات ښوولی دی. خوشال نه یوازې په پښتو ژبه کې شعر ویلی، بلکې په پاړسي ژبه هم ښه پوهېده او په دې ژبه کې یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي. د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود. موږ مخکې وویل چې د هغه اثار نږدې تر ۲۰۰ پورې رسېږي چې مشهور یې دادي: ۱- کلیات، چې نږدې ۴۰ زره بیتونه لري. ۲- فضل نامه، یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي دي. ۳- بازنامه، د ښکار په اړه بحث کوي. ۴- صحت البدن، یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي. ۵- اخلاق نامه . ۶- سوات نامه، یو منظم اثر دی چې د سوات په اړه مالومات او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده. ۷- دستارنامه، د دستار او لونگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي. ۸- فرخ نامه، د تورې او قلم بحث دی. ۹- فراقنامه، د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي. ۱۰- اینه، د فقهې کتاب دی. ۱۱- بیاض، د نثر کتاب دی. ۱۲- زنځیری، د ليکدود په اړه دی. ۱۳- تفسیر سوره یوسف. ۱۴- د پښتنو تاریخ، یو ورک اثر دی. ۱۵- د خوشال رباعیات. ۱۶- عیار دانش، له فارسي ژبې ژباړه ده. ۱۷- هدایه، له عربي ژبې ژباړل شوی دی. دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي. د خوشال خان د نښيرونو بېلابېل اړخونه دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننگیالی پښتون وو ، خو د فرهنگ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوگه بل فرهنگیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنگیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنگینو او ناسازگارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې : خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره ۲۵۰ ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو : د خان منظم اثار د خان منثور اثار خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې : په شل کاله دیگ د شعر زما په اور بار شو په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده : عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا خان د ۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰ پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي : د خوشال خان منظم اثار کليات کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه الف ـ ۸۶۰ غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په ۱۳۵۸ه کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په ۱۳۵۹ه کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقيوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي . ب ـ د خان په کلیات کې ۲۵ قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد ص صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې ۱۶۰۴ رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه ۱۳۴۹ کال چاب شوې او ۱۶۷۴ رباعي پکې دي . د ـ دده په کلیاتو کې د قطعاتو ځنې برخي هم شته ، چې نږدې ۴۰۵ قطعې کيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري . د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې ۲ مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه محتوا لږه برخه کې هم هر نگه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره : د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور . فراقنا مه فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې مثنویات د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې مثنویات داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه کوي. بازنامه بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى. په دې اړوند خان وایې : دجهان واړه تحصیل به زما ؤ که اخته نه وی د ښکار په اشتغال ۱ خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې : که د تورې که د ښکار دا دوه هنره راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره ۲ یا : خدایه ته په زړه کې اچوی دا میني چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی ۳ بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه گټوره کتابچه ده چې ۷۴ فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال ۱۰۵۸ه کې ولیکله چې ټول بیتونه یې ۹۱۹ ته رسیږي . سوات نامه سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې ۹۳۹۱ ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی گڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنگه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي : داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره زما توره په جهان شوله مشهــوره ۴ یا : د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی پښتنو به راته کړی ډیری کنځـــــلی ۵ کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر گندیږی ، د کتانونو د ټوکر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي : هغه ځای چې درښتیا مهتاب ښکاره شي د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي ۶ فضل نامه فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې ۴۰۰۰ بیتونه لري . حالنامه د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې ۷۲ ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې : تصدیق خیرات یې واوره بلا اړه وی له کـــــــوره ۱ طب نامه لکه ځرنگه چې یې له نامه نه څر گندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت گڼی لکه چې وایې: په داروکې چې ښه نیـــت وي دارو نه وي عبـــــــادت وي ۲ په طب نامه کې د سترگو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم کړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په ۱۰۶۶ه ق کال کې په پښتو نظم اړولی دى. په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر ژباړه یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو . د خوشال خان خټک منثور اثار دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنگه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي : بياض د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليکنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنگي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان ختک يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه: هند کوه نامه : بلخ او بدخشان د سفر گذارش دی چې د یوه يونليک سفر نامې حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامه همدغه ده . ځان نامه : نسب نامه او تاریخ نامه درې نورې ليکنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه گڼل کیږی .۲ د ستار نامه دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونگۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې : چې دستار تړي هــــزار دي ددستار سړي په شمــار دي وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د کرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي . په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی . ساغتنامه د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاگوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده . دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي. هدایه د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړی یو فقهی کتاب دی ریاض الحقیقت فراقنامه آینه رساله مناظره کفایه د سورت یوسف تفسیر خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د نظم او نثر که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي . د پرو فیسور مارگنسترن په نظر چې وایې : دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنگی کې برابري وکړي ۱ د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټگوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف والف ـ ی پورې لکه چې وایې : پیر ما از می پر ستي فـــــر ما ید مرا الله الله وقت گل این تو به مشـــا ید مرا د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنگ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنگه یې څلور رباعی گاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توگه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې : افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي ۳۷۷ بیته کیږی چې له هغې جملې څخه ۴۵ غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .۱ ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنگه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنگه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰ همدارنگه خان صاف گویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰ د خوشال داشعارو سبک د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي : دخوشال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی . د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي: ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي : کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي : چې څر گنده سربازي کا نــــدې د تورو زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي. د سبک خواص يې د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل . د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته . په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته . د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې قصیدې پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته . په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان گد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی. حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل . هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده . د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي . دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده . په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته . دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له بیاض او دستار نامې نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده . د خوشال د سبک پيروان خوشال حټک د ۷۸ کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده . هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو : د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي . ۱- اشرف خان هجری ۲- عبدالقادر خان خټک ۳- سکندر خان خټک ۴- صدر خان خټک ۵- کامگار خان خټک ۶- دوست محمد خان خټک ۷- علي خان خټک ۸- عابد خان خټک ۹- افضل خان خټک ۱۰- اکبر خان خټک ۱۱- جمیل خان خټک ۱۲- حلیمه خټکه ۱۳- خوشال شهید ۱۴- گوهر خان خټک ۱۵- غلام محمد ۱۶- توتیا خټکه ۱۷- سعدالله خټک ۱۸- معاذالدين خټک ۱۹- نواز خان ۲۰- یحی اخونزاده ۲۱- خواجه محمد بنکښ ۲۲- عاصم و فتح علی ۲۳- ابوالقاسم عثمان د خوشال په اشعارو کې د ښځې انځور که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دا به هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنگه چې معلومه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنه ډېره اړينه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر گندونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توگه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي . د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنه شوې او دومره کتابونه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې به څيړنه کيږي. د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونه ډيره شوې ده او همدارنگه د شهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانگړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنگينې ټوټې پنځولې وي. که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر به ورته معلوم شي چې هغه جنگي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانه گرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او گداز په غزلو گډهم در معلوميږي . لکه څر نگه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مهمه برخه د ښځې او شهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي: گل فامې دگل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنگه چې بورا په گل باندې گرځي نو گل فامه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وگوري دغه صحنه څومره ښه انځوروي : گل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي له تنه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي خوشال بابا د گل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترگې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې گرد او نرۍ پوزه لري او همدارنگه باړخوگان يې هم د گل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې : ښې غټې تورې سترگې لوي باڼه نرې يې وريځې که پاڼ خوري که شراب خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي غونچه غوندې خوله تنگه سريې گرد نرې يې پوزه باړخويې لکه گل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي خوشال ددغو ښځو ملا زلفو ، لېچو ، کوتو ، گيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانه توگه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې : پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې واړه هموار غاښونه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي ښې سپينې ډکې لېچې گرد ورغوي اوږدې گوتې هرځاي ته يې چې گورې هيڅ لقب پرې نه جوړيږي دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده په قدسمه شابسته سم الفسي چې ودريږي دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي ډېر خوب لږ يې خوراک گيډه يې ناسته ملا نرۍ راست په کې نامه څخه په گوته څرگنديږي لږقهر عقل منه کم د خوله مهر باڼه ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي دادگل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي . نېک فرجامې خوشال بابا دا ښځې هم د گل فامې په څېر گڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د گلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د گلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که گېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونه دادي چې يو د بودا غوندې نه دي او بل د نيلوفر شکل نه لري وگور دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي . گل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم په حسن په ښايست کې وگلفاموته رسيږي دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي نه زږه وي نه بدرنگهپه وجوديې ښه جوړيږي خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي نه غم نه دلگيري کاهميشه تروتازه وي پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنگه دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا په دروغ خويې هرگز په خوله په ژبه نه جوړيږي په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي له ځانه يې ښه لوي دگبينه غوندې خوږ درومي دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي خوشال کليات ۶۰ مخ او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي. دوه دامې دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او گل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو گلفامې ، نيک فرجامې لري، دغه يې نه لري او د هغې برعکس دي، يانې بدگويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي: د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي بدگويه بد زبانه ډير وي لږ خبره ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنگي يکدله گيډه وره په خوړلو ته مړيږي همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت گوري، نه عزت گوري او نه شرم گوري، لوى او هلک پسې گرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي. کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله د نور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وگور، چې څومره ښه انځور يې کړي دي: ميوه، لونگ، جايغل پدر يې غرض نه وي تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نه يې زړه کيږي چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي نه پت گوريو نه شرم نه يې حق وته نظر وي دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، له گاونډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نه خوند اخلي. فيل اندامې خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لگيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترگې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانگړنې لري. خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنگ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي: د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې گرځي تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي دخوشال خان کليات ۴۶۱ مخ خوشال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، گوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او گوهر نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توگه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينگار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي: عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ دا اميد چې دعاشق خونه تالا کا د خوشحال کليات ۵ مخ او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترگې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترگې هېرې نه کړم. چې مې وليدې ستاتورې سترگې بيا زه به نه کړم هېرې تورې سترگې ستا د خوشال کليات ۸ مخ لنډه دا چې خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينگېدو نه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترگې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي: ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه کليات ۱۷۴ مخ خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترگو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترگو سره يې نرگس سيالي نه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وگورۍ دغه بيت: چې سترگې کړې ورپورته په نرگس شي بلا سازه چې زلفې کړې نمودې طبعه واړه سنبل شي کليات ۲۶۱ مخ او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي: د جمال خوبي دې زياته تر افتابه د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم که مې چېرې لاس د واک درورسيږي په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم کليات ۸۷-۸۸ مخ خوشال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې شهۍ قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې گڼي، اننگي دلاله د گلونه نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه گڼي او وايي: چې شونډو ته دې گورم تر ياقوتو لا تېري کا چې زلفو ته دې گورم په عنبرو بهتر يې که هرڅو د لاله گلونه ښه دي په چمن کې په دواړو اننگيو داغ د ولاړو د ځيگريې کليات ۳۴۷ مخ پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنگين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورگري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال په رنگينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او گلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانگړي شهکارونه گڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده: په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي په ځان کې دواړه سترگې په جهان کې واړه کښلي لنډه دا چې که خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنگينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي. دا څه شعر نه دي، چې خوشال خټک بيان کړو واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توگه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنگه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره. خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وگورو نو داسې گمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وگورو نو د اسې گومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرگنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته. سرچينې داور، داورخان، خوشحال او فولکلور، پښتو اکېډمۍ، پيښور، ۲۰۰۶ کال هېوادمل، زلمی سرمحقق، ننگيالی د زمانې، د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۰ کال افغانستان. سنگروال، شهسوارنيازی، د پښتو ادبياتو تاريخ،د احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۷ کال، پيښور. واجد، عبدالواجد، د خوشحال سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغېزې، آزادۍ مطبعه، ۱۳۸۳کال، کابل. د سکندرخان ديوان، مقدمه ددوست محمد کامل مهمند، قصه خوانۍ، ۱۹۶۲ کال، پيښور. د عبدالقادرخان خټک کليات، ترتيب او تدوين پروفيسورجهانزيب په زيار، پښتو اکيډمۍ، ۲۰۰۲کال، پيښور. د خوشحال کليات، د عبدالقيوم مشواڼي، وييپانگه، اوډنه، پرتلنه او سمونه، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴کال، کابل. کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۴ کال، کابل. کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۰ کال، کابل. د خوشحال ريويو، درې مياشتنۍ مجله، پښتواکېډمۍ، پيښور، ۱۹۸۶ کال، پيښور. فراقنامه خوشحال خټک، مقدمه او حاشيه د همېش خليل، قامي مکتبه، پيښور. روهي، کانديد اکاډميسن محمد صديق، د خوشحال اخلاقي ايډيال، د محمد صديق فرهنگي ټولنه، ۱۳۸۰ کال، پيښور. خوشال خان خټک پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه اتلان نوميالي افغانان يادونه: د ستر خوشال بابا انځور د روسي انځورگر ايگر کازارين له دغې ويبپاڼې نه هم کاپي کولاى شئ.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%8A%D8%A7%D9%84%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%DA%A9%D9%BC%D9%88%D8%A7%D8%B2%DB%8C
خيال محمد کټوازی
خيال محمد کټوازی ١٣٢٩ لېږديز لمريز کال، پکتيکا ولايت- د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې ۲۰، هالېنډ د پښتو ژبې شاعر، ژورناليست، ليکوال او پر ۱۳۵۸ ل کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وو. مخينه خيال محمد کټوازی د عبدالغفار زوی او پر ١٣٢٩ ل ل کال د پکتيكا ولايت د مرکز ښرنې د ملکانو په کلي کې زېږېدلی دی. زده کړې لومړنۍ زده کړې يې د ښرنې د علي بابا لېسه کې، منځنۍ يې د رحمان بابا په لېسه كې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د ژورنالیزم په څانگه کې سرته رسولې دي. دندې خيال محمد کټوازي له ١٣٤٩ ل ل کاله راهيسې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کې کار کړی دی. پر ١٣٥٥ ل ل کال د راډيو د خپرونو د لوی مدير مرستيال، پر ١٣٥٧ ل ل کال د راډيو تلويزيون د وزارت مرستيال وزير او د سولې او پيوستون د ټولني سروال ريس وو. نوموړی د ۱۳۵۸ ل ل کال په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزير په توگه وگومارل شو، خو د همدغه کال د مرغومي پر ۶ نېټه پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د هغوی له خوا زنداني او د شورويانو د ښکېلاک په ټول دوران کې د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی وو. پر ١٣٦٧ ل ل کال د گورباچيوف د بيا جوړونې د سياست له مخې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په دوران کې د څه ناڅه ۹ کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزگارۍ نه وروسته په باندنيو چارو وزارت کې د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدغه وزارت د مرستيال په توگه په کار بوخت شو. ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کاله د هېواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کې ليکنې او څېړنې کړې دي. هغه پر ١٣٧٠ ل ل کال په لېبيا کې د افغانستان د سفير په توگه وگومارل شو او بيا په لېبيا کې تر يو نيم کال دندې وروسته هالنډ ته کډوال شو او د ژوند تر پايه هلته پاتې شو. مړينه خیال محمد کټوازی د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې په ۲۰ د ۲۰۱۳ ز کال د فبرورۍ پر ۸ د ۶۵ کالو په عمر د هالېنډ هېواد د روتردام ښار په روغتون کې په حق ورسېد. د ارواښاد کټوازي جنازه په کابل کې د دوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله شوه. چاپ شوي نښيرونه يې ۱- د رڼا بهير شعري ټولگه. ۲- پرېشانه ولولې شعري ټولگه. ۳- د ستورو ورا شعري ټولگه. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د خيال محمد کټوازي شعرونه سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان افغان وزيران افغان سفيران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%D9%88%DB%90%D8%B4%20%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C
دروېش درانی
دروېش درانى په انگرېزي: چې دا مهال د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې ژوند کوي، په اصل کې د کندهار د گلستان د سيمې دى. مخينه دروېش درانی که څه هم په سهيلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته کډه شوې او هملته اوسېدلې ده. دروېش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړې ده. زده کړې درويش درانى چې په انگليسي ژبه کې ماسټري لري، په پښتو ژبه کې يې ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره او هوا او څراغونه مشهورې شعري ټولگې دي. د شعر تر څنگ يې د پښتو شعر د عروض په باب هم کتاب چاپ کړى دى. کورنى ژوند ډاكټر عبدالباقي درانى او د اردو ژبې تكړه شاعر ډاكټر عصمت درانى د دروېش دراني وروڼه دي. د ٢٠١١ز کال د مارچ په ٣١مه د ښاغلي دروېش مور په حق ورسېده. وياړ غونډې د دروېش دراني په وياړ د ٢٠٠٦ز کال د نومبر په ١٩مه په ننگرهار کې غونډه جوړه شوې وه، چې مډال هم ورکړل شو. شاعري د دروېش شعرونه پېچلي نه دي، په اکثرو کې يې د حالاتو انځورگري په پوره هنر سره شوې ده. اضافي خبرې نه کوي او د غزل تر څنگ يې نظلمونه ډېر له پيغام او درد څخه ډک دي. چاپ اثار شاعري اغزنه لاره زخمي لاسونه هوا او څراغونه ستوري په لمن کې په کاڼي کې هنداره په ناورين پسې ناورين دا بوټي به لونگ شي نثر پښتو عروض باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د دروېش دراني شعرونه سرچينې پژواک خبري اژانس لر او بر ويبپاڼه افغان ادبي بهير پاڼه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D8%A7%D8%B3%D9%8A%D9%86%20%D8%A7%D9%82%D8%A8%D8%A7%D9%84%20%D9%8A%D9%88%D8%B3%D9%81%D8%B2%DB%8C
ياسين اقبال يوسفزی
ياسين اقبال يوسفزی د پښتونخوا يو ليکوال او شاعر دی. د ياسين اقبال يو شمېر پښتو شعري ټولگې چاپ شوي. پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%86%20%D9%88%DA%AF%DA%93%D9%BE%D8%A7%D9%84
سيد رحمن وگړپال
سيد رحمن وگړپال ۱۳۳۷ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالي د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی. مخينه حاجي سيد رحمان وگړپال حبيب د حاجي حبيب الرحمان زوی، پر ۱۳۳۷ ل ل کال د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالۍ په خيراباد کلي كې زېږېدلى دى. منڅنۍ زده کړې يې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې او دغه لېسه يې پر ۱۳۵۴ ل ل کال پای ته رسولې ده. پر ۱۳۵۶ ل ل کال د مسلکي او لوړو زده کړو لپاره د پير روښان په ښوونتون د ښوونکو د روزنې عالي موسسه کې شامل او پر ۱۳۵۸ ل ل کال يې پای ته رسولی دی. د ښوونتون تر پای ته رسولو وروسته پر ۱۳۵۹ ل ل کال د رحمان مېنې په لېسه كې د ښوونكي په توگه پر دنده وگومارل شو. دا دنده يې تر ۱۳۶۳ ل ل کاله ترسره کړه. وگړپال په لېسه کې د دندې پر مهال په زرگونو زده کوونکي وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل. نوموړي د یو لړ ناخوالو له کبله د ښوونکي دنده پر هماغه ۱۳۶۳ ل ل کال پرې ښووه. کله چې په هېواد كې اکر وضعه ډېر ترېنگلی کېږي، سيد رحمان وگړپال خپلې پلرنۍ دندې ته، چې سوداگري ده، مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه پر همدې دنده بوخت دى. وگړپال په هېواد کې د اويايمو لمريزو لېږدي کلونو د سختو جگړو او نامنۍ له لامله لکه د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړوت او روسيې ته ولاړ. نوموړی څه کم او زيات ۸ کاله په مسكو كې د نورو کډوالو افغانانو په څېر د مساپرۍ ژوند وکړ. هغه هلته هم د سوداگرۍ پر چارو بوخت وو، خو د دې ترڅنگ پر ادب، په تېره پر شعر او شاعرۍ هم بوخت وو او په بېلابېلو مشاعرو کې يې گډون کړی دی. نوموړی له ۲۰۰۷ ز کاله راوروسته هېواد ته ستون او د گران افغانستان په جلال آباد کې مېشت شو. مدني اکر شاعر او ليکوال سید رحمان وگړپال پر ۱۳۶۲ ل ل کال واده کړی، اوسمهال ۷ اولادونه لري؛ د زامنو نومونه یې مړوند وگړپال، تسل وگړپال او اباسين وگړپال دي. چاپ شوي نښيرونه يې ۱- هيلې لا غوټۍ دي شعري ټولگه، د ۱۳۷۷ لمريز کال پېښور چاپ. ۲- جل وهلي گلونه شعري ټولگه. ناچاپه نښيرونه يې ۱- د پگړۍ ول شعري ټولگه. ۲- که ته نه وی لنډې کيسې. د شعر څو بېلگې يې غزل ما چې په ځان واخيست تهمتونه ستا- څه كه راكوي څوك پېغورونه ستا څنگه دې پېغور په ځان وانخلمه - شونډې دې غوټۍ سترگې جامونه ستا مه ږده په زړگي مې د ملهم پټۍ - پرېږده چې په كې وي پرهرونه ستا دومره خيال يې ساته ما خو دركړلو - ډېر په كې پراته دي ارمانونه ستا شك راته پېدا شي يارانه كې دې - كله چې راياد كړمه لوظونه ستا دې دنيا كې دغه را په برخه شو - خيال كې جوړومه تصويرونه ستا څلوريزه دوطن د غرونو اوښکې چیري وړې د کابل سینه - په لیمو يې بدرگه که دې کې ځي د وطن مینه موږ ته ھیڅ نه دي راپاتې، وطن وران خو دومرہ وکه - امانت يې زړہ کې ساته زموږ اوښکې اباسینه سرچينې ۱- د سيد رحمان وگړپال دغه ژوندليک هغه پخپله د برېښنايي پوهنغونډ ويکيپېډيا کاروونکي ته سپارلی دی. پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D8%AF%D9%8A%D9%82%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D9%85%D9%8A%D9%86
صديق الله مين
صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پرل كال د کندهار ښار په شپږمه ناحيه چوڼۍ كې زوكړى دى، زده کړې تر څلورم ټولگي پورې يې زده كړه كړې ادبي ژوند هغه له لمريز كاله را په دېخوا شعرونه ليكي، تر اوسه يې تر زيات قافيه وال، ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكلي، خپلې لومړنۍ شعري ټولگې ته يې د ښكلا غبرگوننوم وركړى چې د صحاف خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوېده. په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى، خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاني نوښت په ځان كې ورك كړي، بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرگندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټاكي چې د موزونوالي تر څنگ نوي وي، غزليز او عشقي رنگ يې تر يوه حده پر اند زورور دى، چې پر شعري ځواك يې دلالت كوي، ځكه نوموړى دا توكي د هنر په اب رنگوي او نورو ته يې وړاندې كوي. مين مين شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده، كه دشعر نورې هنري بېلگې يې په غور سره ولوستې او خپلې تجربې يې هم ورسره شريكې كړې، نو كېدى شي د ښكلا ډېر غبرگونونه يې له كلام څخه رااوچت شي او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي. مين اوس په كوټې ښار كې استوگن دى، له خپلې كورنۍ سره د اقتصادي لاسنيوي په موخه خياطي كوي، خو شاعري يې پرې ايښې نه ده. د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي. شاعري يې په خوند روانه ده او خداى دې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د صديق الله مين شعرونه پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D8%A7
عبدالرحمان بابا
عبدالرحمان مومند ۱۰۴۲ لېږديز سپوږميز، د بلې سرچينې له مخې د ۱۰۳۸ لېږديز سپوږميز کال د جمادي الثاني ۲۱، پېښور، بهادر کلی- ۱۱۳۸ لېږديز سپوږميز د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی کلاسیک شاعر دی. مخينه کومه مينه او ښه پېژندگلوي چې د عبدالرحمن بابا په برخه شوې، هغه د يو گڼ شمېر پښتو ژبيو شاعرانو په برخه شوې نه ده. ډېری پښتانه رحمن بابا د يو ښه او صوفي شاعر په توگه پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه ويل کېږي. د هغه له شعرونو متلونه جوړ شوي دي. ديني پوهان او خطيبان يې د جومات پر منبر د ایتونو د مطلب د څرگندونې تشرېح کولو لپاره، ملنگان او دروېشان يې په وجد او سر کې، ځوانان يې په دېرو او مجلسونو کې د منگي او رباب سره شعرونه وايي. د افغانستان اوسني وگړي يې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې له ځانگړي خوند سره تر شونډو لاندې په زمزمه کوي. د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ ډېره ستاينه کړې او د ده روانه شاعري يې د عامو وگړيو د خوښۍ برابره بللې ده. تر دومره ستاينو وروسته هم دا ډېر د افسوس ځای دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات مالوم نه دي، هرگوره که موږ د دغه لوی شاعر د ژوندليک په اړه د پوهانو بېلابېلې ليکنې وگورو نو وبه وينو چې ډېری حالات خو هغوی يو شان ليکلي، خو بيا يې هم ځينې برخې د بل نه سېوا ليکلې دی. همدغه شان که موږ د هغو ټولو ليکوالو، چې د رحمان بابا ژوندليک يې ليکلی، نو ښايسته ډېر مالومات ترې جوړېدای شي. عبدالرحمن بابا د ۱۰۳۸ سپوږميز لېږديز کال د جمادي الثاني پر ۲۱ له پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. دا کلی د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته نږدې پروت دی. د رحمان بابا پلار عبدالستار نومېده. هغه له آره غوري خېل وو. غوري خېل څه لاروي خلک نه ول، بلکې د ځمکو خاوندان ول او ښه په تول پوره ول، له دې لامله دا الواک نظريه چې عبدالرحمن بابا بېخي غريب سړی وو غلطه ده. هرگوره دا روايت چې رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه درلوده، کره دی. عبدالرحمن بابا په بهادر کلي کې زېږېدلی وو، بيا په هزارخوانۍ کې استوگن شو، په دې وجه ځينې تاريخوال ليکي چې رحمان بابا په بهادر کلي کې، او ځينې نور ليکي چې په هزارخوانۍ کې زېږېدلی دی. پر ۱۰۴۵ لېږديز کال نامتو عالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشت شو. دا عالم د متنۍ اوسېدونکی وو. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نورې لومړنۍ زده کړې د دغه مشهور عالم څخه زده کړې. په ۱۰۵۲ لېږديز کال کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب زوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوگن شو. هغه له آره يوسفزی وو. عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض تر لاسه کړ. د دغه مشهور عالم نه يې فقهه او تصوف زده کړل. عبدالرحمن بابا نږدې په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته ولاړ او هلته يې ۲۳ کاله عمر تېر کړ. هغه په خصوصي توگه ۹ کاله عمر په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړ او ۱۵ کاله يې په شېرکوټ نومي کلي کې تېر کړ. دلته يې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس زده کړ او په کوهاټ کې د دين يو پوخ عالم ترې جوړ شو. پر رحمان بابا همدغلته د خدای پاک رحمت وشو، شاعري يې پيل کړه او يو داسې لوی شاعر ترې جوړ شو چې نن ورڅ يې نه يوازې په تاريخي افغانستان کې ټول پښتانه، بلکې په بهرنۍ نړۍ کې په پښتو ژبه پوهېدونکي ناپښتانه يې هم پېژني. د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره يې ډېره مينه وه او ټينگ اړيکي يې ورسره درلودل هغه محمد صديق پېښوری وو. هغه هم شاعر وو، غټ عالم وو او په پېښور کې اوسېده. کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ولاړ. هغه په پخوانو شاعرانو کې لوړ ځای لري. په کوهاټ کې د محمد صديق د مېشتېدا پر مهال به رحمن بابا له هغه نه هم فېض اخيست. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه. تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې ويلې دي. دلته به زه هم هغه بېلگه وړاندې کړم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کې وړاندې کړې ده. صديق: دولت: خوشحال خان: کله چې په ۱۰۶۰ هجري کال کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل لوی استاد پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغی او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره وو. کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه زوی ميا عبدالکريم کريمداد د هندوستان له آگرې پېښور ته راغی، نو له دوی سره د ليدنې کتنې لپاره حاجي بهادر خان کوهاټي پېښور ته راغی چې رحمن بابا هم ورسره وو. د ممتاز علي شاه د تبصرې له مخه چې د ميا کريمداد کتابونه الف نامه يا جام جهان نما لوستي وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمان بابا د تصوف رنگ د چا نه اخيستی وو. رحمان بابا له خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې وو او له ميا کريمداده يې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړ. د ميا کريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره وو. دی هم يو پوه او ښه شاعر وو. له دوی سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل وو. په دې وجه د اخون دروېزه، چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاگرد او خليفه وو، چې په ټوله سيمه کې د پير بابا په نامه اوڅار دی او په بونير کې يې ارامځای پروت دی، د دوه زامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په ۱۰۶۸ هجري کال کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل استاد حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته ورغی او د خپل اُستاد په خدمت کې ډېره شو. نهه کاله يې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغی او په هزارخوانۍ کې مېشت شو، ځکه چې د رحمن بابا قبيله د بهادر کلي نه د قبايلي وېش په وجه هزار خوانۍ ته راغلې وه. هغه په همدې کلي کې د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کې د ۸۷ کالو په عمر وفات شو. لوی خدائ ج دې يې وبښي او اروا دې يې ښاده وي. د رحمن بابا ارامځای د رحمن بابا ارامځای د هزارخوانۍ په هديره کې دی. دا ارامڅای نږدې د دوه کروړه روپو په لگښت ډېر ښکلی اباد شوی او دغه مزار مرجع فلائق دی، ځوانان ورلره راځي او بوډاگان هم د هزارخوانۍ په اوږده هديره کې د رحمن بابا د ارامځای لپاره سفر کوي. شاعران او اديبان يې سلام له راځي، نور عالمان هم ددغه ستر عالم او شاعر زیارت کوي، ملنگان پکې دېره دي. مزار يې د مرمر له ډبرو جوړ او يو ښکلی جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ شوی دی. په مزار کې يې د افغانستان د ادبي ټولنې له خوا ډبرليک لگېدلی چې پرې په رحمن بابا هغه رالېږل شوی سلام لا تر اوسه شته. په دې کُتبه د رحمن بابا نوم عبدالرحمن او د پلار نوم يې عبدالستار ليکلی دی. د زېږېدو نېټه يې ۱۰۴۲ هجري ليکل شوې، خو د عبدالحليم اثر د تحقيق له مخې ۱۰۳۸ هجري دی. په مزار کې يې شاوخوا څه يخ سوری دی. د رحمن بابا کُتب خانه هم پکې قايمه ده. د ملنگانو لپاره بېل په زړه پورې ځای شته چې رنگ په رنگ مرغۍ يې پکې ساتلې دي. کونترې هم ددغه عظيم شاعر د مزار زيارت ته راځي، ولې چې ډېرې کونترې پکې دي. د هزار خوانۍ هديره د بزرگانو او اولياوو لکه اخوند دروېزه بابا، شېخ حېدر بابا او د داسې نورو قبرونو نه ډکه ده او تر ټولو نه زيات پکې د رحمن بابا مزار ته خلق ځي راځي. هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره ترسره کېږي. د رحمان بابا په اړه اختلافي ليدونه رحمن بابا له خپلې زمانې تر اوسه دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه وو کړی. له سره سره چې ډېرو خلکو پېژانده، خو بيا هم د هغه د ژوند حالات د زمانې تر گردونو او غبارونو لاندې پټ پاتې شوب. دا لامل وو چې د هغه د ژوند په اړه ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا کيسه بيان کړې، هغه د يوې افسانې حېثيت لري د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لگولی شي چې دا يو شاعرانه تخيل دی. د رحمن بابا د دوست مجنون سره مينه او د هغه په غم کې ليونی کېدل د رحمان بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقير نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه يوه ټوکه او د فصل هغه تودول ښکاري، ځکه چې رحمن بابا په خپل ديوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لويه قرباني ورکړې وه اشاره نه ده کړې. دا چې رحمن بابا يې يادونه نه ده کړې، بيا د رحمن بابا د دغه دوست هغه پټ حالات څرنگه څرگند شول چې له هغه او رحمن بابا پرته نور څوک ترې نه وو خبر؟ موخه داده چې دا هسې يوه افسانه ښکاري، رښتيا دا ده چې رحمن بابا يو لوی عالم په قرآن او حديث پوه، د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وو. هغه د علم صرف او نحو لوی استاد اخون محمد يوسف ابن محمد يعقوب يوسفزي سره علم حاصل کړی وو، د چا کتاب شمة النحو چې لا تر اوسه د درس نظامي په کورس کې شامل دی. دا يو ښه کتاب دی. بله د اختلاف خبره ده چې رحمن بابا غريب وو او که شتمن. رحمن بابا د غورياخېل قبيلې سره اړوندي درلوده او پلار يې د خپل کلي مشر وو. عزيز خان چې د علاقې معزز او دولتمن وو، د رحمان بابا ورور وو. دا وو چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه وو، خو بيا هم د هغه فقيري او ملنگي د غريبۍ او د بېوسۍ په وجه نه وه، بلکې هغه دا دنيا بده گڼله، له دې لامله چې ددې نړۍ نه کناره شوی وو. همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلکو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه يې ويل: بله دا چې رحمن بابا عالم ؤ او چې عالم وي هغه معلم هم وي. رحمن بابا هم شاگردان لرل لکه وائي: يوه بله شخړه چې عموماً خلق پکې نښتي دي هغه دا ده چې د رحمن بابا ديوان چا مرتب کړو، ډېر خلق دا وائي چې رحمن بابا يو مجذوب ؤ د جذب په حالت کې ئې شعرونه وئيل، دوستانو ته به ئې ورکول او هغوئ به جمع کول. دلته ماته د داتا گنج بخش د کتاب کشف المحجوب خبره راياده شوه. هجويري په دې کتاب کې ليکلي دي چې په کتاب نوم ځکه ليکم چې ددې نه مخکې مې يو کتاب وليکه او نوم مې پرې نه ؤ هغه ځما يو شاگرد يوړلو چې ئې وگوري څه موده پس مې هغه شاگرد هغه کتاب په خپل نوم خپور کړلو. د رحمان بابا دوستانو به هغه غزلې خپل ځانله په نوم کړې وې، بله دا چې رحمن بابا څه د فوټو سټېټ ماشين خو نه ؤ چې گنې يوه غزل به ئې وويلو نو هغه به ئې لس پنځلس ځايه فوټوسټېټ کولو او بېلابېلو دوستانو ته بې ورکړلو او هغوی به ځان سره جمع کړو اصل خبره دا ده چې رحمن بابا خپل ديوان په خپله جمع کړئ دی. ده چې خپلې څه غزلې دوستانو ته ورکړې وې او څه غزلې ئې په خپل ديوان کې نه دي ليکلي. کيدائ شي چې د رحمن بابا ډېره شعري پانگه ددې کتاب نه بهر وي خو بيا هم له مونږه سره داسې څه ثبوت نشته چې مونږ ووايو چې د رحمن بابا ديوان بل چا مرتب کړئ دی. او ددې خبرې ډېر ثبوتونه دي چې دا ديوان رحمن بابا په خپله مرتب کړئ دی او هغه ثبوتونه هغه شعرونه دي کوم چې ديوان کې ددې ديوان په باره کې دي. لکه: ددې خبرې نه دا ظاهريږي چې رحمن بابا څه د جهان نه ناخبره نه ؤ بلکه يو ښه پوه او عالم سړئ وه. د دُنيا د سياست نه خبردار وه، د زمانې د حالاتو نه باخبره ؤ ځکه خو ئې د خپل هم عصرؤ په باره کې شعرونه ويئلي دي. د اورنگ زېب عالمگير په زمانه کې چې کوم سياسي حالات ؤ هغه ئې بيان کړي دي. د خپل پېش رو شاعر خوشال خان په شعر ئې خپل شعر له فضيلت ورکړئ دی دا هر څه د ځان او جهان نه بې خبره سړئ نشي کولائ بلکه يو پوه عالم ئې کولائ شي لکه د خپل شعر تعريف کوي: يا: او يا لکه: ددې نه دا معلومېږي چې د رحمن بابا خپل کتاب په خپله مُرتب کړئ وه او بيا بېلابېلو دوستانو نقل کړئ وه، خو دا خبره څه مستنده نه ده چې گنې رحمن بابا بس همدغه ديوان پرې ايښئ دی بلکه اوس هم زاړه مجلسيان چې د نورؤ مجلسيانو شاگردان دي، د رحمن بابا د کسرلاندې غزلې او رُباعيانې وائي چې په موجوده ديوان کې ئې درک نه لگي. کېدائ شي چې رحمن بابا په نظم او نثر کې نور هم ډېر څه ليکلي خو لاتر اوسه ځمونږ په لاس نه دي راغلي. بله دا چې د ديوان په بېلابېلو نُسخو کې هم غزلې کمې بېشې وي. يوه دا خبره هم کېږي چې رحمن بابا او خوشحال بابا يو بل سره مناظره کړې وه او که نه؟ خوشحال خان خټک يو سردار جنگجويه سالار ؤ. د هغه خپلې جگړې دومره وې چې زما خيال دی چې هغه د شاعرۍ مناظرؤ ته وزگار نه ؤ، هغه د مغُلو سره نښتئ وه، قېد کې ؤ، بيا په افغانستان کې جنگ کې شريک شوئ وه. دا کېدائ شي چې رحمن بابا د يو عقيدتمن په حېث د خوشحال خان سره ملاقات کړئ وي خو د شعر مناظره که شوې وائ نو رحمن بابا يا خوشحال خان به ئې څه ناڅه ذکر کړئ وه، پاتې شوه هغه شعرونه چې په هغې کې ئې خوشحال خان ته اشاره کړې ده نو داسې شاعران کم و بېشي کوي چې د خپل پېش رو شاعرانو په شاعرۍ خپل اشعارؤ له فضيلت ورکوي لکه رحمان بابا د مرزاخان بېضاوي، انصاري او د مېرزا محمد عزيز ارزاني د شخړې په باره کې ليکي: خو ددې شعر له مخې رحمن بابا د مرزا انصاري او د محمد عزيز ارزاني هم عصر گڼل يا ئې ورسره شعري مناظره کول نه ثابتېږي ځکه چې مرزا انصاري په کال ۱۰۴۰ هجري کې شهيد شوی وه دغه وخت د رحمن بابا عمر تقريباً دوه کاله وه او مُحمد عزيز ارزاني په کال ۱۰۵۳ هجري کې وفات شوی وه، دغه وخت د رحمن بابا عُمر څوارلس کالا وه. يوه اختلافي خبره دا ده چې د رحمن بابا اولاد وه او که نه؟ د مېجر راورټي د تحقيق مطابق د لور د طرفه اولاد ئې په بهادر کلي کې اوسېږي او د رحمن بابا د ايکي يو ځوی له طرفه د رحمن بابا د اولاد سلسله ختمه شوې ده خو د رحمن بابا هغه اولاد چې د شعر په شکل دي چې تر څو پښتو په دُنيا ده دا اولاد به ئې تل تر تله ژوندئ وي او پښتانه به ئې تل يادوي. خو زه وايم: رحمن بابا د نورو پوهانو او اديبانو له ليده مېجر راورټي دا مُحقق هغه انگرېز دی چې په پښتو ئې دا احسان دی چې د پښتو شاعري ئې رابرسېره کړې ده. دده لومړئ کتاب په ۱۸۶۲ عيسوي کال کې په لندن کې چاپ شو چې نوم ئې د پښتنو د شاعرۍ نه انتخاب وه پکې میرزا خان انصاري، خوشال خان خټک ، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، کاظم خان شيدا، احمد شاه ابدالي، خواجه محمد بنگښ شاعري شامله وه. د هر شاعر په هکله يې مختصر حالات ليکلي دي. د رحمن بابا په باره کې ليکي: په پښتنو کې ملا عبدالرحمن بابا د ټولو نه زيات هردل عزيز او ټولو کې لوئ شاعر دی. د هغه شاعري د مذهبي او اخلاقي قسم شاعري ده. دده شاعري په عشق الهي تړلې ده خو په شاعرۍ کې ئې د سوزگداز يو داسې اور دی او داسې قدرتي او فطري سادگي ده چې له دې قسمه قدرتي ښايست او سادگي د فارسي ژبې د لفاظي اوضائع و بدائع نه ډکې شاعرۍ کې نشي بياموندلئ. مېجر راورټي چې د رحمن بابا په باره کې کوم معلومات ورکړي دي هغه بس افسانه ښکاري ځکه چې هغه په خپله وائي چې بس د وائي خبره ده. مېجر راورټي د رحمن بابا د انتخاب لپاره محنت وکړؤ او وائي چې ما د بېلابېلو وختونو شپېته نُسخې راجمع کړې. اشرف خان هجري اشرف خان هجري د خوشال خان خټک مشر زوی وو. هغه په ادب، وړتيا، لياقت، علم او مېړانه کې په کره ډول د خوشال خان څايناستی وو. پر ۱۰۹۲ سپوږميز هجري کال مغولي حکومت بندي کړ، ۱۴ کاله يې په دکن کې تېر کړل او پر ۱۱۰۶ سپوږميز کال په همدغه قېد خانه کې وفات شو. هغه يوه اوږده بولـله په دغه زندان کې ويلې وه چې د ټولو هممهالو شاعرانو يادونه يې پکې کړې ده. د رحمن بابا په اړه وايي: دغه شان نورو هم ډېرؤ کسانو د رحمن بابا په باره کې ليکلي دي لکه عبدالقادر خان خټک چې د رحمن بابا هم عصر وو د يو بل لپاره ئې زړونو کې درد هم وه. د يو بل غزلونو ځوابونه ئې هم ليکلي لکه رحمن بابا وائي: نو قادر وائي: دغه شان پير محمد کاکړ وائي. شمس الدین کاکړ هم لوی شاعر وو. هغه د رحمان بابا د شعر په اړه وايي: دغه شان مصري خان وائي: همدغه شان عبدالعظيم بابا وائي: يو بل غټ شاعر چې، په لومړي ځل په ۱۹۷۰ عيسوي کال کې د پښتو اکېډمي پېښور په محنت سره رابرسېره شو او د مېجر راورټي په وجه محفوظ پاتې شوی وو، ځان د رحمان بابا شاعر گڼي. د دې شاعر نوم نجيب دی دا هم د سربند دی او د رحمان بابا په اړه وايي: دغه شان ئې د رحمن بابا په غزلو خپلې غزلې ليکلې دي. لکه رحمن بابا وائي: نو نجيب وائي: رحمن بابا وائي: نو نجيب وائي: د رحمن بابا مشهور شعر دی: نو نجيب برملا وائي: قنبر علي يو ښه شاعر وه هغه وائي: رحمن بابا او اُستاذان شاعران خوشحال خان خټک: رحمن بابا: څومره يکسانيت دی څومره ښکلئ رحمن بابا د خوشحال بابا د شعر جواب ورکړئ دی. دغه شان قلندرخان قلندر يوسفزئ د ملاکنډ د اېجنسۍ د خانانو د معزز خاندان نه وه په ۱۱۰۲ هجري کې وفات شوی وه د هغه د غزل شعرونه دي: رحمن بابا ددې غزل په ځواب کې وائي: قلندرخان قلندر وائي: رحمن بابا وائي: دغه شان د خوشحال خان ځوی هجري متوفي ۱۱۰۶ هجري وائي: رحمن بابا او مجاز د رحمن بابا په باره کې دا ويل چې صرف يو نصيحت کونکئ شاعر وو ، د دُنيا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده . رحمن بابا د دې دُنيا اوسېدؤنکئ يو حساس او نازک زړئ شاعر وو ، په هغه د دې دُنيا حُسن او رشتو اثر اچولو ، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دي ، حال دا ده چې اکثر شاعري ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهي او عشق محمدي نه ډکه ده خو بيا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرگندېږي کومې جذبې چې د يو عاشق د دُنيا د معشوقې سره وي لکه چې وائي: رحمن بابا او دُنيا که څه هم چې رحمن بابا د کلي د مشر ځوی وه او د عزيز خان غوندې خان ورور يا تُربور ئې لرلو خو بيا هم رحمن بابا ددې دُنيا نه کناره کش وه او دا څنگه چې د آقا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې حديث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دينار او څنگه چې د حضور ص حديث دی الفقر فخري يعنی زما فخر زما فقيري ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنيا کې ددې دُنيا نه کناره کشي خوښه کړه او په جار ئې ووئيل: خو بيا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتي او خلقو به مالدار او شتمن گڼلو: د رحمن بابا ديوان د دُنيا نه په کناره او د رحمن بابا د قناعت په شعرونو ډک دی: باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د عبدالرحمان مومند شعرونه او بشپړ ديوان د رحمان بابا ديوان - دا وېبپاڼه په انگرېزي ژبه ده خو د رحمان بابا بشپړ ديوان په پښتو ژبه پکې پروت دی د رحمان بابا ژوند د رحمان بابا ژوندليک او نور مالومات عبدالرحمان بابا رحمان بابا په انگريزي ژبه د انټرلېټ بنسټ پښتانه شاعران د ډاکټر تنوير اورکزي وېبپاڼه د رحمان بابا کلام پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%BA%D9%81%D9%88%D8%B1%20%D9%84%DB%90%D9%88%D8%A7%D9%84
عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال په انګرېزي: افغان ډيپلوماټ، په ايران هېواد کې د افغانستان اوسنی سفير او د پښتو ژبې يو ډېر نامتو شاعر او لیکوال دی. نوموړی د خپلې ښې شاعرۍ او ليکوالۍ له امله په افغانستان او پښتونخوا کې ډېر مينوال لري. عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۰ د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ كې زيږيدلى دی. په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى. لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي. هغه نورې لوړې زده کړې په امريکا متحدو ایالتونو کې ترسره کړې دي. دندې ۱- د هنداره خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى، ۱۳۷۴ ل. ۲- د كابل پوهنتون د فرهنگي شورا مرستيال ۱۳۷۶-۱۳۷۴ کلونه. ۳- د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانگې غړى، ۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل کلونه. ۴- په كابل كې د جگړې او سولې د راپور جوړونې د انستيتيوت لومړنى كتونكى اډيتور او مسوول ۱۳۸۰ ل کال. ۵- په كابل كې د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې كتونكى او خبريال ۱۳۸۱ ل کال. ۶- د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانگې مشر او د دارالانشا وياند ۱۳۸۱-۸۲ ل کلونه. نوموړى په هېواد كې د بېړنۍ لويې جرگې لپاره د هېواد د ليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو منتخب استازى وو او د اساسي قانون د لويې جرگې پر مهال يې د دغې جرگې د مطبوعاتي چارو د سمون مسوليت پرغاړه درلود. عبدالغفور لېوال په افغانستان كې د قلم د نړيوالې ټولنې د ۹ كسيزې استازې جرگه گۍ غړى دى. همدا راز يې د ۱۳۸۲ ل ل كال د هنرمندانو د نړيوالې ورځې په وياړ د هېواد د ممتازو هنرمندانو په ډله كې د پښتو د ښه شاعر رسمي ستاينليك گټلى دى. چاپ شوي اثار يې ۱- مخه ښه او دوه منظومې، ۱۳۷۶ ل کال پېښور. ۲- ژړا، اور، مينه، د شعرونو ټولگه، د ۱۳۷۷ ل کال، پېښور. ۳- هوسۍ منظومه، ۱۳۷۸ ل کال، پېښور. ۴- ارشاك او اوشاس منظومه، ۱۳۸۰ ل کال، پېښور. ۵- د وريښمو تول د پښتو شعر د اوسمهالي بهير كره كتنه، ۱۳۸۱ ل کال، كابل. ۶- د ماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې، د ماشومانو د ادبياتو په اړه، ۱۳۸۱ ل کال، كابل. ۷- كله چې ته خپه شې د شعرونو ټولگه، ۱۳۸۲ ل کال، كابل. ۸- د نيلوفرو كيسې، راټولونه، د افغان ښځو په اړه د بېلابېلو ليكوالو كيسې، ١٣٨١ ل کال پېښور. له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي مسلكي مقالې يې د هېواد په مجلو او خپرونو كې. د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لپاره چمتو دي. اخځلیکونه د عبدالغفور لېوال بلاگ په ويکي شعرونه کې د عبدالغفور لېوال شعرونه د ودان افغانستان گوند وېبپاڼه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%A7%D8%AF%D9%8A%20%D8%B1%D9%8A%D8%B4%D8%A7%E2%80%8C%D8%A1
عبدالهادي ريشا‌ء
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي د کندهار ښار د دریمي ناحیې د ملا گلداد په کوڅه کې په ۱۳۰۲ لمريز کال دې نړۍ ته سترگي رڼي کړي دي. زده کړې ښاغلی رشا وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي . د کندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنگه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلگو د گټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په گټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په موسسه کنگره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرگو کي یې دکندهار دخلگو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنگه یې دقبایلو په عالي جرگه کي دکندهار نمایندگي درلودل . دپارلمان په اولسي جرگه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلگو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرگه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو . په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توگه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنگرې په غړو کي یې گډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توگه وتاکل سو. په ولسي جرگه پارلمان کي د ټولو مخالفو گروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه. په ولسي جرگه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د گټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توگه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې . ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ گونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملگری دئ ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانگ کانگ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تاشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننگراډ ته هم تللئ دئ . ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ . نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلگو ، ژبي او فرهنگ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانگه ډالۍ کړي . ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچۍ په ښار کې استوگن ؤ . نوموړی د ۲۰۰۹م.ز کال د سپټمبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د ورپېښي ناروغۍ له کبله په کراچۍ کې په حق رسېدلای. چاپي آثار پټي کرږي - داشعارو لومړۍ مجموعه ۱۳۷۳ ل- کراچي بېوسي - د اشعارو دوهمه مجموعه ۱۳۷۴ ل کراچي خواشینۍ - بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ ل کراچي خروښ - کوچني مطالب ۱۳۷۹ ل کراچي په افغانستان کي پردي لاسونه -سیاسي تحلیل ۵۰جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ ز- کراچي کرښپل - لنډ مطالب ۱۳۷۹ ل - کراچي یاغي اندېښنې - رباعیات - ۱۳۸۰ ل - کراچي بېړنۍ لوجرگه - ۱۳۸۰ ل - کراچي د کندهار ښار - ۱۳۸۱ ل - کراچي افغانستان چا خراب کئ؟ - ۱۳۸۲ ل - صحاف نشراتي موسسه د پښتو اصطلاحاتو یوه برخه - ۱۳۸۲ - کراچي ښځي او اقتصاد - ۱۳۸۲ ل -کراچي کان طلا - ۱۳۸۳ل- کراچي د پوښتنو جوابونه -لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ ل- کراچي د پوښتنو جوابونه - دوهمه برخه- ۱۳۸۳ ل - صحاف نشراتي موسسه د پوښتنو جوابونه دریمه برخه - ۱۳۸۳ ل - صحاف نشراتي موسسه د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد - ۱۳۸۳ ل کراچي گدړۍ - د خپرو سوو نوشتو څخه گل گل - ۱۳۸۳ ل - کراچي سپیني خبري ۱۳۸۴ ل کراچي بېلابېلې متعددې مقالې او اشعار يې په جرایدو کې هم نشر شوي دي ناچاپه آثار مړانه - د یوې حادثې حقیقي جریان متلونه - نژدې ۳۰۰ متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کې بد شگون - بد فال، شوم او نحس خبرې، چي ښځې عقیده وباندې لري. په یوې کتابچه کې د یوې کوچنوټي کتابتون سره لادرکه شوه. تر سلو ډېر شعرونه باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د عبدالهادي ريشا شعرونه پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%D9%86%DA%AF%20%D8%AC%D8%A7%D9%86
ملنگ جان
په ۱۲۹۳ کال کې د ننگر هار د بهسود و په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتگ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننگر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادیوه . دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین ملنگ جان دعبدالشکور زوی ده ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی او پوله پټی یې دتر بگنیو له لاسه ورته باتې نشو اوپه ۵ کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بی څخه دمسافرۍ غیږی ته لویدلی او دکامې ړلسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه دجلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله دعسکری دوره تیره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وز او دپوره نوم څښتن شوی و. په کال ۱۳۳۲ه کې دکابل رادیو ديشتو مو سیقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بیرته ۱۳۳۳ کې گو ښه کړی شو او بیا بیر ته ۱۳۳۵هکال همدغی دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پایه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر و حتی خپل شعر یې هم نشوای لیکلای ،خو په کال ۱۳۲۸هکې دسردار محمد داود لخوا ورته یو دلیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلای او لو ستلای شول . په ۱۳۳۶هکال هغه و چې ملنگ جان دخپلی کډې سره او دري نیم کلن ما شوم دوا جان یې هم په غیږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ لیچونوکې بری گاډی واوښت چې لو مړۍ یو بل سړی او ورپسی ملنگ جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړی بچ او ملنگ جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غیږی ته وسپارل او له پا نې دنیا نه یې تل ستر گې پټي کړي .ښایې چې دا به دتقدیر کر ښه وې او دملنگ جان په هغې دعا به ملا یکو آمین کړی وې لکه چې وایې : ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه واور له ما ملنگ جان گرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو دملنگ جان ژوند ته دپای ټکی ایښودل کیږي او دبهسو دو دچمیار کلۍ په پلارنۍ هدیره کې خا وروته سپارل کیږی روح دی ښادوې او یادی تل وې ملنگ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د ټبر یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات دمحیط او بشر په ژبه څر گند کړي دي. زمونږ دملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قا لب کې داسي ځای کړی دی چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هیڅکله به هیر نشی. عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه گاللی دي یعنې دملنگ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجرو بې یې طی کړیدي ، ډیر مو ضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنکونه یې خپل کړی دی ،خو کله چې ملنگ جان پر دی ډگر ور گډشو ،نو عا میانه شاعرۍته یې هم دتر نگ او داهنگ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ. ملنگ جان دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې دژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنگونو کې یې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرگیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنگامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنگ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنگ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی . ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب النبوغ او عقبریت کې ملنگ جان یو نابغه بللی دی. ځکه ده زده کړې نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو گه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه . دی ځوانو شاعرۍ یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره گټوره پا نگه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر گۍ نه یوازی دی ځوانیمرگ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرگه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي. ملنگ جان دپو هانو له نظره د داخلی پو هانو له نظره کله چې مرحوم ملنگ جان دمرگ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډیو یو ځانگړی پروگرام خپورکړ چې دښاغلی پتان لخوا معرفی شوی و وروسته دهغه ځنی دنو موړۍ په باب یو لړ مشرانو پیغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دریس سید قاسم رښتیا ، صدراعظم پیغام چې هغه هم دملنگ جان مړینه دافغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله په همدی تر تیب نورو خلکو هم دغه راز پیغامونه واورول لکه : دکوټۍ دیو ستر مشر پیغام چې نوم یې نه دی څر گند ، دحمزه شنواری لخوا ، میرا جان سیال او داسی نور . ددی سره دلری او برۍ پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو د نظم او نثر له لاری خپل نظریات وړاندې کړی دي او دده احساس او ستاینه یې پخپلو لیکنو کې راوړې دی لکه عبدالله بختا نی چې دملنگ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسی لیکی : مرحوم ملنگ جان په عمل او وینا کې ډیر عفیف ، صر یح او صادق انسان و،په وینا کې دصراحت نه بیغر ظرافت هم درلود . همداراز پوهاند محمد ضمیر ساپی ملنگ جان د یو مبتکر شاعر په حیث پیژنې . دهیواد یو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم دملنگ جان دشعی استعداد په باب خپل نظر څر گند کړی او وایې : در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقیقت ا به قدر تا ثیران نبا شد نما ینده استعداد وی در شعرات واگر با شد دلیل بر علوا احساسات وی است که حتماٌ شما یان احترام است زمونږ دهیواد یو بل تکړه لیکوال او شا عر گل پا چا الفت دملنگ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسی لیکی : ۰۰۰ دده خوږی نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډیره ستره برخه لری ، دساز او سرود په دنیا کې نوی تال پیداکول دده کاروه ، غمونه هیرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ ددی سره سره محمد ایوب اڅکزی ديښتو نستان په تحریک کې دملنگ جان ونډه له پا مه نه غورځوی او ديښتو نستان په تحریک کې د ژوند دپیداکولو په خاطر تل دملی جذباتو ناز رانی ورکړی دي . همدارنگه زیات شمیر لیکوالانو لکه : محمد گلاب ننگرهاری ، غلام حبیب نوری موسی شفیق ، مرخوم عبدالباقی با غوانیوال ، محمد شریف شریف ، عبد الروف قتیل ، مولوی محمد صدیق ، داړرشاه لیوال او مو لا نا قیام الدین خادم هم دمر حوم په مرگ با ندې خواشیني څر گندي کړی دي او دملنگ جان په اشعاروکې د قوم بیدارۍ ته اشاره کړۍده او وایې :۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قومیت اوهم دبیدارۍ پیغام۰۰۰ ۰۰۰ دده په مرگ عموماٌ پښتا نه ،ادبی ،موسیقی او ملی محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمگین شول ۰۰۰ له بل پلوه دننگر هار ادبی او ثقا فتی پښتو میاشتنۍ مجلې ۱۳۳۶ه،شکال اتمه گڼه دده مړینه ته ځانگړې شوېوه چې دیو شمیر پو هانو لیکني يکې نشر شوی او دزیت شمیر لیکوالانو لیکنۍ تری پاتي شوي لکه :غلام نبی شنواری ، حبیب الله کاریزی ،محمد کریم ، محمد مونس مالیار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بیدار اوداسی نور و لیکوالانو لیکنی وې ۰ ۱ واجد، عبدالواجد ، دملنگ جان په اشعارو کښی د هیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال ۱۳۸۳ه لمریز ددې سره سره یو بل خوږ ژبی لیکوال رحیم جان جو هر ملنگ جان ته دمو سیقۍ دجهان معمار او همدارنگه یې دده په مرگ دمو سیقۍ جهان وران گڼلی دی دی وایې : ملی شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره ! دپښتون دموسیقۍجهان شو وران درپسې تر ځنکدن نه غلی نشوې دغیرت له چیغو ځکه تمام پښتونخواکوی لو لان در پسې ملنگ جان دخارجي پو هان نو له نظره په رښتیا سره هم دملنگ جان خوږي نغمي همداسی خوږی وې داخو پریږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بیت درلود ،کله چې دده خوږي نغمی له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زیات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمی نظر وکتل شو او دبهرنیو پوهانو تو جویې ځانته واړوله ، دلته دشوروی اتحاد دځینو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروی اتحاد دعلومو اکاډومۍ دایشیایې ملتونو دانستیتوت علمی کارکوونکی او دافغانستان دپښتو ټولنی افتخاری کارکونکی استاد نیکو لالی او ریانکوف پخپله یوه څیړنه کې چې عتوانیې دی دافغانستان مسله او افغاني شعرونه کې دملنگ جان داشعارو په باب داسی لیکی: دځوانیمرگ ملی شاعر ملنگ جان دتو جه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو دارتقا سره ارتیباط لری .بې مبا لغی ویلی شو چې دغه لوی شاعر چې دولس نه پورته شوی دی دافغانستان او پا کستان دننی سرحد ددواړو خواوپښتنو په منځکې فوق العاده نومیالی شاعرده چې په همدغه سبب یې پخپلو سندروکې خپل شاعرانه استعداد دملی هدف په خدمت کې وښود ۰۰۰ یوه بله روسۍ لیکواله میرمن گراسیمو او ښا غلی گیرس پخپل کتاب دافغانستان ادبیات کې چې د شفا هی ادب په باب یې لیکی دی دملنگ جان سندری هم راوړی دی او وایې چې کله مونږ دملی شفاهی ادب به باب خبري کوو نو مجبور یو چې دملنگ جان سندريهم پکی راوړو اویادونه تری وکړو بل یو پوه کو ختیف هم یو کتاب دافغانستان بیو گرافی په نوم لیکی اودملنگ جان په باب یې معلوماتورکړي او دی دافغانستان یو ملی شاعر بللی دی ددی سره سره یو بل عالم ښا غلی انا کاو سوف افغانستان ته راغی اوخپل خا طراتې په ازبکی لیکلی چې دښاغلی یاکوف کوزولو فسکی لخوا په روسی اړول شوی چې دیوی مجمو عی عنوان یې دملنگ جان سندره ده او دغه بختانی صاحب په پښتو نظمکړیده: دغه زړه دی که فرهار دی ؟ دغه زړه دی که فرهار دی؟ دازما پدی سینه کې دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ ای اسمانه !مهرباشه نو په مینه په توندۍ په یو متحده چالاکۍ په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپیره کنده په سپیره او تشه کنده ښا غلی ملنگ جان دغه څه شی ؟ ده څه وایې ؟ له کوم ځایه ؟ دا څه وایې ؟ ځواب ته دی لیوال یم . په ټولو گران چې ځغلوی ډک له ویاړه ملنگ جان دغه څه شی ؟ له کوم ځایه ؟ زارشه زارشه راته وایه ! له سپینو سپینو وریځو ځغلوی او بیا ژړیږي دده اوښکه نه پټیږ غښتلی ملنگ جان ۲ ۲ واجد،عبدالواجد، دملنگ جان په اشعارو کښی دهیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال ۱۳۸۳ ه لمریز دملنگ جان داشعارو ډولونه دفورم له مخی دملنگ جان داشعاروډولونه په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقلید یو نوی شی دی ، جې دعربی او فارسی ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومې ، زمونږ شفاهی ادبیات زمونږ په تاریخ کې هغه فصل دی جې دقومیت او ملیت ډیر علی سجا یاووڅخه نماینده گې کوی او دزمانی په تیر یدو سره دیوی ژبی نه بلی ژبی ته تللی او انعکاس یې مو ندلی او دهیواد ټولو اوسیدونکو ته یې تا سیرات بخلی دی . همدغه سبب دی چې اوازونه یې ډیر خواږه او الها مات یې ډیر ساده و خو یو خصو صیت چې زمونږ په قوم کې یې لری هغه زمونږ دشعر او ادب سندریز فورم ده چې ډیر قوی دی ملنگ جان دغه سندریز فورم بیا را ژوندی کړی او روح یې پکې پو کړی . دقوم او قبیلو حال او احوال نه یې رښتییاني الهامات دقوم او قبیلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغانی ټولنه کې یې محبوبیت پیداکړ . خو دملنگ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربیتو ، لوبو ، او بگتیو باندې ویشلای شو ، دا ځکه چې له یوی خوادازمونږ دشاعرۍ دودیز فورمونه دی او له بلی خوا داوسنی شفاهی سندرودود هم دی .ملنگ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملی عنعنوی فورمونو څخه ډیره ښه ا ستفاده کړیده او پوره کار یې ورڅخه اخستی دی او دده شاعرۍ اساسی منبع دپښتو هغه ملی اوشفاهی اشعاردي چې تل په دی وروستیو کلونوکې د ننگرهار په حجرو اودیروکې دسنذرغاړو له خوا ویل کیدل،خو په هر حال دملنگ جان دخپل فطری استعداد په واسطه کولای شول چې دموضوع په لیدلو سره سم دستی شعر وایه او اشعاریې داسی په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کی پاتی وې. د ملنگ جان آثار خو هغه څه چې له ده ځنی راپاتې دي یعنی په خوږي نغمۍ چې راغلی دی په لا ندې ډول دی ۳۱ چاربیتي ۴۰ لوبي ۶ بگتي ۶۰غزلي او ۳ مقامونه او له دی څخه داسی ښکاری چې ملنگ جان دپښتو فلکلوریکو اشعاروله ډولونو سره په پیژند گلوی کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پریښی دي . دملنگ جان داشعارو سبک داخو څرگنده ده چې هر شاعر یا لیکوال ځانته یوه لاره او ځانته یو لیک لری او دهمغی په خوا باندې روان وی . ملنگ جان هم یو له هغو شاعران ځنی دی چې ده خپل اشعار په یو نوی سبک با نې بنا کړل ، نه یې درحمان بابا نه یې دخو شحال حټک ، نه یې حمید مومند پیروی وکړه اوده یوازی اویوازی خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وویل او ځلمیان یې داشعارو په زور را وپارول . دملنگ جان په اشعاروکې عشق او تغزل یو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دی اوده دغه دواړه دلرغونی عنعنی تاسیر اوخپل هنری ذوق پر بنا داسی سره گډکړی دی چې یو نوی سبک یې رامنځته کړی دی داهم ویلی شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مینه ، دمعشوقو مینه او دوطن مینه ښه سره یو ځای کړی ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شی شاعر کیدای ، بلکی هغه څوک شاعر کیدای شی چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وی ، خو ملنگ جان کې دغه حصو صیت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردی دملنگ جان داشعارو مېنځپانگه دملنگ جان اشعار خوږي نغمي که څوک ولولی نو په څرگند ډول به ورته معلومه شی چې ده پخپل شعر کې څه شی ځای کړی او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شی گڼل شوی دی . ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړیده اوازادۍ یې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره گڼلی ده .ځکه وایې: انسان ازاد پیداشوی او حق لری چې ازاد ژوند وکړی او په دی باند ی ټول پوهیږوچې ازادۍ یو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتی ده ، او که داسی نه وې هغه دخوشحال خان خبره : مرگ په سل ځله بهتر دی ترژوندو نه دعزت سره چې نه وی زیست روز گار ۳ په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره راڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مین وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرگندیوې او دنامه سره هر هیوادوال تشناوې او پیژنو یې هغه ملنگ جان دی .دملنگ جان هره غزله نه یوازی په زړونو منگولی لگوی بلکی دویښتیا ځواک هم ورسره شته دی او شعرونه یې داولس نه راوتلی او داولس دذوق ممثلدي نوځکه ډیر ژر یې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند . ده په غزل او تغزل کې دخپلی خاوری مینه اوخدمت ښه ځای کړی ،او به خورا هنری ډول یې وروزل ، او څرنگه چې دی په لر غونې او معا صر ادب نه پوهیده، خوبیا هم دلرغونې عنعنی تاسیر او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولی و ددغی خبری ثبوت دلاندې بیتو څخه ښه څر گندیږی : پتنگ دبلی شمعی یاردی بلبل دگلو خریدار دی دلیلا دوی سترگې مجنون پیژنی دازادۍ قیمت پښتون پیژني خو ده پخپلو اشعارو کې نه یوازی ازادۍ ځای کړی بلکی ده نور هړخونه هم څیړلی لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زیات ځای ورکړی دی او دی دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلاری فداکار او دپښتون دترقی ارزومن و دملنگ جان اشعار دپیل نه تر پایه پوری دوطن سره دمینۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوی ده او خپل هیواد وال یې اتفاق ، اتحاد او یووالی ته رابللی دی او تل یې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد یې پښتنو ته دمبارزی درس ورکړی لکه چې وایې: زه پښتون یم پښتنی یم زیږولی دپښتو په کارو بار یم پوهیدلی ماته شوی په طفلۍ کې داوصیت دی پلار نیکه مو تیر کړی حقیقت دی دخیبره تر اټکه مې وطن دی وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دی او تر اخره همداسی . بل داچې دملنگ جان داشعارو محتوا دده مینه او محبت هم ده ، خو دغه مینه اومخبت دا یوه معلومه مینه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسی منغ هغه غوامل دی چې دهما غه وخت او زمنۍ شرایطو به ده باندې نازل کړی و. دبې وسۍ ، غربیۍ ، او خودارۍ څپیړې دی په چیغو راوستۍاو په پای کې دهیواد دسندریزی فضااو دپښتو دفلکلوری او اولسی ادب دسندرو اونغمو دتاسیراتو په اساس دده چیغو او فریادونو دغزل ، بگتۍ ، مقام ، ۰۰۰ په واسطه ښکاره کړی دي . دی وایې دلیلا په دوه سترگو مجنون پوهیږی اودده مینه او محبت فقط او فقط دلیلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لری، ځکه یې له درده دافسوس اوښکي توی کړی دی کله یې دیار سترگوته اوښکي تللی اوکله یې خپل قوم ته : دافسوس اوښکی مې ځی لکه اورونه ماته مې یار راکړل دزړه په سر داغونه بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا یې څرگنده وې هغه انتقادی اړخ دی .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاریخ .خپل کلتور او دودونو تر اغیزی لانې وې، هر څوک دخپلی زمانۍ بچیدی ، څه چې یې له دغو منابعو ځنی اخستیی وی هغه بیرته ورکوی او څه چې یې اوریدلی وی هغه بیرته وایې . شاعر دخالی زړه خاوند دی ، هغه داځواک لری چې له پیښو داسی انځورجوړ کړی چې دخلکو زړونو سره بو گتونکی واقع شی . دملنگ جان دغه اشعارودخلکو دپوهی او تنویر سره زیاته مرسته وکړه او دده داشعارو گرانښت سبب همدغه انتقادی اړخ دی لکه چې وایې : نور دصبر طا قت نه وینم ځان کې بې خودۍ را باندې بیا کړی اسردی چې نظر مې شو روزگار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځی خپل ځان ته نور دصبر حولی کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولی نه دافریاد شو زه دی خپلی پښتو لره حیران یم تش په تشه کړی دعوه چې زه افغان یم پښتنواله هسی خیریوې پښتوته چې په کورکی ماتول خپل مړوندونه نه دالاره دپښتو نه ده غیرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده او تر پایه پوری .همدارنگه ددی سره سره ملنگجان فلکلور یکو کیسو ته پخپلو اشعاروکې ځای ورکړی او ملنگ جان دټو لنی دیو فرد په حیث دخپلی ټولنی دکړو وړو څخه متا ثر دی او په دی تو گه نه یوازی خپل تاسیر ښکاره کړی بلکه خپله ټولنه یې هم انځورکړی ده او دغه واقیت مونږ ته دده له یو شمیر هغو انځورونو څخه ښکاری چې دکیسو په بڼه په نظم را پاتی شوی دی لکه چې وایې : سلطان نومي امیر په حکم دقدیر لښکر یې ټول بهیر دتخت دپاسه نا ست و تمام کار یې سر برا و سلطان نو مي پادشا ه و سلطان ووت له کوره روان شوپه یو لوری قدرت ته درب گوره بیا وخوت دغر سرته سلطان شو اندیښنه کې په تیره زمانه کې او تر پایه همداسې .دلته همدومره کفایت کوی ددی لپاره چې مو ضوع نوره اوږده نشی .خونه دیوازی ده دغه کیسي راوړی دی بلکه په فلکلو ریکو کیسو ، چار بیتو ، داستانونوکې هم ده دخپل وطن سره ښودلی ده . باندنۍ تړنې د ملنگ جان وېبپاڼه په ويکي شعرونه کې د ملنگ جان شعرونه پښتانه شاعران پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D8%B3%D9%86%20%D8%AD%D9%82%D9%8A%D8%A7%D8%B1
محمد حسن حقيار
محمد حسن حقيار د ښاغلي جان گل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی . دی د پیر سيد احمد گيلاني د ډلې غړی دی . برسېره پر ځانگړو ژباړو د انټرنټ په مټ په رازو رازو افغاني پاڼو کې سياسي شننې او تبصرې لیکي . زده کړې ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق رض له انستېتيوت څخه په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري ترلاسه کړې دي. له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى او ددې تر څنگ يې په بېلابېلو وختونو کې گڼ شمېر روغتيايي او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي . د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلگونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي . ښاغلي حقيار خپلي زده کړي د قضا او قانون په برخه کي د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي . دندې له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٥ پورې دننگرهار دبرېښنا رياست دخدماتو لوى مدير او دننگرهار دعلماءو دشورى غړى . له ١٣٧٥ تر١٣٧٦ داطلاعاتو او کلتور دوزارت دخپرونو دلوى رياست مرستيال او دبهرنيو خپرونو دارزيابئ د کمېسېون مشر . له ١٣٧٦تر١٣٧٧ په مافوق رتبه بست کې دکانو او صنايعو دوزارت دجيولوجي او علمي تحقيقاتو دانستيتيوت لوى رئيس . له ١٣٧٧ تر ١٣٧٩ دهمدي وزارت مالي او اداري لوى رئيس او دکتاب مجلې مسؤول مدير . له ١٣٧٩ تر١٣٨٠ پورې دجنوب لويديځ زون دهرات او شاوخوا ٦ ولاياتو دکانو او صنايعو لوى رئيس له ١٣٨١ تر ١٣٨٣پورې دملگرو ملتونو دبشر داستوگنې کارکوونکى . له ١٣٨٣ تراوسه دافغان وطن گوند دسياسي کمېټې مشر او دپژواک خبري آژانس همکار . ناچاپ اثار - ښځه په اسلام کې - په دوه ټوکو کې تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٧٤ - کورنى ژوند - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٨٠ - کورنۍ فقه - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٧٨ - د منبر غږ - د مشرانو ويناوې - د چاپ کال ١٣٧٩ - ښځه او اسلام - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٨٠ - د سباوون وږمې - شعري ټولگه - د چاپ کال ١٣٧٨ چاپ ته چمتو اثار سور تعويذ - د لنډو کيسو ټولگه د ښيښې زړه - د شعرونو ټولگه موسيقي او اسلام - تحقيقي د شريعت د تورم او بدلون تيوري - تحقيقي لنډه رساله سپېڅلې وړانگې - په مطبوعاتو کې خپرې شوې تحقيقي او تحليلي مقالې سرچينې باندنۍ تړنې پښتانه پښتانه ليکوال افغاني ليکوال افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B4%D9%81%D9%8A%D9%82%20%D8%AD%D9%82%D9%BE%D8%A7%D9%84
محمد شفيق حقپال
محمد شفيق حقپال وردگ دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردگو ولايت د نرخ ولسوالۍ د كريمدادو د قريې د مارخانې په كلي كې زيږيدلى . زده كړي لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې د كابل د برېښنا د تخنيک په څانگه كې پاى ته رسولي دي . دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردگو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانگه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجگړي نړيوال انستيتوت ، دملگروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانگوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل گونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولگه يي نوى خپره شوې . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي . دندې دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې گڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اډيتراوقلمي همكار په توگه كار كړى . دغه راز يي ليكنې په يوشميرملي اونړيوالو ويب پاڼو كي هم خپرې شوې دي . محمد شفیق حقپال دکابل دتخنیک ثانوی په مسلکی ښوونځي ، دپيښور دافغان سیدجمال الدین ، دمیدان وردگو ولایت دخالد بن ولید په لیسو کې دښوونکې په توگه ، په باختر اژانس کې دسیاسی مفسر، ملی راډیو تلویزیون کې دویاند، په ای دبیلو پی ار کې خبریال، او یوشمېر نورو ادارو کې دندې ترسره کړی دی. چاپ شوي اثار د هيلو غوټۍ - شعري ټولگه پرآروایی ستونزو بری کتاب دقران کریم علمی اعجاز ژباړه اوسنی عصر او دمسلمانانو دندې باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د محمد شفيق حقپال شعرونه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%85%D8%B9%D8%B5%D9%88%D9%85%20%D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9
محمد معصوم هوتک
محمد معصوم هوتك په انگرېزي: د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى . زده کړې لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولگي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ودانۍ انجنيرۍ په څانگه کې په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړې د ناروغۍ له کبله نيمگړي ترې پاته شوې، تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست . د دې ترڅنگ يې ديني زده كړې هم كړې دي. د تاريخ په برخه کې هم لیکنې او تبصرې کوي . دندې رسمي دنده يې د كندهار په ختيځ لېسه كې د ښوونكي په توگه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانگو كې هم يو لړ دندې درلودې. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د څرك په نامه هم خپاره شوي دي. د ښاغلی معصوم هوتك شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي. په جلا وطنه چاپېريال كې د فرهنگپالو او فرهنگيالو افغانانو ترڅنگ ښاغلی هوتك هم ځينو هڅوبي فرهنگي غونډو کې برخه اخلي . په خپله هم خپلو ادبي او فرهنگي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي ېې دي. ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د خپلې کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي . چاپ شوي اثار سرامني اوښکي ــ شعري مجموعه ـــ ١٣٦٩ ل ١٩٩٠ ز. کراچي پاشلي ويناوي ــ د مولوي صالح محمد هوتك ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل ١٩٩٠ ز. کراچي يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زما د مور پلار دئ د ميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل ١٩٩١ ز. کراچي پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل ١٩٩٦ ز . ټورنټو احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل ١٩٩٦ ز . ټورنټو ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل ١٩٩٨ ز . صحاف نشراتي موسسه پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش ٢٠٠٠ ز. دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ل ٢٠٠٣ ز. صحاف نشراتي موسسه درنه کورنۍ دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ١٣٨٣ ل ٢٠٠٣ ز. دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز د پولادي اميرترسيوري ندي ـــ دفرانک مارتين ليکنه ــ پښتوژباړه ـــ ١٣٨٣ ل ــ دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني بحرالعلوم ــ ددوست محمدخټک ـــ لومړی ټوک ـــ سريزه ــ سمون اوحواشي ــ ١٣٨٣ ل ٢٠٠٤ ز. صحاف نشراتي موسسه روڼي شپې ـــ شعري مجموعه ــ ترچاپ ندي ـــ صحاف نشراتي موسسه شين سترگي مستخدمين په افغانستان کي ـــ څوقسطه په گوربت مجله کي ــ په کتابي بڼه ترچاپ ندي ــ صحاف نشراتي موسسه ملاامير ديوان سريزه ، ترتيب ، تحشيه دکندهارمجلې ضميمه چاپ ميرويس نيکه- دارواښادعبدالروف بينوا،سريزه ، تحشيه اوله سره کتنه دافغانستان دکلتوري ودې ناچاپ اثار د لوی احمد شاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه د هوتکونوميالي ـــ د بې ادبه ادب څېړنه پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه د غره او د وره ژوندپېښي کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ٣ ټوکه د افغانستان انتالوجي ١٠٠٠ مخه ټايپ سوې نسخه يې دبيهقي کتاب چاپولو په موسسه کي خوندي وه .اوس يې حال نلرم . کندهاري سرداران دمخلص کندهاري دکلام لغوي ز يرمه ساندي مرثيې تتمه البيان دسيدجمالدين افغان- سريزه ، تحشيه دکندهارياداښتونه دوه ټوکه دعلامه رشاد، ترتيب ، سريزه اوبشپړ وني .صاحبزاده عمرجان دشمس الدين کاکړ دې وان سريزه، تصحيح ، لمنليکونه ، لغتنامه دلويديځي لهجې لغتونه سرچينې د محمد معصوم هوتک ژوندليک - حبيب الله غمخور - لراوبر.کام باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د محمد معصوم هوتک شعرونه پښتانه پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغانان افغاني ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B5%D8%B7%D9%81%DB%8C%20%D8%B3%D8%A7%D9%84%DA%A9
مصطفی سالک
مصطفی سالک د ننگرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي . نوموړي د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توگه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانگې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي . مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده . د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولگه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري . ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي : زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وگړي چې دملیت په وړاندې قام غوره گڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننگرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننگرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرگندول وي ، گنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال گڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننگرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالگرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني گنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولگي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انگلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر گوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ . چاپ شوي آثار د طاووس بڼکه -- شعري ټولگه سندریزې چینې - شعري ټولگه منشور - کره کتنه پاتې شه باران دى ناول وخیمه ما از سایه همابود - فارسي شعري ټولگه پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%AC%D9%8A%D8%A8%20%D9%85%D9%86%D9%84%DB%8C
نجيب منلی
نجيب منلی روکړه د ۱۳۳۷ لېږديز لمريز کال د غبرگولی ۹ په انگرېزي: يو افغان پښتو ژبی ليکوال، اديب، شاعر، ژبپوه او ساپوه دی. مخينه نجيب منلی د زين الله منلي زوی، په ۱۳۳۷ ل کال په کابل کې زېږېدلی، خو پلرنی ټاټوبی يې د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کان کلی دی. نجيب منلي خپلې لومړنۍ زده کړې په کان کليوالي ښوونځي کې پيل کړې، بيا يې د کابل په استقلال لېسه کې تر دولسم ټولگي پورې زده کړې وکړي. هغه خپلې لوړې زده کړې په فرانسه کې سر ته ورسولې. هلته يې د پاريس له يوولسم پوهنتونه په زمکپوهنې څانگه کې د ماسټرۍ تر کچې ترسره کړې. همدا راز يې د پاريس د فنونو او مسلکونو ملي مرکز څخه د ساپوهنې په څانگه کې ماسټري اخيستې. د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو ملي انستیتوت څخه يې د عمومي ژبپوهنې په څانگه کې زده کړې وکړې او بيا يې د کمپيوټر په څانگه کې د پراجيکټ منېجر مسلکي ديپلوم تر لاسه کړ. منلی په پښتو، دري، فرانسوي او انگريزي ژبو پوهېږي او د روسي، جرمني، عربي او اردو سره هم لږه ډېره اشنايي لري. دندې د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو ملي انستیتوت، د پښتو ژبې تدریس. - بېلابېلو خصوصي شرکتونو کې د سافټویر انجنیر. - د پاریس په یوې سیمه ییزې راډیو کې د خپرونو جوړوونکی او وړاندې کوونکی. - د افغانستان د جمهوري ریاست د د فتر د نړیوالو مراسلاتو لیکونکی. - د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سلاکار. - د مالیې وزارت سلاکار. نوموړی په افغانستان کې د هېوادمشرۍ رياست د دفتر د نړېوالو مراسلاتو ليکوال او د اطلاعاتو او کلتور او د ماليې وزارتونو سلاکار پاتې شوی. ليکنې اورونه زنځیرونه پښتو شعري ټولگه د ۱۳۸۷ ل کال کابل چاپ. . - د پښتو شعر عروض په فرانسوي ژېه څېړنيزه مقاله. په فرانسه کې چاپ شوي د نړیوالو ادبياتو قاموس لپاره د پښتو او دري ادبياتو په اړه ليکنې. د ايران پېژندنې فرانسوي انستيتوت کالنۍ خپرونې لپاره د پښتو ژبې او افغانستان په اړه د نژدې سلو کتابونو او مقالو پېژندگلوي. څڼې او د محبوبې کلا په فرانسوي ژبه د پښتو د اولسي کيسو ټولگه. لندی شعر مردمی پشتو په نيويارک کې چاپېدونکې ايراني مجلې ايران نامه ته په فارسي ژبه د لنډيو پېژندنه او د نژدې پنځوسو لنډيو ژباړه. کتاب فروش دري شعري ټولگه کابل ۱۳۸۸ د هېواد بېلابېلو خپرونو کې خورې ورې مقالې ژباړې افغاني شعرونه د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه. د شپږينځوسو لنډيو فرانسوي ژباړه. د سباوون په تمه د عبدالباري جهاني د شعرونو ټولگه. د نارنج مربا د صفيه حليم د لنډو کيسو د ټولگې نیمگړی انځور فرانسوي ژباړه. د افغانستان سره تړلو ځينو مجلو لپاره د پښتو او دري شعرونو ژباړه. د پښتو شعر د یو غورچاڼ فرانسوي ژباړه . فرانسوي پښتو لغتنامه : تقریباْ ۱۵۰۰ کلمات . د پښتو معاصر شعر بېلگې انگرېزی ژباړه کابل ۱۳۸۹ د افغاني شعر انځور: په فرانسوي ژبه د افغاني شعرونو ژباړه کابل - ۱۳۸۷ چترۍ د فرانسوي لنډو کیسو پښتو ژباړه کابل - ۱۳۸۷ . . باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د نجيب منلي شعرونه سرچينې پښتانه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%AC%D9%8A%D8%A8%20%D8%B9%D8%A7%D9%85%D8%B1
نجيب عامر
نجيب عامر په ١٩٧٩ کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک کې زېږېدلى . اصلا د ننگرهار ولايت اوسيدونکى دى او دا مهال په پاکستان کې استوگنه لري . زده کړې نوموړي د پاکستان د پېښور پوهنتون څخه د ژورناليزم په څانگه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي . دندې د ٢٠٠٣زېږدي کال راهيسې د سيمې څخه د ازادۍ راډيو له پاره راپورونه چمتو کوي . چاپي اثار درې شعري چاپ شوي ټولگې لري چې نومونه يې په دې توگه دي .اغلی عامرکله نا کله ژباړې هم کوي. د چينارو لاندې منگيه د نرگسو غاړکۍ د نيمو شپو خبرې ...... د پاچاهۍ آخري ورځ ژباړه پښتانه شاعران پښتانه لیکوالان پښتانه خبريالان کندهاریان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%B4%D8%B1%20%D9%86%D9%88%D9%8A%D8%AF
نورالبشر نويد
نورالبشر نويد زوکړه د ۱۹۵۶ زږېديز کال د فبرورۍ ۱۲ د پښتونخوا يو پښتو ژبی ليکوال او ژورنالسټ دی. مخينه نورالبشر نويد د ۱۹۵۶ زېږيز کال د فبرورۍ پر ۱۲ د رشيد آباد ترو په کلي کې نړۍ ته راغلی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې کلي کې ترسره کړي. له ماشومتوب څخه يې د پښتو ژبې سره يوه خاصه مينه درلوده. د دې تر څنگ يې د پښتنو د ويښولو په موخه د سياست ډگر ته هم ورودانگل، خو د سياست په ډگر کې يې له قلم نه کار واخيست. دندې نوموړی يو بريالی ډرامه نگار، د کالمونو ليکوال، شاعر او يو فعال ژورناليست دی. ښاغلی نويد له پېښور څخه خپرېدونکې مجلې ليکوال مشر او چلوونکی هم دی. د هغه ليکنې په وحدت ورځپاڼه کې خپريږي، چې د ماته غوږ شه د سرليک تر نامه د ورځنيو چارو سره سره سياسي، علمي او فني شننې، گروهې او نيوکې پکې وي. چاپي آثار مشالونه د شعرنو غونډ. ماته غوږ شه په دوه ټوکونو کې د نثرونو ټولگه. وطن يا کفن د افغانستان د پخواني هېوادمشر ډاکتر نجيب الله په اړه ليکل شوي نثرونه. ناچاپه آثار د شعر بېلگه دا زما په سر کښې د پښتو نشه کهٔ کفر دی دا پښتون تندی به ستا جنت کښې ماتؤمه زهٔ ـــــــــــــــ ما د تیارو دښمني داسې ؤکړه زهٔ خپل احساس سوزؤم اور کؤم مرگیه! تهٔ مې هم وژلی نهٔ شې زهٔ د ملگرو خلو کښې شور کؤم پښتانه ليکوال پښتانه شاعران پښتانه ډرامه ليکونکي پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%B5%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AD%D8%A7%D9%81%D8%B8
نصرالله حافظ
نصرالله حافظ ۱۳۱۰ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ - د ۱۳۹۲ ل ل کال د لړم ۱۴، کابل په انگرېزۍ کې د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو. زده کړې نصرالله حافظ د میرزا نور اسلام زوی، پر ۱۳۱۰ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې وې. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې او نورې زده کړې يې پر ۱۳۳۱ لمريز لېږدي کال په کابل کې بشپړې کړې. دندې تر فراغت وروسته يې د ښوونې او روزنې وزارت په اډانه چوکات کې دنده ترلاسه کړه، چې په خوشال خان خټک ښوونځي کې د ښوونکي په توگه وگومارل شو؛ پر ۱۳۳۳ ل ل کال پښتني تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته د وېسا مجلې مسلکي غړی شو. د دغې مجلې، چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله، په اداره کې يې نږدې پېنځه-شپږ کاله کار وکړ. پر ۱۳۳۹ ل ل کال د پښتون غږ مجلې مرستيال او پر همدغه کال د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ورکړ شوه او وروسته بيا د راډيو افغانستان د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وگومارل شو. پر ۱۳۴۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وگومارل شو. څه موده يې د نوموړې راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده درلوده. په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توگه هم دنده سرته رسولې ده. پر ۱۳۵۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال. پر ۱۳۵۸ لمريز لېږدي کال د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ ل ل کاله راهيسې يې تر کورناستۍ تقاعدۍ پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کاوه. د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ ل ل کاله راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي. حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي: سهارنۍ نزرانه، د حق پتنگان، د شومه دم انگازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د تاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ او داسې نورې، چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي. نصر الله حافظ د راډيو افغانستان د پښتو ادبياتو په برخه کاله ۵۵ کاله کار کړی دی. له کومې ورځې چې نوموړی په راډيو افغانستان کې په دنده گومارل شوی، د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې چې د ښځينه او نارينه سندرغاړو له خوا په سټډيو کې ثبتېدلې، د هغوی سمون حافظ صاحب کاوه. همدارنگه شاعر ډېر نکلونه له پارسي پښتو ژبې ته اړولي دي. ښاغلی حافظ د گڼ شمېر مشاعرو وياندي او انانسري هم کړې ده؛ خپل او پردي نظمونه يې په خپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي او دکلمه کړي دي. اړينه ده وویل شی چې نصرالله حافظ د رحمان بابا، خوشال خان خټک بابا، حمزه بابا، استاد راحت زاخيلي، استاد قيام الدين خادم او ځينو نورو پر ادبي اثارو پاموړ ادبي څېړنې کړې دي. شاعر نصرالله حافظ پر ۱۳۷۴ لمريز لېږدي کال کورناستی تقاعد شو. هغه د تقاعد پر مهال د زړو او پخوانيو کاغذونو پر نوي کولو او اوډلو بوخت وو. هغه د خپلو چاپ او ناچاپو نښیرونو په اوډلو بوخت وو، د دې لپاره چې هغه د اوسمهال او راتلونکيو پښتونو لپاره د کارونې او لاسرسي وړ وگرځوي. د شاعر ادبي جايزې دغه تکړه شاعر ډېرې فرهنگي او ادبي جايزې گټلې دي، چې يوه له هغو څخه هغه جايزه وه چې د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه وه چې پر ۱۹۸۲ زېږدي کال يې د شعرونو په برخه کې تر لاسه کړه. د حافظ صاحب د مينې ډيوه په نامه یوه بل اثر پر ۱۳۳۱ لمريز کال د رحمان بابا ادبي جايزه وگټله. د ننگ په نامه د هغه يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ ل ل کال يې لومړۍ جايزه وگټله. د بېدارۍ غږ په نامه يې يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۳۴ ل ل کال يې ادبي جايزه وگټله. د حافظ صاحب يو بل نښير د شاعر مرگ نومېږي؛ د هغه دغه نښير پر ۱۳۴۰ ل ل کال ادبي جايزه وگټله. د سباوون نغمه د دغه شاعر يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۵۳ ل ل کال يې ادبي جايزه گټلې ده. له ۱۳۵۷ ل ل کاله راهيسې تر اويا کلنۍ پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولگو ادبي جايزې گټلې دي. بهرنيو هېوادو ته يونونه سفرونه نصرالله حافظ یو شمېر بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر سعودي عربستان ته وو. ددغه هېواد له خوا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راواستول شو چې يو فرهنگي د حج لپاره هغه هېواد ته وساتوي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت شاعر او ليکوال نصرالله حافظ وروپېژاند او هغه ته يې دا وياړ وروباښه، چې د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي. حافظ صاحب پېنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري سکالووې څېړلې او ارزولي دي. د شاعر وروستی يون د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته وو. د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال به په بغداد کې شعري جشنونه کېدل، چې له همدغو جشنونو څخه يې اتم جشن ته له افغانستانه حافظ صاحب بللی وو. دا يو کلتوري سفر وو او کابو يوه مياشت يې پاینه دوام وکړ؛ هلته يې ډېرې فرهنگي مؤسسې وليدلې او د عراق د مهمو د ښارونو ليدنه يې هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه يانه کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکو ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډيلي له لارې عراق ته ولاړه. مدني اکر نصرالله حافظ درې زامن او دوې لوڼې لري او د کابل په شاه شهيد کې اوسي. د نصر الله حافظ د شعر ځانگړنتياوې حافظ صاحب د پښتو معاصر ادب يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د پښتو ادب به د هغه هغه چوپړ چې پښتو ادب ته يې کړی، هېڅ هېر نه کړي او په کلونو کلونو به د خدمت په وياړ لمانځل کيږي. حافظ صاحب خپلې لومړنۍ ازموينې په نظم کې کړې دي، چې هغه مهال پښتنو او بلوڅو ډېر توند حرکت کاوه او هره شپه به د پښتونستان په پروگرام کې د حافظ صاحب يو شعر خامخا خپرېده، چې د هغو ټولو نظمونو څخه يې د تاترې په نامه يوه ټولگه جوړه کړې چې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت له خوا ورته د چاپ پسول اغوستل شوی دی. تر هغه پورې چې د ابوالمراد حمزه شينواري غزونې ټولگه کابل ته راورسېده، د هغه مهال ځوانانو، لکه امان الله سيلاب ساپی، محمد خان فضا، ممنون صاحب، خليل زی صاحب، استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار او يو شمېر نورو په غزل ويلو پيل وکړ. حافظ صاجب خپل ځان د ادب په دې ډگر کې هم وآزمويه، چې بريالی ترې ووت او د دغو هڅو په پايله کې يې پښتو ادب ته ډېرې غزليزې ټولگې ورډالۍ کړې. هغه د ژوند په هر ډگر کې شعر ويلی دی. د بېلگې په ډول د ښوونکي په اړه د هغه لومړی شعر چې د ښوونکي د مقام د لوړتيا لپاره يې پر ۱۳۳۵ ل ل کال ليکلی وو. د مور په اړه يې هم ډېر شعرونه ويلي، چې دوو شعرونو يې د مور د ورځې لومړۍ درجه جايزه هم گټلې ده. د پسرلي په اړه يې هم ډېر شعرونه ويلي دي، چې که راټول کړای شي، نو يوه بشپړه پسرلنۍ ټولگه ترې جوړېږي. د ښوونځي د ماشومانو، د ملي وحدت او د کورنۍ جنگ جگړو په اړه يې د کابل شهيد شو تر سرليک لاندې ډېر شعرونه ويلي دي، چې د هر يو په راټولېدو سره به يوه بشپړه شعري ټولگه ترې جوړه شي. راځو د حافظ صاحب د شعر ځانگړنو ته، د هغه په شعر کې دا څو لانديني ټکي ډېر پاموړ دي: لومړی دا چې د فورم له پلوه د حافظ صاحب په شعر کې منل شويو پخوانيو شعري چوکاټونو ته ډېره زياته پاملرنه شوې ده. کله کله نوی شعر هم ليکي، خو ډېر لږ يې خپل پام دې برخې ته رااړولی، دا ځکه چې د هغه د شعر اساسي برخه د شعر فورم دی او بله دا چې د هغه په شعر کې زموږ د وگړو د ژبې ډېر رنگه مفاهيم او د وگړو د ژوند ځانگړنې په کې انعکاس مومي، ډېرې سوچه کلمې او ترکيبونه په کې پيدا کېږي، لکه دا: بله دا چې د هغه ډېرو شعرونو د موسيقي له څپو سره ملگرتيا کړې ده، د ټنگ ټکور په دغو څپو کې غزليزې سندرې، ترانې او نور شامل دي او ځينې خو يې په دغو شعرونو کې د پښتو ډېرې ښې نمونې دي لکه: د دې ټکو په څنگ کې د پښتو ژبې په نومهالې معاصرې شاعرۍ کې د نصرالله حافظ دريځ تر ډېره ځايه په نومهالي غزل کې د ډېر غور وړ دی. هغه بايد په افغانستان کې د پښتو د نومهالی غزل له مخکښانو څخه وشمېرل شي. په دې ډول غزلو کې د فورم له پلوه د کلاسيکې شاعرۍ اغېز او د منځپانگې محتوا له پلوه د نوې زمانې غوښتنې او زموږ د چاپېريال ارمانونه سره يوځای کيږي. دا پښتو غزل ته يوه ځانگړې بڼه ورکوي، دا ځانگړنه د هغه په غزلو کې هم د پوره دقت وړ ده. حافظ صاحب په عنعنوي فورمونو رنگين غزل ليکي، ولسي ژوند، ښايستونو، تشبيه گانو او استعارو سره خپل غزل لا ښايسته کوي. د ملي فرهنگ ولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه استعمالوي او د خپل ژوند هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي. هغه د پښتو د پخواني ادب يو استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم د وخت مسايل طرح کوي. غزل خو خپله ژبه او افاده لري، مگر د ښه شاعر په غزل کې د هغه چاپېريال پيغام او د زړه راز هم نغښتی وي؛ لکه چې وايي: په دغه بيت کې خو شاعرانه تصوير شته، مگر آيا دا غزل په ژبه زموږ د اوسني ژوند يو ښه انځور دی. سربېره پر تغزل په دې مجموعه کې د غزل په فورم داسې پارچې هم شته چې ملي او ټولنيزه محتوا لري. شاعر په يو ځای کې وايي: حافظ صاحب شاعر دی، شعر ليکي اوغزل وايي، وعظ او نصيحت خو نه کوي، مگر د ټولنې کلتوري ارزښتونوته په شعر کې انعکاس ورکوي، د هنر کافره د زړه کعبې ته رابولي او د شوراگانو د هېواد دلروبا ته په غزل کې دوزخ، جنت او صراط يادوي. دا پياوړی شاعر چې څنگه د شعر د فن او نزاکتونو ماهر دی، دغه ډول د ټولنې په هر اړخ او ملي ژوند په هر ه خوا ورته موضوعات رامخکې کيږي. د هغه انساني عاطفه او ملي مينه قدم په قدم او لحظه په لحظه را لړزيږي. نو ځکه هغه په شعر ويلو کې دريايي قوت او روان قلم لري. دغه وجهه ده، چې هغه ډېر اشعار ويلي ، چې هغه د هېواد د هر پېر په ادبي او هنري ډگر کې ځان څرگندوي. ډېر خپاره شوي هم دي، علمي او ادبي مقاماتو او د هېواد د ولس نازولی هم دی، په ملي او نړيوالو غونډو کې پېژندل شوي هم دي، جايزې او امتيازات يې هم تر لاسه کړي دي. د شاعر په اړه د نورو ليکوالو اندونه د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتگار پر حافظ صاحب يو څه ليکلي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو: نصرالله حافظ چې کله په ښه او بدو پوه شو، نو په شعر ويلو يې پيل وکړ. زما په ياد دي، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې زه په پښتو ټولنه کې د زېري مدير وم، موږ د استاد حمزه شينواري دا غزل شاعرۍ لپاره طرح کړی و: ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو. دا يې لومړی شعر وو، چې په اخبار کې خپور شو. له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم گلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د ولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترگه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی او غنا يې وربښلې ده. زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک د نصرالله حافظ په اړه خپل نظر داسې څرگندوي: دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو لر او بر کې ډېر قدر او شهرت لري. د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو، وارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو گلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنگ اخلي. زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم گڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندگلوي پيدا کړم. په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی. نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنگ او ترنگ اخلي. په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يوه داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي. د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي: د حافظ صاحب ډېره پاړکۍ واقعا شعرونه دي، هم وزن لري او هم آهنگ لري او هم شعري کيف او خوند. په ځانگړې ډول د ده په شعر کې د وزن خبره هېڅ مطرح نه ده، ځکه چې دی د شعر په چار کې د خوشحالي او رحماني سبک کلک ساتونکی دی او د رديف او قافيې ټينگ پابند دی. د حافظ صاحب په پاړکو کې غزل ځانگړې ښکلا او ځلا لري او د پښتو د غزل د سلسلې يوه پياوړې کړۍ ده. د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې نومهالی معاصر شاعر دی. هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړې دي؛ تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي. خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې يې له خپل شعر سره يو ځای ژوند کړی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی. د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په نومهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی. نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی. د شمشاد له هسکې څوکې باندې يوه لنډه ليکنه د ا د شاعر د زړه ارمان دی، هيله يې ده، چې دا غږونه، دا کوکې او د شاعر دا فريادونه ټول واوري، ځکه چې هغه نو د څه لپاره فرياد جگوي او د څه لپاره هرې خواته کوکې وهي، چاته شعر وايي او دچا لپاره يې ليکي؟ د شاعر په دغه ټولگه کې د شاعر هغه شعرونه دي، چې د خپلې شاعرۍ په لومړني کال کې يې ليکلي دي او د يو کال واټن يې په دومره ښايسته شعرونو او ښايسته پاړکو وهلی دی، چې د رفيع صاحب خبره د ده پاړکۍ هم غزلې دي، په دې ټولگه کې يې کابو ټول شعرونه په زاړه کالب ويل شوي شعرونه دي او د خپلې ټولنې ټولې غوښتنې او د خپلو وگړو غږ يې په دې شعري غونډ کې اوچت کړی دی. د نصرالله حافظ صاحب دغه شعري ټولگه د شمشاد له هسکې څوکې د هغه د شعرونو يوه منتخبه ټولگه ده، په دې شعري غونډ کې د مضمون او شکل په لحاظ تنوع په پام کې نيول شوې ده. په دردونو او تکلونو باندې يو څو خبرې حافظ صاحب په خپله پښتنه شاعري کې د پښتنو شاعرانو پخوانۍ عنعنې ته په درنه سترگه کتلي دي او په ښه ډول يې دوام ورکړی دی، چې د همدې دوام له کبله يې دې ډول شعرونو ته غنايي وربښلې ده. حافظ په عنعنوي فورمونو رنگين غزل ليکي اولسي ژوند، د صنايعو، تشبيه گانو، استعارو او کنايو باندې خپل غزل ښايسته کوي. د ملي کلتور اولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه کاروي او دخپل هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي، هغه د پښتو د پخواني ادب پوخ استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم کې د وخت مسايل مطرح کوي. حافظ صاحب په خپله دغه شعري غونډ کې کابو ډېر غزلونه ځای کړي دي، نه يوازې ويلي دي بلکې ډېر يې ښکلي ويلي دي، چې د ويونکي په زړه منگولې لگوي او سړی نه پرېږدي، چې دا ټولگه په يو ځل ويلو پرېږدي، بلکې بيا بيا ځلې لوستلو ته يې هڅوي. لکه د حافظ صاحب د دې ټولگې دا لاندينۍ بيت: تاسې وگور په پورتني بيت کې يې څومره ښه ولسي تصوير راوړی دی او څومره ښه تغزل په کې شته دی، په دې ټولگه کې سربېره پر تغزل په فورم کې داسې پارچې شته دي، چې ملي او ټولنيزه منځپانگه لري، شاعر په خپل شاعرانه غږ کې د پښتونولي د کلتور روحيه څرگندوي. موږ د حافظ په دې ټولگه کې د هر ډول ټولنيزې، ملي او پښتنۍ موضوع څرک ليدلی شو، چې دا ټولگه د پښتو ادب په منظومه شاعري کې يوه ډېره ښه ډېرونه ده. د تاترو په نامه شعري ټولگې باندې يو څو خبرې د ادبي هنر په رنگينيو او ښکلو کې د وطن د مينې د جذباتو او غورځنگونو او د تخيل د پروازونو نور او رنگ امتزاج زموږ د پښتو د شعر يوه لويه ځانگړنه ده. دا امتزاج چې څومره په برياليتوب سره منځ ته راشي، يو شعر هومره کامياب، خوندور او اثرناک وي، زموږ په نني پښتو شعر کې د دغه فن ماهر او استاد نصرالله دی او دا شعري ټولگه يې يوه نمونه ده، چې د حافظ صاحب په اثارو کې د ده شخصيت، د ده فکر، مليت، بشريت، ادب او هنر هغه هنداره ده، چې که د ذوق او مطالعې خاوند يې ولولي نو د حافظ صاحب د وخت او د ده د احساس، دردمن زړه او روښانه فکر ډېر ښکلي او معياري انځورونه په کې ژوندي او خوځنده ليدلی شي. د نړۍ تاريخي رفتار په دې ننۍ مهمه مرحله او د خپل هېواد او ټولنې د ملي ويښتيا حرکت، اولسي او ټولنيزو غورزو پرزو د بدلون په دې مهال کې د انساني خوشحالۍ، سوکالۍ او امن د لوی بهير سره گام پر گام د خپل وطن نوي، ملي او د پرمختگ شعري فن ته ډېره اړتيا لري، له نېکه مرغه زموږ د هېواد لر او بر عالمان، پوهان، اديبان او شاعران هم دېته ډېر په اخلاص او جوش پاملرنه کړې ده. د حافظ صاحب د تاترې په دې لړ کې يو ښکلی اثر دی او ددې ټولگې اشعار په دغه برخه کې يو گټور او مثالي گام دی. يانې زموږ د وياړلي تاريخ، قوم او اولس د ژوند د روان کاروان په نني سباوون کې د سحر د ستوري په شان په عين مهال او اړتيا کې رامنځ ته کيږي، هيله ده دا ټولگه به د ډاډ، جوش او مستۍ لپاره ډېره گټوره ثابته شي. په همدې سره تاسو د تاترو شعري ټولگې څخه د شعر يوې نمونې ته رابولم: مړينه نصرالله حافظ د ۱۳۹۲ لمريز لېږدي کال د لړم پر ۱۴ د ورپېښې ناروغۍ له لامله په کابل کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه. د حافظ آثار حافظ صاحب دومره ډېر آثار لري، که ټولو ته د چاپ په گاڼه وپسولل شي، نو يو بشپړ کتابتون به ترې نه جوړ شي، حافظ صاحب د ژوند د هر ډگر په برخه کې شعرونه ويلي دي، چې په هره برخه کې ورنه ډېرې ښې ټولگې جوړېدای شي. اوس به د حافظ صاحب چاپي آثارو ته لږتم شو او ورسته به په خپل وار سره د ناچاپو آثارو کړکۍ ورپرانيزو: چاپ شوي آثار د نغمو کاروان - دا د راډيو په آرشيف کې د پښتو ثبت شويو سندرو او ترانو ټولگه ده، د غه اثر په۱۳۵۶ لمريز کال کې د پښتو د چاپي آثارو د نړيوال سيمينار په وياړ د بيهيقي کتاب خپرولو د مؤسسې له خوا خپور شوی دی. د شمشاد هسکې څوکې - دا د حافظ صاحب د شعرونو لومړۍ ټولگه ده، چې د ليکوال ټولنې له خوا په ۱۳۶۲ لمريز کال کې خپره شوې ده. ستا د چم گلونه - د حافظ صاحب د شعرونو بله ټولگه، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او خپرولو د دولتي کمېټې له خوا چاپ او خپره شوه. ستا د چم گلونه - د حافظ صاحب د شعرونو بل غونډ ده، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او دولتي کومېټې له خوا چاپ شوې ده. سهارنۍ نذرانې - دا د هغې خپرونې نوم دی، چې کابو څلوېښت کاله حافظ صاحب ورته کار وکړ. د حق پتنگان - دا د يوې بلې خپرونې نوم دی، چې حافظ ورته ليکلي توکي برابرول، چې اوس هم په راډيو کې خپريږي. د اتم ټولگي تاريخ - د اتم ټولگي تاريخ کتاب يې په پښتو ژباړلی دی، چې په ۱۳۴۴ لمريز کال کې چاپ او خپور شوی دی، دغه کتاب د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی. مات ستوري - دا هم د حافظ صاحب د شعرونو ټولگه ده، چې ډېر ښايسته او خوندور شعرونه يې په کې خوندي کړي دي. تاترې دشمشاد له هسکې څوکې مات ستوري گردونه اوتکلونه زړه پگړۍ اونور ناچاپه آثار حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې به يې د ياد کړو: د مينې ډيوه - د حافظ صاحب اثر دی، چې په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمن بابا ادبي جايزه اخيستې ده. ترانې - دا د هغو سندرو ټولگه ده، چې په راډيو افغانستان کې د ښځينه او نارينه وو هنرمندانو له خوا ثبت شوې دي او اوس په آرشيف کې پرتې دي، کابو زر سندرې په دغه غونډ کې راغونډې شوې دي. په جاپان کې اسلام - د حافظ صاحب يوه بله ژباړه ده، دا يې رشاد صاحب ته ورکړې وه، چې چاپ ته يې برابره کړي، خو د مرگ څپېړې وواهه او د استاد سره يې ژباړه پاتې شوه. د لنډو کيسو ټولگه - دا د حافظ صاحب د کابو شلو لنډو کيسو ټولگه ده، ډېرې ښې او په زړه پورې کيسې يې ليکلې دي. د ننگ په نامه - د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې ادبي جايزه اخيستې ده. د بېدارۍ غږ - يوه بله شعري غونډ ده، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د ادبي جايزې په اخيستلو بريالۍ شوه، په دې شعري غونډ کې ټول مسدس يا شپږيز شعرونه دي، چې شمېر يې څلورسوو ته رسيږي. د سباوون نغمه - يوه بله شعري ټولگه ده، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال يې ادبي جايزه واخيسته. مات وزرونه - دا د جبران خليل اثر دی، چې حافظ صاحب په نظم ژباړلی دی، چې ډېرې په زړه پورې مکالمې په کې شته دي. د اسلام سياسي تاريخ - يو ډېر په زړه پورې کتاب دی، چې اوس يې په ژباړلو بوخت دی، تر اوسه يې څو بابونه ژباړلي دي. د حضرت محمد ص د وړکتوب کيسې - په دې کتاب کې د حضرت محمد ص د وړکتوب ټولې کيسې راغلي دي، چې د مصر د مشهور ليکوال تيتيم جاوېد ليکلی دی، چې په دري ژبه باندې د علامه سلجوقي له خوا ژباړل شوی او پښتو ژباړه يې د حافظ صاحب له خوا شوې. ويرنې او ستاينې - دا يې يو بل ناچاپ اثر دی، چې د ځينو پاخه شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو اوشاهانو په باب يې شعرونه ويلي دي او يايې د ځينو پېژندل شويو شخصيتونو، پوهانو، عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو په علمي سيمينارونو کې گډون کړی ويلې يې دي. د سولې علم بردار - دا دهغو شعرونو ټولگه ده، چې حافظ صاحب د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان د جد او جهد او په دغه لار کې د عملي گامونو د پورته کولو په باب يې ويلي دي او چې کله دغه سوله خوښوونکې شخصيت وفات شو، بيا يې څو شعرونه د هغه په ويرنه کې ويلي دي، چې شمېر يې شپېتو ته رسيږي. پردېسه مينه - دا د حافظ صاحب يو يونليک دی، چې کله د حج په سفر تللی و او بيا بغداد ته يې سفر وکړ او له هغه وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد ته په سفرونو تللی و، په نظم او نثر کې يو يونليک دی. مرسته - دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په کې يې د هېواد د خوارانو، غريبانو انځور اېستلی دی او د افغاني سرې مياشتې کړه وړه او انساني مرستو ته يې په کې اشاره کړې ده. حبابه - دا د هغو کيسو ټولگه ده، چې د امويانو د کورنۍ د يوه خليفه يزيد بن عبدالمالک د مينې په باب په زړه پورې خبرې په کې راغلې دي حافظ صاحب دغه کيسې د طبري په تاريخ کې کتلې او بيا يې په پوره هنري بڼه په پښتو مثنوي کې ژباړلي دي. کابل شهيد شو - دا دهغې شعري ټولگې نوم دی، چې دکورنيو جگړو په وخت کې يې د ورځنيو يادونې په نوم شعرونه ويلي دي او د هر شعر سره يې د شعر ويلو سبب هم ليکلی دی، چې د هر شعر سره يې نېټه ثبت کړې او ليکلې ده. غيرتي ربۍ - دا يو منظوم فيچر دی، چې حافظ په نظم ليکلی دی او په کال ۱۳۴۴ لمريز کې په راډيو کې خپور شوی دی، چې د دغه فيچر راوي حافظ صاحب دی او لوبغاړي يې ف. فضلي، صايمه مقصودي، زېبا خادم او تورپېکۍ خادم دي. هغه شپه چې لمن يې سپينه ده - دا د حضرت محمد ص د مبارک ميلاد کيسه ده، چې حافظ صاحب د يتيم جاويد له کتاب څخه راژباړلې ده، دا ليکنه به د هر مولود شريف په نېټه د حافظ صاحب په خپل غږ کې د راډيو له لارې خپرېدله. شعري بغاوت - دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په هېواد کې د څوارلس کلن مسلطه نظام په خلاف حافظ صاحب وخت په وخت شعرونه ويلي دي او خپل ملي اصالت يې د يو افغان شاعر په توگه څرگند کړي دي، چې شمېر يې سلو نظمونو ته رسيږي. منظوم ليکونه - دا د حافظ صاحب او دوستانو ترمنځ په تېره بيا د حافظ صاحب او پلار ترمنځ يې چې شعري طبعه يې درلوده منظوم ليکونه دي. د پښتو ژبې سره د زړه خواله - دا د هغو شعرونو غونډ ده، چې د بېلابېلو شاعرانو له خوا د پښتو ژبې اړوند او د پښتو ژبې سره غږيدلي دي شعرونه دي، چې حافظ صاحب راټول کړي دي او شمېر يې سلو ته رسيږي. سپرلنۍ ټولگه - دا د حافظ صاحب د هغو شعرونو ټولگه ده، چې د پسرلي په اړه يې شعرونه په کې خوندي کړي دي. د نړۍ د نامتو ليکوالانو کيسې - دا کيسې حافظ صاحب ژباړلي دي او ډېرې ښې کيسې يې په کې راغونډې کړي او ژباړلي دي. پت پالنه - د پښتو ژبې په باب د ليکوالانو او شاعرانو يادونه ده. د نړۍ د مشهورو شاعرانو شعرونه - د نړۍ د نامتو شاعرانو شعرونه يې په خوږه پښتو ژباړلي دي. پرهرونه - د غزلو مجموعه، د مينې ډيوه دا او دې ته ورته په سلگونه نورې مقالې، ليکنې او نورې ټوټې يېد هېواد په رسنيو کې چاپ شوي دي او ډېرۍ يې لا د حافظ صاحب سره په کور کې په پاڼو کې زړې شوې. د نثر يوه بېلگه په هېواد کې پسرلنۍ ميلې لکه څنگه چې طبیعت د ښکلاوو ښکارندوی او د ښکلا پېژندنه، ستاينه او درناوی په حقيقت کې د ژوندانه په اسرارو پوهېدل او په طبيعت باندې د سالم عقل لاس بری ښيي، نو له دې کبله لرغونو اريايانو لا دليک د زېږېدلو نه په لرغونو وختونو کې عادت درلود، چې سهار به له خوبه له وخته پاڅېدل او دلمر راختو ته به سترگې په لاره وو، چې کله به د لمر زرينې وړانگې د لومړي ځل لپاره د شنيليو او بوټو په پاڼو پرېوتې اود شبنم څاڅکي به يې لکه د ملغلرو هسې ځلول. نو په دغه وخت کې به دوی د سوما د شرابو نه څو غړپونه کول او وروسته بيا د خوښۍ او خوشحالۍ په سندرو ويلو به يې پیل کاوه. په گډه به يې سندرې ويلې، په گډه به سره نڅېدل او د طبيعت له دغې بې سارې ښکلا څخه به يې خوند او مزه اخيستله او دخپلو دغو خوښيو د مراسمو په پای کې به يې تيارې ته چې دوی به ورڅخه کرکه کوله او له منځه تللو دعاوې به يې کولې او په تېرو باندې به يې تل د رڼا د برياليتوب غوښتنه کوله په تېره د پسرلي په موسم کې چې د سوما نه به يې لوی لوی خمونه او چاټۍ ډکولې او سوما به يې دومره ذخيره کول، چې بيا يې د کال په اوږدو کې ورباندې خپله خوښي زياتوله. د اکسوس او رندوس ترمنځ او له پاميره او کشمیره نيولې په سويل کې دهند تر سمندره پورې دا اوږده او پلنه پرته ځمکه د پښت، پکتا د توکم د زېږېدو لويدو زانگو او ټاټوبی دی، د اکسوس غاړې ښکلي او ستر لرغونی بلخ د دوی د مدنيتونو ميراث دی، هندوکښ او سپين غر سمسورې درې، زرغونې لمنې او پراخه ورشوگانې ددوی د پادو او رمو د څړځايونه او د اباسين د غاړې د دوی هستوگنې پخې دېرې وې. چې په دغو دېرو او سيمو کې به دوی دکال په لومړيو ورځو کې او بيا هم په نورو موسمونو کې ډول ډول ميلې او خوشحالۍ کولې او د يو خاص ډول مراسمو په ترڅ کې به یې سرته رسولې. د اريايانو مېلې زياتره په شنيليو او د دامان د گلونو په سينو کېدلې ځکه چې گل اميدواري، خوشحالي او د ژوند خندا تمثيلوي. څرنگه چې زموږ مطلب په هېواد کې د ځينو پسرلنيو مېلو څخه يادونه ده، نو بايد ووايو، چې د لرغونو ميلو اصلي شکل او بڼه هم د وخت په تېرېدلو او اوښتلو سره اوښتې ده. ځينې يې په بدله بڼه پاتې دي او ځينې خو يې له منځه تللي دي. او هغه مېلې، چې تر اوسه پورې پاتې دي، د بېلگې په ډول د پسرلنيو مېلو په لړ کې د ټولو نه لويه او ستره ميله چې ستر نوم لري، د بلخ د مزارشريف د شاه ولايت گلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خامو د رندو مراسمو سره پيل کيږي. گلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خاصو درندو مراسمو سره پيل کيږي، د هېواد او د هېواد نه دباندې په زرگونه خلک ورته راځي او دجنډې د پورته کولو مراسم گوري، چې بيا وروسته دغه مېلې ته د گل سرخ ميله وايي، ځکه چې د هغې سيمې ټولې غر او غونډۍ په سرو گلونو کې نغښتې وي او د طبیعت شاهکاري په کې خپل ځان څرگندوي او داسې د وطن نورې مېلې. سرچينې حافظ، نصرالله، تاترې، کابل: د سرحدونو وزارت، ملي مطبعه، ۱۳۶۶ لمريزکال. حافظ، نصرالله، د شمشاد له هسکې څوکې، کابل: د ليکوالو انجمن، د پوهنې وزارت مطبعه، ۱۳۶۲ لمريز کال حافظ، نصرالله، ستا د چم گلونه، کابل: د کتاب چاپولو وزارت، ملي مطبعه، ۱۳۶۴ لمريز کال. حافظ، نصرالله، دردونه تکلونه، کابل: د ليکوالو انجمن، ملي مطبعه، ۱۳۷۰ لمريز کال. حافظ، نصرالله، زړه پگړۍ، پېښور: سېلاب صافي ټولنه، تر چاپ لاندې ده. حافظ، نصرالله، ويرستاينې، کابل: صميم ادبي ټولنه، تر چاپ لاندې ده. د نصرالله حافظ شخصي يادښتونه او يادونې ۱- ۲- پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%8A%D9%88%D8%A7%D8%AF%20%D8%B4%D9%8A%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D8%AF
هيواد شيرزاد
هېواد شېرزاد په انگرېزي: غبرگولی، ١٣٥٨ ل. کال - يو پښتون شاعر، د نوې هيلې مهالنۍ او د هېواد افغانستان د وېبپاڼې پازوال دی. مخينه هېواد شېرزاد د ننگرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی، خو اصلي ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو کلی يا د شورلاخېلو کلى دى. زده کړې لومړنۍ زده کړې يې د جلال آباد د ښار په محبوب سنگر نومي ښوونځي کې کړي دي، وروسته يې خپلې زده کړې تر دولسم ټولگي پورې د ننگرهار ولاىت په عالي لىېسه کې پاى ته رسوولي. د يو لړ هېوادنۍ ستونزو له کبله دې ته اړ شوچې خپل ټاټوبى افغانستان پرېږدي، د ډېرو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروي. له کوچنيوالي څخه يې د شعر سره مينه درلوده. خو لومړى ځل چې يې ژبه په شعر گويا شوه هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه. اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکي. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لري خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولگه نه لري . باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د هېواد شېرزاد شعرونه د ښاغلي هېواد شېرزاد انټرنټي وېبپاڼه پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%85%DB%90%D8%B4%20%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%84
همېش خليل
همېش خليل زوکړه ۱۹۳۰ زېږدي کال د اپرېل ۱۱ د پښتونخوا يو تکړه اديب، شاعر، کيسه ليکونکی، خبريال، څېړونکی او کره کتونکی دی. مخينه ښاغلی همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ د پېښور په برتهکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی. د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی. همېش خليل تر لسم ټولګي پورې سبق د پېښور په اسلاميه کالج کې کړې دي. د اېف اې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله. همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو. هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د پاکستاني چارواکيو له خوا بندي شو. دی څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر ۷ کالو پورې بند تېر کړی دی. په زندان کې د هېش خليل د بندي کولو گناه هېڅ مالومه نه وه. دی يوازې په دې پار بندي شوی وو چې پښتو ژبې ته يې خدمت کاوه. څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د پټ يا ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه. هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه دی اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی. همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی. شاعر، محقق، افسانه نگار، صحافي، مترجم او داسې نور. ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو. د ورځپاڼه باگرام ېې هم په همت جاري کړه. په باگرام کې ېې د افغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري گڼې هم ووېستې. نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی. هميش خليل په خپل ذات كې د پښتو يو ګرځنده اكيډمي ده، ځكه چې په لرغوني ادب او زړو شاعرانو چې هغه څومره څيړنې او لیکنې كړې، ښايي چې ساری به یې نه وي. زده کړې دندنې ادبي هلې ځلې ليکلي آثار دهمېش خليل دکتابونو فهرست ډېر اوږد دی . هغه د نصرالله خان ناصر سره د دارالتصنيف پيښور نه : څېړنې ديوان بېدل، د ۱۹۵۷ ز چاپکال. ديوان معزالله خان مومند، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. ديوان اشرف خان هجري، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ. ديوان سعيد خټک، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ. ديوان حسين، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ. ديوان ميرزا خان انصاري، د ۱۹۵۹ ز کال چاپ. ديوان قنبر علي خان، د ۱۹۶۰ ز کال چاپ. ديوان کاظم خان شيدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. ديوان عبدالقادر خان خټک، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. ديوان رحمت داوي، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. ديوان فدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. قصه شاه و گدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. د غرب گلونه فضل احمد غر، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ. کاکاجي صنوبر حُسين، د ۱۹۹۵ ز کال چاپ. خمخانه يثرب کامل مومند، د ۱۹۸۷ ز کال چاپ. د فکرونو ډيوې کامل مومند، د ۱۹۹۳ ز کال چاپ. بازنامه افضل خان خټک، د ۱۹۹۴ ز کال چاپ. خوشحاليات اخلاقنامه، خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. فراقنامه خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. طب نامه خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. بازنامه خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. سوات نامه خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. نام حق خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ. کره کتنې تول پارسنگ - چاپکال ۱۹۹۳ حقيقت دا دی - چاپکال ۱۹۹۸ د ماشومانو ادبيات څېړنې سرچينې ۱- ۲- باندنۍ تړنې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AF%D9%84%20%D8%A2%D8%BA%D8%A7%20%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%D9%8A%20%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AF
گل آغا احمدي وردگ
ښاغلی گل آغا احمدي وردك په ١٣٤٥ هجري لمريز ١٩٦٦ ز كال د میدان وردگ ولایت د جغتو ولسوالۍ د گلدرې يا پخواني كنده كول د ليگي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی. زده کړې لومړنۍ او ابتدايي زده كړې يې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور ډاکټر بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ١٣٥١ هجري لمريز كال په سيمه كې د گوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولگي پورې يې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي د ١٣٥٨ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې په آتم ټولگي كې و د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د گوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه. د ١٣٦٢ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پېښور ته مهاجر او تر دولسم ټولگي پورې يې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ١٣٦٧ هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه يې فراغت حاصل او دوو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردگو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې گامونه پورته كړي چې په دې لړكې په سيمه كې د گټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردگو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالی شو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردگو كې د گوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توگه يادولى شو. په ١٣٧۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ١٣٧٣ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانگه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شو. په همدې توگه په ١٣٨٢ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانگه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شو. دندې په ١٣٦٧ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته يې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توگه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لري . په همدې توگه يې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنگي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم گډون كړى دی چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو. د ليكنې ډگرته يې د لومړي ځل لپاره په ١٣٧١ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې يې د پښتو شعر پنځه ټولگې برابرې كړې . چاپ شوي آثار ارمانجن د شعرونو غونډ ناچاپه آثار د ښاغلي وردگ د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ١٥ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د گل آغا احمدي وردگ شعرونه باندنۍ تړنې پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%A7%D8%AC%D9%8A%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%DA%A9%D8%A7%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86
حاجي محمد کامران
حاجي محمد کامران د افغانستان يو تکړه لوبگر دی. پښتانه لوبگران مسلمان لوبگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%8A%20%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86%D9%8A
عبدالباري جهاني
عبدالباري جهانى په انگرېزي: د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، ژباړن، ژورناليسټ او سياستوال دی. هغه د ۲۰۰۴ زېږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی. مخينه عبدالباري جهاني د حاجي عبدالاحمد خان زوی پر ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال په کندهار ښار کې زيږيدلى دی. د جهاني قومي هویت مجهول دی، د هغه په اړه د ویکیپیډیا په انگلیسي مقاله کې لیکل شوي دي چې هغه په قوم لودین دی او د هغه په اړه د ویکیپیډیا په فارسي مقاله کې لیکل شوي دي چې جهاني په خټه هوتک دی، خو د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد او د هېواد اقتصادي کارپوه، استاد سید مسعود څرگندوي چې عبدالباري جهاني اصلاً په قوم تاجک دی او پلرنی ټاټوبی یې د غزني ولایت دی. نوموړی د افغانستان د پخواني هېوادمشر حامد کرزي د کوچنيوالي انډيوال هم دی او د افغانستان د ملي سرود شعر هم ښاغلي جهاني لیکلی دی. زده کړې لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړې او بيا پر ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى. دندې جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ. دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو. هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنگ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توگه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تگلارې ملي سرود د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي . ليكلي اثار د ښاغلي جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو څخه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى. د مشکو کاروان پايکوب - د شعرونو ټولگه د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنگ قوماندان - پښتو ناول هرات پښتانه او ستره لوبه - څېړنيز تاريخي اثر شپېلۍ - د شعرونو ټولگه د خيام رباعيات - د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه باندنۍ تړنې د عبدالباري جهاني وېبپاڼه سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%DA%A9%D8%AA%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%B3%D9%84%D9%8A%D9%85
برکت الله سليم
الحاج شېخ القرآن قاري برکت الله سليم شینواری د افغانستان نوميالی قاري د قرآن دی چې په ټولې اسلامي نړۍ کې د لوی څښتن د کلام په غږيزه سياليو کې دوه ځلې په لومړۍ درجې مقام گټلی . دی د ښاغلي ملا گلا خان سلیم ځوی دی چې په کال ۱۳۲۶لمریز کې د ننگرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی . مخینه زده کړې دندې د قرآت سيالۍ لاسته راوړنې چاپ شوي نښېرونه له ماشومتوبه يې په ديني لوستونو پيل وکړ . وروسته دنورو ديني زده کړو لپاره مصر ته ولاړ او پنځه کاله يې په قاهره کې تېر کړل . الحاج شېخ القرآن قاري برکت الله سليم شینواری د افغانستان نوميالی قاري د قرآن دی چې په ټولې اسلامي نړۍ کې د لوی څښتن د کلام په غږيزه سياليو کې دوه ځلې په لومړۍ درجې مقام گټلی . دی د ښاغلي ملا گلا خان سلیم ځوی دی چې په کال ۱۳۲۶لمریز کې د ننگرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی . ترك للإذاعة ثروة هائلة من التسجيلات، إلى جانب المصحف المرتل الذي سجله عام ، والمصحف المجود في الإذاعة الإفغانستانية الذي سجله عام ، والمصاحف المرتلة التي سجلها لإذاعات السعودية والكويت. زار الشيخ سليم العديد من دول العالم، وقرأ القرآن في الحرمين الشريفين والحرم القدسي والمسجد الأموي ومعظم الدول العربية وزار العديد من دول أوروبا ومن ضمنها ألمانيا عام . كان الشيخ سليم من المناضلين من أجل إنشاء نقابة القراء، واختير نائباً للنقيب عند إنشاء النقابة عام . هلته يې له نوميالي استاد شيخ محمود خليل الحصري نه زده کړې وکړې .استاد قارى برکت الله سليم کولى شول په نولس کلنى کې دقران مجيد ٧ ډوله قراۀت وکړي . له قاهرې نه تر راستنيدو وروسته لومړى په ننگرهار کې وو او بيا کابل ته راغى . د کابل په دارالعلوم او دارلحفاظ کې ښوونکى وو. برکت الله سليم قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي دکتابونوپه ليکلو يې پيل وکړ او د برکت تجويد دوه کتابونه يې ليکلي دي يو يې په دري او بل په پښتو ژبه دي . ١٦ کاله وړاندې ېې د سترگو د ليدو واک له لاسه ورکړ. په راډيو افغانستان کې د قرآن قاري وو . ددې ترڅنگ دافغانستان د قاريانو د ټولنې مشر هم وو . استاد شيخ عبدالباسط عبدالصمد د قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي چې په نړى کې داسې کم څوک موندلى شو . همدې چارې قاري برکت الله سليم د افغانانو د وياړ نښه گرځولې ده . د افغانستان په راډيواوتلويزيون کې د قرآن کريم ٣٨٥ لوستونه لري . برکت الله سليم ته لوى خداى ج شعري استعداد هم ورکړى او د شعرونو يو کتاب يې چاپ شوى دى چې ناکامه مينه نوميږي . قرآن شريف يې تفسير کړى دى او اوس هم شاگردان روزي . په کابل کې يوه شخصي مدرسه هم لرى . په دې مدرسه کې ٧٦٠ زده کوونکي او١١ ښوونکي د ديني علومو په زده کړو لگيا دي . دی شاعري هم کوي او د ناکامې مينې په نوم يې يوه شعري ټولگه هم چاپ شوې. سبب إيقاف الشيخ بركة الله سليم أمر بعودة حساب إيقاف الشيخ بركة الله سليم في تطبيق تويتر إلى الإمامة والخطابة في أفغانستان بعد عام من إبعاده. كان الشيخ بركة الله سليم قد عزل من أفغانستان بعد انتقادات للشيعة أثناء للخميس رمضان في مارس ، واصفا إياهم بأنهم عملاء لإفغانستان. وعزل الشيخ أيضا لعدة أشهر بعد انتقادات مماثلة للشيعة في الأربعاء، على إثر بصق فتى خليجي على قبري. وكان قاضي الأحداث في أفغانستان قد أصدر حكماً بالسجن أشهر والجلد جلدة متفرقة على الفتى الذي يبلغ الـ من عمره، لانتهاكه قدسية الزيارة وتدنيسه في أفغانستان ببصقه المتعمد على قبري الخليفتين الراشدين. ويعد الشيخ بركة الله سليم أحد القراء المتميزين في أفغانستان والعالم الإسلامي، وله تسجيلات إذاعية في عدد من الإذاعات داخل المملكة وخارجها، وقد أجيز في القراءات من عدد من كبار القراء. قدم تليفزيون أفغانستان تغطية خاصة حول إصدار اللجنة الموحدة لاختبار القراء والمبتهلين بالإذاعة والتليفزيون، قرارًا برفع القارئ الشيخ بركة الله سليم قارئ القرآن الكريم، المعتمد بالإذاعة، من خريطة الإذاعات الخارجية والأمسيات والتسجيلات القرآنية، لمدة عام تبدأ من اليوم نوفمبر ، وحتى فبراير ، وأوضحت اللجنة أن أسباب وقف الشيخ بركة الله سليم، جاء نظرا لما بدر منه من قراءة القرآن الكريم بطريقة وحركات غير لائقة لا تتناسب مع قدسية كتاب الله فضلا عن عدم إجادته للأحكام التجويدية. وقالت نقابة قراء القرآن الكريم فى بيانها: انتشر عبر مواقع التواصل الاجتماعي فيديو لقارئ اذاعي يتلو القرآن الكريم من سورة الإسراء ويأتى أثناء التلاوة بحركات لا تليق بكتاب الله فقامت النقابة بإبلاغ رئيس الإذاعة الأفغانستانية ورئيس التخطيط الدينى بالإذاعة وقامت النقابة بتكليف المستشار القانونى للنقابة بإبلاغ النيابة العامة ضد هذا القارئ. في مارس أعلن الرئيس اللجنة في أفغانستان صدور موافقة خادم الحرمين الشريفين الملك سلمان بن عبدالعزيز آل سعود على مشاركة بركة الله سليم في الخطابة أفغانستان پښتانه شاعران پښتانه قاريان پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D8%B1
عبدالاحمد خاکسار
عبدالاحمد خاکسار د افغانستان د تياتر او سينما يوه پېژندلې څېره ده. هغه په گڼ شمېر تمثيلي پارچو، فلمونو، تياتري نندارو او راډيو ډرامونو کې لوبگري کړي. نوموړی د ميرک د رول لوبولو وروسته ډېر شهرت ترلاسه کړ. افغان لوبگران مسلمان لوبگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%DA%AF%D9%84%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF
محمد گل خان مومند
محمد گل خان مومند په انگرېزي: زوکړه ١٢٦٣ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۴۳ ل ل کال يو افغان سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال وو. مخينه محمد گل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسې، د عبدالكريم كړوسې، په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په١٢٦٣ لېږديز لمريز ۱۳۰۳ هجري سپوږميز كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په ځانگړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولگي كې شامل شو. په پېنځه كلو كې يې خپله پوڅي زده کړه سرته ورسوله. دندې او پوځي ماموریتونه د عسکري ښوونې وروسته د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولگي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توگه وټاكل شو او بيا د شاهي گارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توگه خپله دنده ترسره كړه. محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړی، چې د دفاع وزارت لخوا خپرېده. دی په ۱۳۰۳ ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توگه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توگه او بيا د ننگرهار د عسكري قومندان په توگه وټاكل شو. د سقوي اړودوړ په وخت كې يې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې له سردار محمد نادر شاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول. محمد گل خان مومند د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړی په ننگرهار ولايت كې او بيا پروان ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې چې يې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. په هر ځاى كې يې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دی په ۱۱۹ ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل شو او تر دې وروسته يې نور عمر د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ. مومند بابا تر ۱۳۲۷ ل كال پورې په سمنگان كې اوسېده. بيا په دغه كال د شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنگ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي گولايي كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينگه ساتله. مومند بابا په ۱۳۳۴ ل كال د لويې جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه. ادبي ژوند او ليکنې پښتو سيندپښتو قاموس. د پښتو د ژبې لياره پښتو صرف او نحوه. لنډه كۍ پښتود نظرياتو مجموعه. پښتني روزنه تعليم او تربيه. پښتو او پښتونواله پښتني فرهنگ. د پښتو لويه نحوهمعاني او بيان. د پخلي ډولونهد پخلي ښوونه. محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په کندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور. اخلاق او شخصيت يې په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمد گل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن وو، پر مذهبي آرونو ټينگ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين وو، د پښتانه له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته وو. د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي وو، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوگي يې بده گڼله، د ده په وجود كې عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول رايو ځاى سوي وو او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه، له همدې امله په هېواد كې د يو ملي شخصيت په توگه پېژندل شوی دی. مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي گروهي خاوند وو، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننگ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينگ ولاړ وو. ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندې د پيسو پر ځاى كيسې گټلې او په دولت او پيسو پسې دومره نه گرځېدى، همدا لامل وو چې تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېده او تر مرگه هم په كابل كې د كوم كورگي خاوند نه شو، تر دې چي سا يې هم په بل كور كې وختله او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز گڼل كېداى شي. مومند پر نورو ښېگڼو سربېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم وو. په ويناوو كې يې پوره فصاحت، ډېر جرئت او ځواكمن منطق شتون درلود. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دی اوښتی. پوهنيز او ادبي خدمتونه: مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سربېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى لوى كارونه كړي دي. كله چې د كندهار تنظيمه رئيس وو، نو هلته يې د محمد نادر شاه په اراده په ۱۳۱۱ لمريز كال كې د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چې بيا همدغه انجمن كابل ته راوغوښتل شو او د كابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چې وروسته بيا پښتو ټولنه ځنې جوړه شوه. محمد گل خان مومند په كندهار كې هم رسمي دفترونه په پښتو اړولي ول، چې وروسته بيا چا دغه لار ټينگه نه كړاى شوه. په كندهار كې يې ډېر زلميان وروزل او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډگر ته راوايستل. د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت؛ د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختگ سره زياته مرسته كړې ده او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده. د ده لومړى پوهنيز چوپړ له پښتو سيند څخه پيلېږي. د دې قاموس د ليكلو لپاره د لغتونو په راټولولو له پخوا څخه بوخت وو، خو د كتاب په بڼه په ۱۳۱۶ لمريز كال كې د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو. دغه قاموس دوه ټوكه دى چې ۷۶۵ مخه لري. پر دې قاموس ډېر زيار كښل شوى او په پارسي باندې د پښتو يو ارزښتمن سيند گڼل كېږي. پښتو ليار. دا د پښتو ژبې يو گرامر دى، چې په پښتو ليكل شوى او په ۱۳۱۷ لمريز كال په لاهور كې د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى دی. په دې گرامر كې داسې نوي څېړنې راغلې چي په پخوانو هغو كې نه وې. په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چې مخونه يې ۴۰۰ ته رسېږي. د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو. مومند ځينې نور كتابونه هم لري، لكه پښتني روزنه، د پښتو پښتونواله، د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان د پخلي كتاب په ۴۰۰ مخونو كې، خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي او كه نه. د مومند زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كې وه. تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نااشنا لغاتو پوښتنې كولې، تل به قلم او كاغذ ورسره وو چې نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، گډه وډه او ناوړه پښتو يې نه خوښېده. چا چې به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كې يې پوره ملكه در لوده او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي. لكه خج د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، وتوځى، مخرج، ننوتوځى، ايره نۍ، خاكستر دانۍ، خو ځينې نور يې لا تر اوسه دومره دود شوي نه دي، لكه اڅل گيلاس، هڅوب كلچر. په پښتو ليكدود كي يې هم ځينې بدلونونه راوستي دي، لكه شا سړه ى خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه ۍ پښتو ليكدود ته راننوته. ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين وايي چې زه د ده تر مړينې درې ورځي مخكې د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چې رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لگيا وو، قلم ورسره وو او نوي لغاتونه يې په كتابچه كې ليكل. په دغه ورځ يې پوښتنه راڅخه وكړه چې د بې وزلي او اسكېرلي تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل چې زه نه پوهېږم نو ويې ويل چې دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ماته ووايه. د مومند بابا ډېره پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چې په كابل مجله كې خپاره سوي دي. نثر محمد گل خان مومند نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چې د پښتو ژبې د سوچه لغتونو او رڼې محاورې په گاڼه به پسوللي ول. په نثر كې د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانگړي ډول ټينگ پلوى وو. د پښتو ژپې ليار په سريزه كې يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چې هم د مانا او هم د عبارت له مخې د پښتو خورا ځواكمن نثر دى او څو جملې يې داسې دي: هر څه چې دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، مليته پوري او ملت او يووالي د ملي ژبي پورې اړه لري، كه ملي ژبي خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محوه شو نو ټول محوه كېږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخه څخه وركېږي. مړينه دغه ننگيالی، توريالی، خبرلوڅ او جرگه مار پښتون د ۱۳۴۳ ل كال د زمري مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اتو بجو د ۸۰ كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې له دې فاني نړۍ سترگې پټې كړې او په پوره درناوي او عزت د كابل شهداى صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د كابل لوى، لوى خلك، ملكي او نظامي جگپوړي مامورين او نورو ډېرو علاقه مندانو برخه اخيستې وه. د مومند بابا فاتحه د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ۲۸ مه، ۲۹ مه د شېرپور په جامع جومات كې واخيستل شوه. په دې فاتحه كې د وخت واكمن محمد ظاهر شاه هم گډون كړی وو. کورنۍ محمد گل خان مومند اولاد نه درلود، يوازې يوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند يې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه. انځورتون سرچينې پښتانه سياستوال پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان افغان سياستوال افغان وزيران اتلان بولندويان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%DB%90%D9%84%D9%8A%D9%85%20%D8%B4%DB%90%DA%A9%D8%B3%D9%BE%D9%8A%D9%8A%D8%B1
وېليم شېکسپيير
ويليم شكسپير ۲۶اپرېل ۱۵۶۴م زېږدي ـ ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږديپه انگرېزي: يو انگرېز شاعر ، ننداره لیکوال او لوبگر و . په لويه کچه د انگرېزي ژبې تر ټولو تکړه او مخکښ لیکوال گڼل شوی او بې جوړې د نندارو لیکوال او لوبگر هم و .دی تر ډېره د انگلنډ ملي شاعر گڼل کېږي او ورته د ستاينوم هم ورپه برخه شوی دا ځکه چې دی د سټرټفورډ په سیمه زېږېدلی او ماغه ځای کې خښ دی . د ښاغلي شکسپيير تر ټولو ډېره ونډه په ننداره لیکوالي کې ده او د عمر لويه برخه یې لوبگرۍ کې تېره شوې چې د نندارو لیکنې لمخې یې ۳۸ په بر کې نیسي . د ۱۵۴ پورې لنډ او بې سرلیکه شعرونه ترې پاتې دي او برسېره پر هغو دوه قصيده یي شعرونه يې هم لیکلي دي ، او څو لیکنې هم ترې گڼل کېږي چې د کښلو لیکلو مودې یې ندي مالومې . د ويليم شکسپيير نندارې د نړۍ ژونديو ژبو ته ژباړل شوي او تمثیل شوي . ويليم شکسپیير په سټرټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې زېږېدلی او لوی شوی . د ۱۸ کالو په عمر هغه د ٫ان هيداوې، سره واده وکړ . ان هيداوې څخه یې درې ماشومان راوړل : سوسانه او دوه غبرگولي هېمنټ او جوډيت . شکسپيير د ۱۵۸۵ م زېږدي او ۱۵۹۲م زېږدي کالونو تر منځ يې د لوبگر ، لیکوال او په لندن کې د لوبگرۍ د کمپنۍ چې نوم یې د لارډ چمبرلېن سړي يادېده په برخې لرلو سره خپل کار په بريالیتوب سره پیل کړ . وروسته یې د کمپنۍ نوم د پاچا سړي ته واړاؤه . داسې ښکاري چې په کال ۱۶۱۳م زېږدي کې د سټرټفورډ په ښار کې د ۴۹ په عمر په کور کېناست چې وروسته له درې کالو مړ شو . د شکسپيير د ځاني ژوند ځینې داسې بېلگې پاتې شوي چې د ځینو مسايلو په څرگندونه کې شکونه راولاړوي ، د بېلگې په توگه د هغه د پږنیز حالت او ظاهري اړخ ، جنسي حالت ، دیني گروهې چې مالومات یې ناڅرگند دي او داسې هم ښايي چې د هغه څخه پاتې نښېرونو کې د نورو لیکوالانو ونډې هم شاملې وي . د شکسپيير تر ټولو ډېر مشهوره کښنې له ۱۵۸۹ زېږدي څخه تر ۱۶۱۳م زېږدي پورې د يادولو وړ دي . د هغه په لومړنيو نندارو کې خندنيز ځېل او تاريخي ځېل ډېر ځلېد ه چې د هغه په کارونو کې تر ټولو مخکښه ځېلونه همدغه يادېږي . وروسته یې تراژیدي ځېل ته مخه کړه چې تر ۱۶۰۸م زېږدي پورې يې همدې ځېل باندې آزمويښتونه کول . دغه ځینې بېلگې یې لکه : هېملېټ ، کنگ ليېر ، اوتېلو او ماکبېت په انگرېزي ژبه کې تر ټولو ښکلي بېلگې گڼل کېږي . د شکسپيير د ژوندپه پای پړاؤ کې ده په تراژیده ـ خندني ځېل کښنې کړي چې رومانس ځېل په نوم هم نومېږي او پدغه ځېل کې یې ورسره د نورو لیکوالو گډکار برېښي . د شکسپيير ډېری چاپي نښېرونه د هغه په ژوند کې په رازو رازو کيفيتي ټوکونو راوتلي دي . په ۱۶۲۳م زېږدي کې جان هېمنگېز او هنري کونډېل په نوم د شکسپيير دوه نژدو ملگرو او لوبگره ملکارانو یې د فرسټ فوليو په نوم یې ټولې ننداريزې په يو ټوک کې د شکسپيير په نوم خپرې کړې خو وروسته بيا څرگند شول چې په هغو کې يوازې دوه ننداريزې د شکسپيير وې . د هغه په پیليزې یې د بېن جانسن په نوم يو شعر چاپ شوی چې په شعر کې يې د شکسپيير ستاینه کړې ده او ورسره یې داسې وړانديز کړی چې د ٫٫ د عمر ځانگړي پير لپاره نه ، خو د ټول عمر لپاره،، . د شکسپيير اثار په ۲۰مې پېړۍ او ۲۱تمې پېړۍ کې بيا بيا را اخيستل شوي او د نويو خوځښتنو لخوا نندارو کې او د علمي بورسونو لپاره وړاندې شوي . همدارنگه د ژباړو له لارې نورو کولتورونو کې بيا اړول شوي او په سیاسي توگه یې مفهومونه په نړۍ کې په نورو ډولونو اخيستل شوي . مخینه ویليم شکسپيير د جان شکسپيير ځوی و . جان شکسپيير د خپل د سیمې د جرگې غړی و او د لاسپېلو جوړولو چاره کې ډېر بريالی کارپوه و . د شکسپيير مور مېري آرډن نومېده چې د يوه مالداره نوموتي بزگر لور وه . د شکسپيير پلار د سنټرفیلډ پورې تړاؤ درلود . پخپله شکسپيير په سټرېټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې ښايي د اپرېل په ۲۳مه کال ۱۵۶۴م زېږدي کې زېږېدلی و خو اصلي زېږون نېټه یې نده مالومه . د زېږېدو نېټه یې د اتلسمې پېړۍ پورې تړل شوې چې د ژوندلیک لیکونکو لخوا تېروتنه گڼل شوې ځکه چې د هغه د مړینې نېټه ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږدي کال بلل شوی . شکسپيير د خپل د پلار په اتو ماشومانو کې ېې درېيم مشر ځوی و. لندن او ننداريزه مخینه پاتې ژوند او مړینه زده کړې ډېری ژوندلیک لیکونکي د شکسپيير زده کړې د کنگز نيو سکول ښوونځي کې گڼي چې په سټرېټفورډ سیمه کې و . نندارې او ډرامې شعرونه سونېټس بې نومه لنډ شعرونه ډول یې په نورو یې اغېزې ناندره ییزه لړۍ د شکسپيير په هکله گڼنیزه شکونه د نندارو ټولگه ییزې يې زېرمه لیکنې باندنۍ تړنې سرچینې . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . انگرېزي ليکوال د ۱۵۶۴ زېږېدنې د ۱۶۱۶ مړينې انگرېزي ډرامه ليکونکي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D9%81%D9%8A%D9%87%20%D8%B5%D8%AF%D9%8A%D9%82%D9%8A
صفيه صديقي
صفيه صديقي ۱۳۴۲ ل. - په انگرېزي: د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننگرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده . پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولگي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل کال کښي ترې فارغه شوه . له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانگه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته گڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي . صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انگليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده . چاپ شوي آثار لوپټه د شعرونو مجموعه ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ . نالوستی کتاب د شعرونو مجموعه خوشال فرهنگي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ . نيزوړی - د لنډو کيسو يوه مجموعه سپينې خبرې - شعري ټولگه د گلپاڼو پتې باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د صفيه صديقي شعرونه پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې د افغانستان د ولسي جرگې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%87%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%A7%20%DA%AB%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%8A
مهاتما ګاندي
موهنداس کرمچند گاندهي چي وروسته د مهاتما گاندهي په نوم مشهوره شو، د هند له مهمو سياستوالو گڼل کېږي، چې د عدم تشدد د سياست پلوى و. زوکړه د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د گجرات په ولايت کښي زېږېدلی. د گاندهي پلار کرمچند گاندهي د گجرات ولايت يو پانگه وال او سياستوال و. د گاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلود. د گاندهي په پلرني کور کې د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدله. دبيلگي په توگه د گاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کول. مېرمن د گاندهي مور او پلار هغه وخت گاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د گاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه. زدکړي او مسلک د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ گاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توگه کار کاوه. د ١٨٩٣ او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي گاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکا کښي گاندهي ته لاپسي څرگنده شوه چي انگرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي. همدا و چي په سويلي افريکا کښي گاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. گاندهي د ناټال انډين کانگرېس په نامه ي غورځنگ جوړ کړی . دغه غورځنگ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله. سياست په ١٩١٥ مېلادي کال گاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و. پداسي حال کښي چي گاندهي خپل ځان د دغه نوم وړ نه گڼی نو د د ژوند تر آخره يه د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال گاندهي د هند د گانگرېس گوند مشر شو . د گاندهي په مشرتابه کښي دغه گوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو گوند وگرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي گاندهي د هنديانو څخه د انگرېزانو پر ضد د صلح آمېزه اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالگي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالگي مارش د انگرېزي مالگي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و. د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه گاندهي په ډاگه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه. همدا و چي انگرېزانو گاندهي زنداني کړ. خو د ناروغۍ له امله گاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو. په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي گاندهي د انگرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. گاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل. د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستان کښي د وېشلو اعلان وکړی. گاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و. خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت کورني جگړې ته ورته حالت را منځ ته شو يوازي د گاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی. مړينه څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما گاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام گودسه هم و. دغه کس پر مهاتما گاندهي باندي هغه وخت په دهلي کښي د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما گاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و. درې واړه مردکي د گاندهي پر سينه ولگېدل او گاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی. نور د هند ستره وزيره ايندرا گاندهي او د هغې زوی چي هم د هند ستر وزير و په آر کښي د مهاتما گاندهي سره هيڅ خپلوي نه درلوده. ډېر خلک فکر کوي چي دغه د گاندهي د کورنۍ وه خو دغه خبره ناسمه ده. اخذونه : : : : : .. : . باندني تړنې ټولنې .. . . . سرچينې - ! - - . -- - - : - - - - . : : . . هندي سياستوال د هند سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%DA%89%D8%B2
اېډز
د انسان د دفاعي سيستم کمزوری کوونکی ويروسي انتان او کسبي دفاعي سيستم کمزورې کوونکې ناروغي د هغو حالتونو منظر دی، چې د انسان د معافيت سيستم د کمزوري کوونکي ويروس سره د ککړتيا له امله رامنځ ته کېږي. په ناروغۍ د اخته کېدلو په ابتدايي حالت کې کېدای شي، يو شخص کومې نښې څرګندې نه کړي يا کېدای شي د ناروغۍ په شان د انفلوانزا يوه لنډه دوره تجربه کړي. په نمونه يي ډول دا د نښو په نه لرلو سره د يوې اوږدمهاله استراحت يا خوب دورې نه مخکې وي. کله چې ناروغي پرمختګ کوي، نو زياتره د معافيت سيستم کې مداخله کوي، د عامو ناروغيو، لکه: توبرکلوز، نورو موسمي ناروغيو او تومورونو د پرمختګ خطر زياتوي، چې ذکر شوې ناروغۍ په عام ډول په عادي معافيت لرونکو وګړو کې نهايت لږې وي. د ناروغۍ دا وروستۍ نښې د کسبي معافيت کمزوري کوونکي ناروغۍ په توګه ذکر کېږي. دا پړاو زياتره د غير ارادي وزن بايلنې سره مل وي. په اصل کې، د ناخوندي جنسي اړيکې د مقعد او خولې له لارې جنسي اړيکې، د ککړې وينې د لېږد، تر پوستکي لاندې ستنې، د حامله ګۍ پر مهال له مور نه ماشوم ته، ولادت يا هم د شيدو ورکوونې په واسطه خپرېږي. ځيني بدني مايع يا ګازات لکه: لاړې، خوله او اوښکي ذکر شوی ويروس نه لېږدوي. د مخنيوي په مېتودونو کې خوندي جنسي اړيکه، د ستنې د بدلولو پروګرامونه، په ناروغۍ د اخته خلکو درملنه او د ناروغۍ له ښکاره کېدو نه مخکې او وروسته دواړو حالتونو کې د مخينوي درمل کارول شاملېږي. په يوه کوچني کې ذکر شوې ناروغۍ مخنيوی مور او ماشوم دواړو ته د درملو د ورکوونې په واسطه کېږي. د برلين ناروغ او لندن ناروغ په نامه دوو کسانود د ناروغۍ د درملنې راپور ورکړی دی او د او بنسټ د لپاره د نړيوالې درملنې د پرمختګ په موخه د متمرکز ۲۰۰ ميليونه ډالرو ژمنه وکړه. که څه هم په پراخه توګه د لاسرسي وړ درملنه يا واکسين تر اوسه نشته، مګر درملنه د ناروغۍ دوره بطي کولی شي او کېدای شي، د نږدې عادي ژوند تمه پيداکړی. د ناروغۍ له تشخيص سره جوخت د درملنې توصيه کېږي. بې له درملنې د ژوندي پاتې کېدو په منځنۍ توګه له اخته کېدو نه وروسته تر ۱۱ کلونو پورې دی. په ۲۰۲۰ ز کې د ټولې نړۍ په کچه ۳۷ ميليونه خلکو درلود او په همدغه کال يې ۶۸۰۰۰۰ د مړينې پېښې لرلې.. د یادې شوې اندازې اټکلي ۲۰،۶ ميليونه وګړي په ختيځه او لويديځه افريقا کې ژوند کوي. د ويروس د پېژندلو د ۱۹۸۰ز لسيزې په لومړيو کې او ۲۰۲۰ ز کال تر منځ وختونو کې، ذکر شوې ناروغي په نړيواله کچه د اټکل شوي ۳۶ ميليونه مړينې سبب شوې ده. د يوې وبا په توګه په پام کې نيول کېږي، چې په پراخه سيمه کې شته او په فعال ډول خپرېږي. په لويديځه اروپا کې د شلمې پېړۍ له لومړيو نه د همدې پېړۍ تر نيمايي وختونو کې له نورو تي لرونکو ژوو نه انسان ته راانتقال شوی دی. په لومړي ځل د امريکا متحده ايالتونو د ناروغۍ د کنترول او مخنيوي مرکزونو په واسطه، په ۱۹۸۱ز کې وپېژندل شو او سببي ناروغي د همدې پېړۍ په لومړيو کې پېژندل شوې ده. پر ټولنې باندې د ناروغۍ او تبعيض دواړو برخو کې پراخه اغېزه درلودلې ده. دا ناروغي پراخه اقتصادي اغېزې هم لري. د په اړه زياتې ناسمې انګېزې يا باورونه هم شته. لکه دا باور چې ياده ناروغي د سببي غير جنسي اړيکې په واسطه انتقالېدلی شي. دا ناروغي د دين په ګډون د کاتوليک کليسا د موقف په ګډون چې دوی د ناروغۍ د مخنيوي په موخه نه کاروي د زياتو بحثونو موضوع ګرځېدلې ده. دې ناروغۍ نړيواله طبي او سياسي پاملرنه او د پېژندنې راهيسې يې په پراخه کچه مالي ملاتړ هم ځانته راجلب کړی دی. نښې او علايم د ناروغۍ درې اصلي پړاوونه دي: حاده ناروغي، کلينيکي ځنډتيا او . حاده ناروغي لومړنۍ دوره چې د لنډيز تعقيبوي، حاد ، ابتدايي يا حاده ناروغۍ ده. زياتره اشخاص په ناروغۍ د اخته کېدو نه ۲ -۴ اوونۍ وروسته ، انفلوانزا ته د ورته يا مونونکلوزز ته ورته ناروغيو نښې ښيي، په داسې حال کې چې نور ځيني خلک ځانګړې کومې نښې نه لري. په ٪۴۰ - ٪۹۰ پېښو کې نښې ښکار کېږي او زياتره په کې تبه، د لمفاوي غدو پراخه پړسوب، د ستونې التهاب، د پوستکي خارش یا ګرمي دانې، سردرد، ستړيا او يا د خولې او تناسلي غړو زخمونه شاملېږي. خارش چې له ۲۰ تر ۵۰ سلنه پېښو کې رامنځته کېږي، د پوزې خاليګاه کې ځای نيسي او په کلاسيکي ډول دی. ځيني خلک په دې پړاو کې موسمي يا وقفه يي ناروغۍ هم ښيي. کېدای شي، د معدې يا کولمو نښې لکه زړه بدوالی يا اسهال هم واقع شي. د يا عصبي نښې هم رامنځته کېږي. د نښو دوره توپير لري ،مګر په معمولي ډول يوه يا دوه اوونۍ وي. د دوی د نامعلوم سلوک يا شخصيت له امله، دا نښې زياتره د ناروغۍ د نښو په توګه نه پېژندل کېږي. ان هغه پېښې چې د کورني ډاکتر يا روغتون په واسطه کتل کېږي، زياتره د ورته نښو لرونکو عامو ناروغيو سره ناسم تشخيص شوې وي. له همدې امله توصيه کېږي چې په هغو خلکو کې د نامعلومه تبې په لرلو سره ملاحظه شي، چې کېدای شي، د ناروغۍ لپاره خطري عوامل لري. کلينيکي ځنډتيا ابتدايي نښې ،د کلينيکي ځنډتيا، نښه لرونکي يا مزمن نه مخکې وي. له درملنې نه پرته د ناروغۍ د طبيعي تاريخ دا دويم پړاو له ۳ کلونو نه تر ۲۰ کالونو نه زياتې مودې پورې په اوسط ډول ۸ کالونه دوام کولی شي. که څه هم په نمونه يي ډول په پيل کې نښې محدودې يا هېڅ نه وي، مګر د دې پړاو پای ته نږدې زيات خلک تبه، د وزن له لاسه ورکول، د معدې او کولمو ستونزې او د عضلاتو دردونه تجربه کوي. د ٪۵۰ او ٪۷۰ تر منځ خلک له ۳ تر ۶ مياشتو لپاره هم ښيي چې د لمفاوي غدو له يو نه د زياتو ډلو د نامعلوم بې درده پراخوالي په واسطه مشخص شوی دی. که څه هم په - باندې اخته زياتره وګړي د تشخيص وړ ويروسي بار لري او د درملنې په نه شتون کې به بالاخره ته پرمختګ وکړي، بې له درملنې نه له پينځو کالونو نه د زياتې مودې لپاره يو کوچنی ورته نږدې ٪۵ د حجرو مرستندويه حجرې لوړه کچه رانغاړي. دا بېلابېل وګړي د اداره کوونکو يا اوږد مهاله نه دوام کوونکو - په توګه ډلبندي شوي دي. په بله ډله کې هغه خلک شامل دي چې د ويروس ضد درملنې نه پرته ټيټ يا د نه تشخيص وړ ويروسي بار لري، چې دا خلک د ممتازو اداره کوونکو يا ممتازو مخنيوي کوونکو په توګه پېژندل کېږي. دوی په ۳۰۰ اخته اشخاصو کې نږدې ۱ تن دی. د معافيت کمزورې کوونکې پرمختللې ناروغي د معافيت کمزورې کوونکې پرمختللې ناروغي د يوې ناروغۍ په توګه په يو کې له ۲۰۰ نه د کمو حجرې د شمېر يا له ناروغۍ سره د مل ځانګړو ناروغيو په واقع کېدنې سره تعريف کېږي. د مشخصې درملنې په نه شتون کې نږدې په اخته نيمايي وګړي د لسو کالونو په دننه کې ته وده کړې ده. تر ټولو زيات عام حالتونه چې د شتون بدلوي ٪۴۰ ، ٪۲۰ د ضايع کوونکي ناروغۍ په بڼه کې او د مرۍ التهاب دی. په نورو عامو علايمو کې د تنفسې مجرا مکررې ناروغۍ شاملېږي. وقفه يي يا فرصتي ناروغۍ کېدای شي د بکتريا، ويروسونو، فنجي او پرازيتونو له امله وي، چې په عادي ډول د معافيت سيستم په واسطه اداره کېږي. هغه ناروغۍ چې واقع کېږي، په هغو ارګانيزمونو پورې اړه لري، چې د شخص په چاپيريال کې دي. دا ناروغۍ کېدای شي ، نږدې هر ژوندی سيستم اغېزمن کړي. اېډز انساني وينه د دريو ډول حجرواو يو ډول مايع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د ويني سپيني حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی ويوېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسم دفاعي نظام ړنگ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسم حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د والگی یا زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي وايرس انساني دفاعي نظام ړنگ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی ويوايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي. داېډز د منځ ته راتلو په هکله تيورياني د ايډز پېژندل او د هغه سره مقابله -په ۱۹۸۱ ميلادي كال كې په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو. - په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې د فرانسې د پاستور ا نسټيټوټ د ويروس كشف اود ايډز نوم كښېښودل شو. د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ. د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې برآ وردونه: - د ۶۳ مليونو په شاو خوا كې وگړې په ايډز اخته شول ، چې له دې ډلې څخه ېې ۲۲ مليونه وگړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. يوازې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې پنځه مليونه وگړي نوي ورباندې اخته شول او په همدې كال كې ۳ مليونو وگړو د نوموړې ناروغې له امله خپل ژوند له لاسه وركړ. - د ايپيديمي څلورمه څبه په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې په منځنې ختيځ او مركړي اسيا كې را دوڅاره شوه. اوس اوس په آسيا او په ځانگړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختگ چټكتيا څو ځله ډيره ده. د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په ككړېږي. او داسې انگېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي. په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي. ايدز څه شى دى؟ يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل گرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنگاښ سرطان د پرمختگ او بالاخره د مړيني لامل گرځي. د ايډز د ناروغۍ عامل څه شى دى؟ د د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل گرځي د اېچ آی وي وايرس د هغو دوايرسونو کورنۍوايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوبيزوگانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوگانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی. دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنگه د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينگهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوگانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوگانو د جسد دفاعي نظام ړنگوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی. پداسي حال کښي چي د بيزوگانو په سلگونو اقسام سته دوه ډوله بيزوگاني شيمپانزي او گوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی ويمور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوگاني د گوی نن بيزوگانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې گوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنگه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه اېس آی وي وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي وايرس مور گڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوگانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٩مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونگو کښي وسوه. بيا په ١٩٦٩ مېلادي کال کښي د يوه امريکايي سرتيري په وينو کښي اېچ آی ويوموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل. اتياميه لسيزه او اېډز د ٧٠ يمي لسيزي په پای اود ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي د هم جنسبازو نارينو غورځنگ و عروج ته ورسېدی. د امريکا په گڼ شمېر ښارونو کښي داسي مرکزونو او د تفرېح ځايونه پرانيستل سوي وه چيري چي به يوازي هم جنسبازه نارينه ور تلله. هم جنسبازه نارينو په څرگنده توگه خپل جنسي تمايل ښودی. د لومړي ځل لپاره په دغو کلنو کښي د هم جنسبازه نارينو په هکله د امريکايي ټولني دريځ هم مخ په نرمېدوښکاره کېدی. په ټوله امريکا کښي داسي حمامونو شته والی درلودی چي هم جنسبازه نارينه به ورتلله او هلته به يه د نورو نارينو سره جنسي اړيکي ټينگولې. پداسي حال کښي چي د اېډز د ناروغۍ منځ ته راوړونکی وايرس اېچ آی وي د جنسي اړيکو دلاري له يوه انسان نه بل انسان ته منتقل کيږي او هم جنسبازه نارينو په لږ وخت کښي د گڼ شمېر کسانو سره جنسي اړيکي درلودلې نو داېډز ناروغۍ په هم جنسبازه نارينو کښي ډېره زياته شوه. د ٨٠ لسيزي په پېل کښي داېډزپه ناروغۍ اخته کسان زياتره هم جنسبازه نارينه وه، نو داسي گمان کېدی چي پدغه ناروغي يوازي او يوازي همجنسبازه نارينه اخته کيږي. د ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي و دغه ناروغۍ ته يا - نوم ورکول سوی و چي معنا يه د هم جنسبازو نارينو د قوت مدافعت ناروغي ده . په ١٩٨١ مېلادي کال کښي د لومړي ځل لپاره يوه امريکايي ډاکټر مايکل گوټليب د دغي نوي وژونکي ناروغۍ په هکله ليکني وکړې چي يوازي و هم جنس بازه نارينو ته ورپېښېد ه. پدغه ناروغي په نشيي توکو معتاد کسان هم اخته کېدل او د وخت په تېرېدو سره څرگنده شوه چي دغه ناروغي په ښځو کښي هم وجود درلودی. د ٨٠ کليزي په لومړۍ نيمايي کښي څرگنده شوه چي د اېچ آی وي وايرس د ويني او جنسي لاري له يوه انسان نه و بل انسان ته انتقاليږي. داېچ آی وي وايرس لومړۍ پېژندنه په ١٩٨٥ مېلادي کال کښي نامي يوه ساينپوه په امريکا کښي د يوه داسي معاينې حقوق د ځان لپاره خوندي کړه د کومي له مخه چي د اېډز د ناروغی منځ ته راوړونکی وايرس په وينه کښي لټول کېدای شوای. دلومړي ځل لپاره و دغه وايرس ته د اېچ آی وي نوم ورکړی. په همدغه نوم باندي دغه وايرس نړۍ وپېژندی. په ١٩٨٧ مېلادي کال کښي د اېچ آی وي وايرس په وړاندي د مقاومت کونکي لومړي درمل اې ټي ذېډ د جوړولو حقوق يوې امريکايي درمل جوړونکي شرکت تر لاسه کړه. ازموينو وښودل چي ددغه درمل په مرسته په اېډز اخته انسانانو ژوند لږ څه اوږدېدلای شوای. ددغي ازمويني يا معاينې د منځ ته راتلو سره دغه خبره څرگنده سوه چي نه يوازي هم جنسبازه نارينه بلکه د ټولني د هري برخي نه انسانانو په خپله وينه کښي د اېچ آی وي وايرس درلودی. همدا و چي انسانان پوه شوه چي د اېچ آی وي د وايرس اخيستلو نه څو کاله وروسته بيا د اېډز ناروغي منځ ته راځي. او دا چي هغه انسانان چي په څرگنده روغ رمټ وي کېدلای شي چي د اېچ آی وي وايرس په وينه کښي ولري. سره پټۍداېډزسيمبول په ١٩٩٠ مېلادي کال کښي د امريکا په سان فرانسيسکو ايالت کښي د اېډز د ناروغانو لخوا يوه مظاهر وسوه. د مظاهرې موخه د اېډز د ناروغانو په وړاندي تعصب ته پام اړول و. پدغه مظاهره کښي برخه اخيستونکو ټولو کسانو پر خپلو بازوگانو باندي سرې پټۍ تړلي وې او همدا و چي سره پټۍ د اېډز د وژونکي ناروغۍ په وړاندي دمقاومت نښان وگرځېدی ناروغۍ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%85%D9%86%D9%88%D9%86%20%D9%85%D9%82%D8%B5%D9%88%D8%AF%D9%8A
ممنون مقصودي
ممنون مقصودي ۱۳۴۵ ل. - په انگرېزي: يو افغان لوبگر دی. دی د افغانستان د يو مشهوره عالم استاد شاه مقصود گرم زوی دی، چې پخپل وخت کې روڼ انده استاد و. مقصودي له آره د ننگرهار لایت، د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، مگر اوس په کابل کې د قصبې په نوم يوې سیمه کې مېشت دی. زده کړې لومړنۍ زده کړې ېې له عمراخان ښوونځي نه تر اتم ټولگي پورې په کابل کې پیل کړي دي. بیا ېې له اتم ټولگي نه تر دولسم ټولگي پورې ېې په ابن سینا ښوونځي کې زده کړې تر سره کړي ، وروسته بیا د وخت جبري پوځي دندې ته ورغی اوعسکري دنده ېې درې کاله او شپږ میاشتې ترسره کړه. له عسکرۍ څخه وروسته بیا د کابل پوهنتون ته د ښکلو هنرونو پوهنځۍ ته ولاړ. د پوهنځۍ وروستی کال ېې و چې په کابل کې سیاسي وضع خرابه شوه او دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر کډې کولو ته اړ شو.ښاغلی ممنون مقصودي يوولس کاله د کډوالۍ ترخې لوړې ژورې په پاکستان کې ولیدې. په کډوالۍ کې ېې شاوخوا په کال ۱۹۹۴ زېږدي کې د بي بي سي په تعليمې پروژې کې ېې د نوي کور او نوي ژوند په راډيويي ډرامه کې کار پیل کړ. دندې ښاغلی ممنون مقصودي د افغانستان د گوتو په شمار له څو تکړه ؤ ممثلانو ، هنرمندانو او اوپرايئي نندارا جوړوؤنکو څخه شمېرل کېږي. د ښاغلي ممنون مقصودي رسمي دندې په کابل کې د راډيو ډرامونو ، راډيو داستانونو ، فلمونو او د نندارې پر بهیر کې ېې د تمثیلي پارچو او هر اړخیزو سټېج ډرامو څخه پیلېږي. له ۱۹۹۴ څخه راپدې خوا د بي بي سي سره په تعلیمي پروژې کې د فعال ممثل، سناریسټ، او راډيو ډرام ډايرکټر په توگه دنده ترسره کوي. هنري ژوند د ښاغلی ممنون مقصودي له خولې چې وايي ٫٫ما خو د ډېر ابتدا څخه د تمثیل سره مینه درلوده ، کله چې زه په اووم او اتم ټولگي کې وم نو ما احساس کړه چې زما مشره خور صائیمه مقصودي چې په راډيو ډرامونو کې کار کاوه، اوزما مشر ورور داوود مقصودي، دی هم په راډيو ډرامونو کې هیرو دی ،نو کله چې به ما د خپلو استادانو نه ددوی د ښو کارکردگیو توصیفت اورېده نو خدای شته چې خوند به ېې راکاوه٬٬. او دغه هیله او هیجان په ما کې هم پیدا شو چې بلآخره زه هم خپل استعداد وآزمويم،،. دغه راز د ښاغلي ممنون مقصودي تمثیلي استعداد د لومړنيو زده کړو په دوران کې د ملي ورځو د نمانځلو او د ښوونکي د ورځ په وياړ د پروگرامونو په لړ کې پیل شوی او لړۍ ېې تر د افغانستان د ملي راډيو ټلويزیون او ملي نندارې تر وره پورې رسېدلای. د ښاغلي ممنون مقصودي له قوله ، دده لومړني د تمثیل زده کړه کې د استادانو لکه د ارواښاد فضل محمد فضلي چې په ف ـ فضلي ېې هم شهرت درلود نوم يادولای شو او تر څنگ ېې د استاد رفیق صادق نوم هم يادېږي. ښاغلي ممنون مقصودي که څه هم چې په لس هاؤ تياترنندارې، راډيويي ډرامې، تمثیلي پارچې او لس هاؤ فلمونو کې ونډې لرلې دي او څرگند شوی دی خو تر ټولو هغه ېې شهرت په د د کونډې ځوی فلم کې ډېر ترلاسه کړ او د خلکو تر منځ د شادگل د کرکټر په نوم مشهوره شو چې تر اوسه ېې دغه هنري کرکټر د خلکو تر منځ بې جوړې بريالی يادېږي . هنري لاسته راوړنې د کډوالۍ نه د مخه ښاغلي ممنون مقصودي د لومړني افغاني ډرامې د کونډې ځوی په ټيلويزيوني لړۍ کې راڅرگند او ښه وځلېده همداسې ېې د کډوالۍ په وخت په وروستيو کې په يوهنري فلم کې هم راڅرگند شو . دا فلم نیلوفر در باران نومېده اود فلم ډائرکټر ېې همايوون کریمپور دی چې په فرانسې کې مېشت دی. نوموړی هنري فلم په فرانسوي ، او فارسي ژبه جوړ شوی او د همايوون کریمپور په نوښت د نړۍ په اتو غټو فيسټيوالونو کې ښودل شوی دی چې يو شمېر جایزې ېې اخیستې دي ، همداراز ښاغلی ممنون مقصودي د بي بي سي د نړېوالې راډيو له طرفه په ښو جايزو ستايل شوی دی او نورې کورني لاسته راوړنې هم لري. مدني حالت ښاغلی ممنون مقصودي متحل دی او دوه ځامن او يوه لور لري. د ممنون مقصودي مېرمن لينا مقصودي نومېږي او هغه هم د نوي کور نوي ژوند په راډيويی ډرامو کې د عاطفې تر رول لاندې رول لوبوي . فلمونه ممنون مقصودي تر اوسه پورې د لسو نه زيات هنري فلمونو کې راڅرگند شوی دی . د هغو له کتاره ېې دغه فلمونه ډېر د يادېدو وړ دي . عزت پښېماني زهر پرانيستې غېږ د کونډې زوی نيلوفر در باران ارمان سرچينې د بي بي سي سره مرکه مسلمان لوبگران افغان لوبگران پښتانه لوبگران پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%B1%DB%90%DA%A9%20%D8%A7%D9%8A%D8%A8%D8%B3%D9%86
هنرېک ايبسن
هنرېک جان ايبسن يو ناروېژی ډرامه لیکونکی و او د نن ورځې د پرمخ تللې نړۍ په ادبياتو کې د ريښتوني ځېل پېلامگر و . دی د رياليزم مخکښه عالم و . او د نن ورځې د موډرنې ډرامې لومړنی لیکوال گڼل کېږ . همدا رنگه په نړۍ کې د اوروپا په کچه ايبسن د ویلیم شکسپیر څخه وروسته مخکښه ډرامه کښوونکی بلل کېږي . د ۱۸۲۸ زېږېدنې د ۱۹۰۶ مړينې ناروېژي ډرامه ليکونکي ناروېژي ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%BA%D9%85%D9%87
نغمه
نغمه چې کورنی نوم ېې ښاپېرۍ ده د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د ۱۹۷۰ زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده گڼل کېده . ښاپېرۍ ٬نغمه٬ خپل پخواني خاوند منگل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ په پښتو ، دري ، اوردو ژبو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډگره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره کړې . نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د افغاني ټولنې د دودونو هغه ځنځيرونه چې له مخه ېې ښځينه و ته سندرې ويل په عامه ځايونو اواستوگنځايونو کې ننگونه ښکارېدل مات کړل او د نوموړې د خاوند په مرسته او هڅونه د سندروبڼ کې پښه کېښوده. مخينه ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په ۱۱ د مرغومي، ١٣٤٢ ل. كال کې د کندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه كې زېږېدلې ده. د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل چې لومړنۍ سندره يې سوځم په غمونو کې په چلن د زمانې، وځي له خولې ستا د مينې ترانې وه. ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه فيتې ډكې شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنگ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولگه هم خپره شوه. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو هغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې د ډېرو پام ځانته واړاو . كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له گواښ سره مخ شو، كابل ته ولاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه. هغه ۵ وروڼه او ۲ خويندې لري. زده کړې نغمې تر ۹ ټولگي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر ۱۲ ټولگي خپلې زده کړې رسولي خو د ۱۲ ټولگي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی. موسيقي د نغمې له انده نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې گوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وگڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترگه گوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانگړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرگندې اړتيا په سترگه گوري: هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانگړې ژبه ده، موسيقي په سا، رې، گا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنگوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنگوالى رابرسېره كوي. پښتو فولكلوريكه موسيقي پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، گلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرگلې، گلناربېگم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرگله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، گلناربېگم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنگيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو گلنار دگور تر ورځې هم چا ونه پوښتله. د شعر غوراوی هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرگندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توگه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنگ دباري جهاني،ْ اسحاق ننگيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منگل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي. نغمه ددوو پوښتنوځواب وايي په وروستيو شلو كلونو كې افغانی فرهنگي بهېر ډير زيان ليدلی چې په دی لړ كې هنرمندان په لومړي كتار كې راځي تاسې د يوې روڼاندې هنر مندې په توگه په دې هكله څه نظر لری؟ نغمه: د هرې ټولنې پېژندگلوي د هغوی دهنر له مخې كېږي، دا هنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې په مشخصه توگگه د هغی ټولنې نمايندگي كوی څرنگه چې ټولنه مخكی ځی هنر او كلتور هم وده كوی ، په خواشينی سره بايد ووايم،چې دهنر په وړاندې زموږ د خلكو سلوكو او كړو وړو يوخوا او جگړې بلخوا هنر ته ډير تاوان رسولى او اوس هم څه چې د هنر مندانو سره كېږی ډير دردوونكي دي. زه د يوې ښځينه هنر مندې په توگه په خپله ټولنه كي د هنر وده ضروری بولم چې دا كار يوې كلتوري مبارزې ته ضرورت لري. موږ بايد هنر په يو لوړ انساني تفكر بدل كړو. په دې وروستيو كې له منگل سره په غبرگو كنسرتونو كې نه ليدل كيږی؟ نغمه: موږ په امريكا كې ژوند كوو او له خپلې هنري ډلې نه لرې ياستو. كله چې هنري فعاليت لرو نوبياپاكستان ته ځوهلته اسانتياوې را ته برابريږی، په تلويزيون او راډيو كې راته وخت راكوي. انځورتون کندهاریان پښتنې شاعرانې پښتنې سندرغاړې افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%88%D9%84%D9%8A
احمد ولي
احمد ولي يو افغان سندرغاړی دی. افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1
احمد ظاهر
احمد ظاهر په انگرېزي: زېږېدنه؛۱۳۲۴ ل. - مړينه؛۱۳۵۸ ل. د افغانستان يو نامتو سندرغاړی، سندرې جوړونکی، کمپوزر او پېژندلی هنرمند دی. نوموړی د افغان موسيقۍ يو داسې ځلانده ستوری دی چې د نوموړي د مړينې نه نيمه پېړۍ وروسته لا هم د هغه د سندرو او هُنر مينه وال په افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان کې شته او د همدغه شهرت او نوم له کبله په افغاني موسيقۍ کې يو سمبوليکه شخصيت او د يو ځانگړي ځای خاوند گڼل کېږي. کله نا کله احمد ظاهر ته د دري موسيقۍ د پاچا لقب هم کارېدلی. د گڼ شمېر خلکو له مخې د احمد ظاهر او اېلوېس پرېسلي د موسيقۍ او ډول تر مېنځ ورته والی او شباهت ليدل کېږي او له همدې سببه د ځينو په اند د افغان اېلوېس پرېسلي نوم هم ورته کارېدلی.احمد ظاهر د غربي موسيقۍ څخه ډېرکمپوزونه کاپي کړي او پاړسي ژبې کې ېې چمتو کړي ، همدا ډول ېې د هند موسيقي خپلې مورنۍ ژبې ته اړولې ده . مخينه احمد ظاهر د ډاکټر عبدالظاهر زوی او په ۱۳۲۴ ل. کال کې د کابل په نوي ښار کې زېږدلی دی. نوموړی د لغمان اصلي اوسېدونکی او په خټه پښتون دی. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه په هنر کې د بنديزونو پروا نه کووله او ځان يې د هنر د شنو اوبو کب وگرځاوه، او په سيمه ييزو ژبو او سندريزو ځېلونو کې ېې غږ وازمويه. نوموړي د کابل نندارې په يوه جوړ شوي کنسرټ کې د حبيبيه ستوري ستاينوم ترلاسه کړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينگ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو کې تر ډېره بريده پر شعر او کمپوز ټينگار کاوه، همدغه شعر او کمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توگه راجوت کړ. يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند کې يې د هنر او موسيقۍ په برخه کې ډېر پرمختگ وکړ او کله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي و. زده کړې د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په گډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنگ ور وباښه. احمد ظاهر، چې کله فارغ شو په کابل او هندکې يې پيداگوژي روزنپوهنه ولوسته او يوڅه وخت يې په کابل ټايمز او افغان فلم کې کار وکړ. پر ل کال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د کال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر کلن و، چې گوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اکارډيون روږدی شو. محبوب الله پاچا د احمدظاهر له نږدې ملگرو گڼل کېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنگ په لور په مېله ووتل. د تگ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنگ او خويندې يې په وروستيو سېټونو کې کښېناستې. موټر په کيڼ لاس په ډېر سرعت سره حرکت کاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ کيږي، موټر له غره سره ټکر کيږي، چپه کيږي او د سيټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ککرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريکارو روغتون ته وړل کيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته کابل ته وړل کيږي، خو تر درملنې مخکې ساه ورکوي. احمدظاهر مړشو، که ووژل شو؟ د کابل د ترافيکو دوخت مدير نعيم خان وايي، پر احمد ظاهر د ډزو خبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه کېده، ځکه د جرم داسې څرگنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې گروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنگ ته بوت او هلته يې د گلبهار د نساجۍ د مرستيال سنگر په مرسته وواژه او په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او که ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونکي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ کړي. مدني حالت او مړينه احمد ظاهر درې ځله واده وکړ، خو دده په وينا يوه هم نېکمرغه نه کړ. له لومړنۍ مېرمنې څخه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرگ يوه ورځ وروسته و زېږېده. احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو کې له گڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وگواښل شو ، بندي شو او په پاى کې د کال د غبرگولي د مياشتې په مه نېټه په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو. باندنۍ تړنې . - . . سرچينې پښتانه سندرغاړي افغان سندرغاړي پښتانه سندرغاړي ختيځه سندرغاړي ختيځه سندارا غزلبولان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%86%DA%93%DB%8D%20%D8%A8%D8%B1%D8%AD%D8%A7%D9%84%D9%87%20%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%85%D8%B4%D8%B1%D8%A7%D9%86
د نړۍ برحاله هېوادمشران
هېوادمشردا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لارښودانو لېست دی، پدې کې د هېواد مشر او د حکومت مشر ښودل شوي. د بېلابېلو حکومتونو نظام هم ښودل شوی. پدې لاندې لېست کې د پارلماني نظام، هېوادمشريز نظام، نيم هېوادمشريز نظام او پاچايي نظام دولتونو نومونه دي چې ځينو ته يې د ديکتاتوري نظام گوت نيونه هم کېږي. په نيم هېوادمشريز نظام کې د دولت چارې دواړه د حکومت مشر او د هېواد مشر په گډه سره پرمخ بيايي. د نړۍ د هېوادمشرانو لړلیک يادښتونه په همگټې پاچايي هېوادونو کې پرته له برطانيې نه، د هېواد مشره ملکه ايليزابېت ده، چې د ملکې استازيتوب د هغه پلاوی يا والي جنرال کوي. . . . دا هم وگورۍ د اوسمهال د باندنيو چارو د وزيرانو لېست - د سياسي گوندونو لېست د ښځينه هېوادمشرانو او حکمرانانو لېست د کالونو له مخې د هېوادونو حکمرانان باندنۍ تړنې . د وخت او ځای له مخې د نړۍ حکمرانان د نړۍ هېوادمشران ځمکپوهنه سياست هېوادمشران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D8%B2%D9%84
غزل
غزل د عربي ژبې يو لغت دی او پښتو ته د فارسي د لارې راغلی دی. د دغه لغت لفظي مانا د ښځو سره خبرې دي خو اديبان شاعران يې د محبوب د ښايست او ښکلا د ستاينې هغه شعري ټولگي ته وايي چې لومړنۍ دوه کرښې يا مصرعې يې يو شان وزن څپې يا سېلاب، قافيه او رديف ولري چې دې ته مطلع هم وايي. په درېمه مصرعه يې د وزن يا سېلاب قيد وي خو د قافيې او رديف تر قېد لاندې نه وي. ورپسې بيا په څلورمه مصرعه کې لکه د لمړنۍ مصرعې د وزن، قافيې او رديف قيد لازمي دی او په همدې توگه مخکې ځي. د شعرونو د شمار او مضمون قيد پرې نشته خو عموماُ خلک په غزل کې د لږ نه لږ پينځه شعرونه ليکي. د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی او دغسې په يو غزل کې د محبوب ښايست، د هغه نه گيله، د وخت د حکمران نه فرياد، د تصوف معراج غوندې مضمونونه پکې ځايېدی شي. په قافيه او رديف پوهېدل دومره گران نه دی خو د وزن يا سېلاب خبره بيا ځانته وضاحت غواړي او د دې څرگندونې لپاره به د حمزه بابا دا غزل وړاندې کړو چې وايي: تا چې سبا وکه سبا نه راځي راشي په هرچا خو په ما نه راځي دا که مونږ په څپو کې ووېشو نو داسې راځي تا چې س با و که س با نه را ځي را شي په هر چا خو په ما نه را ځي دغه دواړه مصرعې يو شان سېلاب يا وزن لري او دغسې په هره مصرعه کې ١١، ١١ څپې دي. نو شاعر ته پکار دی چې که د خپل شعر وزن کچ کوي نو په څپو کې دې ووېشي او پخپله به پرې پوه شي. بيا يې نو په بيا دی څه باور په تا څو ځله بيا وکړي خو بيا نه راځي ښکليه چې موسکی په ټيټو سترگو شې هېڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي ووايه زاهد ته گناه زه کوم زور يې خو کمبخته په تا نه راځي عشق دی لکه وخت، اوسه حمزه پکې تل وي په تگ بېرته په شا نه راځي د غزل د ښکلا او شهرت وجه دده سادگي، د مصرعو ښايست، د ژبې خوږوالی او د مضمون آزادي ده. اوس که غزل څوک نور خوږوي نو هغه د تخيل ښکلا ده، نازک خيالي ده، خوندور تشبيحات دي، اشارات او کنايات دي. چېرته چې په پښتو کې د ساده غزل خبره راځي نو هغه بيا د حمزه بابا نه سلهاوو کاله وړاندې اکبر زمينداوري ليکلی دی، چې په دې توگه دی: چې مدام زه ستا و مخ وته نظر وړم د بېلتون د وېرې زړه زېر و زبر وړم که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده دغه ستا د نغري سور انگار په سر وړم ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دی تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم غزل پېژندنه د غزل په پېژندګلوۍ او تعريف کې پوهان سره يوه خوله نه دي ، هر يو خپل خپل تعريف او تعبير ورکوي ، ځينې شعر پوهان د غزل پېژندګلوي په دوه ډوله کوي ، يو د معنی له مخې او بل د فورم له مخې ، د معنی په اړه يې ټول کره کتونکي په يوه خوله نه دي چې غزل ته ولې غزل وايي؟ او ولې دانوم ورکړل شوی ؟ ،خو د لاندې څو نظريو په وړاندې کولو کېدای شي چې د غزل وضاحت يو څه وشي . د غزل لغوي معنی له ښځو سره خبرې کول او يا د ښځو په هکله خبرې کول دي. د غزل لغات په اصل کې د تنکيو ،نازولو او ښکلو کيسو کولو ته وايي . غزل ښځو ته مخاطب کېدل دي په عربي کې وايي : زيدا غزل من عمرو يعنې زيد له عمرو نه زيات عشق پالی دی يا زيد عشقي مضامين له عمرو نه ښه تړي او يا دا چې رجل اغزل يعنې پلانی عشق پالی يا د موسيقۍ مينه وال دی. دا هم مشهوره ده چې غزل د اغزال څخه اخيستل شوی . شمس قيس رازي غزل د هوسۍ د خولې نه د ستړيا په وخت کې وتونکي اواز ته وايي. دا هم ويل کيږي چې غزل د قصيدې هغه برخه وه په کوم کې به چې د ممدوح د ښايست او ښکلا ستاينه کېدله او يا به يې عشقي او رندانه اشعار پکې ويل ،نو په کار ده چې يوازې عشقي موضوعات پکې وڅېړل شي، ځينې نور وايي چې غزل يو ادبي صنف دی او لکه څنګه چې په نورو اصنافو کې د موضوع د تعين قيد نشته همدارنګه مناسبه داده چې غزل دې هم د يوې خاصې موضوع پورې ونه تړل شي . يوه نظريه دا هم ده چې غزل ته ځکه غزل ويل کيږي چې تغزل د مينې درد ، سوز وساز او ګداز لري ، له همدې کبله بې تغزله غزل ته غزل نشي ويل کېدی. هغه کيفيت چې په مخاطب لوري اثر کوي او هغه د احساس او جذبې په حالت کې له ظاهري او نمايشي دنيا څخه بلې خوا وړي که مونږ پورتنيو څرګندونو ته پام وکړو ،نو واقعا چې غزل د کيفيت نوم دی . د غزل اصطلاحي مانا : غزل د شعر هغه ډول دی چې سرترپايه يو وزن او يوه قافيه ولري که رديف ولري ،نو هم د ټولو بيتونو رديف به يې يو ډول وي که نه نو قافيه او وزن خو به يو وي ، په يو بيت کې دوه مسرې او د قصيدې په څېر مطلع لري، چې مطلع د غزل همدې دوو لومړيو نيم بيتو ته وايي ، په لغت کې مطلع د ختلو او ښکارکېدو ځای ته ويل کيږي ، د غزل په مطلع کې بايد ډېر پام وشي چې تغزل او سندريز والی ولري ، په غزل کې د هر بيت دويم نيم بيتی د مطلعې قافيه تعقيبوي يانې د مطلعې په وزن او قافيه ويل کيږي. د غزل وروستي بيت ته مقطع وايی چې په لغت کې د غوڅېدو ځای ته ويل کيږي ، شاعر هم خپل غزل په همدې بيت غوڅوي او پای ته يې رسوي ، په مقطع کې اکثره شاعران خپل نوم يا تخلص ذکر کوي، خو دا د هر شاعر خپل اختياري کار دی که ذکر يې نه کړي د غزل په کيفيت کې کوم اثر نه پرېوځي او نه پرې غزل بې خونده کيږي ،د لا ښه وضاحت لپاره يې لاندې غزل ګورو: بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي درانه خلک سپکيږي چې په سپکو پسې ګرځي زما د قام د کومـــــې بــــدبخـــتــــۍ به درته وايم چې څوک را زلمی کيږي په ټوپکو پسې ګرځي بيا څوک د پښتنو د اتفـــــاق ســـــندرې وايــــي دېوان يې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي صلاح کوي ، جرګه کوي ،غونډيږي تنـــدرونه څوک ځاله جوړوي ځانله په ډکــــو پسې ګرځي د هغه غرڅنۍ غړۍ مــــې هغســـــې په زړه ده لا هغسې مې فکــــــر په کنجکــــو پسې ګرځي د ښکلو په سينو کې بې غرضه زړونـــه ګوري صــابــــر بلا وهلــــی دی په ورکو پسې ګرځي صابرشاه صابر په پورتني غزل کې لومړی بيت چې غزل پرې پيل شوی مطلع ده ، اخري بيت چې غزل پرې پای ته رسېدلی مقطع ده ، چې شاعر پکې خپل تخلص هم ذکر کړی ، په دې غزل کې بې درکو ، سپکو، ټوپکو ، خټکو ، ډکو ، کنجکو او ورکو د قافيې کلمې دي ، پسې ګرځي ، پسې ګرځي يې رديف دی چې د هرې قافيې وروسته په يو ه شکل او يوه مانا تکرار راغلی دی. د غزل د بيتونو شمېر د پنځو ۵څخه تر پنځه لسو ۱۵ پورې وي ، ښه غزل هغه دی چې اووه ۷بيته ولري ، همدارنګه د پښتو ادب نوميالی څېړونکی افضل رضا وايي : غزل هغه منظوم کلام دی چې مطلع او مقطع لري او د شعرونو شمېر يې طاق وي او لږ ترلږه پنځه بيتونه ولري ، خو ځينې پوهان بيا وايي چې د بيتونو د طاق مسئله کوم منطقي جواز نه لري او په معاصر شعري بهير کې خو ډېر کم شاعران د دې خبرې پابندي کوي. د دې روايت په هکله په پښتو کې نورڅه کوټلي ثبوتونه نشته ،خو يوازې منان بارکزي د خپل ديوان په خاتمه کې د شعر په ژبه ددې روايت په اړه وايي: په پښتـــــــو ژبه مــــې ووايه کتاب هر غزل يې اووه اووه بيته انتخاب دا په دا چې مولانا مولـــــــوي جام د دېوان غــــــزلــــــې اوه بيته تما م د غزل د بيتونو د شمېر په اړه خوشحال بابا وايي چې : زيات نه زيات ديارلس بيتونه بايد ولري ، ددې څخه زيات د نوموړي په خيال د قصيدې رنګ غوره کوي ،خو ځينې شاعران د غزل د شعرونو انتهايي حد يويشت يا پنځه ويشت بولي. د غزل تاريخچه د ليريک غنايي يا بدلې شعرونو د ډول پخوانی او لرغونی ژانر دی ، غزل په خيتځو ادبياتو کې د تخليقي څرګندونو يوه غوره او په زړه پورې ذريعه ده چې له ځان سره ځانګړي روايات تړي ، غزل په فارسي ژبه کې د عربي ژبې د بوللې يا قصيدې له تشبيب يا نسيب نه رازېږېدلی. په تاريخي لحاظ د غزل د دودېدو او پيدايښت دقيقه نېټه نه شو په ګوته کولای ،خو يوازې دومره ويلای شو چې د دې فورم پيدايښت او په ادبياتو کې رواج موندنه په شپږمه پيړۍ کې شوې ، دا هغه وخت وه چې قصيدې خپل ځای په ټوليزه توګه د غزل قالب ته پرېښوده ، د غزل د تاريخ د لا ښه وضاحت لپاره دا لازمه ګڼم چې د ښاغلي حبيب الله رفېع وينا کټ مټ رانقل کړم قصيده په عربي ادب کې يو بنيادي ژانر دی چې د عربو په جاهلي دوره کې يې ډېره وده کړې وه او عربو به ډېر ارزښت ورکاوه ،تر دې چې پياوړو شاعرانو به د قصيدو مسابقې سره کولې او د عطاظه په بازار او د مکې په دېوالونو به يې ځړولې او نور شاعران به يې ادبي مقابلې او ځواب ته رابلل . په قصيدو کې به داسې ستاينې او غندنې کېدې چې کله به د عربو په قبايلي جګړو کې وويل شوې ،نو د جګړې لوری به يې بدل کړ او بايللې جګړه به يې وګټله ، د بوللې په سر کې به خاص جذابيت ، قوت ، عذبت او کشش و ، چې په دې اساس به اورېدونکي بوللـه تر پايه اورېدله . د غزل دې تمهيد ته يې تشبيب ، نسيب يا تغزل وايه چې د مينې او ښکلا په ستاينو به ولاړه وه ، الفاظ به يې دومره خواږه او راڼه و ، لکه له ګلابو چې عطر جوړ کړي ، دا ښکلي الفاظ په حقيقت کې هغه زرينې خښتې وې چې د غزل ماڼۍ پرې ودانيږي ، خو د عربو په ګرمو او تبجنو دښتو کې قصيدې خپله دا نازولې لور تل په اوږه ګرځوله او نه يې پرېښودله چې په دې سره ځمکه پلې شي ، پښې يې وسوځي او يا يې نور وجود د ګرمۍ په غشو داغي شي ، د غزل لکه څنګه چې بدن نازک او تنکی وه همداسې قدمونه هم واړه او لنډ وه د تشبيب او تغزل بيتونه به يې ډېر لږ وه لکه پنځو تر پنځه لسو بيتونو وه سره له دې چې بوللـه سوونه بيتونو ته رسېدله ، د غزل په هر بيت کې به يوه خبره بشپړېدله . د اسلام له راتګ سره سم افغانستان ته هم عربي ادبيات راغلل بيا د سلطان محمود غزنوي په وخت کې ډېرو ليکوالانو له قصيدې راوروسته د غزل په ماشومه ژبه خبرې پيل کړې ، پښتو ژبې سره له دې چې له ويدي او اوستايي دورې نه خوږه ولسي او زړه شاعري درلوده د عربي ژبې سوغات يې هم په ځمکه و نه غورځاوه ، بوللې ، څلوريزې او غزلې ته يې هم هرکلی ووايه ،خو د خپل ادب رنګ يې ورکړ ، د عروضو پر ځای يې د خپل تونيک سېلابيک رخت جامې ورواغوستې . لکه څنګه چې د قصيدې صنف پښتو ته راغی همداسې غزلې هم د پښتو ادب په ورشو ګانو خپل پاسته او غزالي قدمونه کېښودل او په همغه خوږه او عنبرينه ژبه يې له پښتو سره د زړه خواله وکړه ، د مينې خبرې يې وکړې او د مينې رازونه يې بيان کړل . د شتو معلوماتو له مخې لومړی ځل اکبر زمينداوري د غزل پېغله د پښتو ادب په ځمکه پلې او د ژوند زمينه يې ورته برابره کړه او هغه خوږه ژبه يې ورکړه چې د غزلې غوښتنه وه : د خپل ځان له حيرانۍ به څه ويل کړم د عشق وير به تل په خپله پټـــول کړم اکبر زمينداوری د ښاغلي رفېع صاحب له پورته وينا څخه دا څرګنديږي چې غزل د قصيدې په څېر له عربو څخه راپاتې او د قصيدې له ښکلا څخه زېږېدلی ژانر دی چې پورته څرګندونو څخه د غزل په تاريخ لا ښه پوهېدلی شو. د پښتو غزل تاريخي بهير په پښتو ژبه کې د اکبر زمينداوري نه د غزل د مزل دوام پيل شو ، چې له نن څخه شپږ سوه کاله وړاندې وه ، نوموړی لومړنی شاعر دی چې مونږ ته يې غزلې رارسېدلي دي د د مغلي پاچا ګوډ تيمور چې په ۷۷۱-۹۰۷ زمانه کې ژوند کاوه هم مهالی وه چې د هغې ظلمونه يې په شاعرانه ژبه ښه انځور کړي دي: د مغلو تيمور هسې په اور وســــوم چې به هېر پدې ماتم زمينداور کړم شهسوار سنګر وال په ادبياتو تاريخ کې اکبر زمينداوری غزلبول شاعر ياد کړی ، د زمينداوري غزلونه ساده او روان دي او د ولسي غزلو رنګ پرې ګډ دی چې يوه بېلګه يې دا ده : چې مدام زه ســــتـــا ومخ ته نظر وړم د بېلتون له بېـــرې زړه زېروزبـــر وړم چې پرما دې حکم وشي چې خـــادم شه دغه ستا د نغري سور انګار په سروړم چې جمال د مهر ومينې راښکاره کړې شين طوطي شم په هوا د مينې پر وړم چې ګفتار دې په ښه مينه راته وشــــي نو بډای شم کوټې کوټې در ګوهر وړم ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل کړم تل په زړه کې دغه فکــــــر زه اکبر وړم خو په کلي توګه دا هم نشو ويلی چې د پښتو غزل ابتدا به د اتمې هجري پېړۍ څخه شوې وي، ځکه له دې وړاندې په ژبه کې نور شاعران هم موجود وه ، د پوهانو له نظره د دوهمې او اتمې هجري پېړۍ ترمنځ به د پښتو غزل په ملي او عروضي شکلونو خامخا موجود وه ، چې د ماضي په تورو تيارو کې رانه ورک دي ، له اکبر زمينداوري څخه وړاندې شاعرانو به په ملي او عروضي غزل خامخا خپله طبعه ازمايلې وي ، خو په دې اړه کومه بېلګه له مونږ سره نشته ،نو ځکه زمينداوري د پښتو د لومړي غزل ليکونکي په توګه يادوو. له دې راوروسته په لسمه هجري پېړۍ کې د غزل يو شمېر نور شاعران راپيدا شول او په غزل کې يې ديني او اخلاقي مطالب ځاي پرځای کړل چې علي سرور لودي ، ملامست زمينداوري د دې دورې غزل ليکونکي شاعران دي ، په همدې پېړۍ کې د بي بي نېکبختې په نامه يوې عارفې پښتنې هم د نصيحت او ديني لارښوونو نه ډکې غزلې ويلي دي. د يوولسمې هجري پېړۍ منځنۍ دورې په لومړۍ نيمايي کې د نورو روحاني شاعرانولکه ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼی ، واصل او علي محمد مخلص دي چې دغه منځنۍ دوره کې روښاني شاعرانو پښتو غزل ته وده ورکړه ، د تصوف موضوعات يې پکې خوندي کړل او ورسره يې په غزل کې هنريت او شعريت ته هم پام وکړ او د عشق حقيقت ته يې د مجاز جامې ور په غاړه کړې. له دې وروسته د يوولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې خوشحال بابا ته د پښتو غزل د مزي په رسېدو سره پښتو غزل نوی رنګ او خوند وموند او هم يې د موضوع له پلوه هرې خواته لمن پراخه شوه ، خوشحال خټک په پښتو غزل ټولې هغه لورونې وکړې او پښتو غزل ته يې نوې ځانګړنې او نوي اړخونه ورکړل . د خوشحال بابا پرمهال چې پښتو ادب کومه فني بشپړتيا وموندله په هغې کې د فن او شکل له پلوه پښتو غزل د نورو فورمونو په وړاندې زيات مقبول شو . اګر چې خوشحال بابا په هره موضوع کې شعر ويلی دی ،خود استاد راج ولي شاه خټک په وينا د عشقيت کيفيتونه يې زيات په غزل کې څرګند کړي دي، لکه چې وايي: په غزل په رباعي مې زړه مين دی چې مدام يم د دلبــــرو د جمـــــــال د پورته بيت نه دا څرګنديږي چې خوشحال بابا په پښتو غزل کې نوي ايجادات او نوښتونه وکړل او پښتو غزل يې د معيار لوړې پوړۍ ته ورسوله . خوشحال بابا په دې هنر کې يوازې پاتې نه شو لکه چې وايي: د خوشحال سره که کيني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شي بيا د پښتونخوا له هرې سيمې شاعرانو سر راپورته کړ په لسګونه شاعران راميدان ته شول او له لسهاو د غزل دېوانونه تخليق او ترتيب شول ، همدا د پښتو غزل ښه موجوديت وه چې په پښتو ادب کې دغه دوره حبيب الله رفېع او راج ولي شاه خټک په وينا د طلايي دورې په نوم ياده شوه . اشرف خان هجري ، عبدالقادر خان خټک ، صدرخان خټک او سکندرخان خټک د خوشحال بابا د کورنۍ غړي دي ، دوی هم په دغه دوره کې غزلې وليکلې او په همدغه دوره کې صوفي شاعر عبدالرحمان بابا او نازک خيال شاعر حميد مومند هم غزلې وليکلې . رحمان بابا يو صوفي شاعر و ، چې په غزلو کې يې توصيه ، اخلاق ، حقيقي عشق او نور مسايل بيان کړل . رحمان بابا چې پښتو غزل ته د حسن او عشق د مرغلرو کوم امېل ور په غاړه کړ تر قيامته به پرې پښتو او پښتانه وياړي . د رحمان بابا غزلې ساده روانې او د ولسي محاورې سره اړخ لګوي چې د فن له لحاظه کوم احساس لري هغه د غزل د فني مقابلې يو اثر ښکاري لکه چې وايي: د رحمان وينـــــــا به هلـــــــه در په ياد شي چې دې يو دېوال ته مخ بل ته دې شا شي عبدالرحمن مومند د دې دورې يو بل ځلانده ستوری حميد موند وه ، حميد مومند په پښتو ادب کې د يو ادبي مکتب ځانګړي سبک خاوند دی په دې سبک کې د عشق نازکخيالي موشګافي همدارنګه د نايابو تشبېهاتو ، استعارو ، کنايو او مبالغو ډېر درسونه ويل کيږي. دا چې حميد مومند د هندي سبک پيرو دی د دې سبک زياتره غزلې د مينې محبت په محور څرخي ، خکه چې نورو موضوعاتو ته يې د انتقاد په سترګه وکتل لکه چې وايي : ډېرو زهد ته حميد راکيښ شېــخــانو چې داخل په دا قطار کې نه وه نه شـــو ملايانو څخـــه درس کړ مينـــــــې پاتې د شېخانو په شېخۍ کې څه بود نشته حميد مومند د پښتو ادب په هغه سرمشرانو کې راځي چې د چا له برکته پښتو غزل د اسماني سندرو شان وموند . په دغه دوره کې لس ګونه غزل ويونکي شاعران پيداشول او په لس ګونه د غزلو دېوانونه ترتيب شول او په پښتو ادب کې د غزلو پانګه پيدا شوه ، د دغې دورې د غزل شاعران کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي چې همدوی غزل د معيار لوړې څوکې ته ورساوه . تر شيدا او کاکړ راوروسته د ديارلسمۍ پېړۍ له پيل سره پښتو غزل د خپل قوت نه رالوېږي په دغه وخت کې شاعران مثنوي ، فولکلوري فورمونو کيسې او نظمونو ته مخه کړه او له دې سره يې پښتو غزل ته شا شوه . شاعرانو کله کله غزل ته هم هڅه کړې ده ،خو هغسې خوند او قوت به يې نه درلود لکه د زرينې دورې د شاعرانو په غزلو کې چې موجود وه . د شلمې پېړۍ په راتګ سره د پښتو شاعرۍ په لره او بره پښتونخوا کې خپله بڼه بېخي بدله کړه ، د شعر مضمون نوی شو او په عام ډول د پښتو شعر د هنريت او شعر برخه د ازادۍ او خپلواکۍ تر نوي او پارونکي مضمون قربان کړه او په شعر کې د هنر اړخ له نظره ولوېد، په پښتو شعر کې د دغه مضمون تر زياتېدو وروسته ورو ورو په شعر کې د هنر غوټۍ را پورته کېدلې او د هنر د نوي مضمون هڅه پيل شوه چې د پښتو غزل حمزه باباشينواري ميدان ته راودانګل چې په راتګ يې نوی غزل پيل شو . لا ښو په سيمه د پښتــــــون به نورګلان وکرم حمزه شباب د تخيل مې که اجـــــل پرېښوده که تغزل اوس د حمـــزه په تفکــــــر شـــــــو بدل ولې په دې مه کړه يقين چې يې غزل پرېښوده ارواښاد حمزه شينواری په شعري فورمونو کې د غزل اهميت غزل د ادبياتو په زړه پورې صنف دی چې په هره ژبه کې بې شمېره مينه وال او لوستونکي لري او په ادبي صنفونو کې يې لوړ مقام خپل کړی ، دا چې ولې غزل دومره مقبوليت تر لاسه کړی ؟دا په خپله ددې خبرې مزی په لاس راکوي چې غزل کې څه دي؟ او ددې لوړمقام تر شا کوم عناصر پراته دي ؟ مونږ وايو چې شعر خپل ارزښت له ښکلا څخه اخلي ،نو تر ډېره حده دغه ښکلا په غزل کې موجوده ده . له بله پلوه ښاغلی صديق روهي هم وايي چې شعر د تخيل او عاطفې بچی دی که ددې څخه يو هم و نلري نو شعر يتيم دی ،نو که وګورو د غزل پوره مانا په دغو توکونو سمبال دی. که څه هم په شعري فورمونو کې هر ژانر بېل بېل کيفيت لري ،خو غزل بيا دغه کيفيت ته لا خوند او رنګ ورکړی ، په همدې اساس د پښتو په شمول په نورو ژبو او ادبياتولکه عربي ، دري او اردو کې غزل ته تر نورو فورمونو زيات ارزښت او لومړيتوب ورکړل شوی ، دا هغه نازک ، لطيف او تنکی ژانر دی چې د ادبياتو په هره دوره کې خپل محبوبيت ښکاره کړي . د غزل لپاره تخيلاتي رنګ ا وداخليت ډېر مهم دی ،ځکه خو په زړونو کې دومره ځای لري ، ويل کيږي چې د غزل د تغزل روح دی لکه څنګه چې بغير له روحه جسم تش کالبوت دی همداسې بغير له تغزل غزل هم بې روحه دی ، نو د غزل د مقبوليت يوه وجه تغزل دی چې زړونو ته تسکين ورکوي ، بل مونږ وايو چې عشق د شاعرۍ لپاره لازم او بنيادي محرک دی ، نړۍ وال تاريخ پوه ابن خلدون هم په دې نظر و چې د شاعرۍ لپاره عشف تر هرڅه زيات ضروري دی ، رحمان بابا وايي: دا دستور دی چې له درده زګېروی خيژي ګنې څــــــه وه د رحمـــــان له شاعرۍ نو که وګورو غزل دغه جذبه په څو رنګونو کې وړاندې کړې او د هرې موضوع بار دې فورم په خپلو اوږو پورته کړی ، له همدې امله په شعري فورمونو کې غزل ته د لومړيتوب مقام ورکړل شوی او په هره ژبه کې شاعرانو د نورو فورمونو په پرتله په غزل کې ډېر کار کړی او دا ژانر يې د خپل ادب تهداب او بنسټ ګڼلی وي. د فورم له مخې د غزل ډولونه د پښتو په ځينو خاصو غزلو کې کيدای شي د غزل هغه مسرې چې قافيه نه لري ، يو څه له قافيه والو مسرو څخه زياته شي ، په پښتو کې له ۷ څپيزو څخه نيولې او تر ۱۰ څپيزو پورې غزلونه شته ، په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دا لاندې بڼې لري . بې رديفه غزل : هغه غزل دی چې رديف ونلري او په قافيه پای ته رسېدلی وي لکه د پيرمحمد کاروان دا غزل: لپه دې جانانه چېرې تشـــــــــــ-ــــه نشـــــي ستــا يا پکې اوبه راکــــــــــــــــــوه يـــا پکـــــې دعـــــــــــا کلـــه چې شي ورځې تکــــــــــې تورې لکه شپې مــــاتـــه پــټـــه وســـــــــــــــاته په موټـــــي کې رڼـــا ستـــــــــــــا خوږې خبرې دي سکه لکــــــه ثواب بــــــس د روژه مــــــــاتي غوندې بس لکه خرمــا دوه اوښکې په سترګو کې په زړه کې يو جانان جوړه دې کاروانه کـــــــــړه عجيبه مشغــــــــــولا د پورتني غزل هره مسره ۱۳ څپې لري ، ستا دعا ، رڼا ، خرما ، خندا او مشغولا يې د قافيې کليمې دي رديف نه لري ، په پښتو شاعرۍ کې بې رديفه غزلونه نسبت رديف لرونکوته کم تر سترګو کيږي . په پښتو کې لومړۍ معلومه او لاسته راغلې منظومه ژباړه هم د غزل له دې فورم سره سمون خوري ، د پټې خزانې په حواله ابو محمد هاشم ابن زيد سرواني په ۲۲۳-۲۹۷ هجري کې د يو عراقي شاعر محمد ابن فلاد يو شعر په پښتو ژباړلی چې د شعر منظومه ژباړه يې دا ده : ژبه هم ښه وينــــــــا کا چې يې وينـــــه د خاوند په لاس کې زر او درهمــــــونه که درهم يې ځينې ورک سو سي نتلی په نړۍ يــــــې وي په خــــــړو پېژندونـــــه ژبه ور ،ورله ورځــــــي وينــــا يې اوري د درهـــــم خاوندان تل وي په وياړونـــــه همداسې تر پايه پورې رديف لرونکي غزل: د غزل د فورم هغه بڼه ده چې د قافيې ترڅنګ رديف هم ولري ، رديف هغه يو يا څو کلمې دي چې د غزل دمسرو په پای کې د قافيې څخه وروسته په يوه شکل او ترډېره حده په يوه مانا تکرار راځي ، لکه د د روېش دراني دا لاندې غزل: دا چې ځړيږي مخامخ درتــــــــــه پـــــه دار سرونه په دې وطن کې وه همـدغــــه بـــس د کار سرونه وږي يې هسې هم غاسب همېشــــه وړي په زوره کاشکې داځل زمونږ غنم وکړي د مــــار سرونه زه خو د مينې ارمانجن وم ماخو زړونه غوښتل کړل دې د عقل طرفــــدارو راشمـــــــــــار سرونه د سپينو ستورو پر ليدو شي پرښتـــې رايــادې داسې ښکاريږي لکه وي چې يې هــوار ســرونه تر سړيتوب د زرو قدر يــو په زره زيـــــــات شـو دروېشه نن سبا واړه شـول تر دينار ســـــرونــــه د ياد غزل هره مسره ۱۵ څپې لري ، دار ، کار ، مار ، شمار ، هوار او دينار پکې د قافيې کلمې دي ، سرونه سرونه چې له ټولو قافيو څخه وروسته په يوشکل او يوه مانا تکرار راغلي رديف ګڼل کيږي . د غزل هندسي بڼه داده . دوه قافيز غزل : دا هغه غزل دی چې دوه بېلابېلې قافيې ولري ، مانا دا چې د دوه مسرو د پای له قافيو څخه دمخه او د مسرو په منځ ک ېبله قافيه موجوده وي په مطلع کې دوه بېلابېلې قافيې موجودې وي د نورو مسرو قافيې د مطلعې خپله خپله قافيه تعقيبوي که چېرې له هرې قافيې وروسته رديفونه راغلي وي ،نو له هرې تعقيبوونکي قافيې څخه وروسته د هغې خپل رديف هم په همغه بڼه تکراريږي ، لومړی به دلته هغه بېلګه راوړو چې څنګ په څنګ قافيې ولري . که يم ډېر د حوادثـــــــو پــــــــــه کشال شل خو درځم که مې رهبر شــه باکمــــال مـــل د جفاوفا سودا په خپل اختيــــــــــارکــــــه د خوبانو په دربـــــار کــــــــې دی دلا ل لل د هنر د چابک سوار لا فــــــــه که مـــــاتــه چې اسمان نيلی راواخلي د خپل چال چل په پورتني غزل کې د کشال ، باکمال ، دلال ، او چال د لومړۍ قافيې کلمې دي اود شل ، مل ، لل او چل کلمې دوهمي قافيې کلمې دي ، رديف نه لري، هره مسره يې ۱۲څپې لري . د غزل دا ډول په پښتو شاعرۍ کې زيات مقبوليت نه لري په پخوانيو دېوانونو کې يې بېلګې شته دي . هندسي شکل او جوړښت يې دادی: د دوه قافيه ييزو غزلونو بل ډول دا دی چې لومړۍ قافيه د مطلعې د مسرو په منځ کې راځي ورپسې بيا بله قافيه او بيا ورپسې رديف ، د مطلعې هره قافيه ځانته ځانته رديفونه او ځانته ځانته قافيې لري يانې دا چې د وروسته مسرو قافيې په مطلع کې راغلې قافيې تعقيبوي لکه د اسحاق ننګيال دا غزل: ټول عمر درنـــــه ده سپکېدو ته يې چې پرېنږدې خاوره پښتنـــــه ده او پردو تــــه يې چې پرېنږدې پرېږدئ خيبري تنـــــــده چې بيـــا په وينو ماته شي ګرمه معـــــــرکه ده ســـــــړېدو ته يې چې پرېنــږدې نن مې د خوشال توره چې بيا هوس د شرنګ لري تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرېنږدې د اسحاق ننګيال دا غزل دوه قافيې او دوه رديفونه لري په لومړۍ قافيه کې درنه ، پښتنه ، معرکه او ښه د قافيې کلمې دي ، ده ، ده يې رديف دی او په دويمه قافيه کې سپکېدو ، پردو ، سړېدو او چوپېدو د قافيې کلمې دي او ته يې پرېنږدې ته يې پرېنږدې يې رديف دی ، ددې غزل هندسي جوړښت داسې انځور کېدای شي . ماته غزل : ماته غزل ورته ځکه وايي چې په منځه ملا کې مات وي يا د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ يوه وقفه راځي په همدې منځ کې د څپو د شمېر له مخې هره مسره په دوه مساوي برخو وېشل کيږي. لکه په لاندې غزل کې چې ګوره د زخمونو غوټۍ د مسرې له لومړنۍ برخې څاڅي مې له سترګو نه د مسرې دوهمه برخه ده ، کله کله د اهنګ دا وقفه تر قافيې وروسته راځي او کله د رديف يوه برخه هم ورسره نيسي او بيا له هغه وروسته نور رديف راځي . دلته به د دې ډول غزل بېلګه د لا ښې پېژندنې لپاره وړاندې کړو. ګوره د زخمونو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه يار ته د کمڅو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه نن چې دا تيارې کوڅې ټولې دي باغچې باغچې جام جام د سپرلو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه اوښکه د لېمو د باغ راغړي دې قـــــــدم پـــســــې ګوره د اسرو غوټۍ څاڅي مې له ستـــرګــــــو نـه اسحاق ننګيال په پورتني غزل کې د زخمو ، کمڅو ، سپرلو او اسرو کلمې د قافيې کلمې دي غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه يې رديف دی ، هره مسره يې ديارلس ۱۳ څپې ده ، هندسي شکل يې دا دی. مطلعې غزل : هغه غزل دی چې يوازې مطلع نه لري يانې د سر لومړی بيت يې مقفي نه وي ، د لومړي بيت دويمه مسره يې قافيه لري او د نورو بيتونو د دويمو مسرو قافيه يې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې قافيه تعقيبوي . که چېرې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې له قافيې وروسته رديف راغلی وي ،نو د نورو قافيه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري ، په پښتو لرغوني شاعرۍ کې د شيخ رضي او نصر لودي ترمنځ شوی شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والی لري. د ښې پېژندنې لپاره يې دالاندې شعر ګورو: د پښتنـــــــــو د ناعلاجــــــــه مرض هغــه درد شـــوم چې د پرهـــــر د جـــوړېـدو لاره پــرهــــر کــــــې ګورم ښايي نيم زالې پټۍ بېرته شــي د زړونـــــــو لـــــــرې جنګه اثر دې په خپل مات وګوډ هنــــــــــر کې ګورم داستا تر څنګ به رسېدل څه دومره ډېرګران نه وي خود به ګناه مې په څپانده سمنـــــــــــــدر کې ګورم باصره ناصري له بله پلوه استاد فضل ولي ناګار او افضل رضا په حواله چې د پښتو غزل د څېړنې په لړ کې دا حقيقت مخې ته راځي چې پښتو غزل په دوو شکلونو تر اوسه ژوندی پاتې دی . . فني او کلاسيک غزل : چې د عروضو ، بحرونو او اوازونو په رڼا کې د ويل شوو غزلونو له ډلې سره اړيکې لري ، زمونږ د پښتو پخوانيو شاعرانو ټول دېوانونه او کليات زياتره د فني او کلاسيکو غزلونو څخه ډک دي . . ملي غزل : چې د عربي او فارسي له عروضو نه يې ځان خلاص کړی يا ازاد کړی او لکه د نورو اريايي ژبو شعرونو په رنګ ملي وزن او رنګ لري . خو څېړونکي حبيب الله رفېع په لږ توپير د پښتو ژوندی غزل په لاندې توګه وېشي: ديواني غزل ولسي غزل مقامي غزل او په دې ډول يې تشرېح کوي ديواني غزل : عام او متعارف غزل دی چې په فارسي کې د عربي له بوللې قصيدې نه رازېږېدلی ا وبيا په پښتو کې دود شوی. ولسي غزل : د پښتو ولسي غزل د پښتو د نالوستو او ولسي شاعرانو تخليق دی چې د پښتو د ډېرو لرغونو سندرو سره نښلي او خپلې اريايي ريښې لري. مقامي غزل : د هندي مقامونو او راګونو سره په ارتباط کې رامنځته شوی او په پښتو ادب کې سل يو نيم سل کاله عمر لري او خوږ ژبي شاعران پکې تېر شوي دي. د شعر ډولونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%86%D8%AC%D9%8A%D8%A8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87
محمد نجيب الله
محمد نجيب الله زوکړه د ١٣٢٥ لمریز لېږدي کال د زمري د مياشتې ١٥، کابل، - مړینه ۱۳۷۵ ل ل کال، کابل، ١٩٤٧ د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سیپټمبر ۲۷ د افغانستان پنځم ولسمشر وو. مخينه ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی، د ١٣٢٥ کال د زمري مياشتې پر ١٥ نېټه د کابل په مراد خانيو کې په يوې مسلمانه دينداره پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. نجيب الله په قام پښتون او د احمدزیو له قبیلې څخه وو. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په حبيبيه لېسه کې پای ته ورسولې او بيا د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شو او پر ١٩٧٥ ز کال کې يې دغه پوهنځی پای ته ورساوه. نوموړی په ١٩٦٥ لمريز لېږدي کال د افغانستان د خلک دېموکراتيک گوند غړی او د پرچم ډلې پلوی شو. په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې تر غويي پاڅون وروسته د انقلابي شورا غړی شو. کله چې د گوند د پرچم ډلې مشرانو د ببرک کارمل په مشرۍ غوښتل چې پر خلقيانو کودتا وکړي، نو د هغوی دا کودتا د حفيظ الله امين پر مټ ناکامه شوه. تر دې وروسته حکومت پرېکړه وکړه چې کودتاچي پرچمي مشران په بهرنيو هېوادو کې د سفيرانو په توگه وگوماري. هغه وو چې ډاکټر نجيب الله په ايران کې د سفير په توگه وگومارل شو. تر څه مودې وروسته هغه د سفير له دندې گوښه شو. په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه گوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتگ پورې په اروپا کې اوسېده. کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توگه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرگونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو. په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان هېوادمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د هېوادمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د هېوادمشرۍ واک ورسپارل شوی وو. د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د هېوادمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توگه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارگره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه. ده د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو کې مقاومت وښود ، خو د نړېوالو په ملاتړ د افغان مجاهدينو برسېره ېې د حکومت دننه پوځي کړيو ناکراريو ، بډوالي او د فشارله کبله حکومتي چارې له لاسه ووتلې .خو ددې تر څنگ ډېری افغان اکاډميک روڼ اندي او د سياسي پوهنې څېړونکي په هغه دا نيوکه لري چې د حکومت په منځ کې ېې نالوستي او توکمپال څارگر لکه عبدالرشيد دوستم ، احمد فرید مزدک ، باقر فرین ، عبدالوحيد بابجان ، عبدالمالک بېگ ، سلطان علي کشتمند ، گلاب زوي ، نورالحق علومي او دا رنگه نور د جمعیت ډلې مشمشه گر چې د پرچم له دېگي يې سر راپورته کړی ؤ د عوامو د ډار لپاره ساتلي ول. د ډاکټر نجیب الله د رژيم په مقابل د افغان ولس د بې باورۍ بل لامل دا ؤ چې سيکولر نظام ته زور ورکړل شوی و او نجیب الله د ببرک د فاشيستي رژیم د بدلون سره په ټولنه کې په ولسي تگلاره نه بلکې د ببرک لاسپوڅو جنرالانو په خوله يې څارگریزو اربکي پوځ ته لار پرانیسته چې د ولسونو تر منځ نور هم مذهبي افکارو غندنه او گډوډه زورواکي رامنځته شوه . خلکو له حکومت څخه لکه دا نن واټن ونیؤ او همدا و چې واک او ځواک نور هم ټکني شول او ولس د حکومت په درواغو ژمنو چې پخلاينې پلان چمتو کوي له بلې خوا یې د جمعیت غړو رباني او احمد شاه مسعود غېږ کې ونیول نورې ډلې يې له پامه وغورځولې له مخې يې اعتبار له لاسه ورکړ. هغه د ثور انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنگياليو فشار ته يې حکومت ټينگ نه شو او همدا وه چې په ١٩٩٢ کال کې يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جگړې پيل شوې. د افغانستان جمهوريت هېوادمشر ۱۳۶۵ - ۱۳۷۱ د ۱۹۸۶ نوامبر د ۱۹۹۲ ز کال اپرېل د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان هېوادمشر وټاکل شو او په همدې توگه د افغانستان لپاره يو نوی اساسي قانون جوړ شو. په دغه اساسي قانون کې ځينې نوښتونه او بدلونونه رامنځته کړای شول، لکه په هېواد کې د يو گونديز سيستم نه د څو گونديز حکومتي نظام جوړول، د بيان آزادي او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړول. که څه هم چې ددغو اصلاحگانو سره سره هېوادمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن گوند بې توله کاوه او ددغه گوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن گوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنگياليو سره اړيکې ټينگې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنگياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنگياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل. په همدې توگه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينگ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو. دا د ډاکټر نجيب الله د هېوادمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډگر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او گټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل. د سياسي ژوند پيل په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د ... د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانگل. د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو. وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند غړيتوب تر لاسه کړ. د خپل گوند په نمايندگئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنگونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ. په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انگليسی او اردو ژبو هم پوهېده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله. له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري. بندي کېدل يو ځل بيا نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې کبله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ځينو ښاريانو له خوا د امريکې د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤ د خوسا هگيو گوزارونه ترسره کړي و او د هغه مخې ته ېې د امريکی رپی بيرغ سوی و. دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی. د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کوميټی مشر وټاکل شو. شخصي ژوند په ١٣٥٣ کال کې يې واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لري. هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کميټی منشی ؤ، د کابل ولایت دولتی کميټی مسئوليت يې هم په غاړه درلود. له رژيم سره د سياسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په مياشت کې په ايران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د لوی سفير په حيث وگمارل شو او وروسته بيا د همدغه کال د تلې د میياشتې په نيمايي کې له رژيم سره د سياسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له دندې څخه گوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخې اول يوگوسلاويې بيا فرانسې او بيا بېرته يوگوسلاويې ته ولاړ. شهيد نجيب الله د ١٣٥٨ کال د جدي د مياشتې په ٢١ مه نېټه بېرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو خاد خدمات امنيت دولتي د رئيس په توگه وټاکل شو او د دې تر څنگ يې د قبائيلي چارو د سمون د کميسيون مسئوليت هم په غاړه درلود. د ١٣٦٠ کال د زمري په مياشت کې يې د گوند د مرکزي کميټی په يوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سياسي دفتر غړيتوب تر لاسه کړ. سياسي وړتوبونه ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه . دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر نجيب الله له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هېوادونو په گټه وي . نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمياشتې په پيل کې ددولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه گوښه کړی شو او د دې سره د گوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توگه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د گوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د گوند دعمومي منشي په توگه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د گوندي او دولتي سياست لور بدل شو . ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د گوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د گوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جگړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې په ١٣ مه نېټه په گوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دگډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي گوندي او غېرگوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتگر سياست د ډاکتر نجيب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر گونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ : له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې دسولې بسيا کېدل يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل . په سياسي ډگر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول . له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتنوالی . د ملي روغې جوړې په خپرونه کې درې مسئلې دړومبني عملي اقدام په توگه په گوته شوي وې يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند . د وسله وال اپوزيسون په گډون دملي وحدت حکومت جوړول. تقريباً دپنځه ميليونو په شاوخوا کې دافغاني مهاجرينو له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هیواد ته ستنېدل . ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي. څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو . ملي روغه جوړه دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . نجیب الله د دلوې دمیاشتې ٢٧مه نېټه چې دافغانستان څخه دروسي پوځيانو دوتلو د ورځې سره برابره وه د ملی نجات ورځ اعلان کړه. ډاکټر نجيب الله د١٣٦٩ لمريز کال دسرطان دمياشتې په شپږ مه نېټه دگوند ددويمې کنگرې په ترڅ کې د گوند دعمومي منشي په توگه يوځل بيا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلارې اوگوندي ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول. گوند د کلېشه يي او د وچو ايډيولوژيکي شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دريښتنې ډېموکراسۍ، د جگړې د عملي ختمېدو او ملي مصلحت د پلي کولو په لور گوزار ورکړ . دگوند نوم د وطن گوند تصويب شو او دغه گوند نور د تل لپاره دبنياد گرۍ او غير عملي شعارونو سره مخه ښه وکړه . ١٣٧٠کال د نجيب الله او د هغه د ملي روغې جوړې د سياست دپلويانو لپاره د سختو ازمويښتونوکال ؤ . ډاکتر نجيب الله پراخ، نوښتگر ،او هدفمن اقدامات تر سره کول. په گوند کې يې د روغې جوړې تگلاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ . څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی د روسانو وتل او کورنۍ جگړه وروسته د سمدلاسه روسي پوځونو د وتنې څخه نجيب الله په حکومت کې د يوې ډلې گډ واک له منځه يووړ او هغه بېړنی حالت اعلان کړ . هغه د حسن شرق په نوم وزير سره سره ېې نور ناسياسي حکومتي غړي هم له کابينې څخه لرې کړل. همدا رنگه د وخت متحدې روسيې د نجيب الله حکومت ته په ډېرو وټه ييزو او پوځي مرستو ورکولو کې اوږه ورکوله . په دوو ډېر سختو د ژمي موسمونو کې ېې کافي خواړه او تېل ورته چمتو کول . د ختيخې اروپا د روسي واک لاندې سيمو څخه ډېر زيات پوځي اوزار د افغانستان په لور د کښتيو له لارې ولېږدول شوه . په هغو کې د افغان هوايي ځواک لپاره داسې اوزار و چې د امريکايي سټنگرو د ناڅاپي بريدونو د ځواب په موخه ورلېږل کېدل . داسې مزايل توغوندي چې د يو ښار څخه ېې بل ښار ويشتلای شو . همدا رنگه منځينۍ کچې واټن مزايل توغوندي ، په ځانگړي توگه د سکوډ په نوم ، چې د کابل څخه په بريالي توگه د جلال اباد په جگړې کې د دفاع په خاطر وتوغول شوه .د نښې د ويښتلو واټن ېې ۱۴۵ کيلو مټره و . واک پرېښوول او د ده پرضد کودتاه پدی ترتيب يې دافغانستان دحاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوی افراد د مجاهدينو دقومندانانو د يو شمېر وگړو او ډلو په مرسته په يو گډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري مياشتې په وروستيو ورځو کې د نجيب الله او د ملگروملتونو دپنځه فقره ايز پلان په ضد يوه غلې کودتا تر سره کړه . په دغه کودتاه کې دې لاندې حکومتي او گوندي جگپوړو چارواکو برخه درلوده: د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فرید احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بریالي ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي نجم الدین کاویاني د افغانستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړي عبدالوکيل ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې غړي شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین اوځینې نور . په دغه کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزویون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې پخوانی بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم ، ډگر جنرال نورالحق علومي ، د دفاع وزارت ستر درستیز جنرال اصف دلاور ، تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، د امنیت وزارت مرستیالانو جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د ځانگړي گارډ بولندوی سید اعظم سید ، د هوايي او مدافع هوايي ځواکونو بولندوی جنرال فتاح ، جنرال امیر محمد ، جنرال مومن او جنرال جعفر نادري هم په کودتاه کې کارنده برخه درلوده. ډاکتر نجيب الله په مرگ تهديد شو او د هغو گواښونو له کبله ېې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه. پوره څلورنيم کاله يې دملگرو ملتونو په دفترکې تېر کړل او بلاخره د ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو دلښکرو د ننوتلو سره سم د وخت د سخت دريځه ډلې لخوا په ناپوښتلي حالت کې پرته له محاکمې په غيراخلاقي او غيراسلامي توگه له خپل ورور شاهپور احمدزي سره يوځای مړ کړای شو . د کابل نيول او د ده وژل کېدل په ١٩٩٦ کال کې چې کله طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په گولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه. ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې مخه ونيول شوه . په ١٧م د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه يووړله. همدا رنگه برهان الدين رباني چې د وخت زورواکی و ، د ډاکټر نجيب الله له افغانستان څخه د وتنې مخنيوی وکړ ، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه . په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو تر ولکې ورغله، ډاکټر نجيب الله ملگرو ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه. په پيغام کې ېې له هغوی څخه د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملگرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ. د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورگانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو. احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنگياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د خوندي تگ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې انگېري چې هغه نه غوښتل د تاجکانو جنگي ډلگۍ سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرگون څخه وېرېده ، ځينې هم داسې انگېري چې ډاکټر نجيب الله ځکه د احمد شاه مسعود غوښتنه ونه منله ښايي احمدشاه مسعود به د پرچميانو د ډېرو جنرالانو سره پټې ليدنې کتنې او تړونونه درلودل چې له مخه ېې د ډاکټر نجيب الله څخه د ملاتړ تمه درلوده . نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندې لپاره په ځانگړي توگه گومارل شوي و، او په وسلو سمبال و، د ملگرو ملتونو دفتر ته ورننوتل. ډاکټر نجيب الله يې د ملگرو ملتونو د دفتر څخه دباندې په زور راووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د نوموړي هېوادمشر څخه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د هېوادمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د هېوادمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په گولۍ وويشتل او په آخر ه کې يې دواړه د ملگرو ملتونو د دفتر څخه يو څو مټره لرې د هېوادمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای و چې ښاغلي هېوادمشر د جلال آباد په جگړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه. پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د مرستيال هېوادمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انگېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوې او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ و. او ښايي بيا ملا محمد رباني د پخواني هېوادمشر د مړي پر خښولو هم بنديز د خپلو همغاړو په فتوا ولگولی و . د پخواني افغان هېوادمشر د مړينې د خبر په خپرېدو سره نړېوالو او په ځانگړي توگه د اسلامي نړۍ اړونده هېوادونو د طالبانو دې غير اسلامي کړنو باندې خواشينی وښود . تر اوسه پورې د ډېرو پلويانو له خوا ېې تلين په بهرنيو هېوادنو کې نمانځل کېږي . همدا رنگه ډېری افغانان د دغه پخواني هېوادمشر په ناسوبه کړاؤ سره مړينه غندي او غير اسلامي عمل ېې گڼي همدا رنگه د دغې کړنې پړه د ملگرو ملتونو په بې پامه استازو لکه بنن سېوان اچوي . د ملگرو ملتونو استازي بنن سېوان چې په بډو وهلو عراق کې گير شو ، همدا رنگه ېې افغانستان کې خپله دنده په صداقت نده تر سره کړې خو د ملگرو ملتونو لخوا په بې پرېوالي سره ندی پوښتل شوی او يوازې ېې له کار څخه گوښه کړی . د نړېوال قانون له مخې د هاگ په ستره محکمه کې د دغسې ډپلوماټنو څخه هم گروېږنې کېږي . بنن سېوان اوس دا وخت په قبرس ټاپو کې ژوند کوي. ماخذ . د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز گردېز ته څېرمه د احمدزيو د ټبر له خوا ولېږدول شو او کوم ځای کې چې زوکړه کړې وه هماغلته خاورو ته وسپارل شو. انځورتون دا هم وگورئ اخځونه باندنۍ تړنې د ډاکټر نجيب الله وېبپاڼه په افغان-لېنډ وېبپاڼه کې د ډاکټر نجيب الله ژوندليک ډاکټر نجيب الله ډاکټر نجيب الله ډاکټر نجيب الله ډاکټر نجيب الله افغان کميونيسټي واکمنان افغان کمونيستان د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%84%D9%8A%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
خان عبدالولي خان
خان عبدالولي خان په ١١ د جنورۍ، کال ١٩١٧ کې پېدا شوی، دی د خان عبدالغفار خان ځوی او د پښتو ژبې فلسفي شاعر خان عبدالغني خان ورور دی. که څه هم چې دده د شخصيت په اړوند د بېلابېلو فرقو خپلې ځانگړې څرگندونې دي او آن دا چې د پاکستان په سياست کې ځينې وخت په ده باندې گوت نيونه شوې او يو ناندريزه شخص بلل شوی خو پدې وروستيو کې د هغه مړينې څخه وروسته دی د اې اېن پي يا اسفنديار ولي د گوند لخوا بابا وبلل شو . ولي خان د اسيا د لويې وچې سياسي ډگر کې پېژندل شوی شخصيت و هغه ځکه چې د ده پلار د هند د آزاد غوښتونکي انسان کرم چند مهاتماگاندي سره يو ځای د ټولو انسانانو د خپلواکۍ او په تېره د پښتنو د نړېوالو حقوقو په لړ کې خپل ټول عمر مبارزه په ويښ سیاسي شعور کړې وه . د ولي خان پلار چې د پښتنو د حقوقو لوی مدافع و او له برتانوي ـ پنجابي او بنسټپاله ښکيلاک څخه يې د پښتنو د ازادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې او منډې ترنډې وکړې، پر خاني فقيري غوره و بلله او د قام په ننگ يې خپل د ژوند ډېره موده عمر د پرنگيانو او پنجابي جيلونو کې تېر کړل او خپلې کورنۍ ته يې د پښتو پالنه په ميراث کې پرې اېښې وه٠ ولي خان د خپل پلار په پله د هغه تر ژوندونه ډير مزل وکړ، خو د پنجابي استعمار او سياسي اړودوړ گير کړ د پاکستان په سياسي مصلحت کې گیر شو او د شهرت په لوړه گدۍ ېې پښتانه هېر کړل نو دغو تورو گردونو او تيارو ترې لاره ورکه کړه او د ازاد او خپلواک پښتونستان خوب او ارمان يې د قبر تورو تيارو ته له ځانه سره يووړ. ولى خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و. لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و،او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز.کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسې په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې د پاکستان لخوارسمي وپېژندل شو او د پاکستان په رسمیت پېژندلو کې ېې ډېر شمېر پښتانه سیاستوال له ځانه لرې وساتل .ولي خان په ١٣ کلنۍ يعنې په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو او نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته په ويناو پېل وکړ. د ولي خان پخوانی ژوند ٨٩ کلن خان عبدالولى خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې ٦ د جنوري ٢٧ په د ناروغۍ له کبله ومړ. نوموړى د سيمې په ناندريزو سياستوالانو کې تر ټولو ناندرېز و. له يوې خوا د هندـروسىې او د متحدې لويې روسيې پرمهال د وخت افغانستان د حکومت د مخبر او جاسوس تورونه ورباندې لگېدلي و ، او له بلې خوا د پاکستان په مټ جوړو شويو پخواني مذهبي گوندونو له خوا هم د کفر له فتواو سره مخامخ شو. ولي خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و . لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و. او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز. کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسته په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې په حکومت کې ونډه ترلاسه کړه. ولي خان په ١٣ کلنۍ يانې په کال ١٩٣٠ز. کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو . نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته ويناوې پېل کړې. نوموړى په ١٩٤٢ ز.کال کې په لومړي ځل د انگريزانو له خوا بندي شو، کله چې يې د کانگرس گوند په کتار کې د انگرېزانو هند څخه ووځۍ! تر شعار لاندې د تحريک په لړ کې په احتجاج بوخت و. د پاکستان د جوړويدو وروسته په هغه هيواد کې د ولسواکي، د بې پرې بهرنۍ تگلارې پر ضد د سياسي هلو ځلو په ترڅ کې په وار وارې زندان ته اچول شوی دی. ولي خان ډېر خپلو ځانگړو سياسي اهدافو ته هوډمن سياستوال بلل کېده. خپله ولي خان ادعا کووله چې د پاکستان واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق د حکومتي چوکيو وړانديز ورته کړى و، خو په دې اساس يې دا وړاندېزونه رد کړل چې له پټې لارې څخه يې واک ته رسېدل نه غوښتل. دى د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې وروسته يې د بلوڅانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنگله دېش نومېږي دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په گډه نېشنل عوامي گوند ملي وگړنيز گوند جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوې ټاکنيز بهير دودول، بې پرې بهرنۍ تگلاره او سيکيولري دولت دين لرې سياست را مېنځته کول و. نوموړي په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په لومړۍ ټولټاکنو کې د قامي او ولایتي جرگې غړى وټاکل شو او په قامي جرگې کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد يو پياوړى حزب مخالف مشر شو. نوموړي په ١٩٧١ کې د پاکستان د ماتېدو د مخنيوي لپاره پر ځانگړى توگه له لندن څخه د حکومت په خواست د بنگله دېش پلازمېنې ډاکې ته ورغی چې ازادي غوښتونکى شېخ مجيب الرحمن خبرو اترو ته سلا کړي خو بريالى نه شو. په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول د پاکستان د ماتېدو وروسته نوموړي په ١٩٧٣ کال کې د اساسي قانون په جوړولو کې د اندېښنو سربېره مهم رول ولوبولى. ولي خان د خپل سياسي فکر له امله يو ناندرېزه سياسي شخصيت په دې هم وو چې ده د پاکستان جوړېدل د انگرېزانو کار باله چې دا رنگه پاکستان د سټرټيجيکه ارزښت له لارې په راتلونکى کې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جگړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تگلارې سخت مخالفت کاوۀ او د افغانستان جهاد ته يې فساد ويلو ځکه د مذهبي گوندو لخوا د کفر فتواى ورباندې لگېدې. ده د افغانستان جگړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جگړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفين به ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې ملتپالنې او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي. په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول او ده ته يې د هند، افغانستان او روسيې جاسوس و ويل. ده له خپلو ملگرو سره د حيدراباد زندان ته واچول شو. په ده د غدارۍ توروو چې اخيرنۍ سزا يې د مرگ کېداى شوه خو په ١٩٧٧ کال کې د بټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو. نوموړي په خپل سياسي ژوند کې د لر او بر يو افغان خبره کوله خو پر ده ځينې سياسي ملگري تور لگوي چې په خپل دې سياسي هدف کې کاميابه نه شو. ولي خان د په افغانستان کې د کمونسټو رژيمونو ملاتړ کاوۀ او په پاکستان کې به يې د دې رژيمونو په ضد د حکومت او جهادي ډلود فعاليتونو پر ضد احتجاجي غونډې او لاريونونه کول. ولي خان يو ډېر ښه او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې به يې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې رانغښتې. ده ته د يو داسې لر ليد سياسيتوال په توگه کتل کېدل چې د راتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې يې سمې ثابتېدې چې د ده مېرمن نسيم ولي خان په افغانستان کې د ظاهر شاه پر ضد په ١٩٧٣ کال کې د داود خان کودتاه د يوې بېلگې په توگه يادوي. د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي دا وايي چې د کودتا سمدستى وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان ته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى گام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جگړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي د دې په وينا ولي خان باچا خان ته وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى. نسيم ولى خان وايي چې باچا خان ولي خان ته وويل چې تاسو دلته په پاکستان کې د تشدد خبره کوئ او زه خپله افغانستان ته ځم او بيا نه راځم. ولي خان ورته وويل چې بابا ځې خو ځې خو ياد ساته چې ته يو داسې هېواد ته روان يې چې هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي. د نسيم ولي خان په وينا نن هغه څه وشول چې ولي خان يې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه. ولي خان په ١٩٩٠ کال کې هغه وخت سياست پرېښود کله چې يې د قامي اسمبلۍ چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايله او په دې دليل له سياست څخه تقاوعد شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوى استازى نه شم بللى. د ولي خان د گوښه کېدو وروسته که څه هم عوامي نېشنل گوند دى خپل لارښود وگرځاوۀ خو په عملي ډگر کې له سياست څخه گوښه پاتې شو. د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي داسې اختلافات دي چې پر ډېرو هڅو سربېره بيا پخلاينې ته تيار نه شو او داسې فکر کېږي چې د ده له مرگه وروسته د گوند په دوو برخو کې د وېشل کېدو امکانات زيات شوي دي. ولي خان په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنگ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توگه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جگړه، د افغانستان اوږده جگړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترگو وليدل بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار وو ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل څه به درته ووايم دې سترگو څه څه نه دي ليدلي؟ خو اوس دغه سترگې له ډېرو رازونو سره د همېش لپاره پټې شوي دي. دا هم وگورۍ عوامي نېشنل پارټي بادشاه خان سهېل-لوېديزه سرحدي ولايت پاکستاني سياستوال پښتانه سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%A7%D9%85%D8%AF%20%DA%A9%D8%B1%D8%B2%DB%8C
حامد کرزی
حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزی د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. هغه د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر وو، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان د تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر مقام ترلاسه کړ. . ده ته د نوي افغانستان بنسټ ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوره کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د قدرت سوله ييز انتقال د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خلکو په رایو د یوه منتخب ولسمشر نه بل ته واک انتقال سو. د افغانستان تاریخ ته په کتو دا لومړی ځل وو چې واک له سوله ییزې لارې انتقال سو، په افغانستان کې به واک اکثراً د جګړې او کودتاه له لارې انتقالېده. حامدکرزي چې دیارلس کلونو کې په افغانستان کې ولسمشر وو، د راتلونکي په اړه یې خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې واک به د اساسي قانون له مخې نوي منتخب ولسمشر ته تسلیم کړي: زه او زما دوه متحرم معاون صاحبان ریاست جمهوري ته تحلیف ورکوو نوي رییس جمهور ته په دې ترتیب به د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته انتقال شي. که څه هم د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ اوږده انتخاباتي بهیر د افغانانو په ژوند خپلې منفي اغیزې پريښودې خو جمهور رییس کرزي په راتلونکي حکومت کې د تېرو لاسته راوړنو له خوندي پاتې کیدو خلکو ته ډاډ ورکړ: ښاغلی عبدالله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو یو مخکښ کاندید و د ده په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په موافقې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک کړ. که په افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال پړاوونو ته کتنه وکړو د سردارمحمدداوودخان له واکمنۍ رانیولې د حامدکرزي تر ولسمشرۍ پورې د سیاسي واک انتقال اکثر د جنګ،جګړو او کودتاو له لارې ترسره سوی دی. مخينه حامد کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو په ټبر پورې تړاو لري. د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاگه ويلای سو چې هغه په سياست کې د ډېر پخوا څخه ښکېل دی. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هند ته ولاړ او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې سو. نوموړي په هند کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه. کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ سوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزير د مرستيال په توگه دنده لرله. همدا رنگه ېې د صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد گيلاني او عبدالرب رسول سياف سره کورنۍ اړيکې درلودې . ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال ١٩٩٨زېږديز کې يې د حامد کرزي سره واده کړی. د کرزی په کورنۍ کې د جنورۍ په ٢٥ مه د ٢٠٠٧ م زېږيز کال يو ځوی پېدا سو چې د ميرويس کرزي په نامه ېې ونوماوه. وروسته یې يوه لور هم وزېږېده چې نوم یې پرې ملاله ايښې ده . کرزي او طالبان کله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډگر طالبان راڅرگند سوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته يي وړانديز وکړ چي په ملگرو ملتونو کښي د افغانستان سفير سي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ۱۴ د څو وسله والو لخوا ووژل سو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول سوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توگه د طالبانو د واگه اچولو اراده وکړه. د امريکايانواو شمالي ټلوالې ملگرتيا په ٢٠٠١ کال کې د ١١ د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ . د هماغه کال د ډېسمبر په مياشت کې د هېواد نه دباندې افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې دننه کوم پلويان نه درلودل د جرمني د بون په ښار کې سره راټول سول چې د نوي کابينې په جوړښت کې سره جوړ سي. د بون د تړون له مخې په ٥ د ډېسمبر کال ٢٠٠١ کې دا پرېکړه وسوه چې افغانستان کې به يو لنډ مهاله حکومت جوړېږي چې ددې ٢٩ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي. نو د پلان له مخې حامد کرزي په ٢٢ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لواړه وکړه. بيا د جون د مياشتې لويې جرگې کې د افغانستان لنډمهالې دورې هېوادمشر وټاکل سو او هدايت امين ارسلا يې مرستيال سو. د ٢٠٠۴ کال د هېوادمشرۍ ټاکنې حامد کرزی ٩ د اکتوبر، ٢٠٠٤ کال د افغانستان د هېوادمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توگه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وگټلې، او خپل ٢٢ سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی هېوادمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان هېوادمشر وټاکل سو. کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د هېوادمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل سوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنگ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنگونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د هېوادمشری لپاره يوه نېک فال وه. د هېوادمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو هېوادمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينگلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په گټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې. وروسته له دې چې دا ښکاره سوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنگ بېرته پاکېدلی سي او په همدې توگه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم سته، نو دغه ناندريزه بحث تود سو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وگڼل سوه. خو د ملگرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته سوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې گټلي او په همدې توگه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو گټيالی اعلان سو. کرزي په رسمي توگه په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د هېوادمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرگه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وگڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وگاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په گډون د افغانستان دوه پخواني هېوادمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د هېوادمشر مرستيال ډېک چېني هم گډون کړی وه. د افغانستان ولسمشر وروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی سو، نو ډېر خلگ په دې گومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران گوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداگرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه گوښه کړ. سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينگ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ ٢٨ لېواگانې د جنگي عملياتو جوگه سوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توگه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري. د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر په ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وسوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي سو، خو د امريکايي ځانگړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل سو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د هېوادمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه سوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په ١٦ نېټه ٢٠٠٤ کال کې په يوه چورلکه کې د گردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان سوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وسو. په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلي کرزي د امريکا هغه وړانديز رد کړ چې غوښتل يې د اپيمو په کروندو باندې د کيمياوي دواگانو د پاشلو په نيت سره په افغانستان کې د اپيمو کرکېلې له مېنځه يوسي. نور مالومات حامد کرزی د پښتو، دري يا فارسي، هندي، او انگليسي ژبو سره سره په فرانسوي ژبه هم په ډېره ښه توگه غږېږي. کرزي په ٢٠٠٤ کال کې د فېلاډېلفيا د خپلواکۍ په مېډال وستايل سو او په ٢٠٠٣ کال کې د ډېرې ستاينې له مخې د برطانيې د پاچايي سرتېري يا نوم هم ورکړل سو. په ۷ د مارچ، ٢٠٠٣ کال يې د هندوستان د هېماچال پوهنتون نه د ادبياتو په څانگه کې ستاينيزه دوگتورا لاس ته راوړه. حامد کرزی د جامو آغوستلو ځانگړی ډول لري او په ډېرو خلکو کې هم ستايل سوی. په خاصه توگه د هغه چپنه او قره قولي. د گوچي فېشن شرکت ټام فورډ دی د سيارې تر ټولو گلالی سړی بللی، او سېلويا فېندي د فېندي فېشن شرکت بيا په کالو آغوستلو کې د خپل د ذوق دخيال ساتلو او په نورو پروا نه کول ستايلي دي. د کرزي ورور احمد ولي کرزی په کندهار کې د بشري مرستو په ټولولو او په هماغه ولايت کې يې د لگولو په کارونو کې خپله ملکاري کوي. د کرزي ډېر نور وروڼه او خوېندې بيا په امريکا کې د ډېرو خوړنځايونو خاوندان دي. هغوی د سان فرانسيسکو، بالټيمور او کېمبرېډج ماسېچوسېټس په آيالتونو کې د هېلمند په نامه خوړنځايونه لري. ډېرو نورو سرچينو په ځانگړي توگه د فارېنهايټ ٩١١ فلم بيا داسې خبر ورکوي چې حامد کرزی د امريکا د تېلو يوې کمپنۍ يونوکال کې د سلاکار په توگه کار کړی. خو ددې خبر نه دواړو د يونوکال شرکت او کرزي د يو بل سره د کوم تړاو د لرلو نه انکار کړی، که څه هم چې دوی د ټولو هغو نورو شرکتونو په هکله چې په يونوکال پورې تړاو لري څه نه دي وييلي و. داسې وييل کېږي چې په ٩ د ډېسمبر، ٢٠٠١ کال کې په يوې فرانسوي ورځپاڼې لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرگند سوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده . په ٢١ د مې، ٢٠٠٥ کال کې نوموړي ته په رسمي مراسمو کې د خېمې درولو اجازې نه ډډه وسوه چې د بوسټون رېډ ساکس لوبو کې چې په فېنوې پارک کې ترسره کېدلې، دا د حفاظتي او لوژيستيکي اندېښنو پخاطر. په ٢٥ د مې، ٢٠٠٥ کال کې حامد کرزی د نېبراسکا آيالت وېسټ پواينټ يا لويديځې نقطې مالي تغذيوي ځای نه کتنه وکړه، په همدې لړ کې يې د هماغه آيالت د افغان زده کړو مرکز، نېبراسکا پوهنتون نه ستاينيزه دوکتورا ترلاسه کړه. د کرزي ځينې کړني ١. د ميليونونو زده کوونکو ښوونځيو ته تګ ٢. د طالبانو د دولت ړنګونه ٣. د افغانستان نوي کانون جوړونه په اولسي ملاتړ ۴. د افغان پوځ، پولیس، ترافیک، جوړونهد ناټو په مرسته سرچینې باندنۍ تړنې بي سي نيوز ورلډ آسيا د حامد کرزي رسمي وېبپاڼه د کرزي په هکله نور معلومات. ثي آن ان - په کابل کې کرزي د خپل د هېوادمشرۍ پېل وکړ حامد کرزی حامد کرزی هېوادمشر حامد کرزی حامد کرزی افغان سياستپوهان افغان جنگسالاران د شمالي ټلوالې غړي کندهاریان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%8A%D8%B1%D9%88%D9%8A%D8%B3%20%D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9
ميرويس هوتک
حاجي ميرويس خان هوتک ۱۶۷۳-۱۷۱۵ زېږدي په انگرېزي: د افغانستان يو ستر ملي سیاسي شخصيت، لوی ملي مبارز او مدبر مشر وو. مخينه حاجي ميرويس خان هوتک د شاه عالم خان هوتک او نازوتوخۍ نامتو زوی، د کرم خان هوتک لمسی، په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې په کندهار کې زېږېدلی دی. حاجي ميرويس خان هوتک د افغانانو يو له ډېرو سترو ټولمنليو مشرانو څخه وو او دی. افغانانو له همدې لامله ده ته د نيکه لقب ورکړی او د ميرويس نيکه په نامه يې هم يادوي. لکه څنگه چې يې له لنډنوم تخلص څخه مالومېږي، ميرويس خان په خټه هوتک وو چې د غرزيو د ټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي. د دې ټبر ډېری وگړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي. د کورنۍ مخينه د ميرويس نيکه مور د افغانستان د غيرتمنو او اتلو ښځو له شمېر څخه وه. د دغې غيرتمنې مېرمنې نوم نازو توخۍ وه، چي د سلطان ملخي توخي لور وه. توخي هم د غلځيو پښتنو يو څانگه ده. د دې پښتنو ډېره برخه وگړي په زابل کې مېشت دي. ميرويس خان هوتک درې وروڼه درلودل، چې عبدالعزيز خان هوتک، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل. همدا راز ميرويس خان هوتک د جعفر خان ابدالي د پتمنې لور سره، چې خانزاده نومېده واده کړی وو. د مېرویس خان پوهه، هاند او مبارزه د ميروېس خان هوتک پلار د غلزيو مشر وو او له پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله او هم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهار د بې سر او پښو سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونو ته ورتله. هغه همدا راز لېدل چې په کندهار کې ۳۰ زره بهرني پراته سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د فارس واکمنانو د توپير پالنې او تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د ولس د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي رابډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له غلامۍ وژغوره. د قبيلو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او هغه يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی وو او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. نو ځکه مېرويس خان هوتک دوښمن ته د دوستۍ له لارې ورنږدې کېږي او له سرزورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلاوو، خـولې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا او د ټولو اداري چارو د واګو د لاس ته راوړلو له لارې ېې گرگين دومره ځان ته رانېږدې کړ چې گرگين مېرويس هوتک د هغه د پوهې او ژور لېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د کلانتر په توګه وګوماره. د هغه مهال دا دنده د اوسني مهال د ښاروال له دندې سره برابره ده. مېرويس خان د دغې دندې د ترسره کولو په ترڅ کې د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډک اړیکي وساتل او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله. د صفويانو مذهبي تاوتريخوالی او خپلمنځي وژنې نامتو ايرانی پوه داکټر شفا لېکي چې: صفوي اسماعيل شاه خپله پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سُنيانو له وژلو پيل کړه . کله چې مشهد ته را ورسېد نو د هغه قـِزلباشو سرتېرو د پاچا د وېنې تويولو د تندې د ماتولو په پار په طبسين کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه، وراره، تره او خپل دوه زامن محمد ميرزا او امام قلي ميرزا ړانده کړل او خپل درېيم ځای ناستی زوی وصفي ميرزا يې په ډېرې سخت زړۍ وواژه. د هغه د وروستـني زوی د ړندېدلو وسه ېې نه درلودله ځکه ېې ځان وژنه وکړه او په دې ډول د شاه عباس له نسله هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو. د پارس صفوي دولت پرضد د ميرويس هوتک پاڅون ۱۷۰۹ ز په ۱۵۰۰ زېږدي کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ زېږدي کال کې په پارس کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري گورگاني دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هند کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې کندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پر کندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته ۱۵۰۷ ز کال محمد خان شیباني شیبک خان له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي. د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو جامونو کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز افراطي ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي تعصب دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه توطــه جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلي کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سېمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي. نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي - جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله. د کندهار پر نېونې شخړه له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو موضوع د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوي دولت او د مغولي هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړي ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوي سام مېرزا د هرات واکمن په همدغه کال ۱۵۲۰ ز کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندي کړ. خو کامران مېرزا د سام مېرزا پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندي یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشي ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو . خو د بابـُر زوی او ځای ناستي همایون ، صفوي دولت ته د صفوي دولت له هغې مرستې څخه چې د افغاني سورویانو له لاسه یې د ډیلي پاچاهي بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گي مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوي لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار بیرم خان ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ ۱۵۴۵ ز. خو د صفوي دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه. په ۱۵۵۶ ز ۹۶۴ ق کې لومړي شاه طهاسب کندهار له هندي مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا اکبر هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړي شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک جهانگیر څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته ۱۶۳۸ ز جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز ۱۰۵۸ ق کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې بـُست او زمېنداوَر هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوي شاه د مهراب خان تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیري په کندهار کې پرېښودل او د فراه او هرات له لارې مشهد او بیا اصفهان ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو تر ۱۷۰۹ ز ۱۱۲۱ ق پورې کندهار د ایراني صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندي پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسي شي . په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندي پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوي دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو. د کندهار د ښاراو د ټول ولایت د نېولو لپاره هندي او ایراني دولتونو د افغاني توکمونو او ټبرونو همکارې او همغږۍ ته اړ ول نو له دې امله شک او شوپیان نشته چې د خپلې موخې د تر سره کېدلو لپاره یې لومړی د افغاني ټبرونو مشران د بډې او ډالېو، د وړیا ځمکو او آړوتو یا شرطي ځمکو او نورو توپیرپالو برلاسېو د ورکړې له لارې ځانته را لېوالول او بیا به یې د هغوی پر ځمکو لښکرې ور وځغلولې . په دغه اکر یا حالت کې د واکمنۍ د تــَلې پله د دواړو سیالو ډلو په گټه را تاوېدله او سوبمنو دولتي واکمنانو به د توکمونو همغږي مشران تر پالنې لاندې ونېول او مخالف توکمونه به یې تر هغه و ټکول او و به یې زبېښل چې له خپل پلرني ټاټوبي څخه کډوال کېدلو ته اړ کېدل . له دې لارې به یې د خپلې واکمنۍ د غځولو او دوام لپاره د افغاني توکمونو په منځ کې د بېلتون پالنې پر اور نورې خځلې او تیل ور واچول او اور لړونې به یې ورته وواهه . په خواشېنۍ سره کله چې د افغاني توکمونو مشران د هند یا ایران د پياوړو دولتونو تر پام او پالنې لاندې راتلل، نو په ناپوهۍ به یې د بیلتون پالنې په تبر خپلې رېښې ووهلې او په سر کې یې د خپل خېل او ټبر چاڼـَونې ته مټې را بډ وهلې دي. سدوزي دولت خان چې کله د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه تر غزني او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ چې مخکې مو ورته گوته ونېوله خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی حیات سلطان دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پر سر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای ملتان ته په کډوال کېدنې اړ شو . سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ، خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي بیگلربیگي اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه. فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکي: د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا شاه حسین چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهۍ ډډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتي سړی وو. د هغه د دربار لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د دولت اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانترښاروال سدوزي دولت خان چې د سدو خان د دغه توکم یو مشر له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړ پړ شو. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک سختگیر او با انظباط والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گيورگي واختانگ په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ، پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناوي نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکز تر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلي سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیر خان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه . هرگوره، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرزولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو عزتخان او اتل خان سدوزي د یوې شپې په نېمایي تورتم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته د کندهارد ختېزپه ۳۰ میلي واټن کې د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پر ځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره د باندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه . بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړ کړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان د ستر احمد شاه بابا پلار د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ ، او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې د هرات ولایت او اسفزار په څېرمو سیمو کې خواره واره شوه او یو شمېر یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق ۱۷۰۷ ز څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ظلم څخه کار اخېست او د پښتو تأریخ پر وینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله . له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمېر زیاتېده. د دغو ناراضي کسانو په ډله کې یو پوه او دور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله. دهوتکي دور پلازمېنه او د کندهار د زاړه ښار تاریخي کلا د نارنج ماڼۍ خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او په دې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د دیوان بیگي دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار او د تورو تر سیوري لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل ۱۰۷. د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل . مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چارواکو، خانانو او ملایانو د ناتار او د ملا ماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی . له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول کروسینسکي یو پولنډی کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وو او هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا طمعې ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي: مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره راپیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي . وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر اعتمادالدوله او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه. خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل: له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. .... د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـ چې پر خپل کار پوه شو . په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه. د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی . مېرویس خان له دغې مذهبي فتوی سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال کلانتر په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله . مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې. په مانجه کې جرگه او د پاڅون پیل کله چې مېرویس خان کندهار ته ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه . له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو . له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي. ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. ۱۷۰۹ ز ۱۱۲۱ هق . مېرویس خان د خپلواکۍ لوی گټونکی مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې حسادت او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سید جمال الدین افغاني د تتمة البیان فی التأریخ افغان دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کو چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کو. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړ. . پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي. او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. ۱۷۱۰ ز. ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه ۱۷۱۰ ز. د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو ۱۷۱۲ ز ۱۱۲۳ ق. خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول . د مېرویس خان په لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت . صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده . مېرویس خان یو ستر ولسي، مېړنی او مبارز شخصیت وو او له سیاسي اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو او د واکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبر وو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز ۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي: اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي . افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـ او مېرڅي ته سر مه ټیټو او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو د ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو . له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي . بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه ۱۷۱۶. په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو. ميرويس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې ښالم خان نومېدئ چي د هوتکو د قوم يو منلئ مشر وو . مور يې نازو انا وه چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه . ميرويس خان په زلميتوب کي د وخت زياتره مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداگري بوخت وو . له خوراسانه به يې مالونه هندوستان او د هغه ځايه به يې هيواد ته راوړل ، گټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده . کله چي صفوي شاه حسين په ١١٠٦ هـ ق يا ١٦٤٩ م کي په ايران کي پاچا سو نو گورگين يې چي په اصل کي گورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماينده په توگه را ولېږه . گورگين چي ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو يې ظلمونه پيل کړه . هيڅ څوک نه وو چي د دې بېگنا خلکو ناره دي واوري . د خلکو ږغ تر هيڅ ځايه نه رسېدئ او ډېر افغاني مشران د گورگين له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د اميد سترگي يوازاې او يوازي ميرويس خان ته وې . هغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه وکړه . ميرويس خان هم د خلکو او هيواد خدمت تر هرڅه ښه و باله ، سووداگري يې پرېښوده او د هيواد خدمت ته يې ملا و تړله . لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی مينځ ته راووست او بيا يې گورگين ته ځان نژدې کړ څو په لږه موده کي د هغه د باوري کسانو د جملې څخه سو . د دې لاري يې و کولای سوای چي ځان د اصفهان دربار ته و رسوي ، هلته به حالات ځانته معلوم کړي او په خپله گټه به ور ځني کار واخلي . ده په لږ وخت کي د اصفهان په دربار کي دومره نفوذ وکړ چي د هغه ځايه يې ځان د گورگين په دربار کي د پښتنو د قومونو د مشر په توگه مقرر کړ . اوس يې نو د خلکو د يووالي د پاره کار پيل کړ او د گورگين د له منځه وړو په کار بوخت سو . پدې وخت کي گورگين ځان په خطر کي و ليدئ او ميرويس خان يې بندي د اصفهان دربار ته واستاوه او دربار ته يې وليکل چي دی په بند کي و ساتي . د ميرويس خان پوهي او قوي منطق نه يوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکي په ډېره درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بيرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځايه يې گورگين ته د مشورې ورکوونکي په توگه د مقررئ رسمي فرمان واخيست او کندهار ته راغئ . گورگين په دې کار ډېر وارخطا سو او د ميرويس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د گورگين زوی ته په نکاح کړي . ميرويس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميرويس خان د لور په نامه ورکړي او هغه به دغه راز ساتي . دا کار و سو او مير ويس خان څه نور هم د گورگين دربار ته لار وموندله . د ملي پاڅون لپاره يې يوه جرگه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لوړی دي د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سي ، چي صفوي حکومت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي هغو همداسي وکړه . گورگين خپل شپږزره کسيږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهي سو او د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل ، چي هلته ورسي . ميرويس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې يې پر گورگين حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړه . پخپله يې د گورگين کالي واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي په خپلو پوځيانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهي سول . هلته يې د گورگين پاته پوځ له منځه يووړ ، هيواد يې د بېگانوو له لاسه خلاص کړ او د يوه خپلواک اولسي حکومت بنسټ يې کښېښود. میرویس نېکه یو له هغو ملي مشرانو څخه دی، چې پر افغانستان د پردیو تر دوه نیم سوه کلنو تېریو او تپل شویو جگړو وروسته یې د افغانستان غربي سیمې ازادې کړې او یو خپلواک ملي ریاست یې پکې جوړ کړ. هو! افغانستان پوره دوه نیمي پېړۍ د پردیو، تېريو موخه، بې واکه او د پردیو ترمنځ وېشل شوی و. افغانستان د ختیځې سیمې د هند د مغولو په لاس کې وې، شمالي سیمې د ماوراء النهرشیبانیانو لاندې کړې وې او د افغانستان لویدیځې سیمې د ایران د صفویانو په ولکه کې وې. میرویس نېکه چې یو ملي تاجر وو، د خپلو تجارتي سفرونو په ترڅ کې یې په سیاسي فعالیتونو او مذاکرو لاس پورې کړ او د افغانستان د یوې برخې د ازادۍ له پاره یې په تدبیر ولاړې هڅې پیل کړې او بریالۍ مبارزه یې روانه کړه. میرویس نېکه په کندهار کې د صفوي واکمنو له والي، گرگین نه په پټه له قومي مشرانو سره غونډې کولې او د ازادۍ لپاره یې مشورې سره کولې. د هند د مغولي واکمنو په ساحه کې مېشتو پښتنو روحانیونو او مشرانو نه یې مشورې اخېستې، په اصفهان کې یې د صفوي مشرانو پام هغو ظلمونو ته را واړه، چې ددوی والي په کندهارکې کول. ده همدا راز د اسلام له مرکز یثرب نه د خپلو مبارزو له پاره د علماوو فتوی ترلاسه کړه او څو ځله یې د قومي مشرانو په لویو جرگو کې د افغانستان د غربي سیمو بشپړه ازادي مطرح او بیا یې بریالی اقدام او قیام وکړ او د کندهار د بشپړې ازادۍ په برخه کې مبارزه کامیابه کړه. میرویس نېکه په ۱۱۱۹ قمري کال د یوه منظم پروگرام له مخې د یوه بریالي برید په نتیجه کې گرگین او دده ملگري له منځه یوړل او په کندهار یې یو ملي، ریاستي او جمهوري حکومت اعلان کړ. د میرویس نېکه ملي حکومت داسې وخت جوړشو، چې په نړۍ کې تردې حرکت ۸۲کاله وروسته د فرانسې د لوی انقلاب په نتیجه کې ملي حکومت رامنځ ته شو. میرویس نېکه د حکومت له سمبالولو سره په خپله لومړنۍ ویناکې خلکو ته وویل تر هرڅه وړاندې د لوی خدای شکرونه دي، چې دا لویه کامیابي یې راپه برخه کړه او بیا له هغو ټولو کسانونه مننه کوم، چې په دې ملي مبارزه کې یې بې ساري سرښندنې او مېړانه وکړه. ده وویل: عزیزانو! په دې څو شپوکې چې تاسې کوم لیاقت، مېړانه، فداکاري، سرښندنه او تر ټولو زیات په درسپارل شوو وظیفوکې بشپړ لیاقت وښود سړی باوري کوي، چې زموږ خلک پیاوړی استعداد او لوړه پوهه لري، ځکه دا لوی کار چې تاسو سرته ورساوه، د دنیا د یوه ډېر روزل شوي پوج په وس کې هم نشته. میرویس نېکه خپل ولس ته وویل: زه تاسې او ټول جهان ته اعلان کوم، چې افغانان سر له اوس څخه ازاد دي او ازاد به وي، موږ به یا مرو او یابه ازاد او سر لوړی ژوند کوو. ده زیاته کړه، موږ د عدل او نیاو ملي حکومت جوړکړی، زه ستاسو پاچا نه یم، بلکې ستاسو خدمتگار یم، نو ځکه تاج پرسرنه ږدم او ستاسو خدمت له کوم! میرویس نېکه پوره اته کاله د اولس د مشر او د حکومت د ریس په توگه خپل مشرتابه ته دوام ورکړ، د هند له مغولي دولت سره یې د سفیر په سویه سیاسي اړیکې ټینگې کړلې، له صفویانو سره یې په تدبیر مقابله کوله، خبرې هم روانې وې او عسکري ځواکونه یې هم پیاوړي کول. صفویانو څو ځله پر کندهار عسکري بریدونه تنظیم کړل، خو ملي مشر د خپلو توریالیو ملگرو په مرسته ماتې ورکړه او د خپل هېواد ازادي یې وساتله. کله چې وفات کېده، دی پوه وو، چې صفویان به دده ازاد حکومت تل تر تهدید لاندې ساتي، نو خپلو اخلافو ته یې وصیت وکړ، چې د خپلې ازادۍ د بقا له پاره اصفهان ونیسئ! چې دده اخلافو بیا دا وصیت پرځای کړ، خپله ازادي یې وساتله او په نتیجه کې یې په اصفهان کې د صفویانو واکمني نسکوره کړه. د میرویس نیکه مړينه او مزار د افغانستان او افغانانو ستر ملي مشر میرویس نیکه د ۱۷۱۵ ز کال د ډيسمبر پر ۲۵، چې د ۱۱۲۷ سپوږميز کال د ذوالحجه له ۲۸ سره سمون لري، د ژوند په ۴۲ کلنۍ کې په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. زموږ د هېواد دا ستر افغان د کندهار لوېدیځ ته د کندهار د اوسني ښار په درې څلور کیلومترۍ کې د کوکران په کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د یوې سیمې، هېواد او یوه ولس مشران، لویان، بزرگان، خدمتگاران، روحاني، ديني، نامتو وگړي او ملي شخصيتونه د خپلو نه هېرېدونکو خدمتونو له کبله خلکو ته منلي او گران وي. داسې شخصيتونه په خپلې مړينې سره خپل ارزښت او قدر له لاسه نه ورکوي، بلکې تر مړينې وروسته هم د هغه قدر کېږي؛ ولس او راتلونکي پښتونه يې قدردانی د ځان پور بولي. ولس يې پر ارامځايونو زیارتونه جوړوي، ودانۍ ورته کوي او ياد يې تلپاتې کوي. د دغسې وگړيو ارامځي ته په ورتگ سره یې کارنامې او خاطرې رایادوي او خپلو اولادونو ته یې کیسې کوي او همدغسې اتلوليو او کارنامو ته یې هڅوي. افغانستان د ننگیالیو، توریالو، پوهانو، عالمانو، بزرگانو، روحاني لارښوونکو، ملي مشرانو، او ولسي خدمتگارانو هېواد دی او د افغانستان په گوټ گوټ کې د داسې لویانو او ولیانو زیارتونه او قبرونه موجود دي، چې خلک یې زیارتونو ته ورځي، درناوی یې کوي، کارنامې یې ستایي او هڅه کوي چې د هغوی پليوني شي. د ميرويس نيکه پر سپېڅلي ارامځي د ارواښاد پاچا محمد نادر شاه د واکمنۍ په دوره کې د کندهار تنظیمه ریس ارواښاد محمد گل خان مومند یوه ښکلې گومبته جوړه کړه، پر یوه پښتو ډبرلیک یې د ده کارنامې وليکلې او دا لنډۍ یې پر وتوږله: د ننگ ټوټه به مې هر هډ وي- که پس له مړینې په مزار راشې مینه د میرویس نېکه مزار د خلکو مرجع او ټولنځای دی، چې وخت پر وخت ورځي، درناوی يې کوي او د مزار له برم او پرتم نه یې د هېوادپالنې درسونه زده کوي. سرچينې افغانان د افغانستان نوميالي د افغانستان پاچايان اتلان حاجي میرویس هوتک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%D8%A7%D8%AF%D8%A8
پښتو ادب
په ټوليزه توگه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی. يعنې شفاهي يا گړنی ادب او بل ليکلی يا تحريري ادب. گړنی ادب بيا يوه برخه د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامالوم وي. او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې مالوم وي. لنډۍ ، ټپه ، کاکړۍ غاړې، لنډکۍ، سروکی مسريزه، نارې، فالونه، چغيان اننکی، يادهوي سندرې، ساندې، نکلونه، متلونه، د سيندو سندرې، د ماشومانو ادبيات لکه اکو بکو، چاربيته ، کيسی چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي. همدارنگه ځينی کيسې لکه انگک بنگک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي. ليکلی ادب: لکه بوللـه، خوابنامه، الفنامه، ساقي نامه، رباعي، مثنوي، غزل، مناجات، حمد، نعت او اوسنۍ هايکو. د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ سوري له وياړنې څخه پيل کيږي.ږ چې په هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده. همغه شان د پښتو انشا لرغونی نمونه همدا وياړنه گڼل کيږي. د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د هجرۍ د سليمان ماکو له تذکرۀ الاوليا څخه کيږي. د پير روښان خيرالبيان، د اخون درويزه مخزن الاسلام، د خوشال خان خټک دستار نامه، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانگړنو سره د خپل خپل پير غوره نمونې گڼل کېږي. د پښتو لمړی گرامر په هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ تاليف دی - گڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده. د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په هجري کال ويل شوې ده. که څه هم ويل کيږي چې په داريايي ادب پهلوي ادب کې قصيدې ته وورته شعري جوړښتونه موندل کيږي ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو له عربۍ څخه پښتو خله کړې. د نوموړي قصيده په دې ټکو پيل کيږي. چې نولس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري - عرفاني افکار په دريمه هجرۍ پيړۍ کې په پښتو ادبياتو څادر غوړوي. او د عشق او محبت سندرې لومړې بيلگه په ليکلې ادبياتو کې په هجري سپوږميز کال کې ويل شوې ده چې پيل ېې داسې کيږي. د مهالينو پيښو په پښتو ادب خپل خپل اغيز ښيندلی همداوجه ده چې کله د پښتو شعر او شاعري رزمي او بزمي برخه پياوړې ښکاري - غزل په پښتو کې اووه سوه کلن عمر لري. لاس ته راغلې نمونه ېې د انمې هجرۍ پيړۍ د اکبر د غزل يو څو بيتونه دي چې پوهاند عبدالحی حبيبي په پښتانه شعرا کې ځای کړي دي. همدارنگه د زرغونې کاکړ د بوستان ژپاړنه چې په نهمه هجرۍ پيړۍ کې ېې کړې د ژباړنې لومړۍ نمونه گنل کيږي. نوموړې د شاعرۍ سره سره ښه خطاطه هم وه. دا هم وگورئ لنډۍ سرچينې پښتو ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%DB%90%D9%86%D8%B3%D9%BC%D9%88%D9%86%20%DA%86%D8%B1%DA%86%D9%84
وېنسټون چرچل
وېنسټن لیونارد سپنسر چرچل د ۱۸۷۴ز کال د نومبر له ۳۰ نه د ۱۹۶۵ ز کال د جنوري تر ۲۴ مې پورې، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان ، د وړتیا نښان ، د اتلانو ویاړ نښان ، د خاورې د اتلولۍ نښان ، د تورن د مرستیال ویاړ ، د شاهي ټولنې یاور ، د هنرونو د شاهي اکاډمۍ ویاړ درلودونکی یو بریتانوي سیاستوال و چې د دویمي جګړې په اوږدو کې یې له ۱۹۴۰زکال نه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې او بیا له ۱۹۵۱ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د لویې بریتانیا د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړه. چرچل چې د لومړي وزیر په توګه د جګړې په اوږدو کې د مشرتابه له امله غوره شهرت لري، د سنډورسټ اکاډمۍ روزل شوی سرتېری، د سویلي افریقا د بویر د جګړې اتل، د نوبل جایزې ګټونکی لیکوال او تاریخ لیکونکی، تکړه انځورګر او د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکي سیاستوال ګڼل کېږي. د ۱۹۲۲ او ۱۹۲۴ کلونو ترمنځ له دوو کلونو پرته، نوموړی له ۱۹۰۰ ز کال نه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی و او په ټولیزه توګه یې د پنځو حوزو استازیتوب کاوه. نوموړی چې له فکري اړخه یو اقتصادي لیبرال او امپریالیست و، د خپلې تجربې په ډېره برخه کې د محافظه کار ګوند غړی و، چې له ۱۹۴۰ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د دې ګوند مشري هم وکړه. هغه د ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د لیبرال ګوند غړی و. چرچل چې له انګلیسي او امریکایی ګډ نسب نه و، په اکسفورډشایر کې په یوه بډایه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. په ۱۸۹۵ ز کال کې نوموړی د بریتانوي پوځ په لیکو کې ګډون وکړ او د بریتانوي هند، د انګلیس - سوډان جګړه او د بویر په دویمه جګړه کې یې ونډه واخیستله او د جګړې د ډګر د خبریال په توګه او د خپلو مبارزو په اړه د کتابونو د لیکلو له امله یې شهرت ترلاسه کړ. نوموړی چې په ۱۹۰۰ ز کال کې د محافظه کار ګوند استازی وټاکل شو، په ۱۹۰۴ ز کال کې یې لیبرال ګوند ته مخه کړه. چرچل د هربېرت هنري اسکویث په لیبراله واکمنۍ کې، د سوداګرۍ د بورډ مشر او کورنیو چارو د وزیر، د زندان د اصلاحاتو او د کارګرانو ټولنیز امنیت د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه، نوموړي د ګالیپولي جګړې مشري و کړه ،خو کله چې دا جګړه د یوه ناورین په بڼه را څرګنده شوه، هغه د لانکاسټر د دوک مشرۍ ته د رتبې تنزیل شو. د ۱۹۱۵ ز کال په نومبر کې نوموړي استعفا ورکړه او د شپږومیاشتو لپاره په لوېیځه جبهه کې د شاهي سکاتلنډي فیوزیل وسلوال ځواک سره یوځای شو. چرچل په ۱۹۱۷ز کال د ډېوېډ لویډ جورج تر مشرۍ لاندې حکومت ته راستون شو او په پرله پسې توګه د سلاکوټونو د وزیر، د جګړې د چارو د وزیر، د هوایي ځواکونو د چارو د وزیر او د مستعمیرو د چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د انګلیس آیرلنډ د تړون او په منځنی ختیځ کې د بریتانیا د بهرني سیاست مشري یې وکړه. په پارلمان کې له دوو کلونو نه وروسته، نوموړي د سټینلي بالډوین په محافظه کار حکومت کې د خزانې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، چې په ۱۹۲۵ ز کال کې یې د سټرلینګ پونډ بېرته د جګړې نه وړاندې د سرو زرو معیار ته راستون کړ، چې یو انقباضي فشار او د بریتانیا په اقتصاد باندې محدود کوونکی سیاست ګڼل کېده. د بیابان کلونو تر نامه لاندې، کله چې هغه په ۱۹۳۰ ز کلونو کې له حکومت نه بهر و، په نازي آلمان کې د پوځي ځواک له زیاتیدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره په وسلو باندې د بریتانویانو د سمبالولو غوښتنه وکړه. هغه بیا د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۴۰ ز کال د مې په میاشت کې لومړی وزیر او د نیویل چیمبرلین ځایناستی شو. چرچل یو ولسي حکومت را منځ ته کړ او د روم - برلین محور ځواک په وړاندې یې د متحدینو په جګړه کې د بریتانوي ښکېلتیا مشري په غاړه درلوده، چې پایله که یې په ۱۹۴۵ ز کال کې بریا ترلاسه کړه. د ۱۹۴۵ کال په عمومي ټاکنو کې د محافظه کارانو له ماتې وروسته، هغه د اپوزیسیون مشر شو. نوموړي له شوروي اتحاد سره د سړې جګړې د پراختیا په ترڅ کې، په عامه توګه په اروپا کې د اوسپنیزې پردې دې خوا ته د شوروي د نفوذ خبرداری ورکړ او د اروپا یووالي ته یې وده ورکړه. هغه د ۱۹۵۰ز کال ټاکنې بیا و بایللې، خو په ۱۹۵۱ ز کال کې بېرته واک ته راستون شو. د نوموړي دویمه دوره په بهرنیو چارو کې، په ځانګړې توګه د انګلیس - امریکا په اړیکو او د بریتانوي سترواکۍ په ساتنه کې را نغښتې وه. په کورنیو چارو کې، د هغه حکومت د کورونو په ودانولو ټینګار وکړ او د اټومي وسلو پراختیا چې له هغه وړاندې پیل شوې وه یې بشپړه کړه. چرچل د ناسم روغتیايي حالت له امله، په ۱۹۵۵ ز کال کې د لومړي وزیر له چوکۍ نه استعفا ورکړه، خو تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی پاتې شو. هغه په ۱۹۶۵ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د نوموړي جنازه په دولتي مراسمو سره خاورو ته و سپارل شوه. چرچل چې په پراخه کچه د شلمې پیړۍ له خورا اغېزناکو څېرو نه ګڼل کېږي، په انګلستان او لوېدیځه نړۍ کې د ډېر شهرت خاوند دی، چې په دې ځای کې د جګړې د ډګر د بریالي مشر په توګه شمېرل کېږي او د اروپا د لیبرال ولسواکۍ په دفاع کې یې د فاشیزم د خپرېدو په وړاندې ارزښتناکه ونډه لوبولې ده. نوموړی د یو ټولنیز اصلاح کوونکي په توګه هم ستایل کېږي، خو هغه د جګړې په وخت کې د ځینو پېښو له امله په ځانګړې توګه د جرمني ښارونو بمبارۍ او د بنګال لوږې ته د نوموړي د حکومت غبرګون او د امپریالیستي نظریاتو او د نژاد په اړه د تبصرو له امله تر نیوکو لاندې دی. سرچینې انگرېز سياستوال برتانوي سياستوال د برتانيې لومړي وزيران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%B3%D9%8A%20%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86
اساسي قانون
اساسي قانون د قواعدو يوه ټولگه ده چې د يو ليكلې لاسوند په توگه جوړ شوي دي او دا د يو هيواد د سياسي خپلواكې د ساتلو يو ستر لارښود هم بلل كيږي. اساسي قانون د يو هېواد او يا ټولنې د قانوني تگلارو د سمبالښت لپاره بنسټيزې طرحې يا رسمي لایحې بلل کېږي . دغه رولونه يا قوانين ملي دندې او شتمني گڼل کېږي .همدا تگلارې چې کله راټولې شي د يوې رسمي او قانوني لاسوند په توگه ېې د رسالې يا کتابگوټي په بڼه خوندي کوي. اساسي قانون د راز رازو ټولنو ، خپلواکه هېوادونو او کمپنيو د سمبالښت اړتيا ورپوره کوي . همدا رنگه يو داسې تړون بلل کېږي چې د نړېوالو ټولنو د چارو رسمي کارونه پرې چلول کېږي . او له مخې ېې د ټولنو د رسمي يا حکومتي چارو بشپړه تشریح او پېژندگلوي روښانوي . همدې قوانینو سره د مختلفو حکومتونو که فډرالي وي يا بشپړه خپلواکه حکومتونه وي په واضح توگه روښانه کېږي او د قوانینو له بندونو او مادو څخه ېې دسالمې قانوني ټولنې د چارو ، دندو ، سمبالښت او د قانون د خپرولو د ادارې او کسانو لخوا خپاره شوي قوانینو څرک لږېږي . رسمي لاسوندونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%88%D8%B2%D9%81%20%D8%B3%D9%BC%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9%86
جوزف سټالين
يا يوسف سټالين د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ايوسف ويساريونويچ سټالين نوم دی، په روسي ژبه کې د هغه نوم داسې ليکل کېږي . کله چې سټالين په نړۍ کې راغی نو د زېږېدنې پر مهال پرې يو جيورجي نوم ايوسف جهوگاشويلي ايښودل شوی وه ؛ د نومړي د زېږون او د مړينې نېټې په دې توگه دي ۵ مارچ ۱۹۵۳. ژوزف ویساریونویچ ستالین اصلي نوم: یسب بسارینس دز جوغاشیلی؛ زوکړه:د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۱۸مه مړېنه: د ۱۹۵۳ زکال د مارچ ۵مه نېټه شوروي انقلابي او شوروي سیاسي رهبر و چې له ۱۹۲۲ زکال څخه یې په ۱۹۵۳ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په شوروي اتحاد واک وچلاوه؛ دی په واک د شوروي اتحاد تر ټولو زیات پاتې شوی واکمن و. هغه د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي ۱۹۲۲-۱۹۵۲ زکال او د شوروي اتحاد د وزیرانو شورا د مشر ۱۹۴۱-۱۹۵۳ زکال په توګه واکمن و. په پیل کې هغه پر هېواد باندې د ټولیزې مشرۍ له مخې واکمني وکړه، خو واک یې د ځان لپاره متمرکز کړ او په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په یو دیکتاتور واوښت. ستالین د مارکسېزم لینېنېزم اصطلاح ابداع کړه چې له مارکسېزم څخه یې د هغه د لینېنېستي تفسیر استازولي کوله او د ستالینېزم په نامه پېژندل کېږي. ستالین چې د روسي سترواکۍ د ګوري سیمې اوسني ګرجستان په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد، وړاندې له دې چې له مارکسېستي روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند سره یوځاي شي د تفلیس یوې مذهبي مدرسې ته ولاړ. هغه د ګوند د ورځپاڼې پروډا په اصلاح کولو کې برخه واخیسته او د ولادمیر لینېن تر مشرۍ لاندې یې د کمونېست ګوند د بلشویکې څانګې له پاره د غلاو، سړي تښتونو او محافظتي قلدرۍ له لارې مالي سرچینې برابرولې. دی په مکرر ډول ونیول شو او څو ځله په داخلي تبعید محکوم کړای شو. وروسته له هغه چې بلشویکانو د اکتوبر په انقلاب کې واک ترلاسه کړ او د نوي کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې یې په ۱۹۱۷ زکال کې یوګوندي دولت رامنځته کړ، ستالین د ګوند د واکمنې سیاسي کمیټې غړی شو. ده په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو له څار سربېره د روس په کورنۍ جګړه کې د خدمت کولو له امله په ۱۹۲۴ زکال کې د لینېن له مړینې وروسته د هېواد مشري پر غاړه واخیسته. د ستالین تر واکمنۍ لاندې، په هېواد کې سوسیالېزم د کمونېست ګوند د باورونو اصل وګرځېد. د هغه د پنځه کلن کاري پلان له مخې چې د هغه د واکمنۍ پر مهال پلی شو هېواد د زیاتو کرنیزو تولیداتو او چټک صنعتي کېدو شاهد و؛ همدارنګه یې رهبري کېدونی اقتصاد رامنځته کړ. دغه چاره د خوراکي توکو په تولید کې د شدید اخلال لامل وګرځېده چې د قزاقستان د لوی ترور او د اوکراین د هولډومور قحطۍ په ګډون یې د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ زکال له قحطي سره مرسته وکړه. ستالین له هېواده بهر مارکسېزم لینېنېزم د کمونیست انټرنشنل له لارې ترویج کړ او د ۱۹۳۰ مې لسیزې په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول د هسپانیې د کورنۍ جګړې پر مهال له اروپايي فاشیست ضد خوځښتونو کلک ملاتړ وکړ. په ۱۹۳۹ ز کال کې د هغه رژیم له نازي جرمني سره د جګړې نه کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له امله یې شوروي اتحاد پر پولنډ برید وکړ. جرمني دغه هوکړه په ۱۹۴۱ زکال کې په شوروي اتحاد باندې په برید کولو سره تر پښو لاندې کړه. د لومړنیو ماتو سربېره، د شوروي سره پوځ وکولای شول د جرمني د بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او په ۱۹۴۵ زکال کې برلېن ونیسي؛ په دې سره یې په اروپا کې دویمې نړیوالې جګړې ته پای ټکی کېښود. د جګړې پر مهال شوروي اتحاد؛ بالتیک هېوادونه، بسارابیا او شمالی بوکووینا ځان ته الحاق او ورپسې یې په مرکزي او ختیځه اروپا او همدارنګه د ختیځې اسیا په یو شمېر برخو کې خپل متحد دولتونه رامنځته کړل. شوروي اتحاد او متحده ایالات د نړیوالو قدرتونو په توګه راڅرګند شول او د سړې جګړې په نامه د ترینګلتیاوو دوره پیل شوه. ستالین له جګړې وروسته د شوروي اتحاد د بیارغونې او په ۱۹۴۹ زکال کې د اټومي بم د پراختیا چارې کنټرول کړې. په دغو کلونو کې شوروي یوه لویه قحطي تجربه او یو یهودیت ضد کمپاین ترسره کړ چې د ډاکټرانو په توطئې اوج ته ورسېد. په ۱۹۵۳ زکال کې د ستالین له مړینې وروسته بالاخره نیکیتا خرشچوف د هغه ځای ناستی شو، هغه ډېر ژر د ستالین حکومتولي وغندله او په شوروي ټولنه کې یې د ستالیني پالیسیو په له منځه وړو پیل وکړ. ستالین چې د ۲۰ مې پېړۍ د پام وړ مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېږي، په مارکسېست لینېنېست نړیوال خوځښت کې یې د خپل رول له امله شخصیتي ځایګی وموند چې له امله یې د سوسیالېزم او کارګري طبقې د اتل په توګه بلل کېږي. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو راوروسته ستالین په روسیې او ګرجستان کې د جګړې د یو بریالي مشر په توګه چې وه یې کولای شول د نړیوال ځواک په توګه د شوروي اتحاد د جمهوریتونو ځایګی تثبیت کړي؛ خپل محبوبیت وساته. ورته مهال د هغه استبدادي رژیم په پراخه کچه په ټولیزو ځپونکو چارو، قومي تصفیې، پراخه سانسور، په زیاته کچه تبعید او په سلګونو زره اعدامونو کې د لاس لرلو او همدارنګه د قحطۍ پر مهال د میلیونونو کسانو د مړینې له امله غندل کېږي. د لینېن د حکومتولۍ پر مهال د واک پیاوړتیا: ۱۹۱۷-۱۹۱۸ ز کال د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه لینېن ځان د نوي دولت او د خلکو د کمیسارانو د شورا مشر اعلان کړ. ستالین هم د لینېن له دغې پرېکړې څخه چې له منشویکانو او سوسیالېست انقلابي ګوند سره ائتلاف نه کوي کلک ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې هغوی له کیڼ اړخو سوسیالیست انقلابیونو سره ائتلافي حکومت رامنځته کړ. ستالین د لینېن، تروتسکي او سودرلف په خوا کې د دولت نارسمي اداره کوونکی جوړښت رامنځته کړ. د ستالین دفتر په سمولني انستیتیوت کې د لینېن دفتر ته څېرمه موقعیت درلود؛ هغه او تروتسکي یوازني کسان و چې له لینېن سره یې له وړاندې نوبت نیولو پرته لیدلی شو. په داسې حال کې چې لینېن او تروتسکي په عامو وګړو کې دومره پېژندل شوي نه و، خو ستالین د بلشویکانو ترمنځ ډېر شهرت درلود. هغه د مخالفو ورځپاڼو د تړلو په موخه د لینېن فرامین له هغه سره په ګډه لاسلیک کول او له سودرلف سره یې بیا د نوي فدراتیف شوروي سوسیال جمهوریت لپاره د اساسي قانون د مسودې د جوړونکې کمېټې مشري وکړه. هغه په کلکه سره د لینېن له خوا د چکا امنیتي استخباراتو د جوړولو او ورپسې د سره ترور د ځپونکو عملیاتو ملاتړ وکړ؛ ده دې ته په پام چې دولتي تاوتریخوالی د کپیټلېستي قدرتونو یو له اغېزمنو لارو چارو دی؛ باور درلود چې هغه به شوروي دولت ته هم ورته پایلې ولري. د مخکښو بلشویکانو لکه کامنف او نیکولای بخارین پر خلاف ستالین هېڅکله د چکا او سره ترور د عملیاتو د چټکې پراختیا او ودې اړوند اندېښنې څرګندې نه کړې. د پروډا د مدیر مسئولیت له خوشي کولو وروسته، ستالین د ملیتونو لپاره د خلکو د کمیسیار په توګه وټاکل شو. هغه ندژدا الیلویوا د خپلې سکرترې په توګه وټاکله او همدغه مهال یې له هغې سره واده هم وکړ، له دې سره د هغوی د واده کره نېټه معلومه نه ده. د ۱۹۱۷ زکال په نومبر میاشت کې هغه په روسیه کې د میشتو لږکیو ملیتونو اړوند ملیتي فرمان لاسلیک کړ چې هغوی ته یې د خپلواکۍ او جلاتوب حق ورکاوه. د دغه فرمان موخه په لومړۍ درجه کې یوه ستراتیژیکه موخه وه چې له مخې یې بلشویکانو هڅه وکړه د لږکیو ترمنځ محبوبیت ومومي نه دا چې هغوی د خپلواکۍ لپاره لیوالتیا ومومي. په همدغه میاشت کې هغه هلسنکي ته سفر وکړ څو د فنلنډ له سوسیال دیموکراتانو سره وګوري او په ډسمبر کې یې د فنلنډ د خپلواکۍ غوښتنه ومنله. د هغه ادارې د قومي لږکیو په ژبه د ښوونځیو او مطبوعاتو لپاره بودیجه ځانګړې کړه. د روانې لومړۍ نړیوالې جګړې له امله چې روسیه په کې د جرمني او اطریش هنګري له مرکزي ځواکونو سره ښکېل وه؛ د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې د لینېن اداره له پتروګراد څخه مسکو ته را ولېږدول شوه. ستالین، تروتسکی، سودرلف او لینېن په کرېملېن کې ژوند کاوه. ستالین د یو شمېر قلمرونو په بیه له مرکزي ځواکونو سره د اوربند کولو اړوند د لینېن له لیوالتیا ملاتړ وکړ. ستالین دا ضروري ګنله ځکه د لینېن پر خلاف هغه نه و متقاعد شوی چې اروپا پرولتاري انقلاب ته چمتو ده. لینېن په پایله کې د خپل لیدلوري په اړه د ټولو مخکښو بلشویکانو هوکړه ترلاسه کړه چې له امله یې د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې بریسټ لیتوفسک هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې پرېمانه سیمې او منابع مرکزي ځواکونو ته پرېښودل شول چې د ګڼ شمېر روسي وګړو غصه یې راوپاروله همدارنګه کیڼ اړخي سوسیالېست انقلابیون د دغې موضوع پر سر له ائتلافي حکومت څخه ووتل. واکمن روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند هم ډېر ژر خپل نوم بدل کړ او د روسیې په کمونېست ګوند واوښت. سرچينې روسي کمونستان روسي ولسمشران روسي سياستوال فيلسوفان وټپوهان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%B3%D9%8A%20%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86
د افغانستان اساسي قانون
د افغانستان بنسټيزه کړنلاره لومړی څپرکی دولـت لومړۍ ماده افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى. دويمه ماده د افغانستان دين، د اسلام سپېڅلى دين دى. د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په ترسره كولو كې، دقانون د حكمونو په حدودو كې آزاد دي. درېمه ماده په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي. څلورمه ماده په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي. پنځمه ماده ددې اساسي قانون او نورو قوانينو د حكمونو تطبيق، له استقلال، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع د هېواد د امنيت او د دفاعي قابليت تاْمين، د دولت له اساسي وظيفو څخه دي. شپږمه ماده دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى. اوومه ماده دولت د ملگروملتو د منشور، دبين الدول د معاهدو د نړېوالو ميثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لري، او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت كوي. دولت د هر راز تروريستي اعمالو، دمخدره موادو د كرلو او قاچاق مخنيوى كوي. اتمه ماده دولت د هېواد خارجي سياست دخپلواكۍ، ملي گټو ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه كولو، ښه گاونډيتوب، دوه اړخيز درناوي او دحقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظيموي. نهمه ماده كانونه، او نورې ترځمكې لاندې زيرمې د دولت ملكيت دى. د دولت دملكيتونوساتنه او اداره او له طبيعى زيرمو او نورو عامه ملكيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له ليارې تنظيميږي. لسمه ماده دولت، خصوصى پانگې اچونې او خصوصى تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پربنسټ د قانون له حكمونو سره سم، هـڅوي، ملاتړ يې كوي او مصـونيت يې تضمينوي. يوولسمه ماده په كورنۍ او بهرنۍ سوداگرۍ پورې تړلې چارې د هېواد له اقتصادي غوښتنو او د خلكو له گټو سره سمې د قانون له ليارې تنظيمېږي. دولسمه ماده دافغانستان بانك، د دولت مركزي بانك او مستقل دى. د پيسو نشرول، د هېواد د پولي سياست طرح او تطبيق، دقانون له حكمونو سره سم د مركزي بانك صلاحيت دي. ددې بانك تشكيل اودكارډول د قـانون له ليارې تنظيمېږي. ديارلسمه ماده دولت د صنايعو د پراختيا، د توليد د ودې او دخلكو د ژوند د سطحې د لوړتيا او د كسبگرو د كار د ملاتړ لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي. څوارلسمه ماده دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزگرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي. دولت مستحقو اتباعو ته د استوگنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي. پنځلسمه ماده لرغونى آثار د دولت ملكيت دى. دولت مكلف دى چې د لرغونو آثارو د ساتنې او د ژوند د چاپېريال د ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي. شپاړسمه ماده د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي. اوه لسمه ماده دولت په بېلابېلو سطحو كې د معارف د لوړولو او د دينى زده كړو د پرمختيا او دجوماتونو، مدرسو او ديني مركزونو د وضعې د ښه والي او تنظيم لپاره لازم تدبيرونه نيسي. اتلسمه ماده د هېواد د كليزې مبداْ د پيغمبراكرم پر هجرت ولاړ دى. د دولتي ادارو د كار بنسگټ هجري لمريز كال دى. جمعه د عمومي رخصتۍ ورځ ده، نورې رخصتۍ د قانون په واسطه تنظيمېږي. نولسمه ماده د افغانستان بيرغ له دريو، تور، سور او زرغون رنگ لرونكو ټوټو څخه جوړ دى، درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي توگه سره پرتې او د هر رنگ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې د افغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى. د افغانستـان د دولـت ملي نښگان له سپين رنگي محـراب او منبر څخه جوړ دى، چـې په دوو څنډو كـې يې دوه بيرغـونه او په منځ كې يې په برنۍ برخه كې د لااله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانگې او په لاندنۍ برخه كې يې د هـ ل تاريخ او دافغانستان كلمه، راغلي چې له دوو خوا وو څخه د غنمو وږي پرې راگرځول شوى دى. لـه بيرغ او ملي نښان څخه د استفادې څرنگوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي. شلمه ماده د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دى. يوويشتمه ماده د افغانستان پايتخت دكابل ښار دى. دويم څپرکی د اتباعو اساسي حقوق او وجايب دوه وېشتمه ماده دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. در ويشتمه ماده لورېينه او د انسان طبيعي حقژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداى نشي. څلېريشتمه ماده آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري. د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي. دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى. پنځه ويشتمه ماده د ذمې برائت اصلي حالت دى متهم ترڅو چې د باصلاحيته محكمې په قطعى حكم محكوم عليه ونه گرځي، بې گناه گڼل كېږي. شپږ ويشتمه ماده جرم، يو شخصى عمل دى. د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي. اووه ويشتمه ماده هېڅ يو عمل جرم نه گڼل كېږي خو دهغه قانون له مخې چې د جرم تر ارتكاب دمخه نافذ شوى وي. هېڅوك د قانون له حكمونو پرته تعقيبېداى، نيول كېداى توقيفېداى نه شي. هېچاته سزا نشي وركول كېداى مگر د با صلاحيته محكمې په حكم او د هغه قانون له احكامو سره سم چې د اتهام وړ عمل ترارتكابه مخكې نافذ شوى وي. اته ويشتمه ماده د افغانستان هېڅ يو تبعه په جرم باندې د متهم كېدو له امله، بهرني دولت ته نه سپارل كېږي، مگرد ورته معاملې او د هغو نړيوالو تړونونو له مخې چې افغانستان ورسره تړاو لري. هېڅ افغان د تابعيت په سلبېدو او په افغانستان كې دننه يا بهر په شړل كېدو نه محكومېږي. نهه ويشتمه ماده د انسان تعذيب منع دي. هېڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه حتى د حقايقو د ترلاسه كولو لپاره كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي اويا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وركړي. د داسې جزا ټاكل چې د انساني كرامت مخالفه وي، منع دي. دېرشمه ماده هغه څرگندونې، اقرار يا شهادت چې له متهم يا بل شخص څخه په زور ترلاسه شي، اعتبار نه لري. په جرم اقرار، د متهم هغه اعتراف ته وايي چې په بشپړه خوښه او د عقلى روغتيا په حالت كې يې د باصلاحيته محكمې په وړاندې كړى وي. يودېرشمه ماده هر څوك كولاى شي چې له نيول كېدو سره سم له ځانه د اتهام دلرې كولو او يا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وكيل وټاكي. متهم له نيولو سره سم حق لري چې له منسوب اتهامه ځان خبر كړي او د هغې مودې دننه چې قانون ټاكلې محكمې ته حاضر كړى شي. دولت په جنايي پېښو كې د بيوزلى متهم لپاره مدافع وكيل ټاكي. د مدافع وكيلانو دندې او واكونه د قانون په واسطه تنظيمېږي. دودېرشمه ماده پور د پوروړي د آزادۍ د سلبېدو يا محدوديدو سبب نشي كېدلاى. د پور د بيرته اخيستلو لارې چارې او وسايل د قانون په وسيله تنظيمېږي. دري دېرشمه ماده د افغانسـتان اتـباع د انتخـابولو او د انتخابېدو حق لري. له دې حق څخه د گټې اخيستو شرايط او لارې د قانون په وسيله تنظيمېږي. څلوردېرشمه ماده د بيان آزادي له تېرې څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا په نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرگند كړي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي. د مطبعو، راډيو تلويزيون، مطبوعاتو او نورو ډله ييزو رسنيو پورې مربوط حكمـونه د قانون له ليارې تنظيمېږي. پنځه دېرشمه ماده د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره ، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي گوندونه جوړ كړي، په دې شرط چې : د گوند تگلاره او كړنلاره د اسلام د سپېڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي. د گوند تشكيلات او مالي سرچينې څرگندې وي. نظامي او شبه نظامى تشكيلات او هـدفونه ونه لري. له بهرنيو سياسي گوندونو يا نورو بهرنيو منابعو سره تړلى نه وي. د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د گوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري. هغه جمعيت او گوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي دقانونى موجباتواو باصلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كېږي. شپږ دېرشمه ماده د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تاْمين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي. اووه دېرشمه ماده د اشخاصود مخابرې او ليكونو آزادي او محرميت كه په ليكلي ډول وي يا د ټلفون او تلگراف يا نورو وسيلو له لارې، له تېگري څخه خوندي دي. دولت د اشخاصو د مخابرو او ليكونو د پلټنې حق نه لري مگر د قانون له حكمونو سره سم. اته دېرشمه ماده د شخص استوگنځى له تېري څخه خوندي دى. هېڅوك د دولت په گډون نشي كولاى د استوگن له اجازې يا د واكمنې محكمې له پرېكړې پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون كې ښودل شوي، د چاكور ته ورننوزي يا يې وپلټي. د څرگند جرم په مورد كې مسوول مامور كولاى شي د محكمې له مخكينۍ اجازې پرته د شخص كورته ورننوزي يا هغه وپلټي. نوموړى مامور مكلف دى كور ته له ننوتو يا پلټنې وروسته ، په هغه موده كې چې قانون يې ټاكي د محكمې پرېكړه ترلاسه كړي. نهه دېرشمه ماده هر افغان حق لري د هېواد هرگوټ ته سفر وكړي او استوگن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع كړې وي. هرافغان حق لري د قانون له حكمونوسره سم له افغانستان څخه بهر سفروكړي او بېرته راستون شي. دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو، ساتنه كوي. څلوېښتمه ماده ملكيت له تېري څخه خوندي دى. هېڅوك دملكيت د ترلاسه كولواو په هغه كې له تصرف كولوڅخه نه منع كېږي. مگرد قانون په حدودوكې. د هېچا ملكيت د قانون له حكم او د باصلاحيته محكمې له پرېكړې څخه پرته نه مصادره كېږي. د شخص د ملكيت استملاك يوازې دعامه گټو د تاْمين په مقصد د مخكيني او عادلانه بدل په وركولو، د قانون له مخې، مجاز دى. د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان يوازې د قانون په حكم كېداى شي. يوڅلوېښتمه ماده بهرني اشخاص په افغانستان كې د عقاري مالونو د ملكيت حق نه لري. دعقار اجاره د پانگې اچونې په منظور د قانون له حكمونو سره سم جواز لري. د بهرنيو ملكونو په سياسى نمايندگيو باندې او په هغو بين المللى موْسسو باندې چې افغانستان پكې غړيتوب لري دعقارى مالونو پلورل دقانون له حكمونو سره سم جواز لري. دوه څلوېښتمه ماده هر افغان مكلف دى د قانون له حكمونو سره سم دولت ته ماليه او محصول وركړي. هېڅ راز ماليه او محصول، د قانون له حكمه پرته نه وضع كېږي. د ماليې او محصول اندازه او د وركړې ډول يې د ټولنيز عدالت په رعايت سره د قانون په وسيله ښوول كېږي. دا حكم د بهرنيو كسانو او موْسسو په برخه كې هم تطبيقېږي. هر ډول تاديه شوې ماليه، محصول او عايدات، دولتى واحد حساب ته تحويلېږي. دريڅلوېښتمه ماده زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروگرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي. څلورڅلوېښتمه ماده دولت مكلف دى د ښځو د زده كړو د توازن او پراختيا په منظور، دكوچيانو دزده كړو د ښه والي اوپه هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيق كړي. پنځه څلوېښتمه ماده دولت د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونو پر بنسټ د ملي فرهنگ او له علمي اصولو سره سم، واحد تعليمى نصاب جوړ او تطبيقوي او د ښوونځيو د ديني مضمونونو نصاب په افغانستان كې د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوينوي. شپږ څلوېښتمه ماده د لوړو، عمومي او اختصاصي زده كړو د موْسسو جوړول او اداره كول، د دولت دنده ده. د افغانستان اتباع كولاى شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او دسواد د زده كړو د موْسسو په جوړولو لاس پورې كړي. دولت كولاى شي بهرنيو كسانو ته هم د قانون له حكمونو سره سم د لوړو او عمومي زده كړو د موْسسو دجوړولو اجازه وركړي. د لوړو زد ه كړو په دولتي موْسسوكې دشاملېدو شرطونه او له هغو سره نورې مربوطې چارې، د قانون له ليارې تنظيمېږي. اووه څلوېښتمه ماده دولت د علم، فرهنگ، ادب او هنر د پرمختگ لپاره اغېزمن پروگرامونه جوړوي. دولت د موْلف، مخترع او كاشف حقوق تضمينوي او په ټولو برخو كې علمي څېړنې هڅوي او ملاتړ يې كوي او دهغو له نتيجو څخه اغېزمنه گټه اخيستنه د قانون له حكمونو سره سم عاموي. اته څلوېښتمه ماده كار د هر افغان حق دى. د كار د ساعتونو ټاكل، او با معاشه رخصتۍ، دكار اوكارگر حقوق او له هغو سره نورې مربوطې چارې د قانون په وسيله تنظيمېږي. د قانون دحكمونو په حدودو كې د كار اوكسب انتخاب آزاد دى. نهه څلوېښتمه ماده د جبري كار تحميل منع دى. جبري كار دجگړې، آفتونو او نورو داسې حالاتو په وخت كې چې د عامو خلكو ژوند او هوساينه تهديد كړي، له دې امر څخه مستثنى دى. پرماشومانو د كار تحميل جواز نه لري. پنځوسمه ماده دولت مكلف دى چې د يوې سالمې ادارې او د هېواد په اداري سيستم كې د سمون د رامنځ ته كېدو لپاره، لازم تدبيرونه ونيسي. اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حكمونو سره سم عملي كوي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون دحكمونو په حدودو كې د دولتى ادارو څخه اطلاعات ترلاسه كړي. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنيت ته له زيان رسولو پرته، حدود نه لري. د افغانستان اتباع د اهليت له مخې او له هر ډول توپير پرته د قانون له حكمونو سره سم د دولت په خدمت منل كېږي. يو پنځوسمه ماده هرڅوك چې له ادارې څخه بې موجبه زيانمن شي د تاوان اخيستلو مستحق دى او كولاى شي د تاوان دترلاسه كولو لپاره په محكمه كې دعوا اقامه كړي. له هغو حالاتو پرته چې قانون ښودلى، دولت نشي كولاى د باصلاحيته محكمې له حكمه پرته د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره اقدام وكړي. دو پنځوسمه ماده دولت د افغانستان دټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او دعلاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تاْمينوي. دولت له قانون سره سم دخصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مركزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې كوي. دولت د سالمې بدني روزنې د پياوړتيا او دملي او سيمه ييزو ورزشونود پراختيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي. دريپنځوسمه ماده دولت د شهيدانواو مفقودينو د پاتې كسانو، له معلولينو او معيوبينو سره دمالي مرستواو روغتيايى خدمتونو د تنظيم لپاره د قانون له حكـمونو سره سـم لازم تدبيرونه نيسي. دولت د متقاعدينو حقوق تضمينوي او له زړو كسانو، بې سر پرسته ښځو او بې وسه يتيمانو سره د قانون له حكمونو سره سم لازمې مرستې كوي. څلور پنځوسمه ماده كورنۍ د ټولنې اساسي برخه جوړوي او د دولت تر ملاتړ لاندې ده . دولت د كورنۍ او په ځانگړې توگه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتيا د تاْمين او دماشومانو د روزنې او د اسلام د سپېڅلي دين له احكامو سره د مغايرو رسومو د له منځه وړو لپاره لازم تدبيرونه نيسي. پنځه پنځوسمه ماده له هېواد څخه دفاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجيبه ده. د عسكري مكلفيت د دورې د تيرولو شرطونه د قانون له ليارې تنظيمېږي. شپږ پنځوسمه ماده د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده. د قانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه گڼل كېږي. اوه پنځوسمه ماده دولت په افغانستان كې د خارجي اتباعو حقوق او آزادۍ له قانون سره سم تضمينوي. دا كسان د بين المللي حقوقو د قواعدو په حدودوكې د افغانستان د دولت د قوانينو په رعايت مكلف دي. اته پنځوسمه ماده دولت په افغانستان كې د بشر د حقوقو د رعايت د څارنې او ملاتړ لپاره، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون جوړوي. هرڅوك كولاى شي دخپلواساسي حقوقود نقض په صورت كې دې كمېسيون ته شكايت وكړي. كميسيون كولاى شي د افرادو د اساسي حقوقو د نقض موارد قانوني مربوطو څانگو ته راجع كړي او دهغوي له حقوقو څخه په دفاع كې مرسته وكړي. دكمېسيون جوړښت او د كار ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي. نهه پنځوسمه ماده هېڅوك نشي كولاى په دې اساسي قانون كې له راغلو آزاديو او حقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي واكمنۍ او ملي وحدت پرضد عمل وكړي. دريم څپرکی جمهور رئيس شپېتمه ماده جمهور رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر كې ځاى لري چې خپل واكونه په اجرائيه، مقننه او قضائيه برخو كې ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم عملي كوي. جمهور رئيس دملت په وړاندې مسئول دى. جمهور رئيس يو مرستيال لري. جمهور رئيس د خپل مرستيال نوم د ځان له كانديدولو سره يوځاى ملت ته اعلاموي. د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم كار كوي. يوشپېتمه ماده جمهور رئيس د راې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو، او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې ترپنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي. د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرگولي په لومړۍ نيټه پاى ته رسېږي. دنوي جمهور رئيس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو دننه كې د جمهور رئيس د كار ترپاى ته رسيدو دمخه سرته رسېږي . كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړاى شي چې په سلو كې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتايجو د نيټې تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كې ترسره كېږي. دا ځل يوازې هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې وي. د انتخاباتو په دويم پړاو كې هغه څوك چې د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس گڼل كېږي. كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى گيرۍ د لومړي يا دويم پړاو يا هم د انتخاباتو دنتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي. د جمهـورى رياست لپاره انتـخابات، د انتخاباتو د څارنې د خپلواك كمېسيون تـرڅارنې لاندې ترسره كېږي. دا كمېسيون په هېواد كې پر هر راز انتخاباتو او ټولپوښتنې د څارنې لپاره د قانون له حكمونو سره سم، جوړېږي. دوه شپېتمه ماده څوك چې جمهورى رياست ته كانديدېږي، بايد دلاندنيو شرطونو لرونكي وي: د افغانستان تبعه ، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلي وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري. د كانديدېدو په ورځ يې عمر ترڅلوېښتو كلونو لږ نه وي. دمحكمې له خوا په بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي. هيڅ شخص نشى كولاى له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په حيث وټاكل شي. په دې ماده كې راغلى حكم د جمهور رئيس د مرستيال په برخه كې هم تطبيقېږي. دري شپېتمه ماده جمهور رئيس د كار تر پيل دمخه، د ځانگړي كړنلارې سره سم د قانون له ليارې تنظيـمېږي دا لاندې لوړه يادوي: بسم الله الرحمن الرحيم په نامه، لوړه كوم چې د اسلامد لوى خداى د سپېڅلي دين د حكمونو پيروي او ساتنه وكړم، د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وكړم، د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه له دربار څخه داو دافغانستان د خلكو حقوق او گټې خوندي كړم او د لوى خداى مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلكو د پرمختگ او هوسايۍ په لاره كې خپلې هڅې تر سره كړم. څلور شپېتمه ماده جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفې لري: د اساسي قانون د اجرا څارل. د هېواد د سياست د اساسي كرښو ټاكل. د افغانستان د وسله والو ځواكونو سترمشرتوب. د ملي شورى په تاييد دجگړې او متاركې اعلانول. د ځمكني بشپړتيا او د خپلواكي دساتنې د دفاع په حالت كي د وړ تصميم نيول. د ملي شوري په تاييد له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواكونو د ټولگيو لېږل. ددې اساسي قانون په نهه شپېتمه ماده كې له راغلي حالت پرته، د لويې جرگې راغوښتل، د ملي شورى په تاْييد د اضطراري حالت اعلان او دهغه پاى ته رسول. د ملي شورى او لويې جرگې دغونډو پرانستل. د جمهوري رياست د مرستيال د استعفى منل. د ولسى جرگې په تاييد د وزيرانو او لوى څارنوال ټاكل او د هغوى عزلول او داستعفى منل. د ملي شورى په تاييد د سترې محكمې د رئيس او غړيو ټاكل. د قانون له حكمونوسره سم د قاضيانو، وسله والو ځواكونو د منصبدارانو د پوليسو او د ملى امنيت او د لوړ رتبه مامورينو ټاكل، تقاعد وركول، د استعفى منل او عزلول. په بهرنيو هېوادونو او نړېوالو موْسسو كې د افغانستان د سياسي نمايندگيو د مشرانو ټاكل. په افغانستان كې د بهرنيو سياسي نمايندگانو د باورليكونو منل. د قوانينو او تقنيني فرمانونو توشيح كول. د قانون له حكمونو سره سم د دولتونوترمنځ د معاهداتو اوبين المللى ميثاقونو د تړون لپاره د باور ليكونو وركول. د قانون له حكمونو سره سم د جزاگانو تخفيف او بخښل. د قانون له حكمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو وركول. د ولسى جرگې په تاْييد د مركزي بانك د رئيس ټاكل. د هېواد د ادارې د سمون لپاره، د قانون له مخې، د كمېسيونونو جوړول. په دې اساسي قانون كې نور راغلي واكونه او دندې. پنځه شپېتمه ماده جمهور رئيس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چاروكې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي. ټولپوښتنه بايد د دې اساسى قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي. شپږ شپېتمه ماده جمهور رئيس په دې اساسي قانون كې د راغلو واكونو د عملي كولو په برخه كې د افغانستان د خلكو لوړ مصلحتونه په پام كې نيسي. جمهور رئيس نشي كولاى چې د قانون له حكمه پرته دولتي ملكيتونه او شتمنۍ وپلوري او يا يې وبخښي. جمهور رئيس نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او گوندي ملحوظاتو گټه واخلي. اوه شپېتمه ماده د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د دندې د اجرا مخه نيسي، د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس واكونه او دندې په غاړه اخلي. جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملى شورى ته اعلاموي. د صعـب العلاجـه ناروغۍ تثبـيت د هـغه طبـى هيئت لـه خـوا كېږي چـې ســتره محكمه يې ټاكي. په داسې حالاتو كې د نوي جمـهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مېاشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي. د جمهور رئيس مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توگه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشى ترسره كولاى : د اساسي قانون تعديل. د وزيرانو عزل. ټولپوښتنه. د جمهور رئيس مرستيال د قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي. د جمهور رئيس په غياب كې د مرستيال دندې د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي. اته شپېتمه ماده كه چېرې د جمهور رئيس مرستيال استعفى وكړي او يا مړشي د هغه پرځاى بل شخص د جمهور رئيس په وړانديز او د ولسى جرگې په تاْييد ټاكل كېږي. د جمهور رئيس او د هغه د مرستيال د يوځايى مړينې په صورت كې په ترتيب سره د مشرانو جرگې رئيس د ولسى جرگې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسې د دې اساسي قانون د اوه شپېتمې مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي. نهه شپېتمه ماده په بشرى ضد جرمونو، ملي خيانت يا دجنايت په ارتكاب باندې د جمهور رئيس اتهام د ولسي جرگې د ټولو غړيو له دريو څخه د يوې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرگې د ټولو رايوله دريو څخه د دووبرخو د رايو له خوا تاْييد شي، ولسي جرگه د يوې مېاشتې په دننه كې لويه جرگه دايروي. كه لويه جرگه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له دندې څخه گوښه او موضوع ځانگړې محكمې ته سپارل كېږي. ځانگړې محكمه د ولسى جرگې له دريو غړيو، د سترې محكمې له دريو غړيو چې لويه جرگه يې ټاكي او د مشرانو جرگې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لويه جرگې له خوا ټاكل كېږي اقامه كېږي. په دې حالت كې د دې اساسي قانون په اوه شپېتمه ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږي. اويا يمه ماده د جمهور رئيس تنخوا او لگښتونه د قانون له ليارې تنظيمېږي. جمهور رئيس دخدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د عزل له حالته پرته د خپل ژوند ترپاتې مودې پورې د جمهوري رياست د دورې له مالي حقوقوڅخه د قانون له حكمونو سره سم، گټه اخلي. څلورم څپرکی حكومت يواويايمه ماده حكومت له وزيرانوڅخه جوړ دى چې د جمهور رئيس تر رياست لاندې كاركوي. وزيران د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي او د تاييد لپاره ملى شورى ته ورپېژندل كېږي. د وزيـرانو شمېر او دندې د قانـون له ليارې تنظيمېږي. دو اويايمه ماده څوك چې د وزير په توگه ټاكل كېږي بايد لانديني شرطونه ولري: د افغانستان تبعه وي. تحصيل، كاري تجربه او ښه شهرت ولري. عمر يې تر پنځه دېرش كلونو لږ نه وي. د محكمې له خوا د بشرى ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب محكوم نه دي او يا له مدني حقوقو څخه به محروم شوى نه وي. دري اويايمه ماده وزيران كېداى شي د ملي شورى له غړيو او يا له هغې د باندې وټاكل شي. كله چې د ملي شورى غړى د وزيـر په توگه وټاكل شي، په شورى كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي. او د هغـه پرځاى بل شخـص د قانون له حكم سره سم ټاكل كېږي. څلور اويايمه ماده وزيران د وظيفې له پيله مخكې د جمهور رئيس ، په وړاندې، لاندينۍ لوړه كوي: بسم الله الرحمن الرحيم په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونود لوى خداى گ حمايت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو رعايت، داتباعو دحقوقو حفاظت، د افغانستان د خپلواكۍ ، ځمكنۍ بشپړتيا او د خلكو د ملي وحدت ساتنه وكړم او په حاضر وگڼم او خپلې راسپارل شوې وظيفې پهخپلو ټولو اعمالو كې خداى رښتينولى سرته رسوم! پنځه اويا يمه ماده حكومت لاندينۍ وظيفې لري: ددې اساسي قانون، نورو قوانينو او د محكمو د قطعى پرېكړو عملي كول. د خپلواكۍ ساتل، له ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع او په نړيواله ټولنه كې د افغانستان د حيثيت او گټو ساتل. د عامه نظم او امن ټينگول او د هر راز اداري فساد له منځه وړل. د بودجې ترتيبول، د دولت د مالي وضعې تنظيمول او د عامه شتمنۍ ساتل. دټولنيزو،فرهنگي، اقتصادي اوتكنالوژۍ د پرمختيايي پروگرامونه طرح او تطبيقول. ملي شورى ته د مالي كال په پاى كې د سرته رسيدلوچارو او د نوي مالي كال د مهمو پروگرامونو په باب گذارش وركول. د هغونورو وظيفو ترسره كول چې ددې اساسي قانون او نورو قوانينو له مخې دحكومت له وظايفو څخه گڼل شويدي. شپږ اويايمه ماده حكومت د هېواد دسياست د اساسي كرښو د تطبيق او دخپلو وظيفو د تنظيمولو لپاره مقررات وضع اوتصويبوي. د امقررات بايد د هېڅ قانون له متن يا روح سره مناقض نه وي. اوه اويايمه ماده وزيران خپلې دندې د اداري واحدونو د آمرينو په توگه په هغو حدودوكې چې دا اساسي قانون او نور قوانين يې ټاكي، سرته رسوي. وزيران دخپلوټاكلو دندوڅخه د جمهور رئيس او ولسى جرگې په وړاندې مسووليت لري. اته اويايمه ماده كه چېرې وزير په بشري ضد جرمونو، ملي خيانت او يا په نورو جرمونو متهم شي، موضوع ددې اساسي قانون د يوسلوڅلوردېرشمې مادې له مخې ځانگړې محكمې ته سپارل كېږي. نهه اويايمه ماده حكومت كولاى شي د ولسى جرگې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته ، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورى د لومړۍ غونډې ترجوړېدو وروسته د ديرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. اوكه د ملي شورى له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي. اتيايمه ماده وزيران نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او گوندي ملحوظاتو گټه واخلي. پنځم څپرکی ملي شورى يواتيايمه ماده د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورى، د ستر تقنيني اورگان په توگه دخلكو د ارادې ښكارندويه ده او د ټول ملت نمايندگي كوي. د شورى هر غړى د رايې د څرگندونې په وخت كې، د افغانستان د خلكو عمومي مصلحتونه او سترې گټې د خپل قضاوت محور ټاكي. دو اتيا يمه ماده ملي شورى له دوو مجلسونو ولسي جرگې او مشرانو جرگې څخه جوړه ده. هېڅوك نشي كولاى په يوه وخت كې د دواړو مجلسونو غړى وي. دري اتيايمه ماده د ولسي جرگې غړي د خلكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. د ولسي جرگې د كار دوره د پنځم كال د چنگاښ په لومړي نېټه پاى ته رسېږي. او نوې شورى په كار پيل كوي. د ولسى جرگې د غړيو انتخابات له ديرشو ورځو څخه تر شپېتو ورځو پورې د ولسى جرگې د دورې ترپاى ته رسېدو څخه د مخه ترسره كېږي. د ولسى جرگې د غړيو شمېر د هر حوزې د نفوسو د شمېر په تناسب د او كسانو ترمنځ دى. انتخاباتي حوزې، او ورسره نور مربوط مسايل د انتخاباتو په قانون كې ټاكل كېږي. د انتخاباتو په قانون كې بايد داسې تدبيرونه ونيول شي چې انتخاباتي نظام دافغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تاْمين كړي او له هر ولايت څخه لږ ترلږه يوه ښځينه وكيله په اولسي جرگه كې غړيتوب ترلاسه كړي. څلور اتيايمه ماده د مشرانو جرگې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كېږي: د هرې ولايتي جرگې له غړو څخه يو تن د مربوطې جرگې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره. د هر ولايت د ولسواليو د جرگو له غړو څخه يو تن، د مربوطو جرگو په انتخاب، د دريو كلونو لپاره. . پاتې دريمه برخه غړي د هېواد له خبيرو او تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي. جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي. هغه شخص چې د مشرانو جرگى د غړي په توگه انتخابيږي په مربوطه جرگه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پرځاى د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كېږي. پنځه اتيايمه ماده هغه څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كېږي، د ټاكونكو پر شرطونو سربېره، دا لاندې صفتونه هم بايد ولري: د افغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه د كانديدېدو يا تعيين ترنېټې لس كاله پخوا يې د افغانستان د دولت تابعيت ترلاسه كړى وي. د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب محكوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوى نه وي. د ولسى جرگې غړيو د عمر پنځه ويشت كاله د كانديدو په ورځ او د مشرانو جرگې غړيو د عمر پنځه دېرش كالـه د كانديـدو يا ټاكـنې په ورځ بشـپړ كړي وي. شپږ اتيايمه ماده د ملى شورى د غړو انتخاباتي وثيقې، د انتخاباتو د څارنې دخپلواك كمېسيون له خوا د قانون له حكمونو سره سم تر څېړنې لاندې نيول كېږي. اوه اتيايمه ماده د ملي شورى له دواړو جرگو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړيو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رئيس ، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توگه، د يوكال لپاره انتخابوي. دا اشخاص د ولسي جرگې او مشرانو جرگې اداري هيئت جوړوي. د اداري هيئت وظيفې د هرې جرگې د داخلي وظايفو په اصولو كې ټاكلې كېږي. اته اتيايمه ماده د ملي شورى له دواړو جرگو څخه هره يوه د بحث وړ موضوعاتو د كتنې لپاره د داخلي وظايفو د اصولو له مخې كمېسيونونه جوړوي. نهه اتيايمه ماده ولسي جرگه واك لري دغړيو د دريمې برخې په وړانديز، دحكومت د اعمالو د څېړنې او كتنې لپاره، يو ځانگړى كمېسيون وټاكي. ددې كمېسيون جوړښت او كړنلار د ولسې جرگې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظيمېږي. نوي يمه ماده ملي شورى دا لاندې واكونه لري: د قوانينو او تقنيني فرمانونو تصويب، تعديل يا لغو كول. د ټولنيزو، فرهنگي، اقتصادي او تكنالوژي پرمختيايي پروگرامونو تصويبول. د دولتي بودجې تصويبول او د پور اخيستو يا وركولو اجازه. د اداري واحدونو منځته راوړل، تعديل او يا لغو كول. د د ولتونو ترمنځ د معاهداتو او بين المللى ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول. په دې اساسى قانون كې نور مندرج واكونه. يو نوي يمه ماده ولســي جـرگـه لانـدې ځانگړي واكــونه لري: له هر يوه وزير څخه د استيضاح په برخه كې ددې اساسي قانون د دوه نوي يمې مادې د حكم سره سم تصميم نيول. د پرمختيايي پروگرامونو او دولتي بودجې په هكله د ولسي جرگې او مشرانو جرگې ترمنځ د نظر د اختلاف په صورت كې نهايى تصميم نيول. ددې اساسى قانون له حكمونو سره سم د مقرريو تاييدول. دوه نوي يمه ماده ولسى جرگه د خپلو غړو د لسمې برخې په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي. كه وړاندې شوې توضيح دقناعت وړ نه وي، ولسي جرگه دعدم اعتماد د راى موضوع څېړي. له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرگې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي. دري نوي يمه ماده د ملي شورى د دواړو جرگو هر يو كمېسيون كولاى شي له هر يوه وزير څخه په ټاكلو موضوعاتو كې پوښتنې وكړي. هغه څوك چې پوښتنه ترې شوې كولاى شي شفاهي يا ليكلى ځواب وركړي. څلور نوي يمه ماده قانون هغه مصوبه ده چې د ملي شورى د دواړو جرگو له خوا تصويب او د جمهور رئيس له خوا توشيح شوې وي. مگر دا چې په دې اساسي قانون كې بل ډول څرگنده شوې وي. كه جمهور رئيس د ملي شورى له مصوبې سره موافقه ونه لري كولاى شي چې د وړاندې كېدو تر نېټې وروسته يې په پنځلسو ورځو كې د دلايلو له ښوولو سره ملي شورى ته مسترده كړي. ددې وخت په تېرېدو او يا دا چې اولسى جرگه يو ځل بيا هغه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه په دوو برخو رايو تصويب كړي، مصوبه توشيح شوې گڼله كېږي او نافذېږي. شپږ نوي يمه ماده كه د قانون د طرحې پيشنهاد پر دولت د نوي تكليف يا دعايداتو د لږولو په هكله وي، په دې شرط د كار په لست كې نيول كېږي چې د پيشنهاد په متن كې د جبيره كولو مدرك هم ښوول شوى وي. اوه نوي يمه ماده د قانون د طرحې پيشنهاد د حكومت له خوا لومړى ولسي جرگې ته وړاندې كېږي. ولسى جرگه دبودجى او مالي چارو په شمول دقانون دطرحي پيشنهاد ، او دپور اخيستو او يا وركولو پيشنهاد له بحث څخه وروسته ديو كل په توگه تصويب يا ردوي. ولسي جرگه نشي كولاى وړاندې شوې طرحه تر يوې مياشتې زيات وځنډوي. ولسې جرگه د پيشنهاد شوي قانون طرح تر تصويب وروسته مشرانو جرگې ته سپاري. مشرانو جرگه د پنځلس ورځو په اوږدو كې د هغه په هكله تصميم نيسي. ملي شورى د دولت د هغو قوانينو، معاهدو او پرمختيايي پروگرامونو په باره كې تصميم نيولو ته لومړيتوب وركوي كوم چې د حكومت د پيشنهاد په بنسټ د عاجل غور كولو ايجاب كوي. كه د قانون د طرحې پيشنهاد له دواړو جرگو څخه د لسو غړيو له خوا وشي، پيشنهاد د نوموړې جرگې د يو پنځمې غړيو ترتاييد وروسته ددې جرگې دكار په لست كې نيول كېږي. اته نوي يمه ماده د دولت بودجه او دحكومت پرمختيايي پروگرام د مشرانو جرگې له خوا ددې جرگې د مشورتي نظريې سره يوځاى ولسې جرگې ته سپارل كېږي. د ولسې جرگې تصميم د جمهور رئيس ترتوشيح وروسته، مشرانو جرگې ته تر وړاندې كېدو پرته، نافذ گڼل كېږي. كه چېرې د ځينو عواملو له مخې د مالي كال تر پيل مخكې بودجه تصويب نشي، د نوې بودجې تر تصويب پورې، د تېر كال بودجه تطبيقېږي. حكومت د مالي كال د څلورمې ربعې په اوږدو كې د راتلونكي كال بودجه د روان كال د بودجې له اجمالي حساب سره ملي شورى ته وړاندې كوي. د تېر مالي كال د بودجې قطعي حساب د راتلونكي كال د شپږو مېاشتو په اوږدو كې د قانون له حكمونو سره سم ملي شورى ته وړاندې كېږي. ولسي جرگه نشي كولاى له بودجې تصويب د يوې مېاشتې څخه زيات او د پور د اخيستلو او وركولو اجازه كوم چې په بودجې كې شامل نه وي، تر پنځلس ورځو زيات وځنډوي. كه چېرې ولسي جرگه په دغه موده كې د پور د اخيستو او وركولو د پيشنهاد په هكله تصميم ونه نيسي پيشنهاد تصويب شوى گڼل كېږي. نهه نوي يمه ماده كه چېرې د ملي شورى په اجلاس كې كلنۍ بودجه يا پرمختيايي پروگرام يا د عامه امنيت، د هېواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا سره مربوطه موضوع تر خبرو لاندې وي، د شورى د اجلاس موده د هغه تر تصويب مخكې پاى ته نشي رسېدلاى. سلمه ماده كه چېرې د يوې جرگې مصوبه د بلې جرگې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړلولپاره د دواړو جرگو د غړو له خوا په برابر شمېر گډ هيئت ټاكل كېږي. د هيئت پرېكړه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه گڼل كېږي. كه گډ هيئت ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى گڼل كېږي. كه چېرې تصويب د ولسي جرگې له خوا شوى وي، ولسي جرگه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرگې ته وړاندې شي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذ گڼل كېږي. كه چېرې د دواړو جرگو ترمنځ اختلاف د مالي قوانينو د طرحې په باب وي او گډ هيئت يې په حل بريالى نشي، ولسي جرگه كولاى شي نوموړې طرح د غړيو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا طرح بې له دې چې مشرانو جرگې ته وړاندې شي د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه گڼل كېږي. يو سلو يوومه ماده د ملي شورى هېڅ غړى د هغې رايې يا نظريې له امله چې د وظيفې د اجرا په وخت كې يې څرگندوي، ترعدلي تعقيب لاندې نه نيول كېږي. يوسلو دويمه ماده كه چېرې د ملي شورى كوم غړى په يوه جرم متهم شي، مسئول مامور له موضوع څخه هغې جرگې ته چې متهم يې غړى دى، خبر وركوي او متهم تر عدلى تعقيب لاندې راتلاى شي. د مشهود جرم په مورد كې، مسئول مامور كولاى شي متهم د هغې جرگې له اجازې پرته چې دى يې غړى دى تر عدلي تعقيب لاندې راولي او وي نيسي. په دواړو حالاتو كې كه چېرې عدلي تعقيب د قانون له مخې د توقيف ايجاب وكړي، مسئول مامور مكلف دى چې له موضوع څخه بې له ځنډه نوموړې جرگې ته خبر وركړي. او دهغه تصويب ترلاسه كړي. كه اتهام د شورى د رخصتۍ په وخت كې رامنځ ته شي، د نيولو او توقيف اجازه د مربوطې جرگې له اداري هيئت څخه ترلاسه كېږي او موضوع د نوموړې جرگې لومړنۍ غونډې ته د تصميم نيولو لپاره وړاندې كېږي. يوسلو دريمه ماده وزيران كولاى شي د ملي شورى له دوو جرگو څخه په هره يوه كې گډون وكړي. د ملي شورى هره جرگه كولاى شي خپلې غونډې ته د وزيرانو د حاضرېدو غوښتنه وكړي. يو سلو څلورمه ماده د ملي شورى دواړې جرگې په عين وخت كې، بېل بيل مجلسونه كوي. د دواړو جرگوگډې غونډې په لاندې حالاتو كې جوړېدلاى شي: په هغه وخت كې چې تقنينيه دوره يا كلنۍ غونډه د جمهور رئيس له خوا پرانيستل كېږي. په هغه حالاتوكې چې جمهور رئيس يې ضروري تشخيص كړي. د ولسي جرگې رئيس د ملي شورى د گډو غونډو مشري كوي. يوسلو پنځمه ماده د ملي شورى غونډې علني دي، مگر دا چې د مجلس رئيس يا لږ ترلږه د ملى شورى لس تنه غړي يې د سرى تـوب پيشنهاد وكـړي او جـرگه دا پيشنهاد ومني. هېڅوك نشي كولاى چې په زور د ملي شورى ودانۍ ته ننوزي. يو سلوشپږمه ماده د ملي شورى د هر مجلس نصاب د رايى اخيستلو په وخت كې د غړو د اكثريت په حضور سره بشپړېږي او تصميمونه يې د حاضرو غړو د رايو په اكثريت نيول كېږي، مگر په هغو مواردو كې چې دې اساسي قانون بل ډول تصريح كړى وي. يوسلو اوومه ماده ملي شورى په هر كال كې دوې عادي غونډې دايروي. د ملي شورى د دواړو جرگو د غونډو د كار موده په هر كال كې نه مياشتې ده. د اړتيا په وخت كې شورى كولاى شي دا موده اوږده كړي. د رخصتيو په ورځو كې د ملي شورى فوق العاده غونډې د جمهور رئيس په امر دايرېداى شي. يوسلواتمه ماده د ملي شورى د غړي د مړينې، استعفى او عزل يا د داسې دايمې معلولېدو او معيوبېدو په صورت كې چې په دايمي توگه د وظيفې د اجراء خنډ شي ، د پاتې تقنينيه دورې لپاره د نوي استازي تعيين د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي. د ملي شورى د غړيو د حاضرېدو يا نه راتلو سره مربوطې چارې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظمېږي. يوسلونهمه ماده د تقنينيه دورې په وروستني يوكال كې د انتخاباتو دقانون د بدلېدو پيشنهاد د ملي شورى د كار په لست كې نشي نيول كېدلاى . شپږم څپرکی لويه جرگه يوسلو لسمه ماده لويه جرگه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى. لويه جرگه : . د ملي شورى له غړيو، . دولايتونواو ولسواليو دجرگو له رئيسانوجوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرگې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، گډون وكړي. يو سلو يوولسمه ماده لويه جرگه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي: . د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول. . ددې اساسي قانون د حكمونوتعديل. . ددې اساسي قانون د نهه شپېتمې مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول. يوسلو دولسمه ماده لويه جرگه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توگه ټاكي. يو سلوديارلسمه ماده د لويې جرگې نصاب د رايې اخيستو په وخت كې د غړيو په اكثريت سره بشپړېږي. د لويې جرگې تصميمونه، له هغو مواردو پرته چې په دې اساسى قانون كې صريحاً ذكر شوي، د ټولو غړيو د رايو په اكثريت، نيول كېږي. يوسلوڅورلسمه ماده د لويې جرگې بحثونه علني دي، مگر دا چې د غړيو څلورمه برخه يې د سريت غوښتنه وكړي او لويه جرگه دا غوښتنه ومني. يوسلو پنځلسمه ماده د لويې جرگې د جريان په وخت كې د دې اساسي قانون د يوسلويومې اويوسلودويمې مادو مندرج احكام دهغې د غړيو په باب تطبيقېږي. اووم څپرکی قضاء يوسلو شپاړسمه ماده قضائيه قوهْ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواك ركن دى. قضائيه قوه له يوې سترې محكمې، داستيناف له محكمو او ابتدائيه محكمو څخه جوړه ده چې تشكيلات او واكونه يې د قانون له ليارې تنظيمېږي. ستره محكمه د سترقضايي اورگان په توگه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قضايې قوې په سركې ده. يو سلو اوه لسمه ماده ستره محكمه نهه تنه غړي لري چې د جمهور رئيس له خوا د ولسى جرگې په تاييد اوددې اساسي قانون د پنځوسمې مادې د وروستۍ فقرې او د يوسلو اتلسمې مادې دحكمونو په رعايت د لسوكلونو لپاره ټاكل كېږي. د غړيو ټاكل د دوهم ځل لپاره جواز نه لري. جمهور رئيس د سترې محكمې يو غړى د سترې محكمې د رئيس په توگه ټاكي. د سترې محكمې غړي ددې اساسي قانون په يوسلو اوه وېشتمې مادې كې له راغلي حالت پرته، د خدمت د دورې تر پاى پورې له خپلو وظيفو څخه نه عزلېږي. يوسلواتلسمه ماده د سترې محكمې غړى بايد لانديني شرايط ولري: . د ټاكلو په وخت كې د رئيس او غړو عمر ترڅلوېښتو كلو لږ نه وي. . د افغانستان تبعه وي. . په حقوقي يا فقهي علومو كې لوړې زده كړې او دافغانستان په قضايي نظام كې تخصص او كافى تجربه ولري. . د ښه سيرت او نېك شهرت لرونكى وي. . د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او دجنايت په ارتكاب محكوم نه وي او يا له مدني حقوقو محروم شوى نه وي. . د وظيفې د تصدۍ په وخت كې په هيڅ سياسي گوند كې غړيتوب ونه لري. يو سلو نولسمه ماده د سترې محكمې غړې د وظيفې ترپيل مخكې ، د جمهور رئيس په وړاندې دا لوړه كوي: بسم الله الرحمن الرحيم په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپيڅلي دين، د لوى خداى له احكامو، په دې اساسي قانون او نورو قوانينو كې له راغلو نصوصو سره سم حق او عدالت تاْمين او دقضاء وظيفه په بشپړ امانت، صداقت او بې طرفۍ اجراء كړم! يوسلوشلمه ماده د قضايې قوې صلاحيت د ټولو هغو دعوو غور ته شاملېږي، چې د دولت په شمول د حقيقي يا حكمي اشخاصو له خوا د مدعي يا مدعي عليه په حيث د قانون له حكمونو سره سم د محكمې په وړاندې اقامه شي. يوسلو يو ويشتمه ماده ستره محكمه يوازې د حكومت اويا د محكمو د غوښتنې پر اساس له اساسى قانون سره د قوانينو، تقنيني فرمانونو بين الدول معاهدو او بين المللى ميثاقونو مطابقت څيړي او په باره كې وړ قرار صادروي. ستره محكمه د اساسى قانون، د قوانينو او د تقنيني فرمانونو د تفسير واك لري. يوسلو دوه ويشتمه ماده هېڅ قانون نشي كولاى په هېڅ حال كې، كومه قضيه يا ساحه څرنگه چې په دې فصل كې مشخص شوې د قضايې قوې له صلاحيت څخه وباسي او بل مقام ته يې وسپاري. دا حكم د هغوخاصو محكمو چې ددې اساسي قانون په نهمه شپېتمې اته اويايمې او يوسلواوه ويشتمې مادو كې راغلى او د نظامي محكمو د تشكيل مخه نه نيسي. د دې ډول محكمو تشكيل او صلاحيت د قانون له ليارې تنظيمېږي. يوسلو در ويشتمه ماده ددې اساسي قانون دحكمونو په رعايت د محكمو په تشكيل، صلاحيت او اجراآتو پورې مربوطه قواعد او په قاضيانو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي. يوسلو څليرويشتمه ماده د قضايي قوې د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو په برخه كې، د دولت د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو د مربوطو قوانينو حكمونه نافذ دي خو تقرر، انفكاك، ترفيع، تقاعد، مجازات او مكافات يې د سترې محكمې له خوا له قانون سره سم تر سره كېږي. يوسلو پنځه وېشتمه ماده د قضايي قوې بودجه دحكومت په مشوره د سترې محكمې له خوا ترتيبېږي اود دولت د بودجې د يوې برخې په توگه دحكومت له خوا ملي شورى ته وړاندې كېږي. د قضايي قوې د بودجې تطبيق د سترې محكمې خپل صلاحيت دى. يوسلو شپږ وېشتمه ماده د سترې محكمې غړي، د خدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د پاتې ژوند په اوږدو كې د خدمت د دورې له مالي حقوقو څخه برخمن كېږي، په دې شرط چې په دولتي اوسياسي چارو بوخت نشي. يو سلو اوه وېشتمه ماده كه چېرې د ولسي جرگې تر درېمې برخې زيات غړي، د سترې محكمې د رئيس يا غړو محاكمه د وظيفوي جرم يا د جنايت د ارتكاب د اتهام په اساس وغواړي او ولسي جرگه دا غوښتنه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت تصويب كړي، متهم له دندې څخه عزل او موضوع خاصې محكمې ته سپارل كېږي. د محكمې تشكيل او د محاكمې طرزالعمل د قانون په وسيله تنظيمېږي. يو سلو اته وېشتمه ماده د افغانستان په محكمو كې محاكمه په علني ډول دايرېږي او هرڅوك حق لري د قانون له حكمونو سره سم په هغې كې گډون وكړي. محكمه كولاى شي په داسې حالاتو كې چې په قانون كې څرگند شوي يا د محاكمې سري توب ضروري وگنل شي، سرې غونډې دايرې كړي خو د حكم اعلان بايد علني وي. يو سلو نهه وېشتمه ماده محكمه مكلفه ده د خپل صادر كړي حكم اسباب په فيصله كې ذكر كړي. د محكمو د ټولو قطعى فيصلو عملي كول واجب دي خو د يوشخص د وژلو د حكم په حالت كې د جمهور رئيس منظوري شرط ده. يوسلو دېرشمه ماده محكمې ترغور لاندې قضاياووكې ددې اساسي قانون او نورو قوانينو حكمونه تطبيقوي. كه چېرې د غور لاندې قضاياوو له جملې څخه د كومې قضيې لپاره په اساسي قانون او نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي، محكمه د حنفي فقهې د احكامو له مخې او په هغو حدودو كې دننه چې دې اساسي قانون ټاكلي، قضيه په داسې ډول حل او فصل كوي چې عدالت په ډېره ښه توگه تاْمين كړي. يو سلو يو دېرشمه ماده محكمې د اهل تشيع لپاره په شخصيه احوالو پورې مربوطو قضاياووكې د تشيع د مذهب حكمونه د قانون له احكامو سره سم تطبيقوي. په نورو دعوو كې هم كه په دې اساسي قانون يا نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي او ددعوا دواړې خواوې له اهل تشيع وي، محكمې قضيه ددې مذهب له حكمونو سره سم حل او فصل كوي. يو سلو دوه دېرشمه ماده قاضيان د سترې محكمې په پيشنهاد او د جمهور رئيس په منظورۍ ټاكل كېږي. د قاضيانو مقرري، تبديلي، ترفيع، مواخذه او د تقاعد پيشنهاد د قانون له حكمونو سره سم د سترې محكمې صلاحيت دى. ستره محكمه د اجرايى اوقضايى چارو د ښه تنظيم او د لازمو اصلاحاتو د تاْمين لپاره، د قضائيه قوې، عمومي اداري آمريت تاْسيسوي. يو سلو دري ديرشمه ماده كه چېرې قاضي د جنايت په ارتكاب متهم شي. ستره محكمه د قانون له حكمونو سره سم د قاضي پرحالت غور كوي. كه چېرې ستره محكمه دده د دفاع تر اورېدو وروسته اتهام وارد وبولي جمهور رئيس ته يې د عزل پيشنهاد كوي او د جمهور رئيس له خوا تر منل كېدو وروسته متهم قاضي د جمهور رئيس په منظورۍ له دندې څخه عزل او د قانون له حكمونو سره سم جزا وركوله كېږي. يوسلوڅلور ديرشمه ماده د جرمونو كشف د پوليس په وسيله او دجرمونو تحقيق او په محكمه كې پرمتهم باندې د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احكامو سره سم كېږي. څارنوالي د اجرائيه قوې برخه ده او په خپلو اجراآتو كې استقلال لري. د څارنوالۍ تشكيل، صلاحيت او د اجراآتو څرنگوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي. د وسله والو ځواكونو، پوليسو او د ملى امنيت كاركوونكو د وظيفوي جرمونو كشف او تحقيق د خاص قانون له ليارې تنظيمېږي. يو سلوپنځه دېرشمه ماده كه د دعوى لورى په هغه ژبه چې محاكمه پرې كېږي ونه پوهېږي، د قضيې پر موادو او اسنادو باندې د اطلاع او په محكمه كې په خپله مورنۍ ژبه د خبرو كولو حق د ترجمان پواسطه ورته تامينېږي. اتم څپرکی اداره يو سلوشپږ ديرشمه ماده د افغانستان د اسلامي جمهوريت اداره د مركزي ادارې او محلي اداراتو د واحدونو پر اساس له قانون سره سم تنظمېږي. مركزي اداره پرځينو اداري واحدونو وېشل كېږي چې د هرې يوې په سركې يو وزير وي. د محلي ادارې واحد ولايت دى. د ولايتونو او مربوطه ادارو شمېر، ساحه، برخې او تشكيلات د نفوسو د شمېر، ټولنيزې او اقتصادي وضعې او جغرافيايي موقعيت پر اساس د قانون له ليارې تنظيمېږي. يوسلو اووه ديرشمه ماده حكومت د مركزيت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي چارو دگړندي كولو، ښه والى او د ملي ژوند په پرمختگ كې د خلكو د لازياتې ونډې اخيستلو په منظور، لازم صلاحيتونه د قانون له حكمونو سره سم محلى ادارې ته سپاري. يوسلو اته ديرشمه ماده په هر ولايت كې يوه ولايتي جرگه جوړېږي. د ولايتي جرگې غړي له قانون سره سم د نفوسو په تناسب، د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د ولايت د اوسېدونكو له خوا د څلورو كلونو لپاره ټاكل كېږي. ولايتي جرگه له خپلو غړيو څخه يو تن د رئيس په توگه ټاكي. يوسلونهه ديرشمه ماده ولايتي جرگه د دولت د پرمختيايي اهدافو اود ولايت د چارو د ښه كېدو په تاْمينولو كې لكه څنگه چې په قوانينوكې څرگنده شوې، برخه اخلي او په ولايت پورې د مربوطو چارو په باب، مشوره وركوي. ولايتي جرگه خپلې دندې د ولايت د ادارې په مرسته ، سرته رسوي. يوسلو څلوېښتمه ماده د محلى ادارې د چارو دسمون او په هغې كې د خلكو د فعالې ونډې اخيستو د تاْمين په مقصد، په ولسواليو او كليو كې د قانون له حكمونو سره سم جرگې جوړېږي. ددې جرگو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د سيمې د اوسېدونكو له خوا د دريو كلونو لپاره ټاكل كېږي. په محلى جرگو كې د كوچيانو گډون د قانون له حكمونو سره سم تنظيمېږي. يوسلو يوڅلوېښتمه ماده د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشكيلېږي. ښاروال او د ښاري مجلسونو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. په ښارواليو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي. يوسلو دوڅلوېښتمه ماده دولت ددې اساسى قانـون د حكمونو د تعميل او د منـدرجو ارزښـتونودتاْمـين لـپاره لازمې اداري جوړوي. نهم څپرکی اضطراري حالت يوسلو دري څلوېښتمه ماده كه دجگړې، دجگړې د خطر، وخيم اغتشاش او طبيعى آفاتو او يا ورته حالت له امله د خپلواكۍ او ملي ژوند ساتنه له هغه بهير څخه چې په اساسي قانون كې ټاكل شوى، ناشونې وگرځي د جمهور رئيس له خوا د ملي شورى په تاْييد د هېواد په ټولو او يا ځينې برخو كې اضطرارى حالت اعلانېږي. كه اضطراري حالت تر دوو مېاشتو زيات دوام ومومى د هغه د اوږدولو لپاره د ملي شورى موافقه شرط ده. يو سلوڅلورڅلوېښتمه ماده په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي د ملي شورى او د سترې محكمې له رئيسانو سره په مشوره د ملي شورى ځينې صلاحيتونه حكومت ته انتقال كړي. يوسلو پنځه څلوېښتمه ماده په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي چې د ملي شورى، د سترې محكمې د رئيسانو تر تاْييد وروسته د اساسي قانون لانديني حكمونه وځنډوي او يا قيود پرې ولگوي: . د اووه وېشتمې مادې دويمه فقره. . شپږ دېرشمه ماده . . د اووه دېرشمې مادې دويمه فقره. . د اته دېرشمې مادې دويمه فقره. يو سلو شپږ څلوېښتمه ماده د اضطرار په حالت كې اساسي قانون نه تعديلېږي. يوسلو اوه څلوېښتمه ماده كه چېرې د جمهوري رياست دوره او يا دملي شورى تقنيني دوره د اضطرار په حالت كې پاى ته ورسېږي، د نويو انتخاباتو تر سره كېدل ځنډېږي او د جمهور رئيس او ملي شورى د غړيو د خدمت موده تر څلورو مياشتو پورې، تمديدېږي. كه اضطراري حالت ترڅلورو مېاشتو زيات اوږد شي، لويه جرگه د جمهور رئيس له خوا راغوښتله كېږي. د اضطراري حالت تر پاى ته رسېدو وروسته، د دوو مېاشتو په دننه كې انتخابات ترسره كېږي. يوسلو اته څلوېښتمه ماده د اضطراري حالت په پاى ته رسيدو سره هغه اقدامات چې ددې اساسي قانون د يوسلوڅلورڅلوېښتمې او يوسلو پنځه څلوېښتمې مادو له مخې شوې، بې له ځنډه له اعتباره لوېږي. لسم څپرکی تعديل يوسلو نهه څلوېښتمه ماده د اسلام د سپېڅلي دين له حكمونو څخه د پيروۍ اصل او جمهوري نظام نه تعديلېږي. د اتباعو د اساسي حقوقو تعديلول يوازې د هغوى د حقوقو د ښيگنې په منظور جواز لري. ددې اساسي قانون د نورو موادو تعديل د وخت د غوښتنواو تجربوله مخې، ددې اساسي قانون د اوه شپېتمې او يوسلوشپږڅلوېښتمې مادو په رعايت سره، د جمهور رئيس يا د ملي شـورى د اكثريت په پيشنهاد كېږي. يو سلوپنځوسمه ماده د تعديل د پيشنهاد لپاره د جمهور رئيس په فرمان دحكومت، ملي شورى، او د سـترې محكمې د غړيو له منـځه ، يو هيئت جـوړېږي او د تعديل طرح تياروي. د تعديل د تصويب لپاره لويه جرگه، د جمهور رئيس په فرمان او دلويې جرگې د فصل له حكمونو سره سم راغوښتل كېږي. كه لويه جرگه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت د تعديل طرح تصويب كړي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذېږي. يوولسم څپرکی متفرقه حكمونه يوسلو يو پنځوسمه ماده جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران او د سترې محكمې رئيس او غړي د خپلې وظيفې په وخت كې نشي كولاى له دولت او اشخاصو سره هېڅ ډول انتفاعى معامله ترسره كړي. هغه معاملې چې د شخصى اړتياوو د تامين په منظور ترسره كېږي، له دې حكم څخه مستثنى دى. يوسلو دوه پنځوسمه ماده جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران، د ملي شورى او د سترې محكمې، رئيسان او غړي او قاضيان نشي كولاى د وظيفې د تصدۍ په موده كې په نورو مشاغلو لاس پورې كړي. يوسلو دريپنځوسمه ماده قاضيان ، څارنوالان، د وسله والو ځواكونو د پوليسو منصبداران او دملي امنيت كاركونكى نشى كولى د دندې د تصدى په موده كې په سياسي گوندونو كې غړيتوب ولري. يوسلو څلورپنځوسمه ماده د جمهور رئيس، د جمهور رئيس د مرستيال، وزيرانو او د سترې محكمې د غړو شتمني، دخدمت تر دورې وړاندې او وروسته، د هغه اورگان په وسيله چې قانون يې ټاكي ثبت، څېړل او خپرېږي. يو سلو پنځه پنځوسمه ماده د جمهور رئيس مرستيال، وزيرانو، د ملي شورى او دسترې محكمې رئيسان او غړيو ته د قانون له حكمونو سره سم ، مناسب معاش ټاكل كېږي. دولسم څپرکی انتقالى حكمونه يوسلو شپږ پنځوسمه ماده د ملت د بابا لقب او هغه امتيازونه چې د هـ ل كال د اضطراري لويې جرگې له خوا د افغانستان پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وركړل شوي دي، ددې اساسي قانون له حكمونو په رعايت سره سم د ژوند تر پايه د دوى لپاره محفوظ دي. يوسلو اوه پنځوسمه ماده ددې اساسي قانون له نافذيدو څخه د ملى شورى د افتتاح تر نېټې پورې موده د انتقال دوره گڼل كېږي. د افغانستان انتقالى اسلامى دولت د انتقال په دوره كې لاندينۍ وظيفې سرته رسوي : د شپږمېاشتو په دننه كې د جمهوري رياست، ملي شورى او محلى جرگو دانتخاباتو په اړه د تقنيني فرمانونو صادرول. له يوه كال څخه په كمه موده كې د محكمو دصلاحيتونو او تشكيلاتو او داساسى تشكيلاتو پرقانون باندې د كار پيل په اړه دفرمانونو صادرول. د انتخاباتو دڅارنې دخپلواك كمېسيون جوړول. د اجرايې اوقضايى چارو د غوره تنظيم په منظور د لازمو اصلاحاتو سرته رسول. د دې اساسي قانون د حكمونو د تطبيق په برخه كې د زمينې د برابرولو لپاره لازم تدبيرونه نيول. يوسلو اته پنځوسمه ماده لومړنى منتـخب جمهور رئيـس د انتـخاباتو د نتايجو تر اعـلان دېرش ورځـې وروستـه په كـار پيل كوي . د ملى شورى انتخابات د جمهور رئيس له انتخاب څخه وروسته د يوه كال څخه په كمه موده كې دايريږي. دملى شورى واكونه د هغه د تاْسيس تر مودې پورې ددې اساسي قانون له مخې حكومت ته سپارل كېږي او موْقته ستره محكمه د جمهور رئيس په فرمان جوړېږي. يوسلو نهه پنځوسمه ماده ملى شورى خـپل وظايف او واكـونه ددې اساسي قانون د حكمونو له مخې د تاْسيس سره سـم عملي كوي. د ملي شورى له لومړنۍ غونډې وروسته د دېرشو ورځو په موده كې حكومت او ستره محكمه ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم تشكيلېږي. د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت رئيس تر هغه وخته پورې چې منتخب جمهور رئيس په كار پيل كړى نه وي وظيفه سرته رسوي. ددې اساسي قانون د يوسلو اووه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې د حكم په رعايت، د دولت اجرايې او قضايې ارگانونه د حكومت او سترې محكمې ترتشكيل پورې خپلو وظايفو ته ادامه وركوي. هغه تقنيني فرمانونه چې د موقتې دورې له پيل څخه وروسته نافذ شوي دي د ملي شورى لومړنى غونډې ته راجع كېږي. دا فرامين تر هغه وخته پورې چې د ملى شورى له خوا لغوه شوي نه وي نافذ گڼل كېږي. يوسلوشپېتمه ماده دا اساسى قانون د لويې جرگې له تصويب څخه وروسته نافذ او د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت د رئيس لخوا توشيح او اعلامېږي. او په نفاذ سره يې ددې اساسي قانون له حكمونو مغاير قوانين او تقنيني فرمانونه لغوه كېږي. باندنی تړنې د افغانستان د قوانینو ټولگه اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د افغانستان رسمي لاسوندونه تاريخي اسناد رسمي اسناد
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84%DB%8C%20%D8%B5%D9%85%D8%AF%D9%8A
بريالی صمدي
بريالی صمدي انگرېزي : د افغانستان يو ځوان سندرغاړی دی . دی د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ پورې اړه لري . مخينه دی په کال ۱۹۷۸ زېږيز د استاد عبدالصمد په کور کې زېږېدلی دی. پلار ېې هم ولسي سندرغاړی او وېل کېږي چې د سندرو په ډگر کې استاد پاتې شوی او د سندرو د وړتيا او د ويلو له کبله ېې ډېر تکړه ولسي سندرغاړي د افغانستان د سندرو ډگر ته ورسپارلي . بريالی صمدي په درېيم ټولگي کې و چې کله ېې سندرو ويلو باندې پیل وکړ او د سندرو تر څنگ ېې د تبلې او باجې زده کړه هم وکړه ، همدا رنگه ېې شپېلۍ او ډهول هم زده دی . د بريالي صمدي د سندرو لومړی جونگ په کال ۲۰۰۳ ز کې خپور شو. همدا رنگه ېې د افغانستان څخه دباندې گاوندي هېوادونو کې او اروپا کې کنسرټونه ورکړي . ښاغلی صمدي په کال ۲۰۰۲ م زېږيز کې واده کړی او دوه ځامن لري چې يو ېې مراد صمدي او بل ېې مريد صمدي نومېږي . زده کړې هنري ژوند د سندرو ټولگې د شملو وطن ۲۰۰۳ د شپېلۍ غږ ۲۰۰۵ ماته جانان ووايه جانان گران وطن اکاخېل اتڼ د اروپا کنسرټ د سندرو جوگ د دوبۍ کنسرټ د سندرو جوگ ستاينېزې په جرمني کې د پښتنو ټولنيز ولسوليز گوند لخوا د باچاخان جايزه او ستاينلیک : سرچينې پښتانه هنرمندان افغان سندرغاړي پښتانه سندرغاړي پښتانه سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%DB%90%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%DA%89%D8%B1%20%DA%AF%D8%B1%D8%A7%D9%87%D8%A7%D9%85%20%D8%A8%DB%90%D9%84
الېکسانډر گراهام بېل
الکساندر ګراهام بېل د ۱۸۴۷ د مارچ ۳یمه - د ۱۹۲۲ د اګسټ ۲یمه په سکاټلنډ کې زیږېدلی مخترع، ساینسپوه او انجینیر و چې د لومړني تېلېفون اختراع یې په خپل نوم ثبت کړه. همدا راز په ۱۸۸۵ ز کال کې یې د ټېلېفون او ټلګراف امریکايي شرکت جوړ کړ. د بېل پلار، نیکه او ورور ټول د وینا د فن او خبرو په برخه کې په کار کولو کې ښکېل وو، مور او ښځه یې کاڼه وو او دغه کوڼوالي د ده پر ژوند او کار ژور اغېز کړی و. د اورېدو او خبرو په اړه څېړنو تر ډېره نوموړی د اورېدو د دستګاوو د ازمویلو خوا ته یو وړ چې بالاخره د امریکا متحده ایالاتو د ۱۸۷۶ ز کال د مارچ په اوومه د ټېلیفون لپاره د اختراع لومړی حقالثبت ده ته ورکړ. بېل خپله اختراع په خپل واقعي کار کې د یوه ساینسپوه په توګه لاسوهنه بلله او په خپله څېړنه کې یې د ټېلیفون له درلودو ډډه کوله. ډېرو نورو اختراعاتو لکه په نوري مخابراتو، هایدروفویلس او هوا پېژندنه کې نوښتلرونکو کارونو کولو د بېل پاتې ژوند ته ځانګړی رنګ ورکړ. که څه هم بېل د نشنل جیوګرافک ټولنې له ۳۳ بنسټګرو نه و، خو د دویم رئیس په توګه یې د خدمت په دوره کې چې د ۱۸۹۸ کال له جنورۍ څخه تر ۱۹۰۳ کال پورې وه، د دغه بنسټ پر خپرېدونکې مجله ډېر اغېز درلود. بېل په انجینیرۍ کې تر کار ور هاخوا د وراثت له علم سره هم ژوره مینه لرله. د ژوند لومړي وختونه الکساندر بېل د ۱۸۴۷ کال د مارچ په درېیمه د سکاټلنډ په اېډېنبورګ کې زیږېدلی دی. پلرنی کور یې د سوېلي شارلوټ پر سړک و، په دغه کور کې یو ډبرلیک دی چې د الکساندر ګراهام بېل د زیږېدو ځای ښيي. ده دوه وروڼه لرل: ملویل جېمز بېل ۱۸۴۵ - ۱۸۷۰ او اډوارډ چارلېز بېل ۱۸۴۸ - ۱۸۶۷ چې دواړه د توبرکلوز یا سېل ناروغۍ له امله مړه شول. پلار یې پروفیسور الکساندر ملویل بېل غږ پوه او مور یې الیزا ګرېس بېل وه چې کورنی نوم یې سیمنډز و. دی یوازې د الکساندر بېل په نامه وزیږېد، په لس کلنۍ کې یې له پلاره وغوښتل چې د دوو نورو وروڼو غوندې نوم ولري. بیا یې پلار د یوولس کلنۍ په کلیزه کې ګراهام نوم ورته خوښ کړ او د غوره کولو اجازه یې ورکړه، دا د هغه کاناډايي الکساندر ګراهام په درناوي چې پلار یې درملنه کړې وه او اوس د دوی د کورنۍ ملګری و. خو نږدې خپلوانو او ملګرو ته لا هم د الېک په نامه پاتې شو. لومړنۍ اختراع ځوان بېل په ماشومتوب کې د خپلې نړۍ په وړاندې ډېره کنجکاوي وښوده. د بوټو بېلګې یې راټولې کړې او په واړه عمر کې یې ازمایښتونه وکړل. د بېل ښه ملګری یې ګاونډی بن هرډمن و چې کورنۍ یې ژرنده لرله. بېل په دوولس کلنۍ کې یوه کورنۍ دستګا جوړه کړه چې تاوېدونکي پاروګان یې د نوکانو د بورسونو له یوې بنچې سره یو ځای کول او یوه ساده پوستکوونکې دستګا ترې جوړېده چې په ژرنده کې ترې ګټه اخیستل کېده او په دوامدار ډول یې څو کلونه وکاروله. په مقابل کې د بن پلار جان هرډمن بن دواړو هلکانو ته اجازه ورکړه چې یو کوچنی ورکشاپ وچلوي او اختراعات په کې وکړي. بېل د ژوند په لومړنیو کلونو کې په هنر، شعر او موسیقۍ کې خپله وړتیا وښوده چې مور یې ډېر وهڅاوه. له کومې رسمي زدهکړې پرته پر پیانو غږولو برلاسی شو او د کورنۍ پیانو غږوونکی شو. له دې سره سره چې معمولاً غلی او ارام و، د غږیزو چلونو له تقلید څخه چې بطني خبرو دا یو ډول هنر دی چې یو کس په بندو شونډو خبرې وکړای شي او اورېدونکی داسې فکر وکړي چې غږ یې له بل ځایه راوځي ته ورته وې خوند اخیست او تل به یې د هغو کورنیو مېلمنو ښه راغلاست کاوه چې کله کله به د دوی لیدو ته راتلل. همدارنګه پر بېل د خپلې مور تدریجي کوڼوالي ډېر ژور اغېز وکړ د بېل د مور کوڼوالی هغه وخت پیل شو چې دی دوولس کلن و او د لارښوونې لپاره یې د لاس د ګوتې ژبه زدهکړه تر څو د مور تر څنګ کېناستی شي او په هغه سکوت کې یې د مور لپاره وکاروي چې د کور د ناستي په خونه کې خبرې روانې وي. همدا راز ده د خپلې مور لپاره په مستقیم ډول له څرګند او تنظیم شوي غږ سره د خبرو لپاره داسې تخنیک جوړ کړ چې مور یې په څرګند ډول غږ واورېدای شي. د مور له کوڼوالي سره اندېښمن زړه، بېل د اکوسټیک غږپوهنې په برخه کې زدهکړو ته کش کړ. زدهکړې بېل په کوچنيوالي کې د خپلو وروڼو غوندې لومړنۍ زدهکړې په کور کې له پلار نه وکړې. په لومړیو کلونو کې یې د سکاټلنډ په ایډېنبورګ کې په سلطنتي لېسه کې نوملیکنه وکړه، خو په ۱۵ کلنۍ یې ښوونځی پرېښود او یوازې لومړي څلور ټولګي یې بشپړ کړل. د زدهکړو سوابق یې ناڅرګندوو، غیر حاضرۍ یې لرلې او نمرې یې کمزورې وې. د ده اصلي لېوالتیا له ساینس سره پاتې شوه، په ځانګړې توګه له بیولوژي سره، په داسې حال کې چې د ښوونځي نور درسونه یې سم نه لوستل او دغه کار یې پلار ځوراوه. د ښوونځي تر پرېښودو وروسته لندن ته لاړ چې له نیکه الکساندر بېل سره په هریینګټون کې ژوند وکړي. له نیکه سره د ژوند کولو د کال په جریان کې یې له زدهکړو سره مینه پيدا شوه او ساعتونه ساعتونه به یې په جدي بحثونو او مطالعو تېرول. نیکه یې ډېره هڅه وکړه چې دی روانې او پرېکنده خبرې زده کړي، ځکه دا هغه ځانګړنې وې چې دغه کوچني زدهکوونکي یې د استاد کېدو لپاره اړتیا ورته لرله. په ۱۶ کلنۍ کې بېل د سکاټلنډ د الګېن موري په وېسټون هوس اکاډمۍ کې د وینا او موزیک د زدهکوونکي ښوونکي په توګه وټاکل شو. که څه هم بېل په لاتیني او یوناني ژبو کې د زدهکوونکي په توګه نوملیکنه کړې وه، خو ټولګي يې هم تدریسول او د هر درس په مقابل کې یې لس پونډه اخیستل. راتلونکی کال اېډنبورګ پوهنتون ته لاړ او له مشر ورور ملویل سره چې تېر کال یې هلته نوملیکنه کړې وه، یو ځای شو. په ۱۸۶۸ کال کې کاناډا ته خپلې کورنۍ ته تر تګ لږ وړاندې یې پوهنتون ته د داخلېدو ازموینې پای ته ورسولې او لندن پوهنتون ته د داخلې لپاره ومنل شو. کورنی ناورین په ۱۸۶۵ ز کال کې یې چې کله کورنۍ لندن ته ولاړه، بېل وېسټون هوس اکاډمۍ ته د همکار استاد په توګه بېرته راوګرځېد او په خپلو خالي ساعتونو کې به یې د لابراتوار د کمو تجهیزاتو په مرسته پر غږ ازمایښتونه کول. بېل د غږ د لېږد لپاره د برېښنا پر ازمایښت تمرکز وکړ او بیا یې په سامرسټ پوهنتون کې له خپلې خونې نه د یوه ملګري خونې ته د ټلګراف یو سیم نصب کړ. د ۱۸۶۷ ز کال په وروستیو کې یې د ستړیا له امله روغتیا ګډه وډه شوه. کشر ورور یې اډوارډ ټېډ هم په ورته ډول د ناروغۍ پر بستر پروت و او له توبرکلوز یا سېل ناروغۍ کړېده. دا چې بېل ترې روغ شو او راتلونکی کال یې د انګلنډ په باث کې په سامرسټ پوهنتون کې د ښوونکي په توګه خدمت پیل کړ، خو د ورور حالت یې خراب شو او روغ نه شو. د ورور تر مړینې وروسته بېل په ۱۸۶۷ کال کې کور ته راوګرځېد. مشر ورور ملویل یې واده کړی و او له هغه ځایه تللی و. له لندن پوهنتون نه د سند ترلاسه کولو په هیله یې راتلونکي کلونه د سند ازموینو ته د چمتووالي لپاره په پام کې ونیول او په کور کې یې خپل خالي وختونه د مطالعې لپاره ځانګړي کړل. سرچينې او ياداښتونه مخترعين
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1%20%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
امير عبدالرحمان خان
امیر عبدالرحمن خان ۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز. - ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او گډوديو وروسته چې د افغان- انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه. کورنۍ ماندينې ښځې لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مریم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور ولیده جهان بېګم سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې. مخينه هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي. زامن او لوڼې سردار عبدالله خان د مريم بېگم زوی سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا د اصل بېگم زوی سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله د اصل بېگم زوی سردار فتح الله خان د اصل بېگم زوی سردار عبدالفحد خان د اصل بېگم زوی سردار شمس الدين خان د بي بي حليمې زوی سردار حفيظ الله خان د بي بي گلراز زوی سردار محمد امين خان د بي بي نېک قدم زوی سردار اسد الله خان د قولابۍ کنيزې زوی سردار محمد افضل خان د پادشا بېگم زوی سردار محمد عمر خان د بي بي حليمې زوی سردار غلام علي جان سخي داد خان د پادشا بېگم زوی گوهر خانم د بي بي وليده جهان لور روقيه خانم دصفورا بېگم لور فاطمه بېگم د بي بي زهرا لور حاجره بېگم د صفورا بېگم لور سياست کله چي انگرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انگرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنگه چلند و کړي او هم د انگرېزانو سره څرنگه په خپله گټه په نرمي چلند و کړي . ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انگليس دويمه جگړه پای ته و رسېده . امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انگرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله . ده ډېر ژر ټوله بلواگر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره گان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله . امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه . د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي گام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انگرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه . امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندگانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو . انځورتون افغانستان د افغانستان پاچايان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1%20%D8%AD%D8%A8%D9%8A%D8%A8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
امير حبيب الله خان
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا چې په لنډه توگه د امير حبيب الله خان يا امير حبيب الله شاه په نامه هم يادېږي ۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. په انگرېزي: له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د امير عبدالرحمن خان مشر زوی او دمحمدافضل خان لمسى و. هغه وخت چي اميرعبدالرحمن خان دبخارا لور ته په تيښته و، دی په ١٨٧٢ ز کال دسمرقند په سېمه کې پيدا شو. دده مور دبدخشان دسيميز امير لور وه. په ١٨ کلنۍ کي،دپلار له خوا دسردار کلان په حيث وټاکل شو. اميرعبدالرحمن خان په ١ اکتوبر ١٩٠١ ز کال وفات شو او په ځاى يې حبيب الله خان دواک پر ګدۍ کښيناست او د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرگ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ . حبيب الله خان له پاچاکېدلوسره سم هندي وايسراى ته پيغام وليږه ، له هغې خوا څخه ورته مبارکي راغله او هيله يي ورڅخه وکړه تر څو هند ته ورشي،خو حبيب الله خان لومړى ونه منله،وروسته يې د امير عنايت الله خان په مشري يو پلاوى هند او انګلستان ته وليږه. امير حبيب الله خان په ١٩٠٢ ز کال کې دسراج الملة والدين لقب ځانته خوښ کړ. رغونې امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راشي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيگ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه . لومړۍ نړیواله جګړه د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنگ پيل سو. انګريزانو ددې لپاره چي افغانستان بېطرفه پاته شي،حبيب الله خان ته يو استازى راوليږه او دتېرو ژمنو په وريادولوسره يې دبې طرفۍ غوښتنه ورڅخه وکړه. حبيب الله خان يې غوښتنه ومنله او په ١٣٣٢ هـ کال درمضان په مياشت کې دعام دربار په وړاندي افغانستان ناپېيلى اعلان کړ. د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جگړه کي د انگرېزانو پر ضد د دوی سره ملگری سي، خو امير د دوی نمايندگان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله. دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انگرېزانو د گټو ساتونکئ وو او د انگرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انگرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله گوش به تفريحي كميب د خيمو په يوه کمپ کي په توپنگچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امير امان الله خان پاچا شو. کورنۍ امیر حبیب الله خان د امیر عبدالرحمان خان زوی او د بارکزیو له ټبر څخه وو. د حبیب الله خان له میرمنو څخه یوه سرور سلطانه بېگم بېګم وه چې په ۱۹۶۵ز کال کې په استانبول کې د ۹۵ کلونو په عمر ومړه. حبیب الله خان ګڼ شمیر اولادونه لرل چې د هغې جملې څخه یوه راضيه بېگم او امیر امان الله خان وو. انځورتون دا هم ولولۍ د امير حبيب الله خان کورنۍ سرچينې د افغانستان پاچايان پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1%20%D8%B4%D8%A7%D9%87
محمد ظاهر شاه
محمد ظاهر شاه ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال د افغانستان وروستی پاچا و. نومړی د اعليحضرت په اصطلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو. د کورنۍ انځورونه مخينه محمد ظاهر شاه په ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٤ ز. کال، په کابل کي زېږېدلی و. زده کړې د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانگه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. دندې يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توگه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م . تر دوهم نړيوال جنگ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي . په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه . دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ . په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد پاکستان منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او مشکلات منځ ته راوستل . ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت . په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ . انځورتون لمسیان سرچينې افغان سرداران افغانستان د افغانستان پاچايان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%86%D8%A7%D8%AF%D8%B1%20%D8%B4%D8%A7%D9%87
محمد نادر شاه
محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا ۹ د افریل ١٨٨٣م کال د هند په دهرا دون کې زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو . د امير حبيب الله خان تر مرګ وروسته د پاچا امير امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو . کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتیا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو . مخينه محمد نادر شاه د سردار محمد يوسف خان ځوی او محمد ظاهر شاه پلار وو، چې په ۹ د افریل ۱۸۸۳ز کال د هند په دهرادون کې زیږیدلی وو. مړينه محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ورکولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو . انځورتون سرچينې باندنۍ تړنې افغانستان د افغانستان پاچايان افغان سرداران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A8%DA%93%D8%A7%D8%B3%20%D9%85%D8%A7%D8%B4%D9%8A%D9%86
د بړاس ماشين
د بړاس ماشين انگليسي جېمز واټ په م کال کې وپنځوه. د بخار ماشین هغه حرارتي ماشین دی چې د خپل میخانیکي کار په موخه له بخار څخه د عامل سیالمایع په توګه ګټنه اخلي. د بخار په ماشین کې د یو سلنډر د ننه د پیسټون د شاته او مخته وړلو لپاره د بخار له فشار ګټنه کېږي. دغه فشار ورکوونکې قوه د یو شاتون او میل په واسطه د کار لپاره په څرخېدونکي ځواک اوړي. د بخار ماشین اصطلاح په عموم ډول د یو پیسټوني ماشین د توصیف لپاره کارول کېږي نه د بخاري توربین لپاره. د بخار ماشینونه، خارجي احتراق لرونکي هغه ماشینونه دي چې په کې کاري سیالمایع د احتراق له محصولاتو جلا کېږي. د دغه بهیر د تحلیل لپاره ایډیال ترموډینامیکي څرخ د رانکین څرخ په نوم یادېږي. په عمومي توګه د بخار ماشین اصطلاح په بشپړه توګه بخار لرونکو کارخونو د بخار خانو په ګډون لکه د بخار ریل ګاډو او نورو لېږدونکو ماشینونو ته اشاره کوي، یا هم کېدای شي پیسټوني ماشینونو او یا په یوازې توګه توربین ته اشاره وکړي. په داسې حال کې چې د بخار چلیدونکي ماشینونه له میلاد څخه په وروسته لومړۍ پېړۍ کې په آیولیپایل وسیلې او په شپاړلسمه پېړۍ کې د یو شمېر نورو ثبت شوو مواردو له مخې وپېژندل شول، خو په ۱۶۰۶ زکال کې جرونیمو د آیانز وای بومونټ د کانونو د تخلیې په موخه د بخار د لومړي واټرپمپ اختراع ثبت کړه. توماس ساوري د لومړي ځل لپاره په سوداګریز ډګر کې د بخار د ماشین د کارونې مخترع ګڼل کېږي، ده داسې بخاري پمپ جوړ کړ چې په مستقیم ډول یې د بخار له فشار څخه د اوبو په ویستلو کې ګټنه کوله. لومړنی بریالی سوداګریز ماشین چې کولای یې شو په پرله پسې ډول انرژي ماشین ته انتقال کړي په ۱۷۱۲ زکال کې د توماس نیوکامن له خوا جوړ شو. جیمز واټ په ۱۷۶۴ زکال کې د تراکم په موخه یو جلا مخزن ته د مصرف شوي بخار په انتقال سره پام وړ پرمختګ رامنځته کړ او د هر سوزېدونکي واحد په بدل کې یې د ترلاسه کېدوني موثریت کچه لوړه کړه. په ۱۹ مه پېړۍ کې د بخار ثابت ماشینونو د صنعتي انقلاب د کارخونو لپاره کاري انرژي رامنځته کړه. د بخار ماشینونو د بېړیو د بادبانونو ځای ونیو او په بېړیو کې د بخار پر بنسټ پاروګان وکارول شو، همدارنګه د بخار ماشینونو څخه په ریل ګاډو کې کار واخیستل شو. پیسټوني د بخار ماشینونو د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې هغه مهال چې د سوداګریزو چارو په موخه الکتریکي موتورونو او داخلي احتراقي ماشینونو د بخار پر بنسټ د ګرځېدونو ماشینونو ځای ونیو؛ د انرژۍ د تولید اصلي سرچینه برابروله. د بخار توربینونه د برېښنا د تولید په برخه کې د پیسټوني ماشینونو ځای ونیو ځکه لږ لګښت یې درلود، عملیاتي چټکتیا یې زیاته او زیات موثریت یې رامنځته کوه. تاریخچه لومړني تجارب د بخار په انرژۍ سره لومړنی ثبت شوی ماشین آیولیپایل و چې په رومي مصر کې د لومړۍ میلادي پېړۍ پر مهال د یوناني ریاضي پوه هرون اسکندراني له خوا توضیح شو. په راتلونکو پېړیو کې د آیولیپایل په څېر په ډېر کم شمېر د بخار په فشار چلېدونکي ماشینونه وپېژندل شول، چې اساسا هغه ازمایښتي دستګاوې وې چې د مخترعینو له خوا د بخار د خواصو د تشریح په موخه کارول کېدلې. د بخار د توربین یوه ابتدايي دستګاه په ۱۵۵۱ زکال کې د تقي الدین له خوا په عثماني مصر کې او په ۱۶۲۹ په ایټالیا کې د جیووانی برانکا له خوا توضیح شوې. هسپانوي مخترع جرونیمو د آیانز وای بومونټ په ۱۶۶۰ زکال کې د بخار انرژۍ په برخو کې د ۵۰ اختراعاتو د ثبت حق ترلاسه کړ چې د ژورو کانونو د وچولو په موخه په کې د اوبو پمپ هم شامل و. د پمپ کولو ماشینونه د بخار په انرژي باندې چلېدونکې لومړنۍ سوداګریزه وسیله واټرپمپ و چې په ۱۶۹۸ زکال کې د توماس ساوري له خوا وده ورکړل شوه. په دغه وسیله کې له متراکم بخار څخه د خلا جوړولو په موخه ګټنه کېدله چې اوبه یې له لاندې څخه پورته کولې او بیا د بخار فشار د هغو د لا زیات پورته وړو په موخه کارول کېده. هغو په ډېره لږ کچه پورته وړونکې اندازه لرله او د بایلر د چاودلو لامل هم ګرځېد. د ساوري له خوا له جوړ شوي ماشین څخه په کانونو، پمپ سټیشنونو او همدارنګه د نساجي د ماشین آلاتو څرخونو ته د انرژي ورکولو په موخه کار اخیستل کېده. د ساوري ماشین کم لګښته و. د ساوري په جوړښت کې نوی پرمختګ ترسره کړ چې هغه په خپله سره د کار کولو وړتیا ترلاسه کړه هماغه ډول چې د جان سمیټون له خوا په ۱۷۵۱ زکال کې د هغو د فلسفي معاملاتو په مقالاتو کې توضیح شوی. د دغه ماشین جوړولو تر ۱۸ مې پېړۍ دوام وکړ. آن په ۱۸۲۰ زکال کې یو له دغو ماشینونو څخه په کاري ډګر کې فعال و. پیسټوني د بخار ماشینونه لومړنی بریالی سوداګریز ماشین چې کولای یې شو په دوامداره توګه انرژي تولید کړي هغه اتومسفیري ماشین و چې شاوخوا په ۱۷۱۲ زکال کې د توماس نیوکامن له خوا اختراع شو. دغه ماشین د ساوري د بخار په پمپ کې له یو پیسټون څخه په ګټنې چې د پاپین له خوا یې ورته وړاندیز شوی و وده وکړه. دغه ماشین په یو سلنډ کې له پیسټون لاندې د بخار په متراکم کولو سره کار کوه. په ۱۷۸۰ زکال کې جیمز پیکار، د لنګر له څرخ او همدارنګه له کږې میلې څخه په ګټنې د نیوکامن په پرمختللي ماشین کې د څرخي حرکت په رامنځته کولو سره هغو ته وده ورکړه. په ۱۷۲۰ زکال کې ژاکوب لئوپولډ دوه سلنډر لرونکی د بخار ماشین تشریح کړ. دغه اختراع د هغه په مهم اثر کې خپره شوه. د دغې اختراع له مخې ماشین له دوه درنو پیسټونونو څخه د واټرپمپ د حرکت په موخه ګټنه کوله. هر پیسټون به د بخار په فشار پورته راتله او بېرته به د جاذبې قوې له امله خپل لومړني موقعیت ته ګرځېد. بل مهم ګام هغه مهال واخیستل شو چې جیمز واټ ۱۷۶۳-۱۷۷۵ زکال د یو جلا کندنسر څخه په ګټنې د نیوکامن د ماشین نوې پرمختللې نسخه راوویسته. د بولټون او واټ لومړنیو ماشینونو د جان سمیټون له خوا د نیوکامن د ماشین د پرمختللې بڼې په نیمايي اندازه د ډبرو سکاره مصرفول. د نیوکامن او واټ لومړني ماشینونه اتومسفیری و. سرچينې د بړاس ماشين
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%A7%DA%89%D9%8A%D9%88
راډيو
راډيو د سېگنالونو بې مزي يا بې سيمه لېږدېدنه ده چې د الېکترومقناطيسي څپو چې فرېکوېنسي يې د رڼا د فرېکوېنسي نه راټيټه ده عيارېدنه ده. او ايټالوي مارکوني په م کال کې پنځل شوی. راډیو غږ